Skip to main content

البقرة، غوا




البقرة
وعدد آياتها 286 وهي مدنية – أول سورة مدنية
لومړی جز [سپاره] له 1 - 141 ایتونو پورې

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
1. الم   
2. ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ
3.الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ
4 . وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ
5. أُولَٰئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

د الله په نوم چې ډير زیات مهربان، تل رحم والا دی.‏
1.    الف، لام، میم.
2.  په دغه کتاب کې هیڅ شک نشته دی، داد هغو کسانو لپاره چې ځانونه ساتي هدایت دی.
3.  هغه کسان چې په نالیدلي باندې باور لري، او لمونځ کوي ، او له هغه څه يې لګوي چې ‏موږ دوى ته ورکړي دي.
4.   او دوی په هغه څه  باور لري ‏ چې په تا نازل شوی دی او هغه څه چې له تا مخکې نازل شوي دي، اوپه اخرت یقین لري.
5. د دوی د رب له لوري همدې کسانو ته لارښونه شوې ده او همدوی بریالي دي.

6. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ
7. خَتَمَ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَعَلَىٰ سَمْعِهِمْ ۖ وَعَلَىٰ أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيم
8. وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ
9. يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّا أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ
10. فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ
11. وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ
12. أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَٰكِن لَّا يَشْعُرُونَ
13. وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ ۗ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَٰكِن لَّا يَعْلَمُونَ
14. وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَىٰ شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ
15. اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ
16. أُولَٰئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَىٰ فَمَا رَبِحَت تِّجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ

6.  یقینا هغه کسان چې کافر شوي دي، هغوی ته یو شی ده، که ته يې وويروې يايې ونه ويروې هغوى ايمان نه راوړي.
7.  الله د هغوی په زړونو او غوږونو ټاپه  وهلې ده او د هغوی په سترګو پرده ده، ددوی لپاره سخت عذاب دی.
8.   اوځينې خلک هغه دي چې وايي موږ ‏په الله اوپه اخرت باور لرو خو دوى مؤمنان نه دي.
9.   هغوی له الله سره ټګي کوي ‏او له هغو کسانوسره ‏چې ايمان يې راوړى دى، خودوی ټګي نه کوي بلکې له خپلو ځانونو سره، دوی شعور نه لري.
10.  د هغوی په زړونو کې ناروغي ده چې الله لاپسې ډيره کړه او ددوی لپاره دردناک عذاب دی د هغو دروغو له کبله چې هغوی يې وايي .
11. او کله چې دوی ته وویل شي چې په ځمکه کې فساد مه کوئ، نو دوی وايي چې بیشکه موږ سمون راوستونکي یو.
12. خبردار اوسه چې همدوی فساد کوونکي دي خو شعور نه لري.
13.  کله چې دوی ته وویل شي ایمان راوړئ لکه څنګه چې نورو خلکو ایمان راوړی دی، نو دوی وايي، ایا موږ ایمان راوړو لکه ناپوهانو چې ایمان راوړی دی؟ خبردار اوسئ چې همدوی ناپوهان دي خو دوی نه پوهیږي. 
14. او کله چې دوی له هغو کسانو سره یوځای شي چې ایمان يې راوړی دی نو وايي موږ ایمان راوړی دی، او کله چې له خپلو شیطانانو سره یوځای شي نو وايي بیشکه موږ له تاسو سره یو، بیشکه موږ په [مومنانو] مسخرې کوو.
15. الله دوی مسخره کوي او دوی ته يې وخت  ورکړی، د ړندو په څیر پخپلو سرغړونو کې لالهانده دي.
16. دا هغه کسان دي چې د هدایت په بدل کې يې بېلاریتوب پېرلی دی، نو دوی ته يې سوداګري هیڅ ګټه ونه کړه، او دوی لارموندونکي نه وو.

17. مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِي اسْتَوْقَدَ نَارًا فَلَمَّا أَضَاءَتْ مَا حَوْلَهُ ذَهَبَ اللَّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِي ظُلُمَاتٍ لَّا يُبْصِرُونَ
18. صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ
19. أَوْ كَصَيِّبٍ مِّنَ السَّمَاءِ فِيهِ ظُلُمَاتٌ وَرَعْدٌ وَبَرْقٌ يَجْعَلُونَ أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِم مِّنَ الصَّوَاعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ ۚ وَاللَّهُ مُحِيطٌ بِالْكَافِرِينَ
20. يَكَادُ الْبَرْقُ يَخْطَفُ أَبْصَارَهُمْ ۖ كُلَّمَا أَضَاءَ لَهُم مَّشَوْا فِيهِ وَإِذَا أَظْلَمَ عَلَيْهِمْ قَامُوا ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
21. يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
22. الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۖ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ
23. وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
24. فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا وَلَن تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ۖ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ

17.     ددوی بیلګه د هغه چا په څير ده چې اور يې بل کړ خو کله چې يې هغه څه روښانه کړل چې په چاپیریال کې يې وو، الله یې رڼايي مړه کړه او دوی په تیاره کې پاتې شول چې هیڅ نه ګوري. 
18.   دوی کاڼه، ګونګیان او ړانده دي، نو دوی بیرته نه راګرځي.
19.    یا د شړکنده ورښت په څير چې له اسمانه وریږي او په دې کې تیاره، تندر او برښنا وي، دوی د مرګ له ویرې د تندر د سخت اواز له امله خپلې ګوتې په غوږونو کې اچوي او الله له هرې خوا کافران را ایسار کړي دي.
20.   نژدې ده چې بريښنا ددوی د سترګورڼا په چابکۍ سره یوسي، کله چې دوى ته لاره رڼا کړي نو دوی په کې روان شي، اوکله چې په دوی تياره کړي نو ودريږي، اوکه الله اراده کړې واى نو ارومرو به يې ددوی غوږونه او ددوی سترګې له منځه وړې وای، بيشکه الله په هرشي قدرت لري.
21.    اى خلکو، د خپل رب عبادت وکړئ هغه رب چې تاسې يې هست کړی او هغوی چې پخوا له تاسې وو، نو کیدای شي چې تاسې ځانونه وساتی.
22.   هغه [رب] چې ځمکه يې تاسې ته فرش ګرځولې ده او اسمان يې چت، او له اسمانه يې اوبه نازل کړي دي او په دې سره يې د روزي په توګه تاسې ته هرډول میوې را ايستې دي نو له الله سره شريکان مه نیسئ حال داچې تاسې پوهيږئ.
23.   اوكه تاسو د هغه څه په اړه شكمن ياست چې موږ پخپل بنده نازل كړی دى، نو د هغه په څير يوه سوره راوړئ، او له الله بغیر خپل شاهدان هم راوبولئ، كه تاسې په خپله خبره كې ريښتيني ياست.
24.   خو که تاسې دا ونه کړل، او هیڅکله به يې ونه شی کړی، بیا له اور وویریږئ چې د سوون توکي يې انسانان او کاڼي دي چې د کافرانو لپاره چمتو کړی شوی دی. 

25. وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ كُلَّمَا رُزِقُوا مِنْهَا مِن ثَمَرَةٍ رِّزْقًا ۙ قَالُوا هَٰذَا الَّذِي رُزِقْنَا مِن قَبْلُ ۖ وَأُتُوا بِهِ مُتَشَابِهًا ۖ وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ ۖ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
26. إِنَّ اللَّهَ لَا يَسْتَحْيِي أَن يَضْرِبَ مَثَلًا مَّا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا ۚ فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ ۖ وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَيَقُولُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَٰذَا مَثَلًا ۘ يُضِلُّ بِهِ كَثِيرًا وَيَهْدِي بِهِ كَثِيرًا ۚ وَمَا يُضِلُّ بِهِ إِلَّا الْفَاسِقِينَ
27. الَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِن بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ
28. كَيْفَ تَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَكُنتُمْ أَمْوَاتًا فَأَحْيَاكُمْ ۖ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
29. هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ اسْتَوَىٰ إِلَى السَّمَاءِ فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ ۚ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ

25.     اوهغوکسانوته چې ايمان يې راوړى دى او نیک اعمال يې کړي دي زيرى ورکړه ‏چې بيشکه دوى ته جنتونه دي چې لاندې يې ويالې ‏بهيږي، كله چې كومه ميوه د خوراك لپاره هغوی ته وركړی شي، نو هغوى به ووايي چې همدغسې ميوه موږ ته له دې مخكې په دنيا كې راكړل شوې وه، او دوی ته به په دغوکې سپیڅلې ښځې وي او دوى به د تل لپاره پکې وي.
26.  یقینا، الله له دې هېڅكله شرم نه كوي چې د میاشي يا له دې هم د ډیر سپک شي بیلګه راوړي، كوم خلك چې د حق منوونكي دي، هغوى ددې مثال په ليدو پوهېږي چې دا رښتیا دی او د هغوی د رب له خوا رالیږل شوی دى، او څوك چې كافران دي، هغوى ددې بیلګې په اورېدو وايي چې د داسې مثال په راوړلو سره د الله اراده څه ده؟ په دې توګه الله په همدې يوه خبره ډېر خلك په ګمراهۍ اخته كوي او ډیرو ته سمه لاره ښيي او په ګمراهۍ كې هغه كسان اخته كوي چې فاسدان دي.
27.   هغه خلك چې د تړون له ټینګښت روسته د الله تړون ‏ماتوي او هغه څه ماتوي چې الله حکم کړى چې ودې نښلول شي، او په ځمكه كې فساد خپروي، په رښتیا همدا خلك زيانكاران دي.
28.   تاسې څنګه په الله كافر کېږئ، تاسې مړه وئ، هغه ژوند کړئ، هغه بیا ستاسې سا اخلي، هغه مو بیا دویم ځل ژوندي كوي، بيا د هغه لوري ته ستاسې ورګرځیدل دي.
29.    دا هغه [الله] دى چې تاسې ته يې ټول شيان هست کړل چې په ځمکه کې دي، بيايې اسمان ته اراده وکړه، نو اوه اسمانونه يې برابر کړل، او هغه په هرڅه باندې ښه پوه دى. 

30. وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً ۖ قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ ۖ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ
31. وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلَائِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاءِ هَٰؤُلَاءِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
32. قَالُوا سُبْحَانَكَ لَا عِلْمَ لَنَا إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ
33. قَالَ يَا آدَمُ أَنبِئْهُم بِأَسْمَائِهِمْ ۖ فَلَمَّا أَنبَأَهُم بِأَسْمَائِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ
34. وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَىٰ وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ
35. وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ
36. فَأَزَلَّهُمَا الشَّيْطَانُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ ۖ وَقُلْنَا اهْبِطُوا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۖ وَلَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَىٰ حِينٍ
37. فَتَلَقَّىٰ آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
30. او کله چې ستا رب ملایکو ته وويل چې یقینا زه په ځمکه کې د یو خلیفه جوړونکی يم، نو ملایکو وويل، ايا هغه څوک  مقرروې چې په دې کې  به فساد کوي او وينې به تویوي، حال داچې موږ ستاتسبيح وايو ستا له ستاینې سره، او ستا پاکي بیانوو، الله وویل بيشکه زه پوهيږم په هغو څه چې تاسې پرې نه پوهيږی.
31.  او الله وښودل ادم ته د ټولو شیانو نومونه، بيايې ور وړاندې کړل هغه ټول شيان ملایکوته، نو وېويل که تاسو رښتيا ويونکي یاست نو ددې شیانو نومونه ماته واخلی.
32.  ملایکو وویل پاکي ده ستا لپاره، له موږ سره هيڅ پوهه نشته خو د هغه شي چې تا موږ ته ښودلي دي، بیشکه ته ښه پوه او د حکمت خاوند يې.
33.   الله وويل، اى ادمه، دوی ددې شیانو په نومونو خبر کړه، نو کله چې ادم  دوی ته د هغوشيانو د نومونو ‏ خبر ورکړ، نو وېويل، ايا ما تاسو ته نه وو ويلي چې بيشکه زه داسمانونو او د ځمکې په پټو شیانو پوهیږم اوپه هغوڅه پوهيږم چې تاسې يې ښکاره کوئ، او په هغوشيانوچې تاسې يې پټوئ.
34.  او كله چې موږ ملایکو ته امر وكړ چې ادم ته سجده وكړئ، نو ټولو سجده وكړه خو ابليس انكار وكړ، غرور يې وکړ او له كافرانو څخه وو.
35.  بيا موږ ادم ته وويل، دواړه ته او ستا مېرمن ‏په جنت كې اوسېږئ او له دې څخه يې خورئ څنګه چې مو زړه غواړي، خو دې ونې ته مه نژدې كېږئ كه نه نو په تيري كوونكو كې به وشمېرل شئ.
36.  نو شیطان دوی دواړه له جنته وښویول او دواړه يې له هغه وباسل چې دوى په کې وو، او موږ وويل چې ښکته شئ ځمکې ته، ځينې ستاسې به له ځينو نوروسره دښمنان وي، او ‏ تاسوته په ځمکه کې د هستوګنې ځای او د ګټه اخستنې اسباب تر يو وخته پورې ‏شته دي.
37.  په دې وخت كې ادم  له خپل رب څخه څو كلیمې زده كړې توبه يې پرې وایستله چې دده رب قبوله كړه، يقينا هغه ښه توبه قبلوونكى او د رحمت خاوند دى.

38. قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِيعًا ۖ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَن تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
39. وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
40. يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُوا بِعَهْدِي أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ
41. وَآمِنُوا بِمَا أَنزَلْتُ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُمْ وَلَا تَكُونُوا أَوَّلَ كَافِرٍ بِهِ ۖ وَلَا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَإِيَّايَ فَاتَّقُونِ
42. وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ
43. وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَارْكَعُوا مَعَ الرَّاكِعِينَ
44. أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
45. وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ ۚ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ
46. الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلَاقُو رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
47. يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ
48. وَاتَّقُوا يَوْمًا لَّا تَجْزِي نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْئًا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلَا يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ
38.  موږ وويل، تاسې ټول له دې ځايه ښکته شئ، تاسې ته چې بیا زما له خوا كوم هدايت درشي، که څوك زما د هدايت پېروي وكړي نو په هغوی به څه ویره او اندیښنه نه وي.
39.  او څوك چې انکار وكړي او زموږ ايتونه دروغ وګڼي، هغوى دوزخ ته تلونكي دي، هلته به هغوى د تل لپاره اوسېږي.
40.   اى د اسرایيل اولادې، زما هغه نعمت په زړه كړئ چې تاسو ته ما درکړی وو، له ما سره چې ستاسې كوم تړون وو په هغه وفا وکړئ چې زه هم د ستاسې په تړون وفا وکړم، او يوازې له ما وویریږئ.
41.   او په قران ‏ايمان راوړئ چې ما نازل کړى دى تصديق کوونکی دى د هغه څه چې له تاسو سره دی او مه کيږئ په دې  باندې لومړني منکرین،  او زما ایتونه په ارزانه بیه مه ورکوئ، او یوازې له ما وويريږئ.
42.    او رښتیا له دروغو سره مه ګډوئ  او حق مه پټوئ،‏ تاسې پوهیږئ.
43.   او لمونځ قائم كړئ، او زكات وركړئ، او له رکوع کوونکو  سره په رکوع شئ.  
44.   ايا تاسې خلکو ته د نیکۍ امر کوئ او خپل ځانونه هېروئ؟ په داسې حال كې چې كتاب لولئ، ايا تاسې نه پوهیږئ؟
45.    او په صبر او لمانځه سره ‏ له الله څخه مرسته وغواړئ، او یقینا دا لمونځ زښت ډير دروند دى خو د عاجزي کوونکو لپاره دروند نه دی.
46.   هغه کسان چې باورلري چې ارومرو دوی له خپل رب سره ‏ مخامخ کېدونکي دي او یقینا دوی الله ته ورګرځيدونکي دي.
47. اى د اسرایيل اولادې، زما هغه نعمت په زړه کړئ چې په تاسو مې انعام وکړ او بیشکه ما د نړۍ پر خلکو تاسې غوره کړی.
48. او له هغه ورځ وويريږئ چې هیڅوک به له بل چا څه  نشی لرې کولای، او نه به ددوی سپارښت منل کېږي، او نه به ترې فدیه ومنل شي، اونه به ورسره مرسته وکړى شي. 

49. وَإِذْ نَجَّيْنَاكُم مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ ۚ وَفِي ذَٰلِكُم بَلَاءٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ
50. وَإِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ فَأَنجَيْنَاكُمْ وَأَغْرَقْنَا آلَ فِرْعَوْنَ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ
51. وَإِذْ وَاعَدْنَا مُوسَىٰ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِن بَعْدِهِ وَأَنتُمْ ظَالِمُونَ
52.ثُمَّ عَفَوْنَا عَنكُم مِّن بَعْدِ ذَٰلِكَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
53. وَإِذْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَالْفُرْقَانَ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
54. وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ أَنفُسَكُم بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوبُوا إِلَىٰ بَارِئِكُمْ فَاقْتُلُوا أَنفُسَكُمْ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ عِندَ بَارِئِكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ ۚ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
55. وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَىٰ لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّىٰ نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْكُمُ الصَّاعِقَةُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ
56. ثُمَّ بَعَثْنَاكُم مِّن بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
57. وَظَلَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْغَمَامَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَىٰ ۖ كُلُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ ۖ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَٰكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
49.  او هغه وخت چې موږ د فرعون له ډلې څخه  وژغورلئ چې تاسو ته به يې سخت عذاب رساوه، ستاسې زامن به يې ذبح کول او ستاسې ښځې به يې د خدمت لپاره ژوندۍ پرېښودې، په دې کې د ستاسې د رب له خوا یو ډیر لوی ازمیښت وو.
50.  او هغه وخت چې موږ د ستاسې لپاره سیند څیرې کړ، تاسې مو وژغورلی، او د فرعون ډله مو ډوبه کړه حال داچې تاسې ورته کتل.
51.  او هغه وخت  چې موږ موسى د څلوېښتو شپو په ژمنه د طورغره ته وغوښت، د هغه له تګ روسته تاسې خوسكى ونيوه، او تاسې ظالمان وی.
52.   بیا موږ له هغې روسته تاسې ته بښنه وكړه چې ښايي شكر كوونكي شی.
53.  او هغه وخت  چې موږ موسى ته تورات او د حق او باطل بېلوونکی کتاب ددې لپاره ورکړ چې تاسې سمه لاره  ومومی.
54.   او هغه وخت چې موسى خپل قوم ته وویل، اى زما قومه،  د خوسکي د نیولو له کبله تاسې یقینا پخپلو ځانونو ظلم کړى دى، نوخپل رب ته توبه وباسئ او خپل ځانونه ووژنئ، د ستاسې د رب په نزد ځان وژل تاسې ته غوره دي، نو الله ستاسې توبه ‏قبوله کړه، یقینا هغه ښه توبه قبلوونکى، پوره او بیابیا رحم والا دى.
55.   او هغه وخت چې تاسې وویل، اى موسى موږ به ستا په خبره هیڅ باور ونه کړو چې پخپلو سترګو الله ښکاره ونه ګورو، بیا تاسې تندر ونیولی او تاسې ورته کتل.
56.   موږ له مرګ روسته تاسې بیا ژوندي کړئ، ددې لپاره چې تاسو شكر وباسئ.
57.    او هغه وخت چې موږ درباندې وریځ سویرى ګرځولې وه، او موږ د من او سلوى اسماني خواړه په تاسې ‏نازل کړي وو، له هغو پاکو شيانو څخه چې موږ تاسې ته روزي درکړې ده خورئ، او ‏موږ په دوى ظلم نه وو کړى بلکې دوی پخپلو ځانونو ظلم کونکي وو. 

58. وَإِذْ قُلْنَا ادْخُلُوا هَٰذِهِ الْقَرْيَةَ فَكُلُوا مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَقُولُوا حِطَّةٌ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ ۚ وَسَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ
59. فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُوا قَوْلًا غَيْرَ الَّذِي قِيلَ لَهُمْ فَأَنزَلْنَا عَلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا رِجْزًا مِّنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ
60. وَإِذِ اسْتَسْقَىٰ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ فَقُلْنَا اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ ۖ فَانفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا ۖ قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ ۖ كُلُوا وَاشْرَبُوا مِن رِّزْقِ اللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ
61. وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَىٰ لَن نَّصْبِرَ عَلَىٰ طَعَامٍ وَاحِدٍ فَادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنبِتُ الْأَرْضُ مِن بَقْلِهَا وَقِثَّائِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَا ۖ قَالَ أَتَسْتَبْدِلُونَ الَّذِي هُوَ أَدْنَىٰ بِالَّذِي هُوَ خَيْرٌ ۚ اهْبِطُوا مِصْرًا فَإِنَّ لَكُم مَّا سَأَلْتُمْ ۗ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِّنَ اللَّهِ ۗ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ الْحَقِّ ۗ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُوا يَعْتَدُونَ
58.  او هغه وخت چې موږ وويل، ننوځئ دغه ښار ته،  نو څنګه چې مو خوښیږي هغسې يې له دې څخه خورئ، او په دروازه ‏ سجده کوونکي ننوځئ او ووايي،''اى ربه، زموږګناهونه وبښه''چې ستاسې ګناهونه وبښو، او ژر ده چې په نیکي کوونکو ډیره لوريينه وکړو. 
59.    نو هغو کسانو چې ‏[پخپلو ځانونو يې] ‏ظلم کړى وو، ورته ویل شوې خبره بدله کړه، نو په هغو کسانو موږ له اسمانه عذاب نازل کړچې تیری يې کړى وو، ددې لپاره چې دوى  سرغړونه کوله.
60.  او هغه وخت چې موسی خپل قوم ته اوبه وغوښتې نو موږ وويل چې ډبره پخپله امسا ووهه، نو دولس چینې له هغې ډبرې وخوټيدلې، یقینا هر قوم د اوبو د څښلو لپاره خپل خپل ځای وپيژانده، د الله له رزق څخه يې خورئ او څښئ، ‏ او په ځمکه کې فساد مه کوئ.
61.   اوهغه وخت چې تاسو وويل، اى موسى، موږ هيڅکله ‏صبر نشو کولای پر یو ډول خوړو[من او سلوى]، نو له خپل رب څخه وغواړه چې له هغوشيانوڅخه ‏موږته ‏راوباسي چې ځمکه يې زرغونوي، ددې له سبو، او ددې له بادرنګو، او ددې له وږې، او ددې له نسکو، او ددې له پيازو. نو موسی وويل، اياتاسې بدلوئ هغه ناکاره شى، په هغه شي چې هغه ډير غوره دى،  نو ښکته شئ يو ښار ته یقینا تاسې ته شته ‏هغه شى چې غواړى يې،  او پر دوى ‏ذلت او خواري مقرره کړى شوه ‏او د الله په قهر اخته شول، دا له دې کبله چې یقینا دوی د الله په ایتونو کافران وو، او په ناحقه به يې انبیاء وژل، ددې  لامل دا وو چې دوی سرغړونه کوله او له حده تیریدل. 

62.إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالنَّصَارَىٰ وَالصَّابِئِينَ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
63. وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُم بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُوا مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
64. ثُمَّ تَوَلَّيْتُم مِّن بَعْدِ ذَٰلِكَ ۖ فَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَكُنتُم مِّنَ الْخَاسِرِينَ
65. وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِينَ اعْتَدَوْا مِنكُمْ فِي السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُوا قِرَدَةً خَاسِئِينَ
66. فَجَعَلْنَاهَا نَكَالًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهَا وَمَا خَلْفَهَا وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ
67. وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تَذْبَحُوا بَقَرَةً ۖ قَالُوا أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا ۖ قَالَ أَعُوذُ بِاللَّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ
68. قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا هِيَ ۚ قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لَّا فَارِضٌ وَلَا بِكْرٌ عَوَانٌ بَيْنَ ذَٰلِكَ ۖ فَافْعَلُوا مَا تُؤْمَرُونَ
69. قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا لَوْنُهَا ۚ قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ صَفْرَاءُ فَاقِعٌ لَّوْنُهَا تَسُرُّ النَّاظِرِينَ
62.    یقینا هغه کسان چې ايمان يې راوړى دى، او هغه کسان چې يهودان او نصرانيان او بېدينان شوي دي، هرچا چې ‏[ددوی له منځه] په الله او په ورځ د قيامت ‏ايمان راوړى، او [دمحمد صلی الله علیه وسلم له شريعت سره سم يې] نیک ‏عمل کړی دی، دوی ته به په نزد د رب ددوى ثواب وي، او نه به دوی په وېره کې وي،  او نه به دوى چېرته خپه کيږي.
63.  او هغه وخت [په زړه کړئ] چې موږ له تاسې کلکه ژمنه واخیسته او د طور [غر] مو د ستاسې په سر پورته کړ، هغه څه [کتاب] ټينګ ونیسئ چې موږ درکړي دی او هغه څه ‏[‏احکام] ‏چې په کې دي زده کړئ [لولئ او عمل پرې کوئ] ښايي تاسې پرهیزګاران شی.
64.   بيا تاسې خپلې ژمنې ته ‏‏شا کړه، نوکه په تاسې د الله ‏فضل ‏او رحمت نه وای، نو تاسې به ارومرو زيانکاران وای.
65.   او یقینا په تاسو کې ‏هغه کسان تاسې ښه پیژنئ چې د شنبې په ورځ يې ‏تیری [تجاوز] وکړ، نو موږ دوی ته وویل چې شئ! بیزوګان. 
66.    نوموږ دهغوخلکو لپاره دا پند[عبرت] ‏وګرځاوو ‏چې حاضر وو او دهغوخلکو لپاره چې له دې روسته دي، اوپند[عبرت]دپرهيزګارانو لپاره.
67.   او هغه وخت [په زړه کړه]چې موسی خپل قوم ته وویل چې بېشکه تاسو ته الله امرکوي چې يوه غوا حلاله کړئ، [داسراییل اولادې] وويل ايا ته په موږ ټوکې کوې، [موسی] وويل، ‏د الله پنا ته ورځم له دې چې یو له ناپوهانوشم.
68.   د [اسراییل اولادې]وويل، له خپل رب څخه دې زموږ لپاره وغواړه چې موږ ته بيان کړي ‏چې هغه څنګه غوا ده، [موسی]وويل، په یقین سره الله وايي: بیشکه هغه يوه غوا ده چې نه ډيره زړه ده اونه ډيره وړه ده، ميانه حاله ده - په منځ ددې [زوړوالي او وړوکوالي] کې، نو هغه څه وکړئ چې پرې مامورشوي یاست.
69.   د [اسراییل اولادې] بيا [موسی علیه السلام ته] وويل له خپل رب څخه ‏زموږ لپاره وغواړه ‏چې موږته بيان کړي چې دا [غوا] څه ډول رنګ لري، [موسی] وويل بیشکه الله وايي چې یقینا هغه يوه زیړه غوا ده، رنګ يې زېړ دى چې [د] لیدونکي [زړه] خوشالوي[رنګ يې په نظر ښه لګیږي]. 
70. قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا هِيَ إِنَّ الْبَقَرَ تَشَابَهَ عَلَيْنَا وَإِنَّا إِن شَاءَ اللَّهُ لَمُهْتَدُونَ
72 قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لَّا ذَلُولٌ تُثِيرُ الْأَرْضَ وَلَا تَسْقِي الْحَرْثَ مُسَلَّمَةٌ لَّا شِيَةَ فِيهَا ۚ قَالُوا الْآنَ جِئْتَ بِالْحَقِّ ۚ فَذَبَحُوهَا وَمَا كَادُوا يَفْعَلُونَ
73. وَإِذْ قَتَلْتُمْ نَفْسًا فَادَّارَأْتُمْ فِيهَا ۖ وَاللَّهُ مُخْرِجٌ مَّا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ
74. فَقُلْنَا اضْرِبُوهُ بِبَعْضِهَا ۚ كَذَٰلِكَ يُحْيِي اللَّهُ الْمَوْتَىٰ وَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
75. ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُم مِّن بَعْدِ ذَٰلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً ۚ وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْأَنْهَارُ ۚ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاءُ ۚ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ
76. أَفَتَطْمَعُونَ أَن يُؤْمِنُوا لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَسْمَعُونَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُ مِن بَعْدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمْ يَعْلَمُونَ
77. وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَا بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ قَالُوا أَتُحَدِّثُونَهُم بِمَا فَتَحَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ لِيُحَاجُّوكُم بِهِ عِندَ رَبِّكُمْ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
70.    بيا [داسراییل اولادې] وويل، له خپل رب څخه دې زموږ لپاره  وغواړه چې موږ ته ددې غوا څرنګوالی بيان کړي ‏[نیکه غوا ده که سارايي]، یقینا موږ دې غوا ‏په اشتباه کې اچولي یو، او یقینا، که الله اراده وکړي ارومرو موږ لارموندونکي یو.
71.  موسی وويل، په یقین سره الله وايي، یقینا دا يوه غوا ده چې کار ورڅخه نه اخیستل کېږي، نه ځمکه قلبه کوي، او نه [په ارهټ] کښت اوبه کوي، [روغه]ساتل شوې ده [له کارونو، عيبونو]، ددې په رنګ کې هیڅ داغ نشته، [داسراییل اولادې] وويل اوس دې روښانه خبره راوړه، نو دوی هغه غوا حلاله کړه، كه نه نو ددې كار ترسره كوونكي نه وو.
72.   او هغه وخت [په زړه کړئ] چې تاسې یو سړی مړکړ، بیا د هغه د مقتول په سر په جګړه شوی، او الله ښکاره کوونکی دی د هغه شي چې تاسې به هغه [قتل] پټاوه.
73.   هغه وخت موږ امر وكړ چې د هغې [غوا] یوه برخه د وژل شوي [سړي] پرجسد ووهئ، وګورئ، الله دغسې مړي ژوندي كوي او تاسې ته د خپل قدرت نښې درښيي چې وپوهېږئ.
74.    بيا ددې [ ښکاره نښې له لیدلو] روسته ستاسې زړونه سخت شول، د کاڼو په څیر سخت، بلكې له هغو هم ډيرسخت، ځكه چې، ځينې داسې کاڼي دي چې له هغوی چينې بهیږي، ځينې چويي او اوبه ترې راوځي، اوځينې دالله له وېرې [لړزیږي او] را رغړي، الله ستاسې له كړو وړو څخه نا خبره نه دى.
75.   نو[اى مسلمانانو] ايا تاسې تمه کوئ چې دوی به[ستاسې په وینا] ايمان راوړي، یقینا د دوی [له پخوانيو څخه] یوډله چې د الله کلام به يې اوریده، روسته له هغې چې پرې پوهه به شول بيابه يې هغه وینا اړوله، [حال داچې] دوى به پوهيدل.
76.   اوکله چې [دایهود] له هغوکسانوسره ګوري چې مؤمنان دي، وايي موږ ايمان راوړى دی، اوکله چې ځينې ددوى له ځينو نوروسره يوازې شي، نودوی وايي، ايا تاسې په هغه شي مسلمانان خبروئ چې الله په تاسې پرانيستلى دى ‏[تورات] ‏چې د ستاسې د رب په نزد پرې له تاسې سره جګړه وکړي [ستاسې خلاف پرې دلیل ووايي]، ايا نو نه پوهيږئ؟
77. أَوَلَا يَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ
78. وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لَا يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلَّا أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ
79. فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَٰذَا مِنْ عِندِ اللَّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۖ فَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا يَكْسِبُونَ
80. وَقَالُوا لَن تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَّعْدُودَةً ۚ قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِندَ اللَّهِ عَهْدًا فَلَن يُخْلِفَ اللَّهُ عَهْدَهُ ۖ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
81. بَلَىٰ مَن كَسَبَ سَيِّئَةً وَأَحَاطَتْ بِهِ خَطِيئَتُهُ فَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
82. وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
83. وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لَا تَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِّنكُمْ وَأَنتُم مُّعْرِضُونَ
77.    او ايا دوى نه پوهېږي څه چې دوى پټوي او څه چې ښكاره كوي الله په ټولو خبرو پوه دى؟
78.  اوپه هغوی [يهودانو] کې ځينې اميان [نالوستي] دي چې په کتاب [تورات] نه پوهيږي ‏خو د خپلو نفسونو په هيلو [پوهيږي]، او نه دي دوى خو بېدليله ګومان کوي.
79.  نودهغوکسانو لپاره هلاکت [عذاب] دى چې پخپلو لاسونو[له خپله ځانه] کتاب لیکي بيا وايي چې داد الله له خوا [نزده] دی، ددې لپاره چې په دې [ دکتاب په تحریف] لږ بیه واخلي، نو د هغه څه له کبله دوی ته هلاکت دی چې لاسونو يې لیکلی دی او بيا دوی ته خرابي ده د هغې ګټې ‏[بیې] له امله چې ترلاسه يې کړه.
80.   او دوى[يهودان] وايي هيڅکله به موږته اور[ددوزخ] ونه رسيږي ‏خو څو شميرلې شوې [لږې] ورځې، [اى پیغمبر صلی الله علیه وسلم دوی ته] ووایه [ايا تاسې له الله څخه کوم تړون اخیستی [چې عذاب به نه درکوي] نو الله له سره د خپل تړون [عهد] مخالفت نه کوي، ایا د الله په اړه هغه خبره کوئ چې نه پرې پوهيږئ[دروغ وايي].
81.    هو، هرچاچې بدي وګټله [خپل کاروبار وګرځوله] او ګنا يې ترې چاپیره شوه، نوهمدغه کسان د اور ملګري دي، دوی به په هغه [اور] کې تلپاتې وي.
82.   او هغه کسان چې مسلمانان دي او دوی ښه عملونه کړي دي، همدغه کسان دجنت ملګري دي، دوى به په هغه [جنت] کې تلپاتې وي.
83.   او هغه وخت [په زړه کړه] چې داسراییل له اولادې څخه موږ ټینګ تړون واخیست چې عبادت مه کوئ خو يوازې د الله عبادت کوئ. او له مور او پلار، او له خپلوخپلوانو، اوله يتيمانو، اوله بیوزلو سره نیکي کوئ، او خلکوته [خوږې] ښايسته خبرې کوئ، او لمونځ اداکوئ [له ټولو حقونو سره]، او زکات ‏ورکوئ. خو د ستاسې له منځه له لږ کسانو پرته[چې ونه ګرځیدل] ‏بيا تاسې [له دې تړون څخه] واوښتلی او تاسې مخ اړوونکي ياست.  
84. وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ لَا تَسْفِكُونَ دِمَاءَكُمْ وَلَا تُخْرِجُونَ أَنفُسَكُم مِّن دِيَارِكُمْ ثُمَّ أَقْرَرْتُمْ وَأَنتُمْ تَشْهَدُونَ
85. ثُمَّ أَنتُمْ هَٰؤُلَاءِ تَقْتُلُونَ أَنفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقًا مِّنكُم مِّن دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِم بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِن يَأْتُوكُمْ أُسَارَىٰ تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ ۚ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ ۚ فَمَا جَزَاءُ مَن يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ
66. أُولَٰئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ ۖ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ
67. وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَقَفَّيْنَا مِن بَعْدِهِ بِالرُّسُلِ ۖ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ ۗ أَفَكُلَّمَا جَاءَكُمْ رَسُولٌ بِمَا لَا تَهْوَىٰ أَنفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقًا كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقًا تَقْتُلُونَ
68. وَقَالُوا قُلُوبُنَا غُلْفٌ ۚ بَل لَّعَنَهُمُ اللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَقَلِيلًا مَّا يُؤْمِنُونَ
84.    او هغه وخت [په زړه کړه] چې موږ له تاسې ټینګ تړون واخيست چې پخپلومنځونوكې يو دبل وينې مه تويوئ او مه يو بل بې كوره كوئ، بيا تاسې ددې اقرار وکړ، اوتاسې پخپله په دې شاهدان یاست.
85.  نو تاسې هغه کسان یاست چې خپل ځانونه وژنی [یوبل وژنی، یاغريبان وژنی او یا خپل خپلوان وژنی]، تاسې ‏خپله يوه ډله ددوی له کورونو وباسی [ کله چې هغه په تاوتریخوالي کې ماتې وخوري]،  په ظلم او ګنا کې له يوبل سره مرسته کوئ، اوکه دوی راشي تاسې ته بنديان نو تاسې ددوی په ځای فديه ورکوئ، خو[خبره داده چې] د هغوی اېستل پر تاسې حرام کړى شوي دي، ایا تاسې د کتاب په ځینې احکامو[فدیي] ایمان راوړئ او له ځینو نورو [لکه بي ګنا وژل مه کوئ، ظلم مه کوئ او له کورونو شړل مه کوئ] څخه يې ‏انکار کوئ؟ نو نه ده سزا د هغه چا چې له تاسې څخه دا کارونه کوي خو ددنیا په ژوند کې رسوايي ده او د قیامت په ورځ دوی ‏ډيرسخت عذاب ته ګرځول کېږي، او الله له هغه څه غافل نه دی چې تاسې يې کوی.
86.   دا هغه کسان دي چې داخرت په بدل کې يې ددنیا ژوند رانیولی دى، له دوی څخه به [دنيايي او داخرت] عذاب سپک نه کړى شي، او نه به له دوى سره [‏د عذاب په دفع کې] مرسته وکړی شي.
87.   او یقینا موږ موسی ته کتاب [تورات] ‏ورکړى وو او موږ له موسی روسته په پرله پسې ډول نور رسولان [يوشع، داود، سليمان، زکريا او یحیی] استولي وو او موږ د مريم ‏ زوى عيسى ته ښکاره او غښتلې ‏[معجزې] ورکړي وې، او موږ په سپیڅلي روح [جبریل علیه السلام] سره د هغه مرسته وکړه، نو هرکله چې به کوم رسول له هغواحکاموسره تاسې ته راغی چې ستاسې نفسونو به نه خوښول، نو تاسې [په دغواحکامو] تکبر[لويي]کوله، نو تاسې د انبياوو يوه ډله [محمد، عيسى او موسى] دروغجنه وبلله، اوبله ډله [‏زکريا، يحيى اوشعيب] مو ووژله.
88.     هغوى وايي، زموږ زړونه پوښل شوي دي، بلکې [اصلي خبره داده چې] دهغوی د كفر له امله الله پرهغوی لعنت كړی دى، له دې کبله هغوى ډېر لږ ايمان راوړي.
89. وَلَمَّا جَاءَهُمْ كِتَابٌ مِّنْ عِندِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ وَكَانُوا مِن قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَمَّا جَاءَهُم مَّا عَرَفُوا كَفَرُوا بِهِ ۚ فَلَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الْكَافِرِينَ
90. بِئْسَمَا اشْتَرَوْا بِهِ أَنفُسَهُمْ أَن يَكْفُرُوا بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ بَغْيًا أَن يُنَزِّلَ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ عَلَىٰ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۖ فَبَاءُوا بِغَضَبٍ عَلَىٰ غَضَبٍ ۚ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ مُّهِينٌ
91. وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ قَالُوا نُؤْمِنُ بِمَا أُنزِلَ عَلَيْنَا وَيَكْفُرُونَ بِمَا وَرَاءَهُ وَهُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَهُمْ ۗ قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُونَ أَنبِيَاءَ اللَّهِ مِن قَبْلُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
92. وَلَقَدْ جَاءَكُم مُّوسَىٰ بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِن بَعْدِهِ وَأَنتُمْ ظَالِمُونَ
93. وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُم بِقُوَّةٍ وَاسْمَعُوا ۖ قَالُوا سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَأُشْرِبُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ ۚ قُلْ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُم بِهِ إِيمَانُكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
89.    او هرکله چې د الله له خوا دوی [اهل کتابو] ته کتاب [قرآن] ‏راغى چې تاید کوونکی د هغه کتاب [تورات] دی چې له دوى سره شته، [په داسې حال کې چې] پخوا له دې به دوی ‏[الله ته دقرآن اومحمد په وسیله کولو] په هغوکسانو د ‏بری دعاګانې کولې ‏چې کافران وو، نوکله چې دوى ته هغه رسول راغى چې دوی پېژندلى وو [بیا] پرې کافران شول، نو پرکافرانو د الله ‏لعنت دی.  
90.  هغه څه بد دي چې دوی پرې ځانونه پلورلي دي [هغه دا چې] کافران کېږي په هغه قرآن چې الله ‏نازل کړى دی، [دا کفر] د عناد او کينې له کبله دى چې الله [ولې] خپل فضل له خپلو بندګانو څخه ‏په هغه چا نازلوي چې اراده وکړي، نو د غضب له پاسه په غضب اخته شول او دکافرانو لپاره ‏سپکوونکى عذاب دى.
91.   او کله چې دوی ته وويل شي چې په هغو[کتابونو] ايمان راوړئ چې الله ‏نازل کړي دي، دوی وايي، موږ ايمان راوړی دی په هغه څه [تورات] چې پرموږ نازل کړى شوى دی او کافران کېږي په هغه څه چې بې له هغه [تورات] دي [یانې انجيل اوقرآن]، حال داچې دا [نورکتابونه هم] حق دي، تاید کوونکي دي د هغه کتاب چې له دوى سره دى، [اى محمد صلی الله علیه وسلم] ‏ دوی ته ‏ ووايه ‏ نو له دې مخکې مو د الله انبیاء ولې وژل [شعيب، زکريا او يحيی] که تاسې [په تورات] ايمان راوړونکي ‏ وی‏.
92.   تاسې ته موسى له څرګندو نښو سره راغى، [د طور غره ته] د هغه [له تګ] روسته تاسې بیا خوسکی خپل معبود ونیوه، او تاسې ظالمان وئ.
93.   اوهغه وخت [په زړه کړئ] چې موږ له تاسې ټینګه ژمنه واخيسته، او موږ طور د ستاسې [په سر] پورته کړ [تاسې ته مو امر وکړ چې] په قوت سره هغه [احکام] ‏واخلئ ‏چې موږ تاسې ته درکړي دي او‏[په تدبرسره يې] واورئ، [یهودانو] وويل موږ[ستاخبره] واورېده او موږ [ستاحکم] نه منو،  او د کفر له امله يې په زړونوکې د خوسکي [مینه] ننوتلې وه، [اى محمد صلی الله علیه وسلم دوى ته] ووایه هغه شی ‏[له محمد صلی الله علیه وسلم اوقرآن څخه انکار] ‏ بد دى ‏چې ‏تاسې ته ‏ستاسې ايمان پرې ‏امر کوي، که تاسې ايمان راوړونکي یاست. 
94. قُلْ إِن كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الْآخِرَةُ عِندَ اللَّهِ خَالِصَةً مِّن دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
95. وَلَن يَتَمَنَّوْهُ أَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ
96. وَلَتَجِدَنَّهُمْ أَحْرَصَ النَّاسِ عَلَىٰ حَيَاةٍ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا ۚ يَوَدُّ أَحَدُهُمْ لَوْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍ وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهِ مِنَ الْعَذَابِ أَن يُعَمَّرَ ۗ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ
97. قُلْ مَن كَانَ عَدُوًّا لِّجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَىٰ قَلْبِكَ بِإِذْنِ اللَّهِ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ
98. مَن كَانَ عَدُوًّا لِّلَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَرُسُلِهِ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَالَ فَإِنَّ اللَّهَ عَدُوٌّ لِّلْكَافِرِينَ
99. وَلَقَدْ أَنزَلْنَا إِلَيْكَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ ۖ وَمَا يَكْفُرُ بِهَا إِلَّا الْفَاسِقُونَ
100. أَوَكُلَّمَا عَاهَدُوا عَهْدًا نَّبَذَهُ فَرِيقٌ مِّنْهُم ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ
101. وَلَمَّا جَاءَهُمْ رَسُولٌ مِّنْ عِندِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ كِتَابَ اللَّهِ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
94.     [اى محمد صلی الله علیه وسلم دوى ته] ووايه ‏که له الله سره د اخرت کور [جنت] یوازې د ستاسې لپاره وي او د [نورو] خلکو لپاره نه وي، نو دمرګ هيله وکړئ ‏که تاسې [پخپله دعوا کې] رښتیني یاست. 
95.  او د هغو اعمالو له کبله چې ددوی لاسونو مخکې ليږلي دي هیڅکله به د مرګ هيله ونه کړي ‏او الله د ظالمانو [په فعالیتونو] ښه پوه دى.
96.   او ته به ارو مرو دوی، [ددنیا] په ژوند باندې له حريصترینه خلکو څخه ومومې، او [تر دې چې په دې كار كې] له مشركانو څخه هم مخکې شوي دي، ددوی هريو ‏خوښوي که زركاله ژوند وكړي، په داسې حال كې چې اوږد عمر دوی له عذابه نه شي ژغورلای، دوی چې کوم اعمال كوي الله هغه ګوري.
97.  [اى محمد صلی الله علیه وسلم دوى ته] ووایه هرڅوک چې دجبريل دښمن وي یقینا هغه [جبريل علیه السلام] د الله په اجازه [امر] ‏قران ستا په زړ نازل کړى دى، تصدیق کوونکی د هغوکتابونو چې له دې مخکې نازل شوي دي [تورات، انجيل، زبور او نور]، او مسلمانانو ته لارښوونکى دی او‏[مسلمانانوته له الله سره د لیدلو او د جنت] زيرى ورکوونکى دى.  
98.   هرڅوک چې دالله او دده د ملایکو او دده د رسولانو او دجبريل او د ميکايل دښمن وي نو یقینا الله د کافرانو دښمن دى.
99.   او یقینا موږ تاته ښکاره ایتونه لیږلي [نازل کړي] دي او له دې انکار نه کوي خو فاسقان [د الله د فرمانونو سرغړونکي دي].
100.   ایاداسې نه وه چې کله به دوی یو ژمنه [عهد] وکړ نو له دوی څخه به یوې ډلې دا [ژمنه] ماتوله، بلکې ددوی ډیری ایمان نه راوړي.
101.   او هرکله چې دوى ته د الله ‏له خوا رسول [محمدصلی الله علیه وسلم] راغی چې تصدیق کوونکی دى د هغه څه [ د تورات او انجیل] چې له دوى سره دي، نودهغوکسانو ‏[اهل كتابو] ‏يوې ډلې چې کتاب [تورات، انجیل] ‏ورکړل شوی دی د الله كتاب [قران] په داسې شان شاته وغورځاوو لكه چې دوى په هیڅ نه پوهېږي.
102. وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُو الشَّيَاطِينُ عَلَىٰ مُلْكِ سُلَيْمَانَ ۖ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَٰكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ ۚ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَا إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ ۖ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ ۚ وَمَا هُم بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنفَعُهُمْ ۚ وَلَقَدْ عَلِمُوا لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ ۚ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهِ أَنفُسَهُمْ ۚ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ
103.  وَلَوْ أَنَّهُمْ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَمَثُوبَةٌ مِّنْ عِندِ اللَّهِ خَيْرٌ ۖ لَّوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ
104.  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقُولُوا رَاعِنَا وَقُولُوا انظُرْنَا وَاسْمَعُوا ۗ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ
105. مَّا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلَا الْمُشْرِكِينَ أَن يُنَزَّلَ عَلَيْكُم مِّنْ خَيْرٍ مِّن رَّبِّكُمْ ۗ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَن يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ
102.    او يهودانو د هغه څه تابعداري وکړه چې شيطانانو [پېريانو] به د سليمان د پاچايي [پرمهال] لوسته [کتاب الله ته يې شا وګرځوله او کوډې يې زده کړې]، اوسليمان کافر نه وو خو شيطانان کافران شوي وو، خلکوته به يې کوډې [سحر] ښوولې، د هغه شي [تابعداري يې کوله] چې په بابل کې  په دوه ملایکو هاروت او ماروت ‏ نازل کړى شوى وو، او دوى دواړو [هاروت او ماروت] به هيچاته ښوونه نه کوله ترهغې چې دواړو به وويل یقینا موږ [د الله له خوا] ازموینه یو، نو [د کوډو په زده کولو سره] مه کافر کيږه، نو له دې دواړو څخه به هغوی هغه شى زده کاوو چې د ميړه اوښځې ترمنځ به يې پرې بيلتون راوست،  ‏او په دغه کوډو سره دوی هيچا ته زیان رسوونکي نه وو خو د الله په اجازې سره،  او دوی [یهودان] هغه څه زده کوي ‏چې دوی ته زیان رسوي او دوی ته ګټه نه رسوي، او یقینا دوی پوهیدل هغه څوک چې کوډې [د جواز په عقیده] زده کوي، په اخرت کې د هغه لپاره هيڅ برخه نشته، او که [د کوډو په بد انجام] دوى پوهيدلى، یقینا هغه ډير بد شى دی چې دوی خپل ځانونه پرې پلورلي دي. 
103.  كه دوی ايمان راوړی وای او پرهیزګاري يې كړې واى، نو که هغوى پوهيدلی د الله له خوا اجر هغوی ته ډير غوره دی.
104.   ‏اى هغوکسانوچې ايمان مو راوړى دى، تاسې[رسول الله صلی الله علیه وسلم ته] راعنا [لفظ] مه وايي، او [ددې په ځای] ''راوګورئ او واورئ'' ووايي، او د کافرانو لپاره دردناک عذاب دی.
105.  له اهل کتابو څخه چې هغه کسان کافران شوي دي او له مشرکانو څخه، دا نه خوښوي چې ستاسې درب له خوا کومه ښه خبره [وحیه، نصرت] پرتاسې نازل کړی شي، او الله دخپل رحمت لپاره هغه څوک غوره کوي چې اراده يې وکړي، اوالله د ډير لوى فضل څښتن دى. 
106. مَا نَنسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِّنْهَا أَوْ مِثْلِهَا ۗ أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
107. أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ
108. أَمْ تُرِيدُونَ أَن تَسْأَلُوا رَسُولَكُمْ كَمَا سُئِلَ مُوسَىٰ مِن قَبْلُ ۗ وَمَن يَتَبَدَّلِ الْكُفْرَ بِالْإِيمَانِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ
109. وَدَّ كَثِيرٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُم مِّن بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِّنْ عِندِ أَنفُسِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ ۖ فَاعْفُوا وَاصْفَحُوا حَتَّىٰ يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
110. وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ۚ وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
111. وَقَالُوا لَن يَدْخُلَ الْجَنَّةَ إِلَّا مَن كَانَ هُودًا أَوْ نَصَارَىٰ ۗ تِلْكَ أَمَانِيُّهُمْ ۗ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
112. بَلَىٰ مَنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَلَهُ أَجْرُهُ عِندَ رَبِّهِ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
106.  هغه چې موږ له کوم ایت څخه منسوخ کوو يايې د مومنانو [له زړونو] هيرو، نو له هغه غوره [د پخواني په پرتله اسانه او ډير اجر والا] راليږو يا د هغه [پخواني] په څیر، ايا ته نه پوهيږې چې یقینا الله په هرڅه ښه قادر دى.
107. ايا ته نه يي خبر چې داسمانونو او ځمكې ټوله واکمني يوازې د الله ده او د الله پرته بل هیڅوك ستاسې دوست او ستاسې مرستندوى نشته.
108.  ایا تاسې اراده لرئ چې له خپل رسول څخه پوښتنې وکړئ لکه له موسی څخه چې پوښتلی شوې وې، او هرڅوک چې د ایمان په بدل کې کفر رانیسي [کفر اختیار کړي] نو یقینا چې سمه لاره يې ورکه کړه.
109.   ډیری اهل کتاب خوښوي چې تاسو له ایمان راوړلو روسته ‏ له حسده ډک کفر ته وګرځوي چې ددوی له [خبیثو] نفسونو [پیدا شوی] دی. روسته له دې چې دوی ته حق ښکاره شو نو هغوی ته بښنه وکړئ او مخ ترې وګرځوئ تر هغې چې الله خپل امر راولیږي بیشکه الله په هرشي ښه قادر دى.
110.   او لمونځ اداکوئ، او زکات ورکوئ، او هغه څه چې له نیکۍ څخه [صدقه، صله رحمي] د خپلوځانونو لپاره مخکې لیږئ په نزد دالله به يې [اجر] ومومی، یقینا چې الله د هغه څه ښه ليدونکى دى چې تاسو يې کوئ.
111.  او [اهل کتاب] وايي جنت ته نه ننوځي خو هغه څوک چې يهود يا نصراني وي، دا ددوی نفساني غوښتنې دي،  [اى محمده صلی الله علیه وسلم دوى ته] ووایه که رښتني یاست خپل دلیل راوړئ.
112.  بلکې هرڅوک چې الله ته ‏ځان وسپاري[چې] دى نيکي کوونکی وي، نو د رب په نزد يې [دده لپاره] اجردی، اونه به په دوی باندې ‏کومه ويره وي اونه به دوی خپه کېږي. 
113. وَقَالَتِ الْيَهُودُ لَيْسَتِ النَّصَارَىٰ عَلَىٰ شَيْءٍ وَقَالَتِ النَّصَارَىٰ لَيْسَتِ الْيَهُودُ عَلَىٰ شَيْءٍ وَهُمْ يَتْلُونَ الْكِتَابَ ۗ كَذَٰلِكَ قَالَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ ۚ فَاللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
114. وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَىٰ فِي خَرَابِهَا ۚ أُولَٰئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَن يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ ۚ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ
115. وَلِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ ۚ فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ
116. وَقَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا ۗ سُبْحَانَهُ ۖ بَل لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ كُلٌّ لَّهُ قَانِتُونَ
117. بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَإِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ
118. وَقَالَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ لَوْلَا يُكَلِّمُنَا اللَّهُ أَوْ تَأْتِينَا آيَةٌ ۗ كَذَٰلِكَ قَالَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِم مِّثْلَ قَوْلِهِمْ ۘ تَشَابَهَتْ قُلُوبُهُمْ ۗ قَدْ بَيَّنَّا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ
119. إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا ۖ وَلَا تُسْأَلُ عَنْ أَصْحَابِ الْجَحِيمِ
113.  او يهودان وايي ‏چې نصرانيان په هيڅ شي ‏نه دي [حقیت ورسره نشته]، اونصرانيان وايي چې يهودان په هيڅ شي نه دي [حقیقت ورسره نشته]‏، حال داچې دوى‏[دواړه] کتاب [تورات، انجیل] ‏ ‏لولي، همداراز هغه کسان چې نه پوهیږي [بیدینان او مشرکان] د دوی [اهل کتابو] په څیر خبرې کوي. یقینا الله به د قیامت په ورځ د هغه څه په اړه ددوی ترمنځ حکم وکړي چې دوی پرې اختلاف [جګړې] کوي.
114.  او له هغه چا لوی ظالم څوک دی چې د الله جوماتونه له دې بندوي چې دالله ‏ نوم ‏په کې يادکړى شي او په ورانولو کې يې هڅه کوي، دوی ددې وړ نه دي چې ورننوځي [جوماتونو ته] خو په ویرې سره [له مومنانو ویریږي]، دوى ته په دنیا کې ذلت دى او په اخرت کې دوی ته ډېرلوى عذاب دی.
115.  او ختیځ او لویدیځ ‏یوازې د الله لپاره دي، نوهرلوري ته چې تاسې وګرځئ هلته دالله مخ دى، یقینا الله د ډیرې پراختیا خاوند دی [ټول کاینات يې پخپل ځواک او پوهه کې ایسار کړي] او ښه پوهه دى.
116.  دوی وايی الله څوک زوی نیولی. هغه [الله] پاک دی[الله هیڅ شریک او سیال نه لري]، څه چې په اسمانونو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي ټول هغه پورې اړه لري [مخلوق دی]، ټول په عاجزۍ سره د هغه د حکم منوونکي دي [بندګي کوي].
117.  د اسمانونو اوځمکې هستوونکی دی [داسې هستوونکی چې بې نمونې يې اسمانونه او ځمکه هست کړل چې مخکې يې هیڅ بیلګه نه وه]، اوهرکله چې د يو کار اراده وکړي ‏نو په یقین سره خبره همدا ده چې ورته وايي، وشه! نوهغه وشي.
118.  هغوی چې نه پوهیږي وايي، ولې الله [پخپله] موږ سره خبرې نه کوي، یا موږ ته یوه نښه ولې نه راوړي؟ ددوی په څیر خبرې هغو خلکو هم کولې چې پخوا له دوی وو.  ددوی[د پخوانیو او روستنیو] زړونه یو ډول دي، بیشکه موږ هغو خلکو ته نښې بیان کړي دي چې دوی یقین کوي، [په زړونو کې يې شبهه او عناد نشته].
119.  [ستره نښه خو داده چې]، بېشکه موږ‏ ته [محمد صلی الله علیه وسلم] لېږلی یې، په حق سره زيرى ورکوونکى [د جنت] او ويره ورکوونکى [دجحیم] او د دوزخ د ملګرو [دوزخیانو] په اړه به ته [ای محمد صلی الله علیه وسلم] ونه پوښتل شې.  
120. وَلَن تَرْضَىٰ عَنكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ۗ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَىٰ ۗ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ
121. الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَتْلُونَهُ حَقَّ تِلَاوَتِهِ أُولَٰئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ ۗ وَمَن يَكْفُرْ بِهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ
122. يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ
123. وَاتَّقُوا يَوْمًا لَّا تَجْزِي نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْئًا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا تَنفَعُهَا شَفَاعَةٌ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ
124. وَإِذِ ابْتَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ ۖ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا ۖ قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي ۖ قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ
125. وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُوا مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى ۖ وَعَهِدْنَا إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ
126. وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَٰذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُم بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۖ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَىٰ عَذَابِ النَّارِ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ
120.  اوهیڅکله به له تا[اى محمد صلی الله علیه وسلم] يهودان او نه نصرانيان خوشاله نه شي ترهغې چې ته ددوی د دین تابعداري وکړې، [دوی ته] ووايه [اى محمد صلی الله علیه وسلم] بېشکه سمه لاره هغه ده چې الله ښوولې ده [یوازې اسلام د منلو وړ دی]، او که  روسته له هغې ته ددوی د هیلو پيروي ‏وکړې چې تاته پوهه راغله،  نو نه به وي تاته هيڅ ملګری او مرستندوی له الله [د الله ‏‏له عذاب څخه به ژغورونکی ونه لرې].  ‏
121.  هغو خلکو ته چې موږ کتاب ورکړی دی څنګه چې یې د لوستلو حق دی لولي يې [ښه او د زړه له کومي يې لولي]، دوی [هغه خلک دي چې] په دې ایمان لري. او هغه څوک چې په دې [قران] کفر وکړي نو همدوی زیان کاران دي.
122.  اى د اسرایيل اولادې، زما هغه نعمت ياد كړئ چې ما په تاسې پيرزو [انعام] کړی وو او تاسې د نړۍ په خلکو مې غوره کړی.
123.  او د هغې ورځې له عذاب څخه وویریږئ چې هیڅ نفس له هیڅ نفس څخه هیڅ شی نه شي لرې کولای، او نه به له دوی [نفسونو] څخه کومه بدله [فدیه] منل شي او نه به ده ته شفاعت [سپارښت] ګټه ورسوي، او نه به له دوی سره مرسته وکړی شي.
124.   او هغه وخت ‏[يادکړه اى محمد صلی الله علیه وسلم] ‏چې دده رب ‏په څو خبرو ‏ابراهيم وازمایه، نو ده هغه [خبرې] پوره کړې، [الله] وویل زه دخلکو لپاره تا امام ګرځوم، [ابراهيم] وویل او زما له اولادې؟ [الله] وویل زما ژمنه [امانت] ظالمانو ته نه رسیږي.
125.  او هغه وخت ‏[يادکړه اى محمد صلی الله علیه وسلم] چې موږ کعبه خلکوته ځاى د ثواب [او اجتماع] اوځاى د امن وګرځوله، او [اى مؤمنانو] د لمانځه ځای د ابراهیم [د دریدو] له ځاى څخه ونيسئ،  او موږ ابراهيم ته او اسمعيل ته حکم کړی وو چې زما کور [کعبه]‏ د طواف کوونکو، معتکفینو، رکوع کوونکو او سجده کوونکو لپاره پاک کړئ [پاک وساتى].
126.  او هغه وخت [يادکړه اى محمد صلی الله علیه وسلم] چې ابراهيم وويل: اى زما ربه، داد امن ښار وګرځوه، او ددې له اوسیدونكو څخه چې څوك الله او اخرت مني، هغوی ته هر ډول ميوې روزي كړه. [الله] وویل: اوهرڅوک چې کافرشول نوهغه ته به لږه ګټه ورکړم بيابه دی د اور [دوزخ] عذاب ته راکاږم، او [دوزخ] بدځاى د ورتلو دى. 
127. وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَإِسْمَاعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
128. رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِن ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُّسْلِمَةً لَّكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
129. رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
130. وَمَن يَرْغَبُ عَن مِّلَّةِ إِبْرَاهِيمَ إِلَّا مَن سَفِهَ نَفْسَهُ ۚ وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا ۖ وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ
131. إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ ۖ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ
132. وَوَصَّىٰ بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَا بَنِيَّ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَىٰ لَكُمُ الدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ
133. أَمْ كُنتُمْ شُهَدَاءَ إِذْ حَضَرَ يَعْقُوبَ الْمَوْتُ إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعْبُدُونَ مِن بَعْدِي قَالُوا نَعْبُدُ إِلَٰهَكَ وَإِلَٰهَ آبَائِكَ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِلَٰهًا وَاحِدًا وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ
134. تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ ۖ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَّا كَسَبْتُمْ ۖ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ
127.  او هغه وخت [يادکړه اى محمد صلی الله علیه وسلم] چې ابراهيم دکعبې ‏تاداوونه پورته کړل او اسمعيل. [دوی وویل] اى زموږ ربه، زموږ [دا کار] قبول کړه، بېشکه ته، همداته ښه اوريدونکى، ښه پوه يې.
128. اى زموږ ربه، او موږه ستا حکم منونکي وګرځوه، او زموږ له اولادې يوه ډله ستا حکم منونکې ‏[وګرځوه]، اوموږ ته زموږدحج احکام وښیه، او زموږ توبه قبوله کړه، بېشکه ته، همدا ته ښه توبه قبلوونکى، ښه مهربان يې.
129.  اى زموږ ربه، په دوی کې پيداکړه [وليږه] ددوی له منځه يو رسول چې هغه دوى ته ستا ايتونه لولي، او ښيي دوى ته کتاب [قران] اوحکمت [سنت]، او دوی [له ګناهونو] پاک کړه، بېشکه ته، همدا ته، ښه غالب برلاسی دحکمت خاوند يې.
130.  او څوك دى چې د ابراهيم له دین څخه مخ اړوي، خو هغه چاچې پخپله يې ځان په ناپوهۍ [حماقت] كې اچولی دی، موږ ابراهيم په نړۍ كې [د خلکو د امام په توګه یا د خلیل الله په توګه] غوره كړى وو او په اخرت كې هغه د صالحانو په ډله كې دی.
131.   او هغه وخت [یاد کړه ای محمد صلی الله علیه وسلم] چې كله دده رب هغه ته وويل: غاړه كېږده [دالله احکاموته]، نو هغه [سملاسي، پرته له ځنډه] وويل: د ټولو جهانونو رب ته مې غاړه ايښې ده.
132.  او ابراهیم خپلو زامنو ته وصیت کړی [چې همداسې وکړي] او یعقوب [هم همداسې وکړل]، ای زما زامنو، یقینا الله تاسو ته همدا دین غوره کړی دی، نو مه مرئ خو چې تاسې مسلمانان یاست[مسلمان مړه شئ].
133.  ايا هغه وخت تاسې حاضر وی چې يعقوب ته مرګ راغی، کله چې [یعقوب] خپلو زامنو ته وویل چې زما له مرګ روسته به دڅه شي عبادت کوئ، نو دوی وويل ستا د معبود‏[الله] او ستا د پلرونو ابراهيم او اسمعيل او اسحاق د معبود ‏[الله] ‏عبادت به کوو چې معبود ‏[الله] ‏يودى [شريک او سیال نه لري] او موږ ټول هغه ته غاړه اېښودونکي يو.
134.  هغه یو ټولی [قوم] وو چې تیر شو، دوی ته ده د هغه څه بدله [جزا] ده چې کړی يې دی، او تاسې ته د هغه څه بدله [جزا] ده چې تاسې کړي دي، او تاسې به د هغه څه په اړه ونه پوښتل شئ چې دوی[د یعقوب اولادې] کول. 
135. وَقَالُوا كُونُوا هُودًا أَوْ نَصَارَىٰ تَهْتَدُوا ۗ قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۖ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ
136. قُولُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ
137. فَإِنْ آمَنُوا بِمِثْلِ مَا آمَنتُم بِهِ فَقَدِ اهْتَدَوا ۖ وَّإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا هُمْ فِي شِقَاقٍ ۖ فَسَيَكْفِيكَهُمُ اللَّهُ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
138. صِبْغَةَ اللَّهِ ۖ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ صِبْغَةً ۖ وَنَحْنُ لَهُ عَابِدُونَ
139. قُلْ أَتُحَاجُّونَنَا فِي اللَّهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ وَلَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُخْلِصُونَ
140. أَمْ تَقُولُونَ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطَ كَانُوا هُودًا أَوْ نَصَارَىٰ ۗ قُلْ أَأَنتُمْ أَعْلَمُ أَمِ اللَّهُ ۗ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَتَمَ شَهَادَةً عِندَهُ مِنَ اللَّهِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ
141. تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ ۖ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَّا كَسَبْتُمْ ۖ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ
135. دوی وايي، یهود یا نصرانی شه نو سمه لاربه ومومې، بلکې ورته وایه ‏[موږ] ‏د ابراهیم ددین[پيروي کوو]چې حق [رښتیا] دی، او هغه له مشرکانو څخه نه وو.  
136. ووايي [اى مؤمنانو] چې موږ په الله ايمان راوړى دى اوپه هغه [قران] چې په موږ نازل کړى شوى دى اوپه هغو [صحيفو] چې نازل کړى شوي دي ابراهيم ته او اسمعيل او اسحاق او يعقوب او اولادې [ددوى] ته، اوپه هغو [کتابونو او نښونښانو] چې ورکړل شوي دي موسى ته او عيسى ته، او په هغو [کتابونو] چې ددوی د رب له خوا ورکړل شوي دي [نورو] انبياوو ته، ددوی ترمنځ توپیر نه کوو‏ [ټول پیغمبران او کتابونه يې منو]، او موږ الله ته غاړه اېښودونکي يو.
137. نو که دوی [اهل کتاب] داسې ایمان راوړي لکه تاسې [صحابه وو رضی الله عنهم] چې ایمان راوړی دی، نو دوی سمه لاره وموندله1، خو که مخ واړوي نو دوی په مخالفت کې دي او الله ددوی پخلاف تاسې ته کافي دی او هغه اوریدونکی، پوهیدونکی دی.
138.  ووايه چې دالله دین[اسلام]، او له الله پرته بل څوک په دین [ددین په رامنځته کولو] کې ښه دي او موږ یوازې د هغه بندګي كوونكي يو.
139. [اى محمد صلی الله علیه وسلم دوی ته] ووایه ايا تاسې دالله په دین کې ‏له موږ سره جګړه کوئ [حال داچې] هغه زموږ رب دی او ستاسې رب، او زموږ لپاره زموږعملونه دي، اوستاسې لپاره ستاسې عملونه دي، او موږ الله ته اخلاص لرو [په نیتونو او اعمالو کې].
140. ایا وايي تاسې [اهل کتاب] چې ابراهیم، اسماعیل، اسحق، یعقوب او د یعقوب اولاده ټول یهودیان او نصرانیان وو، ووایه [دوی ته] تاسې ډیر ښه پوهیږئ که الله، له هغه چابه لوی ظالم بل څوک وي چې هغه ته د الله له خوا د یوې شاهدۍ ذمه واري ورپه غاړه شوي وي او هغه پټه کړي، او الله له هغه څه بې خبره نه دی چې تاسې يې کوی.
141. هغه یو ډله وه چې یقینا تیره شوه، د هغوی عملونه د هغوی لپاره وو او ستاسې عملونه ستاسې لپاره دی،  له تاسې به د هغوی د عملونو په اړه پوښتنه ونه شي. 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1: د 137 ایت د لومړۍ برخې په اړه یادونه:  د مسلمان لپاره معیار د صحابه وو رضی الله عنهم ایمان دی، صحابه وو رضی الله عنهم دالله او درسول الله صلی الله علیه وسلم په اتباع کې په قران او حدیثو عمل وکړ جنت يې وګاټه.
       ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دویم جز [سپاره] له 142 -252  ایتونو پورې
142 سَيَقُولُ السُّفَهَاءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلَّاهُمْ عَن قِبْلَتِهِمُ الَّتِي كَانُوا عَلَيْهَا ۚ قُل لِّلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ ۚ يَهْدِي مَن يَشَاءُ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ
143 وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا ۗ وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنتَ عَلَيْهَا إِلَّا لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّن يَنقَلِبُ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ ۚ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ ۗ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ
144 قَدْ نَرَىٰ تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاءِ ۖ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا ۚ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۚ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ ۗ وَإِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ
145 وَلَئِنْ أَتَيْتَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ بِكُلِّ آيَةٍ مَّا تَبِعُوا قِبْلَتَكَ ۚ وَمَا أَنتَ بِتَابِعٍ قِبْلَتَهُمْ ۚ وَمَا بَعْضُهُم بِتَابِعٍ قِبْلَةَ بَعْضٍ ۚ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُم مِّن بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ إِنَّكَ إِذًا لَّمِنَ الظَّالِمِينَ
142.  د خلکو ترمنځ به ناپوهان ووايي، په دوى څه شوي دي چې په ناڅاپي توګه له هغې قبلې واوښتل چې مخكې يې د هغې لوري ته لمونځ كاوه؟  [ای محمد صلی الله علیه وسلم دوی ته]  ووايه، ختيځ او لويديځ ټول د الله دي، د الله چې هر چاته خوښه شي سمه لار ورښيي.
143. او موږ همداسې تاسې [د محمد صلی الله علیه وسلم امت] يوه غوره ډله ګرځولي یاست ددې لپاره چې [دجزا په ورځ د انبياوو له خوا] په نورو خلکو شاهدان شئ، او [محمد] رسول الله په تاسې شاهد شي،  او موږ نه ده ګرځولې قبله هغه چې ته[پخوا له هجرته] وې د هغې خواته ‏[د لمانځه پرمهال] ‏مخ اړوونکی خو ددې لپاره چې له هغه چاڅخه چې په پوندو خپلو بیرته ګرځي [کفرته] ‏موږ هغه څوک مالوم کړو ‏چې د رسول پيروي [اتباع] کوي او بېشکه داګرځيدل [کعبې ته] ارومرو ډير درانده دي، خو نه دي [درانده] په هغوکسانوچې الله ورته سمه لاره ښوولې ده،  او الله نه ضايع کوي ستاسې ايمان [لمونځ]، بېشکه الله په خلکو[مؤمنانو] باندې خامخا ډيرمهربان، تل رحم والا دى. 2
144. یقینا موږ [بيابيا] ګورو ګرځول دمخ ستا د اسمان لوري ته نوموږ به خامخا وګرځوو تا[هغې] قبلې ته چې ته يې خوښوې نو خپل مخ وګرځوه دمسجدالحرام  په لور [د لمانځه پرمهال] اوپه هرځاى کې چې اوسئ نو وګرځوئ مخونه خپل [په لمانځه کې] د هغې [کعبې] په لور، او بېشکه هغه کسان چې دوی ته کتاب ورکړل شوی دی خامخا دوی پوهیږي چې بېشکه دا [استقبال الکعبه] حق دى ددوی د رب له لوري اونه دى الله غافل له هغوکارونو څخه چې دوى يې کوي.
145. او هغو کسانو ته چې دوی ته کتاب  ورکړل شوی دی که ته هر ډول نښې راوړې دوی به ستا د قبلې تابع نه شي، او نه يې ته [ای محمد صلی الله علیه وسلم] ددوی د قبلې تابع کیدونکی، او نه دي تابع ځینې ددوی د قبلې د ځینو [نورو]، که ته ددوی د هیلو تابع شې روسته له هغې چې تاته پوهه[وحیه] راغله ‏په دغه وخت کې به یقینا ته له ظالمانو څخه يې.
146. الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمْ ۖ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ
147. الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ ۖ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ
148. وَلِكُلٍّ وِجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّيهَا ۖ فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ ۚ أَيْنَ مَا تَكُونُوا يَأْتِ بِكُمُ اللَّهُ جَمِيعًا ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
149. وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۖ وَإِنَّهُ لَلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ
150. وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۚ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَيْكُمْ حُجَّةٌ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِي وَلِأُتِمَّ نِعْمَتِي عَلَيْكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
151. كَمَا أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولًا مِّنكُمْ يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُم مَّا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ
152. فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوا لِي وَلَا تَكْفُرُونِ
153. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ
146.  هغه کسان چې موږ دوی ته کتاب ورکړى دى دوى هغه [محمد صلی الله علیه وسلم، قران او اسلام] پیژني ‏لکه دوی چې خپل زامن ‏پيژني او یقینا ددوی يوه ډله حق پټوي حال داچې دوى ‏پوهېږي [په حقانيت داسلام او نبوت دمحمد صلی الله علیه ‏وسلم].‏
147.  رښتیا [حق] ستا درب له لوري دی نو هیڅکله له شک کوونکوڅخه مه کېږه. 
148.  اود هرچا لپاره يوه قبله ده چې هغې ته دی مخ ګرځوونکی دی [په لمانځه کې] نوتاسې وړاندې شئ نيکيو ته هرچيرته چې یاست، الله به تاسې ټول [په قيامت کې داعمالو د جزا لپاره] راغونډ کړي، بېشکه الله په هرشي باندې ښه قادر دى.
149. او ته چې له هرځايه ووځې [اى محمد صلی الله علیه وسلم] نو وګرځوه خپل مخ [د لمانځه لپاره] دمسجد الحرام لوري ته، او یقینا چې دا د ستا د رب له خوا حق دى او الله له هغه څه بې خبره نه دی چې تاسې يې کوئ.
150.    او‏ [اى محمد صلی الله علیه وسلم] ‏ ته چې له هرځايه په هروخت کې [سفر ته] ووځې نو ته وګرځوه خپل مخ [دلمانځه لپاره] دمسجد الحرام لوري ته، او [ای مومنانو] په هرځاى او هروخت کې چې یاست نو وګرځوئ خپل مخونه د هغې [کعبې] په لوري، ددې لپاره چې په تاسې د خلکو هيڅ اعتراض نه وي خو [اعتراض] د هغوکسانوچې په دوی کې ظالمان دي، نو ددوی [له اعتراضونوڅخه] مه ویریږئ، او له ما‏ وويريږي ‏[له الله وویریږئ او د الله نافرماني مه کوئ]،  او ددې لپاره چې زه په تاسې خپل نعمت [د هدايت] پوره کړم، اوښايي چې تاسې [د حق] لار ومومئ.
151. لکه چې موږ ستاسې له جنس څخه په تاسې کې رسول لیږلی دی چې زموږ ایتونه [قران] تاسې ته لولي، او تاسې [له کفره] پاکوي، او ښيي تاسې ته کتاب [قران] او د هغه احکام، او تاسې ته هغه شیان ښيي چې پخوا ورباندې نه پوهیدی.
152. نو ما یادکړئ، زه به تاسې یاد کړم، او له ما مننه ‏وکړئ [شکر ایستوونکي اوسئ]، او په ما کفر مه کوئ.
153. ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی دصبر اولمانځه له لارې مرسته وغواړئ، یقینا الله له صبرکوونکو سره دی. 
154. وَلَا تَقُولُوا لِمَن يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ ۚ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَٰكِن لَّا تَشْعُرُونَ
155. وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ ۗ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ
156. الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
157. أُولَٰئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ
158. إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِن شَعَائِرِ اللَّهِ ۖ فَمَنْ حَجَّ الْبَيْتَ أَوِ اعْتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِ أَن يَطَّوَّفَ بِهِمَا ۚ وَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَإِنَّ اللَّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ
159. إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَىٰ مِن بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ ۙ أُولَٰئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ
160. إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَبَيَّنُوا فَأُولَٰئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ ۚ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
161. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ أُولَٰئِكَ عَلَيْهِمْ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ
162. خَالِدِينَ فِيهَا ۖ لَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ
163. وَإِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۖ لَّا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَٰنُ الرَّحِيمُ
154.  او هغه چاته مړه مه وايي چې د الله په لار کې ووژل شي، هغوی مړه نه دي بلکې ژوندي دي خو تاسې نه پوهیږئ.
155. او موږ ارومرو په ځينې شیانو لکه په ویره، او په لوږه، او د مال په زیان، او په ژوند او د میوې[په زیان] تاسې ازمایو، خو ښه [د جنت] زیری ورکړه صبرکوونکو ته.
156.  هغه کسان چې کله دوی ته څه مصیبت ورسیږي نو وايي یقینا موږ د الله یو او یقینا موږ همده [الله] ته ورتلوونکي یو.
157.  همدا هغه کسان دي چې ددوی د رب له خوا ورباندې ډیرې پیرزونې او رحمتونه دي، او همدوی د سمې لارې موندونکي دي [هدایت شوي دي].
158.  یقینا صفا او مروه د الله له نښو څخه دي، نو څوک چې د بیت الله حج کوي یاعمره کوي د هغه لپاره څه خبره نه ده که ددې دوو غونډیو ترمنځ ګامونه واخلي، او څوک چې پخپله خوښه نیکي وکړي نو بېشکه چې الله منندوی [او] پوهه دی.
159.  یقینا هغه کسان چې پټوي هغه څه چې موږ رالیږلي له څرګندو دلایلو او هدایت سره، له هغې روسته چې موږ دخلکو د لارښوونې لپاره په کتاب [تورات] کې بیان کړل، په دې کسانو الله لعنت ویلی دی او ټولو لعنت ویوونکو [ملایکو، انسانانو، پیریانو او نورو مخلوقاتو] هم ورباندې لعنت ویلی دی.
160.  پرته له هغو کسانو چې توبه يې وویستله او ځانونه يې سم کړل او ښکاره يې کړل [هغه څه چې دوی پټول]، زه به ددوی توبه قبوله کړم، او زه د توبې قبلوونکی، پوره رحم والا یم.
161. بېشکه، هغه چا چې کفر وکړ او مړه شول په داسې حال کې چې دوی کافران وو په دوی به د الله لعنت وي او د ملایکو او د ټولو خلکو [لعنت به ورباندې وي].
162.   دوی به د تل لپاره [په لعنتي حالت] کې وي، له دوی به هیڅ عذاب کم نه شي، او نه به دوی ته مهلت ورکړل شي.
163. او ستاسې معبود یو معبود دی، بل څوک لایق د عبادت نشته، خو همدی [الله] خورا مهربان پوره رحم والا دی. 
164. إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِن مَّاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
165. وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللَّهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِّلَّهِ ۗ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا وَأَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ
166. إِذْ تَبَرَّأَ الَّذِينَ اتُّبِعُوا مِنَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا وَرَأَوُا الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبَابُ
167. وَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا مِنَّا ۗ كَذَٰلِكَ يُرِيهِمُ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ ۖ وَمَا هُم بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ
168. يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ۚ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ
169. إِنَّمَا يَأْمُرُكُم بِالسُّوءِ وَالْفَحْشَاءِ وَأَن تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
164. بيشکه داسمانونو او دځمکې په پیدایښت کې او دشپې اود ورځې په اختلاف کې[چې اوږديږي، لنډيږي، پرله پسې رڼا اوتياره راځي، يخيږي اوګرمېږي] اوپه هغو بېړيوکې چې په بحر کې ‏روانې وي خلکوته ‏په هغه سره ګټه رسوي، اوپه هغه څه کې چې له اسمان څخه الله نازل کړي دي له اوبوڅخه نو ژوندۍ [زرغونه] کړې يې ده ځمکه په هغو [اوبو] سره د هغې له مرګ [وچوالي] روسته اوخپاره کړي يې دي په دې ځمکه کې له هرډول خوځيدونکو [ژویو] څخه، اوپه ګرځولو دبادونوکې اوپه [درولود] هغو وريځو کې چې مقرر کړل شوي دي داسمان اودځمکې ترمنځ یقینا [د توحید ښکاره] دليلونه دي دهغه قوم لپاره چې دعقل خاوندان دي.
165. او له خلکوڅخه ځینې هغه څوک دي چې د الله په ځای نور معبودان نيسي، له هغوی سره داسې مينه کوي لکه [کومه] مینه چې له الله سره کېږي، اوهغه کسان چې ايمان يې راوړى دى له الله سره ډیره ټینګه مینه لري. [خو] هغه وخت چې دوی [ظالمان] عذاب وګوري [نو وبه وايي] چې ټول قوت یوازې د الله دی او بیشکه چې الله ډیر سخت عذاب ورکوونکی دی.
166. هغه کسان چې پيروي يې کیدله [مشران] کله چې‏ له هغوکسانوڅخه بیزاره شي چې پيروي يې کوله [ لاس لاندې کسان]  اودوى عذاب وګوري او [ټول] اسبابونه په دوی غوڅ شي [اړیکي يې پرې شي].
167. او وايي به هغه کسان چې تابعان وو [د بې لارې اشخاصو پیروي يې کوله] که زموږ لپاره بیا ‏[دنیاته] ‏ورتګ وای نو موږ به له دوی [مشرانو] څخه ‏بيزاره شو لکه چې دوی له موږڅخه بيزاره شوي دي، همداسې به الله دوی ته ددوی [ناکاره] عملونه وښيي، غم به وي په دوی باندې، او له اور [دوزخ] څخه به دوی هیچیرې وتوونکي نه وي.
168. ای خلکو، د ځمکې په سر چې کوم حلال او پاک شیان دي هغه خورۍ، او د شیطان د قدمونو پیروي مه کوئ [د شیطان په لاره مه ځئ]، یقینا شیطان ستاسې ښکاره دښمن دی.
169. شیطان تاسې ته د بدۍ او بې حیايي امر کوي چې ووايي په الله پورې هغه خبرې چې تاسې پرې نه پوهیږي. 
170. وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا ۗ أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ
171. وَمَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا كَمَثَلِ الَّذِي يَنْعِقُ بِمَا لَا يَسْمَعُ إِلَّا دُعَاءً وَنِدَاءً ۚ صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَعْقِلُونَ
172. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَاشْكُرُوا لِلَّهِ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ
173. إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللَّهِ ۖ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
174. إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلَ اللَّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۙ أُولَٰئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلَّا النَّارَ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
175. أُولَٰئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَىٰ وَالْعَذَابَ بِالْمَغْفِرَةِ ۚ فَمَا أَصْبَرَهُمْ عَلَى النَّارِ
176. ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ نَزَّلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ ۗ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِي الْكِتَابِ لَفِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ
170. اوکله چې دوی ته وويل شي چې تاسې دهغه حکم پيروي کوئ ‏چې الله نازل کړى دى نو وايي بلکې پيروي کوو د هغه حکم موږ په هغه باندې خپل پلرونه چې موندلي دي، خو ددوی پلرونه چې وو [ددين له احکاموڅخه] په هیڅ شي ‏نه پوهېدل اونه يې لاره موندلې وه [حق ته].
171. او د هغوکسانو حال چې کافران شوي دي دهغه چاد حال په څیر دی  چې نارې وهي داسې يوشي ته چې هیڅ نه اوري خو تشه بلنه اوغږ. کاڼه دي، ګونګيان دي، ړانده دي، نو دوى هيڅ عقل نه لري [چې حق ته پرې لاره ومومي].
172. اى هغو کسانوچې ايمان مو راوړی دى له هغو پاکو حلالو شيانو څخه يې خورئ چې موږ تاسې ته درکړى دي، او د الله ‏ شکر وکړئ ‏[په دغو حلالو شيانو]  که [په رښتیا] تاسې خاص دده [الله] عبادت کوئ.
173. بیشکه همدا خبره ده چې [الله] ‏ په تاسې ‏حرام کړي دي ‏د مردارې او د بهیدونکې وينې او د خنزيرغوښې او هر هغه حلال کړی شوی [خوراک] چې په هغه باندې ‏[د ذبحې پرمهال] د غیرالله آوازکړى شوى وي [د بل چا په نامه ذبح کړی شوي وي]. نوهغه څوک چې [ددغو حرامو شیانو خوړلو ته] اړشي حال داچې ظلم کوونکی او تیری کوونکی نه وي [له اړتیا ډیر ونه خوري] نو په ده باندې څه ګناه نشته‏ بيشکه چې الله لوى بښونکى، تل رحم والا دى.
174. بيشکه هغه کسان چې هغه څه پټوي چې الله نازل کړي دي ‏چې کتاب [قران] دى او دوی پېري [اخلي] په دې [د ایتونو پټولو په بدل کې]  لږ بیه، نو دغه کسان [چې پټوونکي دي] نه اچوي پخپلوګېډوکې [نه خوري] مګر اور،  او دوی سره به د قیامت په ورځ الله خبرې ونه کړي اونه به دوی پاک کړي [له کفره] او ددوى لپاره دردناک عذاب دی.
175.  دوى هغه کسان دي چې د هدایت په بدل کې يې ګمراهي ‏پېرلې ده [اخیستې ده، یايي غوره کړې ده] او د مغفرت په بدل کې يې عذاب، نو [د قیامت په ورځ به ولیدل شي چې] دوی [کفار] څومره صبرکوونکي دي په اور [د دوزخ].
176. دا [عذاب د دوی لپاره] ځکه دى چې بیشکه الله نازل کړى دى کتاب[قران] په حق [رښتيا] سره اوبیشکه هغه کسان چې په کتاب کې يې اختلاف کړی دى، یقینا په مخالفت کې دي، [له حق] لري دي. 
177. لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَىٰ حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا ۖ وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ ۗ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ
178. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى ۖ الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالْأُنثَىٰ بِالْأُنثَىٰ ۚ فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاءٌ إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ ۗ ذَٰلِكَ تَخْفِيفٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَرَحْمَةٌ ۗ فَمَنِ اعْتَدَىٰ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ
179. وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
180. كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ إِن تَرَكَ خَيْرًا الْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ بِالْمَعْرُوفِ ۖ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ
181. فَمَن بَدَّلَهُ بَعْدَمَا سَمِعَهُ فَإِنَّمَا إِثْمُهُ عَلَى الَّذِينَ يُبَدِّلُونَهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
177. دا نيکي نه ده چې خپل مخونه وګرځوئ دختيځ یا لویدیځ لوري ته خو غوره نيکي دهغه چاده چې په الله يې ايمان راوړى وي ‏او د اخرت په ورځ، اوپه ملایکو، او په کتابونو، او انبياوو. او د الله په محبت کې [بیوزلو) خپلوانو ته مال ورکوي ‏او يتيمانو ته او بیوزلو ته او مسافرو ته او سوالګرو ته او د [مريانو] په ازادولو کې [مال لګوي]. او لمونځ سم دروي ‏او زکات ورکوي او کله چې دوى وعده کوي [له خالق او مخلوق سره نو] پخپلو ژمنو وفاکوونکي دي،  صبرکوونکي دي په سختيو او په ستونزوکې او ‏[د الله تعالی لپاره]‏ دجنګ په وخت کې، او دا هغه خلک دي چې صداقت يې کړي دي [د الله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احکامو په تابعدارۍ کې] او دغه کسان همدوى دي پرهيزګاران.
178. اى هغوکسانوچې ايمان مو راوړى دى، په [قصدي توګه] وژل شویو کې په تاسې قصاص [برابروالى] فرض کړى شوى دى، اصيل په اصيل باندې [قصاصيږي] او مريه په مريه باندې [قصاصيږي] اوښځه په ښځه باندې [قصاصيږي] نوهغه څوک چې دده د ورور [مقابل لوري] له خوا هغه ته څه شی‏[قصاص] وبښل شي نو [د قصاص په بښوونکي] په ښه توګه ددیت غوښتنه لازمه ده او هغه [د قصاص بښوونکي] ته په ښه توګه ددیت ورکول دي، داکار د ستاسې د رب له خوا اساني  اومهرباني ده [چې اختياريې تاسې ته درکړ] نوهرچاچې له دې پریکړې روسته زياتی وکړ نودده لپاره دردناک عذاب دی[ په اخرت کې ددوزخ عذاب او په دنیا کې قصاص].
179. او ای خاوندانو د عقلونو، د ستاسې لپاره په قصاص کې ژوندون دی، ددې لپاره چې تاسې ځان وساتئ [له ناحقو قتلونوڅخه].
180. په تاسې فرض کړى شوې ده چې کله له تاسې څخه یوه ته دمرګ [اسباب] حاضر شي، که څه مال يې پرې ايښی وي، د مور او پلار او خپلوانو لپاره په ښه توګه سره وصيت کول دي، دا حکم لازم دى په پرهيزګارانو باندې.
181. نوهرچاچې روسته له هغې دا وصیت بدل کړ چې هغه يې واوريده، نوهمداخبره ده چې ددې [بدلولو] ګناه په هغوکسانو ده چې دا[وصيت] بدلوي، بيشکه چې الله ښه اوريدونکی ښه پوهيدونکى دى. 
182. فَمَنْ خَافَ مِن مُّوصٍ جَنَفًا أَوْ إِثْمًا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
183. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
184. أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ ۚ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۚ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ ۖ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ ۚ وَأَن تَصُومُوا خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
185. شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَىٰ وَالْفُرْقَانِ ۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ ۖ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۗ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
186. وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ
182. خوکه یوڅوک له ظلم، يا له ګناه څخه ویریږي نو ددوی ترمنځ اصلاح وکړئ، په ده باندې هيڅ ګناه نشته، بیشکه الله ښه بښوونکى تل رحم والا دى.
183. اى هغوکسانوچې ايمان مو راوړى دى په تاسې روژه فرض کړى شوې ده لکه څنګه چې فرض کړى شوې وه په هغوکسانوچې پخوا له تاسې څخه وو، ددې لپاره چې تاسوځان وساتئ.
184. څوورځې شميرلې شوې دي، نوله تاسې څخه چې یوڅوک ناروغ يا په سفر وي [اوروژه وخوري] نوپه نورو ورځو کې [په ده دخوړليو شو ورځو د روژو نیول] په شمار، اوپه هغوکسانوچې د روژې دنيولو وس نه لري هغه دې د یوې روژې فدیه یو بیوزلي ته خواړه ورکړي، نو هرڅوک چې پخپله خوښه کومه نیکي [زياته] وکړي نو ده ته دغه ښه ده، اوستاسې روژه نیول ډيرښه دي تاسې ته، که يې تاسې چې پوهيږئ [دروژې په ارزښت].
185. د روژې میاشت هغه ده چې په دې کې قران نازل کړی شوی دی چې دخلکو لپاره هدایت دی او ښکاره دليلونه دي چې هغه لاره ښيى او بېلوونکي دحق اوباطل دي،  نوهرڅوک چې له تاسې دامياشت ومومي نو خامخا دې په هغې کې روژه ونيسي اوهغه څوک چې ناروغ ياپه سفردي نو له نورو ورځو څخه په شمارسره [د خوړل شویو ورځو روژه نيول دي]، الله په تاسې داسانتيا اراده لري او په تاسې باندې دسختۍ اراده نه لري، او ددې لپاره چې پوره کړئ  شمیر [دروژې دمياشتې] او الله په لويي سره يادکړئ په دې چې تاسې ته يې هدايت کړى دى او ددې لپاره چې تاسې شکر وباسئ.
186. اوکله چې زما بندګان له تا څخه [اى محمد صلی الله علیه وسلم] زما پوښتنه وکړي، نوبيشکه زه نژدې يم [په علم، رحمت، او قدرت سره]  زه د سوال کوونکي سوال قبلوم په هغه وخت کې چې ما وبولي، نوښايي چې دوى هم زما حکم ومني [پوره پوره بندګي وکړي] او په ماباندې دې په ایمان  سره ټینګ اوسي ښايي دوى په سمه لاره محکم پاتې شي.
187. أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَىٰ نِسَائِكُمْ ۚ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ ۗ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتَانُونَ أَنفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ ۖ فَالْآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ ۚ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ۖ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ ۚ وَلَا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ ۗ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَقْرَبُوهَا ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ
188. وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِّنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ
189. يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَهِلَّةِ ۖ قُلْ هِيَ مَوَاقِيتُ لِلنَّاسِ وَالْحَجِّ ۗ وَلَيْسَ الْبِرُّ بِأَن تَأْتُوا الْبُيُوتَ مِن ظُهُورِهَا وَلَٰكِنَّ الْبِرَّ مَنِ اتَّقَىٰ ۗ وَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ أَبْوَابِهَا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
190. وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ
187. تاسې ته د روژې په شپه کې له خپلو ښځو سره نژدې والی [جماع] حلال کړی شوی دی، دوى [ښځې] ستاسې جامې دي او تاسې ددوی [د ښځو] جامې یاست، الله ته مالومه ده چې بيشکه تاسې چې یاست پخپلو ځانونو خيانت کوئ نو په تاسې باندې يې رحمت وکړ او تاسې ته يې بښنه وکړه نو اوس له خپلو ښځو سره [د روژې په شپو کې] نژدې والی کوئ  او هغه شى وغواړئ ‏چې الله ستاسې لپاره ‏ ليکلى [مقررکړى دى] او تاسې يې‏[د روژې په شپه] ‏تر هغې پورې خورئ او څښئ چې تاسې ته سهار مهال سپین تار له تور تار څخه جلا ښکاره شي [یا د شپې د تروږمۍ له تورې ليكې څخه مو سپېده داغ تر سترګو شي] بيا تربلې شپې پورې خپله روژه پوره کړئ. اومه نژدې کيږئ ښځوته [په جماع سره] حال داچې تاسې په مسجدونو کې اعتکاف کوونکي یاست، داد الله ‏احکام اوحدود دي نودوی ته مه نژدې کيږئ [د الله د احکامو او حدودو د ماتولو هڅه مه کوئ]، الله خپل ايتونه دخلکو لپاره همداسې بیانوي چې دوى ځان وساتي.
188. او پخپلو منځونو کې د یو بل مالونه په ناحقه سره مه اخلی او دا مال ترحاکمانو پورې مه رسوئ ‏[چارواکو ته رشوت یا خپل مال مه ورکوئ چې دوی به ښايي تاسې سره مرسته وکړي] ‏ددې لپاره چې ددې [مال] یوه برخه په ګنا سره  ترلاسه کړي اوتاسې پوهيږئ [چې دا ظلم دی].
189. له تاڅخه [اى محمد صلی الله علیه وسلم] خلک د نوو میاشتو په اړه پوښتنه کوي،[دوی ته] ووايه چې دا مياشتې د خلکو او حج لپاره ټاکل شوي وختونه دي. او کورونو ته د هغوی د شا له لوري تګ نیکي نه ده خو دنيکۍ خاوند هغه څوک دى چې ‏[له الله] ویریږي، اوکورونو ته د هغوی د دروازوله لارې راځي او له الله څخه وویریږئ ښايي چې بریالي شئ.
190. او د الله په لار كې له هغو کسانو سره ‏وجنګيږئ چې له تاسې سره جنګيږي، خو تیرى مه كوئ چې الله تيري كوونکي نه خوښوي. 
191. وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ ۚ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ ۚ وَلَا تُقَاتِلُوهُمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّىٰ يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ ۖ فَإِن قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ ۗ كَذَٰلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ
192. فَإِنِ انتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
193. وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ ۖ فَإِنِ انتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ
194. الشَّهْرُ الْحَرَامُ بِالشَّهْرِ الْحَرَامِ وَالْحُرُمَاتُ قِصَاصٌ ۚ فَمَنِ اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ
195. وَأَنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ ۛ وَأَحْسِنُوا ۛ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ
196. وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ ۚ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ ۖ وَلَا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّىٰ يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ ۚ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِّن رَّأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِّن صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ ۚ فَإِذَا أَمِنتُمْ فَمَن تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ ۚ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ ۗ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ۗ ذَٰلِكَ لِمَن لَّمْ يَكُنْ أَهْلُهُ حَاضِرِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
191.     او دوی وژنئ ‏ په هرځاى کې چې يې مومئ او دوی وباسئ له هغه ځايه چې تاسې يې ترې ايستلي یاست. او د وژلو په پرتله فتنه [شر، کفر، او ددین په ضد پلانونه جوړول] ډيره بده ده او د مسجد الحرام په نزد له دوی سره تر هغې جنګ مه کوئ چې دوی له تاسې سره په هغه [حرم] کې وجنګیږي، نو که دوی له تاسې سره جنګ وکړي نو دوی ووژنئ، همدا دکافرانو سزا ده.
192.  بياكه هغوى منع شول [له شرک او کفرڅخه]، نوبیشکه چې الله بښونكى او تل رحم والا دى.
193.   او ددوی په مقابل کې جنګ کوئ ترهغې چې فتنه [شرک اوفساد] پاتې نه شي او دا دين [حکم ټول] دالله شي، نوکه [دوی] منع شول[له شرک څخه] نونشته هيڅ تيرى خو په ظالمانو باندې.
194.    حرامه مياشت د حرامې مياشتې په بدل کې ده او د بندیزونو[حرمتونو] ساتنه [مراعات] برابر دی، نوهرچاچې تيرى وکړ پرتاسې باندې نوتاسې هم په هغوی باندې یرغل وکړئ هغسې چې پر تاسې يې تيرى کړى وو، او له الله څخه وویریږئ اوپوه شئ چې بیشکه الله له پرهيزګارانوسره دى [په علم اونصرت سره].
195.    د الله په لار كې [مال] ولګوئ او پخپلو لاسونو خپل ځانونه [په سر او مال سره د جهاد په پرېښوولو] په هلاكت کې مه اچوئ، د ښېګڼې لاره غوره كړئ، الله نیکي كوونكي خوښوي.
196.   كله چې د الله درضا لپاره ‏د حج او عُمرې نيت وكړئ، نو هغه ترسره كړئ او كه ايسار شئ نو [واجب ده ]هره هدیه [قرباني] چې درته اسانه وي [الله ته يې وړاندې كړئ] او خپل سرونه مه خريوۍ تر هغې چې قرباني ځاى د حلالې ته نه وي رسيدلې، خو كه له تاسې څخه څوك ناروغ شو يا يې په سر كې زیان وو[په سر کې زخم پیدا شو او وینه ترې لاړه] او له دې امله خپل سر وخريي نو هغه دې دفديې په توګه روژې ونيسي يا خيرات وباسي يا قرباني وكړي هرکله چې په امن شو. نوچاچې له تاسې څخه دحج دورځو له راتلوڅخه مخكې عمره وکړه هغه دې د خپل وس هومره قرباني وكړي، او كه يې قرباني ونه موندله نو درې روژې دې د حج په اوږدو كې ونيسى او اوه ورځې نورې کله چې راوګرځي ته، په دې توګه دې لس پوره كړي دا[د تمتع حکم] دهغه چا لپاره دى چې كورنۍ يې مسجد الحرام ته نژدې نه وي، له الله څخه وویریږئ [د الله له احکامو څخه سرغړونه مه کوئ] او وپوهېږئ چې الله ډېرسخت عذاب وركوونكى دى.
197. الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَّعْلُومَاتٌ ۚ فَمَن فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ ۗ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ ۗ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَىٰ ۚ وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ
198. لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَبْتَغُوا فَضْلًا مِّن رَّبِّكُمْ ۚ فَإِذَا أَفَضْتُم مِّنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُوا اللَّهَ عِندَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ ۖ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ وَإِن كُنتُم مِّن قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّالِّينَ
199. ثُمَّ أَفِيضُوا مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
200. فَإِذَا قَضَيْتُم مَّنَاسِكَكُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَذِكْرِكُمْ آبَاءَكُمْ أَوْ أَشَدَّ ذِكْرًا ۗ فَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ
201. وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ
202. أُولَٰئِكَ لَهُمْ نَصِيبٌ مِّمَّا كَسَبُوا ۚ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ
197. حج د څرګندو مياشتو[په اوږدوکې] دی نوهرچاچې په دې مياشتوکې په ځان حج فرض کړ نو په حج کې دې جماع [له میرمنې سره یوځای والی] نه کوي او ګناهونه اوجګړې دې نه کوي اوله ښیګڼې څخه چې هرڅه کوئ نو الله پرې پوهیږي، او [له ځان سره] توښه واخلئ او بیشکه ښه توښه له سواله [د خیرات له غوښتلو، ګدایګرۍ] ځان ساتل دي، او اى د عقل خاوندانو له ما څخه وویریږئ.
198. په تاسې باندې په دې کې هیڅ ګنا نشته چې د خپل رب له فضل څخه روزي غواړئ، نوهرکله چېله عرفات څخه ‏[دبيت الله طواف ته] ‏راښکته شوئ نو دمشعرالحرام په نزد[دمزدلفې په اخرکې] الله یادوئ او يادوئ هغه[الله] لکه چې تاسې ته يې لاره درښوولې ده او بيشکه چې مخکې له هدايته تاسې وی خامخا له ګمراهانوڅخه.
199. بيا له هغه ځايه [له عرفات څخه] راښکته کېږئ چې [نور] خلک راښکته کېږي [مزدلفې ته] او له الله څخه د [خپلوګناهونو] بښنه غواړئ بیشکه چې الله ښه بښوونکى [دګناهونو] تل رحم والا دى [داجر او ثواب په ورکولو سره].
200. نوهرکله چې مو دخپل حج افعال اداکړل نو یادوی الله لکه د ستاسې د پلرونو یاد [چې په جاهليت کې مو  په ویاړ سره  یادول]، بلکې له هغې هم ډير يادول، نوځينې له خلکو څخه هغه څوک دي چې وايي اى زموږ ربه، موږ ته راکړه، په دغه دنيا کې [زموږبرخه مال] او په اخرت کې دده لپاره ‏ هيڅ برخه نشته.
201. او له دوى څخه ځينې هغه څوک دي چې وايي اى زموږ ربه، موږته په دې دنياکې نيکي [نعمت] اوپه اخرت کې نيکي [جنت]راکړه،  او موږ د اور [دوزخ]له عذابه وساته.
202. دغو کسان ته لويه برخه شته دهغو [ښواعمالو] له کبله چې دوی کړى دى، اوالله په حساب اخیستنه کې چټک دی.  
203. وَاذْكُرُوا اللَّهَ فِي أَيَّامٍ مَّعْدُودَاتٍ ۚ فَمَن تَعَجَّلَ فِي يَوْمَيْنِ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ وَمَن تَأَخَّرَ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ ۚ لِمَنِ اتَّقَىٰ ۗ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ
204. وَمِنَ النَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللَّهَ عَلَىٰ مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ
205. وَإِذَا تَوَلَّىٰ سَعَىٰ فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ
206. وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللَّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْإِثْمِ ۚ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ ۚ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ
207. وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ
208. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ۚ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ
209. فَإِن زَلَلْتُم مِّن بَعْدِ مَا جَاءَتْكُمُ الْبَيِّنَاتُ فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
210. هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا أَن يَأْتِيَهُمُ اللَّهُ فِي ظُلَلٍ مِّنَ الْغَمَامِ وَالْمَلَائِكَةُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ ۚ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ
203. او [د تشریق] په څو شمېرل شویو ورځو کې الله [دتکبيراتوپه ويلوسره] يادوئ، نوهرچاچې [له منى څخه مکې ته په تلو کې] بیړه وکړه په دوو ورځوکې[د ذالحجې په 11 او  12] نوپردغه تلوارکوونکى هیڅ ګنا نشته، اوهرچاچې ځنډ [تاخیر] وکړ [درې ورځې په منى کې پاتې شو] نو په ده باندې هیڅ ګنا نشته، دابيګناهي د هغه چالپاره ده چې ځان ساتلی دی [پرهيزيې کړى وي له منعه شویو شیانو څخه]  اوله الله څخه وویریږئ اوپوه شئ چې بېشکه تاسې خاص الله ته ورټوليږئ [ د مکافاتو لپاره په قيامت کې]. 
204. اوله خلکوڅخه ځینې هغه څوک دي چې دهغه خبره تا ددنیا د ژوند په اړه په تعجب کې اچوي او دی په هغه شي الله شاهد کوي چې دده په زړه کې دي حال داچې دى ډيرسخت دى په جګړه اوعداوت کې.
205. اوکله چې [له تا ای محمد صلی الله علیه وسلم] بيرته وګرځي نوګرځي په ځمکه [دمدينې] کې ددې لپاره چې په ځمکه کې  فساد وکړي اوهلاکوي کښت او ژوي[سالرونکي په سوځولواو وژلوسره] حال داچې الله نه خوښوي فساد.
206. اوکله چې ده ته وويل شي چې له الله وویریږه، په ګناه باندې غرور هغه نیسي [د ګنا پريښوول خپله بې عزتي ګڼي] نو بیا دده لپاره کافي دى اور [دوزخ] اوبیشکه [د ویده کیدلو] بد بستردى [دا دوزخ].
207. اوځينې له خلکوڅخه هغه څوک دي چې دالله د رضا د ترلاسه کولو لپاره ‏خپل نفس خرڅوي [د الله په لار کې له خپله ځانه اوماله تيريږي] اوالله ډيرمهربان دى پربندګانوباندې.
208. اى هغوکسانوچې ايمان مو راوړى دى  ټول په بشپړه توګه په اسلام کې ننوځئ او د شیطانو د قدمونو پيروي مه کوئ، بیشکه [دا شيطان] د ستاسې لپاره ښکاره دښمن دى.
209. روسته له هغې که بيا تاسې وښويدئ نو بیشکه الله ډيرغالب، لوى حکمت والادى.
210. دوی انتظار نه کوي خو دې ته چې دوی ته په سيوروکې له وريځوڅخه د الله [عذاب] راشي او [د عذاب] ملایک،  او کار خلاص شي [ددوی د هلاکت] او ټول کارونه [یوازې] الله ته بيرته ګرځول کيږي [په قيامت کې د سزا او جزا لپاره].
211. سَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ كَمْ آتَيْنَاهُم مِّنْ آيَةٍ بَيِّنَةٍ ۗ وَمَن يُبَدِّلْ نِعْمَةَ اللَّهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءَتْهُ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
212. زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَيَسْخَرُونَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا ۘ وَالَّذِينَ اتَّقَوْا فَوْقَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ
213. كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ ۚ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا الَّذِينَ أُوتُوهُ مِن بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۖ فَهَدَى اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا لِمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِهِ ۗ وَاللَّهُ يَهْدِي مَن يَشَاءُ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ
214. أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُم مَّثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلِكُم ۖ مَّسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّىٰ يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَىٰ نَصْرُ اللَّهِ ۗ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ
215. يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ ۖ قُلْ مَا أَنفَقْتُم مِّنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ ۗ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ
211.  [اى محمد صلی الله علیه وسلم] د اسرایيل له اولادې څخه پوښتنه وکړه چې موږ دوی ته څومره څرګندې معجزې ورکړي دي؟ اوهرڅوک چې دالله نعمت له هغه روسته بدل کړي چې دوی ته دا[نعمت] راغی،  نوبیشکه د الله عذاب [په دنیا او اخرت کې] سخت دی.
212. هغوکسانو ته چې کافران شوي دي ښائسته کړى شوى دى ‏ددنیا ژوند او پر هغو کسانو دوی ملنډې وهي [مسخرې کوي] چې ايمان يې راوړى دى اوهغه کسان چې هغوی له الله ویریږي د قیامت په ورځ به وچت مقام ولري  او  هرچاته چې الله اراده وکړي بې حسابه روزي ورکوي.
213.  [په پیل کې] ټول خلک د یوه حق دین [اسلام] یو ټولى وو[بياځينې کافران شول اوځينې مسلمانان پاتې شول]، نو  الله ولیږل انبياء زيرى ورکوونکي [مؤمنانوته په نعيم سره] او ويروونکي [کافرانوته په جحيم سره] او له دوى سره يې حق  کتاب [بیانوونکی د دین] ددې لپاره ولیږه چې [الله] د خلکو ترمنځ په هغو چارو کې حکم وکړي چې دوی په کې اختلاف کړى دى، او په هغه [حق] کې اختلاف نه دى کړی خو هغه کسانوچې دوی ته کتاب ورکړى شوى وو، [اختلاف يې] د خپل منځي کینې له کبله روسته له هغه [وکړ]چې دوی ته ښکاره  دلیلونه راغلل، نوالله هغوکسانوته سمه لاره وښووله چې په هغه شي يې ایمان راوړ  چې دده [الله] په اذن [حکم] سره يې د هغه په سر ‏[ د حق په دفاع کې] ‏جګړه کړې وه،  او الله هغه چاته هدایت کوي چې سمې لارې ته يې [د هدایت] اراده وکړي .
214.  [ای مومنانو] بلکې تاسې ګمان کوئ چې جنت ته به تاسې ننوځی حال داچې په تاسې به د هغو کسانو په څیر [ازمیښتونه] نه وي راغلي چې له تاسې څخه مخکې تیر شوي دي، هغوی ته چې سختي [بیوزلي]  او رنځ [کړاوو او ناروغي] رسیدلي وو  او دوی په [سختیو سره] ګرځول شوي وو ترهغې چې ویل به پیغمبر او هغو کسانو چې له ده سره يې ايمان راوړى وو چې دالله نصرت به کله راځي؟ خبردار چې بیشکه دالله  نصرت [ مرسته، مؤمنانوته] ته نژدې دی.
215.  له تا څخه [اى محمد صلی الله علیه وسلم مؤمنان] پوښتنه کوي چې څه شى [د الله د رضا لپاره] مصرف کړي، ورته ووايه چې تاسې له مالونو څخه لګوئ نو پر موراوپلار او پرخپلوانو اوپريتيمانو او پربیوزلو [مسکينانو]  او پر مساپرو يې مصرف کړئ او له نیک کار څخه چې هرڅه تاسې کوئ نوبېشکه چې الله په هغه باندې ښه پوه دى. 
216. كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ ۖ وَعَسَىٰ أَن تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ وَعَسَىٰ أَن تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
217. يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ ۖ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ ۖ وَصَدٌّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَكُفْرٌ بِهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِ مِنْهُ أَكْبَرُ عِندَ اللَّهِ ۚ وَالْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ ۗ وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا ۚ وَمَن يَرْتَدِدْ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَٰئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ وَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
218. إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُولَٰئِكَ يَرْجُونَ رَحْمَتَ اللَّهِ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
219. يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ ۖ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا ۗ وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ
216. [له کفارو سره] جګړه په تاسې فرض کړى شوې ده که څه هم دا [جګړه] تاسې ته بده ښکاري، اوتاسې به ښايي یو شی بدګڼئ خو هغه به تاسې ته ډيرښه وي، اوتاسې به ښايې یو شی ښه ګڼی خو هغه به تاسې ته ډير بد وي او ‏ [ستاسې په خیر]‏ الله پوه دى اوتاسې [پخپل خیر] نه پوهيږی. 
217. له تاڅخه ‏[اى محمد صلی الله علیه وسلم] خلک په حرامه میاشت کې د جګړې په اړه پوښتنه کوي،  [اى محمد صلی الله علیه وسلم دوی ته] ووایه په دې [حرامه میاشت] کې [قصدا]جګړه کول لويه ګناه ده،  او دالله له لارې څخه منع کول او په الله کفر کول او له مسجدحرام څخه [منع کول] او له مسجدحرام څخه يې د اوسیدونکو ایستل په نزد دالله ‏ ډيره لويه [ګنا] ده، او د جګړې په پرتله فتنه [له دين څخه دخلکوايستل، شرک او کفر] ډيره لويه (ګناه) ده، او دوى [کافران] به تل له تاسې سره جګړه  کوي  ترهغې چې که ددوی لاس ورسیږي نو ستاسې له دين څخه تاسې بيرته وګرځوي ‏[کفرته]، او له تاسې څخه چې هرڅوک ستاسې له دین [اسلام]څخه بهر په داسې حال کې مړ شي چې کافر [منکر] وي نو ددغو کسانو [تیر شوي] اعمال  په دنیا او اخرت کې ضايع [تباه] شوي دي اودغه کسان د اور[دوزخ] ملګري دي، دوى به په دې [اور] کې تل وي.
218. بيشکه هغو کسانو چې ايمان راوړى دى اوهغو کسانو چې د الله سبحانه تعالی په لار کې يې ‏هجرت اوجهاد کړى دى دغه کسان دالله رحمت ته هیله من دي، او الله ښه بښوونکی، تل رحم والا دى.
219. [اى محمد صلی صلی الله علیه وسلم]  دوی له تا څخه د شرابو او د جوارۍ [قیمار] په اړه پوښتنه کوي، [ای محمد صلی الله علیه وسلم دوی ته] ووایه چې په دې دواړوکې لويه ګنا ده او دخلکو لپاره په کې ګټې دي، او ددې دواړو د ګټې په پرتله ددې دواړو ګنا ډيره لويه ده. او دوی پوښته کوي چې [دالله په لار کې] څومره لګښت وکړي،  [اى محمد صلی الله علیه وسلم دوى ته ] ووایه چې [د الله په لار کې هغه مالونه ولګوئ] چې [ستاسې له اړتیا] زیات وي، الله تاسې ته ددې لپاره احکام ‏[دخپل رحمت د نښو په توګه] داسې بیانوي چې تاسې د [الله سبحانه تعالى په دلایلو او احکامو کې فکر وکړی]. 
220. فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۗ وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْيَتَامَىٰ ۖ قُلْ إِصْلَاحٌ لَّهُمْ خَيْرٌ ۖ وَإِن تُخَالِطُوهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ الْمُفْسِدَ مِنَ الْمُصْلِحِ ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَأَعْنَتَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
221. وَلَا تَنكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّىٰ يُؤْمِنَّ ۚ وَلَأَمَةٌ مُّؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ ۗ وَلَا تُنكِحُوا الْمُشْرِكِينَ حَتَّىٰ يُؤْمِنُوا ۚ وَلَعَبْدٌ مُّؤْمِنٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ ۗ أُولَٰئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ ۖ وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ ۖ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ
222. وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ ۖ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ ۖ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّىٰ يَطْهُرْنَ ۖ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللَّهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ
223. نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّىٰ شِئْتُمْ ۖ وَقَدِّمُوا لِأَنفُسِكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُم مُّلَاقُوهُ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ
224. وَلَا تَجْعَلُوا اللَّهَ عُرْضَةً لِّأَيْمَانِكُمْ أَن تَبَرُّوا وَتَتَّقُوا وَتُصْلِحُوا بَيْنَ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
220.  [الله خپل احکام داسې بیانوي چې ښايي تاسې] ددنيا او اخرت په اړه فکر وکړئ.  او دوی [له تاڅخه اى محمد صلی الله علیه وسلم]  د يتيمانو په  اړه پوښتنه کوي، [اى محمد صلی الله علیه وسلم دوی ته] ووایه چې ددوی اصلاح بهتره ده،  اوکه تاسې خپلې چارې له هغوی سره يوځاى کړئ نو دوی ستاسې وروڼه دي، او الله ته د سمون کوونکو ترمنځ فساد کوونکي مالوم دي، اوکه الله [په تاسې د سختۍ] اراده کړې وای نوخامخابه يې په تاسې سختي راوستلې وه، بيشکه چې الله ښه غالب دی، ښه تدبير والا دى.
221. اومشرکې ښځې ترهغې په نکاح مه اخلئ چې دوی ايمان راوړي، اوخامخا مؤمنه وینځه [کنیزه] له اصیلي مشرکې څخه بهتره ده که څه هم تاسې ته هغه[کافره، مشرکه ښځه] عجبه [ښه] ښکاره شي، او [مسلمانې ښځې] کافرانو ته ترهغې په نکاح مه ورکوئ چې دوی ايمان راوړي، اوخامخا مريي [غلام] مؤمن له کافرسړي څخه بهتره دى که څه هم تاسې ته [دغه کافر سړی] عجب [ښه] ښکاره شي، دوی [مشرکه ښځه او مشرک سړی]  د اور[جهنم] په لور بلنه ورکوي،  او الله پخپل اذن [اراده] دجنت او بښنې په لور بلنه ورکوي، او خلکوته ددې لپاره خپل احکام بیانوي چې دوى نصيحت ومني [پندواخلي].
222. او دوى له تاڅخه (اى محمد صلی الله علیه وسلم] د حیض په اړه پوښتنه کوي،  [اى محمد صلی الله علیه وسلم دوی ته) ووایه چې دايوه ګندګي [پليتي] ده نو دحيض پرمهال ‏[له خپلو] ښځو څخه په څنګ شئ او ‏[دجنسي روږدیدنې یا جماع لپاره] ‏مه ورنژدې کيږئ ترهغې چې پاکې شي، نوهرکله چې دوی ښې پاکې شوې نو دوى ته له هغه ځايه ورځئ چې الله يې تاسې ته حکم کړی دی، بېشکه چې الله بيابيا توبه ايستوونکي ‏خوښوي، او [الله]خوښوي ځان ساتونکي [له ګندګیو څخه].
223. ښځې ستاسې [د نسل] دکرلو ځای دی، نو د خپلو کرلو ځاى ته ورځئ هرډول چې ستاسې خوښه وشي او د خپلو ځانونو لپاره نیک عمل مخکې وليږئ، او له الله څخه وویریږئ او وپوهيږئ چې بیشکه تاسې له الله سره ملاقات کوونکي یاست، او [اى محمد صلی الله علیه وسلم] مؤمنانوته [دجنت] زيرى ورکړه.
224. او دالله په[ښایسته نوم د قسم له لارې] پلمه مه جوړئ چې تاسې نیکي کوئ، پرهیزګاري کوئ او د خلکو ترمنځ سوله کوي، [یانې دنیکۍ، پرهیزګارۍ او د خلکو ترمنځ د سولې د نه کولو لپاره ‏د الله په نامه د قسم له لارې پلمې مه جوړئ] او الله ښه اوريدونکى [دګردو خبرو] ښه پوه [په ټولو اعمالو] دى.
225. لَّا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَٰكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا كَسَبَتْ قُلُوبُكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ
226. لِّلَّذِينَ يُؤْلُونَ مِن نِّسَائِهِمْ تَرَبُّصُ أَرْبَعَةِ أَشْهُرٍ ۖ فَإِن فَاءُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
227. وَإِنْ عَزَمُوا الطَّلَاقَ فَإِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
228. وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ ۚ وَلَا يَحِلُّ لَهُنَّ أَن يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللَّهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِن كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذَٰلِكَ إِنْ أَرَادُوا إِصْلَاحًا ۚ وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
229. الطَّلَاقُ مَرَّتَانِ ۖ فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ ۗ وَلَا يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَأْخُذُوا مِمَّا آتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئًا إِلَّا أَن يَخَافَا أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا فِيمَا افْتَدَتْ بِهِ ۗ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَعْتَدُوهَا ۚ وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ
230. فَإِن طَلَّقَهَا فَلَا تَحِلُّ لَهُ مِن بَعْدُ حَتَّىٰ تَنكِحَ زَوْجًا غَيْرَهُ ۗ فَإِن طَلَّقَهَا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَن يَتَرَاجَعَا إِن ظَنَّا أَن يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ ۗ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ يُبَيِّنُهَا لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ
225. الله تاسې نه نیسي په لغو سره[په داسې قسم چې بې ارادې له خولې ووځي] او تاسې په هغه [قسم] نیسي چې تاسې ‏ په زړونو کې ‏[د هغه] قصدکړى وي، او الله ښه بښوونکی،  ښه زغم لروونکی دی.
226. د هغوکسانولپاره چې له خپلو ښځو سره د جنسي اړیکو [جماع] د نه کولو قسمونه [لوړې] کوي د هغوی لپاره د څلور میاشتو انتظار دی،  نوکه دوى بیا رجوع وکړه [د پخوا په څیر يې عادي جنسي اړیکي له خپلو ښځو سره ټینګ کړل] نو بیشکه چې الله ښه بښوونکى،  تل رحم والا دى.
227. او كه دوی د طلاق هوډ وکړه نو بیشکه چې الله ښه اوریدونکی [د ګردو خبرو]، ښه پوه دی [په ګردو اعمالو]. 
228. او طلاقې کړې شوې ښځې دې تر درې حیضونو پورې پخپلو ځانونو انتظار وکړي او دوی ته نه ده روا چې هغه شی پټ کړي چې الله ددوی په ارحامو کې پيداکړى دى[ماشوم، یا حیض] که دوى په الله ایمان لري او د اخرت په ورځ ایمان لري. او ددوی ميړونه ددې ښه وړ[لایق] دي که په دې موده کې ددې ښځو د بیا کولو اراده لري، او په میړونو باندې د ښځو لپاره ‏[حقونه] شته دي دهغو [حقونو] په څیر چې په معروفه[ښه] توګه يې ‏په دوى باندې [میړه] لري، او په دې ښځوباندې د نارینه لپاره شته دی بهتروالى [فضيلت] او الله ښه غالب، او ډير تدبير والا دى.
229. [رجعي] طلاق دوه ځله دى نو په معروفه [ښه] توګه د ښځو بياساتنه ده [په رجوع سره]، يا په ښه توګه ددې ښځو پريښوول دي، او تاسوته [اى ميړونو] ‏روا نه دي هیڅ شی چې له هغه مال څخه يې واخلئ چې تاسې دوى ته [په مهر] کې ورکړى وي ‏خو که تاسې ويريږی چې دوى [ميړه او ښځه]   به دالله احکام ‏ ونشي ساتلى. نو که تاسې ويريږی چې دوى [دواړه] ‏ به دالله احکام ونشي ساتلی نو په دوی دواړو باندې په هغه څه کې هیڅ ګنا نشته چې فدیه ورکړي [دا ښځه او ځان خلاص کړي]، دا دالله حدود دي نو تاسې د الله له حدودو څخه مه تیریږئ [د الله له حدودو څخه مه اوړئ]، او هرڅوک چې دالله له حدودو څخه تیریږي نو دغه کسان همدوى ظالمان دي.
230. نو[له دې دوه طلاقونو روسته]که يې بيا[ددریم ځل لپاره] داښځه طلاقه کړه نوبيا[داښځه] ده ته حلاله نه ده،  ترهغې چې [داښځه] بل میړه په نکاح واخلي، نو که دویم ميړه داښځه طلاقه کړه [عدت يې تيرشو] بیا په دغو دواړو [ښځه او لومړني ميړه] هیڅ ګنا نشته چې دواړه بيا رجوع وکړي که دا ميړه اوښځه په دې ګومان وي چې دالله احکام به [پخپل ګډ ژوند کې] ټینګ کړي، او دادالله حکمونه دي [دهغه]  قوم لپاره يې بیانوي چې پرې پوهيږي.
231. وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ ۚ وَلَا تُمْسِكُوهُنَّ ضِرَارًا لِّتَعْتَدُوا ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ ۚ وَلَا تَتَّخِذُوا آيَاتِ اللَّهِ هُزُوًا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَمَا أَنزَلَ عَلَيْكُم مِّنَ الْكِتَابِ وَالْحِكْمَةِ يَعِظُكُم بِهِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
232. وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا تَعْضُلُوهُنَّ أَن يَنكِحْنَ أَزْوَاجَهُنَّ إِذَا تَرَاضَوْا بَيْنَهُم بِالْمَعْرُوفِ ۗ ذَٰلِكَ يُوعَظُ بِهِ مَن كَانَ مِنكُمْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۗ ذَٰلِكُمْ أَزْكَىٰ لَكُمْ وَأَطْهَرُ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
233. وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ ۖ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ ۚ وَعَلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلَّا وُسْعَهَا ۚ لَا تُضَارَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوْلُودٌ لَّهُ بِوَلَدِهِ ۚ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَٰلِكَ ۗ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالًا عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا ۗ وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُوا أَوْلَادَكُمْ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّا آتَيْتُم بِالْمَعْرُوفِ ۗ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
231. او کله چې تاسې ښځې طلاقې کړی نو دوی دخپل عدت [اخر ته] ورسيږي [عدت يې پایته نژدې شي]  نو دوی ‏ په  معروفه [ښه] توګه  سره ‏ وساتئ [دوه طلاقه که مو ورکړي وي نو بیا رجوع ورته وکړئ]، او يايې په معروف [ښه] ډول خوشې کړئ، او تاسې دا ښځې ددې لپاره مه ساتئ [رجوع ددې لپاره مه ورته کوئ] چې دوی ته زیان ورسوی او په دوی باندې تیری وکړی. اوهرهغه څوک چې داسې کار وکړي نوخامخا يې پخپل ځان تیری [ظلم] وکړ او د الله ایاتونه مسخرې مه ګرځوئ. او په تاسې باندې ‏دالله نعمت [اسلام] يادکړئ او هغه څه چې په تاسې باندې[الله] ‏نازل کړی دى چې کتاب دى او حکمت [سنت] دى او الله تاسې ته [په دې باندې] پند درکوي، او له الله څخه وویریږئ او پوه شئ چې بیشکه الله پرهرشي باندې ښه پوه دى.
232. اوهرکله چې تاسې ښځې طلاقې کړئ بیا دوی خپلې ټاکلې مودې ته ورسيدې [عدت يې تيرشو] نو تاسې دوی له دې مه منع کوئ چې دوی خپل ميړونه په نکاح واخلي [بل واده وکړي]‏ کله چې دوى پخپلو منځونو کې په معروفه [ښه] توګه سره خوښ وي، له تاسې څخه هغه چاته ددې [احکامو] له لارې ‏ پند ورکول کيږي چې دى په الله ایمان ولري او د اخرت په ورځ باندې، [طلاقې ښځې د میړه له انتخابولو څخه نه منع کول] تاسې ته ډيرغوره دی اوښه پاکيزه دی، او الله [په هرڅه] پوه دى او تاسې [پخپل خير] نه پوهیږئ.
233. اوميندې دې خپلو ماشومانو ته پوره دوه کاله شودې ورکوي دا[حکم] دهغه چالپاره دی چې ددې اراده لري چې دتي ورکولو [نیټه] پوره کړي، اوپه معروفه[ښه] توګه سره ددوی [د ماشوم او مور] خواړه په هغه چادي چې [ماشوم] ورته زيږول شوى دى[پلار] او ددوی کالي، او په هيڅ چا [نفس] باندې زور [فشار] نشي کولای خو دده د وړتیا تر کچې،  نه دې مور ته د ماشوم له کبله زیان رسیږي او نه دې پلار ته د ماشوم له کبله [زیان رسول کیږي]، او [تی ورکوونکې چې څنګه] د ماشوم په پلار کوم حق دی نو په وارث باندې هم دی، نو که دوی دواړه [مور او پلار له دوه کلونو څخه مخکې] په خوښۍ سره [له تي] بیلول وغواړي او مشورې پرې وکړي، نو پردوی هیڅ ګنا نشته. اوکه اراده وکړئ چې تاسې خپل ماشوم ته دايه ونيسئ [بله ښځه] دتي د ورکولو لپاره، نو پر تاسې هيڅ ګناه نشته کله چې تاسې هغه شى چې د ورکولو قصد مو يې کړى وي ‏په معروفه [ښه] توګه وسپاری،  او له الله وویریږئ اوپوه شئ چې بیشکه الله دهغوشيانو ښه لیدونکی دی چې تاسې يې کوئ. 
234 وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا ۖ فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا فَعَلْنَ فِي أَنفُسِهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
235 وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا عَرَّضْتُم بِهِ مِنْ خِطْبَةِ النِّسَاءِ أَوْ أَكْنَنتُمْ فِي أَنفُسِكُمْ ۚ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ سَتَذْكُرُونَهُنَّ وَلَٰكِن لَّا تُوَاعِدُوهُنَّ سِرًّا إِلَّا أَن تَقُولُوا قَوْلًا مَّعْرُوفًا ۚ وَلَا تَعْزِمُوا عُقْدَةَ النِّكَاحِ حَتَّىٰ يَبْلُغَ الْكِتَابُ أَجَلَهُ ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي أَنفُسِكُمْ فَاحْذَرُوهُ ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ
236 لَّا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ مَا لَمْ تَمَسُّوهُنَّ أَوْ تَفْرِضُوا لَهُنَّ فَرِيضَةً ۚ وَمَتِّعُوهُنَّ عَلَى الْمُوسِعِ قَدَرُهُ وَعَلَى الْمُقْتِرِ قَدَرُهُ مَتَاعًا بِالْمَعْرُوفِ ۖ حَقًّا عَلَى الْمُحْسِنِينَ
237 وَإِن طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إِلَّا أَن يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَ الَّذِي بِيَدِهِ عُقْدَةُ النِّكَاحِ ۚ وَأَن تَعْفُوا أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ ۚ وَلَا تَنسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
234. اوله تاسې څخه چې هغه کسان مړه شي چې دوی ښځې پریږدي [ښځې يې کونډې پاتې شي]،  داښځي دې [له بلې نکاح څخه] مخکې په ځانونو خپلو څلور مياشتې او لس [ورځې] انتظار وکړي، نودوی چې کله دخپل عدت مودې ته ورسيږي نو په هغه کارکې په تاسې هيڅ ګناه نشته چې داښځې يې په ښه توګه [له شرعيت سره سم] د خپلو نفسونو [لپاره] کوي، اوالله په هغوشيانو ښه خبردار دى چې تاسې يې کوئ.
235. او په هغه څه کې په تاسې هیڅ ګنا نشته چې تاسې په هغه سره اشاره کوی چې غوښتل [دهغو] ښځو دي [چې په عدت کې دي] يا په زړونوخپلوکې پټ ساتی[د واده دا هیله]، الله ته مالومه ده چې بیشکه تاسې به د نکاح په غوښتلو سره ژر دا ښځې يادکړی خو دوی سره د نکاح ژمنه په پټه مه کوی او بیان يې کړی په ښو ويلو سره [له شريعت سره سم]، او نکاح د تړلو اراده مه کوئ ترهغې چې ورسيږي دعدت ټاکلې مودې ته، اوتاسې پوه شئ چې بیشکه الله ته مالوم دي هغه څه چې د ستاسې په زړونو کې دي، نو له ده [الله]  وويريږئ او تاسې پوه شئ چې بیشکه الله ښه بښوونکى ډير زغم والا دى.
236. په تاسې هيڅ ګناه نشته كه خپلو ښځو ته مخكې له هغې طلاق وركړئ چې لاس مو نه وي ور وړى او ددوی لپاره مو څه مهر نه وي ټاکلی، اودوی ته څه خرچه ورکړئ د وس هومره په غني [ميړه] واجب ده او په فقير [ميړه] د هغه د وس هومره، په معروفه توګه سره په نیکي کوونکو  دا حق دى.
237. او که تاسې له لاس ور وړلو [جنسي اړیکو] څخه مخکې دوی [ښځې] طلاقې کړی او ددوی لپاره مو یو مهر ټاکلی وو نو په تاسې باندې د هغه څه نیمايي راځي چې ټاکلی مو دی، خو که دا ښځې بښنه وکړي [ټول مهر ميړه ته وبښي] ياهغه سړی [میړه] بښنه وکړي چې د نکاح غوټه يې په لاس کې ده،  او که تاسې بښنه وکړئ [میړه اوښځه یو بل ته مهر وبښي] داپرهيزګارۍ ته ډیره نژدې ده، او تاسې پخپلو کې فضل [له یو بل سره احسان کول] مه هيروئ، بیشکه چې الله دهغه څه ښه ليدونکى دی چې تاسې يې کوئ [په پټو اوښکاره خبرو او کارونو موعالم دی].
238. حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلَاةِ الْوُسْطَىٰ وَقُومُوا لِلَّهِ قَانِتِينَ
239. فَإِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا أَوْ رُكْبَانًا ۖ فَإِذَا أَمِنتُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَمَا عَلَّمَكُم مَّا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ
240. وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا وَصِيَّةً لِّأَزْوَاجِهِم مَّتَاعًا إِلَى الْحَوْلِ غَيْرَ إِخْرَاجٍ ۚ فَإِنْ خَرَجْنَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِي مَا فَعَلْنَ فِي أَنفُسِهِنَّ مِن مَّعْرُوفٍ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
241. وَلِلْمُطَلَّقَاتِ مَتَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ ۖ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ
242. كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
243. أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ خَرَجُوا مِن دِيَارِهِمْ وَهُمْ أُلُوفٌ حَذَرَ الْمَوْتِ فَقَالَ لَهُمُ اللَّهُ مُوتُوا ثُمَّ أَحْيَاهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ
244. وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
245. مَّن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً ۚ وَاللَّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
238. د [ټولو] لمونځونو ساتنه کوئ او د منځوي لمونځ [د مازیګر لمونځ]، او الله ته تاسې ويريدونکي [په ادب سره] ودریږئ.
239. نو که تاسې [له دښمن څخه ياله بل شي څخه] وویریدلی نو په پلي تګ ياپه سپرلۍ باندې [د تګ پرمهال لمونځ کوئ] نوکله چې تاسې په امن شئ نو الله یادوئ لکه چې ښوولي يې دي تاسې ته هغه څه چې تاسې پرې نه پوهیدی.
240. له تاسې څخه چې څوك ومري او کونډې روسته پریږدي، دوی دې د خپلو كونډو لپاره وصيت وكړي چې تر يو كال پورې دې لګښت [خوراك پوښاك] وركړى شي او له كورونو څخه دې نه ايستل كېږي، بيا كه دوی پخپله ووځي، نو د خپل ځان په اړه چې په ښه توګه هرڅه كوي پر تاسې يې هيڅ ګنا نشته ، او الله ډيرغالب ښه حکمت والا دى.
241. اوطلاق کړی شوو ښځوته په معروفه[ښه] توګه دخرچې  ورکول دي چې پر پرهیزګارانو باندې لازم کړى شوي دي.
242.  په دې توګه، الله خپل اياتونه [احکام] تاسې ته بیانوي ددې لپاره ‏چې تاسې وپوهیږئ.
243. ايا تا د هغو خلكو حال نه دی لیدلی چې دمرګ له وېرې له خپل ټاټوبی وتلي وو او دوی په زرګونو [کسان] وو، الله ورته وویل، ومرئ بيا يې د دویم ځل لپاره دوی را ژوندي كړل، بیشکه الله پر انسانانو زښت ډیر مهربان دى خو ډیری خلك شكر نكوي.
244او [ای مومنانو] دالله په لارکې جګړه کوئ او تاسې پوه شئ چې بېشکه الله ښه اوريدونکى ښه پوه دى. 
245. څوک دى هغه سړى چې [دزړه له کومي دالله په لاره کې په لګښت کولو سره]الله ته نيک ‏قرض ورکوي، نو الله به په ډیر زياتوالي سره ده ته دقرض[اجر] زيات کړي، او الله کموي [رزق] او پراخوي [رزق] اوبيابه ده [الله] ته بيولى کېږی [داعمالو دجزا لپاره الله ته ورګرځول کېږي].
246. أَلَمْ تَرَ إِلَى الْمَلَإِ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ مِن بَعْدِ مُوسَىٰ إِذْ قَالُوا لِنَبِيٍّ لَّهُمُ ابْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُّقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۖ قَالَ هَلْ عَسَيْتُمْ إِن كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ أَلَّا تُقَاتِلُوا ۖ قَالُوا وَمَا لَنَا أَلَّا نُقَاتِلَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِن دِيَارِنَا وَأَبْنَائِنَا ۖ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ تَوَلَّوْا إِلَّا قَلِيلًا مِّنْهُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ
247. وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ اللَّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكًا ۚ قَالُوا أَنَّىٰ يَكُونُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةً مِّنَ الْمَالِ ۚ قَالَ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ ۖ وَاللَّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَن يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ
248. وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ آيَةَ مُلْكِهِ أَن يَأْتِيَكُمُ التَّابُوتُ فِيهِ سَكِينَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَبَقِيَّةٌ مِّمَّا تَرَكَ آلُ مُوسَىٰ وَآلُ هَارُونَ تَحْمِلُهُ الْمَلَائِكَةُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
249. فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِالْجُنُودِ قَالَ إِنَّ اللَّهَ مُبْتَلِيكُم بِنَهَرٍ فَمَن شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّي وَمَن لَّمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُ مِنِّي إِلَّا مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِيَدِهِ ۚ فَشَرِبُوا مِنْهُ إِلَّا قَلِيلًا مِّنْهُمْ ۚ فَلَمَّا جَاوَزَهُ هُوَ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ قَالُوا لَا طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ ۚ قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلَاقُو اللَّهِ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ
250. وَلَمَّا بَرَزُوا لِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ قَالُوا رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
251. فَهَزَمُوهُم بِإِذْنِ اللَّهِ وَقَتَلَ دَاوُودُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الْأَرْضُ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ
252. تِلْكَ آيَاتُ اللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ ۚ وَإِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ
246. ايا تا له موسی روسته د اسرییلو له اولادې څخه هغه ډله نه ده کتلې کله چې دوى يو نبي ته وویل چې دوى ته [راغلی وو] چې موږته يوپاچا وټاکه چې دالله په لاره کې جګړه وکړو، [نبي] وويل که فرض کړى شي په تاسوباندې جنګ نو نژدې ده چې جګړه به ونکړی، دوی  وويل څه شی [زموږ مانع] دى چې موږ به دالله په لاره کې جنګ ونه کړو حال داچې بیشکه موږ له زامنو سره له خپلو کورونو څخه ویستلی شوي یو، نوکله چې په هغوی جنګ فرض کړی شو نو دوی وګرځيدل خو له دوی څخه لږ شمیر [ونه ګرځيدل]، او الله ښه پوه دى په ظالمانو باندې. 
247. او دوی ته د هغوی نبي وويل بیشکه چې الله تاسې ته طالوت باچا مقرر کړی دی، دوی[اسراییل اولادې] وويل په موږ باندې هغه[طالوت] ولې پاچا کیږي حال داچې د هغه په پرتله موږ ډير دپاچايي حقدار یو او [هغه ته]  د مال پراخي نه ده ورکړې شوې، [نبي] وويل بیشکه چې تاسې ته هغه [طالوت] الله غوره کړى دى او د پوهې د پراخۍ او [د غښتلي] بدن له پلوه يې هغه زیات کړی دی، او ‏ هرچاته چې الله اراده وکړي له خپله نزده باچايي ورکوي او [احسان، فضل او رحمت] د الله  پراخ دى، ښه پوه دى‏[د خپل بنده په وړتیا] .
248. او دوی [د اسراییل اولادې] ته د هغوی نبي  وويل د هغه [طالوت] دباچايي نښه داده چې تاسې ته به [يو] صندوق راشي چې په هغه کې به ستاسې د رب له خوا د زړه ارام وي او د هغو شیانو پاتې شوني چې د موسی اولادې او د هارون اولادې پریښي وو او ملایکو به هغه[صندوق] بار کړی وي، بېشکه چې په دې کې تاسې ته د طالوت د [باچايي] نښه ده که تاسې مومنان یاست.
249. نوکله چې طالوت له لښکرو راووت وېويل بیشکه الله په يوه وياله باندې ستاسې ازمويونکی دی نو هغه څوک زما له ډلې څخه دی چې له هغې ويالې څخه يې وڅکي، او هغه څوک زما له ډلې څخه دی چې [ددې ویالې اوبه] ونه څکي خو پخپل لاس سره یو ورغوی اوبه، له هغې ویالې څخه ډیرو [ښې پریمانه اوبه] وڅکلې  خو لږ کسانو ‏[له یوه ورغوي څخه ډیرې]  ‏ونه څکلې، نو کله چې هغه [طالوت]  او هغه کسان چې ایمان والا وو له هغې ویالې تیر شول نو [تیری کوونکو وویل] نن ورځ له موږ سره د جالوت او د هغه د لښکرو پخلاف [د مخامختیا یا مقابلې]ځواک نشته، [خو] هغو کسانو چې یقین درلوده چې بیشکه دوی الله ته ورتلوونکي دي وویل ډیر ځلې د الله په اجازه [د مومنانو] وړې ډلې [د کفارو] په لویه ډله غلبه ترلاسه کړې ده، او الله له زغم لرونکو [صابرانو] سره دی.
250. او کله چې دوی [مومنان] د جالوت او د هغه د لښکرو پخلاف [د طالوت په مشرۍ د جګړې] لپاره راووتل نو دوى [مؤمنانو] وویل اى زموږ ربه پر موږ صبر نازل کړه او زموږ ګامونه[قدمونه په جګړه کې] ټینګ کړه او دکافرانو د قوم پخلاف له موږ سره مرسته وکړه.
251. نو دالله په اجازې سره مومنانو هغوی [کفار] مات کړل او داود [راپورته شو]جالوت يې وواژه او هغه [داود] ته الله باچايي او حکمت ورکړ او ده ته يې هغه شیان وښوول چې اراده يې کوله، او که الله د خلکو مخنیوی دځینو په ځینو نورو نه کولای نو خامخا به ځمکه خرابه شوې وه [ظلم او فساد به د ځمکې په سر پراخ شوی وو] خو الله په خلکو باندې دفضل [احسان] څښتن دی، [یوه ډله خلک چې فساد ته لاس اچوي مقابل کې يې بله ډله پیدا کوي چې د هغوی مخنیوی وکړي].
252. دادالله ایتونه دي چې موږ يې په تا باندې [ای محمد صلی الله علیه وسلم] لولو او بیشکه چې ته له رسولانو [پيغمبرانو] څخه يې. 
______________
2. د 143 د دویمې برخې په اړه یادونه: د نبي صلی الله علیه وسلم په اتباع باندې ټینګار دی او وګورئ چې ان صحابه رضی الله عنهم د نبي صلی الله علیه وسلم  په اتباع ازمویل شوي دي او  دا ددې خبرې  ثبوت دی چې دا امت د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اتباع  لپاره  له ډول ډول ازموینو سره مخامخ دی، که هغه د تقلید په بڼه وي او که هغه د مذهبونو په بڼه وي، زموږ په وخت کې د نبي صلی الله علیه وسلم اتباع د قران او صحیح حدیثو په پيروۍ کې کیدلی شي او بس.
______________
دریم جز [سپاره]
           دسورة البقرة له 253- 286 ایتونو پورې او دسورة ال عمران له 1- 91 ایتونو پورې
253. تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۘ مِّنْهُم مَّن كَلَّمَ اللَّهُ ۖ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجَاتٍ ۚ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ ۗ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا اقْتَتَلَ الَّذِينَ مِن بَعْدِهِم مِّن بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَلَٰكِنِ اخْتَلَفُوا فَمِنْهُم مَّنْ آمَنَ وَمِنْهُم مَّن كَفَرَ ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا اقْتَتَلُوا وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ
254. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لَّا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خُلَّةٌ وَلَا شَفَاعَةٌ ۗ وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُونَ
255. اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ ۚ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ ۚ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِندَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ ۚ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ۖ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ ۚ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ ۖ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا ۚ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ
256. لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ ۚ فَمَن يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ لَا انفِصَامَ لَهَا ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
253. داټول رسولان [له ادم علیه السلام څخه ترمحمد رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې] ځینې ددوی ته موږ فضيلت ورکړى دى پرځينو نورو، له دوی څخه ځینې هغه دي چې الله ورسره خبرې کړې دي[ لکه ادم علیه السلام، موسی علیه السلام او محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم] او د ځینو رتبې يې پورته کړي دي [لکه محمد صلی الله علیه وسلم]، او دمريمې زوی عیسی ته موږ ښکاره معجزې ورکړي دي، او موږ هغه [عیسی] په روح القدس غښتلی [قوي] کړی دی[جبريل علیه السلام يې د ملاتړ لپاره راتلو]، اوکه الله [دټولو خلکودهدايت] اراده کړې واى نو هغوکسانو به جګړې [اختلاف] نه وو کړی چې دغو رسولانو پسې وو [ددوى امتونه]، روسته له هغې چې دوی ته ښکاره معجزې راغلې خو دوى پخپلو منځونو کې اختلاف [جګړې] وکړې، نوله دوى څخه ځينې هغه څوک دي چې په ایمان ثابت پاتې شوي دي اوله دوى څخه ځینې هغه څوک دي چې کافران شول،  او که الله [ددوى دهدايت]اراده کړې واى نودوى به اختلاف نه وو کړی خو الله هغه کار کوي چې اراده لري.
254. اى هغوکسانو چې ايمان مو راوړى دى د هغې ورځې له راتلو څخه مخکې مخکې چې نه پېریدل او نه پلورل په کې شته، نه ملګرتیا او نه سپارښت په کې شته له هغومالونوڅخه لګښت وکړئ چې موږ تاسې ته درکړي دي او کافران، همدوى ظالمان دی.
255. [همدا یو] الله دی، بل معبود نشته خو همدی دی، تل ژوندی دی تدبیر والا ‏دی [هیڅ زوال نه لري دایم او قایم دی]، په ده باندې نه غفلت راځي او نه خوب،  او دده لپاره هغه څه دي چې په اسمانونو ‏کي ‏دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي[الله ‏د ټولو شیانو مالک، رب، خالق او معبود دی په کایناتو کې یوازې د الله حکم چلیږي]، هغه څوک دی چې دالله په نزد سپارښت وکړي خو دده په اجازه، دی په هغه څه خبر دی چې د دوی په مخکې دي [دنیايي ژوند] او هغه چې ددوی روسته دي[اخرت]، او دوی [مخلوق] پخپله پوهه کې یو شی نه شي راګیرولای خو هغه ‏څه چې الله وغواړي، دده باچايي [کرسي] په اسمانونو او ځمکه کې پراخه ده او د اسمانونو او ځمکې ساتنه هغه نه ستړی کوي، او الله د لوړې مرتبې خاوند دی له ټولو مخلوقاتو ‏لوی دی.  
256. ددین [په منلو کې]هيڅ زورنشته، بیشکه سمه لاره له ګمراهي‏څخه ښکاره[جلا کړی] شوې ده [سمه خبره له بدې خبرې څخه جلا ‏كړاى شوې ده]، نو هرچاچې په طاغوت باندې کفر وکړ [د ‏شيطان، بتانو، قبرونو، هوا او هوس له عبادت څخه يې انکار وکړ] او په الله يې ایمان راوړ نو ‏بیشکه چې کلکه کړۍ يې ټینګه نيولې ده چې ‏د هغې لپاره هیڅ پريکيدل نشته،اوالله ‏[دګردو ‏خبرو] ‏ښه اوريدونکى دی، [په ټولو چارو] ښه ‏پوه دى.  
257. اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُم مِّنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ ۗ أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
258. أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ ۖ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
259. أَوْ كَالَّذِي مَرَّ عَلَىٰ قَرْيَةٍ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىٰ يُحْيِي هَٰذِهِ اللَّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا ۖ فَأَمَاتَهُ اللَّهُ مِائَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ ۖ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ ۖ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ ۖ قَالَ بَل لَّبِثْتَ مِائَةَ عَامٍ فَانظُرْ إِلَىٰ طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ ۖ وَانظُرْ إِلَىٰ حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِّلنَّاسِ ۖ وَانظُرْ إِلَى الْعِظَامِ كَيْفَ نُنشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا ۚ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
257. الله د هغو کسانو ملګری دی چې مؤمنان دي، ‏دوى [دګمراهي] له تيارو څخه باسي د رڼا لوري ته [ایمان او هدایت ته]، او ‏هغه کسان چې کافران شوي دي ددوی ملګري شيطانان دي چې ‏‏له رڼا[ايمان اوهدايت] څخه يې د تيارو لوري ته باسي [کفر او ګمراهۍ ته]، دغه کسان‏د اور [جهنم] ملګري دي همدوى په دې اور کې تل پاتې کيدونکي دي.
258. ايا تا هغه سړی [نمرود] نه دى ليدلى چې له ابراهیم سره يې دده د رب په اړه له دې کبله ‏جګړه [مناظره] کړې وه چې هغه[نمرود] ته الله باچايي ورکړې وه. کله چې ابراهيم وویل زما رب هغه دى چې ژوندي کول اومړه کول کوي، [نمرود] وویل چې زه [هم] ژوندي کول اومړه کول کوم، ابراهيم وویل بيشکه الله له مشرق څخه لمر راولي نوته دا[لمر] له مغرب څخه راوله؟ نو هغه چې کافر شوی وو هک پک[شرمنده] شو، او الله دظالمانو قوم ته سمه لاره نه ښي [له دې کبله چې ظالم انسان هغه اختیارات ناسم کاروي چې الله ورکړي دي او د حق پرځای د طاغوت پیروي غوره کوي].
259. او همدراز هغه سړي [عزيرعلیه السلام] ته چې په یو کلي تيرشو اود هغه [کلي] بامونه نسکور [تباه او ویجاړ] وه، [عزير علیه السلام] وويل ددې د اوسیدونکو له مړینې روسته به الله څه ډول دا [خلک] ژوندي کړي، نو الله هغه [عزیر] مړ کړ او سل کاله يې [مړ] پريښود، بيايې هغه راپورته [ژوندى] کړ، [الله عزيرته] وویل تا [دلته] څومره ځنډکړى دى، [عزیر] وويل يوه ورځ يايوه برخه د ورځې مې ځنډ کړی دی، الله وویل بلکې تا [دلته] سل کاله ځنډ کړی دی، نو وګوره خپلو خوړو [انځرو او انګورو] ته او خپل څښاک ته چې هيڅ خراب شوي نه دي، او خپل خره ته وګوره چې هډوکې يې څنګه تک سپين ځليږي،  او دا ددې لپاره چې موږ تا خلکو ته دلیل وګرځو[په بياژوند کيدوسره]، او دخره دهډوکو خواته وګوره چې دا په څه ډول راخوځوو بياهغوی ته غوښه وراغوندو، نو کله چې ده ته [د الله د قدرت نښې] ورښکاره شولې - [عزیر] وويل پوهيږم چې بيشکه الله په هرشي باندې ښه قادر دى.
260. وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ أَرِنِي كَيْفَ تُحْيِي الْمَوْتَىٰ ۖ قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِن ۖ قَالَ بَلَىٰ وَلَٰكِن لِّيَطْمَئِنَّ قَلْبِي ۖ قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةً مِّنَ الطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلَىٰ كُلِّ جَبَلٍ مِّنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ يَأْتِينَكَ سَعْيًا ۚ وَاعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
261. مَّثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنبُلَةٍ مِّائَةُ حَبَّةٍ ۗ وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ
262. الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ لَا يُتْبِعُونَ مَا أَنفَقُوا مَنًّا وَلَا أَذًى ۙ لَّهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
263. قَوْلٌ مَّعْرُوفٌ وَمَغْفِرَةٌ خَيْرٌ مِّن صَدَقَةٍ يَتْبَعُهَا أَذًى ۗ وَاللَّهُ غَنِيٌّ حَلِيمٌ
264. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالْأَذَىٰ كَالَّذِي يُنفِقُ مَالَهُ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۖ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا ۖ لَّا يَقْدِرُونَ عَلَىٰ شَيْءٍ مِّمَّا كَسَبُوا ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ
260. او هغه وخت چې ابراهيم  وویل: اى زما ربه، ماته وښيه چې ته مړي څه ډول ژوندي کوې؟ [الله] وویل: اياستا لا باورنشته؟ [ابراهيم] وویل: هو باورمې شته خو ددې لپاره چې زما زړه ډاډه شي، [الله] وویل: نو څلور مرغان ونيسه بیا دوی خپل ځانته رانژدې کړه[چې ښه يې وپېژني او بيايې حلال کړه] بيا په هريو غره باندې ددوى يوه يوه برخه [ټوټه] کېږده، بيا دوی راوبوله، نو دوى به تاته په منډو راشي، او پوه شه چې بیشکه الله ډيرغالب دى [داحکاموپه پلي کولو کې] ښه حکمت والا دى [هرکارپه تدبير سره کوي].
261. دهغوکسانو بیلګه چې دالله په لاره کې خپل مالونه لګوي د یوې دانې په څیر ده چې اوه وږي زرغون کړي او په هر وږي کې سل سل دانې وي، او الله يې د هغه چا لپاره زیاتوي چې اراده وکړي  او د الله[رحمت، فضل او احسان ] پراخ دى، الله ښه پوه دى [په ټولو چارو].
262. هغه کسان چې دالله په لاره کې خپل مالونه لګوي ‏بياهغه شي پسې د احسان بارول نه کوي چې خیرات کړی وي ‏او نه زیان رسوي[هغه چاته چې خیرات يې ورکړی دی پيغور نه ورکوي]، ددوی لپاره اجر دی ددوی د رب په نزد او نه به په دوی ویره وي او نه به دوی غمجن کېږي.
263. ‏[سوالګرته] نیکه خبره اوبښنه ډيره ښه ده له هغه خیراته چې زیان [د احسان بارول او پيغور] ورپسې وي، او الله [د مخلوقاتو له عبادت څخه] غني دی، زښت ډیر زغم وال دی[عذاب روسته کوي که بنده پښیمانه شي او توبه وباسي].
264. اى هغوکسانو چې ايمان مو راوړی دی، تاسې خپل خیراتونه د احسان په بارولو او د زیان په رسولو سره د هغه چا په څیرمه باطلوئ چې خلکو ته دښوولو لپاره مال لګوي او په الله او په اخرې ورځې [قیامت] ايمان نه لري، نو ددې[رياکار سړي] بیلګه د هغې ښوې ډبرې په څیر ده چې په هغې باندې څه خاوره پرته وي بیا دې[ډبرې] ته زورورباران‏ورسيږي نوداډبره پاکه[له ګردونو صافه]پریږدي،  ددوی[د ريا کارانو] لاسته له هغه څه هيڅ شی نه ورځي چې دوی [خلکو ته د ځانښودنې له لارې] ګټلي دي، او الله د کافرانو قوم ته سمه لاره نه ښيې.3
265. وَمَثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَتَثْبِيتًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَآتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِن لَّمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
266. أَيَوَدُّ أَحَدُكُمْ أَن تَكُونَ لَهُ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَأَعْنَابٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ لَهُ فِيهَا مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَأَصَابَهُ الْكِبَرُ وَلَهُ ذُرِّيَّةٌ ضُعَفَاءُ فَأَصَابَهَا إِعْصَارٌ فِيهِ نَارٌ فَاحْتَرَقَتْ ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ
267. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنفِقُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُم مِّنَ الْأَرْضِ ۖ وَلَا تَيَمَّمُوا الْخَبِيثَ مِنْهُ تُنفِقُونَ وَلَسْتُم بِآخِذِيهِ إِلَّا أَن تُغْمِضُوا فِيهِ ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ
268. الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاءِ ۖ وَاللَّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلًا ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ
269. يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ ۚ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ
265. اودهغوکسانوبیلګه چې دالله د خوشالولو لپاره خپل مالونه لګوي او دخپلو نفسونو د ټیکاو [د زړه د تزکې] لپاره،  ديو باغ په څیر ده چې  په لوړه ځمکه وي، کله چې  زورور باران دې [باغ] ته ورسيږي نو خپلې میوې دوه برابره ورکړي، که دې باغ ته زورور باران ونه رسیږي نرى باران [پرخه هم ورته] کافي ده، او الله دهغو شيانو  ښه ليدونکى دى چې تاسې يې کوئ.
266. ايا يوله تاسې څخه خوښوی چې ده ته دې د خرماو او انګورو یو  باغ وي چې [د ونو] لاندې يې ویالې بهيږي او په دې [باغ]کې ده ته هر ډول [نورې] مېوې وي،  او ده ‏ته زړښت ورسيږي او دده کمزوری اولاد وي، بیاهغه [باغ] ته سخت باد ورسيږي چې په هغه کې اور وي نو دا [باغ] وسوځوي، په دې توګه الله تاسې ته [دخپل قدرت] دلايل بیانوي ددې لپاره چې تاسې فکر وکړي.
267. اى هغوکسانو چې ايمان مو راوړى دى، له حلالو مالونو څخه يې لګوئ چې تاسې ګټلي اوله هغو [شيانو] چې موږ د ستاسې لپاره له ځمکې څخه باسلي دي، اوتاسې د خبیثو [حرامو او خرابه مالونو د لګولو] قصدمه کوئ، هغه مال چې تاسې [يې دالله په لاره کې] لګوئ حال داچې تاسې يې اخیستونکي نه یاست[که څوک دغسې ناکاره مال تاسې ته درکوي نو تاسې يې نه اخلی] خو سترګې پټوئ بیايي اخلئ او پوه شئ چې بیشکه الله [له هرچا اوهرشي] غني دی، ستایلی شوی دی.
268. شيطان تاسې ته د بیوزلۍ ژمنه درکوي [کله چې خیرات ورکوی نو شیطان تاسې ويروي چې خواربه شی] اوتاسې ته د ناکاره کارونو بي حیايي حکم کوي. او الله له خپل لوري له تاسې سره ‏د [ګناهونو] دبښنې او د فضل ژمنه کوي او د الله [رحمت، فضل او احسان] پراخ دی، الله [په ټولو چارو] ښه پوه دى.
269. هرچاته چې [الله] اراده وکړي حکمت [د نبي صلی الله علیه وسلم دسنتو پوهه] ورکوي، اوهرچاته چې حکمت ورکړی شو بیشکه چې ده ته ډیر خیر ورکړل شو، او پند نه اخلي خو دعقلونو خاوندان.
270. وَمَا أَنفَقْتُم مِّن نَّفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُم مِّن نَّذْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُهُ ۗ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ
271. إِن تُبْدُوا الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ ۖ وَإِن تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاءَ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۚ وَيُكَفِّرُ عَنكُم مِّن سَيِّئَاتِكُمْ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
272. لَّيْسَ عَلَيْكَ هُدَاهُمْ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاءُ ۗ وَمَا تُنفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَلِأَنفُسِكُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُونَ إِلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ اللَّهِ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ
273. لِلْفُقَرَاءِ الَّذِينَ أُحْصِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًا فِي الْأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ أَغْنِيَاءَ مِنَ التَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُم بِسِيمَاهُمْ لَا يَسْأَلُونَ النَّاسَ إِلْحَافًا ۗ وَمَا تُنفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ
274. الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلَانِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
270. اوله نفقې څخه هغه شى چې تاسې لګولي[ زکات، خیرات، صدقه] يا له نذرونو څخه کوم نذر‏تاسې[په ځان] منلی دی نوبیشکه الله ته هغه مالوم دی، او دظالمانو[چې بېځايه مال لګوي] لپاره هيڅ مرسته کوونکى نشته.
271. که تاسې خیراتونه ښکاره کوئ نو دا ښه کاردى، اوکه تاسې يې [دخیراتولو پرمهال] پټوئ او بیوزلو ته يې ورکوئ نو داتاسې ته خير[غوره] دى، او ستاسې ځینې ګناهونه به [الله] له تاسې لرې کړي،  اوالله په هغه کارونو خبردار دی چې تاسې يې کوی.
272. په تاباندې ددوی هدایت [سمې لارې ته برابرول] نه دي خو الله هغه چاته هدایت کوي چې اراده يې وکړي، او هرهغه شى چې تاسې يې له خپل مال څخه لګوئ ستاسې د ځانونو لپاره دي[خیرات کوونکي ته په دنیا او اخرت کې ګټه رسوي]، او تاسې مال نه لګوئ خو د الله د خوشاله کولو لپاره، او هر هغه شی چې تاسې له خپل مال څخه لګوئ نو تاسې ته به يې[اجر] پوره درکړل شي، او په تاسې به ظلم ونه کړی شي[د نیکۍ ثواب به پوره پوره درکړل شي].
273. [ستاسې خيراتونه] دهغو بیوزلو لپاره دي چې د الله په لاره کې بندکړى شوي دي، دوی [د الله په تابعدارۍ کې دومره بوخت دي] چې په ځمکه کې [د کاروبار لپاره] دګرځيدلو وس نه لري،  د سوال د نه کولو له کبله ‏[ددوی له حاله] ‏ناپوهان په دوی د شتمنو ګومان کوي، خو ته به د دوی له څیرو څخه دوی پېژني، دوی له خلکو څخه په سختۍ [په هڅه او اراده] سوال نه کوي، هر څه چې تاسې لګوئ بیشکه الله په هغه باندې ښه پوه دى.
274. هغه کسان چې په شپه اوپه ورځ کې په پټه اوپه ښکاره ‏[دالله په لاره کې] ‏خپل مالونه لګوي نو دوى ته ددوى د رب په نزد اجر شته دی، او په دوی باندې  ویره نشته دی او دوى به هيڅکله نه غمجن کيږي. 
275. الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا ۗ وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا ۚ فَمَن جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىٰ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَمَنْ عَادَ فَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
276. يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ
277. إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
278. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
279. فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ ۖ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ
280. وَإِن كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَىٰ مَيْسَرَةٍ ۚ وَأَن تَصَدَّقُوا خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
281. وَاتَّقُوا يَوْمًا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللَّهِ ۖ ثُمَّ تُوَفَّىٰ كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
275. هغه کسان چې سود خوري [د قیامت په ورځ] نه پاڅيږي دوى خو د هغه چا په څیر پاڅيږ چې شیطان [پیریانو] سخت نیولی وي، دا له دې کبله چې دوی [سود خورانو]  ویل چې سوداګري [تجارت] خو همداسې دی لکه سود، حال داچې الله تجارت حلال کړی دی او سود يې حرام کړى دى، نو هغه چاته چې دده د رب له خوا پند راغی هغه د سود له اخیستلو منعه شو، نو دده لپاره هغه څه [سود] دي چې پخوايې اخيستی دی او معامله يې الله ته [سپارلې] ده،  او هرڅوک چې بيرته وګرځيده[سود ته او دايي حلال وګاڼه] نودغه کسان داور[دوزخ] ملګري دي چې دوى به په دې اور کې د تل لپاره وي.
276. الله د سود [برکت] له منځه وړي، او د خیراتونو [ثواب] زیاتوي، او الله دوستي نه کوي له هر کافر [له ټولو کفارو، ګناګارانو] سره .
277. بیشکه هغو کسانو چې ايمان راوړى دى او ښه عملونه کوي، اودوى لمونځ سم ادا کوي [له ټولومسنونه حقونو سره] او دوی زکات ورکوي، ددوى د رب په نزد ددوى لپاره اجر شته دی، او په دوى باندې ویره نشته دی او نه به دوى غمجن کيږي.
278. اى هغوکسانوچې ايمان مو راوړى دى، له الله وویریږئ،  او هغه [څه] پریږدی چې له سود څخه [په خلکو] پاتې شوي دي که تاسې مؤمنان یاست.
279. نوکه تاسې دا ونه کړل بیا خبرشئ د الله او دده د رسول له خوا په جګړې، اوکه تاسې [د سود له اخیستلو] توبه وکړئ،  نو دستاسې لپاره شته دی ستاسې اصلي مالونه، تاسې ظلم مه کوئ[سود مه غواړئ]، اونه دې په تاسې  ظلم وکړی شي [چې اصلي پانګه مو درنکړی شي].
280. اوکه [پوروړى] بیوسه [تنګلاسی ناداره] وو نو په تاسې انتظار دی تر پراخۍ پورې [چې د پوروړي لاس وچلیږي]  او که تاسې [پوروړي ته] بښنه وکړئ تاسې ته خير [ډیره غوره]  ده، که تاسې [پخپل خیر] پوهيږی.
281. او تاسې له هغې ورځې ووېريږئ چې په هغې کې به تاسې الله ته ورګرځول کېږی. بيابه هر نفس ته د هغه عمل جزا پوره پوره ورکړل شي چې کړى وي، اوپه دوى به ظلم ونه کړل شي.
282. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنتُم بِدَيْنٍ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى فَاكْتُبُوهُ ۚ وَلْيَكْتُب بَّيْنَكُمْ كَاتِبٌ بِالْعَدْلِ ۚ وَلَا يَأْبَ كَاتِبٌ أَن يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللَّهُ ۚ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلَا يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْئًا ۚ فَإِن كَانَ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا أَوْ لَا يَسْتَطِيعُ أَن يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُ بِالْعَدْلِ ۚ وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِن رِّجَالِكُمْ ۖ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاءِ أَن تَضِلَّ إِحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الْأُخْرَىٰ ۚ وَلَا يَأْبَ الشُّهَدَاءُ إِذَا مَا دُعُوا ۚ وَلَا تَسْأَمُوا أَن تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَىٰ أَجَلِهِ ۚ ذَٰلِكُمْ أَقْسَطُ عِندَ اللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَىٰ أَلَّا تَرْتَابُوا ۖ إِلَّا أَن تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلَّا تَكْتُبُوهَا ۗ وَأَشْهِدُوا إِذَا تَبَايَعْتُمْ ۚ وَلَا يُضَارَّ كَاتِبٌ وَلَا شَهِيدٌ ۚ وَإِن تَفْعَلُوا فَإِنَّهُ فُسُوقٌ بِكُمْ ۗ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ وَيُعَلِّمُكُمُ اللَّهُ ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
282. اى هغوکسانوچې ايمان مو راوړى دى، کله چې يوله بل سره تر ټاکلې نیټې پورې تاسې د پورمعامله ‏کوئ نو هغه وليکئ، او [سند] دې د ستاسې ترمنځ يولیکوونکی په عدل [په انصاف سره] ولیکي. او ‏لیکوونکی ‏دې [د ‏سند] له ليکلوڅخه ‏منع نه راوړي. نو ودې لیکي هغسې چې لیکوونکي ته الله ښوونه کړې ده، او هغه څوک [دې ‏لیکوونکي ته] بيان وکړي چې په هغه باندې حق [پور] دى او [لیکوال] دې له الله وویریږي چې دده رب دى اوهیڅ شی دې له ‏هغه [حق] نه کموي. نوهغه څوک چې په ده باندې حق [پور] دى، که پخپله کم عقل يا ضعيف يايې وړتیا نه وي چې اقرار وکړي ‏‏[ګونګ وي ياد لیکوونکي په ژبه نه پوهيږي] نو دده ولي [استازی] دې په عدل سره بيان وکړي. تاسې ‏[پخپلومعاملوکې]‏ دوه ‏شاهدان د ستاسې له سړيو[ونیسی چې مسلمانان، عاقلان، بالغان اواصيلان وي] نوکه دوه نارينه [شاهدان] نه وو نويوسړى دې ‏وي او له هغو کسانوڅخه چې تاسې ترې خوښ یاست ‏[دعدالت له پلوه] ‏دوه ښځې، [که] يوه له دې دواړو [ښځینه] شاهدانو څخه ‏[د شاهدۍ کومه خبره] ‏هیره کړي نو يوه له دې دواړوڅخه به يې ور په یاده کړي هغې بلې ته4، او شاهدان دې منع نه راوړي کله چې دوی وبلل شي ‏‏[شاهدۍ ته] اومه خوابدي کيږئ له دې چې دا[حق] ولیکی لږ وي اوکه ډيروي د هغه تر نیټې پورې. دا ستاسې [لیکل] په نزد د الله ‏ پوره ‏عدل دی، او دشاهدۍ ‏لپاره ښه مرسته کوونکى دى، او ډير نژدې دى دې ته چې تاسې شکمن نه شئ په دې[دمعاملې په نيټه اواندازه کې]، خوکه پخپلو منځونوکې مخامخ[لاس په لاس راکړه ورکړه] تجارت وي، نوکه دا ونه لیکئ په تاسې ‏هيڅ ګناه نشته،او تاسې شاهدان ونيسئ کله چې تاسې يوله بل سره پلورل يا پيرل کوئ اولیکوونکی او شاهد دې زیان نه رسوي، اونه دې لیکوونکي اوشاهد ته زیان رسول کېږي، اوکه تاسې وکړ نو بيشکه دا په تاسې پورې ګناه ده، اوتاسې له الله وویریږئ، او ‏الله تاسې ته د احکامو ښوونه کوي اوالله په هرشي باندې ښه پوه دى. 
283. وَإِن كُنتُمْ عَلَىٰ سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُوا كَاتِبًا فَرِهَانٌ مَّقْبُوضَةٌ ۖ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُم بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ ۗ وَلَا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ ۚ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ
284. لِّلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَإِن تُبْدُوا مَا فِي أَنفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُم بِهِ اللَّهُ ۖ فَيَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
285. آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ ۚ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ ۚ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۖ غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ
286. لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۚ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ ۗ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ ۖ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا ۚ أَنتَ مَوْلَانَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
283. اوکه تاسې په سفر کې یاست او کوم لیکوونکی مو ونه مونده، نو ګاڼه او ګروي دې واخیستل شي بیا که ځینې ستاسې ځینې نور امین [د باور وړ وګڼي او ګروي وانخلي] نو هغه څوک چې امين ګرځولى شوى وي[پور ورکوونکی] دده امانت دې ادا کړي او له الله دې وویریږي چې دده رب دى، او شاهدي مه پټوئ، که چا دا [شاهدي] پټه کړه نو بیشکه زړه دده  ګناګار دى او الله په هغه څه چې تاسې يې کوئ ښه پوه دى.
284. ‏څه چې په اسمانونو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي د الله دي، او که تاسې هغه [ارادې اوبدنيتونه] چې ستاسې په زړونوکې دي  ښکاره کړی يايې پټ کړی، الله به له تاسې سره په هغو باندې حساب وکړي، نو الله هغه چاته بښنه کوي چې اراده يې وکړي او هغه څوک به په عذابوي چې اراده يې وکړي، او الله په هرشي باندې ښه قادر دى.
285. پیغمبر [محمدصلی الله علیه وسلم] په هغه څه باندې ایمان راوړي دی چې دده د رب له خوا په ده باندې نازل شوی دی او مومنانو، ټولو ایمان راوړی دی په الله او دده [‏الله] په ملایکو او کتابونو او ‏رسولانو. [دغه مومنان وايي] موږ جداوالی (توپیر) نه کوو دالله درسولانو ‏ترمنځ، دوی وایي موږ اوریدلی  او موږ اطاعت کړی، له تا بښنه غواړو او ای زموږ ربه تاته [زموږ] ‏درګرځیدل دي.
286. الله هیڅ نفس نه مکلفوي خو د هغه تر وس پورې [څومره چې ‏يې عمل کړی دی]، دده [بنده] لپاره ثواب دهغه عمل ‏دی چې ده کړی دی ‏او په ده عذاب د هغه ‏عمل دی چې ده کړیدی. [مومنان وايي] ای زموږ ربه، که موږ يې هیر ‏کړو یا موږ خطا شو نو موږ مه نیسه،  ‏ای ربه موږ ته دروند بارمه راپه شا کوه لکه څنګه چې ‏تا هغو کسانو ته ورپه شا کړی وو‏چې له موږ مخکي وه، ای ربه موږ ته هغه څه مه راپه شا کوه چې موږ يې طاقت ونه لرو او موږ ته عفوه وکړه او ‏موږ ته بښنه وکړه ‏او په موږ رحم وکړه، او ته زموږ مرسته کوونکی يې، نو دکافرانو د قوم پخلاف زموږ مرسته وکړه.5 ‏
_________________________
3. د 264 ایت د روستۍ برخې په اړه یادونه: الله سبحانه تعالی  ځکه کافرانو ته هدایت نه کوي چې الله جل جلاله سمه او بده لاره دوی ته ښوولې او اختیار يې هم دې انسان ته ورکړی دی، یانې د عقیدې پوره پوره ازادي،  هره لاره چې غوره کوی، اختیار يې له انسان سره دی( وګورئ د البقرې د سورة 256 ایت، یا د سورة الکهف 29 ایت، یا د سورة الانسان ایت) خو کفارو د ځان لپاره بده ‏لاره غوره کړې ده او د الله حکم يې نه دی منلی، د الله په حکم کې هروخت د بنده خیر ‏دی خو کافران په دې نه پوهیږي‏، او کفارو ترننه پورې د الله په ایتونو او رسولانو ملنډې وهلي دي (وګورئ د سورة الجاثیة ایت او د همدې سورة 35 ایت،  سورة الکهف 56 ایت او د همدې سورة 102 ایت، د سورة المایدة57 - 58 ایتونه، د سورة الانبیاء 36 ایت، د سورة الفرقان 41 ایت)، په دې توګه، الله سبحانه تعالی پخپل کتاب کې هرڅه روښانه کړي دي. که یو سړی د الله حکم په ځان جاري کو خپل ځانته يې ‏ګټه وکړه او که انکار کوي خپل ځان ته زیان رسوي، ‏کله چې یو سړی دوزخ ته اچول کېږي دې سړي پخپله په ځان کړي دي. 
4. د282 ایت په اړه یادونه: په دې ایت کې  الله سبحانه تعالی د یو نارینه په ځای  د شاهدانو په توګه ددوه ښځو د شاهدۍ امر کړی دی او دلیل یې دادی چې یو ښځه يې هیروي نو دویمه ښځه  به يې ورپه زړه کړي داخبره ددې ثبوت دی چې ښځې هیرزړې دي، یانې حافظه يې کمزورې ده. 
5. د285-286 ایتونو په اړه یادونه: داد الله سبحانه تعالی پوره پوره مهرباني ښيي چې دا دعايي موږ ته راښوولې ده، له سیدنا ابومسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل که هرڅو د شپې له خوا د سورة البقرة اخري دوه ایتونه ولولي دده لپاره دا بسنه کوي، (صحیح  البخاري، 5051). او د سورة البقرة د تلاوت خو ډیر فضلیتوته اوګټې دي، له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل له خپلو کورونو هدیرې مه جوړوئ او په کوم کور کې چې سورة البقرة لوستل کېږي شیطان له هغه کور کرکه کوي، (صحیح المسلم، 780). همدراز د سورة البقرة د لوستلو ګټې خو د قیامت په ورځ پکار راځي چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي، له سیدنا ابوامامة رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وفرمایل، قران ولولئ چې د قیامت په ورځ به د هغه چا لپاره د سپارښتکوونکي په توګه راشي چې لوستلی يې دی. دوه رڼاوالا ولولئ، البقرة او سورة ال عمران، د قیامت په ورځ به دوی ددوه [سیوري کوونکو] وریځو، یادوه سیوریو، یابه د مرغیو د دوه ډلو په توګه راشي او دهغه چا لپاره به شفاعت کوي چې لوستلي يې دي. د سورة البقرة په لوستلو دوام کول رحمت دی او پریښوول يې خپګان دی، او جادوګر[کوډګر] ورسره مخامختیا نشي کولای، (صحیح المسلم، 804).  
_________________________

Popular posts from this blog

النساء، ښځې

سورة النساء عدد آياتها 176 وهي مدنية – نزلت بعد الممتحنة بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا 2. وَآتُوا الْيَتَامَىٰ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَىٰ أَمْوَالِكُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا 3. وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَىٰ فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَلَّا تَعُولُوا 4. وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا 5. وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامً

ال عمران، دعمران کورنۍ

سورة ال عمران عدد آياتها 200 وهي مدنية – نزلت بعد الأنفال   بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1 . الم 2 . اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ 3 . نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنزَلَ التَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ 4 . مِن قَبْلُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَأَنزَلَ الْفُرْقَانَ ۗ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ. 5 . إِنَّ اللَّهَ لَا يَخْفَىٰ عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ. 6 .  هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الْأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاءُ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ . 7 . هُوَ الَّذِي أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ ۖ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ ۗ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّ