Skip to main content

ال عمران، دعمران کورنۍ




سورة ال عمران
عدد آياتها 200 وهي مدنية – نزلت بعد الأنفال
 
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
1 . الم
2. اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ
3. نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنزَلَ التَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ
4. مِن قَبْلُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَأَنزَلَ الْفُرْقَانَ ۗ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ.
5. إِنَّ اللَّهَ لَا يَخْفَىٰ عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ.
6.  هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الْأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاءُ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ .
7. هُوَ الَّذِي أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ ۖ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ ۗ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ.
8. رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ.
9. رَبَّنَا إِنَّكَ جَامِعُ النَّاسِ لِيَوْمٍ لَّا رَيْبَ فِيهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ.
1.  الف، لام، میم
2.  [همدا یو] الله دی، بل معبود نشته خو همدی دی، تل ژوندی دی تدبیر والا ‏دی [هیڅ زوال نه لري دایم او قایم دی].
3.   کتاب [قران] يې په تا [محمد صلی الله علیه وسلم] باندې په حقه سره نازل کړى دى چې د هغو کتابونو تصدیق کوونکی دی چې له دې مخکې نازل شوي دي [زبور او نورې صحیفې] او تورات او انجیل يې نازل کړي دي.
4.  له دې [قران] مخکې يې ‏[پخوانی کتابونه] ‏ دخلکو د هدایت لپاره نازل کړي دي چې بیلوونکي د حق او باطل دي، هغه کسان چې دالله په ایتونو يې کفر کړی دی بیشکه چې د هغوی لپاره سخت عذاب دی، اوالله ډير غالب دی[د خپلو احکامو په پلي کولو کې برلاسی او قوی دی]خاوند دانتقام دى‏ [کفارو ته دسخت عذاب ورکوونکی دی]. 
5.   په ځمكه او اسمان كې له الله څخه هیڅ شی پټ نه دي. 
 6. الله هغه ذات دى چې دمیندو په خیټو[رحمو]کې هر ډول چې اراده وکړي هغسې ستاسې څيرې[صورتونه]جوړوي، بل معبود نشته خو همدى دى ډيرغالب [قوی برلاسی] ښه تدبيروالا. 
7.  الله هغه ذات دى چې تا [محمدصلی الله علیه وسبلم] باندې يې کتاب[قران] نازل کړی دی چې ځينې ایتونه يې محکم دي[مانا يې ښکاره ده] او دا[محکم ایتونه] ‏دکتاب بنسټ [اصل] دي او نور متشهابهات دي [د تیروتنې امکان په کې شته یايي انسان ته مانا مالومه نه ده]، او هغه کسان چې ددوی په زړونو کې دحق په وړاندې کوږوالى دى نو د فتنې داچولو لپاره او د هغوی د مانا کولو لپاره دوی ددې [قران] د هغو ایتونو پيروي کوي چې متشابه وي حال داچې په رښتینې مانايې نه پوهيږي خو یوازې الله [ورباندې پوهیږي]. اوهغه کسان چې په پوهه کې پاخه دي دوی وايي چې موږ ايمان راوړی دى په دې [متشابه ایتونو چې په مانايي نه پوهیږو]  لکه په محکماتو باندې د زموږ د ایمان په څير، داټول [محکم اومتشابه ایتونه] زموږ د رب له خوا دي. او [په دې باندې] پند نه اخلي خو د عقلونو خاندان. 
8.  [په پوهه کې د پخو خلکو وینا داده چې] اى زموږ ربه، روسته له هغې چې تا موږ ته هدایت وکړ زموږ زړونه مه کږوه او موږ ته له خپله نزده رحمت وبښه بیشکه همدا ته ډیر ښه بښوونکی [ورکوونکی د رحمتونو او نعمتونو يې]. 
9. اى زموږ ربه، بیشکه ته د[ټولو]مخلوقاتو یوځای کوونکی یې [له قبرونو څخه په راپورته کولو سره] د هغې ورځې [د اخرت دحساب او کتاب] لپاره چې د هغې [په راتلو کې] هیڅ شک نشته دی، بیشکه چې الله د خپلې ژمنې مخالفت نه کوي.
10. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَن تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُم مِّنَ اللَّهِ شَيْئًا ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمْ وَقُودُ النَّارِ
11.كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ ۗ وَاللَّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ
12. قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُوا سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَىٰ جَهَنَّمَ ۚ وَبِئْسَ الْمِهَادُ
13. قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ الْتَقَتَا ۖ فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَأُخْرَىٰ كَافِرَةٌ يَرَوْنَهُم مِّثْلَيْهِمْ رَأْيَ الْعَيْنِ ۚ وَاللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِ مَن يَشَاءُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّأُولِي الْأَبْصَارِ
14. زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاءِ وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالْأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ۗ ذَٰلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَاللَّهُ عِندَهُ حُسْنُ الْمَآبِ
15. قُلْ أَؤُنَبِّئُكُم بِخَيْرٍ مِّن ذَٰلِكُمْ ۚ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَأَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ
 10.  بيشکه هغه کسان چې کافران شوي دي ددوی مالونه او ددوی اولادونه به د الله په وړاندې دوی ته هیڅ  ګټه ونه کړي، دا کسان [کافران] همدوی د اور خشاک[د دوزخ سوند مواد] دي.
11.   دوی د فرعون د ډلې په څير دي او د هغو کسانو په څير دي چې له هغوی مخکې وو [لکه د نوح علیه السلام قوم، عادیان، ثمودیان او نور] چې زموږ ایتونه يې دروغ ګڼل نو الله ‏ددوی د ګناهونو له کبله دوی ‏[په دردناک عذاب] ونیول او ‏الله ‏سخت عذاب ورکوي ‏[منکرانو ته].
12.   [اى محمد صلی الله علیه وسلم] هغوکسانوته ووایه چې کافران شوي دي  داچې ژربه تاسې ناکامه[مغلوب] کړى شی او تاسې به دوزخ ته غونډ کړی شی، او [دا دوزخ] د هستوګنې  بد ځای دى.
13.   په هغو دوه ډلو کې تاسې ته بیشکه لوی پند [عبرت] دی چې [په بدر کې] مخامخ شوې، يوې ډلې دالله په لاره کې جګړه کوله، اوبله ډله کافره وه،  دوی[کفارو] به د سر په سترګو سره هغوى [مومنان]  دوه برابره لیدل، او الله چې هرچاته اراده وکړي پخپلې مرستې سره [د بري] وړتیا ورکوي، بيشکه په دې کې دلیدنې[دبصیرت] د خاوندانو لپاره پند دى.
14.   خلکو ته دشهوت [دارمان دخړوبولو] مینه‏ ښایسته کړی شوې ده ‏‏له ښځو او له زامنو سره، اوله ډيرو مالونو سره چې له سرو او سپينو زرو څخه راټول کړی شوي دي او له نښه لرونکو اسونو ‏سره، او له نورو څارويو سره[اوښ، غوا، پسه] او له کرکیلې [کښت] سره، دا ددنیا د ژوندون ګټه اخیستنه ده، بیشکه دالله په نزد شته دی ښه ځای د ورتلو[جنت]. 
15. [اى محمد صلی الله علیه وسلم دوى ته] ووایه چې ايا تاسې ته له دې[دنیايي ګټو په ځای] د غوره شي خبر درکړم چې د هغو کسانو لپاره دی چې تقوا والا دي، ددوی د رب په نزد ددوى جنتونه چې لاندې يې ویالې بهيږي، دوی [تقوا والا کسان] به په دې کې تل اوسیږي،  او پاکې میرمنې به وي ‏[تقوا لرونکو ته] ‏او د الله له خوا به په دوی خوشالي وي[د الله له خوا به دوی ته  تلپاتې خوشالي د انعام په توګه ورکړل شي] او الله دبندګانو ښه ليدونکى دى.
16. الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا إِنَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ
17. الصَّابِرِينَ وَالصَّادِقِينَ وَالْقَانِتِينَ وَالْمُنفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالْأَسْحَارِ
18. شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
19. إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ ۗ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۗ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ 
20. فَإِنْ حَاجُّوكَ فَقُلْ أَسْلَمْتُ وَجْهِيَ لِلَّهِ وَمَنِ اتَّبَعَنِ ۗ وَقُل لِّلَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْأُمِّيِّينَ أَأَسْلَمْتُمْ ۚ فَإِنْ أَسْلَمُوا فَقَدِ اهْتَدَوا ۖ وَّإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلَاغُ ۗ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ
21. إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الَّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ
22. أُولَٰئِكَ الَّذِينَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ 
  16. هغه کسان [تقوا والا] وايي، اى زموږ ربه، بيشکه موږ ايمان راوړى دى نو زموږ ګناهونه موږ ته وبښه او موږ د اور [جهنم] له عذابه وساته. 17.  زغم لرونکي، رښتیني، امرمنونکي، د الله په لاره کې خیرات کوونکي، هغه چې د شپې په روستۍ برخه کې [له خپل رب څخه] بښنه غواړي.
18.  الله شاهدي ورکړې ده چې بل معبود نشته خو همدى دى او ملایکو شاهدي ورکړې ده او [همداراز] دپوهې خاوندانو چې [الله] په عدل سره [مخلوقات] ساتي بل معبود نشته دی خو همدى دى ښه برلاسی[غالب] ښه حکمت والا.
  19.   بيشکه په نزد دالله غوره دین اسلام دی، اوهغوکسانو ‏چې دوی ته کتاب ورکړى شوى دى‏[یهودانو او نصرانیانو] ‏ اختلاف نه دى کړى خو له هغې روسته چې دوی ته [د توحيد او د محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت] پوهه راغله او د کینې [حسد] له کبله [يې ‏اختلاف وکړ] چې ‏ددوی په منځ کې وو، او هرڅوک چې د الله له ایتونو څخه انکار کوي نو بیشکه الله ډیر چټک دی په حساب کولو کې. 
20.   نو که دوی [کفار] له تا سره جګړه کوي نو [اى محمد صلی الله علیه وسلم  دوى ته] ووایه چې ما الله ته خپل ځان تسلیم[تابع] کړی دی او هغه څوک چې زما پيروي کوي، او [اى محمد صلی الله علیه وسلم]  هغوکسانوته ووایه چې دوی ته کتاب ورکړل شوی دى [يهودانو او نصرانيانوته] اوناپوهانو [مشرکانو] ته چې اياتاسې مسلمانیږئ؟ [یانې ورته ووایه حکم دی چې ایمان  راوړئ] نو که دوی اسلام راوړ نو بیشکه چې سیده لار يې وموندله، اوکه دوی وګرځيدل[ایمان يې رانه وړ] نو بیشکه په تا یوازې بیان [تبلیغ] دی، او الله د بندګانو ښه ليدونکى دى.
21.  بيشکه هغه کسان چې دوی د الله په ایتونو کافران کېږي او په ناحقه توګه انبياء وژني او له خلکو څخه هغه کسان وژني چې هغوى د عدل [انصاف] حکم کوي، نو  دوى[کفارو] ته د دردناک عذاب زیری ورکړه.
22.  داهغه کسان دي چې په دنیا او اخرت کې ددوی نیک عملونه ویجاړ [باطل] شوي دي او دوى ته هيڅ مرسته کوونکي نشته [چې له دوی عذاب لرې کړي]. 
23.أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يُدْعَوْنَ إِلَىٰ كِتَابِ اللَّهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٌ مِّنْهُمْ وَهُم مُّعْرِضُونَ
24. ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لَن تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ ۖ وَغَرَّهُمْ فِي دِينِهِم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ
25. فَكَيْفَ إِذَا جَمَعْنَاهُمْ لِيَوْمٍ لَّا رَيْبَ فِيهِ وَوُفِّيَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
26. قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
27. تُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ ۖ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ ۖ وَتَرْزُقُ مَن تَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ
28. لَّا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۖ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ إِلَّا أَن تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً ۗ وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ ۗ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ
29. قُلْ إِن تُخْفُوا مَا فِي صُدُورِكُمْ أَوْ تُبْدُوهُ يَعْلَمْهُ اللَّهُ ۗ وَيَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 
23. اياته [ای محمد صلی الله علیه وسلم] هغوکسانوته نه ګورې چې دوى ته له کتاب [تورات] څخه څه برخه ورکړل شوې وه چې دوی وبلل شي دالله  د کتاب لوري ته ددې لپاره چې[داکتاب] ددوی ترمنځ حکم وکړي، بیا ددوی يوې ډلې له دې مخ وګرځاوه او دوى [د حق له منلوڅخه] څنګ کوونکي دي.
24. ددوی دا [ګرځیدل] له دې کبله دي چې بیشکه دوی وايي چې موږ ته به د دوزخ اور ونه رسیږي خو یوڅو شمیرل شوې ورځې، او دوی پخپل دین کې غره [غولیدلي] دي هغه [دین] چې دوی په کې دروغ جوړول.
25. نو هغه وخت به څه حال وي کله چې موږ د هغې ورځې [د حساب] لپاره دوی يوځاى کړو چې د هغې[قیامت د ورځې] په راتلو کې هیڅ شک نشته. اوهرچاته به د هغه عمل جزا پوره ورکړل شي چې کړى يې وي او په دوى به ظلم ونه کړى شي.
26. [اى محمد صلی الله علیه وسلم] ووایه،  ای الله، ای دباچايي خاونده‏ [ای دټولو جهانانو او کایناتو ټولواکمنه]، چاته چې ته اراده وکړې هغه ته باچايي ورکوې، او چاته چې اراده وکړې له هغه باچايي بيرته اخلې، او هغه چاته چې اراده وکړې عزت ورکوې، اوهغه څوک خواروې [ذلیل کوې] چې اراده وکړې، خیر ستا په لاس کې دی، [ای الله] بیشکه ته په هر شي باندې قادر يې.
27. [ای الله] ته شپه په ورځ کې ایلوې [ننباسې] او ورځ په شپه کې، له مړي څخه ژوندی راباسې [حيوان له نطفې څخه، مرغه له هګۍ څخه، بوټي له ځمکې څخه، له مرګ روسته د انسان ژوندي کول او نور] او مړى له ژوندي راباسې [نطفه له حيوان څخه، هګۍ له مرغه څخه، کرنیز تخمونه له بوټي څخه او داسې نور] او هرچاته چې اراده وکړې هغه ته بې شمیره روزي ورکوې.
28. مومنان دې کافران دوستان نه نیسي بلکې یوازې مؤمنان[ له مومنانو سره دوستي کوی] اوهرڅوک چې دا[له کفاروسره دوستي] وکړي نو دی په هیڅ شي کې د الله [له دین] سره اړه نه لري خو که تاسې له دوی ځان ساتی په ځان ساتنې سره، او الله تاسې له خپل نفس څخه ویروي، او د الله لوري ته ستاسې ورتګ دی.
29. [اى محمد صلی الله علیه وسلم دوى ته] ووایه، که هغه څه پټ کړی  چې ستاسې په سينو [زړونو] کې دي يايې تاسې ښکاره کړی هغه الله ته مالوم دي، او[الله ته ټول]هغه شيان مالوم دي چې په اسمانونو کې دي اوهغه شيان چې په ځمکه کې دي [الله ته پټ اوښکاره ګرد مالوم دي]، اوالله په هرشي باندې ښه قادر دى. 
30. يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُّحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِن سُوءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا ۗ وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ ۗ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ
31. قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
32. قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ ۖ فَإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْكَافِرِينَ
33. إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَىٰ آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ
34. ذُرِّيَّةً بَعْضُهَا مِن بَعْضٍ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
35. إِذْ قَالَتِ امْرَأَتُ عِمْرَانَ رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّي ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
36. فَلَمَّا وَضَعَتْهَا قَالَتْ رَبِّ إِنِّي وَضَعْتُهَا أُنثَىٰ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالْأُنثَىٰ ۖ وَإِنِّي سَمَّيْتُهَا مَرْيَمَ وَإِنِّي أُعِيذُهَا بِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ
37. فَتَقَبَّلَهَا رَبُّهَا بِقَبُولٍ حَسَنٍ وَأَنبَتَهَا نَبَاتًا حَسَنًا وَكَفَّلَهَا زَكَرِيَّا ۖ كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا الْمِحْرَابَ وَجَدَ عِندَهَا رِزْقًا ۖ قَالَ يَا مَرْيَمُ أَنَّىٰ لَكِ هَٰذَا ۖ قَالَتْ هُوَ مِنْ عِندِ اللَّهِ ۖ إِنَّ اللَّهَ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ
30.   هغه ورځ چې هر نفس به له خیر څخه هغه څه حاضر شوي مومي چې کړي يې وي اوهغه څه چې له بدۍ څخه ده کړي وي نو دی [دا سړی] به هیله کوي چې کاشکې دده او ددې بد عمل ترمنځ لرې واټن [مسافه] وای، او الله تاسې ستاسې له نفس څخه ویروي، او الله په بندګانو زښت ډيرمهربان دى.31.  ى محمد صلی الله علیه وسلم دوى ته] ووایه که تاسې له الله سره مینه لری نو زما [محمدصلی الله علیه وسلم] پيروي وکړئ نو الله به له تاسې سره مینه وکړي اوتاسې ته به ستاسې ګناهونه وبښي، او الله بښوونکی دی، ډيررحم والا دی.
32.   [اى محمد صلی الله علیه وسلم دوى ته] ووایه چې تاسې دالله اطاعت کوئ او د رسول الله [صلی الله علیه وسلم اطاعت کوئ]، نو دوی که وګرځيدل [له دې طاعت څخه]نو بیشکه الله له کافرانو سره مینه نه کوي. 1
33.  بیشکه چې الله غوره کړى دى ادم او نوح او دابراهيم اولاده او دعمران اولاده [د خپلې زمانې] په ټولو خلکو.
34.  ځینې ددوی د ځینو نورو اولاده وه، او الله ښه اوريدونکى دى، ښه پوه دی.
35.    [اى محمد صلی الله علیه وسلم یاد کړه] هغه وخت چې د عمران ښځې [حنا] وویل اى زما ربه بيشکه ما هغه شی تاته نذرکړى دى چې زما په ګيډه کې دى حال داچې هغه به ازاد وي [د بیت المقدس خدمت ته] نو ته [دا نذر] له ما څخه قبول کړه، بیشکه ته، همدا ته  ښه اوريدونکى ښه پوه يې.
36.  نو کله چې يې هغه[نذر] وزيږاوه،  نو[دعمران ښځې] وويل اى زما ربه بیشکه ماهغه [نذر] وزيږاوه خو ښځینه [انجلۍ] ده، او الله په هغه شي ښه پوه دى چې دې [دعمران ښځې] زیږولی دی،  او نارینه د ښځینه په څير نه دى، اوبیشکه ما ددې نوم مریم کېښود، اوبیشکه زه دا[مریم] او ددې اولاده ستا پناه ته درولوم له شيطان رټل شوي څخه.
37.  نو ددې رب [دبیت المقدس د خدمت لپاره] دا[مریم] په ښه توګه قبوله کړه، او په ښه توګه يې زرغونه [لویه] کړه، او [الله] ددې لپاره زکریا کفيل وګرځاوه، هرکله چې به زکرياپه محراب [په جومات] ننوت نو له دې سره به يې څه روزي [د ژمي مېوه په اوړي کې، او د اوړي میوه په ژمي کې] موندله،  [زکريا] وویل اى مريمې دا[روزي] دې له کومه کړه؟ [مريمې زکرياته] وویل داد الله له خوا ده بیشکه الله چې چاته اراده وکړي بې شماره روزي ورکوي.
38. هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُ ۖ قَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِن لَّدُنكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً ۖ إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ
39. فَنَادَتْهُ الْمَلَائِكَةُ وَهُوَ قَائِمٌ يُصَلِّي فِي الْمِحْرَابِ أَنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَىٰ مُصَدِّقًا بِكَلِمَةٍ مِّنَ اللَّهِ وَسَيِّدًا وَحَصُورًا وَنَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ
40. قَالَ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَقَدْ بَلَغَنِيَ الْكِبَرُ وَامْرَأَتِي عَاقِرٌ ۖ قَالَ كَذَٰلِكَ اللَّهُ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ
41. قَالَ رَبِّ اجْعَل لِّي آيَةً ۖ قَالَ آيَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ إِلَّا رَمْزًا ۗ وَاذْكُر رَّبَّكَ كَثِيرًا وَسَبِّحْ بِالْعَشِيِّ وَالْإِبْكَارِ
42. وَإِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَىٰ نِسَاءِ الْعَالَمِينَ
43. يَا مَرْيَمُ اقْنُتِي لِرَبِّكِ وَاسْجُدِي وَارْكَعِي مَعَ الرَّاكِعِينَ
44. ذَٰلِكَ مِنْ أَنبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ ۚ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يُلْقُونَ أَقْلَامَهُمْ أَيُّهُمْ يَكْفُلُ مَرْيَمَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يَخْتَصِمُونَ
45. إِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِّنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ
38.  په دې ځاى کې زکریا له خپل رب څخه غوښتنه وکړه، [زکریا] وويل اى ربه ماته له خپل نزده ښه پاک اولاد راوبښه، بیشکه ته ددعا ښه اوريدونکى يې. 
39. نو ده [زکریا] ته ملایکو [جبریل علیه السلام] نارې کړې حال داچې دى [زکریا] په محراب[جومات] کې  ولاړ وو لمونځ يې کاوه چې بیشکه الله تاته دیحیی زيرى درکوي او د یوې کلمې تصديق کوونکى به وي چې د الله له خوا ده او [په پوهه، عاجزۍ اوتقوى کې] به [دخپل قوم] مشر وي او [د قدرت له شهواتو څخه] به ډيرمنع راوړونکى وي، او نبي به وي له نیکانو څخه [نه به خطا کوي او نه به د ګنا اراده کوي]. 
40. [زکریا] وویل اى زما ربه، څنګه به زما هلک کېږي حال داچې ماته زوړوالى رسیدلی او زما ښځه شنډه ده، [جبريل] وویل همداسې چې الله د هرشي اراده وکړي هغه کوي. 
41. [زکریا] وویل اى زما ربه، ماته یوه نښه راوښیه، نو [جبريل] وویل ستا نښه داده چې درې ورځې [او شپې] به له خلکو سره خبرې نه کوې خو په اشاره، او د ورځې په اول کې او د ورځې په اخرکې[‏[د شپې له روستۍ برخې لمر خاته پورې، د مازیګره تر ماښامه پورې] خپل رب ډيرډير یادوه [تسبیح او لمونځونه].  
42. او [اى محمد صلی الله علیه وسلم یاد کړه] هغه وخت چې ملایکو [جبریل علیه السلام] وويل، اى مريمې بیشکه چې الله  ته غوره کړې يې [په نیکۍ اوعبادت] او ته يې [له بدو کړو وړو او خبرو څخه] پاکه کړې يې،  او ته يې د ټولو نړیو[جهانونو] په ښځو غوره کړې يې. 
43. اى مريمې، دخپل رب لپاره ولاړه شه [بندګي کوه]، او سجده کوه، او له نورو رکوع کوونکوسره رکوع کوه[دجماعت لمونځ کوه].  
44.  دا[دمریمې او د هغې د مور، او د زکریا یادونه] د غیب خبرونه دي چې موږ يې تاته [اى محمد صلی الله علیه وسلم] د وحيي له لارې درلیږو، او ته [اى محمد صلی الله علیه وسلم] ددوی [د بیت المقدس د احبارو] په نزد نه وې کله چې دوى خپل قلمونه [د قرعي په نیت] غورځول ‏چې له دوى څخه کوم یو دمريمې تربیت وکړي،  او ته ددوى په نزد نه وې کله چې دوى جګړې سره کولې. 
45. [اى محمد صلی الله علیه وسلم یاد کړه] هغه وخت چې ملایکو [جبريل علیه السلام] وویل اى مريمې، بیشکه الله تاته د يوې کلمې زیری درکوي چې دده [دالله] له خوا ده، دهغه نوم مسيح عيسى زوى دمريمې دى او په دنیا او اخرت کې ‏مخور دی او [دالله] له مقربو بندګانو څخه دی. 
46.  وَيُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَمِنَ الصَّالِحِينَ
47.  قَالَتْ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي وَلَدٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ ۖ قَالَ كَذَٰلِكِ اللَّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۚ إِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ
48.  وَيُعَلِّمُهُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ
49.  وَرَسُولًا إِلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنِّي قَدْ جِئْتُكُم بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ ۖ أَنِّي أَخْلُقُ لَكُم مِّنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللَّهِ ۖ وَأُبْرِئُ الْأَكْمَهَ وَالْأَبْرَصَ وَأُحْيِي الْمَوْتَىٰ بِإِذْنِ اللَّهِ ۖ وَأُنَبِّئُكُم بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ فِي بُيُوتِكُمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
50.  وَمُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَلِأُحِلَّ لَكُم بَعْضَ الَّذِي حُرِّمَ عَلَيْكُمْ ۚ وَجِئْتُكُم بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ
51. إِنَّ اللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ ۗ هَٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ
52. فَلَمَّا أَحَسَّ عِيسَىٰ مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنصَارِي إِلَى اللَّهِ ۖ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ اللَّهِ آمَنَّا بِاللَّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ
46.  او په ماشومتوب [مهد یا دمور په غیږ] کې به له خلکو سره خبرې کوي او په لوی عمر [کهولت] کې،  او له صالحانوڅخه به وي
47. [مریم] وويل، اى زما ربه، زما به څنګه زوی وشي؟حال داچې زه هیڅ بشر نه یم مس کړې، [جبریل علیه السلام] وويل، همداسې يې الله هست کوي، هغه [سبحانه تعالی] چې د یو شي [د هستولو] اراده وکړي نو بیشکه همدا خبره ده چې [الله] هغه شي ته وايي [حکم] کوي چې [هست] شه نو هغه وشي [هغه مخلوق هست شي].
48. او [الله] هغه ته کتاب [لیک] ورزده کوي اوحکمت [دشریعت پوهه] او تورات او انجیل [ورزده کوي]. 2
49. او د رسول په توګه يې دبني اسرایيلو [د یعقوب اولادې] ته لیږي، [او هغه به] ووايي بیشکه زه تاسې ته ستاسې د رب له لوري له لوې نښې سره راغلی یم،  بیشکه زه له خټو څخه تاسې ته  د مرغۍ په څیر شکل جوړوم بیا په دې شکل کې پوکی کوم نو د الله په حکم سره هغه [شکل] الوتونکي مرغه ګرځي، او د الله په حکم مړي ژوندي کوم، او مورزادي ړوند او د پېڅ [دپوستکي] ناروغ دالله په حکم سره جوړوم، او زه تاسې له هغه شي خبروم چې تاسې يې  خوری، او له هغه شي [مو خبروم]چې تاسې يې پخپلو کورونو کې ساتی، بیشکه په دې [معجزو]کې تاسې ته بشپړه نښه ده که تاسې مؤمنان یاست.
50. زه د هغه [کتاب] تایدونکی یم چې له ما مخکې نازل شوی دی چې تورات دی، او ددې لپاره [لیږل شوی یم]چې ځینې هغه شیان تاسې ته حلال کړم چې په تاسې حرام کړی شوي وو. زه ستاسې د رب له خوا له معجزو سره راغلی یم نو تاسې  له الله  وویریږی او زما [خبره] ومنئ.
51. بیشکه الله زما رب دى او ستاسې رب دى نو تاسې دده بندګي کوئ همدا سیده نیغه لاره ده.
52. نوکله چې عيسى د بني اسراییللوڅه کفر احساس کړ [چې دده د وژلو اراده يې وکړه، نو عیسی] وويل دالله په لاره کې څوک زما مرستندوی دي؟ حواريونو وویل موږ د الله [ددین] مرستندویان یو، په الله مو ایمان راوړی او ته [ای عیسی] په دې شاهد شه چې موږ مسلمانان يو.
53. رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا أَنْزَلْتَ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ
54. وَمَكَرُوا وَمَكَرَ اللَّهُ ۖ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ
55. إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَىٰ إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَجَاعِلُ الَّذِينَ اتَّبَعُوكَ فَوْقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ۖ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأَحْكُمُ بَيْنَكُمْ فِيمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ
56. فَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَأُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَا لَهُمْ مِنْ نَاصِرِينَ
57. وَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ
58. ذَٰلِكَ نَتْلُوهُ عَلَيْكَ مِنَ الْآيَاتِ وَالذِّكْرِ الْحَكِيمِ
59. إِنَّ مَثَلَ عِيسَىٰ عِنْدَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ ۖ خَلَقَهُ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ
 60. الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَلَا تَكُنْ مِنَ الْمُمْتَرِينَ
61.  فَمَنْ حَاجَّكَ فِيهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَكُمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَكُمْ وَأَنْفُسَنَا وَأَنْفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ
53. اى زموږ ربه، موږ ايمان راوړى دى په کتاب [انجيل]چې تا نازل کړى دى اوموږ درسول[عيسى] پيروي کړې ده نو موږ له شاهدانو سره ولیکه. 3
54. او کفارو عيسى په ضد] پلان جوړ کړ او الله[د کفارو په ضد] پلان جوړ کړ او الله بهترین پلان جوړونکی دی.
55. او [ای محمد صلی الله علیه وسلم یاد کړه] هغه وخت چې الله وویل، اى عيسى بیشکه زه [له ځمکې څخه] ستا اخيستونکى يم او زما طرفته ستا پورته وړونکی يم، او له هغو کسانو څخه ستالرې کوونکى يم چې کافران شوي دي او هغوکسانوچې ستا متابعت کړى دی هغوی به د قیامت تر ورځې پورې په هغو کسانو برلاسي کړم چې کافران شوي دي، بيا زما طرفته ستاسې راتګ دی[د حساب او کتاب لپاره] او زه به په هغه شي کې ستاسې ترمنځ حکم وکړم چې تاسې به په هغه کې اختلاف کاوه.
56. نو هغه کسان چې کافران شوي دي زه به هغوی په دنيا او اخرت کې په سخت عذاب سره په عذاب کړم او دوی ته به هیڅ مرستندوی نه وي.
57. او هغه کسان چې ايمان يې راوړى دى اوښه [عملونه] يې کړي دي  نودوی ته به [الله] پوره اجرونه ورکړي، او الله نه خوښوي ظالمان.
58. [اى محمد صلی الله علیه وسلم] موږ دا[دعیسی علیه السلام په اړه رښتیني حقایق] له ايتونو او محکم ذکر [لوح محفوظ یا قران] څخه په تا لؤلوو.
59. بیشکه دعیسی [دهستولو] بیلګه په نزد د الله دادم[دهستولو]د بیلګې په څیرده چې [الله] له خاورو هغه [ادم] جوړ کړ او بيايې هغه ته وويل ته [بشر] شه!، نو وشو [هغه بشرشو].
60. حق ستا د رب له خوا دی، نو له شک کوونکوڅخه مه کېږه .
61. روسته له هغې چې تا[محمد صلی الله علیه وسلم دعيسى په بندګي او نبوت] پوهه ترلاسه کړه نوهرڅوک چې د عیسی په اړه له تاسره جګړه کوي ورته ووایه چې راځی زموږ زامن راوبولو  اوستاسې زامن، او زموږ ښځې او ستاسې ښځې او خپل ځانونه اوستاسې ځانونه، بيابه[په دعاکې] عاجزي وکړو او موږ [ټول] به ووایو چې په دروغجنو دې د الله لعنت وي.
62. إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ ۚ وَمَا مِنْ إِلَٰهٍ إِلَّا اللَّهُ ۚ وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
63. فَإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِالْمُفْسِدِينَ
64. قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَىٰ كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللَّهِ ۚ فَإِن تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ
65. يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تُحَاجُّونَ فِي إِبْرَاهِيمَ وَمَا أُنزِلَتِ التَّوْرَاةُ وَالْإِنجِيلُ إِلَّا مِن بَعْدِهِ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
66. هَا أَنتُمْ هَٰؤُلَاءِ حَاجَجْتُمْ فِيمَا لَكُم بِهِ عِلْمٌ فَلِمَ تُحَاجُّونَ فِيمَا لَيْسَ لَكُم بِهِ عِلْمٌ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
67. مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلَا نَصْرَانِيًّا وَلَٰكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ
68. إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِيمَ لَلَّذِينَ اتَّبَعُوهُ وَهَٰذَا النَّبِيُّ وَالَّذِينَ آمَنُوا ۗ وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُؤْمِنِينَ
69. وَدَّت طَّائِفَةٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يُضِلُّونَكُمْ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّا أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ
70. يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَأَنتُمْ تَشْهَدُونَ
62.     بیشکه دا[د عیسی علیه السلام په اړه بیان] رښتینی واقعیت دی او بل معبود نشته خو يوازې الله دى، او بیشکه الله، همدى ډير برلاسی [غالب] قوي دى، ښه حکمت والا دی. 
63. نوکه هغوی [له حق څخه] وګرځيدل نو بیشکه الله ښه پوه دى په مفسدینو. 
 64.  [اى محمد صلی الله علیه وسلم] ووایه چې اى اهل کتابو تاسې دیوې کلمې خواته راشئ چې زموږ او ستاسې ترمنځ برابره ده هغه داچې عبادت به نه کوو خو يوازې دالله او له الله سره به هيڅ شریک نه نیسو او له الله پرته  به ځینې زموږ ځینې نور د خدايانو په توګه نه نیسي، نو که دوی وګرځيدل بیا تاسې [مومنان، اهل کتابو ته] ووايي په دې شاهد شئ چې بیشکه موږ مسلمانان يو [او تاسې اهل کتاب کافران یاست].
65.  اى اهل کتابو، تاسې د ابراهیم په اړه ولې جګړه کوئ حال داچې تورات او انجيل نه دى نازل کړى شوي خو له ده[له ابراهیم څو پیړۍ] روسته، ايا نو تاسې هيڅ عقل نه لری؟ 
66.     خبردارشئ چې تاسې هغه کسان یاست چې [له ډیره حماقته] مو د هغه څه په اړه جګړه کړې ده چې  تاسې په کې څه پوهه درلودله خو تاسې ولې په هغه شي کې جګړه کوئ چې د هغه په اړه تاسې ته هیڅ پوهه نشته، او بیشکه الله پوهيږي او تاسې نه پوهيږی.
 67.  ابراهيم نه يهودی وو او نه نصرانی خو هغه حنيف[حق ته مایل] وو،  مسلمان [دالله د حکم منوونکی] او له مشرکانو څخه نه وو. 
68. ابراهیم ته له خلکو څخه [دده له امته] هغه کسان نژدي دي چې دده متابعت يې کړى وو او دا نبي [محمد صلی الله علیه وسلم] دى اوهغه کسان دي چې ايمان يې راوړى دى[ په الله او په هغه څه چې په محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شوي دي]، او الله د مومنانو ولي [ساتندوی او مرستندوی] دى. 
69. له اهل کتابو څخه یوه ډله غواړي چې [د کوم ناحقه قسم په خوړولو] تاسې ګمراه کړي او دوی نه ګمراه کوي خو خپل نفسونه [په دې کار سره دوی د مرګ پرمهال عذاب او داخرت عذاب ځانته برابروي]، او دوی [په دې] نه پوهيږي. 
70. اى اهل کتابو، تاسې دالله په ایتونو [قرآن] ولې کافر کېږی حال داچې تاسې شاهدان یاست [چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی او ده ته وحی راځي].  
71. يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَلْبِسُونَ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ
72. وَقَالَت طَّائِفَةٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ آمِنُوا بِالَّذِي أُنزِلَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَجْهَ النَّهَارِ وَاكْفُرُوا آخِرَهُ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
73. وَلَا تُؤْمِنُوا إِلَّا لِمَن تَبِعَ دِينَكُمْ قُلْ إِنَّ الْهُدَىٰ هُدَى اللَّهِ أَن يُؤْتَىٰ أَحَدٌ مِّثْلَ مَا أُوتِيتُمْ أَوْ يُحَاجُّوكُمْ عِندَ رَبِّكُمْ ۗ قُلْ إِنَّ الْفَضْلَ بِيَدِ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ
74. يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ
75. وَمِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مَنْ إِن تَأْمَنْهُ بِقِنطَارٍ يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ وَمِنْهُم مَّنْ إِن تَأْمَنْهُ بِدِينَارٍ لَّا يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ إِلَّا مَا دُمْتَ عَلَيْهِ قَائِمًا ۗ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لَيْسَ عَلَيْنَا فِي الْأُمِّيِّينَ سَبِيلٌ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ
76. بَلَىٰ مَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِ وَاتَّقَىٰ فَإِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ
77. إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَٰئِكَ لَا خَلَاقَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ وَلَا يَنظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
71.     اى اهل کتابو، تاسې حق [رښتیا] ولې له باطل سره ګډوی؟ او تاسې حق[دمحمدصلی الله علیه وسلم نبوت] پټوی حال داچې تاسې پوهيږی.
72.    او د اهل کتابو یوې ډلې [بلې ډلې] ته وويل چې ايمان راوړئ د ورځې په پیل کې په هغه [قران] چې نازل کړى شوى دى په هغوکسانوچې مومنان دي او په اخر د ورځې کې کافران شئ ددې لپاره چې دوى [مومنان له ايمانه] وګرځي.
73.     او [اهل کتاب وايي] تاسې مه منئ خو دهغه چاچې ستاسې ددین [یهودیت] متابعت يې کړی وي. [اى محمد صلی الله علیه وسلم دوى ته] ووايه بیشکه هدايت[سیده نیغه لار] همدا دالله [له خوا رالیږل شوی] هدایت [سیده لاره] ده او [یهود دحسدله کبله وايي] چې ولې یوچاته د هغه څه په څیر ورکړل شي چې تاسې ته درکړل شوي دي او [دوی وايي چې ولې مؤمنان] په نزد د رب ستاسې په تاسې [اهل کتابو] دلیل ولري [حجت قایم کړي] او کامیاب شي، [اى محمد صلی الله علیه وسلم دوی ته] ووایه بیشکه چې فضل دالله په قدرت کې دی، هغه چاته يې ورکوي چې اراده وکړي او د الله [رحمت، فضل او احسان] پراخ دی، [او الله] ښه پوهه دى[داحسان او فضل وړ خلک ښه پيژنی].
74.      پخپل رحمت سره ځانګړی کوي هغه څوک چې اراده يې وکړي او الله د ډير لوی فضل [مهربانۍ] خاوند دى.
75.     او له اهل کتابو څخه ځينې هغه څوک دي چې دډير مال د امانت لپاره که يې غوره کړې نوبېرته به دا [مال] تاته وسپاري اوځينې له دوى هغه دي چې د یو دینار د امانت لپاره که يې غوره کړې نو دا دینار به اداء نه کړي خو که[د غوښتلو لپاره يې] هر وخت ورباندې ولاړ يې، دا [په امانت کې خیانت] له دې کبله دی چې دوی [اهل کتابو] وویل چې د امیانو [دنالوستو خلکو دحق په خوړولو کې] په موږ کومه ګناه نشته، او دوى[اهل کتاب] په الله دروغ وايي حال داچې دوى پوهيږي.
76.    خو، هو، هرڅوک چې پخپله ژمنه وفا وکړي[په نبي محمد صلی الله علیه وسلم باندې ایمان راوړي او امانت ادا کړي] او ځان وساتي[له کفر او دروغو څخه] نوبیشکه الله  پرهيزګاران خوښوي.
77.     بیشکه هغه کسان چې دوی دالله په عهد باندې او پخپلو قسمونو  لږ بیه اخلي [ایمان نه راوړي، امانت خیانت کوي او دروغ وايي، ددنیايي معاش لپاره د قران احکام پریږدي] ددغو کسانو لپاره په اخرت کې هیڅ برخه نشته او د قیامت په ورځ به الله له دوی سره خبرې ونه کړي اونه به  دوی ته وګوري او نه به دوی پاک کړي، او ددوى لپاره دردناک عذاب دی.
78. وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُم بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ
79. مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُؤْتِيَهُ اللَّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُوا عِبَادًا لِّي مِن دُونِ اللَّهِ وَلَٰكِن كُونُوا رَبَّانِيِّينَ بِمَا كُنتُمْ تُعَلِّمُونَ الْكِتَابَ وَبِمَا كُنتُمْ تَدْرُسُونَ
80. وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَن تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ أَرْبَابًا ۗ أَيَأْمُرُكُم بِالْكُفْرِ بَعْدَ إِذْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ
81. وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّينَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ ۚ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَىٰ ذَٰلِكُمْ إِصْرِي ۖ قَالُوا أَقْرَرْنَا ۚ قَالَ فَاشْهَدُوا وَأَنَا مَعَكُم مِّنَ الشَّاهِدِينَ
82. فَمَن تَوَلَّىٰ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ
83. أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ
78.     په دوى [اهل کتابو] كې یوه ډله ده چې پخپلو ژبو سره د كتاب متن بدلوي چې تاسې ګومان وکړی دادکتاب متن دی خو داد کتاب متن نه دی، او دوی وايي داد الله له خوا دی خو داد الله له خوا نه دی، او دوی د الله  په اړه دروغ وايي حال داچې دوی پوهیږي.
79.    هيڅ انسان [پیغمبر] ته نه ښايي چې الله ورته کتاب او حکمت اونبوت ورکړي بيا هغه خلکو ته ووايي چې تاسې له الله پرته زما بندګان [عابدان] شئ خو [هغه وايي] د هغه څه له کبله چې تاسې ته در زده کړل شوي دي او د هغه څه له کبله چې تاسې لوستلي دي تاسې د خپل رب علماء شئ.
80.     او نه هغه تاسې ته امر کوي چې ملایک یا پیغمبران خپل معبودان ونیسی،  ایا هغه تاسې ته د کفر امر کوي له هغې روسته چې تاسې مسلمانان یاست؟
81.     او [اى محمد صلی الله علیه وسلم دریاد کړه] هغه وخت چې الله  له انبیاوو څخه کلکه تړون واخیست چې له کتاب اوحکمت څخه چې څه تاسې ته درکړل شي او بیا تاسې ته یو رسول [محمد صلی الله علیه وسلم]  راشي چې د هغه څه تصدیق کوونکی دی چې له تاسې سره دي نو خامخا به تاسې په هغه ایمان راوړی او دهغه مرسته به کوئ؟ [الله دوی ته] وویل ایا تاسې په دې [ایمان او مرستې] اقرار وکړ او زما کلک تړون [دکتاب او حکمت ورکړه او د پیغمبر ورتګ] مو قبول کړ، دوی وویل موږ په دې اقرار وکړ، الله وویل نو شاهدان اوسئ او زه هم د ستاسې ترمنځ له شاهدانو څخه یم.
82.     او هرڅوک چې له دې [اقرار] روسته وګرځیدل نو همدوی فاسقان دي.
83.    ايا دوی دالله له دین څخه پرته بل دین غواړی؟ حال داچې هغه څه چې په اسمانونو کې دي او په ځمکو کې دي [له اسمانونو او ځمکو سره] پخپله خوښه  یايې  په زوره [یوازې] الله ته  غاړه ايښې ده او بیا همده ته بیرته بیول کېږي. 
84. قُلْ آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ عَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَالنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ
85. وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ
86. كَيْفَ يَهْدِي اللَّهُ قَوْمًا كَفَرُوا بَعْدَ إِيمَانِهِمْ وَشَهِدُوا أَنَّ الرَّسُولَ حَقٌّ وَجَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
87. أُولَٰئِكَ جَزَاؤُهُمْ أَنَّ عَلَيْهِمْ لَعْنَةَ اللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ
88. خَالِدِينَ فِيهَا لَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ
89. إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِن بَعْدِ ذَٰلِكَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
90. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بَعْدَ إِيمَانِهِمْ ثُمَّ ازْدَادُوا كُفْرًا لَّن تُقْبَلَ تَوْبَتُهُمْ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الضَّالُّونَ
91. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يُقْبَلَ مِنْ أَحَدِهِم مِّلْءُ الْأَرْضِ ذَهَبًا وَلَوِ افْتَدَىٰ بِهِ ۗ أُولَٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ
84.     ووايي چې موږ په الله ایمان راوړی دی او په هغه څه چې موږ ته راکړل شوي دي او هغه څه چې په ابراهیم، اسماعیل، اسحاق او یعقوب نازل شوي دي او [هغه چې] ددوی اولادې ته ورکړل شوي دي او په هغو [ایمان لرو] چې موسی او عیسی ته ورکړل شوي دي او نورو انبیاوو ته چې ددوی د رب له خوا ورکړل شوي دي حال داچې د هیڅ یوه ترمنځ توپیر نه کوو او موږ الله ته غاړه ايښوونکي یو.
85.    اوهرڅوک چې له اسلام پرته بل دین غواړي هیڅکله به ترې ونه منل شي، او هغه به په اخرت کې له زیانکارانو څخه وي. 
86.     هغه قوم ته به څرنګه الله سیده نیغه لاره وښيي چې له ایمان راوړلو روسته کافران شوي دي او دوی شاهدي ورکړې ده چې بیشکه رسول حق دى او دوی ته ښکاره او رښتینې معجزې راغلي دي، او الله د ظالمانو قوم ته سیده نیغه لاره نه ښيي.
87.     ددغو کسانو جزا داده چې بیشکه په دوى د الله، ملایکو او دخلکو، د ټولو لعنت دی.
88.     دوی به د تل لپاره هلته [په جهنم کې] وي، له دوی به عذاب کم نه کړی شي،  او نه به دوی ته د توبې وخت ورکړی شي.
89.    خوهغه کسان چې له دې [کفر] روسته يې توبه وکړه [په اخلاص سره اسلام ته بیرته وګرځیدل] او نیک اعمال يې وکړل نو بیشکه الله ښه بښوونکی ډير رحم والا دى.
90.     بیشکه هغه کسان چې [په تورات او موسی علیه السلام]له ایمان راوړلو روسته[په انجیل او عیسی علیه السلام] کافران شوي دي او بيايي په کفر کې [دقران اومحمد صلی الله علیه وسلم په نه منلو] زیاتی وکړ ددوی توبه به هیڅکله قبوله نه شي، او دغه کسان همدوى ګمراهان دي.
91.    بیشکه هغه کسان چې کافران شوي دي او په داسې حال کې مړه شوي دي چې دوى کافران دي نو له هیڅ یوه ددوی به د ځمکې په ډکوالي هومره سر زر قبول نه شي، که څه هم دی دغه ټول زر په فدیه کې [د الله په لار کې مسکینانو او بیوزلو ته] ورکړي، ددوی لپاره دردناک عذاب دی او ددوی لپاره هیڅ مرستندوی نشته. 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د 31- 32  ایتونو په اړه یادونه: دا ایتونه د الله سبحانه تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اتباع امر کوي او په تقلید کلک رد کوي، دا په څرګند ډول بیانوي چې حب الله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اتباع او پيروۍ کې ترلاسه کېږي او له دې لارې الله سبحانه تعالی مومنان ننګوي چې ایا رښتیا هم له خپل رب سره مینه لري کنه؟ که مومنان له خپل رب سره رښتیا محبت لري نو دوی ته ښايي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع وکړي، او همدا راز دلته بیا ټینګار دی چې د الله رب العالمین او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع وکړئ، دا تابعداري په قران او په صحیح حدیثو د عمل له لارې کېږي، دلته همداراز ګواښ دی که څوک واوښتل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځای يې د کوم عالم او امتي پيروي او تقلید وکړ دا شی د الله سبحانه تعالی نه دی خوښ. په همدې سورة ال عمران کې به روسته تاسې په 144 ایت کې ولولی چې الله سبحانه تعالی فرمايي ''أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ ۚ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا، (ال عمران، 144 ایت) که دی [رسول الله صلی الله علیه وسلم ] مړشي یا ووژل شي ایا تاسې پخپلو پوندو بیرته ګرځی، هرڅوک که پخپلو پوندوبیرته وګرځیدل الله ته هیڅ زیان نه شی رسولای''،  دا ایت ددې خبرې امر دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مړینې روسته هم د هغه اتباع بنسټیز شرط دی، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم پرته بل سړی دپیشوا [امام] په توګه نیول او د بل سړي لپاره د تقلید لپاره د صحیح حدیث نه منل د نبي صلی الله علیه وسلم له اتباع څخه اوښتل دي، که څوک پوهیږي.  
2. د‏ 48 ایت په اړه یادونه: عیسی بن مریم علیه السلام ته د قران، سنتو، تورات او انجیل پوهه ورکړل شوې ده. کتاب د قران کریم بل نوم دی نو دا یوه اشاره ده چې کله عیسی بن مریم علیه السلام بیا د اسلام د خلیفه په توګه ځمکې ته راشي او د ځمکې په سر اسلامي خلافت چلوي نو د قران پوهه به ولري او دا به بیانوي، حکمت د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو ته ویل کېږي او د نبي صلی الله علیه وسلم په سنتو به عمل کوونکی وي خو ځینې علماء له کتاب څخه دا مانا هم اخلي چې عیسی بن مریم علیه السلام بنی اسراییلو ته لیک لوست وښوده او له حکمت څخه دا مانا اخلي چې عیسی بن مریم علیه السلام بني اسراییلو ته شریعي چارې ورښوولې.
3. د 53 ایت په اړه  یادونه: دالله سبحانه تعالی په نزد دایوه قبول شوې دعا ده ځکه قبول شوې ده چې د عیسی بن مریم علیه السلام ملګرو چې حواریون يې بولي هغوی په کې دا خبره کړې ده چې دوی په کتاب ایمان راوړی او د رسول اتباع يې کړې ده او ددغه ایت له لارې الله سبحانه تعالی زموږ پام د رسول اتباع ته اړوي چې ګورئ د رسول اتباع شرط ده او په تیرو امتونو کې هغه خلک بریالي شول چې د رسول اتباع يې کړې وه، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع د الله سبحانه تعالی د خوشالۍ لامل ګرځي او دا بنسټیز شرط دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


څلورم جز [سپاره]
د سورة ال عمران له 92 -200 ایتونو پورې، او د سورة النساء له 1 - 23 ایتونو پورې



92. لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّىٰ تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ ۚ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ
93. كُلُّ الطَّعَامِ كَانَ حِلًّا لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ إِلَّا مَا حَرَّمَ إِسْرَائِيلُ عَلَىٰ نَفْسِهِ مِن قَبْلِ أَن تُنَزَّلَ التَّوْرَاةُ ۗ قُلْ فَأْتُوا بِالتَّوْرَاةِ فَاتْلُوهَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
94. فَمَنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ مِن بَعْدِ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ
95. قُلْ صَدَقَ اللَّهُ ۗ فَاتَّبِعُوا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ
96. إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ
97. فِيهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مَّقَامُ إِبْرَاهِيمَ ۖ وَمَن دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا ۗ وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا ۚ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ
98. قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ شَهِيدٌ عَلَىٰ مَا تَعْمَلُونَ
99. قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ مَنْ آمَنَ تَبْغُونَهَا عِوَجًا وَأَنتُمْ شُهَدَاءُ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ
100. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تُطِيعُوا فَرِيقًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ يَرُدُّوكُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ
92.     تاسې به پوره نیکی ونه مومی تر هغې چې[دالله په لار کې] تاسې له هغوشيانو څخه ونه لګوئ چې ستاسې خوښ وي او هغه څه چې له یو شي تاسې لګوئ بیشکه الله پرې ښه پوهه دى.
93.     ګرد خواړه د اسراییل اولادې ته حلال وو خو هغه [خواړه] چې د توارت له نازلیدو مخکې اسراییل [یعقوب علیه السلام] پخپل ځان حرام کړي وو، [اى محمد صلی الله علیه وسلم، یهودانو ته] ووایه نو تاسې [اصل] تورات راوړئ  او تاسې يې ولولئ که رښتيني یاست. 
94.    نو روسته له هغه چې هرچا په الله دروغ وتړل نو دغه کسان همدوى ظالمان دي.  
95.     [اى محمد صلی الله علیه وسلم، دوى ته] ووایه، الله رښتیا ویلي دي [حق د الله له خوا دی] نو تاسې دابراهيم ددین متابعت وکړئ چې حنیف [حق ته مایل ] وو، اوهغه [ابراهیم] له مشرکانو څخه نه وو.  
96.     بیشکه، د [عبادت]  لومړنی کور [جومات] چې د انسانانو لپاره جوړه شوی دی هغه په مکه کې دی، د جهانونو لپاره برکتناک او د سمې لارې ښوونکی دی.  
97.     په دې کور کې ښکاره نښې دي لکه دابراهيم د ولاړې ځای [مقام]، اوهرڅوک چې  په دې [کعبه] کې  ننوت نو دى به په  امن کې  شي، او د الله لپاره د کور [کعبې] حج په خلکو [واجب]دی  هغه چې د لارې لګښت ولري، اوهرڅوک چې کافرشول نو بیشکه الله له ټولو جهانونو بې پروا دی. 
98.    [اى محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته] ووایه، اى اهل کتابو، دالله په ایتونو ولې کافران کېږی او الله ښه شاهد دى په هغو کارونو چې تاسې يې کوی.  
99.     [اى محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته] ووایه، اى اهل کتابو، هغه څوک ولې دالله له لارې څخه اړوی [منع کوی]چې ايمان يې راوړى دی؟ تاسې دالله لارې ته کوږوالى[عيب] لټوی او تاسې شاهدان یاست[دمحمد صلی الله علیه وسلم د نبوت په اړه پوره پوهه لری]، او الله له هغه شي بې خبره نه دی چې تاسې يې کوی.  
100.    اى هغوکسانوچې ايمان مو راوړى دى، که تاسې له هغو کسانو څخه د یوې ډلې حکم ومنی چې دوی ته کتاب ورکړل شوى دى [اهل کتاب]، نو له ایمان څخه روسته به تاسې بيرته کفر ته وګرځوي.
101. وَكَيْفَ تَكْفُرُونَ وَأَنتُمْ تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ آيَاتُ اللَّهِ وَفِيكُمْ رَسُولُهُ ۗ وَمَن يَعْتَصِم بِاللَّهِ فَقَدْ هُدِيَ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ
102. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ
 103. وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىٰ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
104. وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
105. وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ ۚ وَأُولَٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
106. يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوهٌ وَتَسْوَدُّ وُجُوهٌ ۚ فَأَمَّا الَّذِينَ اسْوَدَّتْ وُجُوهُهُمْ أَكَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ
107. وَأَمَّا الَّذِينَ ابْيَضَّتْ وُجُوهُهُمْ فَفِي رَحْمَةِ اللَّهِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
108. تِلْكَ آيَاتُ اللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ ۗ وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِّلْعَالَمِينَ
101.    او تاسې به څرنګه کافران کېږی چې په تاسې دالله ایتونه لوستل کېږي او په تاسې کې دالله رسول دی، اوهرڅوک چې[دالله په دين]  منګولې خښې کړي نو بیشکه ده ته د سمې نیغې لارې په لوري لارښوونه وشوه.  
102.   اى هغوکسانوچې ايمان مو راوړى دى، له الله وویریږئ څرنګه چې باید ترې ویره وشي، او مه مرئ خو چې تاسې مسلمانان یاست.
103. او [ای مومنانو] تاسې ټول دالله په رسۍ[په قران او سنتو] منګولې ولګوئ او مه بیلیږئ [ډلې مه جوړوئ]، او په تاسې دالله نعمتونه یاد کړئ، کله چې تاسې دښمنان وی نو ستاسې د زړونو ترمنځ يې مینه پيداکړه او تاسې دالله په رحمت سره [دیني] وروڼه شوی او تاسې د اور[جهنم] دکندې په غاړه وی [د شرک او کفر له کبله] نوتاسې يې له هغه[جهنم] څخه وژغورلی، الله خپل دلایل تاسې ته همداسې بیانوي ددې لپاره چې تاسې په سمه نیغه لاره ټینګ پاتې شی.  
104.  او پریږده چې تل له تاسې څخه يوه ډله وي چې [خلک] اسلام ته رابولي او [خلکو ته] په نیکۍ سره امر کوي او [خلک] له بدۍمنع کوي او همدوی بریالي دي.
105.     او تاسې دهغو کسانو په څیر مه کېږئ چې سره جلا شول او روسته له هغې يې[ددين په اصولو کې] جګړې وکړې چې دوی ته دلایل راغلي وو او همدوی [اختلاف اچوونکي] ددوى لپاره ډیر لوی عذاب دی.
106.    هغه ورځ به [دمومنانو] مخونه سپين شي او [دکافرانو] مخونه به تور شي، نو هغه کسان چې مخونه يې تورشوي دي [کافرانو ته به وویل شي] ايا تاسې له ایمان راوړلو روسته کافران شوي یاست،  نو وڅکئ عذاب د هغه څه لپاره چې تاسې به پرې کفر کاوو.
107.      او هغه کسان چې مخونه يې سپين شوي دي نو دوى به د الله په رحمت [جنت] کې وي او دوى به د تل لپاره هلته وي.
108.   دغه د الله ایتونه دي چې موږ يې په تا [ای محمدصلی الله علیه وسلم] په حق سره لولو،  او الله په جهانونو باندې د تیري اراده نه لري. 
109. وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ
110. كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۗ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ ۚ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ
111. لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى ۖ وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ
112. ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللَّهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ ۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ 
113. لَيْسُوا سَوَاءً ۗ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَائِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللَّهِ آنَاءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ
114. يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَٰئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ
115. وَمَا يَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَلَنْ يُكْفَرُوهُ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالْمُتَّقِينَ
109.    او څه چې په ځمکه کې دي او څه په اسمانونو کې دي [ټول] د الله دي، او [ټول] کارونه الله ته ورګرځول کېږي.
110.     تاسې غوره امت یاست چې د خلکو لپاره ایستل شوي یاست چې د نیکۍ امر کوی او له بدۍ منع کوی او په الله ایمان لری. او که اهل کتابو [په قران او محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم] ایمان راوړی وای ددوی لپاره ښه وو، ځینې ددوی مومنان دي او ددوی ډیری فاسقان دي.
111.    دوی به تاسې ته هیڅ زیان ونه رسوي خو لږ ربړونه[په ژبې] سره، او که دوی له تاسې سره جګړه وکړه نو دوی به[د تیښتې لپاره] تاسې ته شا کړي، بیابه له دوی سره مرسته ونه کړی شي.
112.    په هرځای کې چې دوی [اهل کتاب] ومیندل شي په دوی ذلت [خواري]  مقررکړى شوه[هیڅکله به دوی عزت ونه لري] خو که د الله په رسۍ [قران او سنتو] منګولې ولګوي او د خلکو [مومنانو] په رسۍ. او دوی دالله په قهر [غضب] اخته شول او [دالله له خوا] په دوی محتاجي [مسکنة] مقرره کړی شوه، دا [محتاجي او د الله قهر] له دې کبله دی چې دوی دالله په ایتونو کافران کیدل او انبياء [لکه شعيب، يحيى، زکريا او نور] يې په ناحقه سره ووژل، دا[ددوی دغه کفر] له دې کبله وو چې دوی [اهل کتابو] به سرغړونه کوله او له حدودو به يې تیری کاوو.
113.   دوی برابر [یو شی] نه دي، د اهل کتابو يوه ډله ده چې [په حق باندې ] سمه [ټینګه] ولاړه ده چې دوی د شپې په اوږدو کې د الله ایتونه لولي او دوى سجدې کوي.
114.   دوی په الله ایمان راوړی دی او داخرت په ورځ، او [خلکو ته] د نیکۍ امر کوي او [خلک] له بدۍ څخه منع کوي، او د ښو کارونو لپاره تلوار کوي، او دغه کسان له نیکانو [صالحانو] څخه دي.
115.    او له ښو کارونو څخه چې هرڅه دوی کوي هیڅکله به [يې ثواب] ضایع نه شي، او الله په پرهيزګارانو ښه پوهه دی.
116. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَنْ تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا ۖ وَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۚ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
117. مَثَلُ مَا يُنْفِقُونَ فِي هَٰذِهِ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَثَلِ رِيحٍ فِيهَا صِرٌّ أَصَابَتْ حَرْثَ قَوْمٍ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ فَأَهْلَكَتْهُ ۚ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللَّهُ وَلَٰكِنْ أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
118. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ ۚ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ ۖ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ
119. هَا أَنْتُمْ أُولَاءِ تُحِبُّونَهُمْ وَلَا يُحِبُّونَكُمْ وَتُؤْمِنُونَ بِالْكِتَابِ كُلِّهِ وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا عَضُّوا عَلَيْكُمُ الْأَنَامِلَ مِنَ الْغَيْظِ ۚ قُلْ مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ
120. إِنْ تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِنْ تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُوا بِهَا ۖ وَإِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا ۗ إِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ
121. وَإِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِينَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ 
116.  بیشکه هغه کسان چې کافران شوي دي ددوی مالونه او ددوی اولادونه به دالله په وړاندې دوی ته هيڅ ګټه ونه رسوي، او همدوی د اور ملګري دي، دوی به هلته د تل لپاره وي.  
117.    دهغه مال بیلګه چې په دې دنیايي ژوند کې يې [کافران] لګوي دهغه باد په څیر ده چې ډیره یخني ولري او د یو قوم کښت ته ورسيږي چې پخپلو ځانونو يې ظلم کړى دی نو دا[کښت] ورته ویجاړ کړي، او الله په دوی ظلم نه دی کړی خو دوی پخپلو ځانونو ظلم کوي.
118.    اى هغوکسانوچې ايمان مو راوړى دى، تاسې د راز ملګري مه نیسئ پرته له تاسې [مومنانو]، دوی[اهل کتاب]دستاسې په وړاندې د فساد او زیان رسولو هيڅ کمۍنه کوي او دوی ستاسې زیان خوښوي، بیشکه ددوی له ژبو کرکه او دښمني څرګنده شوې ده او هغه کرکه چې ددوی سینې يې پټوي ډیر لویه ده، بیشکه موږ تاسې [مومنانو] ته نښې بیان کړي دي که تاسې په کې عقل کاروئ. 
119.    خبردار چې تاسې هغه کسان یاست چې له دوى سره ملګرتیا کوی او دوی له تاسې سره ملګرتیا نه کوي، او تاسې په ټولو کتابونو ایمان لری، اوکله چې دوی له تاسې سره یوځای شي نو دوى وايي موږ ايمان راوړى دى، او کله چې يوازې شي نو په تاسې [مومنانو] باندې د ډیرې غوصې له کبله دوی د ګوتو سرونه چیچي. [اى محمد صلی الله علیه وسلم، دوى ته] ووایه،  پخپلې غوصې سره مړه شئ، بیشکه چې الله په هغو خبرو ښه پوهه دی چې ددوی په  سینو کې دي.
120.    که تاسې ته کومه ښېګڼه ورسیږي نو دوی خپه کوي اوکه تاسې ته کومه بدي [مالي او ځاني زیان] ورسيږي نو له کبله يې دوی خوشالیږي، اوکه تاسې [مومنان] صبر وکړئ او ځان وساتئ[ددوی له ملګرتیا څخه]نو ددوی دسیسې به تاسې ته هیڅ زیان ونه رسوي، بیشکه چې الله [پخپل علم او قدرت سره] په هغو کارونو احاطه کړې ده چې دوی [کفار] يې کوي.
121.    او [اى محمد صلی الله علیه وسلم یاد کړه] هغه وخت چې سهار له خپل کوره راووتلې او دجګړې لپاره دې مومنانو ته [په احد کې] ځایونه جوړول، او الله ښه اوريدونکى دى ښه عالم دی.
122. إِذْ هَمَّتْ طَائِفَتَانِ مِنْكُمْ أَنْ تَفْشَلَا وَاللَّهُ وَلِيُّهُمَا ۗ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ
123. وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ بِبَدْرٍ وَأَنْتُمْ أَذِلَّةٌ ۖ فَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
124. إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَنْ يَكْفِيَكُمْ أَنْ يُمِدَّكُمْ رَبُّكُمْ بِثَلَاثَةِ آلَافٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُنْزَلِينَ
125. بَلَىٰ ۚ إِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُمْ مِنْ فَوْرِهِمْ هَٰذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ آلَافٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُسَوِّمِينَ
126. وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ لَكُمْ وَلِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُكُمْ بِهِ ۗ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ
127. لِيَقْطَعَ طَرَفًا مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَوْ يَكْبِتَهُمْ فَيَنْقَلِبُوا خَائِبِينَ
128. لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُونَ
129. وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ يَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ
130. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافًا مُضَاعَفَةً ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
131. وَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ
132. وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ
122.    کله چې له تاسې څخه دوه ډلو ددې خبرې اراده وکړه چې دوی [په جګړه کې]  بې زړه شي او الله ددوی مرستندوی وو، او مومنان دې یوازې په الله توکل وکړي.
123.    او بیشکه په بدر کې الله له تاسې سره مرسته کړې وه او تاسې کمزوري وی، نو له الله وویریږئ ښايي چې تاسې شکر ایستونکي شی. 4
124.    [اى محمد صلی الله علیه وسلم یادکړه هغه وخت] کله چې تا مومنانو ته وویل ایا دا به تاسې ته بسنه ونه کړي چې ستاسې رب په درې زره ملایکة وو ستاسې مرسته وکړي چې [له اسمانه] ځمکې ته لیږل شوي وو.
125.    هو، که تاسې صبر وکړی او له الله وویریږی او یو ناڅاپه دښمن په تاسې [بریدکوونکی] راشي نو ستاسې رب به په پنځه زره نښه لرونکو ملایکة وو سره ستاسې مرسته وکړي.
126.    او الله  نه ده لیږلې دا[مرسته] خو زیری تاسې ته چې زړونه مو پرې ډاډمن شي، او بری نه دی خو د الله له خوا دی چې دبشپړ زور خاوند دی او ښه حکمت والا دی.
127.    ددې لپاره چې هغه [الله] د کفارو یوه برخه غوڅه کړي [د کفارو ځینې غړي هلاک کړي] يايي وځپي نو دوی به نهیلي بیرته وګرځي.
128.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم] له تاسره د کومې پریکړې هیڅ اختیار نشته [بلکې د هر شي اختیارات له الله سره دي] یا به يې وبښي، یابه دوی ته عذاب ورکړي، ځکه چې دوی ظالمان دي.
129.    او څه چې په اسمانونو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي د الله دي، هغه [الله] بښنه کوي چاته چې وغواړي او عذاب ورکوي چاته چې وغواړي او الله ښه بښوونکی او تل رحم والا دی.
130.    اى هغوکسانوچې ايمان مو راوړى دى، دوه برابره او څو برابره سود مه خورئ او له الله وویریږئ ښايي تاسې بریالي شی.
131.      او له هغه اور [جهنم] څخه وویریږئ چې د کافرانو لپاره چمتو کړی شوی دی.
132.      د الله تابعداري [اتباع] وکړئ او د رسول تابعداري [اتباع] وکړئ ښايي په تاسې رحم وشي. 5
133. وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ
134. الَّذِينَ يُنْفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ
135. وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَىٰ مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ
136. أُولَٰئِكَ جَزَاؤُهُمْ مَغْفِرَةٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَجَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ وَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ
137. قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ سُنَنٌ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ
138. هَٰذَا بَيَانٌ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةٌ لِلْمُتَّقِينَ
139. وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ
140. إِنْ يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ ۚ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ
133.    او له خپل رب څخه د بښنې [د ترلاسه کولو] لپاره تلوار وکړئ او د یو جنت په لور چې د اسمانونو او ځمکې هومره پراخ [ارت] دی د پرهیزګارانو لپاره چمتو کړی شوی دی.
134.    هغه کسان چې دخوښۍ[شتمنۍ او ارزانۍ] او د سختۍ[تکلیف او تنګلاسۍ] پرمهال [دالله په لار کې]  مالونه لګوي، دغوصې پرمهال له زغم کار اخلي او خلکو ته [که څوک زیاتی ورسره وکړي] بښنه کوي،  او الله خوښوي نيکي کوونکى.
135.    اوهغه کسان چې کله دوى کومه لويه ګناه ياپخپلو ځانونو ظلم وکړي [کوچنۍ ګناه وکړي] نو دوى د الله یاد وکړي د خپلو ګناهونو لپاره بښنه وغواړي، او څوک دي چې ګناهونه بښي خو یوازې الله يې بښي، او دوی په هغه ګناه دوام نه کوي چې کړې يې ده او دوی پوهیږي.  
136.    همدوی، ددوی جزا بښنه ده ددوی د رب له خوا، او جنتونه دي چې [د ماڼیو او ونو] لاندې يې ویالې بهیږي او دوی به په دې کې د تل لپاره وي، او څومره ښه دی د نیک عملو  اجر [د الله رضا، له کړاوونو خلاصون، جنتونه او په کې انعامونه].
137.    بیشکه له تاسې مخکې څه حالات تیر شوي دي، نو په ځمکه [نړۍ] کې وګرځئ او وګورئ چې د درغجنو انجام څنګه وو.
138.    دا[قران] انسانانو ته بيان دى او پرهیزګارانو ته لارښوونه او نصیحت دی.
139.    او مه سستېږئ اومه غمجن کيږئ  او همدا تاسې برلاسي يې که مؤمنان یاست.
140.    که تاسې ته ټپ ورسیږي نو بیشکه د ستاسې د ټپ په څیر زخم [د کفارو] قوم ته هم رسيدلى دى، او دا[د ازمیښت له شرایطو ډکې] ورځې د خلکو ترمنځ ددې لپاره اړوو  را اړوو  چې الله هغه کسان مالوم کړي چې ايمان والا دي او [الله] له تاسې څخه شاهدان ونیسي، او الله نه خوښوي ظالمان.
141. وَلِيُمَحِّصَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَمْحَقَ الْكَافِرِينَ
142. أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنْكُمْ وَيَعْلَمَ الصَّابِرِينَ
143. وَلَقَدْ كُنْتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ وَأَنْتُمْ تَنْظُرُونَ
144. وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ ۚ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ ۚ وَمَنْ يَنْقَلِبْ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا ۗ وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ
145. وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ كِتَابًا مُؤَجَّلًا ۗ وَمَنْ يُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَنْ يُرِدْ ثَوَابَ الْآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا ۚ وَسَنَجْزِي الشَّاكِرِينَ
146. وَكَأَيِّنْ مِنْ نَبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُوا لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَمَا ضَعُفُوا وَمَا اسْتَكَانُوا ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ
147. وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلَّا أَنْ قَالُوا رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
148. فَآتَاهُمُ اللَّهُ ثَوَابَ الدُّنْيَا وَحُسْنَ ثَوَابِ الْآخِرَةِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ
141.    او ددې لپاره چې الله [د ازمیښت له لارې] مومنان له ګناهونو پاک کړي او کافران هلاک کړي.
142.    ایا تاسې ګومان کوی چې جنت ته به ننوځی او له تاسې څخه به الله هغه څوک ښکاره [ازمیښت] کړي نه وي چې جهاد يې کړی او نه به يې هغه کسان ښکاره کړي وي چې زغم لري. 
143.    او بیشکه تاسې د مرګ [شهادت] هیله کوله مخکې له دې چې ورسره مخامخ شئ او بیشکه چې تاسې دا ولید او تاسې ورته کتل.
144.     اونه دى محمد خو [د الله] یو رسول دی، بیشکه چې مخکې له ده ډیر رسولان تیر شوي دي، نو که دی مړ شي یا ووژل شي ایا تاسې پخپلو پوندو بیرته ګرځی، او هرڅوک چې پخپلو پوندو بیرته وګرځید نو الله ته به هیڅ زیان ونه رسوي، او الله به شکر ایستوونکو ته ژر اجر ورکړي. 6
145.    او هیڅوک نه مري خو د الله په حکم په یوه ټاکل شوې نیټه چې ورته ليکل شوې ده، او هرڅوک چې [د خپل عمل په بدل کې] ددې دنیا ثواب غواړي نو موږ به يې په همدې [دنیا] کې هغه ته ورکړو، او هرڅوک چې د اخرت ثواب غواړي نو موږ به يې هغه ته په هماغه [اخرت] کې ورکړو، او موږ به شکر ایستوونکو ته ژر اجر ورکړو.
146.    او له انبياوو څخه ډیری داسې وو چې ددوى په مرسته ډیر دیني پوهان [دالله په لاره کې ښه] وجنګیدل،  نو د هغه کړاوو له کبله چې دوی ته به رسیدلی وو هغوی به دالله په لاره کې هیڅ نه سستیدل اونه به [په جګړه کې] کمزوري کیدل اونه به دوی دښمن ته تسلیمدل، او الله خوښوي زغم لروونکي.
147.    او دوی بله خبره نه کوله خو داچې ویل به يې، اى زموږ ربه، موږته زموږ ګناهونه وبښه او زموږ په کار کې له حده زموږ تیریدل، [ستا په تابعدارۍ کې] زموږ ګامونه ټینګ کړه، او د کافرانو د قوم پخلاف له موږ سره مرسته وکړه.
148.    نو دوى ته الله ددنیا ثواب ورکړ او ښه ثواب داخرت، او الله نيکي کوونکي خوښوي.
149. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تُطِيعُوا الَّذِينَ كَفَرُوا يَرُدُّوكُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ فَتَنْقَلِبُوا خَاسِرِينَ
150. بَلِ اللَّهُ مَوْلَاكُمْ ۖ وَهُوَ خَيْرُ النَّاصِرِينَ
151. سَنُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ بِمَا أَشْرَكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا ۖ وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ ۚ وَبِئْسَ مَثْوَى الظَّالِمِينَ
152. وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللَّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُمْ بِإِذْنِهِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الْأَمْرِ وَعَصَيْتُمْ مِنْ بَعْدِ مَا أَرَاكُمْ مَا تُحِبُّونَ ۚ مِنْكُمْ مَنْ يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنْكُمْ مَنْ يُرِيدُ الْآخِرَةَ ۚ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ ۖ وَلَقَدْ عَفَا عَنْكُمْ ۗ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ
153. إِذْ تُصْعِدُونَ وَلَا تَلْوُونَ عَلَىٰ أَحَدٍ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ فِي أُخْرَاكُمْ فَأَثَابَكُمْ غَمًّا بِغَمٍّ لِكَيْلَا تَحْزَنُوا عَلَىٰ مَا فَاتَكُمْ وَلَا مَا أَصَابَكُمْ ۗ وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ
149.    ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، که تاسې د هغو کسانو متابعت وکړی چې کافران شوي دي دوی به تاسې بیرته په پوندو بیرته واړوي[کفرته]، او تاسې به [بیا] زیانکاران یاست.
150.    بلکې [ای مومنانو] ستاسې مرستندوی الله دى او همدى خورا غوره [او ښه] مرسته کوونکی دى .
151.    ژرده چې موږ د هغو کسانو په زړونو کې چې کافران شوي دي د هغه څه له کبله ویره واچوو چې دوی له الله سره شریک کړي دي چې په اړه يې [الله] کوم دلیل نه دی نازل کړی، او ددوی د هستوګنې ځای اور[جهنم] دی، او د ظالمانو څه بد هستوګنځی دی.
152.    او بیشکه الله خپله ژمنه تاسې ته په هغه وخت کې رښتیا کړه چې تاسې دالله په حکم سره [ داحد په جګړه کې] کافران وژل، تر هغې چې تاسې بې زړه شوی او د نبي د امر په اړه مخالف شوی، او تاسې له هغې روسته نافرماني وکړه چې تاسې ته الله هغه شی [بریالیتوب] دروښود چې ستاسې خوښ وو، ځینې ستاسې هغه کسان دي چې دنیايي ژوند خوښوي او ځینې ستاسې هغه کسان دي چې اخرت خوښوي، بيا هغه [الله] تاسې له دوی [کافرانو] څخه [په جګړه کې] شاته کړی [په ماتې سره] ددې لپاره چې تاسې وازمايي، او بیشکه الله تاسې ته بښنه وکړه، او الله په مومنانو باندې د لوی فضل خاوند دی.
153.     هغه وخت چې تاسې [په شا] منډې وهلې او هیچاته مو نه کتل او رسول الله تاسې پسې روسته نارې وهلې نو تاسې ته يې ددې لپاره له يوغم روسته په بل غم سزا درکړه چې په هغه څه [غنیمت] خپه نه شی چې له تاسې پاتې شول، او نه په هغه شي [جګړه او تکلیف] چې تاسې ته ورسيد، او الله په هغه شي ښه خبر دی چې تاسې يې کوی.
154. ثُمَّ أَنْزَلَ عَلَيْكُمْ مِنْ بَعْدِ الْغَمِّ أَمَنَةً نُعَاسًا يَغْشَىٰ طَائِفَةً مِنْكُمْ ۖ وَطَائِفَةٌ قَدْ أَهَمَّتْهُمْ أَنْفُسُهُمْ يَظُنُّونَ بِاللَّهِ غَيْرَ الْحَقِّ ظَنَّ الْجَاهِلِيَّةِ ۖ يَقُولُونَ هَلْ لَنَا مِنَ الْأَمْرِ مِنْ شَيْءٍ ۗ قُلْ إِنَّ الْأَمْرَ كُلَّهُ لِلَّهِ ۗ يُخْفُونَ فِي أَنْفُسِهِمْ مَا لَا يُبْدُونَ لَكَ ۖ يَقُولُونَ لَوْ كَانَ لَنَا مِنَ الْأَمْرِ شَيْءٌ مَا قُتِلْنَا هَاهُنَا ۗ قُلْ لَوْ كُنْتُمْ فِي بُيُوتِكُمْ لَبَرَزَ الَّذِينَ كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقَتْلُ إِلَىٰ مَضَاجِعِهِمْ ۖ وَلِيَبْتَلِيَ اللَّهُ مَا فِي صُدُورِكُمْ وَلِيُمَحِّصَ مَا فِي قُلُوبِكُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ
155. إِنَّ الَّذِينَ تَوَلَّوْا مِنْكُمْ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ إِنَّمَا اسْتَزَلَّهُمُ الشَّيْطَانُ بِبَعْضِ مَا كَسَبُوا ۖ وَلَقَدْ عَفَا اللَّهُ عَنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ
156. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ كَفَرُوا وَقَالُوا لِإِخْوَانِهِمْ إِذَا ضَرَبُوا فِي الْأَرْضِ أَوْ كَانُوا غُزًّى لَوْ كَانُوا عِنْدَنَا مَا مَاتُوا وَمَا قُتِلُوا لِيَجْعَلَ اللَّهُ ذَٰلِكَ حَسْرَةً فِي قُلُوبِهِمْ ۗ وَاللَّهُ يُحْيِي وَيُمِيتُ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
157. وَلَئِنْ قُتِلْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوْ مُتُّمْ لَمَغْفِرَةٌ مِنَ اللَّهِ وَرَحْمَةٌ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ
154.    بیايې له دې غم روسته په تاسې باندې بیغمي [امن] پرکالي د خوب راولېږله چې ستاسې یوه ډله [دمومنانو] يې لاندې کړه [ویده شول]، او بله ډله [د منافقانو] وه چې بیشکه ددوی نفسونو دوی په فکر کې غورځولي وو چې په الله باندې يې د جاهلیت د ګومان په څیر دروغجن [ناحقه] ګومانونه کول، دوی وايي چې ایا له بري [نصرت] څخه موږته کومه برخه شته؟  [ای محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته] ووایه د بري امر یوازې د الله له خوا دی،  دا [منافقان] پخپلو زړونو کې دا[خبرې] پټوي او تاته يې نه درښکاره کوي، دوی [منافقان] یو بل ته وايي که زموږ لپاره له امره [بریالیتوبه] کوم شی وای نو دلته [د احد په جګړه کې] به نه وو  وژل شوي، نو [ای محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته]ووایه، که تاسې پخپلو کورونو کې وای نو هغه کسان به خامخا دخپلو پرځیدلو د ځایونو په لوري راوتلي وو چې په دوی باندې وژل ټاکل شوي وو ،  او دا ددې لپاره چې الله هغه څه وازمايي چې ستاسې په سینو کې دي، او ددې لپاره چې الله هغه څه ښکاره کړي چې ستاسې په سینو کې دي، او الله په هغو خبرو ښه پوهه دی چې ستاسې په سینو کې دي.
155.    بیشکه هغه کسان[مومنان] چې هغه ورځ [له جګړې] وګرځیدل چې دواړه پوځونه سره مخامخ شول، دوی دځینې هغو ګناهونو له کبله شیطان وښویول چې دوی کړي وو، او الله دوی ته بښنه وکړه، بیشکه الله ښه بښوونکی او ښه بردباره دی.
156.    اى هغوکسانو چې ايمان مو راوړى دى، تاسې د هغو کسانو په څیر مه کېږئ چې کافران شوي دي،  او دوی [کافرانو] د خپلو هغو وروڼو په اړه چې په ځمکه کې په سفر وتلي دي یا جګړې ته تلي دي ویل که دوی له موږ سره وای نو دوی به نه مړه کېدل یابه نه وژل کېدل، نو الله ددوی دا [ګومان] ددوی په زړونو کې افسوس [حسرت] وګرځاوه، او [یوازې] الله ژوندي کول او مړه کول کوي، او الله د هغو ټولو شیانو ښه لیدونکی دی چې تاسې يې کوی.
157.    اوقسم دى که تاسې دالله په لاره کې ووژل شی او [دالله په اطاعت کې] مړه شی نو بیشکه دالله له لوري د هغه څه لپاره ډیر ښه مغفرت او رحمت دی چې تاسې په [دنیاکې] جمع کړي [ګټلي]دي.
158 وَلَئِنْ مُتُّمْ أَوْ قُتِلْتُمْ لَإِلَى اللَّهِ تُحْشَرُونَ
159 فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ
160 إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ ۖ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ ۗ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ
161 وَمَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَنْ يَغُلَّ ۚ وَمَنْ يَغْلُلْ يَأْتِ بِمَا غَلَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۚ ثُمَّ تُوَفَّىٰ كُلُّ نَفْسٍ مَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
162 أَفَمَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَ اللَّهِ كَمَنْ بَاءَ بِسَخَطٍ مِنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ ۚ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ
163 هُمْ دَرَجَاتٌ عِنْدَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ
164 لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ
165 أَوَلَمَّا أَصَابَتْكُمْ مُصِيبَةٌ قَدْ أَصَبْتُمْ مِثْلَيْهَا قُلْتُمْ أَنَّىٰ هَٰذَا ۖ قُلْ هُوَ مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
158.    او که تاسې مړه شی یا ووژل شی الله ته به راغونډ کړی شی.
159.    نو د الله په رحمت سره [اى محمد صلی الله علیه وسلم] ته له دوی سره نرمي کوې، او که ته بدخویه سخت زړه وای نو ستا له چاپيره به [صحابه] تار په تار شوي وو، نو [اى محمد صلی الله علیه وسلم] ته دوی ته بښنه وکړه او دوی ته [له الله څخه] بښنه وغواړه [په جګړه کې د تیروتنو له کبله] او په کارونو کې له دوی سره مشوره کوه، نو کله چې دې ټینګه اراده وکړه نو بیا په الله اعتماد [توکل] وکړه، بیشکه الله توکل کوونکي خوښوي.
160.    که الله درسره مرسته وکړي نو په تاسې باندې هیڅ برلاسی [غالب] نشته، او که له تاسې سره الله مرسته ونه کړي نو هغه څوک دي چې له هغې روسته له تاسې سره مرسته وکړي؟ او مومنان دې خاص په الله اعتماد [توکل] وکړي.
161.    او هیڅ نبي ته نه ښايي چې څه پټ کړي، او هرڅوک چې څه شی پټوي نو د قیامت په ورځ به له هغه شي سره راشي چې ده پټ کړي وي، بیابه هرچاته د هغه عمل پوره جزا ورکړی شي چې ده کړی وي او په دوی باندې به ظلم ونه کړی شي.
162.    نو هغه څوک چې دالله دخوښې[رضوان]متابعت کوي ایا د هغه چا په څیر دی چې پخپل ځان د الله غوصه راولي؟  او دده [د الله په قهر ککړ شوي سړي] ځای دوزخ دی او [دا دوزخ] بد ځای د ورتلو دی.
163.    د الله په نزد ددوی بیلابیلې درجې دي او الله هغه څه ګوري چې دوی يې کوي.
164.    بیشکه چې الله په مومنانو باندې احسان کړی دی کله چې يې دوی ته ددوی له نفس [جنس] څخه رسول ولیږه چې د الله ایتونه ورته لولي او دوی [له ګناهونو] پاکوي، او دوی ته کتاب [قران]  او حکمت [سنت]ورزده کوي، بیشکه چې له دې مخکې دوی په ښکاره ګمراهي کې وو.
165.    او کله چې تاسې ته [د احد په جګړه کې] لږ مصیبت ورسیده په داسې حال کې چې تاسې [په بدر کې دښمن]په یو ځل دوه برابره ډیر زیانمن کړی وو، تاسې وویل دا [مصیبت]له کومه راغی؟ [ای محمد صلی الله علیه وسلم] ورته ووایه چې دا ستاسې د نفسونو له خوا دی، بیشکه الله په هر څه قادر دی.
166. وَمَا أَصَابَكُمْ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيَعْلَمَ الْمُؤْمِنِينَ
167. وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ نَافَقُوا ۚ وَقِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا قَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوِ ادْفَعُوا ۖ قَالُوا لَوْ نَعْلَمُ قِتَالًا لَاتَّبَعْنَاكُمْ ۗ هُمْ لِلْكُفْرِ يَوْمَئِذٍ أَقْرَبُ مِنْهُمْ لِلْإِيمَانِ ۚ يَقُولُونَ بِأَفْوَاهِهِمْ مَا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ ۗ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يَكْتُمُونَ 
168. الَّذِينَ قَالُوا لِإِخْوَانِهِمْ وَقَعَدُوا لَوْ أَطَاعُونَا مَا قُتِلُوا ۗ قُلْ فَادْرَءُوا عَنْ أَنْفُسِكُمُ الْمَوْتَ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ
169. وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا ۚ بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ
170. فَرِحِينَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُوا بِهِمْ مِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
171. يَسْتَبْشِرُونَ بِنِعْمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُؤْمِنِينَ
172. الَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِلَّهِ وَالرَّسُولِ مِنْ بَعْدِ مَا أَصَابَهُمُ الْقَرْحُ ۚ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا مِنْهُمْ وَاتَّقَوْا أَجْرٌ عَظِيمٌ
173. الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ
166.    او تاسې ته چې هغه [مصیبت] په هغه ورځ دررسیدلی چې دواړه پوځونه سره مخامخ شول، هغه د الله په حکم سره وو  او ددې لپاره وو چې مومنان مالوم کړي.  
167.    او ددې لپاره چې هغه کسان ښکاره کړي چې نفاق يې کړی وو،  او دوی ته وویل شول چې راځی دالله په لاره کې جګړه وکړی یا دفاع وکړی نو دوی وویل که موږ په جګړې پوهیدای نو خامخا به موږ ستاسې متابعت کړي وو، په دغه ورځ دوی د ایمان په پرتله کفر ته ډیر نژدې وو، دوی پخپلو خولو هغه خبره وايي چې ددوی په زړونو کې [يې تصدیق] نشته، او الله په هغه څه پوهه دی چې دوی يې پټوي.
168.    هغو کسانو [منافقانو] چې خپلو وروڼو ته يې په داسې حال کې ویل چې دوی ناست وو [جګړه يې نه کوله] که دوی [مومنانو]  زموږ خبرې منلې وای نو نه به وو وژل شوي، [ای محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته] ووایه نو تاسې له خپلو ځانونو څخه مرګ لرې کړی که تاسې رښتیني یاست
169.    او هغه کسان چې د الله په لاره کې وژل شوي دي په هغوی د مړو ګومان مه کوه بلکې دوی د خپل رب په نزد ژوندي دي او رزق [د جنت خوراکونه او څښاکونه] ورکول کېږي.
170.    او دوی په هغه څه خوشاله دي چې  الله له خپل فضل څخه دوی ته ورکړي دي او دوی د هغو کسانو په اړه ښه زیري ترلاسه کوي چې له دوی روسته[به شهیدان] شي او لا تراوسه له دوی سره یوځای شوي نه دي-داچې دوی به هیڅ ویره او غم ونه لري. 
171.    دوی ته د الله د نعمتونو او فضل زیري ورکول کېږي [داچې] بیشکه الله د مومنانو اجر نه ضایع کوي.
172.    هغو کسانو چې د زخم له ګاللو روسته دالله حکم منلی دی او د رسول الله حکم [يې منلی دی]، ددوی ترمنځ هغه کسان چې ښه عمل يې کړی دی له الله ویریدلي دي ددوی لپاره لوی اجر دی.
173.    هغه کسان چې خلکو[منافقان] ورته ویل چې بیشکه خلک [مشرکان] ستاسې پخلاف راغونډ شوي دي نو ترې وویریږی، خو ددې په اوریدو  ددوی [د مومنانو] ایمان نور غښتلی شو او دوی وویل موږ ته الله کافي دی او الله څومره ښه کار جوړونکی دی.
174. فَانْقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُوا رِضْوَانَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ
175. إِنَّمَا ذَٰلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءَهُ فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ
176. وَلَا يَحْزُنْكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ ۚ إِنَّهُمْ لَنْ يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا ۗ يُرِيدُ اللَّهُ أَلَّا يَجْعَلَ لَهُمْ حَظًّا فِي الْآخِرَةِ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
177. إِنَّ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الْكُفْرَ بِالْإِيمَانِ لَنْ يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
178. وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِأَنْفُسِهِمْ ۚ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُوا إِثْمًا ۚ وَلَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ
179. مَا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَىٰ مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ حَتَّىٰ يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ ۗ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى الْغَيْبِ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يَجْتَبِي مِنْ رُسُلِهِ مَنْ يَشَاءُ ۖ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ۚ وَإِنْ تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌ
180. وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَهُمْ ۖ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَهُمْ ۖ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُوا بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
174.    نو دا مومنان د الله په نعمت او فضل سره بیرته راوګرځیدل [د الله سبحانه تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تابعداري ته]، دوی ته هیڅ زیان ونه رسیده او دوی د الله د رضامندۍ تابعداران شول، او الله د زښتو ډیرو فضلونو [احسان او رحمتونو] څښتن دی.
175.    بیشکه دا شیطان دی چې له ملګرو څخه يې تاسې ویروي، نو له دوی مه ویریږئ، او له ما وویریږئ، که تاسې رښتیا مومنان یاست.
176.    اوهغه کسان تا نه دي غمجن کړي چې دوی د کفر په لوري منډې وهي [بیړه کوي] بیشکه دوی به الله ته دهيڅ شي هیڅ زیان ونه رسوي،  الله ددې اراده لري چې په اخرت کې ددوی لپاره ‏هیڅ برخه [نعمت] ونه ټاکي او ددوی لپاره ډیر لوی عذاب دی.
177.    بیشکه، هغو کسانو چې دایمان په بدل کې يې کفر اخیستی دی الله ته به هیڅ زیان ونه رسوي، او ددوی لپاره دردناک عذاب دی.
178.    او هغه کسان چې کافران شوي دي، موږ دوی ته ‏[په دنیاکې] ‏مهلت ورکوو نو دوی دې دا ګومان نه کوي چې داددوی لپاره ښه دی، بیشکه موږ دوی ته ددې لپاره وخت ورکوو چې دوی ګناه زیاته کړي، او د دوی لپاره شرمونکی عذاب دی.  
179.    الله به مومنان په دې حالت کې پرینږدي چې تاسې په کې یاست، تردې چې پاک خلک له ناپاکو بیل کړي، او الله تاسې په غیب نه خبروي بلکې چاته چې الله خوښه شي له خپلو رسولان څخه يې غوره کوي، نو تاسې په الله او د الله په رسولانو ایمان ولرئ، او که تاسې په ایمان ټینګ پاتې شی او [له شرک، کفر او کذب څخه] ځان وساتی نو د ستاسې لپاره ډیر لوی اجر [جنت] دی.
180.    او هغه کسان چې دوی په هغه څه بخیلي کوي چې الله له خپل فضل څخه ورکړی دی دا ګومان دې نه کوي چې ددوی لپاره دا بخیلي ښه ده، بلکې دا ددوی لپاره شر دی، ژر به د قیامت په ورځ هغه څه ورته امیل کړی شي چې دوی په هغه کې بخیلي کړې ده، دځمکې او اسمانونو میراث د الله دی [د ځمکې او اسمانونو مالک الله دی او د الله په امر ولاړ دي] او الله په هغه څه ښه خبردی چې تاسې يې کوی.  
181. لَقَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ فَقِيرٌ وَنَحْنُ أَغْنِيَاءُ ۘ سَنَكْتُبُ مَا قَالُوا وَقَتْلَهُمُ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَنَقُولُ ذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ
182. ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ
183. الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ عَهِدَ إِلَيْنَا أَلَّا نُؤْمِنَ لِرَسُولٍ حَتَّىٰ يَأْتِيَنَا بِقُرْبَانٍ تَأْكُلُهُ النَّارُ ۗ قُلْ قَدْ جَاءَكُمْ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِي بِالْبَيِّنَاتِ وَبِالَّذِي قُلْتُمْ فَلِمَ قَتَلْتُمُوهُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ
184. فَإِنْ كَذَّبُوكَ فَقَدْ كُذِّبَ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِكَ جَاءُوا بِالْبَيِّنَاتِ وَالزُّبُرِ وَالْكِتَابِ الْمُنِيرِ
185. كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَنْ زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ
186. لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا أَذًى كَثِيرًا ۚ وَإِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ ذَٰلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ
181.     بیشکه الله د هغو خلکو خبره اوریدلې ده چې ویلي وو الله فقیر دی او موږ شتمن یو، ژر به هغه خبرې موږ لیکلې وساتو چې دوی ویلي دي او  ددوی[د نیکونو] له خوا د انبیاوو ناحقه وژل، او موږ به دوی ته ووایو چې وڅکئ د اور سوزونکی عذاب.
182.     دا عذاب د هغه څه له کبله دی چې ستاسې لاسونو مخکې لیږلي دي او بیشکه الله په بندګانو باندې ظلم کوونکی نه دی.
183.    هغه کسان چې وايي بیشکه الله موږ ته پيغام کړى دى چې موږ به په هیڅ رسول ايمان نه راوړو ترهغې چې موږته داسې قرباني راوړي چې اور يې وخوري، [اى محمد صلی الله علیه وسلم،  دوى ته] ووایه بیشکه تاسې ته له ما مخکې ‏ له ښکاره معجزو سره ډیر رسولان راغلي وو او له هغه څه سره چې تاسې ویلي دي [د قربانۍ غوښتل] نو تاسې ولې هغوی ووژل که تاسې رښتیني یاست.
184.    نو که دوی تاته [ای محمد صلی الله علیه وسلم] د دروغو نسبت وکړي [ته مه خپه کېږه] بیشکه ډیرو رسولانو ته د دروغو نسبت شوی دی چې له تا مخکې دوی ته له ښکاره ثبوتونو، له صحیفو او له روښانه کتاب سره راغلي وو.
185.    هرنفس د مرګ [دخوند] څکوونکی دی، او بیشکه د قیامت په ورځ  به تاسې ته ستاسې اجرونه پوره درکړل شي، نو هرڅوک چې له اور څخه وژغورل شو او جنت ته داخل کړی شو بیشکه چې بریالی شو، او ددنیا ژوند نه دی خو د تیرویستلو سرچینه ده.
186.    بیشکه تاسې په ځانونو او مالونو خپلو ازمیښت کېږی او تاسې به له هغو کسانو څخه چې مخکې له تاسې ورته کتاب ورکړل شوی دی[یهود او نصارا] او له هغو کسان څخه چې شرک يې کړی دی ډیرې ځورونکې خبرې واوری خو که صبر وکړی او له الله وویریږی نو پوه شی چې داد همت له کارونو څخه دی.
187. وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۖ فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ
188. لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَفْرَحُونَ بِمَا أَتَوْا وَيُحِبُّونَ أَنْ يُحْمَدُوا بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا فَلَا تَحْسَبَنَّهُمْ بِمَفَازَةٍ مِنَ الْعَذَابِ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
189. وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
190. إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِأُولِي الْأَلْبَابِ
191. الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىٰ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَٰذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ
192. رَبَّنَا إِنَّكَ مَنْ تُدْخِلِ النَّارَ فَقَدْ أَخْزَيْتَهُ ۖ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ
193. رَبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِيًا يُنَادِي لِلْإِيمَانِ أَنْ آمِنُوا بِرَبِّكُمْ فَآمَنَّا ۚ رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّئَاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الْأَبْرَارِ
194. رَبَّنَا وَآتِنَا مَا وَعَدْتَنَا عَلَىٰ رُسُلِكَ وَلَا تُخْزِنَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ إِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِيعَادَ
187.    او کله چې الله له هغو کسانو څخه کلک عهد واخیست چې دوی ته کتاب ورکړی شوی دی داچې تاسې به خلکو ته ارومرو دا کتاب بیانوئ او نه به یې پټوئ نو دوی دا کتاب شاته وغورځاوو او په بدل کې يې دوی لږ بیه واخیسته، څومره بد دي هغه څه چې دوی واخیستل[وپېرل].
188.    دهغوکسانو په اړه هیڅ چورت مه وهه چې دوی پخپلو کړنو خوشالیږي او دوی دا خوښوي چې د هغه څه لپاره وستایل شي چې دوی نه وي کړی، نو ته دوی له عذاب څخه خوندي مه بوله او ددوی لپاره دردناکه عذاب دی.
189.    داسمانونو او ځمکې باچايي د الله ده، او الله په هرشي قادر دی.
190.    بیشکه د اسمانونو او ځمکې په هستولو او د شپې او د ورځې په اختلاف کې د پوهې د خاوندانو لپاره نښې دي.
191.    دا [پوهان] هغه کسان دي چې په ناسته او په ولاړه او په اړخ باندې [د پریوتلو پرمهال] الله یادوي، او د اسمانونو او ځمکې په هستونه کې فکر کوي، [دوی وايي] ای زموږ ربه، دا[کاینات] دې عبث نه دي هست کړي او ته پاک يې نو موږ د دوزخ له عذابه وژغوره.
192.    ای زموږ ربه، څوک چې تا دوزخ ته وغورځاوو هغه دې رسوا [ذلیل] کړ او د ظالمانو لپاره مرستندوی نشته.
193.    ای زموږ ربه، موږ یو غږکوونکی [قران یا محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم] واوریده چې دایمان طرفته يې نارې وهلې [او ویل يې] پخپل رب ایمان راوړی، نو موږ ایمان راوړ، نو ای زموږ ربه،  موږ ته زموږ [لوی] ګناهونه وبښه او زموږ[واړه] ګناهونه له موږ لرې کړه، او موږ له نیکانو سره وفات کړه.
194.    ای زموږ ربه، اوموږ ته هغه څه راکړه چې تا د خپلو رسولانو [په ژبه] له موږ سره ژمنه کړې ده او موږ د قیامت په ورځ مه رسوا کوه، بیشکه ته د خپلې ژمنې مخالفت نه کوې.
195. فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُمْ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَىٰ ۖ بَعْضُكُمْ مِنْ بَعْضٍ ۖ فَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَأُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ وَأُوذُوا فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُوا وَقُتِلُوا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ثَوَابًا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عِنْدَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ
196.لَا يَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي الْبِلَادِ
197. مَتَاعٌ قَلِيلٌ ثُمَّ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۚ وَبِئْسَ الْمِهَادُ
198. لَٰكِنِ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا نُزُلًا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ ۗ وَمَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ لِلْأَبْرَارِ
199. وَإِنَّ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَمَنْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِمْ خَاشِعِينَ لِلَّهِ لَا يَشْتَرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۗ أُولَٰئِكَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
200. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
195.    نو ددوی رب د هغوی دا[دعاوې] قبولې کړې، بیشکه زه له تاسې څخه د هیڅ عمل کوونکي، نارینه وي که ښځه وي، عمل نه ضایع کوم، ځینې ستاسې له ځینو نورو [یانې د یو بل جنس] یاست، نو هغو کسانو چې دوی [ددین لپاره] هجرت کړی دی او دوی [د الله په لاره کې] له خپلو کورونو څخه ایستلی شوي دي او زما په لار کې دوی ته زیان اوښتی وي او جګړه يې کړې او وژل شوي دي، نو له دوی به خامخا ددوی ګناهونه لرې کړم او د الله له نزده به د اجر په توګه دوی خامخا په جنتونو کې داخل کړم چې [د ماڼیو او ونو] لاندې يې ویالې بهیږي، او د الله په نزد [د نیکانو لپاره] ښه اجر دی.
196.         په ښارونو کې د هغو کسانو ګرځیدل چې کافران شوي دي تا تیر نه باسي.
197.       [دنیايي ژوند یوه]لنډمهالې ګټه ده بیا ددوی ځای دوزخ دی، او [دا دوزخ] بد ځای د هستوګنې دی.
198.          خو هغه کسان چې له خپل رب څخه ویریږي ددوی لپاره جنتونه دي چې [دونو او ماڼیو] لاندې يې ویالې بهیږي او دوی به تل په دې [جنتونو] کې وي او داد الله له لوري د میلمستیا ځای دی، او هغه څه چې په نزد د الله دي د نیکي کوونکو لپاره ډیر غوره دي.
199.       او له اهل کتابو څخه ځینې هغه کسان دي چې په الله ایمان لري او په هغه [قران] ایمان لري چې تاسې ته لیږل شوی دی او په تورات او انجیل چې دوی ته لیږل شوي دي، او دوی له الله ویریږي او د الله په ایتونو لږ بیه نه اخلي، ددوی لپاره دهغوی د رب په نزد اجر دی، بیشکه الله ژر حساب کوي.
200.          ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی، زغمناک اوسئ، او په زغم کې ټینګ اوسئ، او یوځای اوسئ، او له الله وویریږئ چې بریالي شی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
4. د 123 ایت په اړه یادونه: د بدر د غزا د بري لپاره باید هر مسلمان د الله رب العالمین شکر ادا کړي، ځکه چې نبي صلی الله علیه وسلم د صحابه وو رضی الله عنهم له یوې کوچنۍ ډلې سره دجګړې ډګر ته ورغی او الله سبحانه تعالی بری ورکړ او هماغه وو چې د اسلام دین پراخ شو او دادی ترموږ پورې الله سبحانه تعالی راورساوو او تر قیامته پورې به روان وي، انشاالله.
5. د 132 ایت په اړه یادونه: په دې ایت کې الله سبحانه تعالی یوځل بیا د الله سبحانه تعالی او د رسول صلی الله علیه وسلم د اتباع امر کوي، ددې دا مانا ده چې بری یوازې د الله او د رسول په اتباع کې دی.
6. د 144ایت په اړه یادونه: عَنْ عَائِشَةَ رضى الله عنها ـ زَوْجِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ ‏صلى الله عليه وسلم مَاتَ وَأَبُو بَكْرٍ بِالسُّنْحِ ـ قَالَ إِسْمَاعِيلُ يَعْنِي بِالْعَالِيَةِ ـ فَقَامَ ‏عُمَرُ يَقُولُ وَاللَّهِ مَا مَاتَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم‏.‏ قَالَتْ وَقَالَ عُمَرُ وَاللَّهِ مَا ‏كَانَ يَقَعُ فِي نَفْسِي إِلاَّ ذَاكَ وَلَيَبْعَثَنَّهُ اللَّهُ فَلَيَقْطَعَنَّ أَيْدِيَ رِجَالٍ وَأَرْجُلَهُمْ‏.‏ فَجَاءَ أَبُو ‏بَكْرٍ فَكَشَفَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَبَّلَهُ قَالَ بِأَبِي أَنْتَ وَأُمِّي طِبْتَ ‏حَيًّا وَمَيِّتًا، وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لاَ يُذِيقُكَ اللَّهُ الْمَوْتَتَيْنِ أَبَدًا‏.‏ ثُمَّ خَرَجَ فَقَالَ أَيُّهَا ‏الْحَالِفُ عَلَى رِسْلِكَ‏.‏ فَلَمَّا تَكَلَّمَ أَبُو بَكْرٍ جَلَسَ عُمَرُ‏.‏ فَحَمِدَ اللَّهَ أَبُو بَكْرٍ وَأَثْنَى عَلَيْهِ ‏وَقَالَ أَلاَ مَنْ كَانَ يَعْبُدُ مُحَمَّدًا صلى الله عليه وسلم فَإِنَّ مُحَمَّدًا قَدْ مَاتَ، وَمَنْ كَانَ ‏يَعْبُدُ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ حَىٌّ لاَ يَمُوتُ‏.‏ وَقَالَ ‏{‏إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُمْ مَيِّتُونَ‏}‏ وَقَالَ ‏{‏وَمَا مُحَمَّدٌ ‏إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَنْ ‏يَنْقَلِبْ عَلَى عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ‏}‏ قَالَ فَنَشَجَ النَّاسُ ‏يَبْكُونَ‏، [سرچینه: صحیح البخاري، 3668- 3667‏‏]. ‏ژباړه: ''د نبي کریم صلی ‏الله علیه وسلم میرمن ام المومنین سیده عایشه رضی الله عنها وايي، کله چې ‏رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو، نو سیدنا ابوبکر رضی الله عنه هغه ‏وخت د سنح په سیمه کې وو چې د اسماعیل په وینا د مدینې په بانډه کې. د ‏هغه خبر په اوریدو سره سیدنا حضرت عمر رضی الله عنه ولاړ شو او وېویل ‏چې د الله قسم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دی وفات شوی. ‏سیدنا عایشه رضی الله عنها فرمايي حضرت عمر رضی الله عنه به ویل د الله ‏قسم چې هغه وخت زما په زړه کې همدا خیال راتلو او ما ویل چې الله به تا ‏ضرور له دې ناروغۍ څخه په ښه کولو سره راپورته کړي او تاسې به ددې ‏خلکو لاسونه او پښې پرې کړی (چې ستا د وفات خبرې يې کولې)، په دې ‏وخت کې سیدنا حضرت ابوبکر رضی الله عنه راغی او دننه لاړ او د رسول ‏الله صلی الله علیه وسلم له جسد مبارک څخه يې رخت (یا څادر) لرې کړ او ‏د دواړو سترګو ترمنځ يې ښکل کړ، او وېویل: زما مور او پلار دې په تا ‏قربان وي، تاسې په ژوند کې هم پاک وی او له وفات روسته هم او د هغه ‏ذات قسم دچا په لاس کې چې زما ځان دی، الله تعالی به هیڅکله په تا دوه ‏مرګونه نه راولي. له دې روسته هغه بهر راغی او عمر رضی الله عنه ته يې ‏وویل ای قسم خوړونکیه لږ غلی شه. بیا کله چې، سیدنا ابوبکر رضی الله ‏عنه خبرې پیل کړې سیدنا حضرت عمر رضی الله عنه غلی کیناست. ابوبکر ‏رضی الله عنه لومړی د الله حمد او ثنا واوروله، بیايي وفرمایل: خلکو! وګورئ، ‏که چا د محمد صلی الله علیه وسلم عبادت کاوو نو هغه ته دې څرګنده شي چې ‏حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وفات شوی دی او کوم سړی چې د الله ‏عبادت کاوو نو الله تل ژوندی دی او هیڅکله پرې مرګ نه راځي. بیا ابوبکر ‏رضی الله عنه د الزمر د سورې دا ایت ولوست: إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُم مَّيِّتُونَ، ‏‏(الزمر، ‏30 ایت‏)، ژباړه: ''(اى محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم) ته هم ‏مړكېدونكى يې او دوى هم مړه كېدونكي دى''. او ورپسې يې د ال عمران د ‏سورې دا ایت ولوست: وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ ‏أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَنْ يَنْقَلِبْ عَلَى عَقِبَيْهِ فَلَنْ ‏يَضُرَّ ‏اللَّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ: ژباړه: 'محمد (صلی الله علیه وسلم) نور څه ‏نه دى خو یوازې يو پېغمبر دى، له هغه نه مخكې نور پېغمبران هم تېر شوي ‏دي، نو كه هغه ومري يا ووژل شي، نو تاسې به په خپلو پوندو په شاګرځئ؟ ‏په ياد ولرئ څوك چې په شا واوړي هغه به الله جل جلاله ته هېڅ زيان ونه ‏رسوي، خو څوك چې دالله شكرايستوونكي بندګان شي هغوی ته به الله جل ‏جلاله ددې بدله وركړي'. سیده عایشه رضی الله عنها فرمايي ددې په اوریدو ‏سره خلکو په سلګو سلګو وژړل''.
نو‏سیدنا عمر رضی الله عنه هغه مهال یوه عقیده خپله کړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دی وفات شوی، نو کله چې سیدنا ابوبکر رضی الله عنه خطبه ورکړه او د خپل دلیل لپاره يې دوه ایتونه وویلې [او دا ددې ثبوت دی چې هر مسلمان باید د خپلې خبرې د ملاتړ لپاره له قران او سنتو څخه دلیل وړاندې کړي ان که هغه د سیدنا ابوبکر رضی الله عنه په څیر امام هم وي] نو سیدنا عمر رضی الله عنه غلی شو او ابوبکر رضی الله عنه دا ایت په هغه حساس وخت کې ولوست چې خلک د نبي صلی الله علیه وسلم له وفات روسته د هغه اتباع ته را وبولي او دا ددې دلیل دی چې د نبي صلی الله علیه وسلم له وفات روسته هم هیڅوک نه شي کولای چې په دین کې ډلې جوړې کړي بلکې هر مسلمان باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع وکړي او د صحابه وو په څیر ایمان او عقیده خپله کړي ځکه چې الله سبحانه تعالی د مسلمانانو لپاره د ایمان معیار د صحابه وو ایمان ټاکلی دی، وګورئ د سورة البقرة 137 ایت. نو له پورتني حدیث څخه دا سبق ترلاسه کوو چې د صحابه وو رضی الله عنهم او ددې زمانې دمسلمانانو ترمنځ دا توپیر دی چې کله صحابه رضی الله عنهم ته د قران الکریم ایت ولوستل شو نو خپل نظریات يې پریښوول او  تسلیم شول سمعنا و اطعنا. خو برعکس نن چې یو شمیر مسلمانانو ته د نبي صلی الله علیه وسلم د اتباع طرفته دعوت ورکړی شي نو دوی داد خپل مذهب سپکاوی بولي، معاذالله.
           ــــــــــــــــــــــــــــــــ

Popular posts from this blog

النساء، ښځې

سورة النساء عدد آياتها 176 وهي مدنية – نزلت بعد الممتحنة بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا 2. وَآتُوا الْيَتَامَىٰ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَىٰ أَمْوَالِكُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا 3. وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَىٰ فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَلَّا تَعُولُوا 4. وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا 5. وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامً

البقرة، غوا

البقرة وعدد آياتها 286 وهي مدنية – أول سورة مدنية لومړی جز [سپاره] له 1 - 141 ایتونو پورې بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. الم     2. ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ 3.الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ 4 . وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ 5. أُولَٰئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ د الله په نوم چې ډير زیات مهربان، تل رحم والا دی.‏ 1.     الف، لام، میم. 2.   په دغه کتاب کې هیڅ شک نشته دی، داد هغو کسانو لپاره چې ځانونه ساتي هدایت دی. 3.  هغه کسان چې په نالیدلي باندې باور لري، او لمونځ کوي ، او له هغه څه يې لګوي چې ‏موږ دوى ته ورکړي دي. 4.   او دوی په هغه څه  باور لري ‏ چې په تا نازل شوی دی او هغه څه چې له تا مخکې نازل شوي دي، اوپه اخرت یقین لري. 5. د دوی د رب له لوري همدې کسانو ته لارښونه شوې ده او همدوی بریالي دي. 6. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَو