Skip to main content

ابراهیم

ابراهیم (۱۴ سورة)

بسم الله الرحمن الرحیم

۱. 

الر ۚ كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَىٰ صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ

"الف، لام، را، دا هغه کتاب دی چې موږ تاته نازل کړی دی، ددې لپاره چې خلک له تیارو څخه رڼا ته ددوی د رب په حکم وباسي، د ځواکمن ستایل شوي لارې ته.

۲. 
 ٱللَّهِ ٱلَّذِى لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَوَيْلٌۭ لِّلْكَـٰفِرِينَ مِنْ عَذَابٍۢ شَدِيدٍ
الله هغه دی چې د هغه دي څه چې په اسمانونو کې دي او څه چې په ځمکې کې دي، او د کافرانو لپاره سخت ربړ (عذاب) دی.

۳. 
الَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْآخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا ۚ أُولَٰئِكَ فِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ
هغه کسان چې د دنیا ژوند پر آخرت خوښوي او د الله له لارې څخه د خلکو مخنیوی کوي، او غواړي هغه کږه کړي، دغه کسان په ډېر لرې بېلاریتوب کې دي.

۴. 
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ ۖ فَيُضِلُّ اللَّهُ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
او موږ هیڅ استازی (رسول) نه دی استولی، خو د هغه د قوم په ژبه، ترڅو دوی ته روښانه کړي، نو الله هغه څوک بېلارې کوي چې اراده يې وکړي او هغه چاته سمه لاره ښيي چې اراده يې وکړي، او هغه ډير ځواکمن ډير حکمت والا دی.

۵. 
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِآيَاتِنَا أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَذَكِّرْهُم بِأَيَّامِ اللَّهِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ
او بیشکه موږ موسیٰ زموږ له نښو سره ولیږه چې قوم دې له تیارو څخه رڼا ته وباسه، او هغوی ته د الله د ورځو یادونه وکړه. بیشکه په دې کې د زغم لرونکو او منندویانو لپاره لویې نښې دي.

۶. 

وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ أَنجَاكُم مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ وَيُذَبِّحُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ ۚ وَفِي ذَٰلِكُم بَلَاءٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ
او کله چې موسیٰ خپل قوم ته وویل، د الله هغه نعمت یاد کړئ چې پر تاسې باندې شوی دی، هغه وخت چې هغه تاسو د فرعون له کسانو خلاص کړی چې تاسې ته یې ډېر بده ربړونه (عذابونه) درکول، او ستاسې د زامنو غاړې يې پرې کولې (ذبح کول به يې)، او ستاسې ښځې (لوڼو) یې ژوندۍ پرېښودې. او په دې کې مو د رب له لوري  ستاسې لپاره لوی آزمویښت وو. 

۷. 

وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ
او کله چې ستاسې رب اعلان وکړ، که تاسې شکر وباسئ، نو زه به درته (نعمتونه) زیات کړم، او که ناشکري وکړی، نو زما عذاب ډېر سخت دی.

۸. 

وَقَالَ مُوسَىٰ إِن تَكْفُرُوا أَنتُمْ وَمَن فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا فَإِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ حَمِيدٌ
او موسیٰ وویل،  که کفر وکړی تاسې او هغه ټول چې په ځمکه کې دي، نو الله اړمن نه دی، ډیر ستایل شوی دی.

۹. 

أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَالَّذِينَ مِن بَعْدِهِمْ لَا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا اللَّهُ ۚ جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَرَدُّوا أَيْدِيَهُمْ فِي أَفْوَاهِهِمْ وَقَالُوا إِنَّا كَفَرْنَا بِمَا أُرْسِلْتُم بِهِ وَإِنَّا لَفِي شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُونَنَا إِلَيْهِ مُرِيبٍ
ایا د هغو خلکو خبر درته نه دی راغلی چې مخکې له تاسې و، د نوح قوم، او د عاد قوم، او د ثمود قوم، او هغوی چې ترې وروسته وو چې هیڅوک يې په اړه نه پوهیږي خو یوازې الله، هغوی ته يې استازي (پیغمبران) له روښانه ویناوو سره ورغلل، نو دوی يې لاسونه خولو ته وروړل  او وېویل، موږ په هغه څه کفر کوو چې تاسې پرې رالېږل شوي یاست، او موږ په هغه څه اندیښمن شکمن یو چې موږ ته د هغه په لور بلنه راکوی.

۱۰. 

قَالَتْ رُسُلُهُمْ أَفِي اللَّهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ يَدْعُوكُمْ لِيَغْفِرَ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرَكُمْ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى ۚ قَالُوا إِنْ أَنتُمْ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا تُرِيدُونَ أَن تَصُدُّونَا عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُنَا فَأْتُونَا بِسُلْطَانٍ مُّبِينٍ
ددوی استازو (پیغمبرانو) وویل: ایا تاسو په الله شک لرئ؟ هغه چې د اسمانونو او ځمکې جوړونکی دی، هغه تاسې ته بلنه درکوي چې ستاسې ګناهونه وبښي او تر یوې ټاکلي مودې پورې وخت درکړي. هغوی وویل، تاسې نه یاست خو زموږ په څېر انسانان یاست، تاسو غواړئ چې له هغه څه زموږ مخنیوی وکړی چې زموږ پلرونه یې عبادت کاوه، نو موږ ته یو څرګند دلیل راوړئ. 

۱۱. 

قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ إِن نَّحْنُ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يَمُنُّ عَلَىٰ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۖ وَمَا كَانَ لَنَا أَن نَّأْتِيَكُم بِسُلْطَانٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ
دوی ته يې استازو (پیغمبرانو) وویل، یقینا موږ خو ستاسو په څېر انسانان یو، خو الله يې په بندګانو کې پرچاچې وغواړي احسان کوي. موږ ته دا شونې نه ده چې د الله له اجازې پرته تاسې ته کوم دلیل راوړو، او ایمان لرونکي دې پر الله توکل وکړي.

۱۲. 

وَمَا لَنَا أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى اللَّهِ وَقَدْ هَدَانَا سُبُلَنَا ۚ وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَىٰ مَا آذَيْتُمُونَا ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ
"او په موږ څه شوي دي چې په الله به توکل نکوو، په داسې حال کې چې موږ ته يې زموږ لارې راښوولې دي، او یقیناً موږ به په هغو کړاونو باندې زغم ولرو چې تاسې يې رارسوی، نو توکل کونکی دې په الله توکل وکړي.

۱۳. 

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّكُم مِّنْ أَرْضِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا ۖ فَأَوْحَىٰ إِلَيْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ الظَّالِمِينَ
او هغو کسانو چې کفر يې کړی وو، خپلو استازو (پیغمبرانو) ته وویل، موږ به تاسې له خپلې ځمکې وباسو،  یا به تاسې زموږ دین ته راستانه شی. نو د دوی رب هغوی ته وحی وکړه، موږ به خامخا ظالمان له منځه یوسو (هلاک به يې کړو).

۱۴. 

وَلَنُسْكِنَنَّكُمُ الْأَرْضَ مِن بَعْدِهِمْ ۚ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَافَ مَقَامِي وَخَافَ وَعِيدِ
او له دوی وروسته به موږ پر ځمکه تاسې ته استوګنه درکړو، دا د هغه چا لپاره ده چې زما له مقام څخه وډار شي،  او زما له چلند څخه ویره ولري.

۱۵. 

وَاسْتَفْتَحُوا وَخَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ
او هغوی (پیغمبرانو) له الله څخه د بریالیتوب مرسته وغوښتله، او هر سرکښه، متکبر ناکام شو. 

۱۶. 

مِّن وَرَائِهِ جَهَنَّمُ وَيُسْقَىٰ مِن مَّاءٍ صَدِيدٍ
د هغه په مخکې دوزخ دی، او هغه ته به د وینو زووي وروڅښل شي. 

۱۷. 

يَتَجَرَّعُهُ وَلَا يَكَادُ يُسِيغُهُ وَيَأْتِيهِ الْمَوْتُ مِن كُلِّ مَكَانٍ وَمَا هُوَ بِمَيِّتٍ ۖ وَمِن وَرَائِهِ عَذَابٌ غَلِيظٌ
هغه به دا (د زوو اوبه) په سختۍ سره څښي، خو تېرولی به يې نشي، او مرګ به له هرې خوا ورته راځي، خو هغه به نه مري، او په وړاندې به یې سخت عذاب وي.

۱۸. 

مَّثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ أَعْمَالُهُمْ كَرَمَادٍ اشْتَدَّتْ بِهِ الرِّيحُ فِي يَوْمٍ عَاصِفٍ ۖ لَا يَقْدِرُونَ مِمَّا كَسَبُوا عَلَىٰ شَيْءٍ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الضَّلَالُ الْبَعِيدُ
د هغو کسانو بیلګه چې پخپل رب یې کفر کړی دی، ددوی کارونه د هغو ایرو په څير دي چې په یوه توپاني ورځ يې چټک باد والوزي. دوی به له هغو کارونو څخه په یو شي وس ونلري چې کړي يې دي، همدغه ډير لرې بېلارېتوب دی.

۱۹. 

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ ۚ إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِيدٍ
ایا تا نه دي لیدلي چې الله اسمانونه او ځمکه په رښتیا سره جوړ کړي دي؟ که وغواړي، تاسې به له منځه یوسي او یو نوی مخلوق به راولي.

۲۰. 

وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ
او دا الله ته هیڅ سخت نه دی.

۲۱. 

وَبَرَزُوا لِلَّهِ جَمِيعًا فَقَالَ الضُّعَفَاءُ لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنتُم مُّغْنُونَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ اللَّهِ مِن شَيْءٍ ۚ قَالُوا لَوْ هَدَانَا اللَّهُ لَهَدَيْنَاكُمْ سَوَاءٌ عَلَيْنَا أَجَزِعْنَا أَمْ صَبَرْنَا مَا لَنَا مِن مَّحِيصٍ
او ټول به الله ته وړاندې کړل شي، نو کمزوري به هغو کسانو ته ووايي چې لويي يې کوله، بیشکه موږ ستاسې پیروان وو، نو ایا د الله له عذاب څخه کوم څه
له موږ  لرې کولی شی؟ هغوی به ووایي که الله موږ ته لاره  ښوولې وای، نو تاسې ته به مو لارښوونه کړې وای، اوس زموږ لپاره یو ډول ده که  وژاړو او که زغم ولرو، موږ ته د خلاصون کومه لاره نشته دی. 

۲۲. 

وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الْأَمْرُ إِنَّ اللَّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ ۖ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ إِلَّا أَن دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي ۖ فَلَا تَلُومُونِي وَلُومُوا أَنفُسَكُم مَّا أَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنتُم بِمُصْرِخِيَّ ۖ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَا أَشْرَكْتُمُونِ مِن قَبْلُ ۗ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
او شیطان به ووايي، کله
 چې خبره فیصله شي، یقینا الله تاسې ته رښتینې ژمنه درکړې وه، او ما ژمنه درکړه، خو ما له تاسې سره د کړې ژمنې مخالفت وکړ. او ما په تاسې باندې هیڅ واک نه درلود خو ما بلنه درکوله او تاسې زما بلنه منله، نو ما مه ملامتوی بلکې خپل ځانونه ملامت کړی. زه ستاسو مرستې ته نشم راتللی او نه تاسې زما مرستې ته راتللی شی. زه په هغه څه کفر کوم چې تاسې پخوا ورباندې شریک ګرځولی وم. بېشکه ظالمانو ته دردناک عذاب دی.

۲۳. 

وَأُدْخِلَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ ۖ تَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَامٌ
او هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی او ښه کارونه یې کړي دي، جنتونو ته به ننویستل شي، چې تر هغو لاندې ویالې بهیږي، دوی به هلته د خپل رب په حکم تلپاتې وي، او په هغه ځای کې به د دوی ستړې مشې سلام وي.

۲۴. 

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ
ایا تا نه دي لیدلي چې الله څه ډول یوه بیلګه بیانوي چې ښه کلیمه د یوې ښه ونې په څېر ده چې ریښه یې کلکه ده او څانګې یې په اسمان کې دي.

۲۵. 

تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا ۗ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ
هغه یې د رب په امر هر وخت میوه ورکوي، او الله خلکو ته بیلګې بیانوي، کیدای شي چې دوی ته یادونه وشي.

۲۶. 

وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِن فَوْقِ الْأَرْضِ مَا لَهَا مِن قَرَارٍ
او د بدې کلیمې بیلګه د یوې خرابې (ناولې بدبویه) ونې په څېر ده چې د ځمکې له سطحې څخه ایستل شوې وي، او هیڅ ټیکاو (ثبات) نلري.

۲۷. 

يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ ۖ وَيُضِلُّ اللَّهُ الظَّالِمِينَ ۚ وَيَفْعَلُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ
الله په دنیا او اخرت کې هغه کسانو ته په ټينګو کلیمو ټینګښت وربښي چې ایمان یې راوړی دی،  او الله تیري کونکي بېلارې کوي، او الله چې څه وغواړي هغه کوي.

۲۸. 

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُوا نِعْمَتَ اللَّهِ كُفْرًا وَأَحَلُّوا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ
ايا تا هغه كسان نه دي لیدلي چې د الله نعمت يې په كفر بدل كړى دی او خپل قوم يې د بربادۍ په كور كې هستوګن کړی دی. 

۲۹. 

جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا ۖ وَبِئْسَ الْقَرَارُ
دوزخ ته به داخل کړی شي، او هغه د هستوګنې څومره بد ځای دی. 

۳۰. 

وَجَعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا لِّيُضِلُّوا عَن سَبِيلِهِ ۗ قُلْ تَمَتَّعُوا فَإِنَّ مَصِيرَكُمْ إِلَى النَّارِ
او دوی الله ته شریکان وټاکل چې له لارې څخه يې خلک بېلارې کړي، ورته ووایه خوند واخلی یقینا ورتګ مو اور ته وي.

۳۱. 

قُل لِّعِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا يُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُنفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لَّا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خِلَالٌ
 زما هغو بندګانو ته ووايه چې ايمان يې راوړى دى، لمونځ کوئ او له هغه څه څخه په پټه او ښکاره لګښت کوئ چې موږ وركړي دي، مخكې له دې چې داسې ورځ راشي چې  نه به په هغې کې پېر پلور وي  او نه ملګرتیا.

۳۲. 

اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِيَ فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْأَنْهَارَ
الله هغه دی چې اسمانونه او ځمکه یې پنځولي (جوړ کړي) دي، او له اسمانه یې اوبه راښکته کړې،  نو په هغو سره یې د ستاسې لپاره ځینې مېوې د خوړو په توګه راوویستلې، او بیړۍ یې تاسې ته تابع کړې ده، ددې لپاره چې د هغه په حکم په سمندر کې روانه وي، او سیندونه یې تاسې ته تابع کړي دي. 

۳۳. 

وَسَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَائِبَيْنِ وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ
او لمر او سپوږمۍ یې د ستاسې لپاره په کار لګولي دي، دوامداره توګه په ورښوول شوې لیکه ګرځي، او شپه او ورځ یې ستاسې لپاره په کار لګولي دي. 

۳۴. 

وَآتَاكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ ۚ وَإِن تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا ۗ إِنَّ الْإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ
او له هر هغه څه يې درکړي دي چې تاسې یې غوښتنه کړې، او که د الله نعمتونه وشمیری، نو هیڅکله به يې ونشی شمېرلی. بېشکه انسان ډېر تیری کونکی ناشکره دی.

۳۵. 

وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَٰذَا الْبَلَدَ آمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَن نَّعْبُدَ الْأَصْنَامَ
او هغه وخت چې ابراهیم وویل، اې زما ربه،  دا ښار د امن والا وګرځوه،  او ما وساتې او زامن مې له دې چې د بتانو عبادت کړو.

۳۶. 

رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ ۖ فَمَن تَبِعَنِي فَإِنَّهُ مِنِّي ۖ وَمَنْ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
اې زما ربه! بېشکه دغو بتانو  له خلک څخه ډیری  بېلارې کړي دي. نو څوک چې زما پیروي وکړي هغه له ما څخه دی، او څوک چې زما خبره ونه مني، بېشکه ته ډېر بښونکی ډېر رحم کوونکی یې. 

۳۷. 

رَبَّنَا إِنِّي أَسْكَنْتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلَاةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ
اې زموږ ربه! بېشکه ځینې اولادونه مې په داسې یوه دره کې مېشت کړي دي چې شاړه ده (کرونده پکې نشته دی) 
د ستا د سپېڅلي کور ترڅنګ. اې زموږ ربه! ددې لپاره چې هغوی لمونځ وکړي. نو ته د خلکو له منځه ځينې زړونه د دوی پر لور کاږه کړه، او دوی ته له مېوو څخه خواړه ورکړه، کیدای شي چې منندوی واوسي. 

۳۸. 

رَبَّنَا إِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِي وَمَا نُعْلِنُ ۖ وَمَا يَخْفَىٰ عَلَى اللَّهِ مِن شَيْءٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ
اې زموږ ربه! بېشکه ته په هغه څه پوهېږې چې موږ یې پټوو او هغه څه چې موږ يې ښکاره کوو، او له الله څخه
هیڅ شی پټ نه دی په ځمکه کې او نه په اسمان کې. 

۳۹. 

الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي وَهَبَ لِي عَلَى الْكِبَرِ إِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ ۚ إِنَّ رَبِّي لَسَمِيعُ الدُّعَاءِ
ټوله  بشپړه ستاینه د الله لپاره ده، هغه ذات چې ماته یې د زړښت پرمهال اسماعیل او اسحاق راکړي دي. بېشکه زما رب د دعا اورېدونکی دی.

۴۰. 

رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلَاةِ وَمِن ذُرِّيَّتِي ۚ رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَاءِ
اې زما ربه! ما لمونځ کونکی وګرځوه او زما له اولادې څخه، اې زموږ ربه! او زما دعا قبوله کړه.

۴۱. 

رَبَّنَا اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِلْمُؤْمِنِينَ يَوْمَ يَقُومُ الْحِسَابُ
اې زموږ ربه! ماته بښنه وکړه، او زما مور او پلار ته او مؤمنانو ته په هغه ورځ  چې حساب کېږي. 

۴۲. 

وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ ۚ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ
او ته داسې مه ګڼه چې الله د ظالمانو له کړنو بېخبره دی. بېشکه هغوی د هغې ورځې لپاره ځنډوي چې سترګې به پکې رډې پاتې وي. 

۴۳. 

مُهْطِعِينَ مُقْنِعِي رُءُوسِهِمْ لَا يَرْتَدُّ إِلَيْهِمْ طَرْفُهُمْ وَأَفْئِدَتُهُمْ هَوَاءٌ
هغوی به په ځغاسته وي، سرونه به يې پورته نیولي وي، او د سترګو رپول به یې بیرته نه راګرځي، او زړونه به یې تش وي.

۴۴. 

وَأَنذِرِ النَّاسَ يَوْمَ يَأْتِيهِمُ الْعَذَابُ فَيَقُولُ الَّذِينَ ظَلَمُوا رَبَّنَا أَخِّرْنَا إِلَىٰ أَجَلٍ قَرِيبٍ نُّجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ الرُّسُلَ ۗ أَوَلَمْ تَكُونُوا أَقْسَمْتُم مِّن قَبْلُ مَا لَكُم مِّن زَوَالٍ
او وویروه خلک له هغې ورځې څخه چې کله عذاب ورته ورشي، نو هغه کسان به ووايي چې  ظلم يې کړی دی،  اې زموږ ربه! موږ تر یوې نژدې مودې پورې وروسته کړه، ترڅو ستا بلنه ومنو او د پیغمبرانو په لاره تګ وکړو. (الله به ورته ووايي) ایا تاسې نه وې چې مخکې مو قسمونه خوړل چې د ستاسې لپاره هیڅ پرځیدل نشته دی؟

۴۵. 

وَسَكَنْتُمْ فِي مَسَاكِنِ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَنفُسَهُمْ وَتَبَيَّنَ لَكُمْ كَيْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ الْأَمْثَالَ
او تاسې د هغو کسانو په هستوګن ځایونو کې واوسیدلی چې پخپلو ځانونو یې تیری کړی وو، او درته مالومه شوه چې موږ له هغوی سره څنګه چلند وکړ، او موږ تاسې ته بیلګې بیان کړې. 

۴۶. 

وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِندَ اللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِن كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ
او یقینا هغوی يې دسیسه پلان کړه، خو له الله سره ددوی دسیسې ثبت دي، که څه هم د هغوی د دسیسې له کبله غرونه له منځه لاړشي. 

۴۷. 

فَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ مُخْلِفَ وَعْدِهِ رُسُلَهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ
نو ته داسې مه ګڼه چې الله به یې له پیغمبرانو سره د کړې ژمنې مخالفت وکړي. بېشکه الله ځواکمن دی د غچ اخیستونکی دی. 

۴۸. 

يَوْمَ تُبَدَّلُ الْأَرْضُ غَيْرَ الْأَرْضِ وَالسَّمَاوَاتُ وَبَرَزُوا لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ
هغه ورځ چې ځمکه به په بله ځمکه بدله شي او اسمانونه هم، او هغوی به د الله د یوه ډير زورور مخې ته (د جزا لپاره) ودرول شي. 

۴۹. 

وَتَرَى الْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ مُّقَرَّنِينَ فِي الْأَصْفَادِ
او ته به ګورې چې په دغه ورځ مجرمان په زنځیرونو تړلي وي.

۵۰. 

سَرَابِيلُهُم مِّن قَطِرَانٍ وَتَغْشَىٰ وُجُوهَهُمُ النَّارُ
دوی به داسې جامې اغوستې وي چې له نانځړو (قیر) څخه به جوړ وي، او اور به یې مخونه رانغاړي. 

۵۱. 

لِيَجْزِيَ اللَّهُ كُلَّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
ترڅو الله هر چا ته د هغه د کړنو بدله ورکړي. بېشکه الله د حساب په اخیستلو کې ډېر چټک دی.

۵۲. 

هَٰذَا بَلَاغٌ لِّلنَّاسِ وَلِيُنذَرُوا بِهِ وَلِيَعْلَمُوا أَنَّمَا هُوَ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ وَلِيَذَّكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ
دا یو اعلان دی د خلکو لپاره او چې هغوی پرې وویروول شي، او ددې لپاره چې دوی پوه شي چې بېشکه هغه یواځنی یو معبود دی، او ددې لپاره چې عقل لرونکو ته یادونه وشي. 




Popular posts from this blog

النساء، ښځې

سورة النساء عدد آياتها 176 وهي مدنية – نزلت بعد الممتحنة بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا 2. وَآتُوا الْيَتَامَىٰ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَىٰ أَمْوَالِكُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا 3. وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَىٰ فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَلَّا تَعُولُوا 4. وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا 5. وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامً...

البقرة، غوا

البقرة وعدد آياتها 286 وهي مدنية – أول سورة مدنية لومړی جز [سپاره] له 1 - 141 ایتونو پورې بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. الم     2. ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ 3.الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ 4 . وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ 5. أُولَٰئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ د الله په نوم چې ډير زیات مهربان، تل رحم والا دی.‏ 1.     الف، لام، میم. 2.   په دغه کتاب کې هیڅ شک نشته دی، داد هغو کسانو لپاره چې ځانونه ساتي هدایت دی. 3.  هغه کسان چې په نالیدلي باندې باور لري، او لمونځ کوي ، او له هغه څه يې لګوي چې ‏موږ دوى ته ورکړي دي. 4.   او دوی په هغه څه  باور لري ‏ چې په تا نازل شوی دی او هغه څه چې له تا مخکې نازل شوي دي، اوپه اخرت یقین لري. 5. د دوی د رب له لوري همدې کسانو ته...

المائدة/ د خوړو ډک دسترخوان

المائدة وعدد آياتها 120 وهي مدنية – نزلت بعد الفتح بسم الله الرحمن الرحيم 1. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ ۚ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الْأَنْعَامِ إِلَّا مَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ ۗ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ 2. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللَّهِ وَلَا الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلَا الْهَدْيَ وَلَا الْقَلَائِدَ وَلَا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّن رَّبِّهِمْ وَرِضْوَانًا ۚ وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُوا ۚ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُوا ۘ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ 1.      ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی پخپلو ټولو تړونونو [قراردادونو] وفا وکړئ [پوره کړئ]، د څارویو [غوښه] تاسو ته حلاله کړی شوې ده، پرته له هغو چې تاسې ته  ...