Skip to main content

رعد

رعد (۱۳ سورت)

بسم الله الرحمن الرحیم

۱

 الٓمّٓرٰ تِلْكَ اٰيٰتُ الْكِتٰبِ وَالَّذِيْٓ اُنْزِلَ اِلَيْكَ مِنْ رَّبِّكَ الْحَقُّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُوْنَ
الف، لام، میم، را،  داد کتاب آیتونه دي، او هغه چې ستا د رب له لوري په حق سره تاته لیږل شوی دی، خو ډېری خلک ایمان نه راوړي.

۲

 اَللَّهُ الَّذِيْ رَفَعَ السَّمٰوٰتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوٰى عَلَي الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَّجْرِيْ لِاَجَلٍ مُّسَمًّى يُدَبِّرُ الْاَمْرَ يُفَصِّلُ الْاٰيٰتِ لَعَلَّكُمْ بِلِقَآءِ رَبِّكُمْ تُوْقِنُوْنَ
الله هغه ذات دی چې اسمانونه یې پرته له ستنو پورته کړي چې تاسو یې ګورئ، بیايې پر عرش برابرتیا وکړه،  او لمر او سپوږمۍ یې وګومارل، هر یو یې تر ټاکلې مودې پورې خپله چاره روانه ساتي. هغه د ټولو چارو ترتیب جوړوي،  او په تفصیل سره نښې بیانوي چې له خپل رب سره د لیدلو په اړه ډاډ ترلاسه کړی.

۳

 وَهُوَ الَّذِيْ مَدَّ الْاَرْضَ وَجَعَلَ فِيْهَا رَوَاسِيَ وَ اَنْهٰرًا وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ جَعَلَ فِيْهَا زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ يُغْشِي الَّيْلَ النَّهَارَ اِنَّ فِيْ ذٰلِكَ لَاٰيٰتٍ لِّقَوْمٍ يَّتَفَكَّرُوْنَ
او هغه چې ځمکه یې وغځوله او غرونه او سیندونه يې پکې جوړ کړي دي، او له هر ډول مېوو څخه يې دوه دوه جوړې پکې پنځولي دي، هغه په شپې باندې ورځ پټوي. بیشکه په دې کې د فکر کوونکو لپاره یقیني نښې دي.

۴

 وَفِي الْاَرْضِ قِطَعٌ مُّتَجٰوِرٰتٌ وَّجَنّٰتٌ مِّنْ اَعْنَابٍ وَّزَرْعٌ وَّنَخِيْلٌ صِنْوَانٌ وَّغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقٰى بِمَآءٍ وّٰحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلٰي بَعْضٍ فِي الْاُكُلِ اِنَّ فِيْ ذٰلِكَ لَاٰيٰتٍ لِّقَوْمٍ يَّعْقِلُوْنَ
او په ځمکه کې یو بل ته نږدې پرله پسې برخې (ټوټې) دي، او د انګورو بڼونه، کرکیله، او د کجورو ونې دي چې  په ډله ییزه توګه (له یو بیخ) راپورته شوي، او ګوښي (له بیل بیخ څخه) راپورته شوي دي،  ورته اوبه ورباندې څښل کېږي، په خوند (خوراک او رنګونو) کې مو ځینې میوې پر ځینو غوره کړي دي. په دې کې د هغو کسانو لپاره نښې دي چې عقل کاروي.

۵

وَاِنْ تَعْجَبْ فَعَجَبٌ قَوْلُهُمْ ءَاِذَا كُنَّا تُرٰبًا ءَاِنَّا لَفِيْ خَلْقٍ جَدِيْدٍ اُولٰٓئِكَ الَّذِيْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ وَاُولٰٓئِكَ الْاَغْلٰلُ فِيْٓ اَعْنَاقِهِمْ وَاُولٰٓئِكَ اَصْحٰبُ النَّارِ هُمْ فِيْهَا خٰلِدُوْنَ
او که ته تعجب کوې، نو د هغوی خبره ډېره عجیبه ده چې وايي، کله چې موږ خاورې شو ایا نوی پیدایښت به ولرو؟ دغه کسان پخپل رب کافران دي، او ددوی په غاړو کې ځنځیرونه دي. دوی به د دوزخ یاران وي او په هغې کې به د تل لپاره وي.

۶

وَيَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالسَّيِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ وَقَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمُ الْمَثُلٰتُ وَاِنَّ رَبَّكَ لَذُوْ مَغْفِرَةٍ لِّلنَّاسِ عَلٰي ظُلْمِهِمْ وَاِنَّ رَبَّكَ لَشَدِيْدُ الْعِقَابِ
او هغوی په تادۍ (بیړې) سره در څخه بدي غواړي مخکې له نېکۍ څخه، په داسې حال کې چې له دوی مخکې (عبرتناکه) عذابونه تیر شوي دي. بېشکه ستا رب خلکو ته د هغوی د ظلمونو سره سره بښونکی دی، او بېشکه ستا رب ډير سخت عذاب  والا دی. 

۷

وَيَقُوْلُ الَّذِيْنَ كَفَرُوْا لَوْلَآ اُنْزِلَ عَلَيْهِ اٰيَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ اِنَّمَآ اَنْتَ مُنْذِرٌ وَّلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ
او کافر کسان وايي، ولې پرې د هغه له رب څخه کومه نښه نازل شوې نه ده؟ یقینا ته یوازې یو وېرونکی یې، او د هر قوم لپاره یو لارښود شته.
۸

اَللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَحْمِلُ كُلُّ اُنْثٰى وَمَا تَغِيْضُ الْاَرْحَامُ وَمَا تَزْدَادُ وَكُلُّ شَيْءٍ عِنْدَهٗ بِمِقْدَارٍ
الله پوهېږي په هغه څه چې هره ښځه يې (په خېټه کې) اوچتوي،  او په هغه څه چېله وخته مخکې يې رحمونه كموي او هغه څه چې زیاتوي،  او ټول شیان له هغه سره په اندازه دي.

۹
عٰلِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْكَبِيْرُ الْمُتَعَالِ
هغه (الله) پوه دی په نالیدلي (غیب) او ښکاره شیانو، ډير ستر دی، ډير لوړ دی.

۱۰
سَوَآءٌ مِّنْكُمْ مَّنْ اَسَرَّ الْقَوْلَ وَمَن جَهَرَ بِهٖ وَمَن هُوَ مُسْتَخْفٍۭ بِالَّيْلِ وَسَارِبٌۭ بِالنَّهَارِ
ستاسو په اړه هغه ته یو شان ده که په تاسو کې څوک خپله خبره پټوي یایې خپروي، او که څوک د شپې پټ وي، او د ورځې ښکاره وي.

۱۱
لَهٗ مُعَقِّبٰتٌ مِّنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُوْنَهٗ مِنْ اَمْرِ اللَّهِ اِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتّٰى يُغَيِّرُوْا مَا بِاَنْفُسِهِمْ وَاِذَآ اَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوْٓءًۭا فَلَا مَرَدَّ لَهٗ وَمَا لَهُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ مِنْ وَّالٍ
د هغه (انسان) لپاره مخکې او شاته د الله د امر له مخې ساتونکي مقرره دي. بېشکه الله د یو قوم حالت نه بدلوي ترڅو چې دوی يې خپله حالت بدل نکړي، او که الله په کوم قوم باندې بد راولي، نو د مخنیوي والا يې څوک نشته دی، او له الله پرته د دوی لپاره کوم مرستندوی نشته.

۱۲
هُوَ الَّذِيْ يُرِيْكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَّطَمَعًا وَّيُنْشِئُ السَّحَابَ الثِّقَالَ
دی (الله) هغه څوک ‌دی چې تاسې ته برېښنا د وېرې او هیلې له حالت سره درښيي، او درنې وريځې رامنځته کوي.

۱۳
وَيُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهٖ وَالْمَلٰٓئِكَةُ مِنْ خِيْفَتِهٖ وَيُرْسِلُ الصَّوَاعِقَ فَيُصِيْبُ بِهَا مَنْ يَّشَآءُ وَهُمْ يُجَادِلُوْنَ فِي اللَّهِ وَهُوَ شَدِيْدُ الْمِحَالِ
او تندر يې له ستایلو سره پاکي وايي، او ملایک يې له ویري، او تندر ليږي نو چاته چې وغواړي ورسوي يې، او دوی د الله په اړه شخړه کوي،  او هغه په برید کې ډیر سخت دی.

۱۴
لَهٗ دَعْوَةُ الْحَقِّ وَالَّذِيْنَ يَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ لَا يَسْتَجِيْبُوْنَ لَهُمْ بِشَيْءٍ اِلَّا كَبَاسِطِ كَفَّيْهِ اِلَى الْمَآءِ لِيَبْلُغَ فَاهُ وَمَا هُوَ بِبَالِغِهٖ وَمَا دُعَآءُ الْكٰفِرِيْنَ اِلَّا فِيْ ضَلٰلٍ
د الله لپاره د رښتیاوو بلنه ده، او هغه څه چې دوی يې له هغه (الله) پرته بولي، د یو شي په اړه ددوی هیڅ کومه دعا نشي قبلولی، خو د هغه چا په څير چې اوبو ته پخپلو دواړو ورغويو (لاسونو) غځونکی وي ددې لپاره چې هغه دده خولې ته ورسیږي او دا دده خولې ته رسوونکې نه دي، او د کفارو دعا نه ده خو بیخي په بېلارېتوب کې ده.

۱۵
وَلِلّٰهِ يَسْجُدُ مَنْ فِي السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ طَوْعًا وَّكَرْهًا وَّظِلٰلُهُمْ بِالْغُدُوِّ وَالْاٰصَالِ
او الله ته سجده کوي هغه څوک چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، په خوښۍ یا په زور، او د هغوی سیوري هم سهار او ماښام (سجده کوي).

۱۶
قُلْ مَنْ رَّبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ قُلِ اللّٰهُ قُلْ اَفَاتَّخَذْتُمْ مِّنْ دُوْنِهٖٓ اَوْلِيَآءَ لَا يَمْلِكُوْنَ لِاَنْفُسِهِمْ نَفْعًا وَّلَا ضَرًّا قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْاَعْمٰى وَالْبَصِيْرُ اَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمٰتُ وَالنُّوْرُ اَمْ جَعَلُوْا لِلّٰهِ شُرَكَآءَ خَلَقُوْا كَخَلْقِهٖ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَيْهِمْ قُلِ اللّٰهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَّهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ
ووايه، د اسمانونو او ځمکې رب څوک دی؟ ووایه، الله. ووایه، ایا تاسې له هغه پرته داسې ملګري نیولي دي چې دوی دخپل ځان لپاره نه د ګټې او نه د زیان اختیار لري؟ ووایه، ایا ړوند او لیدونکی یو شان دي؟ یا ایا تیاره او رڼا سره برابر دي؟ ایا دوی له الله سره شریکان ګرځولي دي چې د هغه (الله) په څېر يې (مخلوقات) جوړ کړي دي، نو له دې امله مخلوقات ورته یو ډول ښکاري؟ ووایه، الله د هر شي جوړونکی دی، او هغه یو دی، ډير برلاسی ځواکمن دی.

۱۷
اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَسَالَتْ اَوْدِيَةٌۢ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَّابِيًا وَمِمَّا يُوْقِدُوْنَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَآءَ حِلْيَةٍ اَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِّثْلُهٗ كَذٰلِكَ يَضْرِبُ اللّٰهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ فَاَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَآءً وَاَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْاَرْضِ كَذٰلِكَ يَضْرِبُ اللّٰهُ الْاَمْثَالَ
الله له آسمان څخه اوبه راښکته کړې، نو خوړونه د خپلې وړتیا هومره وبهېدل، او سېلاو زیات ځګ راپورته کړ، او هغه څه چې دوی د ګاڼو یا نورو توکو د وېلې کولو لپاره اور پرې بلوي، ددې په څير ځګ دی. په دې ډول الله حق او باطل (بیلګې) وړاندې کوي. هغه ځګ له منځه ځي خو هغه څه چې خلکو ته ګټه رسوي، په ځمکه کې پاتې کېږي. په دې توګه الله بیلګې بیانوي.

۱۸
لِلَّذِيْنَ اسْتَجَابُوْا لِرَبِّهِمُ الْحُسْنٰى وَالَّذِيْنَ لَمْ يَسْتَجِيْبُوْا لَهٗ لَوْ اَنَّ لَهُمْ مَّا فِي الْاَرْضِ جَمِيْعًا وَّمِثْلَهٗ مَعَهٗ لَافْتَدَوْا بِهٖٓ اُولٰٓئِكَ لَهُمْ سُوْٓءُ الْحِسَابِ وَمَاْوٰهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمِهَادُ
دهغو کسانو لپاره چې د خپل رب حکم ته یې ښکلی ځواب ویلی دی، غوره بدله ده. او هغه کسان چې د هغه حکم ته ځواب نه وايي، که څه هم د دوی لپاره هر هغه څه ټول وي چې په ځمکه کې دي، او د هغوی په څېر نور هم له دوی سره وي، نو هرومرو به (د ځان د خلاصون لپاره) پرې فدیه وکړي، د دوی لپاره به بد حساب وي، او د دوی استوګنځی به دوزخ وي، او هغه د اوسیدو ډېر بد ځای دی.

۱۹
اَفَمَنْ يَّعْلَمُ اَنَّمَآ اُنْزِلَ اِلَيْكَ مِنْ رَّبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ اَعْمٰى اِنَّمَا يَتَذَكَّرُ اُولُوا الْاَلْبَابِ
نو ایا هغه څوک چې پوهېږي چې ستا د رب لوري چې تاته څه نازل شوي رښتیا دي د هغه چا په څېر دی چې ړوند وي؟ بېشکه هغه چاته یادونه کېږي چې د پوهې خاوندان وي. 

۲۰
الَّذِيْنَ يُوْفُوْنَ بِعَهْدِ اللّٰهِ وَلَا يَنْقُضُوْنَ الْمِيْثَاقَ
هغه کسان چې له الله سره پخپله ژمنه وفا کوي، او تړون نه ماتوي.

۲۱
وَالَّذِيْنَ يَصِلُوْنَ مَآ اَمَرَ اللّٰهُ بِهٖٓ اَنْ يُّوْصَلَ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُوْنَ سُوٓءَ الْحِسَابِ
او هغه کسان چې هغه څه سره نښلوي چې الله يې د نښلولو امر کړی دی، او خپل رب ته عاجزي کوي، او له بد حساب څخه ویریږي.

۲۲
وَالَّذِيْنَ صَبَرُوا ابْتِغَآءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاَنْفَقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ سِرًّا وَّعَلَانِيَةً وَّيَدْرَءُوْنَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ اُولٰٓئِكَ لَهُمْ عُقْبَي الدَّارِ
او هغه کسان چې د خپل رب د خوشالۍ لپاره زغم لري، او لمونځ کوي، او له هغه څه څخه چې موږ ورکړي دي، پټ او ښکاره لګښت کوي، او بدۍ په نېکۍ لرې کوي، دا هغه کسان دي چې ددوی لپاره پایله ښه کور دی.

۲۳
جَنّٰتُ عَدْنٍ يَّدْخُلُوْنَهَا وَمَنْ صَلَحَ مِنْ اٰبَآئِهِمْ وَاَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيّٰتِهِمْ وَالْمَلٰٓئِكَةُ يَدْخُلُوْنَ عَلَيْهِمْ مِّنْ كُلِّ بَابٍ
د عدن بڼونه دي چې دوی به پکې ننوځي، او له پلرونو، ښځو، او اولادونو څخه يې چاچې نېکي کړې ده ، او ملائک له هرې دروازې پر دوی ورننوځي.

۲۴
سَلٰمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَي الدَّارِ
ستاسې د زغم له کبله دې درباندې سلام وي، نو څومره ښکلی دی د روستۍ  پایلې دا کور.

۲۵
وَالَّذِيْنَ يَنْقُضُوْنَ عَهْدَ اللّٰهِ مِنْۢ بَعْدِ مِيْثَاقِهٖ وَيَقْطَعُوْنَ مَآ اَمَرَ اللّٰهُ بِهٖٓ اَنْ يُّوْصَلَ وَيُفْسِدُوْنَ فِي الْاَرْضِ اُولٰٓئِكَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوٓءُ الدَّارِ
او هغه کسان چې له الله سره ژمنې ماتوي وروسته له هغې چې تړون وکړي، او دوی هغه څه پرې کوي چې الله يې د نښلولو امر کړی دی، او دوی په ځمکه کې فساد کوي،   دا هغه کسان دي چې د دوی لپاره لعنت دی او  په آخرت کې د دوی لپاره بد کور دی.

۲۶
اللّٰهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَّشَآءُ وَيَقْدِرُ وَفَرِحُوْا بِالْحَيٰوةِ الدُّنْيَا وَمَا الْحَيٰوةُ الدُّنْيَا فِي الْاٰخِرَةِ اِلَّا مَتَاعٌ
الله د چا لپاره چې وغواړي روزي پراخوي او لږوي يې. او هغوی د دنیا په ژوند کې خوشاله دي په داسې حال کې چې د اخرت په پرتله د دنیا ژوند نه دی خو لنډمهاله بیخي لږه ګټه. 

۲۷
وَيَقُوْلُ الَّذِيْنَ كَفَرُوْا لَوْلَآ اُنْزِلَ عَلَيْهِ اٰيَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ قُلْ اِنَّ اللّٰهَ يُضِلُّ مَنْ يَّشَآءُ وَيَهْدِيْٓ اِلَيْهِ مَنْ اَنَابَ
او هغه کسان وايي چې کافرشوي دي، د هغه له رب څخه ولې پرې کومه نښه نه ده نازل شوې؟ ووایه، بېشکه الله چې چاته وغواړي بې لارې کوي يې، او هغه څوک چې ور وګرځي (توبه وکړي) خپل په لور  ورته لارښوونه کوي. 

۲۸
الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا وَتَطْمَىِٕنُّ قُلُوْبُهُمْ بِذِكْرِ اللّٰهِ اَلَا بِذِكْرِ اللّٰهِ تَطْمَىِٕنُّ الْقُلُوْبُ
هغه کسان چې ایمان لري، او د هغوی زړونه د الله په یادولو سره ډاډ مومي. خبر اوسئ چې د الله په یادولو سره زړونه ډاډه کيږي. 

۲۹
الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ طُوْبٰى لَهُمْ وَحُسْنُ مَآبٍ
هغه کسان چې ایمان لري او ښه کارونه کوي، د هغوی لپاره خوشالي او غوره ځای دی.

۳۰
كَذٰلِكَ اَرْسَلْنٰكَ فِيْٓ اُمَّةٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهَآ اُمَمٌ لِّتَتْلُوَا۟ عَلَيْهِمُ الَّذِيْٓ اَوْحَيْنَآ اِلَيْكَ وَهُمْ يَكْفُرُوْنَ بِالرَّحْمٰنِ قُلْ هُوَ رَبِّيْ لَآ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَاِلَيْهِ مَتَابِ
په دې توګه ته یوې ټولنې ته موږ لیږلی یې، چې مخکې ترې ډېرې ټولنې تیرې شوې دي ترڅو هغه څه ورته ولولې چې موږ تاته وحی کړی دی. هغوی په ډير مهربانه (الرحمن) باندې کفر کړی دی، ووایه، هغه زما رب دی، د هغه پرته بل معبود نشته دی. زه پر هغه توکل کوم، او هغه ته ورګرځيدونکی یم.

۳۱
وَلَوْ اَنَّ قُرْاٰنًا سُيِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ اَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الْاَرْضُ اَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتٰى بَلْ لِلّٰهِ الْاَمْرُ جَمِيْعًا اَفَلَمْ يَاْيْـَٔسِ الَّذِيْنَ اٰمَنُوْٓا اَنْ لَّوْ يَشَآءُ اللّٰهُ لَهَدَى النَّاسَ جَمِيْعًا وَلَا يَزَالُ الَّذِيْنَ كَفَرُوْا تُصِيْبُهُمْ بِمَا صَنَعُوْا قَارِعَةٌ اَوْ تَحُلُّ قَرِيْبًا مِّنْ دَارِهِمْ حَتّٰى يَاْتِيَ وَعْدُ اللّٰهِ اِنَّ اللّٰهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيْعَادَ
او که داسې قرآن وای چې غرونو پرې خوځیدلی، یا ځمکه پرې ټوټه کېدلی، یا مړو پرې خبرې کولای، (نو بیا به هم دوی ایمان نه راوړ). بلکې ټول امرونه د الله په لاس کې دي. آیا هغو کسانو چې ایمان راوړی دی نهیلي شوی دي له دې چې که بیشکه الله وغواړي نو ټولو خلکو ته به سمه لاره وښيي؟ او هغه کسان چې کافران  شوي دي دوی به تل دخپلو کړنو له کبله په سخته سزا ځپل کېږي، یا به ددوی کورونو ته نژدې راښکته کيږي، تر هغې چې د الله ژمنه راشي. بېشکه الله خپله ژمنه نه ماتوي.

۳۲
وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَاَمْلَيْتُ لِلَّذِيْنَ كَفَرُوْا ثُمَّ اَخَذْتُهُمْ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ
له تا مخکې په ډېرو استازو (رسولانو) پورې ملنډې ووهل شوې، نو ما هغو کسانو ته وخت ورکړ چې کافران وو، بیا مې هغوی ونیول، نو زما سزا څنګه وه؟

۳۳
اَفَمَنْ هُوَ قَآىِٕمٌ عَلٰى كُلِّ نَفْسٍۢ بِمَا كَسَبَتْ وَجَعَلُوْا لِلّٰهِ شُرَكَآءَ قُلْ سَمُّوْهُمْ اَمْ تُنَبِّـُٔوْنَهٗ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِي الْاَرْضِ اَمْ بِظٰهِرٍ مِّنَ الْقَوْلِ بَلْ زُيِّنَ لِلَّذِيْنَ كَفَرُوْا مَكْرُهُمْ وَصُدُّوْا عَنِ السَّبِيْلِ وَمَنْ يُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ
ایا نوهغه څوک چې په هر چا باندې ولاړ(څارونکی) دی په هغه څه چې ترسره کوي يې، او تاسې د الله لپاره شریکان نیولي دي. ووایه، نومونه یې واخلئ، ایا تاسې الله ته د داسې څه خبر ورکوئ چې هغه په ځمکه کې پرې نه پوهېږي؟ یا داسې څه وایي چې هسې په ښکاره یوه وینا ده؟ بلكې هغو كسانو ته چې کافر شوي دي پلانونه (چلونه) يې ورته ښايسته كړى شوي دي، او له سمې لارې څخه يې مخنیوی شوی دی، او هغه څوک چې الله يې بېلارې کړي، نو د هغه لپاره هېڅ لارښود نشته دی.

۳۴
لَهُمْ عَذَابٌ فِي الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَشَقُّ وَمَا لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ وَاقٍ
دوی لپاره ربړ (عذاب) دی ددنیا په ژوند کې، او د اخرت عذاب ډېر سخت دی، او د هغوی لپاره له الله څخه هېڅ ساتندوی نشته دی. 

۳۵
مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِيْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ تَجْرِيْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ اُكُلُهَا دَآىِٕمٌ وَّظِلُّهَا تِلْكَ عُقْبَي الَّذِيْنَ اتَّقَوْا وَّعُقْبَي الْكٰفِرِيْنَ النَّارُ
د هغه جنت بیلګه چې ځان ساتو (متقیانو) ته یې ژمنه شوې ده لاندې ترې ویالې بهېږي، د هغه خوراکونه تلپاتې دي، او سیوری یې. داد هغو کسانو پای دی چې ځان ساتي (تقوا لري)، او د کافرانو پای اور دی.

۳۶
وَالَّذِيْنَ اٰتَيْنٰهُمُ الْكِتٰبَ يَفْرَحُوْنَ بِمَآ اُنْزِلَ اِلَيْكَ وَمِنَ الْاَحْزَابِ مَنْ يُنْكِرُ بَعْضَهٗ قُلْ اِنَّمَآ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ اللّٰهَ وَلَآ اُشْرِكَ بِهٖٓ اِلَيْهِ اَدْعُوْا وَاِلَيْهِ مَاٰبِ
او هغه کسان چې موږ کتاب ورکړی دی، په هغه څه خوشحالیږي چې په تا نازل شوي دي، خو له ډلو (اهل کتابو) څخه يې له ځینې برخو څخه انکار کوي. ووایه، ماته یوازې دا امر شوی دی چې د الله عبادت وکړم، او له هغه سره هېڅ شریک جوړ نکړم. زه د هغه خواته بلنه ورکوم، او زما ورتګ هغه ته دی. 

۳۷
وَكَذٰلِكَ اَنْزَلْنٰهُ حُكْمًا عَرَبِيًّا وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ اَهْوَآءَهُم بَعْدَ مَا جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّٰهِ مِنْ وَّلِيٍّ وَّلَا وَاقٍ
او په همدې ډول موږ دا (قرآن) د حکم په توګه په عربي ژبه نازل کړی دی، او که ته د پوهې (وحی) له راتلو وروسته د هغوی د غوښتنو پسې لاړ شې، نو د الله په وړاندې به هیڅ ملګری او ساتندوی ونلرې.

۳۸
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّنْ قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ اَزْوَاجًا وَّذُرِّيَّةً وَمَا كَانَ لِرَسُوْلٍ اَنْ يَأْتِيَ بِاٰيَةٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ لِكُلِّ اَجَلٍ كِتَابٌ
او بېشکه موږ له تا مخکې استازي (پیغمبران) لیږلي دي او هغوی ته مو میرمنې او اولادونه ورکړي دي. او یو استازي (رسول) ته دا هېڅ شونې ده چې کومه نښه راوړي خو د الله په اجازې سره. د هرې مودې لپاره یو لیکل شوی سند شته دی. 

۳۹
يَمْحُو اللّٰهُ مَا يَشَآءُ وَيُثْبِتُ وَعِنْدَهٗٓ اُمُّ الْكِتٰبِ
الله هغه څه له منځه وړي چې غواړي او په زباتوي (ثابتوي) يې، او د کتابونو مور (ستر کتاب) له هغه سره دی. 

۴۰
وَاِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِيْ نَعِدُهُمْ اَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَاِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلٰغُ وَعَلَيْنَا الْحِسَابُ
او که موږ تا ته ځینې هغه (عذاب) وښيو چې دوی ته یې ژمنه ورکوو، یا تا وفات کړو، نو پر تا خو یوازې خپرول (تبلیغ) دی او پر موږ باندې حساب اخیستل دي. 

۴۱
اَوَلَمْ يَرَوْا اَنَّا نَأْتِي الْاَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ اَطْرَافِهَا وَاللّٰهُ يَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهٖ وَهُوَ سَرِيْعُ الْحِسَابِ
ایا او هغوی نه ګوري چې موږ ځمکې ته راځو او د هغې له غاړو یې کموو، او الله حکم کوي،  د حکم لپاره يې هیڅ رد کونکی نشته دی، او هغه په حساب کې ډير چټک دی.

۴۲
وَقَدْ مَكَرَ الَّذِيْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلِلّٰهِ الْمَكْرُ جَمِيْعًا يَعْلَمُ مَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ وَسَيَعْلَمُ الْكُفَّارُ لِمَنْ عُقْبَي الدَّارِ
او بېشکه د دوی مخکېنیو کسانو هم پلانونه جوړ کړي وو، نو ټول پلانونه خو د الله په لاس کې دي. هغه پوهېږي چې هر کس څه ګټي. او ډېر ژر به کافران پوه شي چې د پای (اخرت) کور د چا لپاره ده.

۴۳
وَيَقُوْلُ الَّذِيْنَ كَفَرُوْا لَسْتَ مُرْسَلًا قُلْ كَفٰى بِاللّٰهِ شَهِيْدًۢا بَيْنِىْ وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِنْدَهٗ عِلْمُ الْكِتٰبِ
او کسان چې کافران دي وايي، ته استازی (رسول) نه يې. ووایه، الله زما او ستاسې ترمنځ د شاهد په توګه بسنه کوي، او هغه کسان چې د کتاب پوهه لري (د پخوانیو کتابونو د پوهې له کبله د قران رښتینواله پیژني).


Popular posts from this blog

النساء، ښځې

سورة النساء عدد آياتها 176 وهي مدنية – نزلت بعد الممتحنة بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا 2. وَآتُوا الْيَتَامَىٰ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَىٰ أَمْوَالِكُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا 3. وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَىٰ فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَلَّا تَعُولُوا 4. وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا 5. وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامً...

البقرة، غوا

البقرة وعدد آياتها 286 وهي مدنية – أول سورة مدنية لومړی جز [سپاره] له 1 - 141 ایتونو پورې بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. الم     2. ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ 3.الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ 4 . وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ 5. أُولَٰئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ د الله په نوم چې ډير زیات مهربان، تل رحم والا دی.‏ 1.     الف، لام، میم. 2.   په دغه کتاب کې هیڅ شک نشته دی، داد هغو کسانو لپاره چې ځانونه ساتي هدایت دی. 3.  هغه کسان چې په نالیدلي باندې باور لري، او لمونځ کوي ، او له هغه څه يې لګوي چې ‏موږ دوى ته ورکړي دي. 4.   او دوی په هغه څه  باور لري ‏ چې په تا نازل شوی دی او هغه څه چې له تا مخکې نازل شوي دي، اوپه اخرت یقین لري. 5. د دوی د رب له لوري همدې کسانو ته...

المائدة/ د خوړو ډک دسترخوان

المائدة وعدد آياتها 120 وهي مدنية – نزلت بعد الفتح بسم الله الرحمن الرحيم 1. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ ۚ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الْأَنْعَامِ إِلَّا مَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ ۗ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ 2. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللَّهِ وَلَا الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلَا الْهَدْيَ وَلَا الْقَلَائِدَ وَلَا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّن رَّبِّهِمْ وَرِضْوَانًا ۚ وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُوا ۚ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُوا ۘ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ 1.      ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی پخپلو ټولو تړونونو [قراردادونو] وفا وکړئ [پوره کړئ]، د څارویو [غوښه] تاسو ته حلاله کړی شوې ده، پرته له هغو چې تاسې ته  ...