Skip to main content

المائدة/ د خوړو ډک دسترخوان


المائدة
وعدد آياتها 120 وهي مدنية – نزلت بعد الفتح


بسم الله الرحمن الرحيم

1. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ ۚ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الْأَنْعَامِ إِلَّا مَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ ۗ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ

2. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللَّهِ وَلَا الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلَا الْهَدْيَ وَلَا الْقَلَائِدَ وَلَا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّن رَّبِّهِمْ وَرِضْوَانًا ۚ وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُوا ۚ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُوا ۘ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
1.     ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی پخپلو ټولو تړونونو [قراردادونو] وفا وکړئ [پوره کړئ]، د څارویو [غوښه] تاسو ته حلاله کړی شوې ده، پرته له هغو چې تاسې ته  [يې منع په قران کې] لوستل کېږي خو د احرام پرمهال ښکار حلال مه ګڼئ، بیشکه هغه څه چې الله وغواړي حکم کوي.
2.    ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی، د الله [ددین]  شعایر [د حج مناسک] او حرمت والا میاشتې، او د نښه لرونکو او بې نښو قربانیو [بې حرمتي] مه کوئ، او د هغو خلکو بې حرمتي مه کوئ چې بیت الله  ته ورځي چې د خپل رب فضل او د هغه خوشالي غواړي، او کله چې له احرام بهر شوی نو ښکار وکړئ، او د هغو خلکو دښمني چې تاسې يې له عزت والا جومات [مسجد الحرام] څخه منع کړي وی تاسې دې خبرې ته چمتو نه کړي چې په هغوی باندې زیاتی وکړی او د نیکي او پرهیزګارۍ په کارونو کې د یو بل مرسته وکړئ، او د ګنا او ظلم په کارونو کې مرسته مه کوئ، او له الله وویریږئ، بیشکه د الله عذاب سخت دی.

3. حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلَّا مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ وَأَنْ تَسْتَقْسِمُوا بِالْأَزْلَامِ ۚ ذَٰلِكُمْ فِسْقٌ ۗ الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ دِينِكُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ ۚ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا ۚ فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِإِثْمٍ ۙ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
4. يَسْأَلُونَكَ مَاذَا أُحِلَّ لَهُمْ ۖ قُلْ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ ۙ وَمَا عَلَّمْتُم مِّنَ الْجَوَارِحِ مُكَلِّبِينَ تُعَلِّمُونَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَكُمُ اللَّهُ ۖ فَكُلُوا مِمَّا أَمْسَكْنَ عَلَيْكُمْ وَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهِ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
5. الْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ ۖ وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حِلٌّ لَّكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَّهُمْ ۖ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الْمُؤْمِنَاتِ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ مُحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ وَلَا مُتَّخِذِي أَخْدَانٍ ۗ وَمَن يَكْفُرْ بِالْإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ
3.     په تاسې حرامه ده مرداره [غوښه] او بهیدونکې وینه او د خنزیز غوښه او هغه څاروی چې [د ذبح پر مهال] له الله پرته د بل شي نوم پرې اخیستل شوی وي[د غیرالله نوم پرې اخیستل شوی وي]  او هغه څاروی چې خپه کړی شوی وي، او هغه څاروی چې په کوتک وهل شوی وي، او هغه څاروی چې [له لوړې ژورې ته] غورځیدلی وي، او هغه څاروی چې د ښکر په وهلو څیرې شوی وي، او هغه چې ځناورو خوړلی وي. خو روا دی هغه چې [روح په کې وي او] تاسې يې حلال کړی. او هغه څاروي حرام دي چې [په کوم ممنوعه ځای یا شي] حلال کړی شوي وي او تاسې ته[حرام دی] چې د قمار په غشو [دانو] تقسیم وکړی، دا[تیر شوي محرمات] فساد دی. نن ورځ هغه کسان نهیلي شول چې هغوی ستاسې په دین کافران شوي دي، نو له دوی [کافرانو] څخه مه ویریږئ، له ما وویریږئ‏[له الله وویریږئ] ‏، نن ورځ ما ستاسې دین تاسو ته بشپړ کړ، او ماپه تاسې خپل نعمت پوره کړ، او ما تاسې ته د اسلام دین غوره کړ. نو هرڅوک چې په سخته لوږه کې [د حرام شي خوړولو ته] اړ شول حال داچې ګناه ته نه وي مایل نو بیشکه الله ډیر بښوونکی دی تل رحم والا دی.
4.    دوی له تا پوښتنه کوي چې دوی ته کوم شیان حلال کړی شوي دي؟ ورته ووایه چې تاسې ته پاک شیان حلال کړی شوي دي او هغه ښکار حلال دی چې ستاسې لپاره هغو ښکاري ځناورو نیولی وي چې [په هغه طریقه] تاسې روزلی وي چې الله يې تاسې ته ښوونه کړې ده، نو له هغه څه يې خورئ چې دوی[ښکاري ځناور] يې درته ونیسي، او د الله نوم پرې واخلئ، او له الله وویریږئ، یقینا الله په حساب کې ډیر چابک [سریع] دی.
5.     نن پاک شیان تاسې ته حلال کړی شول، او د اهل کتابو خواړه هم تاسې ته حلال دي، او ستاسې خواړه هغوی ته حلال دي، او [د نکاح لپاره تاسې ته حلالې دي] مسلمانې پاک لمنې  ښځې او له هغو کسانو څخه پاک لمنې ښځې چې مخکې له تاسې هغوی ته کتاب ورکړی شوی دی خوچې مهر يې ورکړی، په داسې حال کې چې پاک لمني یاست نه زناکار او نه په پټه د ملګري نیوونکي. او څوک چې د ایمان [له ارکانو څخه] منکر شول بیشکه چې د هغه عمل برباد شو، او هغه به په اخرت کې له زیانکارانو څخه وي.

6. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ ۚ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُوا ۚ وَإِن كُنتُم مَّرْضَىٰ أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِّنكُم مِّنَ الْغَائِطِ أَوْ لَامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ ۚ مَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍ وَلَٰكِن يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
7. وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَمِيثَاقَهُ الَّذِي وَاثَقَكُم بِهِ إِذْ قُلْتُمْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ
8. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ ۖ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَىٰ أَلَّا تَعْدِلُوا ۚ اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ
9. وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ۙ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ
6.     ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی، کله چې لمانځه ته پورته شوی نو خپل مخ او لاسونه [مړوندونه] تر څنګلو پورې ومینځی او د سر مسح وکړئ او پښې تر بجلکو پورې [ومینځی] او که جنب وی [غسل درباندې اوښتی وو] نو خپل ځان پاک کړئ [غسل وکړئ]، او که ناروغان یا مساپر یاست، یا له تاسې څخه یو له اودسماتي راغی [قضای حاجت يې وکړ]، یايې له ښځو سره یوځایوالی کړی دی[له خپلو ښځو سره يې جنسي اړیکي نیولي دي]خو په دغه وخت کې اوبه ونه مومی نو په پاکه خاوره تیمم وکړئ او له دې څخه پخپل مخ او لاسونو راکاږئ، الله نه غواړي چې په تاسې سختي راولي بلکې غواړي چې تاسې پاک کړي او خپل نعمتونه په تاسې بشپړ کړي ښايي تاسې شکر وباسی.
7.    او الله چې تاسې ته کوم نعمتونه درکړي دي هغه یاد کړئ او هغه عهد چې له تاسې واخیستل شو کله چې تاسې وویل: ''موږ واوریدل او موږ اطاعت وکړ''.  او له الله وویریږئ بیشکه الله له هغو خبرو خبر دی چې ستاسې په سینو کې دي.
8.     ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی، تل د الله لپاره [په حق باندې] ولاړ اوسئ، او شاهدان اوسئ په عدل [انصاف]، او د یو قوم دښمني تاسې دېته اړ نه باسي چې انصاف ونه کړی، همدا [انصاف] پرهیزګارۍ ته ډير نژدې دی، او له الله وویریږئ، بیشکه الله په هغو کارونو ښه خبر دی چې تاسې يې کوی.
9.     الله له هغو کسانو سره د بښنې او لوی اجر ژمنه کړې ده چې ایمان يې راوړی دی او ښه کارونه يې کړي دي.

10 وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ
11 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ هَمَّ قَوْمٌ أَن يَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ فَكَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنكُمْ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ
12 وَلَقَدْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَبَعَثْنَا مِنْهُمُ اثْنَيْ عَشَرَ نَقِيبًا ۖ وَقَالَ اللَّهُ إِنِّي مَعَكُمْ ۖ لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلَاةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنتُم بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا لَّأُكَفِّرَنَّ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَلَأُدْخِلَنَّكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۚ فَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ
13 فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ لَعَنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً ۖ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ ۙ وَنَسُوا حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُوا بِهِ ۚ وَلَا تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَىٰ خَائِنَةٍ مِّنْهُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِّنْهُمْ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ
10.     او هغه کسان چې کافر شوي دي او زموږ ایتونه يې دروغ بللي دي، همدوی د دوزخ ملګري دي.
11.     ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی په تاسې د الله نعمتونه یاد کړئ، هغه وخت چې یوې ډلې اراده وکړه چې خپل لاسونه ستاسې په طرف ‏اوږده کړي، نو الله د هغوی لاسونه ستاسې طرفته پرېنښوول، او له الله وویریږئ، او مومنانو ته پکار ده چې یوازې په الله توکل وکړي.
12.     او الله د اسراییل له اولادې څخه عهد واخیست او ددوی ترمنځ يې دولس مشران وګومارل. او الله وویل، زه له تاسې سره یم که تاسې لمونځ ادا کړی او زکات ورکړی او زما په رسولانو ایمان راوړی او له دوی سره مرسته وکړی او الله ته حسنه قرض ورکړی [د الله په لار کې اړمنو او بیوزلو ته پور ورکړی او صدقه ورکړی]، نو بیشکه ستاسې ګناهونه به وبښم او تاسې به جنت ته داخل کړم چې [د ماڼیو او ونو] لاندې يې ویالې بهیږي،  نو که له دې روسته له تاسې څخه څوک کافر شول، یقینا له نیغې لارې څخه بی لارې شوی دی.
13.     نو د عهد د ماتولو له کبله موږ په دوی لعنت وکړ او موږ ددوی زړونه سخت کړل، دوی [د الله] خبرې له خپل ځای څخه بدلولې، او په هغه څه چې دوی ته پند ورکړل شوی وو د هغه څه برخه يې هیره کړه، او[ای محمد صلی الله علیه وسلم] تل به ته له دوی [یهودانو] څخه [د یو نه یو] خیانت خبر ترلاسه کوې مګر ددوی لږ شمیر[هغه چې ایمان يې راوړی دی]. نو دوی  معاف کړه او له دوی مخ وګرځوه، یقینا الله احسان کوونکي خوښوي.

14 وَمِنَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَىٰ أَخَذْنَا مِيثَاقَهُمْ فَنَسُوا حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُوا بِهِ فَأَغْرَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ۚ وَسَوْفَ يُنَبِّئُهُمُ اللَّهُ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ
15 يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ كَثِيرًا مِّمَّا كُنتُمْ تُخْفُونَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ ۚ قَدْ جَاءَكُم مِّنَ اللَّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُّبِينٌ
16 يَهْدِي بِهِ اللَّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلَامِ وَيُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ
17 لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ ۚ قُلْ فَمَن يَمْلِكُ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ أَن يُهْلِكَ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ وَمَن فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ۗ وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۚ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
14.     او موږ له هغو کسانو څخه چې وايي ''موږ نصارا یو'' عهد واخیست خو دوی د هغه څه ځینې برخې هیر کړې چې موږ هغوی ته پند ورکړی وو، نو موږ هم د قیامت تر ورځې پورې ددوی ترمنځ دښمني او کرکه واچوله، او ژر به الله له هغه څه دوی خبر کړي چې دوی کول.
15.    ای اهل کتابو، بیشکه زموږ رسول [محمدصلی الله علیه وسلم] ستاسې طرفته درغلی دی چې ډیری هغه څه تاسې ته روښانه کړي چې له مخکیني کتاب څخه تاسې پټ کړي دي او تاسې ته ډیری معاف کړي، تاسې ته د الله له خوا رڼا [نور] او ښکاره کتاب [قران] درغلی دی.
16.     له دې کتاب سره الله هغو کسانو ته د سولې د لارو طرفته هدایت کوي چې د الله د خوښې پیروي کوي او دوی له تیارو څخه رڼا ته بیايي او هغوی ته د سمې لارې هدایت کوي.
17.     هغه کسان یقینا کافر شول چې وېویل مسیح د مریم زوی الله دی، ورته ووایه که الله غوښتلی چې مسیح د مریم زوی او د هغه مور او ټول هغه کسان چې د ځمکې په سر دي هلا ک کړي څوک به يې د مخنیوي قدرت ولري؟ د اسمانونو او ځمکې او هرڅه [چې د اسمانونو او ځمکې] ترمنځ دي په ټولو د الله باچايي ده، الله چې هرڅه وغواړي هست کوي يې، او الله په هرشي قدرت لري.  

18. وَقَالَتِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَىٰ نَحْنُ أَبْنَاءُ اللَّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ ۚ قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُم بِذُنُوبِكُم ۖ بَلْ أَنتُم بَشَرٌ مِّمَّنْ خَلَقَ ۚ يَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ ۚ وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ
19. يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ عَلَىٰ فَتْرَةٍ مِّنَ الرُّسُلِ أَن تَقُولُوا مَا جَاءَنَا مِن بَشِيرٍ وَلَا نَذِيرٍ ۖ فَقَدْ جَاءَكُم بَشِيرٌ وَنَذِيرٌ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
20. وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَعَلَ فِيكُمْ أَنبِيَاءَ وَجَعَلَكُم مُّلُوكًا وَآتَاكُم مَّا لَمْ يُؤْتِ أَحَدًا مِّنَ الْعَالَمِينَ
21. يَا قَوْمِ ادْخُلُوا الْأَرْضَ الْمُقَدَّسَةَ الَّتِي كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَرْتَدُّوا عَلَىٰ أَدْبَارِكُمْ فَتَنقَلِبُوا خَاسِرِينَ
22. قَالُوا يَا مُوسَىٰ إِنَّ فِيهَا قَوْمًا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا حَتَّىٰ يَخْرُجُوا مِنْهَا فَإِن يَخْرُجُوا مِنْهَا فَإِنَّا دَاخِلُونَ
23. قَالَ رَجُلَانِ مِنَ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمَا ادْخُلُوا عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
18.     یهودو او نصاراوو وویل موږ د الله زامن او په هغه ګران یو [محبوب]، [ای محمد صلی الله علیه وسلم] دوی ته ووایه نو ستاسې د بدو اعمالو له کبله تاسې ته سزا ولې درکوي؟ بلکې تاسې د هغو مخلوقاتو ترمنځ بشر یاست چې الله هست کړي دي،چاته چې الله وغواړي بښنه کوي اوچاته چې وغواړي عذاب ورکوي، او په اسمانونو او ځمکه او هغه څه چې ددې دواړو ترمنځ دي د الله باچايي ده، او ټول الله ته ورګرځیدونکي دي.
19.    ای اهل کتابو، زموږ رسول د رسولانو  دلیږلو په لړۍ کې [له ځنډ] روسته تاسې ته درغی چې[دین] تاسې ته بیان کړي چې د قیامت په ورځ بیا ونه وايي چې زموږ طرفته نه کوم زیری ورکوونکی راغی او نه کوم ګواښ ورکوونکی، او الله په هر شي قدرت لري.
20.     او [په یاد کړه] کله چې موسی خپل قوم ته وویل، ای زما قومه، د الله نعمت یاد کړئ چې تاسې ته يې درکړی دی، هغه ستاسې ترمنځ پیغمبران راولیږل او تاسې ته يې باچايي درکړه، او هغه تاسې ته دومره شیان درکړل چې په دنیا کې يې بل هیچاته نه دي ورکړي.
21.     ای زما قومه، پاکې [مقدسې] خاورې ته ننوځئ چې الله د ستاسې لپاره لیکلې [مقرر] کړې ده، او [د الله په لاره کې د جګړې پرمهال] په شاتګ مه کوئ کنه نو زیانکاران به شئ.
22.     دوی [د موسی قوم] وویل، ای موسی بیشکه په دې کې یو زورواکی[تیری کوونکی] قوم دی، او موږ هیڅکله په دې کې نه ننوځو چې هغوی له دې ځایه نه وي وتلي، نو که هغوی له دې ځایه ووتل، نو موږ به ارومرو په کې ننوځو.
23.    دوه تنو نارینه وو چې ویریدل او د الله نعمت پرې وو، وویل: تاسې په دروازه ورننوځئ کله چې ورننوتلی یقینا تاسې برلاسي یاست، او په الله توکل وکړئ که تاسې ایمان والا یاست.  

24. قَالُوا يَا مُوسَىٰ إِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا أَبَدًا مَّا دَامُوا فِيهَا ۖ فَاذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ
25. قَالَ رَبِّ إِنِّي لَا أَمْلِكُ إِلَّا نَفْسِي وَأَخِي ۖ فَافْرُقْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ
26. قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ ۛ أَرْبَعِينَ سَنَةً ۛ يَتِيهُونَ فِي الْأَرْضِ ۚ فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ
27. وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الْآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ ۖ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ
28. لَئِن بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ ۖ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ
29. إِنِّي أُرِيدُ أَن تَبُوءَ بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ ۚ وَذَٰلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ
30. فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ
31. فَبَعَثَ اللَّهُ غُرَابًا يَبْحَثُ فِي الْأَرْضِ لِيُرِيَهُ كَيْفَ يُوَارِي سَوْءَةَ أَخِيهِ ۚ قَالَ يَا وَيْلَتَا أَعَجَزْتُ أَنْ أَكُونَ مِثْلَ هَٰذَا الْغُرَابِ فَأُوَارِيَ سَوْءَةَ أَخِي ۖ فَأَصْبَحَ مِنَ النَّادِمِينَ
24.     د اسرایل اولادې وویل، ای موسی، تر هغې چې هغوی هلته وي، موږ هیڅکله نه ورننوځو، ته او ستا رب ورشی او وجنګیږی، موږ همدلته کینو.
25.     [موسی] وویل، ای زما ربه، زه یوازې د ځان او د خپل ورور [هارون علیه السلام] اختیار لرم، نو د زموږ او ددې نافرمانې ډلې ترمنځ بیلتون راوله.
26.     ‏[الله] وویل، هغه سیمه په دوی باندې ترڅلویښتو کلونو پورې حرامه کړی شوه، او ‏دوی به په پرله پسې توګه په ځمکه کې سرګردانه وي، نو په دې سرغړونکې ‏ډله مه غمجن کېږه. ‏
27.     او [ای محمد صلی الله علیه وسلم] دوی ته د ادم ددوه زامنو کیسه په حق سره بیان کړه، کله چې دوی دواړو [الله ته] یو قرباني وړاندې کړ، نو له یوه څخه ومنل شو او له بل څخه ونه منل شو، [یوه] وویل، زه به یقینا تا ووژنم، [بل ورور] وویل، یقینا الله يې یوازې له متقیانو څخه قبلوي.
28.     که ته خپل لاس زما د وژلو لپاره په ما پورته کړې، زه به هیڅکله خپل لاس ستا طرفته اوږد نه کړم چې تا ووژنم ځکه چې زه له الله ویریږم چې د ټولو جهانونو رب دی.
29.    بیشکه زه غواړم چې ته زما ګنا او خپله ګنا په ځان بار کړې او د جهنم له ملګرو واوسې، او همدغه د ظالمانو سزا ده.
30.     او دهغه نفس دده د ورور وژل ورته ښایسته کړل، او هغه يې وواژه او له زیانکاران څخه شو.
31.    نو الله یو کارغه ولیږه چې په ځمکه کې يې پلټنه کوله [په مښوکه او پنجو يې ځمکه کیندله] چې هغه ته وښيي چې څه ډول د خپل ورور جسد پټ کړي. هغه وویل ای زما بده شامته، ایا زه دومره عاجز وم چې ددې کارغه ‏ په څیر وای نو د خپل ورور جسد به مې پټ کړی وو، نو له پښیمانه شویو څخه شو .

32. مِنْ أَجْلِ ذَٰلِكَ كَتَبْنَا عَلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ۚ وَلَقَدْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم بَعْدَ ذَٰلِكَ فِي الْأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ
33. إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلَافٍ أَوْ يُنفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ۚ ذَٰلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا ۖ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ
34. إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِن قَبْلِ أَن تَقْدِرُوا عَلَيْهِمْ ۖ فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
35. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَابْتَغُوا إِلَيْهِ الْوَسِيلَةَ وَجَاهِدُوا فِي سَبِيلِهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
36. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ أَنَّ لَهُم مَّا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لِيَفْتَدُوا بِهِ مِنْ عَذَابِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنْهُمْ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
32.     له همدې کبله موږ د اسراییل په اولادې حکم کړی وو هرچاچې یو انسان د وینې له بدلې [پرته]  یا په ځمکه کې د فساد د خپرولو پرته [په ناحقه] وواژه نو ګواکې  ټول خلک يې وژلي دي، او هرڅوک چې یو انسان وژغوري  نو ګواکې ټول انسانان يې ژغورلي دي، او یقینا زموږ رسولان له ښکاره ثبوتونو سره دوی ته راغلل، ددوی ډیری له هغې روسته بیاهم د ځمکې په سر له حده تیری کوونکي وو.
33.    د هغو کسانو سزا چې له الله او د هغه له رسول سره جنګیږي، او په ځمکه کې د فساد دخپورولو لپاره منډې وهي [هڅې کوي]، د هغوی سزا داده چې ووژل شي، یا په دار وځړول شي، یايي لاسونه او پښې له بیلو خواوو [له یو طرف څخه لاس او له بل طرف څخه پښه] پرې کړی شي،  او یا له خپلې سیمې وشړل [تبعید] شي، دا په دنیا کې ددوی رسوايي ده او په اخرت کې ددوی لپاره لوی عذاب دی.
34.     خو هغه کسان چې مخکې له دې توبه وکړي چې تاسې په هغوی لاس بري شی نو پوه شه چې الله ښه بښوونکی دی تل رحم والا دی.
35.     ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی له الله وویریږئ، او د هغه طرفته د تقرب لاره چاره ولټوئ او د الله په لارکې جهاد وکړئ، ښايي بریالي شی.
36.     یقینا هغه کسان چې کافران شوي دي، که له دوی سره ټول هغه شیان وي چې په ځمکه کې دي او دې ته ورته [نور هم] ورسره وي چې په دې باندې د قیامت د ورځې له عذاب څخه ځان وژغوري، له دوی څخه به ونه منل شي، او ددوی لپاره دردناک عذاب دی.

37. يُرِيدُونَ أَن يَخْرُجُوا مِنَ النَّارِ وَمَا هُم بِخَارِجِينَ مِنْهَا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِيمٌ
38. وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
39. فَمَن تَابَ مِن بَعْدِ ظُلْمِهِ وَأَصْلَحَ فَإِنَّ اللَّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
40. أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَيَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
41. يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ لَا يَحْزُنكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِينَ قَالُوا آمَنَّا بِأَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِن قُلُوبُهُمْ ۛ وَمِنَ الَّذِينَ هَادُوا ۛ سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ سَمَّاعُونَ لِقَوْمٍ آخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ ۖ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ مِن بَعْدِ مَوَاضِعِهِ ۖ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هَٰذَا فَخُذُوهُ وَإِن لَّمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُوا ۚ وَمَن يُرِدِ اللَّهُ فِتْنَتَهُ فَلَن تَمْلِكَ لَهُ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا ۚ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ لَمْ يُرِدِ اللَّهُ أَن يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ ۚ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ ۖ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ
37.     دوی به وغواړي چې د دوزخ له اوره ووځي، خو نه شي کولای چې له هغه بهر ووځي، او د هغوی لپاره دایمي عذاب دی.
38.    او د [نارینه] غله او د [ښځینه] غلې لاسونه د هغه عمل د سزا لپاره چې دواړو کړی دی پرې کړی، د الله له طرفه د تنبې لپاره، او  الله ډیر غالب دی ډیر حکمت والا دی.
39.     او څوک چې له ظلم [ګناه] روسته توبه وکړي او ځان اصلاح کړي، بیشکه الله يې توبه قبلوي، یقینا الله ښه بښوونکی دی تل رحم والا دی.
40.     ایا ته نه پوهیږې چې د اسمانونو او ځمکې باچايي د الله ده، هر چاته چې اراده وکړي عذاب ورکوي، او هرچاته چې وغواړي بښنه کوي، او الله په هرشي باندې قدرت لري.
41.     ای پیغمبره[محمد صلی الله علیه وسلم]، هغه کسان چې په کفر کې بیړه کوي تا غمجن نه کړي، هغه چې  پخپلو خولو وايي ''موږ مومنان یو'' خو ددوی زړونه ایمان نه لري، او ځينې له هغو کسانو چې یهودان دي د ستا د خبرو ډیر اوریدونکي دي،  دوی د دروغو لپاره اوریدونکي دي ‏[چې جاسوسي وکړي] بل قوم [د خیبر یهودو] ته ‏چې تاته نه دي راغلي، او دوی [په تورات کې] له خپلو ځایونو څخه کلمې اړوي [چې هلته الله ایښي دي]،  دوی [دخیبر یهودان] وايي ''که تاسې ته دا [ تحریف شوې خبرې] درکړل شي واېخلی او که تاسې ته دا [تحریف شوې کلمې] در نه کړل شي نو مه يې اخلی''،  او که الله وغواړی څوک ګمراه کړي هیڅکله به ته [ای محمد صلی الله علیه وسلم] د الله په وړاندې دا اختیار ونه لرې چې د هغه [ګمراه شوي] لپاره څه وکړې، دا هغه کسان دي چې الله اراده نه ده کړې چې ددوی زړونه پاک کړي، د هغوی لپاره په دنیا کې شرمنده ګي [ذلت] دی او دوی ته په اخرت کې لوی عذاب دی.

42. سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ ۚ فَإِنْ جَاءُوكَ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ ۖ وَإِنْ تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَنْ يَضُرُّوكَ شَيْئًا ۖ وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ
43. وَكَيْفَ يُحَكِّمُونَكَ وَعِنْدَهُمُ التَّوْرَاةُ فِيهَا حُكْمُ اللَّهِ ثُمَّ يَتَوَلَّوْنَ مِنْ بَعْدِ ذَٰلِكَ ۚ وَمَا أُولَٰئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ
44. إِنَّا أَنْزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ ۚ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُوا لِلَّذِينَ هَادُوا وَالرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُوا مِنْ كِتَابِ اللَّهِ وَكَانُوا عَلَيْهِ شُهَدَاءَ ۚ فَلَا تَخْشَوُا النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا ۚ وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ
45. وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالْأَنْفَ بِالْأَنْفِ وَالْأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ ۚ فَمَنْ تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَهُ ۚ وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ
42.     هغوي د دروغو د جوړولو[جاسوسۍ] لپاره غوږ باسي، حرام مال ډیر خوري، نو [ای محمد صلی الله علیه وسلم] که تاته راغلل ترمنځ يې پریکړه وکړه، یا ترې مخ واړوه، که ته له هغوی څخه مخ واړوې تاته هیڅ زیان نه شي رسولای، او که پریکړه دې کوله نو ددوی ترمنځ په عدالت پریکړه وکړه، یقینا الله عدل کوونکي خوښوي.
43.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم] او ‏ دوی به تا څرنګه منصف [حکم] وګرځوي چې له دوی سره تورات دی او په هغه کې د الله حکم شته دی،  له دې [د الله له حکم] روسته بیاهم دوی ترې مخ ګرځوي ، دوی هیڅ ایمان نه لري.
44.     بیشکه موږ تورات نازل کړی وو چې په هغه کې هدایت او رڼا [نور] وو، پیغمبران چې الله ته تسلیم وو په هغه [تورات] سره يې د یهودو لپاره پریکړې کولې او [همداراز] حکماوو او علماوو [په تورات پریکړې کولې]، او ددې لپاره چې هغوی د الله د کتاب ساتوونکي درول شوي وو  او په هغه شاهدان وو.  نو له خلکو مه ویریږه او له ما وویریږه او زما ایتونه ارزانه مه پلوره، او هرچا چې په هغه څه حکم ونه کړ چې الله نازل کړی دی نو دا کسان همدوی کافران دي.
45.     او موږ په هغه [تورات] کې هغوی [یهودو]ته لیکلي وو چې بیشکه نفس دې د بل نفس په بدل کې [ووژل شي] او سترګه دې د بلې سترګې په بدل کې [ړنده شي]، او پوزه دې د بلې پوزې په بدل کې [پرې کړی شي]، او غوږ دې د بل غوږ په بدل کې [پرې کړی شي]، او غاښ دې د بل غاښ په بدل کې [وویستلی شي]، او د ټولو ټپونو بدله برابره ده، نو هرچاچې دا قصاص عفوه کړ نو دا عفوه دده لپاره کفاره ده [ګناهونه يې پرې پاکېږي]، او هرچا چې په هغه څه حکم ونه کړ چې الله نازل کړی دی نو دا کسان ‏همدوی ‏ظالمان دي. 

46. وَقَفَّيْنَا عَلَىٰ آثَارِهِم بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ ۖ وَآتَيْنَاهُ الْإِنجِيلَ فِيهِ هُدًى وَنُورٌ وَمُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ
47. وَلْيَحْكُمْ أَهْلُ الْإِنجِيلِ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فِيهِ ۚ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ
48. وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ ۖ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ ۚ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَٰكِن لِّيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آتَاكُمْ ۖ فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ ۚ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ
49. وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ فَإِن تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَن يُصِيبَهُم بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ ۗ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ
50. أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ ۚ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ
46.     او له هغو پیغمبرانو څخه روسته موږ عیسی د مریم زوی ولیږه چې د تورات تصدیق کوونکی وو چې له ده مخکې نازل شوی وو، او موږ هغه ته انجیل ورکړ چې په هغه کې هدایت او رڼا [نور] وو چې د تورات تصدیق کوونکی وو چې له هغه [انجیل] مخکې نازل شوی وو چې د متقیانو لپاره هدایت او پند وو.
47.    او اهل انجیل [د انجیل خلک] دې په هغه شي پریکړه وکړي چې الله په هغه [انجیل] کې نازل کړي دي، او هرچا چې په هغه څه حکم ونه کړ چې الله نازل کړی دی نو دا کسان ‏‏همدوی ‏نافرمانه[فاسقان] دي.
48.     او موږ کتاب [قران] په تا په حقه سره نازل کړی دی چې د مخکینو کتابونو تصدیق کوونکی دی او د هغوی [د مضامینو] ساتوونکی دی، نو [ای محمد صلی الله علیه وسلم] ددوی [اهل کتابو] ترمنځ په هغه شي حکم کوه چې الله په تا نازل کړی دی او ددوی د هیلو [ارزګانو] پیروي مه کوه، او له هغه شي [مه اوړه] چې تاته په حقه سره راغلي دي. له تاسې څخه هرچاته [هر امت ته] موږ یو اصول [شریعت] او یوه روښانه لاره ټاکلې [مقرر کړې] ده، او که الله اراده کړې وای نو ارومرو به يې تاسې یو امت ګرځولي وی خو ددې لپاره يې [بیل بیل امتونه ولیږل] چې تاسې په هغه څه کې وازمايي چې تاسې ته  يې درکړی دی، د الله طرفته د ستاسې ټولو بیرته ورتګ دی نو [د قیامت په ورځ] به تاسې له هغه څه خبر کړي چې تاسې به په کې اختلاف کاوو.
49.     او ددوی ترمنځ په هغه شي حکم کوه چې الله نازل کړی دی، او ددوی د هیلو [ارزوګانو] پیروي مه کوه، او له دوی لرې اوسه چې د ځینو هغو شیانو په اړه تا په فتنه کې وا نه چوي چې الله په تا نازل کړي دي، نو که دوی [د قران له حکمونو څخه] وګرځیدل نو پوه شه چې الله اراده لري چې د دوی د ځینو ګناهونو له کبله دوی ته [په دنیا کې] سزا ورکړي، او بیشکه ډیری خلک نافرمان [فاسقان] دي.  
50.     نو ایا دوی د جاهلیت [د زمانې] د حکم ارمان کوي [چې د الله له فرمان څخه سرغړونه کوي]؟  ایا د حکم له پلوه له الله څخه بل څوک ښه دي هغه قوم ته چې یقین لري؟

51. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
52. فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَىٰ أَن تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ ۚ فَعَسَى اللَّهُ أَن يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِّنْ عِندِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا أَسَرُّوا فِي أَنفُسِهِمْ نَادِمِينَ
53. وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا أَهَٰؤُلَاءِ الَّذِينَ أَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ ۙ إِنَّهُمْ لَمَعَكُمْ ۚ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَأَصْبَحُوا خَاسِرِينَ
54. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ ۚ ذَٰلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ
55. إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ
56. وَمَن يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ
57. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
51.     ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی، یهود او نصارا  د دوستان په توګه مه نیسئ، دوی د یو بل دوستان دي، او له تاسې څخه که څوک له هغوی سره دوستي وکړي له هغوی څخه دی، بیشکه الله ظالم قوم ته هدایت نه کوي.
52.    نو هغه کسان چې په زړونو کې يې ناروغي ده،  ته دوی ګورې چې له هغوی سره [د دوستۍ په جوړولو کې] بیړه کوي او وايي ''ویریږو چې موږ ته څه زیان ونه رسوي''، نو نژدې ده چې مسلمانانو ته الله بری ورکړي یا له خپل نزده کومه بل امر، بیابه دوی د هغه څه په اړه پښیمانه وي چې دوی پخپلو زړونو کې پټول.
53.     او وايي به هغوی چې ایمان لري، ایا دوی [منافقان] هغه دي چې په زښت ډیر ټینګار سره يې په الله قسمونه خوړل چې یقینا دوی له تاسې سره دي،  ددوی اعمال تباه شول او دوی زیانکاران شول.
54.     ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی، له تاسې څخه چې هرڅوک له خپل دین څخه واوړي الله به ددوی په ځای بل قوم راولي چې الله به ورسره مینه لري او هغوی به له الله سره مینه لري هغه قوم چې د مومنانو په وړاندې به نرمي کوونکی وي او د کافرانو په وړاندې به سخت [غښتلي] وي، د الله په لار کې به جهاد کوي او د هیڅ ملامت کوونکي له ملامتیا څخه به نه ویریږي، داد الله فضل دی هرچاته چې وغواړي دا فضل ورکوي، او د الله [فضل او رحمت] پراخ  دی او ډیر پوه دی.
55.     بیشکه الله ستاسې دوست دی او دده رسول [محمد صلی الله علیه وسلم] او هغه کسان [ستاسې دوستان دي] چې مومنان دي، دا هغه کسان دي چې لمونځ سم ادا کوي، او زکات ورکوي او دوی رکوع کوونکي دي.
56.    او هرڅوک چې له الله او دده له رسول [محمدصلی الله علیه وسلم] او له هغو کسانو سره چې ایمان يې راوړی دی ملګرتیا وکړي نو بیشکه د الله ډله همدوی برلاسي [غالب] دي.
57.     ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی!، هغو کسانو چې ستاسې دین په ټوکو او مسخرو نیولای دی، له هغو کسانو څخه چې مخکې له تاسې دوی ته کتاب ورکړی شوی دی او کافران ملګري مه نیسئ، له الله وویریږئ که تاسې مومنان یاست.

58. وَإِذَا نَادَيْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ اتَّخَذُوهَا هُزُوًا وَلَعِبًا ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ
59. قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ هَلْ تَنقِمُونَ مِنَّا إِلَّا أَنْ آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلُ وَأَنَّ أَكْثَرَكُمْ فَاسِقُونَ
60. قُلْ هَلْ أُنَبِّئُكُم بِشَرٍّ مِّن ذَٰلِكَ مَثُوبَةً عِندَ اللَّهِ ۚ مَن لَّعَنَهُ اللَّهُ وَغَضِبَ عَلَيْهِ وَجَعَلَ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ وَعَبَدَ الطَّاغُوتَ ۚ أُولَٰئِكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضَلُّ عَن سَوَاءِ السَّبِيلِ
61. وَإِذَا جَاءُوكُمْ قَالُوا آمَنَّا وَقَد دَّخَلُوا بِالْكُفْرِ وَهُمْ قَدْ خَرَجُوا بِهِ ۚ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا كَانُوا يَكْتُمُونَ
62. وَتَرَىٰ كَثِيرًا مِّنْهُمْ يُسَارِعُونَ فِي الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ ۚ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
63. لَوْلَا يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ عَن قَوْلِهِمُ الْإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ ۚ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَصْنَعُونَ
64. وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ ۚ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُوا بِمَا قَالُوا ۘ بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ ۚ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا ۚ وَأَلْقَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ۚ كُلَّمَا أَوْقَدُوا نَارًا لِّلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللَّهُ ۚ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا ۚ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ
58.     او کله چې تاسې د لمانځه لپاره اذان وکړی، دوی ورباندې ټوکې او ملنډې وهي، او دا ددې لپاره چې دوی عقل نه لري.
59.    [ای محمد صلی الله علیه وسلم] ووایه،  ای اهل کتابو، ایا تاسې له موږ سره کینه کوی خو ددې لپاره چې موږ په الله ایمان راوړی دی او په هغه کتاب چې موږ ته لیږل شوی دی او په هغو [کتابونو] چې له دې مخکې لیږل شوي دي، او په تاسې [اهل کتابو] کې ډیری فاسقان دي. 
60.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم] ووایه، ایا تاسې له دې خبر کړم چې څوک د الله په نزد د جزا له پلوه ډیر بد دی، هغه څوک چې الله په هغه لعنت کړی دی او الله په هغه غضب کړی دی او  ځینې له دوی يې بیزګان ګرځولي او ځینې [له دوی یې] خینزیران ګرځولي او هغه کسان چې د طاغوت [شیطان] بندګي کوي، د دوی ځای ځایګی بد دی  او له سمې نیغې لارې ډیر لرې دي.
61.     او کله چې دوی تاسې ته راځي وايي موږ ایمان راوړی دی حال داچې له کفر سره راننوځي [زړونه يې له کفر ډک دي] او یقینا له کفر سره بهر وځي، او الله په هغه څه پوهیږي چې دوی يې پخپلو زړونو کې پټوي.
62.     او ته ډیری ددوی ګورې چې د ګناه په کولو او د تیري [تجاوز] په کولو او دحرام مال په خوړولو کې بیړه کوي، څه بد عمل دی چې دوی يې ترسره کوي.
63.    ددوی مشایخ او علماء ولې د ګناه له خبرو او حرامو له خوړولو څخه  هغوی نه منع کوي، څه بد کار دی چې دوی يې کوي.
64.     او یهودان وايي ''د الله لاس بند کړی شوی دی''، تړلي دې وي  لاسونه، او د هغه څه له کبله په دوی لعنت کړی شوی دی چې دوی يې وايي. بلکې د الله دواړه لاسونه غځیدلي دي هرچاته چې هرډول اراده وکړي روزي ورکوي، او دغه ایت [قران] چې په تا نازل کړی شوی دی ددوی سرغړونه او کفر ډیروي، موږ ددوی ترمنځ تر قیامته پورې دښمني او کینه غورځولې ده، کله چې دوی د جګړو اور بلوي، الله هغه [اور] غلی کوي، او دوی په ځمکه کې د فساد لپاره منډې ترړې وهی، او الله فسادکوونکي نه خوښوي.

65. وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْكِتَابِ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَكَفَّرْنَا عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَأَدْخَلْنَاهُمْ جَنَّاتِ النَّعِيمِ
66. وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْهِم مِّن رَّبِّهِمْ لَأَكَلُوا مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِم ۚ مِّنْهُمْ أُمَّةٌ مُّقْتَصِدَةٌ ۖ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ سَاءَ مَا يَعْمَلُونَ
67. يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ۖ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ ۚ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ
68. قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَسْتُمْ عَلَىٰ شَيْءٍ حَتَّىٰ تُقِيمُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ ۗ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا ۖ فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
69. إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالصَّابِئُونَ وَالنَّصَارَىٰ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
70. لَقَدْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَأَرْسَلْنَا إِلَيْهِمْ رُسُلًا ۖ كُلَّمَا جَاءَهُمْ رَسُولٌ بِمَا لَا تَهْوَىٰ أَنفُسُهُمْ فَرِيقًا كَذَّبُوا وَفَرِيقًا يَقْتُلُونَ
65.     او که اهل کتابو ایمان راوړی وای او تقوا يې خپله کړې وای، نو موږ به يې ګناهونه لرې کړي وو او موږ به دوی د نعمتونو په باغونو [جنت] کې داخل کړي وو.
66.    او که دوی تورات او انجیل او هغه څه چې ددوی د رب له خوا هغوی ته نازل کړی شوي وو ټینګ نیولي وای [عمل يې پرې کړی وای] نو دوی به له پاسه [له اسمانه] او د خپلو پښو له لاندې [له ځمکې روزي] خوړله، په دوی کې ځینې منځلاري دي او ډیری یې بد کارونه دي  چې دوی يې کوي.
67.     ای رسوله [محمد صلی الله علیه وسلم] هغه څه ورسوه [خلکو ته يې بیان کړه] چې ستا د رب له خوا په تا نازل شوي دي، او که دادې ونه کړل نو تا دده هیڅ پیغام نه دی رسولی، او الله تا د خلکو [له شره] ساتي او بیشکه الله د کافرانو قوم ته سمه نیغه لاره نه ښي.
68.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم] دوی ته ووایه، ای اهل کتابو، تاسې په هیڅ شي نه یاست ولاړ ترهغې چې د تورات او انجیل [په احکامو] عمل ونه کړی او هغه چې ستاسې د رب له خوا تاسې ته نازل کړی شوی دی، او  [ای محمد صلی الله علیه وسلم]هغه څه چې ستا د رب له خوا په تا نازل کړی شوي دي دهغوی کفر او سرکشي ډیروي، نو د کافرانو په قوم مه خپه کېږه.
69.     بیشکه هغو کسانو چې ایمان راوړی دی او هغه کسان چې یهودان دي، او صایبین دي یا نصارا دي [او ایمان يې راوړی دی]، یقینا هرڅوک چې په الله ایمان راوړي او د قیامت په ورځ ایمان راوړي او نیک کارونه وکړي نو په دوی [هیڅ ډول] ویره نشته او نه به دوی خپه کېږي.
70.    بیشکه موږ د اسرایل له اولادې څخه کلکه ژمنه اخیستې ده او موږ دوی ته رسولان [پیغمبران] ورلیږلي دي، کله چې به له هغه څه سره دوی ته یو رسول ورغی چې ددوی نفسونو به نه خوښول، یو شمیر پیغمبران [موسی او عیسی] يې دروغجن وبلل او یو شمیر نور [زکریا او یحیی] يې قتل کړل.

71. وَحَسِبُوا أَلَّا تَكُونَ فِتْنَةٌ فَعَمُوا وَصَمُّوا ثُمَّ تَابَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ ثُمَّ عَمُوا وَصَمُّوا كَثِيرٌ مِّنْهُمْ ۚ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ
72. لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ ۖ وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ ۖ إِنَّهُ مَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ ۖ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ
73. لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ ثَالِثُ ثَلَاثَةٍ ۘ وَمَا مِنْ إِلَٰهٍ إِلَّا إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۚ وَإِن لَّمْ يَنتَهُوا عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
74. أَفَلَا يَتُوبُونَ إِلَى اللَّهِ وَيَسْتَغْفِرُونَهُ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
75. مَّا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ ۖ كَانَا يَأْكُلَانِ الطَّعَامَ ۗ انظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الْآيَاتِ ثُمَّ انظُرْ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ
76. قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا ۚ وَاللَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
71.     او دوی ګڼله چې هیڅ ازمیښت [یا عذاب] نشته دی نو ړانده او کاڼه شول، بیايي توبه وکړه او الله ددوی توبه قبوله کړه، بیايي ډیری ړانده او کاڼه شول، او الله هغه څه ګوري چې دوی يې کوي.
72.    یقینا هغو کسانو کفر وکړ چې وېویل الله هماغه مسیح د مریم زوی دی، او مسیح وویل ای د اسرایل اولادې د الله عبادت وکړی چې زما رب دی او ستاسې رب دی، یقینا څوک چې له الله سره شریک ونیسي یقینا الله په هغه باندې جنت حرام کړی دی، او د هغه ځای دوزخ دی، او د ظالمانو لپاره کوم مرستندوی نشته دی.
73.     هغوکسانو یقیناکفر وکړ چې وېویل '' الله په دریو کې یو دی''. بل معبود نشته مګر یوازې یو معبود دی ، او که هغه څه پرېنږدي چې دوی يې وايي نو کافرانو ته يې ارومرو سخت عذاب رسیدونکی دی.
74.     نو ایا دوی الله ته نه راګرځي او له هغه څخه بښنه نه غواړي؟، او الله ډير بښوونکی دی تل رحم والا دی.
75.     مسیح د مریم زوی نه وو مګر یو رسول وو، له دې مخکې نور رسولان تیر شوي دي، او د هغه مور رښتیاوېوونکې [او د حق ملاتړې] وه، دوی دواړو خواړه خوړل، وګوره چې موږ څنګه دوی ته نښې ښکاره کوو، او بیا وګوره چې دوی له حق څخه څنګه کږیږي [یا له حق څخه لرې کېږي].
76.    [ای محمد صلی الله علیه وسلم] ووایه، ایا د الله په ځای دداسې شي عبادت کوی چې تاسې ته نه ګټه رسوي او نه زیان، او الله ښه اوریدونکی دی ډیر پوه دی.

77. قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعُوا أَهْوَاءَ قَوْمٍ قَدْ ضَلُّوا مِن قَبْلُ وَأَضَلُّوا كَثِيرًا وَضَلُّوا عَن سَوَاءِ السَّبِيلِ
78. لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَىٰ لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُوا يَعْتَدُونَ
79. كَانُوا لَا يَتَنَاهَوْنَ عَن مُّنكَرٍ فَعَلُوهُ ۚ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ
80. تَرَىٰ كَثِيرًا مِّنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا ۚ لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنفُسُهُمْ أَن سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ
81. وَلَوْ كَانُوا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالنَّبِيِّ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَاءَ وَلَٰكِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ
82. لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا ۖ وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُم مَّوَدَّةً لِّلَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَىٰ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَانًا وَأَنَّهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ
77.     ای محمد صلی الله علیه وسلم ووایه، ای اهل کتابو پخپل دین کې په ناحقه توګه له حده تیریدل [غلو] مه کوئ او دداسې خلکو د هوسونو پيروي مه کوی چې وار له مخه ګمراه دي او ډیر نور يې ګمراه کړي دي او له سیده لارې څخه بېلارې شوي دي.
78.    دداود او عیسی بن مریم په ژبه د اسرایل د اولادې پر کافرانو لعنت وشو، دا ددې لپاره چې دوی نافرماني وکړه او تیری يې وکړ.
79.     دوی [به] یو بل له بدو کارونو [له منکراتو] څخه نه راګرځول چې دوی ترسره کول، څومره بد وو هغه څه چې دوی کول.
80.     ته ددوی ډیری ګورې چې له کافرانو سره دوستي کوي، څومره بد دي هغه څه چې ددوی نفسونو مخکې لیږلي دي چې [له کبله يې] الله په دوی غضب کړی دی،  او دوی به په دایمي عذاب کې پاتې وي.
81.     او که دوی  په الله او په رسول او هغه څه چې په هغه [پیغمبر] نازل شوي دي ایمان راوړی وای هیڅکله يې هغوی [کافران] ددوستانو په توګه نه نیول، خو ددوی ډیری فاسقان [نافرمانه او بدکاره] دي.
82.    [ای محمد صلی الله علیه وسلم] ته به یقینا د ټولو خلکو له منځه د مومنانو سخترینه دښمنان یهود او مشرکان ومومې، او د ټولو خلکو له منځه به د مومنانو دوستان هغه څوک ومومې چې دوی وایي ''موږ نصارا یو''، داددې لپاره چې په دوی کې عالمان او مشایخ دي او دوی [دحق په منلو کې] تکبر نه کوي.
      _______________________________
اووم جز

دسورة المایدة له 83 ایت څخه تر 120 ایت پورې ، او د سورة الانعام له  1 ایت څخه تر 110 ایت پورې

83. وَإِذَا سَمِعُوا مَا أُنزِلَ إِلَى الرَّسُولِ تَرَىٰ أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُوا مِنَ الْحَقِّ ۖ يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ
84. وَمَا لَنَا لَا نُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَمَا جَاءَنَا مِنَ الْحَقِّ وَنَطْمَعُ أَن يُدْخِلَنَا رَبُّنَا مَعَ الْقَوْمِ الصَّالِحِينَ
85. فَأَثَابَهُمُ اللَّهُ بِمَا قَالُوا جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ وَذَٰلِكَ جَزَاءُ الْمُحْسِنِينَ
86. وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ
87. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحَرِّمُوا طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ
88. وَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلَالًا طَيِّبًا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي أَنتُم بِهِ مُؤْمِنُونَ
89. لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَٰكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا عَقَّدتُّمُ الْأَيْمَانَ ۖ فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ ۖ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ ۚ ذَٰلِكَ كَفَّارَةُ أَيْمَانِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ ۚ وَاحْفَظُوا أَيْمَانَكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
83.     او کله چې دوی هغه څه اوري چې په رسول نازل شوي دي، ته ددوی سترګې ګورې چې اوښکې ترې بهیږي، ددې لپاره چې دوی حق پیژندلی دی، او دوی وايي ای زموږ ربه، موږ ایمان راوړی دی، نو موږ د شاهدانو په ډله کې ولیکه.
84.    او ولې به موږ په الله ایمان نه راوړو او هغه څه چې له حق څخه موږ ته راغلي دي په داسې حال کې چې موږ هیله لرو چې زموږ رب به موږ له نیکي کوونکو سره [په جنت کې] داخل کړي.
85.     نو الله دوی ته د هغه څه لپاره چې وېویل د جنتونو انعام ورکړ چې [د ونو او ماڼیو] لاندې يې ویالې بهیږي، او دوی به هلته د تل لپاره وي، او همدا د نیکي کوونکو اجر دی.
86.     او هغو کسانو چې کفر وکړ او زموږ ایتونه يې دروغ وبلل هغوی د دوزخ ملګري دي.
87.     ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی، هغه پاک شیان چې الله تاسې ته حلال کړي دي [په ځان] مه حراموئ، او له حده تیری مه کوئ، بیشکه الله له حده تیري کوونکي نه خوښوي.
88.    او له هغو حلالو او پاکو شیانو څخه يې خورئ چې الله تاسې ته درکړي دي، او له هغه الله وویریږئ چې تاسې پرې ایمان لرونکي یاست.
89.     الله دستاسې په بې ارادې قسمونو تاسې نه نیسي، خو د ستاسې د ټینګو قسمونو له کبله تاسې نیسي [که د خپل قسم خلاف وکړی]، نو ددې کفاره لس بیوزلو [مسکینانو] ته د هغې منځنۍکچې ډوډۍ ورکړه ده چې تاسې يې پخپلو کورنيو خوری، یا هغوی ته جامې ورکړی یا یو غلام ازاد کړی، که څوک [هیڅ یو له دې] ونه مومي نو درې روزې دې ونیسي، دا ستاسې د قسمونو کفاره ده، کله چې تاسې قسم وخوړ بیايې ساتنه وکړئ، په دې توګه الله خپل ایتونه تاسې ته په څرګند ډول بیانوي که تاسې شکر وباسی.
90. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
91. إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ
92. وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَاحْذَرُوا ۚ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا عَلَىٰ رَسُولِنَا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ
93. لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُوا إِذَا مَا اتَّقَوا وَّآمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ثُمَّ اتَّقَوا وَّآمَنُوا ثُمَّ اتَّقَوا وَّأَحْسَنُوا ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ
94. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَيَبْلُوَنَّكُمُ اللَّهُ بِشَيْءٍ مِّنَ الصَّيْدِ تَنَالُهُ أَيْدِيكُمْ وَرِمَاحُكُمْ لِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَخَافُهُ بِالْغَيْبِ ۚ فَمَنِ اعْتَدَىٰ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ
95. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْتُلُوا الصَّيْدَ وَأَنتُمْ حُرُمٌ ۚ وَمَن قَتَلَهُ مِنكُم مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاءٌ مِّثْلُ مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ يَحْكُمُ بِهِ ذَوَا عَدْلٍ مِّنكُمْ هَدْيًا بَالِغَ الْكَعْبَةِ أَوْ كَفَّارَةٌ طَعَامُ مَسَاكِينَ أَوْ عَدْلُ ذَٰلِكَ صِيَامًا لِّيَذُوقَ وَبَالَ أَمْرِهِ ۗ عَفَا اللَّهُ عَمَّا سَلَفَ ۚ وَمَنْ عَادَ فَيَنتَقِمُ اللَّهُ مِنْهُ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ
90.     ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی، بیشکه شراب او قمار او بتان او [د پال] غشي پلیت دي، د شیطان له کارونو څخه دي، نو له دې څخه ځان وساتی ښايي چې بریالي شی.
91.     یقینا د شرابو [د څښلو] او د قمار [د کولو] له لارې ‏شیطان غواړي چې ستاسې ترمنځ دښمني او کینه واچوي، او تاسې د الله له یادولو او له لمانځه څخه واړوي، نو ایا تاسې [له شرابو او قمار څخه] منع کیدونکي یاست؟
92.     او د الله اطاعت وکړئ او د رسول [محمد صلی الله علیه وسلم]اطاعت وکړئ، او [له نافرمانۍ څخه] ځان وساتی، نو که تاسې مخ وګرځاوو [که تاسې د الله حکم ته او د رسول سنتو ته شا کړه]، نو پوه شی چې زموږ په رسول باندې یوازې د پیغام ښکاره رسونه ده.
93.      هغو کسانو چې ایمان راوړی دی او ښایسته کارونه يې کړي دي د هغه څه له کبله په دوی څه ګناه نشته چې دوی خوړلي دي که له الله وویریږي او ځان وساتي، او ایمان راوړي او نیک کارونه وکړي، بیا له الله وویریږي او ایمان راوړي، او بیا له الله وویریږي او نیک کارونه وکړي، او الله نیکي کوونکي خوښوي.
94.     ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی، الله تاسې له ښکارڅخه په هغه څه ازمايي چې ستاسې لاسونه او نیزې ورسیږي چې الله دا مالومه کړي چې څوک ترې په نالیدلي [په غیب] ویریږي، نوکه هرڅوک له دې روسته تیری وکړي د هغه لپاره سخت عذاب دی.
95.    ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی، د احرام په حال کې ښکار مه وژنئ، او هرڅوک چې قصدا هغه [ښکار] ووژني، باید له څارویو څخه هغه ته د ورته [څاروي] کفاره ورکړي خو چې دوه عادل کسان يې [ورته والی] تصدیق کړي، او د قرباني په توګه دې کعبې ته ورسوي یا دې [د قرباني په ځای کې]د مسکینانو [بیوزلو] خواړه کړي یا دې ددې هومره روزې ونیسي چې د خپل عمل سزا وڅکي، او کوم شیان چې مخکې شوي دي هغه الله معاف کړي دي، او که بیا څوک داسې کار وکړي نو الله به له هغه انتقام واخلي، او الله ډیر غالب او انتقام اخیستوونکی دی.

96. أُحِلَّ لَكُمْ صَيْدُ الْبَحْرِ وَطَعَامُهُ مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ ۖ وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ الْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا ۗ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ
97. جَعَلَ اللَّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ وَالْهَدْيَ وَالْقَلَائِدَ ۚ ذَٰلِكَ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
98. اعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ وَأَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
99. مَّا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ
100. قُل لَّا يَسْتَوِي الْخَبِيثُ وَالطَّيِّبُ وَلَوْ أَعْجَبَكَ كَثْرَةُ الْخَبِيثِ ۚ فَاتَّقُوا اللَّهَ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
101. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِن تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِن تَسْأَلُوا عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللَّهُ عَنْهَا ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ
102. قَدْ سَأَلَهَا قَوْمٌ مِّن قَبْلِكُمْ ثُمَّ أَصْبَحُوا بِهَا كَافِرِينَ
103. مَا جَعَلَ اللَّهُ مِن بَحِيرَةٍ وَلَا سَائِبَةٍ وَلَا وَصِيلَةٍ وَلَا حَامٍ ۙ وَلَٰكِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ ۖ وَأَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ
96.     د سیند ښکار او د هغه خواړه ستاسې او د مساپرو د ګټې لپاره حلال کړی شوي دي، او د بیدیا [وچې] ښکار تر هغې چې په احرام کې یاست په تاسې حرام دی، او له الله وویریږئ چې د هغه طرفته به راغونډ کړی شی.
97.    الله کعبه د خلکو د ولاړې [قیام] لپاره د امن کور [بیت الحرام] ګرځولې ده او حرامه میاشت، او کعبې ته نذر شوي [بې نښې] او نښه لرونکي قرباني، ددې لپاره چې تاسې پوه شی چې الله په هر هغه شي پوه دی چې په اسمانونو کې دي او په هر هغه شي [پوه دی] چې په ځمکه کې دي، او یقینا الله په هر شي باندې پوه دی.
98.     تاسې پوه شئ چې یقینا الله د عذاب په ورکولو کې ډیر سخت دی، او یقینا الله ډیر بښوونکی دی تل رحم والا دی.
99.     زما په رسول نه دی مګر د پيغام رسونه ده، او الله په هغه شي پوه دی چې تاسې يې ښکاره کوی او په هغه شي [پوه دی] چې تاسې يې پټوی.
100.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته] ووایه، ناپاک [خبیث] او پاک [طیب] نه برابریږي، که څه هم تاته د ناپاک [خبیث] ډیروالی درښکاره شي، نو ای د عقل خاوندانو له الله وویریږئ چې تاسې بریالي شی.
101.    ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی، د هغو شیانو په اړه پوښتنه مه کوئ چې که [ځوابونه يې] تاسې ته ښکاره شي نو تاسې به خپه کړي، او که د قران د نازلیدو پرمهال د هغو په اړه پوښتنه وکړی نو تاسې ته به ښکاره شي، د هغو پوښتنو په اړه الله تاسې ته بښنه کړې ده، او الله ډیر بښوونکی او  بردباره [حلیم] دی.
102.     بیشکه له تاسې مخکې یوې ډلې دغه پوښتنې وکړې، بیا [چې کله يې ځواب ترلاسه کړ] پرې کافر شول.
103.    الله نه دي روا کړي هیڅ بحیره او نه سایبه او نه وصیله او نه حام، خو هغه کسان چې کافران شوي دي د الله په اړه دروغ وايي، او له دوی څخه ډیری يې عقل نه لري.
104. إِلَّا الَّذِينَ عَاهَدتُّم مِّنَ الْمُشْرِكِينَ ثُمَّ لَمْ يَنقُصُوكُمْ شَيْئًا وَلَمْ يُظَاهِرُوا عَلَيْكُمْ أَحَدًا فَأَتِمُّوا إِلَيْهِمْ عَهْدَهُمْ إِلَىٰ مُدَّتِهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ
105. فَإِذَا انسَلَخَ الْأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَاحْصُرُوهُمْ وَاقْعُدُوا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ ۚ فَإِن تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَخَلُّوا سَبِيلَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
106. وَإِنْ أَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّىٰ يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْلَمُونَ
107. كَيْفَ يَكُونُ لِلْمُشْرِكِينَ عَهْدٌ عِندَ اللَّهِ وَعِندَ رَسُولِهِ إِلَّا الَّذِينَ عَاهَدتُّمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۖ فَمَا اسْتَقَامُوا لَكُمْ فَاسْتَقِيمُوا لَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ
108. كَيْفَ وَإِن يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ لَا يَرْقُبُوا فِيكُمْ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً ۚ يُرْضُونَكُم بِأَفْوَاهِهِمْ وَتَأْبَىٰ قُلُوبُهُمْ وَأَكْثَرُهُمْ فَاسِقُونَ
104.     له مشرکانو څخه د هغو کسانو پرته چې له هغوی سره تاسې تړون کړی دی او هغوی په کې څه کمی نه دی کړی او ستاسې پخلاف يې د چا ملاتړ نه دی کړی، نو دهغوی تړون تر ټاکلې مودې بشپړ کړئ، یقینا الله تقوا لرونکي خوښوي[تقوالرونکي یانې هغه کسان چې له الله ویریږي].
105.    نو کله چې حرامې میاشتې پایته ورسیدې هرځای چې تاسې مشرکان وموندل وېوژنئ، او هغوی ونیسئ، او هغوی کلابند [محاصره] کړئ، او د یرغل په هره مورچه کې هغوی ته  په لاره کې  انتظار کینی ‏[کمین ورته ونیسئ]‏، خو که توبه يې وکړه او لمونځ يې ادا کړ او زکات يې ورکړ نو هغوی پریږدئ چې لاړ شي، یقینا الله ډیر بښوونکی دی تل رحم والا دی.
106.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم] او که یو له مشرکانو څخه له تا پنا وغواړي نو هغه ته پنا ورکړه تردې چې د الله کلام واوري، بیايي خپل خوندي ځای ته ورسوه،  ددې لپاره چې هغوی داسې یوه ډله ده چې نه پوهیږي.
107.     د الله او د هغه د رسول په نزد به د مشرکانو لپاره څرنګه کوم تړون وي، خو هغه کسان چې تاسې ورسره د مسجد الحرام ترڅنګ تړون وکړ، ترهغې چې هغوی خپل تړون ته ژمن پاتې شول، تاسې هم ژمن اوسئ، یقینا الله تقوا لرونکي خوښوي.
108.     څرنګه [به تړون وي] حال داچې که هغوی په تاسې برلاسي شي، نه د خپلوۍ رعایت کوي او نه د کوم تړون، هغوی پخپلو ژبو سره تاسې ته ډاډ درکوي خو ددوی زړونه يې نه مني، او ډیری يې نافرمانه [فاسقان] دي.
109. يَوْمَ يَجْمَعُ اللَّهُ الرُّسُلَ فَيَقُولُ مَاذَا أُجِبْتُمْ ۖ قَالُوا لَا عِلْمَ لَنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ
110. إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَىٰ وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا ۖ وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ ۖ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي ۖ وَتُبْرِئُ الْأَكْمَهَ وَالْأَبْرَصَ بِإِذْنِي ۖ وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوْتَىٰ بِإِذْنِي ۖ وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَنكَ إِذْ جِئْتَهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ إِنْ هَٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ
111. وَإِذْ أَوْحَيْتُ إِلَى الْحَوَارِيِّينَ أَنْ آمِنُوا بِي وَبِرَسُولِي قَالُوا آمَنَّا وَاشْهَدْ بِأَنَّنَا مُسْلِمُونَ
112. إِذْ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ هَلْ يَسْتَطِيعُ رَبُّكَ أَن يُنَزِّلَ عَلَيْنَا مَائِدَةً مِّنَ السَّمَاءِ ۖ قَالَ اتَّقُوا اللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
113. قَالُوا نُرِيدُ أَن نَّأْكُلَ مِنْهَا وَتَطْمَئِنَّ قُلُوبُنَا وَنَعْلَمَ أَن قَدْ صَدَقْتَنَا وَنَكُونَ عَلَيْهَا مِنَ الشَّاهِدِينَ
109.     هغه ورځ چې الله رسولان راغونډ کړي نو دوی ته به ووايي [د حق په دعوت کې] تاسې ته څه ځواب درکړل شو؟ دوی به ووايي له موږ سره پوهه نشته، [ای زموږ ربه] بیشکه داخو ته يې چې په غیب باندې پوهیږې.
110.    [هغه ورځ به] الله ووايي، ای عیسی د مریم زویه! زما هغه نعمت په زړه کړه چې تاته او ستا مور ته مې درکړی وو، کله چې ما په روح القدوس [جبریل علیه السلام] ستا ملاتړ وکړ، او تا په زانګو کې او په لویوالي کې له خلکو سره خبرې وکړې، او هغه وخت چې ما تاته کتاب او حکمت او تورات او انجیل وښوول، او هغه وخت چې تا زما په حکم له خټې یو شی د الوتونکي په څیرجوړول او په هغې کې دې پوکی کاوو او زما په حکم [ژوندی] الوتوونکی کیده، او له موره زیږیدلي ړانده او د پیڅ ناروغانو دې زما په حکم جوړول، او کله چې تا زما په حکم مړي [له قبر څخه ژوندي] راپورته کول، او هغه وخت چې ما د اسراییل د اولادې مخنیوی وکړ له دې چې تاته زیان ورسوي کله چې ته له ښکاره دلایلو سره دوی ته ورغلې، نو له دوی څخه هغه کسان چې کافران شول وېویل، دا نه دي خو ښکاره سحر [کوډې] دي.
111.     او هغه وخت چې ما حواریونو ته وحیه وکړه چې په ما ایمان راوړی او زما په رسول ایمان راوړی، دوی وویل، موږ ایمان راوړ، نو شاهد اوسه چې یقینا موږ مسلمانان یو.
112.     هغه وخت چې حواریونو وویل ای عیسی د مریم زویه، ایا ستا رب کولای شي چې موږ ته له اسمانه د خوراک ډک یو دسترخوان راولیږي، [عیسی بن مریم علیه السلام] وویل له الله وویریږئ که مومنان یاست.
113.     دوی[حواریونو] وویل، موږ غواړو چې له دې يې وخورو او زموږ زړونه په دې ډاډه شي او پوه شو چې تا موږ ته رښتیا ویلي دي او په دې باندې له شاهدانو څخه واوسو.
114. قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا أَنزِلْ عَلَيْنَا مَائِدَةً مِّنَ السَّمَاءِ تَكُونُ لَنَا عِيدًا لِّأَوَّلِنَا وَآخِرِنَا وَآيَةً مِّنكَ ۖ وَارْزُقْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ
115. قَالَ اللَّهُ إِنِّي مُنَزِّلُهَا عَلَيْكُمْ ۖ فَمَن يَكْفُرْ بَعْدُ مِنكُمْ فَإِنِّي أُعَذِّبُهُ عَذَابًا لَّا أُعَذِّبُهُ أَحَدًا مِّنَ الْعَالَمِينَ
116. وَإِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَٰهَيْنِ مِن دُونِ اللَّهِ ۖ قَالَ سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ ۚ إِن كُنتُ قُلْتُهُ فَقَدْ عَلِمْتَهُ ۚ تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَلَا أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ ۚ إِنَّكَ أَنتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ
117. مَا قُلْتُ لَهُمْ إِلَّا مَا أَمَرْتَنِي بِهِ أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ ۚ وَكُنتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا مَّا دُمْتُ فِيهِمْ ۖ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِي كُنتَ أَنتَ الرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ ۚ وَأَنتَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ
118. إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ ۖ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
119. قَالَ اللَّهُ هَٰذَا يَوْمُ يَنفَعُ الصَّادِقِينَ صِدْقُهُمْ ۚ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۚ رَّضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ
120. لِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا فِيهِنَّ ۚ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
114.     عیسی د مریم زوی وویل، یا الله، موږ ته له اسمانه د خوړو ډک یو دسترخوان راولیږه چې زموږ لومړنیو او زموږ روستنیو ته اختر [عید] شي او ستا له خوا یوه نښه وي، او موږ ته روزي راکړه، او د روزي ورکوونکو غوره [بهترین] ته يې.
115.    الله وفرمایل، زه به هغه[دسترخوان] په تاسې نازل کړم، خو که ستاسې له منځه له دې روسته چا کفر وکړ نو داسې سخت عذاب به ورکړم چې په کوم سره ما په [ټولو]جهانونوکې هیچاته عذاب نه دی ورکړی.
116.     او هغه وخت چې الله به وفرمايي، ای عیسی د مریم زویه، ایا تا خلکو ته ویلي وو چې د الله ترڅنګ ما او زما مور ‏د معبودانو په توګه ونیسی؟ هغه [عیسی بن مریم علیه السلام] به ووايي، [ای زما ربه] پاکي ستا لپاره ده، دا زما لپاره نه ښايي چې هغه څه ووایم چې زه يې حق نه لرم، که داسې څه مې ویلي وي یقینا ته ورباندې پوهیږې، ته په هغه په څه پوهیږي چې زما په سینه کې پټ دي، خو زه په هغه څه نه پوهیږم چې له تاسره دي، یقینا داخو ته يې چې په غیب باندې پوهه لرې.
117.     ما هغوی ته نه دي ویلي مګر هغه چې تايې ماته امر کړی وو چې د الله عبادت وکړئ چې زما رب دی او ستاسې رب دی، او زه په هغوی باندې شاهد وم ترهغې چې ددوی ترمنځ وم، او کله چې تا پورته کړم،  په هغوی باندې ته څارونکی وې، او ته په ټولو شیانو شاهد يې.
118.     که ته هغوی ته عذاب ورکړې نو دوی ستا بندګان دي، او که هغوی ته بښنه وکړې نو ته ډیر غالب او ډیر حکمت والا يې.
119.    الله وفرمایل، نن هغه ورځ ده چې د رښتیاویوونکو رښتیا دوی ته ګټه رسوي، دوی ته [د جنت] باغونه دي چې [د ونو] لاندې يې ویالې بهیږي، او دوی د تل لپاره هلته پاتې کېږي، الله له هغوی خوشاله دی او دوی له الله خوشاله دي او دا ستر بری دی.
120.     د اسمانونو او ځمکې او هغه څه چې ددوی ترمنځ ‏دي باچايي د الله ده، او الله په هرڅه باندې قدرت لري.
      ..................................................
1. د 35 ایت په اړه یادونه:  الله سبحانه تعالی د تقرب لاره چاره داده چې په اخلاص سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع وکړی شي او په قران او سنتو باندې عمل وکړی شي او د الله حکم له هرڅه پورته وګڼل شي چې احسن الکلام دی او دوم  د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت چې خیر الهدیة دي. او د الله سبحانه تعالی په اسماء الحسنی باندې خپل حاجات الله سبحانه تعالی ته پیش کړی او له الله سبحانه تعالی څخه مدد وغواړی، ثبوت د الله سبحانه تعالی دا فرمان دی: قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، (ال عمران، 26 ایت)، ژباړه:''[اى محمد صلی الله علیه وسلم] ووایه، ای الله، ای دباچايي خاونده‏ [ای ‏دټولو جهانانو او کایناتو ټولواکمنه]، چاته چې ته اراده وکړې هغه ته باچايي ‏ورکوې، او چاته چې اراده وکړې له هغه باچايي بيرته اخلې، او هغه چاته چې ‏اراده وکړې عزت ورکوې، اوهغه څوک خواروې [ذلیل کوې] چې اراده وکړې، ‏خیر ستا په لاس کې دی، [ای الله] بیشکه ته په هر شي باندې قادر يې''. ‏په دې بل ایت کې وګورئ چې ملایک د الله سبحانه تعالی د اسماء الحسنی وو په یادولو سره مومنانو ته دعا کوي، الله سبحانه تعالی فرمايي: الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ، (غافر، 7 ایت)، ژباړه: ''هغه کسان [ملایک] چې د الله عرش يې بار کړی دی او هغه [ملایک] چې د الله له عرش څخه چاپیر دي په حمد او ثنا سره د خپل رب تسبیح وايي او په الله يې ایمان راوړی دی، او  هغو کسانو ته له الله څخه مغفرت غواړي چې مومنان دي، [دا ملایک وايي] ای زموږ ربه، ستا رحمت او علم هرشي ته پراخ دي [هرشي د الله په رحمت او علم کې ایسار دي] نو هغو کسانو ته بښنه وکړه چې توبه يې ایستلې ده او ستا د لارې تابعداري يې کړې ده او دوی د دوزخ له عذاب څخه وژغوره'' او د خپلو نیکو اعمالو په یادولو سره الله سبحانه تعالی ته خپل حاجات وړاندې او د الله رب العالمین مدد وغوښتل شي. ددې ثبوت د ابراهیم علیه السلام دعا ده کله چې يې د مکې دیوال بشپړ کړ بیايې دعا وکړه یانې خپل عمل يې الله سبحانه تعالی ته پیش کړ: وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَإِسْمَاعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، (البقرة، 127 ایت)، ژباړه: '' او هغه وخت [يادکړه اى محمد صلی الله علیه وسلم] چې ابراهيم دکعبې ‏تاداوونه پورته کړل ‏او اسمعيل. [دوی وویل] اى زموږ ربه، زموږ [دا کار] قبول کړه، بېشکه ته، همداته ښه ‏اوريدونکى، ښه پوه يې''.‏ دې ایت پسې همداسې د سیدنا ابراهیم علیه السلام دعا تر 128 – 129 ایتونو پورې دوام لري. همداراز، د موسی علیه السلام دعا ده کله چې يې د دوه ښځو پسونه اوبه کړل نو دعايې وکړه، الله سبحانه تعالی فرمايي: فَسَقَىٰ لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّىٰ إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنْزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ، (القصص، 24 ایت). ژباړه: ''نو [موسی] ددغو دواړو ښځو [رمه] اوبه كړه او بیايې [دوی ته شا کړه او] سیورې ته ور وګرځید، نووويل، اى زما ربه، بيشكه زه له خیر څخه هرهغه شي ته محتاج یم چې ته يې ماته وليږې''. همداراز، مومنان او د عقل خاوندان تل الله سبحانه تعالی ته خپل ایمان وړاندې کوي، الله سبحانه تعالی فرمايي: ‏رَبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِيًا يُنَادِي لِلْإِيمَانِ أَنْ آمِنُوا بِرَبِّكُمْ فَآمَنَّا ۚ رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ‏ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّئَاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الْأَبْرَارِ، (ال عمران، ‏193‏ ایت). ژباړه: ''ای زموږ ربه، موږ یو غږکوونکی [قران یا محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم] ‏واوریده چې دایمان طرفته يې نارې وهلې [او ویل يې] پخپل رب ایمان ‏راوړی، نو موږ ایمان راوړ، نو ای زموږ ربه،  موږ ته زموږ [لوی] ګناهونه وبښه ‏او زموږ[واړه] ګناهونه له موږ لرې کړه، او موږ له نیکانو سره وفات کړه''. ‏
2. د 44 ایت په اړه یادونه: د پخوانیو کتابونو ساتنه پیغمبرانو او د هغو کتابونو علماوو ته سپارل شوې وه، ځکه تغیر شول. خو د قران کریم دساتنې ضمانت الله سبحانه تعالی ورکړی دی چې هیڅوک يې نه شي بدلولي او نه يې څوک کلمات بدلولی شي. 
3. د 92 ایت په اړه یادونه: یوځل بیا د الله سبحانه تعالی فرمان دی چې د الله تابعداري وکړئ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تابعداري وکړئ، په قران باندې عمل وکړئ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو عمل وکړئ او د قران او سنتو د احکامو نافرماني مه کوئ. 
4. د ‏98 ‏ایت په اړه یادونه: له الله سبحانه تعالی ویره چې عذابونه يې ډیر سخت دي، او له الله سبحانه تعالی څخه د بښنې امید چې رحمت يې ډیر پراخ دی. د مومن انسان عادت دادی، الله سبحانه تعالی فرمايي: تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعً وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ، (سجدة، 16 ایت). ژباړه: '' ددوی ډډې د خوب له ځایونو څخه لرې کېږي [شپې د تهجد لپاره پورته کېږي]، دوی بولي خپل رب په ویره [د الله د غوصې او عذابونو له ویرې]  او له امید سره [د الله له رحمتونو څخه د امید په لرلو سره]، او له  هغو مالونو څخه يې لګوي چې موږ دوی ته ورکړي دي''.

Popular posts from this blog

البقرة، غوا

البقرة وعدد آياتها 286 وهي مدنية – أول سورة مدنية لومړی جز [سپاره] له 1 - 141 ایتونو پورې بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. الم     2. ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ 3.الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ 4 . وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ 5. أُولَٰئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ د الله په نوم چې ډير زیات مهربان، تل رحم والا دی.‏ 1.     الف، لام، میم. 2.   په دغه کتاب کې هیڅ شک نشته دی، داد هغو کسانو لپاره چې ځانونه ساتي هدایت دی. 3.  هغه کسان چې په نالیدلي باندې باور لري، او لمونځ کوي ، او له هغه څه يې لګوي چې ‏موږ دوى ته ورکړي دي. 4.   او دوی په هغه څه  باور لري ‏ چې په تا نازل شوی دی او هغه څه چې له تا مخکې نازل شوي دي، اوپه اخرت یقین لري. 5. د دوی د رب له لوري همدې کسانو ته لارښونه شوې ده او همدوی بریالي دي. 6. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَو

النساء، ښځې

سورة النساء عدد آياتها 176 وهي مدنية – نزلت بعد الممتحنة بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا 2. وَآتُوا الْيَتَامَىٰ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَىٰ أَمْوَالِكُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا 3. وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَىٰ فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَلَّا تَعُولُوا 4. وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا 5. وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامً

ال عمران، دعمران کورنۍ

سورة ال عمران عدد آياتها 200 وهي مدنية – نزلت بعد الأنفال   بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1 . الم 2 . اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ 3 . نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنزَلَ التَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ 4 . مِن قَبْلُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَأَنزَلَ الْفُرْقَانَ ۗ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ. 5 . إِنَّ اللَّهَ لَا يَخْفَىٰ عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ. 6 .  هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الْأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاءُ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ . 7 . هُوَ الَّذِي أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ ۖ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ ۗ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّ