Skip to main content

النساء، ښځې

سورة النساء
عدد آياتها 176 وهي مدنية – نزلت بعد الممتحنة
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
1. يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا
2. وَآتُوا الْيَتَامَىٰ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَىٰ أَمْوَالِكُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا
3. وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَىٰ فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَلَّا تَعُولُوا
4. وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا
5. وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامًا وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلًا مَعْرُوفًا
6. وَابْتَلُوا الْيَتَامَىٰ حَتَّىٰ إِذَا بَلَغُوا النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُوا إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَأْكُلُوهَا إِسْرَافًا وَبِدَارًا أَنْ يَكْبَرُوا ۚ وَمَنْ كَانَ غَنِيًّا فَلْيَسْتَعْفِفْ ۖ وَمَنْ كَانَ فَقِيرًا فَلْيَأْكُلْ بِالْمَعْرُوفِ ۚ فَإِذَا دَفَعْتُمْ إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ فَأَشْهِدُوا عَلَيْهِمْ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ حَسِيبًا
1.     ای خلکو له خپل رب څخه وویریږئ هغه رب چې تاسې يې له یو نفس [ادم علیه السلام] څخه پیدا کړی، او له دې [نفس څخه] يې دده جوړه [حوا] پیدا کړه، او له دې دواړو څخه يې ډیر سړي او ډیرې ښځې خپرې [پیدا] کړې، او له الله وویریږئ هغه چې دده په نامه تاسې یو له بله سوال کوی او د خپلوۍ [له پریکون څخه وویریږئ]، بیشکه الله په تاسې ساتوونکی دی.
2.    او یتیمانو ته ددوی مالونه ورکړی او خپل ناکاره مالونه ددوی له ښو مالونو سره مه بدلوی، او ددوی جایدادونه له خپلو [جایدادونو] سره مه یوځای کوی، بیشکه دا ډیره لویه ګنا ده.
3.     او که تاسې وویریږئ چې له یتیمو نجونو سره به عدل ونه شی کړی، نو له نورو ښځو څخه چې ستاسې خوښې  وي دوه یا درې یا څلور په نکاح واخلی، خو که ویره لری چې عدالت به ټینګ نه شی کړی بیا یوه ښځه وکړی یا هغه وینځې چې تاسې يې مالکان یاست، دا کار دېته نژدې دی چې تاسې ظلم ونه کړی.
4.     او ښځو ته ددوی مهر په خوښۍ سره ورکړی، خو که هغه پخپله خوښه له دې [مهر څخه] تاته یو څه بیرته درکړي نو په خوند او مزې سره يې خوری.  
5.     او تاسې خپل مالونه بې عقلانو ته مه ورکوئ [مه سپارئ] هغه مالونه چې تاسې ته الله د ګزران [او روزي] سبب ګرځولي دي، خو له دې [مال څخه] دوی ته خوراک او جامې ورکوئ، او دوی ته معروفه [ښه] خبره کوئ.
6.    او تاسې ترهغې پورې یتیمان  وازمايي چې دوی د نکاح حد ته ورسیږي، نو که له دوی څخه [د مال په ساتنه او معاملاتو کې] تاسې هوښیار وموندل نو هغوی ته ددوی مالونه وسپارئ، او تاسې په زیاتي [اسراف] سره دا [د یتیمانو مالونه] مه خورئ چې دوی به لوی شي[او دا مالونه به واخلي]، هرڅوک چې بیوزلی وي نو دا مال دې په ښه توګه [حساب سره] وخوري، نو کله چې تاسې دوی[یتیمانو] ته مالونه سپاری په دوی شاهدان ونیسئ، او الله د محاسبې لپاره کافي دی.
7. لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ ۚ نَصِيبًا مَفْرُوضًا
8. وَإِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ أُولُو الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينُ فَارْزُقُوهُمْ مِنْهُ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلًا مَعْرُوفًا
9. وَلْيَخْشَ الَّذِينَ لَوْ تَرَكُوا مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَافًا خَافُوا عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا اللَّهَ وَلْيَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا
10. إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَىٰ ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا ۖ وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا
11. يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ ۖ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ ۚ فَإِنْ كُنَّ نِسَاءً فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ ۖ وَإِنْ كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ ۚ وَلِأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِنْ كَانَ لَهُ وَلَدٌ ۚ فَإِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُ وَلَدٌ وَوَرِثَهُ أَبَوَاهُ فَلِأُمِّهِ الثُّلُثُ ۚ فَإِنْ كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلِأُمِّهِ السُّدُسُ ۚ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ ۗ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ لَا تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا ۚ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا
7.     د نارینه لپاره په هغه څه کې ونډه ده چې مور او پلار او نژدې خپلوانو روسته پریښي وي، او د ښځو لپاره په هغه څه کې ونډه ده چې مور او پلار او نژدې خپلوانو روسته پریښي وي، که دا لږ وي یا ډیر وي، داونډه فرض ده.
8.    که نور خپلوان، یتیمان او اړمن خلک د تقسیم پرمهال حاضر وو، نو له دې مال څخه [یوڅه] هغوی ته ورکړی، او له هغوی سره نیکې خبرې کوئ.
9.     هغه کسان دې [د یتیمانو په زیان] وویریږي چې روسته کمزوری اولاد پریږدي نو په دوی اندیښمن اوسئ، او له الله وویریږئ او دوی ته سمه خبره وکړئ.
10.     بیشکه هغه کسان چې په ظلم سره د یتیمانو مالونه خوري بیشکه پخپلو ګیډو کې د جهنم اور اچوي، او دوی به سخت اور ته ژر ننوځي.
11.        الله تاسې ته ستاسې د اولادونو په اړه حکم کوي، د زوی ونډه د دوه لوڼو د ونډې هومره ده، نو که دا [یتیم] اولاد له دوو څخه ډيرې لوڼې وي، ددوی لپاره دوه دریمې برخې [دوه ثلثه] له هغه مال څخه ده چې مړي روسته پریښی دی، او که [یتیمه] یوه لور وه نو د هغې لپاره د ترکې نیمايي دی، او که دی [مړی] زوی ولري نو دده له مور او پلار څخه هر یوه ته له هغه مال څخه شپږمه برخه ده ‏چې هغه[مړي] روسته پریښی دی، که د مړي زوی نه وي او یوازې مور او پلار يې ترې میراث وړي نو دده د مور لپاره د ترکې دریمه برخه ده [او پاتې مال يې د پلار دی]، او که د مړي وروڼه[یا خوندې]وي نو دده مورته شپږمه برخه رسیږي، داټول د یو وصیت له بشپړیدا روسته دي چې [مړي] کړی دی او [د مړي] د پور له اداکولو روسته. ستاسې پلرونه یا ستاسې زامن، تاسې نه پوهیږی چې کوم یو تاسې ته په ګټه کې نژدېتره دی، دا[احکام] د الله له خوا [ټاکل شوی] فرض دی او بیشکه الله پوه او حکیم دی.
12. وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُنَّ وَلَدٌ ۚ فَإِنْ كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ ۚ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ ۚ وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِنْ لَمْ يَكُنْ لَكُمْ وَلَدٌ ۚ فَإِنْ كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُمْ ۚ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ ۗ وَإِنْ كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلَالَةً أَوِ امْرَأَةٌ وَلَهُ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا السُّدُسُ ۚ فَإِنْ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْ ذَٰلِكَ فَهُمْ شُرَكَاءُ فِي الثُّلُثِ ۚ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَىٰ بِهَا أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَارٍّ ۚ وَصِيَّةً مِنَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ
13. تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ ۚ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ وَذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ
14. وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُهِينٌ
12.     او تاسې ته د هغه مال نیمايي ده چې ستاسې ښځو پریښی دی که ددې ښځو اولاد نه وي، اوکه ددې ښځو اولاد وي نو د ستاسې لپاره د هغه مال څلورمه برخه ده چې دې ښځو پریښی وي، دا له هغه وصیت روسته چې  دې[ښځو] کړی وي یا د پور له اداکولو روسته [چې په دې ښځو وي]، او که ستاسې اولاد نه وي نو دې ښځو ته له هغه مال څخه څلورمه برخه ده چې تاسې پریښی وي، نو که ستاسې اولاد وو نو بیا دې ښځو ته له هغه مال څخه اتمه برخه ده چې تاسې پریښی دی دا له وصیت سپارښت روسته چې تاسې کړی وي یا د پور له اداکولو روسته، او که له یو بې اولاده سړي میراث وړل کېږي یا بې اولاده ښځه وي خو ددې مړي یو ورور یا یوه خور وي نو دې ورور او خور هریوه ته شپږمه برخه ده خو که [ بې اولاده سړي یا بې اولاده ښځې نور وروڼه او خوندې لرل] نو دوی ټول د ترکې په دریمه برخه کې شریکان دي دا د وصیت له سپارښت روسته چې شوی وی یا د پور له اداکولو روسته خو [په دې شرط چې په دې وصیت کې] نورو ته زیان ونه رسيږي. داد الله حکم دی او الله پوه او بردباره دی.
13.    دا حدود دي چې د الله له خوا ټاکل شوي دي او هرڅوک چې د الله تابعداري وکړي او د هغه د رسول نو الله به يې جنتونو ته داخل کړي چې [د ماڼیو او ونو] لاندې يې ویالې بهیږي دوی به د تل لپاره په کې وي، او دا ډیر لوی بری دی. 1
14.  او هغه څوک چې د الله او د رسول نافرماني وکړي او د الله له حدودو څخه تیری وکړي، نو الله به دتل لپاره هغه د جهنم اور ته داخل کړي او دده لپاره شرموونکی عذاب دی.  2
15. وَاللَّاتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِنْ نِسَائِكُمْ فَاسْتَشْهِدُوا عَلَيْهِنَّ أَرْبَعَةً مِنْكُمْ ۖ فَإِنْ شَهِدُوا فَأَمْسِكُوهُنَّ فِي الْبُيُوتِ حَتَّىٰ يَتَوَفَّاهُنَّ الْمَوْتُ أَوْ يَجْعَلَ اللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا
16. وَاللَّذَانِ يَأْتِيَانِهَا مِنْكُمْ فَآذُوهُمَا ۖ فَإِنْ تَابَا وَأَصْلَحَا فَأَعْرِضُوا عَنْهُمَا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ تَوَّابًا رَحِيمًا
17. إِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَى اللَّهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السُّوءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِنْ قَرِيبٍ فَأُولَٰئِكَ يَتُوبُ اللَّهُ عَلَيْهِمْ ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا
18. وَلَيْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ حَتَّىٰ إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ إِنِّي تُبْتُ الْآنَ وَلَا الَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ ۚ أُولَٰئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا
19. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَحِلُّ لَكُمْ أَنْ تَرِثُوا النِّسَاءَ كَرْهًا ۖ وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلَّا أَنْ يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ ۚ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ فَإِنْ كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَىٰ أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا
15.     او ستاسې له ښځو څخه هغه ښځې چې راځي بدلمنۍ [زنا] ته نو په دوی څلور [مسلمانان] شاهدان وغواړی، که [څلورواړوشاهدانو] شاهدي وویله نو دا ښځې په کوټو کې بندې کړی ترهغې چې ومري، یا، الله ورته بله کومه لاره وټاکي.
16.    او له تاسې څخه هغه دواړه سړي چې دې [زنا] ته راځي نو دوی وځوروئ، نو که دې دواړو توبه وویستله او خپل عمل يې سم کړ بیايي پریږدئ، بیشکه چې الله ښه توبه قبلوونکى ډير رحم والا دی.
17.     بیشکه د الله له خوا توبه[ قبلول] د هغه چا لپاره دي چې دوی په ناپوهۍ سره ناکاره [عملونه] کړي دي بیا دوی ژر توبه وباسي، دا هغه کسان دي چې الله يې توبه قبلوي، او الله پوه او حکمت والا دی.
18.     او د هغو کسانو لپاره دتوبې [د قبلولو ژمنه] نشته چې دوی ترهغې ګناهونه کوي چې یو له دوی ته مرګ حاضر شي، نو وايي چې بیشکه اوس ما توبه وویستله. او د هغو کسانو توبه نه قبلیږي چې دوی په داسې حال کې مړه شي چې کافران وي، ددغو کسانو لپاره موږ دردناک عذاب تیار کړی دی.

19.     ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی، ستاسې لپاره حلاله نه ده چې په زوره د ښځو وارث شی، او هغوی تر فشار لاندې مه نیسی،  ددې لپاره چې[دفشار له لارې] د هغه څه یوه برخه [بیرته] واخلی چې تاسې هغوی ته ورکړي دي، خو داچې هغوی ښکاره بد عمل وکړي، او له هغوی سره دمهربانۍډک چلند وکړئ، او که دا ښځې ستاسې خوښې نه وي ښايي چې تاسې به یو داسی شی نه خوښوی چې په هغه کې به الله [ستاسې لپاره] ډير خیر ایښی وي. 
20. وَإِنْ أَرَدْتُمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَكَانَ زَوْجٍ وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنْطَارًا فَلَا تَأْخُذُوا مِنْهُ شَيْئًا ۚ ‏أَتَأْخُذُونَهُ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا
‏21. وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُ وَقَدْ أَفْضَىٰ بَعْضُكُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ وَأَخَذْنَ مِنْكُمْ مِيثَاقًا غَلِيظًا
‏22. وَلَا تَنْكِحُوا مَا نَكَحَ آبَاؤُكُمْ مِنَ النِّسَاءِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ۚ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَمَقْتًا وَسَاءَ ‏سَبِيلًا
‏23. حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالَاتُكُمْ وَبَنَاتُ الْأَخِ وَبَنَاتُ ‏الْأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ اللَّاتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ مِنَ الرَّضَاعَةِ وَأُمَّهَاتُ نِسَائِكُمْ وَرَبَائِبُكُمُ ‏اللَّاتِي فِي حُجُورِكُمْ مِنْ نِسَائِكُمُ اللَّاتِي دَخَلْتُمْ بِهِنَّ فَإِنْ لَمْ تَكُونُوا دَخَلْتُمْ بِهِنَّ فَلَا ‏جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلَائِلُ أَبْنَائِكُمُ الَّذِينَ مِنْ أَصْلَابِكُمْ وَأَنْ تَجْمَعُوا بَيْنَ الْأُخْتَيْنِ إِلَّا مَا قَدْ ‏سَلَفَ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا

20.     خو که تاسې د یوې ښځې په ځای د بلې ښځې د [نکاح] کولو اراده وکړه او تاسې له دوی څخه یوې ته [په مهر کې] ډیر مال ورکړی وي نو تاسې له هغه مال څخه هیڅ شی بیرته مه اخلی، ایا تاسې په ناحقه او په ښکاره ګنادغه مال اخلی؟
21.    او تاسې به هغه مال څنګه اخلی چې بیشکه له ځینو ستاسې څخه ځینې نورو ته ‏رسیدلي او دوی [ښځو] له تاسې څخه کلک تړون اخیستی دی. 
22.     او هغه ښځې په نکاح مه اخلئ چې ستاسې پلرونو نکاح کړي دي خو هغه چې له ‏دې مخکې تیر شوي دي، بیشکه دا کار [زښت] ډیر ناکاره او ډیره له کرکې ‏ډکه او بده لاره ده. 
23.     په تاسې حرامې کړی شوي دي ستاسې میندې، ستاسې لوڼې، ستاسې خویندې، ستاسې تروریانې [عمه ګانې]، ستاسې وریرې، ستاسې خورځې، ستاسې هغه میندې چې تاسې ته يې تی درکړی دی، او د تي رودولو له پلوه ستاسې خویندي، او ستاسې د ښځو میندې، او [په تاسې حرامې کړی شوي دي] ستاسې برکټیانې [له پخواني میړه څخه د ښځې اولاد] چې ستاسې په غیږ کې يې [روزنه شوې] ده او له هغو ښځو څخه پیدا شوي دي چې تاسې ورسره نژدېوالی کړی دی، خو که تاسې [دبرګټیانو] له میندو سره نژدېوالی نه وي کړی[پرته له نژدېوالي طلاقه شوي وي] نو په تاسې د برګټیانو [په نکاح]  هیڅ ګنا نشته. او [په تاسې حرامې کړی شوي دی] ستاسې د زامنو ښځې هغه چې ستاسې له شاګانو څخه [پیدا شوي] دي، او د دوه خویندو ترمنځ جمع [په تاسې حرامه کړی شوې ده] خو هغه چې پخوا تیرې شوي دي[له اسلام مخکې یا له دې حکم څخه مخکې]، بیشکه الله ښه بښوونکی ډير رحم والا دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1. د 13 ایت په اړه یادونه: په دې ایت کې جنت ته د تلو لاره چاره ښوول شوې ده. ددې ایت حکم دادی چې په هره مساله کې باید هر مسلمان د الله سبحانه تعالی اتباع او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع وکړي او د خپلو مسالو حل په قران کریم او د نبي صلی الله علیه وسلم په سنتو کې ولټوی. نو هله به جنت وګټي.
2. د 14 ایت په اړه یادونه: په دې ایت کې د هغه چا لپاره خبرداری دی چې د الله سبحانه تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع نه کوي، د خپلو مسایلو حل له قران او سنتو څخه پرته په بل ځای کې ګوري، نو دا کار د الله سبحانه تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښکاره او څرګنده نافرماني ده. ددې دلیل په سورة المايدة کې  دی، هلته چې الله سبحانه تعالی فرمايي: وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ، (المائدة، 44 ایت)، ژباړه: ''او هغه څوک چې په هغه څه پریکړه نه کوي چې الله نازل کړی دی دغه کسان کافران دي''. همداراز د همدې سورة په بل ایت کې الله سبحانه تعالی فرمايي: وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ، (المائدة، 45)، ژباړه: "او هغه څوک چې په هغه څه پریکړه نه کوي چې الله نازل کړی دی دغه کسان ظالمان دي". همداراز د همدې سورة په بل ایت کې الله سبحانه تعالی فرمايي: وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ، (المائدة، 47)، ژباړه:"او هغه څوک چې په هغه څه پریکړه نه کوي چې الله نازل کړی دی دغه کسان فاسقان دي".  په توګه مالومه شوه چې هغه کسان چې له قران او سنتو پرته په بل څه پریکړې کوي دا دريواړه صفتونه [کافر، ظالم او فاسق] خپلوي. د سورة المائدة د پورتنیو ایتونو حکم دادی چې پریکړې باید په قران او سنتو  وشي. الله سبحانه تعالی قران نازل کړی دی او د نبي صلی الله علیه وسلم سنت [صحیح حدیث] يې نازل کړي دي. ځينې به وايي چې صحیح حدیث خو د نبي صلی الله علیه وسلم خبرې دي؟ ځواب يې دادی چې هو داد نبي صلی الله علیه وسلم خبرې دي خو موږ د الله رب العالمین فرمان لرو چې فرمايي: وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى، إِنْ هُوَ إِلاَّ وَحْيٌ يُوحَى، ‏(نجم، 3-4 ایتونه)، ‏ژباړه:''[رسول الله صلی الله علیه وسلم] له ځانه [له خپل خواهش څخه] خبرې نه کوي، نه ‏دي دده خبرې خو وحیه ده چې ده ته کېږي''. ‏دادی مالومه شوه چې د نبي صلی الله علیه وسلم صحیح احادیث هم د الله سبحانه تعالی له خوا نازل شوي دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پنځم جز

د سورة النساء له 24 ایت څخه تر 147 ایت پورې


24. وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاءِ إِلَّا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۖ كِتَابَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ وَأُحِلَّ لَكُمْ مَا وَرَاءَ ذَٰلِكُمْ أَنْ تَبْتَغُوا بِأَمْوَالِكُمْ مُحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ ۚ فَمَا اسْتَمْتَعْتُمْ بِهِ مِنْهُنَّ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَاضَيْتُمْ بِهِ مِنْ بَعْدِ الْفَرِيضَةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا

25. وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ مِنْكُمْ طَوْلًا أَنْ يَنْكِحَ الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ فَمِنْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ مِنْ فَتَيَاتِكُمُ الْمُؤْمِنَاتِ ۚ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِكُمْ ۚ بَعْضُكُمْ مِنْ بَعْضٍ ۚ فَانْكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ مُحْصَنَاتٍ غَيْرَ مُسَافِحَاتٍ وَلَا مُتَّخِذَاتِ أَخْدَانٍ ۚ فَإِذَا أُحْصِنَّ فَإِنْ أَتَيْنَ بِفَاحِشَةٍ فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى الْمُحْصَنَاتِ مِنَ الْعَذَابِ ۚ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَشِيَ الْعَنَتَ مِنْكُمْ ۚ وَأَنْ تَصْبِرُوا خَيْرٌ لَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ

26. يُرِيدُ اللَّهُ لِيُبَيِّنَ لَكُمْ وَيَهْدِيَكُمْ سُنَنَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَيَتُوبَ عَلَيْكُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

24.     او میړوښې ښځې [په تاسې حرامې دي] خو هغه چې ستاسې ښي لاسونه يې مالکان شوي دي [پاک لمنې وینځې]، داد الله حکم دی چې په تاسې يې مقرر کړی دی،  او ستاسې لپاره له دې پرته [نورې] هغه حلالې دي، په دې شرط چې تاسې پخپلو مالونو ددوی طلب وکړی [دمهر په بدل کې يې نکاح کړی] او [په دې نکاح سره د خپل دین] ساتوونکي شی، نه زناکوونکي. نو هغه ښځې چې له دوی څخه تاسې په نکاح واخیستې د یوې فریضې په توګه يې دوی ته مهر ورکړی، او په هغه څه چې د مهر له ټاکلو روسته هوکړه وکړی په تاسې هیڅ ګنا نشته،  بیشکه الله ښه پوه دی، ډیرحکمت والا دی.

25.    او هغه څوک چې ددې وس نه لري چې اصیلې مومنانې [ښځې] په نکاح واخلي، نو له هغو ایمان لرونکو وینځو څخه په نکاح واخلئ چې ستاسې ښي لاسونه يې مالکان شوي دي، او ستاسې ایمان الله ته ښه مالوم دى، ځينې ستاسې له ځينو نورو یاست[ ټول ديوه پلار ادم اولاد یاست] نو د بل چا وینځې د خاوندانو په اجازې سره په نکاح واخلئ او په معروفه [ښه] توګه يې مهر ورکړئ خو چې دا وینځې له بدلمنۍ څخه پاکې [عفیفې ساتل شوې] وي، په ښکاره توګه زناکوونکې نه وي او نه د پټو یارانو نیوونکې وي، نو کله چې دوی میړوښه کړی شوې بیا که دوی له بدکارۍ [زنا]سره راغلې ‏نو په دوی باندې د هغې سزا [شرعي حد] نیمايي ده چې په اصیلو ښځو دی، د وینځو دا نکاح اخیستنه له تاسې څخه د هغه چا لپاره ده چې له زیان [په بد لمنۍ کې له ښکیلتیا څخه] ویریږي،  او داچې تاسې صبر وکړی [روژې ونیسئ او ځان وساتی] دا درته غوره ده، او الله ښه بښوونکی دی، ډير رحم والا دی.

26.     الله اراده لري ‏چې تاسې ته [شرعي احکام] ‏بيان کړي او تاسې ته ‏ دهغوکسانو لاره ‏وښيي چې له تاسې څخه مخکې وو [انبیاء او نیکان] او ستاسې توبه قبوله کړي  او الله [دستاسې په پټواوښکاره وو] ښه پوه دی او ښه حکمت والا دی.

27. وَاللَّهُ يُرِيدُ أَنْ يَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَيُرِيدُ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الشَّهَوَاتِ أَنْ تَمِيلُوا مَيْلًا عَظِيمًا

28. يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُخَفِّفَ عَنْكُمْ ۚ وَخُلِقَ الْإِنْسَانُ ضَعِيفًا

29. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ ۚ وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا

30. وَمَنْ يَفْعَلْ ذَٰلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا

31. إِنْ تَجْتَنِبُوا كَبَائِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُمْ مُدْخَلًا كَرِيمًا

32. وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبُوا ۖ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبْنَ ۚ وَاسْأَلُوا اللَّهَ مِنْ فَضْلِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا

33. وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَالِيَ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ ۚ وَالَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَانُكُمْ فَآتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا

27.     اوالله اراده لري چې ستاسې توبه قبوله کړي او هغه کسان چې د هوا او هوس تابعداري کوي اراده لري چې په ډیرو لویو کږیدلو سره تاسې کاږه شی.

28.    الله اراده لري چې له تاسې څخه بار سپک کړي، او انسان کمزوری [ضعیف] هست کړی شوی دی.

29.     اى هغوکسانوچې ايمان مو راوړى دى، پخپلو منځونو کې د یو بل مالونه په ناروا توګه مه خورئ خو ددواړو خواوو په خوښه يې [په رواتوګه] خورئ، او تاسې خپل ځانونه [یو بل] مه وژنی، بیشکه چې الله په تاسې باندې تل مهربان دی.

30.     او هرڅوک چې دا په ظلم او له حق څخه په تیریدلو  وکړي، نو ژر به موږ هغه اور ته داخل کړو، او دا الله ته ډیر اسان دي.

31.     که تاسې له لویو ګناهونو څخه ځان وساتی له هغو [ګناهونو] چې تاسې منع یاست نو موږ به ستاسې صغیره ګناهونه له تاسې لرې کړو او تاسې به د ننوتلو ډیر ښکلي ځای ته داخل کړو.

32.    او تاسې د هغه شي ارمان مه کوی چې په هغه سره الله غوره ګرځولی دي ځینې ستاسې په ځینو نورو، د نارینه وو لپاره له هغه شي څخه برخه ده چې دوی کړی دی، او د ښځو لپاره له هغه شي څخه برخه ده چې دوی کړی دی،  تاسې د الله له فضل څخه له ده [الله] سوال کوئ، بیشکه الله په هرڅه پوه دی.

33.     او د هریوه [نارینه او ښځې] لپاره موږ له هغه څه وارثان ګرځولي دي چې ددوی مور او پلار  او نورو خپلوانو پريښی وي، او له هغو کسانو سره چې ستاسې [ددوستۍ] لوز دی نو دوی ته يې برخه ورکوئ، بیشکه چې الله په هرشي شاهد دی.

34. الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ ۚ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ ۚ وَاللَّاتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ ۖ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا


35. وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا


36. وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا ۖ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنْبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ مَنْ كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًا


37. الَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ وَيَكْتُمُونَ مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ۗ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُهِينًا
34.     سړي په ښځو له دې کبله واکمن دي چې الله ځينې ددوى ته ددوی په ځينونورو ‏فضلیت ورکړی او له دې کبله چې دوی له خپلو مالونو څخه [په دې ښځو] لګښت کوي، نو نیکې ښځې حکم منونکې دي، د هغه څه له کبله چې الله [ددوی لپاره] ساتلي دي، [د خاوند] په نشتوالي کې [د هغه د حقونو او رازونو] ساتنه کوي، له هغو ښځو څخه چې تاسې د سرغړونې ویره لری هغوی ته پند اونصیحت وکړی، [که خبره يې ونه منله بیا] بستره ترې بیله کړی، [که دې کار پرې اغیز ونه کړ] بیايي ووهئ، خو که [یوځل بیايي] ستاسې تابعداري وکړه بیا ددوی پخلاف د کومې لارې په لټه کې مه کېږئ، بیشکه الله د لوړې مرتبې خاوند او ستر دی.
35.    او که تاسې د میړه او ښځې ترمنځ له مخالفت څخه ویریږئ نو د سړي له خپلوانو څخه یو منځګړی ولیږئ او بل منځګړی د ښځې له خپلوانو څخه [ولیږئ]، که دوی [میړه او ښځه] د جوړښت اراده لري نو الله به ددوی ترمنځ جوړښت[اصلاح] پیدا کړي، بیشکه الله [ستاسې په کورنیو مسالو] ښه پوه دی [دمنځګړیو په موخو] ښه خبرداردی.
36. او تاسې یوازې د الله عبادت کوئ ‏ او له ده سره هيڅ شى مه شريکوئ،  او له مور او پلار سره په نیکۍ سره [نیکي] کوئ او له خپلو خپلوانو سره نیک چلند کوئ، او له يتيمانو سره[نیکي کوئ]، اوله بیوزلو سره [نیکي کوئ]، او له ګاونډیانو سره چې نژدې وي او له ګاونډیانو سره چې لرې وي [نیکي کوئ] او له هغه ملګري سره [نیکي کوئ] چې ستاسې په څنګ کې وي او له مسافرو سره [نیکي کوئ]،  او له هغو [وينځو، مريو] سره نیکي کوئ چې ستاسې ښي لاسونه يې مالکان وي،بیشکه هغه څوک د الله نه دی خوښ چې ډیرکبرجن ډيرفخرکوونکى وي.
37.     هغه کسان هم [د الله نه دي خوښ] چې دوی بخيلي کوي او نورو خلکو ته دبخيلۍ امر کوي، او دوی هغه شى پټوي چې دوى ته الله له خپل رحمت څخه ورکړى دى، او موږ کافرانو ته رسواکوونکی عذاب چمتو کړی دی.

38. وَالَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ ۗ وَمَنْ يَكُنِ الشَّيْطَانُ لَهُ قَرِينًا فَسَاءَ قَرِينًا
39. وَمَاذَا عَلَيْهِمْ لَوْ آمَنُوا بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقَهُمُ اللَّهُ ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِهِمْ عَلِيمًا
40. إِنَّ اللَّهَ لَا يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ ۖ وَإِنْ تَكُ حَسَنَةً يُضَاعِفْهَا وَيُؤْتِ مِنْ لَدُنْهُ أَجْرًا عَظِيمًا


41. فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَىٰ هَٰؤُلَاءِ شَهِيدًا


42. يَوْمَئِذٍ يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَعَصَوُا الرَّسُولَ لَوْ تُسَوَّىٰ بِهِمُ الْأَرْضُ وَلَا يَكْتُمُونَ اللَّهَ حَدِيثًا


43. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَىٰ حَتَّىٰ تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ وَلَا جُنُبًا إِلَّا عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّىٰ تَغْتَسِلُوا ۚ وَإِنْ كُنْتُمْ مَرْضَىٰ أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِنْكُمْ مِنَ الْغَائِطِ أَوْ لَامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا


44.أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنَ الْكِتَابِ يَشْتَرُونَ الضَّلَالَةَ وَيُرِيدُونَ أَنْ تَضِلُّوا السَّبِيلَ

38.     او هغه کسان [د الله نه دي خوښ] چې خلکو ته د ځانښوونې [ریا] لپاره خپل مالونه لګوي او په الله باندې ايمان نه لري‏ او نه د قیامت په ورځ [ایمان لري]، اودهرچاچېشيطان ملګری وي، نو ‏[دا شيطان] ډير بد ملګری دی.
39.    اوڅه [زیان] به رسیدلی وو دې کفارو ته که دوى په الله ايمان راوړى واى ‏او د قیامت په ورځ باندې[يې ایمان راوړی وای]، او له هغه څه [مال]څخه يې ځینې لګولي وای چې دوی ته الله روزي کړي دي، او الله ددوی [په ټولو کړنو] ښه پوه دی.
40.     بیشکه الله د یوې ذرې هومره ظلم نه کوي او که دا [ذره] نیکي وي نو هغه به دوه برابره کړي، او له خپله نزده به ‏[الله نیکي کوونکي ته] ډيرلوى ‏ثواب ورکړي.
41.     نو په هغه ورځ به څه حال وي چې له هرپخواني امت څخه موږ یو شاهد [ددوی له انبیاء وو څخه] راولو، او موږ [ستا په امت باندې] تا [محمد صلی الله علیه وسلم] د شاهد [په توګه] راولو.
42.     هغه کسان چې کافران شوي وو او د رسول نافرماني يې کړې وه په دې ورځ به هیله کوي چې کاشکې په دوى باندې ځمکه اواره کړی شوې واى، او دوی به له الله څخه هيڅ خبره نه پټوي.
43.    اى هغوکسانوچې ايمان مو راوړى دى تاسې د مستۍ[نشې] په حالت کې لمانځه ته مه نژدې کيږئ ‏ ترهغې چې تاسې په هغه شي پوه شی چې تاسې يې وايي، او نه په داسې حال کې چې تاسې جنب اوسئ [غسل درباندې اوښتی وي] خو په هغه حال کې چې تاسې په لاره تیرونکي اوسی تر دې چې غسل وکړی، او که تاسې [د جنابت یا بې اودسۍ په حالت کې] ناروغ اوسی،  یا په سفر وی، یا له تاسې څخه یو له بیدیا[له غټ اودس ماتي] راشي، یا له ښځو سره جنسي عمل[جماع] وکړي نو تاسې اوبه ونه مومی نو د پاکې ځمکې د مخ [دخاورې] په لوري اراده وکړئ او پخپلو مخونو مسح وکړئ او په دواړو لاسونو [تر څنګلو پورې]، بیشکه الله ښه عفوکوونکی دی[سختي اسانوي] ښه مغفرت کوونکى دی.
44.     ایا دهغو کسانو له حالته نه يې خبر چې دوی ته له کتاب څخه څه برخه ورکړل شوې ده دوی [د هدایت په بدل کې] ګمراهي اخلي [پېري] او دوی اراده لري چې تاسې [د حق] لاره ورکه کړی.
45. وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِأَعْدَائِكُمْ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَلِيًّا وَكَفَىٰ بِاللَّهِ نَصِيرًا


46. مِنَ الَّذِينَ هَادُوا يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَنْ مَوَاضِعِهِ وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَاسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍ وَرَاعِنَا لَيًّا بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِي الدِّينِ ۚ وَلَوْ أَنَّهُمْ قَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاسْمَعْ وَانْظُرْنَا لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ وَأَقْوَمَ وَلَٰكِنْ لَعَنَهُمُ اللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًا
47. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ آمِنُوا بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًا لِمَا مَعَكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَطْمِسَ وُجُوهًا فَنَرُدَّهَا عَلَىٰ أَدْبَارِهَا أَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّا أَصْحَابَ السَّبْتِ ۚ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا
48. إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ ۚ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَىٰ إِثْمًا عَظِيم
49. أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يُزَكُّونَ أَنْفُسَهُمْ ۚ بَلِ اللَّهُ يُزَكِّي مَنْ يَشَاءُ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا 
50. انْظُرْ كَيْفَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ ۖ وَكَفَىٰ بِهِ إِثْمًا مُبِينًا
51. أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنَ الْكِتَابِ يُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا هَٰؤُلَاءِ أَهْدَىٰ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا سَبِيلًا
45.     او الله ستاسې په دښمنانو ښه پوه دی، او الله کافي دی د ملاتړ کوونکي په توګه،  او الله کافي دی د مرسته کوونکي په توګه.
46.    ځینې له یهودانو څخه هغه کسان دي چې دوی خبرې له خپل ځایه اړوي، او دوی وايي موږ [قران او د نبي صلی الله علیه وسلم وینا] واوریده او موږ ونه منله، او [دوی وايي] واوره خو هیڅکله يې وانه ورې، او [دملنډو له مخې وايي] ''راعنا''چې د خپلې ژبې په اړولو سره دین ته پیغور ورکړي، خو که هغوی ویلي وای چې موږ واوریدل او موږ اطاعت وکړ او زموږ خبرې واوره او موږ ته وخت راکړه، بیشکه چې ددوی لپاره ښه او وړ[خبره] وه، خو ددوی د کفر له کبله الله په هغوی لعنت کړی دی، نو ایمان نه راوړي خو لږ شمیر [ایمان راوړي].
47.     ای هغو کسانو چې تاسې ته کتاب درکړل شوی دی په هغه څه ایمان راوړی چې موږ [په محمد صلی الله علیه وسلم] نازل کړي دي چې د هغه څه تصدیق کوونکی دی چې له تاسې سره دي،  مخکې له دې چې ددوی مخونه محوه کړو اوبیايي شاته وګرځوو، يا په هغوی لعنت وکړو لکه څنګه چې د شنبې په ملګرو [د یهودانو په یوه ډله چې نافرماني يې وکړه او د شنبې په ورځ يې کبان ونیول] موږ لعنت وکړ، او بیشکه د الله فرمان تل ترسره کیدونکی دی‏[خامخا عملي کېږي].
48.     بیشکه الله نه بښي داچې له ده [الله] سره شریک ونیول شي [الله شرک نه بښي]. او چاته چې يې خوښه شي له دې ښکته وربښي، او هرڅوک چې له الله سره شریک ونیسي بیشکه چې لویه ګنايې جعل [جوړه] کړه.
49.     ایا تا هغه کسان نه دي لیدلي چې ځانونه پاک ګڼي [ځانښوونه کوي]؟ بلکې، هرچاته چې د الله خوښه شي [له ګناهونو يې] پاکوي، او په دوی به [د خرما په زړي باندې د نښتي] نري تار هومره ‏ظلم ونشي.
50.    ته وګوره[اى محمد صلی الله علیه وسلم] چې دوى څنګه په الله باندې دروغ تړي، او دا [دروغ] ښکاره ګنا ده.
51.     اياتاهغوکسانوته نه دي کتلي ‏چې دوى ته ‏له کتاب څخه ‏برخه ‏ورکړى شوې ده په بت [یا سحر] او په شيطان باندې يې ايمان راوړى دی او دهغوکسانو په اړه چې کافران شوي دي دوی وايي چې ‏‏دا[کفار] ‏د لارې له پلوه ‏دهغوکسانو په پرتله ښه لاره موندونکي دي چې مؤمنان دي.
52. أُولَٰئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ ۖ وَمَنْ يَلْعَنِ اللَّهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ نَصِيرًا
53. أَمْ لَهُمْ نَصِيبٌ مِنَ الْمُلْكِ فَإِذًا لَا يُؤْتُونَ النَّاسَ نَقِيرًا
54. أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَىٰ مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ۖ فَقَدْ آتَيْنَا آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُمْ مُلْكًا عَظِيمًا
55. فَمِنْهُمْ مَنْ آمَنَ بِهِ وَمِنْهُمْ مَنْ صَدَّ عَنْهُ ۚ وَكَفَىٰ بِجَهَنَّمَ سَعِيرًا
56. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُوا الْعَذَابَ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا
57. وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۖ لَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ ۖ وَنُدْخِلُهُمْ ظِلًّا ظَلِيلًا
58. إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ ۚ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا
59. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ ۖ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا
52.     دوی هغه کسان دي چې الله پرې لعنت کړی دی، او الله چې په هرچا لعنت وکړي د هغه لپاره به هیڅکله مرستندوی ونه مومې.
53.    ایا په ملک[سلطنت]کې ددوی [یهودانو] کومه برخه شته؟ [یانې کومه برخه نه لري خو که داسې وای] نو دوی به دخرما د زړي د نرۍ پردې هومره څه خلکو ته نه وو ورکړي.
54.     بلکې دوی [یهودان] له خلکو [محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو مسلمانانو] سره په هغه څه کینه [بغض] لري چې هغوی ته الله له خپل فضل څخه ورکړی دی، نو بیشکه د ابراهیم اولادې ته موږ کتاب [تورات، زبور، انجیل او قران] او حکمت [شرعي پوهه] ورکړې ده او موږ  ډیر لوی سلطنت ورته ورکړی.
55.     نو ځینې له دوی [یهودانو] څخه هغه دي چې په ده [محمد صلی الله علیه وسلم] يې ایمان راوړ او ځينو يې له ده [محمد صلی الله علیه وسلم] څخه مخ وګرځاوو، او د دوزخ ایشیدونکی اور ددوی لپاره بس دی.
56.     بیشکه هغه کسان چې زموږ په ایتونو کافران شوي دي دوی به ژر اور ته ننباسو ، هرکله چې ددوی پوستکي پاخه شي نو موږ يې[سوزلی پوستکی] په بل [پوستکي] باندې بدلوو چې د عذاب خوند وڅکي، بیشکه چې الله غالب او حکیم دی.
57.    او هغو کسانو چې ایمان راوړی دی او نیک کارونه يې کړي دي ژر به دوی هغو باغونو ته ننباسو چې د ونو لاندې يې ویالې بهیږي، تل به په هغه کې وي، او هلته ددوی لپاره پاکې میرمنې دي، او هغوی ته به موږ په پراخو [او اراموونکو] سیورو کې استوګنه ورکړو. 
58.  بیشکه الله تاسې ته حکم کوي چې امانتونه يې خپلو خاوندانو ته بیرته ورکړئ او کله چې د خلکو ترمنځ پریکړه کوی نو په انصاف سره پریکړه وکړئ، یقینا ښه شی هغه دی چې الله يې په اړه تاسې ته پند درکوي، بیشکه الله ښه اوریدونکی ښه لیدونکی دی. 
59.  ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی د الله حکم ومنئ ‏او د الله ‏ د رسول[د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم] حکم ومنئ او په تاسې کې د مشرانو [دمومن مشر امر ومنئ چې د قران او سنتو له مخې پریکړه کوي]، نو بیا که تاسې په یو شي کې جګړه وکړه نو [دا مساله] الله او رسول ته وګرځوئ [قران او صحیح حدیثو ته] که تاسې په الله او د قیامت په ورځ ایمان لری. دا [د حق اتباع او د مسالو ور وړل قران او سنتو ته] ستاسې په خیر ده او د خاتمې [عاقبت] له پلوه ستاسې لپاره ښه [غوره] ده.
60. أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا
61. وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَىٰ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ رَأَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنْكَ صُدُودً
62. فَكَيْفَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ثُمَّ جَاءُوكَ يَحْلِفُونَ بِاللَّهِ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا إِحْسَانًا وَتَوْفِيقًا
63. أُولَٰئِكَ الَّذِينَ يَعْلَمُ اللَّهُ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُلْ لَهُمْ فِي أَنْفُسِهِمْ قَوْلًا بَلِيغً
64. وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ جَاءُوكَ فَاسْتَغْفَرُوا اللَّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُوا اللَّهَ تَوَّابًا رَحِيمًا
65. فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا
60.     ایا تا هغو کسانو ته نه دي کتلي چې [ظاهرا] ادعا لري بیشکه دوی په هغه څه ایمان راوړی دی چې په تا [محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم] نازل کړی شوی دی او په هغو کتابونو چې له تا مخکې نازل کړی شوي وو، خو دوی اراده لري چې خپلې [مسالې] طاغوت ته وروړي، او حال داچې دوی ته حکم شوی دی چې په دې [طاغوت] کافر شي او شیطان اراده لري چې دوی په لويې ګمراهۍ سره ګمراه کړي.
61.    او کله چې دې [منافقانو] ته وویل شي چې د هغه څه[قران] لوري ته راشئ چې الله نازل کړی دی او د الله د رسول د حکم لوري ته راشئ نو منافقان به ګورې چې په ګرځیدلو سره به له تا ګرځي[خپلې مسالې به د قران او سنتو په ځای بل چیرته وړي].
62.     نو ددوی حال به څه وي چې کله د هغه څه [ګناهونو] له کبله دوی ته کوم مصیبت ورسیږي چې ددوی لاسونو مخکې لیږلي دي[درسول الله صلی الله علیه وسلم دحکم نه منلبيابه دوى[اى محمد صلی الله علیه وسلم] تاته راشي چې په الله به قسمونه خوري چې موږ اراده نه وه کړ‌ې خو دښېګڼې [اصلاح] او بري.
63.     دوی هغه کسان دي چې الله په دوی پوهیږي چې په زړونو کې يې څه دي، نو له دوی لرې اوسه خو دوی ته پند ورکړه او دوی ته يې د نفسونو په اړه اغیزمنې خبرې وکړه.
64.     او موږ هیڅ رسول نه دی لیږلی خو ددې لپاره مو لیږلی دی چې دالله په اذن سره دده [د رسول] حکم ومنل شي،او کله چې دوی پخپلو ځانونو ظلم وکړي[د الله او د رسول نافرماني وکړي] که دوی تاته راغلي وای او له الله يې مغفرت غوښتلی وای او دوی ته رسول مغفرت غوښتی وای نو خامخا به دوی موندلی وو الله ښه توبه قبلوونکی او ډير رحم والا
65.    نو ستا په رب قسم دی چې دوی نه مؤمنان کيږي ترهغې چې دوی په هغه جګړه کې تا دریمګړی[حکم] کړي چې ددوی ترمنځ پيښه شوې ده او بیا دوی د هغه څه په اړه پخپلو زړونو کې خپګان ونه مومي [راضي شي] چې تايي په منځ کې پریکړه کړې ده او په منلو سره يې ومني‏[د زړه له کومي ستا پریکړه ومني] ‏.
66. وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ اقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ أَوِ اخْرُجُوا مِنْ دِيَارِكُمْ مَا فَعَلُوهُ إِلَّا قَلِيلٌ مِنْهُمْ ۖ وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُوا مَا يُوعَظُونَ بِهِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتًا
67. وَإِذًا لَآتَيْنَاهُمْ مِنْ لَدُنَّا أَجْرًا عَظِيمًا
68. وَلَهَدَيْنَاهُمْ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا
69. وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولَٰئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ ۚ وَحَسُنَ أُولَٰئِكَ رَفِيقًا
70. ذَٰلِكَ الْفَضْلُ مِنَ اللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ عَلِيمًا
71. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا خُذُوا حِذْرَكُمْ فَانْفِرُوا ثُبَاتٍ أَوِ انْفِرُوا جَمِيعًا
72. وَإِنَّ مِنْكُمْ لَمَنْ لَيُبَطِّئَنَّ فَإِنْ أَصَابَتْكُمْ مُصِيبَةٌ قَالَ قَدْ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيَّ إِذْ لَمْ أَكُنْ مَعَهُمْ شَهِيدًا
73. وَلَئِنْ أَصَابَكُمْ فَضْلٌ مِنَ اللَّهِ لَيَقُولَنَّ كَأَنْ لَمْ تَكُنْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُ مَوَدَّةٌ يَا لَيْتَنِي كُنْتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزًا عَظِيمًا
74. فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ ۚ وَمَنْ يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا
66.     او که موږ د ایمان [په مدعیانو]  دا فرض کړې واى ‏چې تاسې مړه کړئ خپل ځانونه يا له کورونو خپلو ووځئ [لکه  بني اسرا ییلو چې ځانونه وژلي او وتلي وو] نو دوى به هغه [ځانوژنه یا د کورونو پريښوول] نه وو کړي خو له دوی څخه به لږو کسانو،  او که  دوى هغه ‏څه کړي واى ‏چې په اړه يې دوی ته پند ورکول کېږي نو داکار به دوی ته ډيرغوره وو،  او د کلکوالي له پلوه به ډير ټينګ وو.
67.    او په دغه وخت کې به موږ له خپل دربارڅخه دوی ته ‏ډيرلوى اجر [جنت] ورکړى وو.
68.     او موږ به دوی سمې نیغې لارې [صراط المستقیم] ته برابرکړي وو.
69.     اوهرڅوک چې دالله او دالله د رسول اطاعت وکړي نو دوی به له هغو کسانو سره وي ‏چې الله ورباندې انعام کړی چې انبياء دي، او رښتیني [صدیقان] دي،  او ‏شهيدان دي،  او نیکان دي، او دوی ښه ملګري دي.
70.     داد الله له خوا فضل دی، او کافي دی الله  ښه پوه.
71.    اى هغوکسانو چې ايمان مو راوړى دى تاسې خپلې وسلې واخلئ[د الله په لار کې د جهاد لپاره تیارسی اوسئ] بيا ډلې ډلې ‏[غزاته] ‏ووځئ يا ټول يوځاى ووځئ.
72.     او بیشکه له تاسې څخه ځینې هغه څوک دي چې [جګړې ته] به په تللو کې تاخیر کوي،  او که تاسې ته کوم مصیبت در ورسیږي [مرګ ژوبله] نو دا [سرغړونکی منافق] وايي بیشکه په ماباندې الله انعام کړی دی چې زه له دوی سره [په جهاد کې] نه وم.
73.    که تاسې ته د الله فضل [په جګړه کې بری او غنیمت] ورسیږي نو دا[سرغړونکی منافق] به وايي ستاسې او دده ترمنځ هیڅ دوستي نه وه، نو [افسوس به کوي چې] کاشکې زه هم له دوی سره [ملګری] وای نو په ډیر لوی بری به بریالی شوی وم.
74.     نو هغه کسان دې د الله په لاره کې جګړه وکړي چې د اخرت په بدل کې دنیايي ژوند پلوري، او هرڅوک چې د الله په لاره کې [د رب العالمین یو والي ته د بلنې او ددین د پرمختګ لپاره] جګړه وکړي نو که د الله په لار کې ووژل شي یا بریالی شي [په دښمن غالب شي] نو ژر به موږ ده ته ډير لوی اجر ورکړو.
75. وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَٰذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا
76. لَّذِينَ آمَنُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُوا أَوْلِيَاءَ الشَّيْطَانِ ۖ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا
77. أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّوا أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْيَةِ اللَّهِ أَوْ أَشَدَّ خَشْيَةً ۚ وَقَالُوا رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَيْنَا الْقِتَالَ لَوْلَا أَخَّرْتَنَا إِلَىٰ أَجَلٍ قَرِيبٍ ۗ قُلْ مَتَاعُ الدُّنْيَا قَلِيلٌ وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ لِّمَنِ اتَّقَىٰ وَلَا تُظْلَمُونَ فَتِيلًا
78. أَيْنَمَا تَكُونُوا يُدْرِككُّمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنتُمْ فِي بُرُوجٍ مُّشَيَّدَةٍ ۗ وَإِن تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌ يَقُولُوا هَٰذِهِ مِنْ عِندِ اللَّهِ ۖ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَقُولُوا هَٰذِهِ مِنْ عِندِكَ ۚ قُلْ كُلٌّ مِّنْ عِندِ اللَّهِ ۖ فَمَالِ هَٰؤُلَاءِ الْقَوْمِ لَا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ حَدِيثًا
79. مَّا أَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللَّهِ ۖ وَمَا أَصَابَكَ مِن سَيِّئَةٍ فَمِن نَّفْسِكَ ۚ وَأَرْسَلْنَاكَ لِلنَّاسِ رَسُولًا ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا
75.     او په تاسې څه شوي دي چې د الله په لاره کې او د کړیدلیو نارینه وو، ښځو او ماشومانو د ملاتړ لپاره جګړه نه کوئ، هغوی چې وايي: ای زموږ ربه، موږ له دې ښار څخه چې اوسیدونکي يې ظالمان دي بیرون کړه او له خپله نزده په موږ یو سرپرست وټاکه، او زموږ لپاره له خپل نزده ملاتړی او مرستندوی وټاکه.
76.    هغه چاچې ایمان راوړی دی د الله په لار کې جګړه کوي، او هغوی چې کافر دي د طاغوت [د شیطان او د باطل] په لاره کې جګړه کوي، نو تاسې د شیطان د ملګرو په وړاندې جګړه وکړئ،  یقینا د شیطان دسیسې [او نقشې] کمزورې دي.
77.     ایا تا هغه کسان ونه لیدل چې هغوی ته وویل شول چې اوس له جګړې لاس په سر شئ [جګړه مه کوئ] او لمونځ قایم کړی او زکات ورکړئ، نو کله چې په دوی [بیا]جهاد فرض کړی شو، له دوی څخه یو شمیر ناڅاپه له خلکو وویریدل لکه دوی چې له الله ویریږي او [ان] له دې هم ډیر [ له خلکو ویریدل]، دوی وویل ای زموږ ربه، جهاد دې ولې په موږ فرض کاوو،  موږته دې ولې تر نژدې مودې پورې مهلت رانه کړ؟ [ای محمد صلی الله علیه وسلم] ورته ووایه ددنیا د ژوند خوند لنډ [اوتیرویستوونکی] دی، او د هغه چا لپاره چې له الله ویریږي د اخرت کور بهتره دی، او له تاسې سره به د نري تار هومره [چې د خرما په زړي باندې دی] ظلم ونه شي.
78.     په هرځای کې چې ياست تاسې ته مرګ در رسیږي[تاسې مومي]،  که څه هم په کلکو برج لرونکو کلاګلانو کې [هستوګن] اوسی، خو کله چې دوی ته ښه ورسیږي، دوی وايي داد الله له خوا دی، او که دوی ته بدي ورسیږي، دوی وايي چې داد ستا له خوا دي. ورته ووایه ټول د الله له خوا دي، نو په دې خلکو څه شوي دي چې حاضر نه دي چې په خبره  پوه شي.
79.     له ښو څخه چې هرڅه تاسې ته درسیږي د الله له خوا دي، خو کومه بدي چې تاسې ته درسیږي هغه ستاسې د نفس له خوا ده. او موږ د رسول په توګه ته ‏[ای محمد صلی الله علیه وسلم] ‏خلکو ته لیږلی یې، او الله د شاهد په توګه کافي دی. 
80. مَّن يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ ۖ وَمَن تَوَلَّىٰ فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا
81. وَيَقُولُونَ طَاعَةٌ فَإِذَا بَرَزُوا مِنْ عِندِكَ بَيَّتَ طَائِفَةٌ مِّنْهُمْ غَيْرَ الَّذِي تَقُولُ ۖ وَاللَّهُ يَكْتُبُ مَا يُبَيِّتُونَ ۖ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا
82. أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا
83. وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ ۖ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَىٰ أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ ۗ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلَّا قَلِيلًا
84. فَقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا تُكَلَّفُ إِلَّا نَفْسَكَ ۚ وَحَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ ۖ عَسَى اللَّهُ أَن يَكُفَّ بَأْسَ الَّذِينَ كَفَرُوا ۚ وَاللَّهُ أَشَدُّ بَأْسًا وَأَشَدُّ تَنكِيلًا
85. مَّن يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُن لَّهُ نَصِيبٌ مِّنْهَا ۖ وَمَن يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُ كِفْلٌ مِّنْهَا ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ مُّقِيتًا
86. وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا
80.     څوک چې د رسول [پیغمبر] اطاعت وکړي په حقیقت کې يې د الله اطاعت کړی دی، او څوک چې [د پیغمبر له امر څخه] سرغړونه وکړي، موږ ته [ای محمد صلی الله علیه وسلم]  په هغوی ساتوونکی نه يې لیږلی.
81.    او هغوی [ستا په وړاندې] وايي فرمانبردار یو، او کله چې دوی ستا له نزده لاړ شي، ددوی یوه ډله ستا د خبرو پخلاف د شپې پټې ناستې کوي، او هلته چې دوی هره نقشه باسي الله هغه لیکي، نو له هغوی مخ وګرځوه، او په الله توکل وکړه او کافي دی الله ښه کارساز[او مدافع].
82.     ایا دوی په قران کې تفکر نه کوي؟ که دا [قران] د غير الله له خوا وای نو دوی به په دې کې ډير اختلاف موندلی وو.
83.     او کله چې د امن یا ویرې یو خبر دوی ته ورسيږي هغه خپروي، خو که دا يې پیغمبر یا ددوی ترمنځ مسؤلو کسانو ته ورګرځولی وای، نو خامخا به ددې کار تدبیر هغو کسانو ته چې [ښه له بدو بیلولی او]  ایستلی شي، که تاسې باندې د الله فضل او د هغه رحم نه وای له څو کسانو پرته نورو ټولو د شیطان پيروي کوله.
84.     نو [ای محمد صلی الله علیه وسلم] د الله په لار کې جهاد وکړه، ته له خپل ځان پرته په بل چا مکلف نه يې، او مومنان [جهاد ته] وهڅوه، نژدې ده چې الله دکفارو جګړیز ځواک مهار[ختم] کړي، او الله د هیبت او قوت له پلوه ډیر سخت دی، او د سزا ورکولو له پلوه ډیر سخت دی.
85.    او هرڅوک چې سپارښت وکړي نیک سپارښت، نو له کبله به يې د هغه لپاره [د ثواب] یوه برخه وي، هرڅوک چې سپارښت وکړي ناکاره سپارښت، نو له کبله به يې د هغه لپاره یو بار ‏[د ګنا] ‏وي، او الله په هر شي باندې قدرت لرونکی دی.
86.     او هرکله چې تاسې ته په دعا سره دعا وکړی شي [څوک درته دعا وکړي] نو تاسې [هم دعاکوونکي ته]له هغې څخه په ښې دعا سره دعا وکړئ او یا هماغه وینا ور وګرځوئ[ددعاکوونکي دعا بیرته ورته تکرار کړئ] بیشکه چې الله په هر شي باندې ښه حساب کوونکی دی.
87. اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۗ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللَّهِ حَدِيثًا
88. فَمَا لَكُمْ فِي الْمُنَافِقِينَ فِئَتَيْنِ وَاللَّهُ أَرْكَسَهُم بِمَا كَسَبُوا ۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَهْدُوا مَنْ أَضَلَّ اللَّهُ ۖ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا
89. وَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُوا فَتَكُونُونَ سَوَاءً ۖ فَلَا تَتَّخِذُوا مِنْهُمْ أَوْلِيَاءَ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ فَإِن تَوَلَّوْا فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ ۖ وَلَا تَتَّخِذُوا مِنْهُمْ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا
90. إِلَّا الَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَىٰ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ أَوْ جَاءُوكُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَن يُقَاتِلُوكُمْ أَوْ يُقَاتِلُوا قَوْمَهُمْ ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ فَلَقَاتَلُوكُمْ ۚ فَإِنِ اعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَاتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْا إِلَيْكُمُ السَّلَمَ فَمَا جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًا
91. سَتَجِدُونَ آخَرِينَ يُرِيدُونَ أَن يَأْمَنُوكُمْ وَيَأْمَنُوا قَوْمَهُمْ كُلَّ مَا رُدُّوا إِلَى الْفِتْنَةِ أُرْكِسُوا فِيهَا ۚ فَإِن لَّمْ يَعْتَزِلُوكُمْ وَيُلْقُوا إِلَيْكُمُ السَّلَمَ وَيَكُفُّوا أَيْدِيَهُمْ فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ ۚ وَأُولَٰئِكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَيْهِمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا
87.     [همدا یو] الله دی، بل معبود نشته خو همدی دی، په یقین سره تاسې ټول د قیامت په ورځ چې هیڅ شک په کې نشته راغونډوي [د حساب کتاب او د اعمالو د جزا لپاره]، او څوک دي چې له الله څخه ډیر رښتیا ویوونکی وي؟ [بلکې هیڅوک نشته او الله سبحانه تعالی هیڅ شریک او سیال نه لري].
88.    په تاسې څه شوي دي چې د منافقانو په اړه په دوه ډلو ویشل شوي یاست، او الله هغوی د هغه څه له کبله [په تیروتنو او کفر کې] ډوب کړي [پرځولي] دي چې دوی ګټلي دي، ایا تاسې غواړی چې هغه چاته هدایت وکړی چې الله ګمراه کړي دي؟ الله چې څوک په ګمراهي اخته کړي د هغه لپاره به تاسې هيڅکله [د هدایت] لار پيدا نه شی کړی.
89.     دوی هیله لري چې تاسې ددوی په څیر کافر شی چې سره یو شان شی، نو له دوی څخه ملګري مه نیسئ تر هغې چې دوی د الله په لار کې هجرت وکړي، که [له اسلام او هجرت څخه يې] سرغړونه وکړه، نو هرځای چې مو  وموندل ونیسئ او قتل يې کړی، او د هغوی له منځه ملګری او مرستندوی مه نیسئ.
90.     خو هغه کسان چې له داسې خلکو سره یوځای شوي وي چې ستاسې او د هغوی ترمنځ [د سولې] تړون دی یا په داسې حال کې تاسې ته راشي چې د هغه زړه ستاسې خواته وي یا له خپل قوم سره يې جګړه بس کړې وي، که الله وغواړي هغوی په تاسې واکمنوي چې له تاسې سره جګړه وکړي، بیاکه دوی له تاسې سره له جګړې لاس واخلي او جګړه ونه کړي او تاسې ته د سولې  وړاندیز وکړي،  نو الله د هغوی پخلاف په تاسې باندې ‏[د جګړې د کولو] یو لامل [علت] نه دی ټاکلی.
91.     ته به یوه بله ډله ومومې چې غواړي له تاسې په امن کې شي، او له خپل قوم څخه په امن کې اوسي، او هروخت چې دوی کفر ته وګرځي په دې کې بیرته ډوبیږي، که دوی د ستاسې پخلاف له جګړې لاس په سر نه شي، یا تاسې ته د سولې وړاندیز ونه کړي، یا خپل لاسونه بند نه کړي، هرچیرته چې مو هغوی وموندل وېنیسئ او قتل يې کړی، دا هغه کسان دي چې موږ پرې تاسې ته څرګنده غلبه [تسلط] درکړی دی.
92. وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَأً ۚ وَمَن قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰ أَهْلِهِ إِلَّا أَن يَصَّدَّقُوا ۚ فَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ عَدُوٍّ لَّكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ ۖ وَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ فَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰ أَهْلِهِ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ ۖ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِّنَ اللَّهِ ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا
93. وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا
94. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ ۚ كَذَٰلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا

92.     د هیڅ مومن لپاره روا نه ده چې بل مومن ووژني خو د تیروتنې له مخې، او که څوک یو مومن په تیروتنې سره ووژني، باید یو مومن غلام ازاد کړي او د هغه کورنۍ ته د قتل بیه [پیسې] ورکړي، خو داچې هغوی [د مقتول کورنۍ] يې وبښي.  نو که [مقتول] دداسې خلکو وو چې له تاسې سره په جګړه کې دي او هغه مومن وو، نو یوازې د یو مومن غلام ازادول دي، خو که مقتول له داسې خلکو څخه وو چې له هغوی سره تاسې تړون لری، بیا د هغه کورنۍ ته د وینې د بیې ورکړه ده او د یو غلام ازادول دي، خو که چا [یو غلام] پيدا نشو کړی [یايي د غلام بیه پرې نشوه کړی]، نو بیادې دوه میاشتې پرله پسې روژه ونیسي، او دا تاسې ته د الله له خوا توبه ده، او الله ډیر پوه ډیر حکمت والا د
93.    خو که څوک یو مومن قصدا ووژني جزايي دوزخ دی چې په هغه کې به د تل لپاره وي، او الله په هغه باندې غوصه [غضب] کوي، او هغه له خپل رحمت څخه لرې کوي او د هغه لپاره يې لوی عذاب چمتو کړی د
94.     ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، کله چې د الله په لار کې [د جهاد لپاره] ووتلی او چاچې په تاسې سلام وکړ [د اسلام او سولې څرګندونه يې وکړه هغه ته] مه وايي چې ته مومن نه يې [او د اسلام کلمه دې له ویرې ویلې ده] تاسې ددنیا ګټه غواړی نو له الله سره د شتمنیو [غنایمو] لوې زیرمې دي [د ټولو شیانو خزانې له الله سره دي] تاسې هم مخکې همداسې وی بیا الله په تاسې احسان وکړ نو په راتلونکي کې پلټنه وکړئ او کوم اعمال چې تاسې کوی الله په ټولو خبر دی.
95.لَّا يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُولِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ ۚ فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً ۚ وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَىٰ ۚ وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا
96. دَرَجَاتٍ مِّنْهُ وَمَغْفِرَةً وَرَحْمَةً ۚ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
97. إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنتُمْ ۖ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الْأَرْضِ ۚ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا ۚ فَأُولَٰئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَسَاءَتْ مَصِيرًا
98. إِلَّا الْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ لَا يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةً وَلَا يَهْتَدُونَ سَبِيلًا
99. فَأُولَٰئِكَ عَسَى اللَّهُ أَن يَعْفُوَ عَنْهُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَفُوًّا غَفُورًا
100. وَمَن يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يَجِدْ فِي الْأَرْضِ مُرَاغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً ۚ وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
101. وَإِذَا ضَرَبْتُمْ فِي الْأَرْضِ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَقْصُرُوا مِنَ الصَّلَاةِ إِنْ خِفْتُمْ أَن يَفْتِنَكُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا ۚ إِنَّ الْكَافِرِينَ كَانُوا لَكُمْ عَدُوًّا مُّبِينًا
95.     هغه مومنان چې له زیان [ناروغۍ] پرته ‏له جهاد پاتې دي [په کور کې ناست دي] له هغو مجاهدینو سره یو شان نه دي چې د الله په لار کې له خپل مال او ځان سره جهاد کوي، الله هغو کسانو ته چې له خپل مال او ځان سره يې [د الله په لار کې] جهاد کړی پر هغو کسانو لویه مرتبه ورکړې چې په کورونو کې پاتې شوي دي، او الله ددوی هریوه ته نیکه ژمنه [د جنت] ورکړې ده، او الله مجاهدینو ته په لوی انعام سره پر ناستو کسانو ‏ لوړوالی [تفوق] ورکړی دی.
96.    د الله له خوا ‏[ددوی لپاره‏ په جنت کې] ‏لوړې مرتبې، بښنه او رحمت دی، او الله ښه بښوونکی او ډیر رحم والا دی.
97.     او هغه کسان چې پخپلو ځانونو ظلم کوي نو کله چې ملایک ددوی ساه قبض کړي نو[ملایک]له هغوی پوښتنه کوي چې تاسې په څه حال کې وی؟ دوی وايي موږ په ځمکه کې کمزوري [بې وسه او ضعیفان] وو، [ملایک بیا ورته] وايي ایا د الله ځمکه پراخه نه وه چې تاسې په هغې کې هجرت کړی وای، دداسې خلکو هستوګنه دوزخ دی او هغه بد ځای دی.
98.     خو له نارینه وو او ښځو او ماشومانو څخه هغه کمزوري [بې وسه] کسان چې نه څه چاره کولای شي او نه په لاره پوهیږي.
99.     نژدې ده چې الله داسې کسان وبښي او الله ډير ښه عفوکوونکی ډیر ښه بښوونکی دی.
100.    او څوک چې د الله په لار کې هجرت وکړي هغه په ځمکه کې ډیر ځایونه او پراخي [د خوړو او ارامي] مومي، او څوک چې له خپل کور څخه د الله او د رسول طرفته په هجرت ووت او بیا مرګ پرې راغی نو د هغه اجر د الله په ذمه شو، او الله ډیر ښه بښوونکی ډیر ښه رحم والا دی.
101.     او کله چې په ځمکه سفر کوی په تاسې کومه ګنا نشته چې خپل لمونځ لنډ [قصر] کړی خو په دې شرط چې ویره ولری چې کفار تاسې ته زیان رسوي، بیشکه چې کافران ستاسې ښکاره دښمنان دي.
102. وَإِذَا كُنتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلَاةَ فَلْتَقُمْ طَائِفَةٌ مِّنْهُم مَّعَكَ وَلْيَأْخُذُوا أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُوا فَلْيَكُونُوا مِن وَرَائِكُمْ وَلْتَأْتِ طَائِفَةٌ أُخْرَىٰ لَمْ يُصَلُّوا فَلْيُصَلُّوا مَعَكَ وَلْيَأْخُذُوا حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ ۗ وَدَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُم مَّيْلَةً وَاحِدَةً ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن كَانَ بِكُمْ أَذًى مِّن مَّطَرٍ أَوْ كُنتُم مَّرْضَىٰ أَن تَضَعُوا أَسْلِحَتَكُمْ ۖ وَخُذُوا حِذْرَكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا
103. فَإِذَا قَضَيْتُمُ الصَّلَاةَ فَاذْكُرُوا اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىٰ جُنُوبِكُمْ ۚ فَإِذَا اطْمَأْنَنتُمْ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ ۚ إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا
104. وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ ۖ إِن تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ ۖ وَتَرْجُونَ مِنَ اللَّهِ مَا لَا يَرْجُونَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا
105. إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللَّهُ ۚ وَلَا تَكُن لِّلْخَائِنِينَ خَصِيمًا
106. وَاسْتَغْفِرِ اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا
107. وَلَا تُجَادِلْ عَنِ الَّذِينَ يَخْتَانُونَ أَنفُسَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ خَوَّانًا أَثِيمًا
102.     او [ای محمد صلی الله علیه وسلم] کله چې ته ددوی ترمنځ وې او هغوی ته لمونځ ورکوې [په لمانځه کې يې امامت کوې] ، باید ددوی یوه ډله له تاسره [په لمانځه] ودریږي او باید خپلې وسلې له ځان سره ولري [باید په وسلو سنبال په لمانځه ودریږي]، او کله چې يې سجده وکړه دوی دې شاته شي [د امنیت لپاره] او بله ډله دې لمانځه ته رامخته شي چې تراوسه يې لمونځ نه دی کړی چې له تاسره لمونځ وکړي، او دوی باید احتیاط  وکړي [هوښیار اوسي] او خپلې وسلې د لمانځه پرمهال له ځانه سره ولري، ځکه چې کفار اراده لري چې تاسې له خپلو وسلو او تجهیزاتو څخه غافله شی چې یو ناڅاپه په تاسې برید وکړي، او که تاسې د باران له کبله په تکلیف کې وی یا ناروغ وی که [د لمانځه پرمهال] وسلې په ځمکه کېږدۍ په تاسې څه ګنا نشته، خو خامخا هوښیار اوسئ، الله د کفارو لپاره سپکوونکی [او شرموونکی] عذاب چمتو کړی دی.
103.    بیا چې تاسې لمونځ پایته ورساوو نو‏ په ولاړه، په ناسته او په  ډډه [او د تکیې په حالت کې] الله یاد کړی،  نو کله چې خوف [د تیارسي حالت] پایته ورسید لمونځ پوره ادا کړئ، بیشکه چې لمونځ په ټاکل شویو وختونو کې پر مومنانو فرض کړی شوی دی.
104.     او ددښمن په تعقیبولو کې سستي مه کوئ، که تاسې ته څه تکلیف رسیږي، هغوی ته هم ستاسې په څير تکلیف رسیږي، خو تاسې له الله څخه د [اجر] امیدونه لری چې هغوی يې نه لري، او الله [په هرشي] پوه دی حکمت والا دی.
105.     بیشکه موږ دا کتاب [قران] په حقه سره په تا [محمد صلی الله علیه وسلم] نازل کړی دی چې په هغه څه سره د خلکو ترمنځ پریکړې [قضاوت] وکړې چې موږ تاته درښوولي دي، او د خاینانو [جنایتکارانو] مدافع مه اوسه.
106.     او له الله څخه بښنه وغواړه، بیشکه الله ښه بښوونکی تل رحم والا دی.
107.    او د هغو کسانو دفاع مه کوه چې له خپل ځان سره يې خیانت کړی دی، یقینا الله خیانت کوونکي ګناهګاران نه خوښوي.
108. يَسْتَخْفُونَ مِنَ النَّاسِ وَلَا يَسْتَخْفُونَ مِنَ اللَّهِ وَهُوَ مَعَهُمْ إِذْ يُبَيِّتُونَ مَا لَا يَرْضَىٰ مِنَ الْقَوْلِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطًا
109. هَا أَنتُمْ هَٰؤُلَاءِ جَادَلْتُمْ عَنْهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَمَن يُجَادِلُ اللَّهَ عَنْهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَم مَّن يَكُونُ عَلَيْهِمْ وَكِيلًا
110. وَمَن يَعْمَلْ سُوءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللَّهَ يَجِدِ اللَّهَ غَفُورًا رَّحِيمًا
111. وَمَن يَكْسِبْ إِثْمًا فَإِنَّمَا يَكْسِبُهُ عَلَىٰ نَفْسِهِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا
112. وَمَن يَكْسِبْ خَطِيئَةً أَوْ إِثْمًا ثُمَّ يَرْمِ بِهِ بَرِيئًا فَقَدِ احْتَمَلَ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا
113. وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ وَرَحْمَتُهُ لَهَمَّت طَّائِفَةٌ مِّنْهُمْ أَن يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّا أَنفُسَهُمْ ۖ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِن شَيْءٍ ۚ وَأَنزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُن تَعْلَمُ ۚ وَكَانَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا
108.     دوی خپل [بد نیتونه او بد عملونه] له خلکو پټوي خو له الله څخه يې نه شي پټولای، او هغه له دوی سره دی کله چې دوی د شپې په ناستو کې داسې خبرې کوي چې د الله نه خوښیږي، او هغه څه چې دوی يې کوي الله پرې احاطه کړې ده.
109.    هو، تاسې هغه کسان یاست چې د دنیا په ژوند کې د هغوی له خوا بحث کوی خو د قیامت په ورځ به دهغوی له خوا له الله سره څوک بحث وکړي، یا څوک دی چې ددوی وکیل [مدافع] شي.
110.     او څوک چې بد کار وکړي یا پخپل ځان ظلم وکړي نو له الله څخه دې بښنه وغواړي، الله به بښوونکی او رحم والا ومومي.
111.     او هرڅوک چې ګناه وکړي دخپل ځان پخلاف يې عمل کړی دی [ځانته يې زیان رسولای دی] او الله پوه دی حکمت والا دی.
112.     او هرڅوک چې خپله خطا یا ګناه وکړي او بیايي تور په بل بیګناه [سړي] واړوي نو هغه لوی بهتان او څرګنده ګناه په ځان بار کړه.
113.    او په تا باندې[ای محمد صلی الله علیه وسلم] که د الله فضل او رحمت نه وای نو له دوی څخه یوې ډلې قصد کړی وو چې تا ګمراه کړي او [په دې کار سره] دوی هیڅوک نه ګمراه کوي خو خپل ځانونه ګمراه کوي، او تاته هیڅ زیان نه شي رسولای، او په تا باندې الله کتاب [قران] او حکمت [سنت] نازل کړل او په هغه څه چې ته نه پوهیدې تاته يې در وښوول، او په تا باندې د الله فضل تل لوی وو. 
114. لَّا خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلَاحٍ بَيْنَ النَّاسِ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا
115. وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَىٰ وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّىٰ وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ ۖ وَسَاءَتْ مَصِيرًا
116. إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَاءُ ۚ وَمَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا
117. إِن يَدْعُونَ مِن دُونِهِ إِلَّا إِنَاثًا وَإِن يَدْعُونَ إِلَّا شَيْطَانًا مَّرِيدًا
118. لَّعَنَهُ اللَّهُ ۘ وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا
119. وَلَأُضِلَّنَّهُمْ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الْأَنْعَامِ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ ۚ وَمَن يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِّن دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِينًا
120. يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ ۖ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا
121. أُولَٰئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَلَا يَجِدُونَ عَنْهَا مَحِيصًا
114.     ددوی په پټو خبرو کې هیڅ خیر نشته، خو که په دې کار سره خلکو ته د صدقې امر وکړي یا د نیک کار یا د خلکو ترمنځ د اصلاح خبره وکړي،او هرڅوک چې د الله د رضا د ترلاسه کولو لپاره دغسې یو ګام واخلي، ژر به هغه ته لوی ثواب ورکړو.
115.    او څوک چې له رسول [پيغمبر] سره له هغې روسته مخالفت وکړي چې هدایت[سمه نیغه لاره] ورته روښانه شوه او د مومنانو له لارې پرته د بلې لارې پیروي وکړي موږ يې هغه څه ته پریږدو چې ده يې پیروي کړې ده، او موږ هغه جهنم ته ننباسو چې د اوسیدو بد ځای دی.
116.     یقینا الله هیڅکله له ده سره د شریک نیول نه بښي، او له دې پرته [د نورو ګناهونو په اړه] که يې چاته خوښه وشوه ورته بښنه کوي، او هرچاچې له الله سره شریک ونیوه بیشکه چې په [څرګندې] ګمراهۍ کې لرې لاړ.
117.     دوی له الله پرته دهیچا عبادت نه کوي خو د ښځینه [معبودانو] او دوی د هیچا عبادت نه کوي خو د سرغړونکي شیطان [عبادت کوي].
118.     الله په هغه [شیطان] باندې لعنت کړی دی او [ددې لپاره چې] هغه وویل ستا له بندګانو څخه به یوه ځانګړې برخه واخلم.
119.    [شیطان وویل] او زه به هغوی ګمراه کړم، او هغوی ته به باطلې هیلې [ارزوګانې] ور واچوم، زه به دوی ته امر کوم چې د څارویو غوږونه پرې کړی، او زه به دوی ته امر وکړم نو دوی به د الله له خوا جوړ کړی شوې څیرې بدلې کړي. او هرڅوک چې د الله په ځای شیطان خپل ولي [مرستندوی] ونیسي یقینا ښکاره زیان يې کړی دی.
120.     او هغه [شیطان] هغوی ته ژمنې ورکوي او هغوی په هیلو کې اچوي، او کوم ژمنې چې شیطان دوی ته ورکوي ټول تیرویستونکې دي.
121.    دداسې کسانو د هستوګنې ځای دوزخ دی، او دوی به له هغه ځای څخه د تیښتې لار پیدا نه کړي.
122. وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۖ وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا ۚ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللَّهِ قِيلًا
123. لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ وَلَا أَمَانِيِّ أَهْلِ الْكِتَابِ ۗ مَن يَعْمَلْ سُوءًا يُجْزَ بِهِ وَلَا يَجِدْ لَهُ مِن دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا
124. وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَٰئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًا
125. وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَاتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۗ وَاتَّخَذَ اللَّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا
126. وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُّحِيطًا
127. وَيَسْتَفْتُونَكَ فِي النِّسَاءِ ۖ قُلِ اللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِيهِنَّ وَمَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ فِي يَتَامَى النِّسَاءِ اللَّاتِي لَا تُؤْتُونَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرْغَبُونَ أَن تَنكِحُوهُنَّ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الْوِلْدَانِ وَأَن تَقُومُوا لِلْيَتَامَىٰ بِالْقِسْطِ ۚ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِهِ عَلِيمًا
122.     خو هغو کسانو چې ایمان راوړی دی او نیک کارونه يې کړي دي، ژر به هغه [د جنت] په باغونو کې داخل کړو چې [د ماڼیو] لاندې يې ویالې بهیږي، دوی به هلته د تل لپاره وي، او د الله ژمنه رښتیا[حق] ده، او څوک دي چې په وینا کې ‏له الله څخه ډیر رښتیاویوونکی وي؟
123.    [جنت] دستاسې په هیلو یا د اهل کتابو په هیلو نه ترلاسه کېږي، هرڅوک چې بد کار وکړي هغه ته به يې [د عمل هومره] سزا ورکړل شي، او له الله پرته به کوم ژغورونکی او مرسته کوونکی پیدا نه کړي.
124.     او څوک چې نیک کارونه وکړي، نارینه وي که ښځینه وي، په داسې حال کې چې هغه مومن وي، دوی جنت ته داخلیږي، او په دوی به د خرما د زړي د نري تار هومره ظلم ونه شي.
125.     او په دین کې له هغه چا څخه څوک ښه دي چې الله ته تسلیم شي په داسې حال کې چې ښه کارونه کوي او د ابراهیم د دین پیروي کوي چې حق ته مایل [حنیف] وو، او الله ابراهیم د دوست [خلیل] په توګه نیولای وو.
126.     او څه چې په اسمانونو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي د الله دي، او الله هرشی [پخپل علم، قدرت او رحمت کې] ایسار کړي دي.
127.    [ای محمد صلی الله علیه وسلم] خلک د ښځو په اړه له تا څخه ‏فتوا غواړي، ورته ووایه چې الله تاسې ته د هغوی په اړه فتوا درکوي او  هرڅه چې له کتاب [قران] څخه د یتیمو ښځو په اړه په تاسې لوستل شوي چې تاسې هغوی ته ددوی حقونه نه ورکوی او هیله لری چې له هغوی سره نکاح وکړی او همداراز دبیوزلو[بیکسه ځپل شویو] ماشومانو په اړه، او داچې تاسې د یتیمانو [د حقونو د ورکړې] په اړه انصاف قایم کړی، او کوم نیک کارونه چې تاسې کوی الله ورباندې پوه دی. 
128. وَإِنِ امْرَأَةٌ خَافَتْ مِن بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَن يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًا ۚ وَالصُّلْحُ خَيْرٌ ۗ وَأُحْضِرَتِ الْأَنفُسُ الشُّحَّ ۚ وَإِن تُحْسِنُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا
129. وَلَن تَسْتَطِيعُوا أَن تَعْدِلُوا بَيْنَ النِّسَاءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ ۖ فَلَا تَمِيلُوا كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ ۚ وَإِن تُصْلِحُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا
130. وَإِن يَتَفَرَّقَا يُغْنِ اللَّهُ كُلًّا مِّن سَعَتِهِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ وَاسِعًا حَكِيمًا


131. وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَلَقَدْ وَصَّيْنَا الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ أَنِ اتَّقُوا اللَّهَ ۚ وَإِن تَكْفُرُوا فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ غَنِيًّا حَمِيدًا

132. وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا

133. إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ أَيُّهَا النَّاسُ وَيَأْتِ بِآخَرِينَ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ ذَٰلِكَ قَدِيرًا

134. مَّن كَانَ يُرِيدُ ثَوَابَ الدُّنْيَا فَعِندَ اللَّهِ ثَوَابُ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ سَمِيعًا بَصِيرًا

128.     او که کومه ښځه د خپل خاوند له خوا د زیاتي یا بې رغبتۍ اندیښنه لري په دوی [میړه او ښځه باندې] څه ګنا نشته چې پخپلو منځونو کې پر یو تړون سوله وکړي، او سوله بهتره ده، د انسان په طبیعت کې بخيلي [رخه] پرته ده، او تاسې ښه کارونه وکړئ او له الله وویریږئ، بیشکه الله ستاسې له ټولو کارونو څخه خبر دی.

129.    او که تاسې هرڅومره هڅه وکړئ د ښځو ترمنځ هیڅکله عدالت نه شی کولای، نو یو مخ د یوې [ښځې] خواته میل مه کوئ او [دا چې په دې کار سره] بله [ښځه] زوړنده پریږدی، او که د سمون په لاره  تګ وکړی او له الله وویریږئ، بیشکه الله ښه بښوونکی دی تل رحم والا دی.

130.     او که هغوی دواړه له یوبل څخه بیل شي، الله پخپل فضل سره ددوی هریو شتمن کوي، او د الله [رحمت او احسان] ډیر پراخ دی [او الله] ډیر حکمت والا دی.

131.     او هرڅه چې په اسمانونو کې دي او هرڅه چې په ځمکه کې دي د الله دي، کومو خلکو ته چې له تاسې څخه مخکې کتاب ورکړی شوی وو هغوی ته او تاسې ته موږ حکم وکړ چې له الله وویریږئ [موحدین اوسئ]  او که کافر شوی نو هغه څه چې په اسمانونو کې دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي د الله دي، او الله بې نیازه دی د کمال په صفتونو ستایل شوی دی.

132.     او څه چې په اسمانونو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي د الله دي، او کافي دی الله ښه کارجوړونکی.

133.    که الله اراده وکړي نو ای خلکو تاسې به له منځه یوسي او نور [خلک یا بل مخلوق] به ستاسې په ځای راولي [هست کړي]، او الله په دې [له منځه وړنه او نوي ایجاد] ښه قدرت لروونکی دی.

134.     او هرڅوک چې د خپلو اعمالو ثواب په دنیا کې وغواړي نو د دنیا او اخرت ثواب له الله سره دی، او الله ښه اوریدونکی دی ښه لیدونکی دی.
135. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَىٰ أَنفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ ۚ إِن يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقِيرًا فَاللَّهُ أَوْلَىٰ بِهِمَا ۖ فَلَا تَتَّبِعُوا الْهَوَىٰ أَن تَعْدِلُوا ۚ وَإِن تَلْوُوا أَوْ تُعْرِضُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا
136. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا آمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي نَزَّلَ عَلَىٰ رَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي أَنزَلَ مِن قَبْلُ ۚ وَمَن يَكْفُرْ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا

137. إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا ثُمَّ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا ثُمَّ ازْدَادُوا كُفْرًا لَّمْ يَكُنِ اللَّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ سَبِيلًا

138. بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا

139. الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا

140. وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوا مَعَهُمْ حَتَّىٰ يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ ۚ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا

135.     ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، په انصاف باندې ټینګ ودریږئ، د الله لپاره شاهدي ورکړئ که څه هم [دا شاهدي] ستاسې د خپل ځان، یا پلار، مور او خپلوانو په زیان وي، که څوک شتمن یا بیوزلی وي،  بیشکه الله په دوی لومړی دی [له الله وویریږئ د بل چا پروا مه کوئ او رښتیا ووايي]. نو د هوا او هوس پيروي مه کوئ چې عدالت له لاسه ورکوی، او که ژبه وګرځوئ [ناسمه شاهدي ورکړی] یا يې رد کړی نو یقینا الله په هغه څه خبر دی چې تاسې يې کوی.

136.    ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی، په الله ایمان راوړئ او دده په رسول [ایمان راوړئ] او په هغه کتاب چې په رسول يې نازل کړی دی او هغه کتابونه چې مخکې يې نازل کړي دي. او هرڅوک چې په الله او په ملایکو، او د الله په کتابونو او پیغمبرانو او د قیامت په ورځ کافر شول یقینا په ګمراهي کې ډیر لرې لاړل.

137.     یقینا، هغو کسانو چې ایمان راوړ، بیا کافر شول، بیايې ایمان راوړ، بیا کافر شول، اوبیا په کفر کې وړاندې لاړل، یقینا الله به هیڅکله دوی ونه بښيي او دوی ته به سمه نیغه لاره ونه ښيي.

138.     منافقانو ته زیری ورکړه چې ددوی لپاره دردناکه عذاب دی.

139.     هغوی چې د مومنانو په ځای کافران خپل دوستان نیسي، ایا له هغوی څخه دوی عزت غواړي؟ خو عزت ټول یقینا له الله سره دی.

140.    او الله په کتاب [قران] کې تاسې [مومنانو] ته دا حکم نازل کړی دی چې کله چیرته واورئ چې د الله له ایتونو څخه انکار کېږي او پرې ملنډې وهل کېږي، نو تر هغې چې دغه خلک بله خبره پيل نه کړي له هغوی سره مه کینئ، کنه نو، بیشکه چې تاسې به هم د هغوی په څیر شی، یقینا الله به منافقین او کافران ګرد په دوزخ کې راټول کړي.

141. الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِن كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ اللَّهِ قَالُوا أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ وَإِن كَانَ ‏لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُوا أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُم مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ ۚ فَاللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ ‏يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا

142. إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَىٰ يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا
143. مُّذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَٰلِكَ لَا إِلَىٰ هَٰؤُلَاءِ وَلَا إِلَىٰ هَٰؤُلَاءِ ۚ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا
144. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا
145. إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا
146. إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَاعْتَصَمُوا بِاللَّهِ وَأَخْلَصُوا دِينَهُمْ لِلَّهِ فَأُولَٰئِكَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ ۖ وَسَوْفَ يُؤْتِ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًا
147. مَّا يَفْعَلُ اللَّهُ بِعَذَابِكُمْ إِن شَكَرْتُمْ وَآمَنتُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا
141.     هغوی چې تل سترګې په لار دي که د الله له خوا تاسې ته بری [فتح] درکړل شي ‏نو دوی وايي ایاموږ له تاسې سره نه وو؟ اوکه کفار بری ترلاسه کړي نو وايي ‏ایا موږ په تاسې مخکې نه وو او له مومنانو څخه مو تاسې ونه ژغورلی؟ بیشکه ‏چې د قیامت په ورځ ‏ الله ستاسې ترمنځ پریکړه کوي، او الله به هیڅکله کفارو ‏ته په مومنانو لار  ور نه کړي. ‏
142.    بیشکه منافقان له الله سره ټکي کوي او [ددوی د ټګۍ له کبله] الله دوی ته سزا ورکوونکی دی، او چې کله لمانځه ته پاڅېږي نو سست تمبلان پاڅېږي، یوازې خلکو  ته ځان  ښيي،  او الله نه یادوي خو ډیر لږ [هغه هم د ریا په توګه].
143.     په منځ منځ کې پاتې دي، نه له دوی سره دي او نه له هغوی سره دي،   او الله چې هر څوک ګمراه کړي نو د هغه لپاره به کومه لاره پيدا نه کړې.
144.     ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی، د مومنانو په ځای کافران خپل دوستان مه نیسئ، ایا غواړی چې په دې کار سره د خپل ځان پخلاف ‏د الله لپاره‏ ښکاره دلیل رامنځته کړی دی.
145.     یقینا منافقان به د دوزخ په ښکتني پوړ [کنده] کې وي، او هغوی ته به هیڅ مرستندوی ونه مومې.
146.    خو هغوی چې توبه وکړي، او خپل ځانونه اصلاح کړي، او د الله [دین]  ټینګ ونیسي، او دوی الله ته خپل دین ‏خالص کړي [ریا او منافقت پریږدي]، نو دوی به له مومنانو سره وي، او ژر ده چې الله مومنانو ته لوی اجر ورکړي.
147.     الله به تاسې ته ولې عذاب درکوي که تاسې شکر کوونکي شئ او ایمان راوړئ،  او الله ښه شکر قبلوونکي دی ډیر پوه دی. 

------------------

3. د 42 ایت په اړه یادونه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم نافرماني او د هغه له اتباع څخه سرغړونه د قیامت په ورځ سخته سزا له ځانه سره لري، او هر مسلمان باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع وکړي او د هغې لپاره پلټنه وکړي. که څوک غواړي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع وکړي نو په قران او سنتو دې عمل وکړي چې دا په حقیقت کې په ځان باندې د الله سبحانه تعالی د احکامو جاري کول دي  او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو باندې عمل دی.
4. د47 ایت د روستۍ برخې په اړه یادونه:  د الله سبحانه تعالی حکم او فرمان خامخا عملي کیدونکی دی او عملي کېږي او په تیر وخت کې عملي شوي دي، خو څومره ښه خبره ده چې انسان الله تعالی ته ځان وسپاري او په الله  سبحانه تعالی توکل وکړي او د خپل رب په  قضا او قدر ایمان ولري، د بیلګې په توګه، که یو سړي باندې مرګ راځي او هغه له الله رب العالمین پرته نورو شیانو ته نارې وهي په دې کار سره نور څه نه کوي بلکې ځان په شرک کې ډوبوي خو که دغه سړی ځان په الله سبحانه تعالی وسپاري او د الله رب العالمین پریکړې ته راضي شي الله سبحانه تعالی يې ستونزې ورته اسانوي ځکه چې په انسان او نورو ژوندیو باندې مرګ د الله رب العالمین په حکم راځي او کله چې د الله حکم راغی بل هیڅ قدرت نشته چې مخنیوی يې وکړي او د الله سبحانه تعالی حکم خامخا عملي کېږي. الله سبحانه تعالی هرانسان ته د مرګ یوه موده ټاکلې ده کله چې هغه موده ورسیده نه روسته کېږي او نه مخکې کېږي او پخپل ټاکلی وخت عملي کېږي. انسان نه پوهیږي چې دا وخت به کله راځي او داپه دې انسان باندې د الله سبحانه تعالی یو رحمت دی چې هغه ته يې د مرګ موده نه ده ښوولې که انسان پوهیدای چې کله مړ کېږي بیابه يې له ژوند سره هیڅ زړه نه لګیده نو دا موده یوازې الله رب العالمین ته مالومه ده نو ددې لپاره هر انسان ته پکار دي چې د خپل رب احکام په ځان جاري کړي او په  الله سبحانه تعالی او په رسول الله صلی الله علیه وسلم ایمان راوړي او همدا د ژغورنې لار ده. بله لاره نشته. که څوک ایمان راوړي الله سبحانه تعالی ورګرځي او که څوک کفر وکړي هغه الله سبحانه تعالی ته ورګرځي خو بریالی هغه دی چې ایمان يې راوړی وو او هغه څوک چې کفر کوي هغه بیا پخپل کفر باندې پښیمانه او شرمنده کېږي خو بیابه پښیماني هیڅ ګټه نه لري، ځکه چې د دنیا ژوند ازمیښت دی او چې یوځل انسان ومړ بیاد توبې چانس نشته او د اخرت ژوند [جنت او دوزخ] دایمي دي.
5. د 48 ایت په اړه یادونه: شرک لوی ظلم دی او الله سبحانه تعالی  ته د منلو وړ نه دی او سزا يې زښته ډیره لویه ده او هر مسلمان ته پکار دي چې له شرک ځان وساتي. الله سبحانه تعالی دې ما او زما کورنۍ او ټول مومنان له شرک، کفر او کذب وساتي. امین یارب العالمین. هر مسلمان ته پکار دي چې د قران او سنتو له مخې د توحید په ځانګړونو او شرایطو ځان پوه کړي. ددې لپاره ښه کتاب چې د حرمینو د امامانو او د دارالسلام له خوا يې وړاندیز کېږي هغه د شیخ محمد بن عبدالوهاب رحمه الله کتاب التوحید دی چې د شرک ټولې بڼې او شکلونه په قراني او مسنونه دلایلو په کې روښانه شوي دي.  

6. د 59 ایت په اړه یادونه:  پریکړې باید د قران او سنتو له مخې وشي او داسې مشر چې هغه د قران او سنتو له مخې پریکړې کوي او پریکړه يې له قران او سنتو سره مخالفت نه لري او پخپلو پریکړو کې د قران او سنتو احکام پلي کوي نو پریکړه يې باید ومنل شي او که  د اولامر [د مشر] پریکړه د قران او حدیثو مخالفه وه مه يې منی او په قران او حدیثو پریکړه وکړی. د ایت په اخر کې دا مساله چې که تاسې په یو شي کې شخړه وکړه یانې که د اولامر پریکړه د قران او سنتو خلاف وه بیا تاسې د الله سبحانه احکامو [ قران] ته او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو [صحیح حدیثو] ته مراجعه وکړئ. 

 7. د 65 ایت په اړه یادونه: ترهغې چې مسلمان د نبي صلی الله علیه وسلم سنت په ځان جاري نه کړي ایمان يې نه بشپړیږي.  

8. د 69 ایت په اړه یادونه:  هر څوک چې د الله سبحانه تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع وکړي په اخرت کې به يې ډیر لوی عزت په برخه شي چې هغه د انبیاء وو، شهیدانو او صالحانو ملګرتیا ده او دوی به ډیر خوشاله وي.

9. د 79 ایت په اړه یادونه: خیر او شر دواړه د الله له خوا دي، دشر او مصیبت خالق الله سبحانه تعالی دی او د الله سبحانه تعالی په حکم یوچاته رسیږي، الله سبحانه تعالی فرمايي:  مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ ۚ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ، (تغابن، 11 ایت)، ژباړه: ''هیڅ مصیبت انسان ته نه رسیږي خو د الله په حکم، او هرڅوک چې په الله ایمان ولري هغه يې زړه ته هدایت کوي او الله په هرڅه پوه دی''. د خیر او شر دواړو خالق الله سبحانه تعالی دی خو د شر نسبت الله سبحانه تعالی ته نه کېږي، کله چې یو سړی د الله تابعداري کوي په هغه باندې شر د سزا په توګه نه راځي خو الله سبحانه تعالی خپل نیک بندګان کله  په خیر او کله په شر ازمیښت کوي. عَنْ سَعْد بن أبي وقاص رضي الله عنه قَالَ : قُلْتُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ , أَيُّ النَّاسِ أَشَدُّ بَلاءً ؟ قَالَ : الأَنْبِيَاءُ , ثُمَّ الأَمْثَلُ فَالأَمْثَلُ , فَيُبْتَلَى الرَّجُلُ عَلَى حَسَبِ دِينِهِ , فَإِنْ كَانَ دِينُهُ صُلْبًا اشْتَدَّ بَلاؤُهُ , وَإِنْ كَانَ فِي دِينِهِ رِقَّةٌ ابْتُلِيَ عَلَى حَسَبِ دِينِهِ , فَمَا يَبْرَحُ الْبَلاءُ بِالْعَبْدِ حَتَّى يَتْرُكَهُ يَمْشِي عَلَى الأَرْضِ مَا عَلَيْهِ خَطِيئَةٌ، ( جامع الترمذي،2398 ،  صححه الألباني في السلسلة الصحيحة،143) . ژباړه''له سیدنا سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې یو سړي وویل یا رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم خلک په سخت ازمیښت سره ازمیښت کېږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، پیغمبران، بیا هغوی چې دوی ته نژدې دي، بیا هغوی چې دوی ته نژدې دي. هر سړی د هغه د دین له مخې ازمیښت کېږي، که هغه پخپل دین کې ټینګ وي نو د هغه ازمیښت ډیر قوي دی او که څوک پخپل دین کې ضعیف وي نو هغه يې ددین د قوت هومره ازمیښت کېږی. بنده تر هغې ازمیښت کېږي چې دی پريښوول شي چې له ګنا پرته په ځمکې باندې وګرځي[یانې له ګنا پاک شي].'' نو تاسې ولیدل چې د پیغمبرانو ازمیښت سخترینه دی او ددې مانا دا شوه چې د الله سبحانه تعالی نیکو بندکانو ته که کوم شر رسیږي یا خیر رسیږي په هغې کې د الله سبحانه تعالی موخه ازمیښت دی تردې چې د الله رب العالمین دا بنده له ګنا پاک شي. خو کله چې انسان سرکشه شي او په ګناهونو اخته ‏شي او په ځان ظلم وکړي بیا د الله په امر شر ورباندې راځي خو لامل ددې سړي سرکشي وي. شر ډیر ځلې په هغو مسلمانانو هم راځي چې کله دوی د ‏ رسول ‏ الله صلی الله علیه وسلم په شریعت ملنډې ووهي خو ځینې وخت شر له ګناهونو روسته یانې په نفس باندې د ظلم له کبله په مومن راځي  که دا سړی صابر واوسي نو په دې کې يې ګناهونه تویږي او داد ابتلا یا ازمیښت بڼه لري او ځینې وخت یو مومن وي چې درجه يې ټيته وي نو کله چې شر ورته پیدا شي او دی صابر واوسي نو الله سبحانه تعالی يې نه یوازې ګناهونه بښي بلکې درجه يې هم لوړوي. کفارو ته چې شر رسیږي هغه سزا ده لکه د سزا په توګه د شر غټې بیلګې د پخوانیو قومونو لکه عادیانو، ثمودیانو، او فرعونیانو برخلیک دی چې ‏د کفر او سرکشۍ له کبله الله سبحانه تعالی تباه کړل او دا سزا وه چې دوی ته ورکړل شوه. 

10. د 80 ایت په اړه یادونه:  که څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع وکړي ددې مانا داده چې ده د الله سبحانه تعالی اتباع کړې ده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع خپله مومن ته ګټه رسوي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شریعت کې همدا شرط دی چې د الله اتباع به کېږي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع به کېږي او که چا الله رب العالمین د رضا د ترلاسه کولو لپاره دریمه سرچینه غوره کړه [یانې اولیاء وو، قبرونو او داسې نورو ته يې مراجعه وکړه] او یايي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځای بل څوک خپل پیشوا ونیوه او د کوم عالم تقلید يې وکړ نو خپل اعمال يې باطل کړل، که څه هم دده  نیت ښه وي او د عالم له تقلید څخه يې مطلب د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو ته ورنژدې کیدل وي. د نبي صلی الله علیه وسلم په شریعت کې همدا خبره ده چې يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ، (محمد، 33 ایت).  ژباړه: ''ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی د الله اطاعت وکړئ او د رسول اطاعت وکړئ او خپل اعمال په باطلوئ''. بیا بیا په تکرار سره الله سبحانه تعالی مومنانو ته دعوت ورکوي چې د الله رب العالمین اطاعت وکړئ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړئ ددې لپاره چې همدا مهم شرط دی او د بل چا اتباع [ پیروي یا تقلید]  به نه کوې، خو یوازې د الله سبحانه تعالی اطاعت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت به کوې چې داپه  قران او سنتو باندې د عمل کولو له لارې کېږي. دلته د محمد د سورة په 33 ایت کې  وګورئ چې الله سبحانه تعالی په مومنانو باندې حکم کوي چې د الله رب العالمین اطاعت وکړئ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړئ او خبرداری ورکوي چې د اتباع په نه کولو سره خپل اعمال مه تباه کوئ. نو مالومه شوه چې په مومنانو کې داسې ډلې او اشخاص شته چې هغوی سرغړوونکي دي او الله سبحانه تعالی غواړي چې مومنان ټول له یوې مخې په قران او سنتو عمل وکړي. د نبي صلی الله علیه وسلم اتباع دومره مهمه ده چې ان که پخواني پیغمبران ژوندي وای نو دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اتباع پرته  بله لار نه درلوده، دلیل يې دادی:  عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَا تَسْأَلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ عَنْ شَيْءٍ، فَإِنَّهُمْ لَنْ يَهْدُوكُمْ، وَقَدْ ضَلُّوا، فَإِنَّكُمْ إِمَّا أَنْ تُصَدِّقُوا بِبَاطِلٍ، أَوْ تُكَذِّبُوا بِحَقٍّ، فَإِنَّهُ لَوْ كَانَ مُوسَى حَيًّا بَيْنَ أَظْهُرِكُمْ، مَا حَلَّ لَهُ إِلَّا أَنْ يَتَّبِعَنِي، (مسند احمد، 14631 حسنه; سنن الدارمي 1/ 403 ;   شرح السنة للبغوي  1/ 270 ‏)، ژباړه:''له سیدنا جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، تاسې له اهل کتابو څخه د هیڅ شي په اړه پوښتنه مه کوئ، بیشکه دوی تاسې ته لاره نه ښيي، او تاسې ګمراه کوي، که تاسې يې ومنی نو د باطل تصدیق به وکړی او که تکذیب يې وکړی نو د حق تکذیب به وکړی، که موسی علیه السلام ستاسې ترمنځ ژوندی وای دده لپاره نه وه روا خو زما تابعداري''.

11. د 90 ایت په اړه یادونه: دا ایت دلیل دی چې د دوه ډلو ترمنځ جګړې د الله سبحانه تعالی په حکم باندې راځي، یا په دې جګړه کې خیر نښتی وي او یا هم شر نښتی وي، شر والا جګړه هغه وخت پیښیږي چې خلک په ځانونو ظلمونه وکړي او د سختیو سره سره خلک د الله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اطاعت په ځای نورې لارې چارې ولټوي یا داچې د الله سبحانه تعالی له رحمت څخه نهیلي وښيی او دا مساله ددې لامل ګرځي چې جګړې روانې پاتې شي تردې چې په خلکو کې د الله سبحانه تعالی تابعداري پیدا شي. ددې دلیل دادی: وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِنْ نَبِيٍّ إِلَّا أَخَذْنَا أَهْلَهَا بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَضَّرَّعُونَ، (الاعراف، 94 ایت)، ژباړه: ''موږ هیڅ ښار ته کوم پیغمبر نه دی لیږلی خو داچې هغه ته د دروغو نسبت شوی دی او موږ ددې ښارخلک په سختیو [لکه ناروغیو او خواریو او بدني مصیبتونو] او  بیوزلیو [په فقر او محتیاجۍ] اخته کړل چې زاري وکړي [د الله سبحانه تعالی اطاعت پیل کړي چې اخرت يې ښه شي]''.  

12. د 115 ایت په اړه یادونه: هرڅوک چې د نبي صلی الله علیه وسلم نافرماني وکړي او د نبي صلی الله علیه وسلم په ځای د بل چا پیروي وکړي الله سبحانه تعالی يې هغه شي ته سپاري چې ده يې پیروي کړې ده. هغه چاچې د الله سبحانه تعالی نافرماني کړي وي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم نافرماني يې کړې وي نو دوی بیا پښیمانه کېږي او الله رب العالمین فرمايي: يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا، (الاحزاب، 66 ایت).  ژباړه: ''هغه ورځ چې ددوی مخونه ددوزخ په اور کې وریت [واړول راواړول] شي دوی به ووايي کاشکي موږ د الله اطاعت کړی وای او کاشکي موږ د رسول اطاعت  کړی وای''.  او همدلته بیا دوی ته مالومیږي چې د الله سبحانه تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پرته د بل چا تابعدارۍ په څومره ډیرو او دایمي زیانونو کې واچول او همدلته بیا دوی په دې اقرار کوي: وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا، رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا،  (الاحزاب، 67 – 68 ایتونه)، ژباړه: '' او دوی به ووايي، ای زموږ ربه، موږ د خپلو مخورو  او لویانو اطاعت وکړ او موږ يې بیلارې کړو. ای زموږ ربه، دوی ته دوه برابره عذاب ورکړه، او په دوی باندې له لوی لعنت سره لعنت وکړه''. د سورة الاحزاب ددې ایتونو مطلب دادی چې د الله رب العالمین د اطاعت  او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اطاعت په ځای څوک د بل چا اطاعت  وکړي او د الله سبحانه تعالی اتباع  او د رسول الله صلی الله علیه اتباع پریږدي نو همدا ارمانونه به کوي. ددې بل مثال داسې دی لکه څوک چې تعویذ واخلي او الله سبحانه تعالی يې بیا هماغه تعویذ ته سپاري: عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي لَيْلَى، عَنْ عِيسَى، أَخِيهِ قَالَ دَخَلْتُ عَلَى عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُكَيْمٍ أَبِي مَعْبَدٍ الْجُهَنِيِّ أَعُودُهُ وَبِهِ حُمْرَةٌ فَقُلْنَا أَلاَ تُعَلِّقُ شَيْئًا قَالَ الْمَوْتُ أَقْرَبُ مِنْ ذَلِكَ قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم مَنْ تَعَلَّقَ شَيْئًا وُكِلَ إِلَيْهِ، (جامع الترمذي، 2072) . ژباړه:''له محمد بن عبدالرحمن بن ابی لیلی له عیسی څخه روایت کوي ورور يې وویل چې د عبدالله بن عکیم ابی معبد الجهنی رضی الله عنه لیدو ته ورغی هغه سرخی درلوده هغه ورته وویل ایا څه دې له ځان پورې نه دي ځړولي؟ عبدالله وویل له دې [د څه شي له ځړولو څخه] مرګ بهتره دی نبی صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي څوک چې څه شی [پخپل بدن یا په غاړه کې] ځوړند کړي الله سبحانه تعالی هغه سړی هماغه شي ته سپاري".

13. د119 ایت په اړه یادونه: الله ‏سبحانه تعالی چې څه ویلي دي هغه حق دي او یوه نښه يې همدا ده چې مالداران دخپلو پسونو د نښه کولو لپاره د پسونو غوږونه پرې کوي او دا د مالدارانو ترمنځ یو ډیریدونکی دود دی ‏ او خلک ږیري وهي یا د مخ جراحي کوي، د بدن غړي بدلوي، نارینه راپورته کېږي ښځینه څيره د طبي عمل له لارې ځانته جوړوي او ښځینه د نارینه او همداسې نور چې دا ټول د شیطان کارونه دي چې الله سبحانه تعالی ترې خبر کړي یو او پخپل کلام کې يې لیکلي دي چې د څارویو غوږونو پرې کول او د څیرې بدلول د شیطان کار دی او موږ يې دادی په عملي توګه پخپلو سترګو ګورو. داد قران کریم حقانیت ثابتوي او دا مساله دا خبره ثابتوي چې د غیب پوه یوازې له الله سبحانه تعالی سره ده او دا خبره دا هم ثابتوي چې الله سبحانه تعالی چې څه ویلي دي هغه خامخا کیدوونکي دي. دا یوه نښه ده چې الله سبحانه تعالی پخپل کلام کې موږ ته استولې ده چې موږ فکر پرې وکړو او دا چې د الله رب العالمین ایتونه حق دي او خلک باید خپل عقل وکاروي، خپله دا انسان د الله سبحانه تعالی له خوا لیږل شوې لویه نښه ده. الله سبحانه تعالی فرمايي: وَفِي أَنْفُسِكُمْ ۚ أَفَلَا تُبْصِرُونَ، (الذاریات، 21 ایت)، ژباړه: ''او ستاسې پخپل ځان کې نښې دي، ایا تاسې نه ګورئ؟''.  قران د ایتونو کتاب دی یانې نښې نښانې درته وايي او مثالونه درته درکوي انسان ته پکاردي چې خپل عقل وکاروي او تفکر پرې وکړي.   کنه نو بیابه د قیامت په ورځ پښیمانه وي: وَقَالُوا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِي أَصْحَابِ السَّعِيرِ، (ملک، 10 ایت)، ژباړه:''او دوی به ووايي، که موږ اوریدلی او عقل مو کارولی [عقل مو درلودلی] نو موږ به د دوزخ ملګري نه وو''. نو هر سړي ته پکار دي چې له طاغوت منکر شي او په  الله ایمان راوړي او د الله سبحانه تعالی په ایتونو کې تفکر او تدبر وکړي. الله سبحانه تعالی فرمايي: فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ لَا انْفِصَامَ لَهَا ۗ ‏وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ، ‏(البقرة، 256 ایت). ‏‏ژباړه:'' نوهرڅوک چې په ‏طاغوت ‏کافر (منکر) شول [د ‏شيطان له عبادت، بتانو، هوا او هوس څخه يې انکار ‏وکړ] او ايمان يې ‏‏راوړ ‏‏(يقين يې وکړ) په (وحدانيت) د الله، نو ‏بیشکه چې کلکه ‏کړۍ ‏يې ټینګه ‏نيولې ده چې د ‏هغې لپاره له سره پريکيدل نشته، ‏او ‏الله ښه اوريدونکى (د ګردو ‏خبرو) ‏ښه پوه دى (پر ټولو چارو)''.‏

14. د 129 ایت په اړه یادونه: په دې ایت کې هغو میړونو ته حکم دی چې دوه یا درې ښځې پخپله نکاح کې لري، دویمې ښځې سره ډیر وخت تیرول او لومړۍ ښځې ته لږ وخت ورکول د لومړۍ ښځې لپاره  دومره سخته پریوځي لکه هغه چې ځوړنده پاتې شي. نو د الله سبحانه تعالی فرمان دادی هغه میړونه چې دوه یا درې یا څلور ښځې پخپله نکاح کې لري خامخا دې د ښځو ترمنځ عدالت ټینګ کړي او ټولو ښځو سره دې یو ډول چلند کوي.

15. د135 ایت په اړه یادونه: ‏الله سبحانه تعالی مالک الملک دی، د ټولو جهانونو خالق او باچا دی،  بل معبود نشته مګر یوازې الله  سبحانه تعالی دی او یوازې الله سبحانه تعالی د عبادت لایق دی او کله چې انسان مړ شي نو  الله رب العالمین ته ورګرځي او همدا انسان د خپل عمل لپاره پوښتل کېږي او حساب او کتاب ورسره کېږي، نو ددې لپاره دې شاهدي یوازې د الله رب العالمین لپاره ورکړل کیږي.  ‏کله چې یو سړی د الله حکم ومني او له الله سبحانه تعالی څخه ویره ولري بیا هیڅکله ناحقه شاهدي نه ورکوي نو له دې کبله ضروري ده چې هر عمل باید وکتل شي چې ایا په دې کې زه  د الله رب العالمین اطاعت کوم که نافرماني؟ ایا زه هغه عمل کوم چې الله پرې امر کړی دی او که زه هغه عمل کوم چې الله سبحانه تعالی ترې منع کړی یم؟کله چې یو انسان د الله سبحانه تعالی په اوامرو او نهی پوه شي بیا ژوند ورته اسانیږي او ستونزې يې کمیږي.  
16. د 142 ایت په اړه یادونه:  منافق انسان په زړه کې کافر اوپه ښکاره مسلمان دى چې ددواړو خواوو له زیان او ايذاء خوندي پاتې وي. اوله دواړو خواوو ګټې واخلي، الله سبحانه تعالى ددوى ددې ټګۍ سزا دا ورکړه چې دهغوى ټول شرارتونه اوپټ چلونه يې خپل سپیڅلي نبي صلی الله علیه وسلم ته ښکاره کړل، اودوى يې داسې ذليل اوخوار کړل چې بېخي له کاره ووتل، اودهيڅ اعتبار وړ نه شول.  او ټول چلونه او دسیسې يې مسلمانانو ته ښکاره شوې، اوهغه سزا چې دوى ته په آخرت کې ور رسيږي هغه يې هم راڅرګنده کړه،  په دې ټګۍ سره دې منافقانو کومه ګټه ونه کړه بلکې زیان يې ولیده او  الله سبحانه تعالی دوی ته داسې لویه سزا ورکړه چې  دواړه دنيا او آخرت يې له لاسه ووتل .
        -----------------------------------------------------------------------

شپږم جز 

دسورة النساء له 148 ایت څخه تر 176 ایت پورې ، او د سورة المایدة له  1 ایت څخه تر 82 ایت پورې


148. لَّا يُحِبُّ اللَّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلَّا مَن ظُلِمَ ۚ وَكَانَ اللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا

149. إِن تُبْدُوا خَيْرًا أَوْ تُخْفُوهُ أَوْ تَعْفُوا عَن سُوءٍ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ عَفُوًّا قَدِيرًا

150. إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَن يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَٰلِكَ سَبِيلًا

151.أُولَٰئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ حَقًّا ۚ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا

152. وَالَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَلَمْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ أُولَٰئِكَ سَوْفَ يُؤْتِيهِمْ أُجُورَهُمْ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا

153. يَسْأَلُكَ أَهْلُ الْكِتَابِ أَن تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ كِتَابًا مِّنَ السَّمَاءِ ۚ فَقَدْ سَأَلُوا مُوسَىٰ أَكْبَرَ مِن ذَٰلِكَ فَقَالُوا أَرِنَا اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ۚ ثُمَّ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ مِن بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ فَعَفَوْنَا عَن ذَٰلِكَ ۚ وَآتَيْنَا مُوسَىٰ سُلْطَانًا مُّبِينًا

154. وَرَفَعْنَا فَوْقَهُمُ الطُّورَ بِمِيثَاقِهِمْ وَقُلْنَا لَهُمُ ادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَقُلْنَا لَهُمْ لَا تَعْدُوا فِي السَّبْتِ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا

148.     الله دا نه خوښوي چې څوک [د خلکو ترمنځ]  ‏په لوړ اواز سره ‏[په ښکاره توګه] ‏ناروا خبرې وکړي، خو هغه چې ظلم پرې وشي [مظلوم وي] او الله ښه اوریدونکی ښه پوه دی.

149.    که تاسې په ښکاره نیک کار وکړی یايې پټ کړی یا کومه بدي وبښی [چې تاسې ته رسیدلې ده] نو الله معاف کوونکی دی د قدرت خاوند دی.
150.     څوک چې په الله او د هغه په رسولانو کفر کوي او غواړي چې د الله او د هغه د رسولانو ترمنځ بیلتون واچوي او وايي په ځینو ایمان راوړو او له ځینو انکار کوو او غواړي چې ددې [د اسلام او کفر] ترمنځ یوه بله لاره غوره کړي.
151.     یقینا، په حقیقت کې دغه کسان کافران دي اوکافرانو ته موږ سپکوونکی عذاب چمتو کړی دی.
152.     خو دوی چې په الله ایمان لري او د هغه په رسولانو ایمان لري او د هیڅ یوه ترمنځ توپیر نه کوي، هغوی ته به الله ژر اجر ورکړي، او الله ښه بښوونکی دی تل رحم والا دی.
153.    [ای محمد صلی الله علیه وسلم] اهل کتاب له تا غواړي چې ته په هغوی باندې یو اسماني کتاب نازل کړې، یقینا دوی له موسی علیه السلام څخه له دې هم لوې غوښتنې وکړې او وېویل موږ ته الله په ښکاره توګه راوښیه، نو ددې ګنا له کبله هغوی تندر ونیول، له هغې روسته چې څرګند دلایل او معجزې ورته راغلې هغوی خوسکی خپل معبود ونیوه، او موږ هغه [ددوی دغه ګنا] معاف کړه، او موږ موسی ته څرګند برلاسی [غلبه] ورکړ.
154.     او موږ له هغوی څخه د عهد د اخیستلو لپاره د طور [غر] دهغوی په سر راپورته کړ او موږ هغوی ته وویل چې [د بیت المقدس] په دروازه سجده کوونکي ننوځئ، او موږ هغوی ته وویل چې د شنبې په ورځ تیری مه کوئ [د شنبې په ورځ کبان مه نیسئ] او له هغوی څخه مو ټینګ عهد واخیست. 

155. فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ وَكُفْرِهِم بِآيَاتِ اللَّهِ وَقَتْلِهِمُ الْأَنبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَقَوْلِهِمْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ ۚ بَلْ طَبَعَ اللَّهُ عَلَيْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًا

156. وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَىٰ مَرْيَمَ بُهْتَانًا عَظِيمًا

157. وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَٰكِن شُبِّهَ لَهُمْ ۚ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ ۚ مَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ ۚ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا

158. بَل رَّفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا

159. وَإِن مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلَّا لَيُؤْمِنَنَّ بِهِ قَبْلَ مَوْتِهِ ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا

160. فَبِظُلْمٍ مِّنَ الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَن سَبِيلِ اللَّهِ كَثِيرًا
161. وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ ۚ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا
162. لَّٰكِنِ الرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ مِنْهُمْ وَالْمُؤْمِنُونَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ ۚ وَالْمُقِيمِينَ الصَّلَاةَ ۚ وَالْمُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالْمُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ أُولَٰئِكَ سَنُؤْتِيهِمْ أَجْرًا عَظِيمًا
155.     او [ الله په دوی غضب وکړ] د عهد د ماتولو له کبله او د الله په نښو [ایتونو] باندې د کفر له کبله او په ناحقه توګه د انبیاوو د وژلو له کبله او ددوی ددې خبرې لپاره چې وېویل ''زموږ په زړونو باندې پردې دي''. بلکې ددوی د کفر له کبله  الله ددوی په زړونو باندې ټاپه وهلې ده، نو ایمان نه راوړي خو په لږ شمیر کې.
156.    او همداراز ددوی د کفر له کبله او د لوی بهتان له کبله چې دوی په مریم پورې وتاړه.
157.     او ددوی ددې خبرې له کبله چې وېویل بیشکه، ''موږ مسیح عیسی د مریم زوی د الله رسول وواژه.''  او دوی هغه نه دی وژلی او نه يې ځړولی [اعدام] کړی دی، بلکې مساله هغوی ته مشتبه وګرځول شوه، او هغه خلک چې دده په اړه اختلاف کوي په بشپړ ډول په شک کې دي، او په دې اړه پوهه نه لري او یوازې د ګومان پیروي، او په یقین سره دوی هغه نه دی وژلی.
158.     بلکې الله هغه خپل طرفته پورته کړ، او الله ډیرغالب ډیر حکمت والا دی.
159.     او هیڅ اهل کتاب نشته خو د هغه [د عیسی علیه السلام] له مړینې څخه مخکې به په هغه ایمان راوړي او هغه [عیسی علیه السلام] به د قیامت په ورځ په هغوی باندې شاهد وي.
160.    نو موږ د یهودو د ظلمونو له کبله هغه پاک شیان په دوی حرام کړل چې دوی ته حلال وو، او له دې کبله هم چې هغوی ډیر ځلې د الله له لارې څخه خلک منع کول.
161.     او له دې کبله هم چې دوی په داسې حال کې ‏سود اخیسته چې دوی [د سود له اخیستلو] څخه منع کړی شوي وو، او له دې کبله هم چې د خلکو مال يې په ناحقه توګه خوړ، او موږ د کافرانو لپاره سخت دردناک عذاب چمتو کړی دی.
162.    خو په دوی کې هغه خلک چې په پوهه کې پاخه دي او کوم چې مومنان دي هغوی په دې [قران] ایمان لري چې په تا [محمد صلی الله علیه وسلم] نازل شوی دی او هغه [کتابونه] چې مخکې نازل شوي دي، او لمونځ کوي، او زکات ورکوي، او په الله او د قیامت په ورځ ایمان لري، ژر ده چې هغوی ته موږ لوی اجر ورکړو.
163. إِنَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَىٰ نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِنْ بَعْدِهِ ۚ وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَعِيسَىٰ وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَيْمَانَ ۚ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا
164. وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنَاهُمْ عَلَيْكَ مِنْ قَبْلُ وَرُسُلًا لَمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ ۚ وَكَلَّمَ اللَّهُ مُوسَىٰ تَكْلِيمًا
165. رُسُلًا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا
166. لَٰكِنِ اللَّهُ يَشْهَدُ بِمَا أَنْزَلَ إِلَيْكَ ۖ أَنْزَلَهُ بِعِلْمِهِ ۖ وَالْمَلَائِكَةُ يَشْهَدُونَ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا
167. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ قَدْ ضَلُّوا ضَلَالًا بَعِيدًا
168. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَظَلَمُوا لَمْ يَكُنِ اللَّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ طَرِيقًا
169. إِلَّا طَرِيقَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا
170. يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمُ الرَّسُولُ بِالْحَقِّ مِنْ رَبِّكُمْ فَآمِنُوا خَيْرًا لَكُمْ ۚ وَإِنْ تَكْفُرُوا فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا
163.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم] بیشکه موږ تاته وحی کړې ده لکه څنګه چې موږ نوح ته وحی کړې وه او له ده روسته نورو انبیاوو ته، او موږ وحی کړې وه ابراهیم او اسماعیل ته او اسحاق ته او یعقوب ته او [د یعقوب] اولادې ته، او عیسی ته او ایوب ته او یونس ته او هارون ته او سلیمان ته،  او ‏ موږ ‏داود ته زبور ورکړی وو.
164.    او [همداراز] هغه رسولان چې موږ د هغوی کیسې تاته کړي دي، او هغه رسولان چې موږ د هغوی کیسې  تاته نه دي کړي، او الله له موسی سره په خبرو [تکلم] خبرې کړي دي.
165.     او دغه رسولان [مومنانو ته د جنت] زیری ورکوونکي دي او [کفارو ته د جهنم] ویره ورکوونکي دي، ددې لپاره چې د رسولانو له لیږلو روسته خلکو ته ‏په الله باندې کوم دلیل [حجت او پلمه] پاتې نه شي، او الله ډیر غالب دی ډیر حکمت والا دی.
166.     خو الله د هغه څه په اړه شاهدي ورکوي چې پخپل علم سره ‏يې هغه [قران] په تا [محمد صلی الله علیه وسلم] نازل کړی دی، او کافي دی الله شاهد.
167.     بیشکه هغه کسان چې کافران شوي دي او د الله له لارې څخه يې خلک منع کړي دي یقینا دوی په ډیرې لرې ګمراهي سره ګمراه شوي دي.
168.    بیشکه هغه کسان چې کافران شوي دي او ظلم يې کړی دی، الله به دوی ته بښنه ونه کړي او نه به دوی ته سمه نیغه لاره وښيي.
169.     خو د دوزخ لاره [به ور وښيي] چې دوی به د تل لپاره په کې وي، او دا کار الله ته ډیر اسان دی.
170.    ای خلکو، بیشکه ستاسې د رب له خوا تاسې ته په حقه سره رسول [محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم] راغلی دی نو ایمان راوړئ د ستاسې لپاره ښه دی، او که تاسې کافران شوی نو هغه څه د الله دي چې په اسمانونو کې دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي [سره د اسمانونو او ځمکې]، او الله ډیر پوه دی ډیر حکمت والا دی.  


171. يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ ۚ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَىٰ مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ ۖ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ۖ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ ۚ انْتَهُوا خَيْرًا لَكُمْ ۚ إِنَّمَا اللَّهُ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۖ سُبْحَانَهُ أَنْ يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ ۘ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا
172. لَنْ يَسْتَنْكِفَ الْمَسِيحُ أَنْ يَكُونَ عَبْدًا لِلَّهِ وَلَا الْمَلَائِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ ۚ وَمَنْ يَسْتَنْكِفْ عَنْ عِبَادَتِهِ وَيَسْتَكْبِرْ فَسَيَحْشُرُهُمْ إِلَيْهِ جَمِيعًا
173. فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدُهُمْ مِنْ فَضْلِهِ ۖ وَأَمَّا الَّذِينَ اسْتَنْكَفُوا وَاسْتَكْبَرُوا فَيُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَلَا يَجِدُونَ لَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا
174. يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمْ بُرْهَانٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُبِينًا
175. فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَاعْتَصَمُوا بِهِ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِي رَحْمَةٍ مِنْهُ وَفَضْلٍ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا
171.     ای اهل کتابو تاسې په پخپل دین کې تیری مه کوئ، او د الله په اړه څه مه وايي خو د حق خبره کوئ، بیشکه مسیح عیسی د مریم زوی د الله رسول او د الله کلمه ده چې غورځولې يې ده مریم ته او د الله له خوا یو روح دی، نو ایمان راوړئ په الله او دده په رسولانو، او تاسې مه وايي چې معبودان درې دي، له دې وینا منع شئ د ستاسې لپاره ښه ده. یقینا الله معبود دی یو [واحد دی، شریک او سیال نه لري]، الله پاک دی له دې چې ده ته د زوی د لرلو نسبت وشي [الله د زوی له لرلو پاک دی]، څه چې په اسمانونو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي د الله دي، او کافي دی الله ښه کار جوړونکی.
172.    مسیح ننګ [عار] نه کوي چې ‏د الله یو بنده وي اونه مقرب ملایک، او هرڅوک چې د الله له عبادت څخه ننګ [عار] وکړي او تکبر [لويي] وکړي نو ژر به الله دوی ټول خپل طرفته [د حساب او کتاب لپاره] راغونډ کړي.
173.     نو هغه کسان چې ایمان يې راوړی دی او ښه کارونه يې کړي دي، الله به دوی ته ددوی اجرونه پوره ورکړي او خپل فضل به ورباندې ډیر کړي. او هغو کسانو چې [د الله له عبادت څخه يې] ننګ کړی وي او تکبر [لويي] يې کړې وي نو الله به دوی ته په دردناک عذاب سره عذاب ورکړي،   او دوی به له الله پرته هیڅ ژغورونکی او مرستندوی ونه مومي.
174.     ای انسانانو، د الله له خوا تاسې ته ښکاره ثبوت [قران] رسیدلی دی او موږ ستاسې طرفته څرګنده رڼا [نور]  نازل کړی دی.
175.     نو څوک چې په الله ایمان راوړي او د الله رسۍ[قران او سنت] ټینګ ونیسي، ژر به ټول پخپل رحمت او فضل[جنتونو] کې شامل کړي، او خپل طرفته به د ورتلو لپاره دوی ته سمه لاره وښيي.  
176. يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِي الْكَلَالَةِ ۚ إِنِ امْرُؤٌ هَلَكَ لَيْسَ لَهُ وَلَدٌ وَلَهُ أُخْتٌ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ ۚ وَهُوَ يَرِثُهَا إِنْ لَمْ يَكُنْ لَهَا وَلَدٌ ۚ فَإِنْ كَانَتَا اثْنَتَيْنِ فَلَهُمَا الثُّلُثَانِ مِمَّا تَرَكَ ۚ وَإِنْ كَانُوا إِخْوَةً رِجَالًا وَنِسَاءً فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ ۗ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ أَنْ تَضِلُّوا ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
176.    [ای محمد صلی الله علیه وسلم] دوی له تاڅخه فتوا غواړي، ورته ووایه چې الله تاسې ته فتوا درکوي په دې اړه چې یوڅوک نه پلار لري [یتیم] او نه اولاد، که یو پلار ومړ چې اولاد ونه لري او د هغه یوه خور وي نو هغې ته د هغه مال نیمايی  رسیږي چې ورور پریښی دی، او [که خور مړه شي او کوم اولاد ونه لري] ورور يې هغه ټول مال په میراث وړي چې خور پریښی دی، او که [د مړه شوي ورور]دوه خوندې پاتې وي نو دواړو ته له هغه مال څخه دوه دریمې [دوه ثلثان] رسیږي چې [مړي] پریښی دی او که پاتې شوني وروڼه او خوندې وي نو هرنارینه ته ددوه ښځو د برخې په اندازه رسیږي، الله تاسې ته د میراث احکام بیانوي چې تاسې ګمراه [بېلارې] نه شئ، او الله په هر شي ډیر پوه دی.  
.................................................................


17. د 170 ایت په اړه یادونه: ‏د شهادتین [اَشهدُ انْ لا اِلٰهَ الا اللهاَشهدُ انَّ محمّداً رسولُ الله] لومړۍ برخه له الله پرته نور معبودان نفی کوي داچې هیڅ معبود نشته خو الله دی او داچې بل لایق د عبادت نشته مګر یوازې الله سبحانه تعالی د عبادت لایق دی. او دویمه برخه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت تصدیق او شاهدي ورکوي نو یو مسلمان مني چې رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې ایمان لري او هغه د الله بنده دی او په حق سره د الله رسول دی او د انسانانو امام دی نو په داسې حال کې یو مسلمان نه شي کولای چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم پرته بل امام یا پیشوا ونیسي. خو که څوک کافر شول نو هیچیرې تښتیدای نه شی او داچې ستاسې واک له الله سره دی او الله ته ‏به ورستنیږی ځکه چې د اسمانونو او ځمکې او هغه څه چې په ځمکه او اسمانونو کې دي د الله دي او د انسانانو په ګډون هر شی خپل مالک الله سبحانه تعالی ته ورګرځي.


Popular posts from this blog

البقرة، غوا

البقرة وعدد آياتها 286 وهي مدنية – أول سورة مدنية لومړی جز [سپاره] له 1 - 141 ایتونو پورې بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. الم     2. ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ 3.الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ 4 . وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ 5. أُولَٰئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ د الله په نوم چې ډير زیات مهربان، تل رحم والا دی.‏ 1.     الف، لام، میم. 2.   په دغه کتاب کې هیڅ شک نشته دی، داد هغو کسانو لپاره چې ځانونه ساتي هدایت دی. 3.  هغه کسان چې په نالیدلي باندې باور لري، او لمونځ کوي ، او له هغه څه يې لګوي چې ‏موږ دوى ته ورکړي دي. 4.   او دوی په هغه څه  باور لري ‏ چې په تا نازل شوی دی او هغه څه چې له تا مخکې نازل شوي دي، اوپه اخرت یقین لري. 5. د دوی د رب له لوري همدې کسانو ته لارښونه شوې ده او همدوی بریالي دي. 6. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَو

ال عمران، دعمران کورنۍ

سورة ال عمران عدد آياتها 200 وهي مدنية – نزلت بعد الأنفال   بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1 . الم 2 . اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ 3 . نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنزَلَ التَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ 4 . مِن قَبْلُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَأَنزَلَ الْفُرْقَانَ ۗ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ. 5 . إِنَّ اللَّهَ لَا يَخْفَىٰ عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ. 6 .  هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الْأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاءُ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ . 7 . هُوَ الَّذِي أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ ۖ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ ۗ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّ