سورة الفاتحة
وعدد آياتها 7 وهي مكية – نزلت بعد المدثر
1. بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
1. د الله په نوم چې ډير زیات مهربان، تل رحم والا دی.
2. ټولې بشپړې ستاینې یوازې د الله لپاره دي چې د ټولو
جهانونو پالوونکی دی.
3. ډیرزیات مهربان، تل رحم والا دی.
4. د جزا د ورځې اختیارمن دی.
5. یوازې ستا عبادت کوو او یوازې له تا مرسته غواړو.
6. موږ ته سمه لاره وښیه.
7. د هغو کسانو لاره چې تا ورباندې انعام کړی دی، نه د
هغو کسانو لاره چې تا ورباندې غوسه کړې ده او نه د هغو کسانو لاره چې بیلارې دي.