(۱)
الٓرٰ تِلْكَ اٰيٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِيْنِ
الف، لام، را، داد څرګند کتاب آيتونه دي.
(۲)
اِنَّآ اَنْزَلْنٰهُ قُرْاٰنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ
بېشکه موږ داد عربي قرآن په توګه نازل کړی دی، د دې لپاره چې تاسې پوه شی.
(۳)
نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ اَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَآ اَوْحَيْنَآ اِلَيْكَ هٰذَا الْقُرْاٰنَ وَاِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الْغٰفِلِيْنَ
موږ تاته دا غوره کیسې بیانو په هغه څه چې موږ دا قرآن تاته پرې وحی کړی دی، که څه هم ته له دې وړاندې له ناخبره کسانو څخه وې.
(۴)
اِذْ قَالَ يُوْسُفُ لِاَبِيْهِ يٰٓاَبَتِ اِنِّىْ رَاَيْتُ اَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَّالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَاَيْتُهُمْ لِىْ سٰجِدِيْنَ
کله چې یوسف خپل پلار ته وویل، اې زما پلاره! ما یولس ستوري او لمر او سپوږمۍ په خوب لیدل، ما دوی لیدل چې ماته سجده کوي.
(۵)
قَالَ يٰبُنَىَّ لَا تَقْصُصْ رُءْيَاكَ عَلٰٓى اِخْوَتِكَ فَيَكِيْدُوْا لَكَ كَيْدًا اِنَّ الشَّيْطٰنَ لِلْاِنْسَانِ عَدُوٌّ مُّبِيْنٌ
هغه وویل، اې زما زویه! خوب دې خپلو وروڼو ته مه وایه، هسې نه چې هغوی درته کومه دسيسه جوړه وکړي. بېشکه چې شیطان د انسان څرګند دښمن دی.
(۶)
وَكَذٰلِكَ يَجْتَبِيْكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِنْ تَأْوِيْلِ الْاَحَادِيْثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلٰٓى اٰلِ يَعْقُوْبَ كَمَآ اَتَمَّهَا عَلٰٓى اَبَوَيْكَ اِبْرٰهِيمَ وَاِسْحٰقَ اِنَّ رَبَّكَ عَلِيْمٌ حَكِيْمٌ
او په دې توګه به ستا رب تا غوره کړي او تاته به د خبرو (د خوبونو، پیښو او ویناو) شنل (تعبیر) در زده کړي، او په تا او د يعقوب په کورنۍ باندې به خپل نعمتونه پوره کړي، لکه څنګه چې یې ستا په پلرونو ابراهيم او اسحاق باندې پوره کړل. بېشکه ستا رب ډير پوه ډير حکمت والا دی.
(۷)
لَقَدْ كَانَ فِيْ يُوْسُفَ وَاِخْوَتِهِ اٰيٰتٌ لِّلسَّائِلِيْنَ
بېشکه د یوسف او د هغه د وروڼو په کيسه کې د پوښتونکو لپاره نښې دي.
(۸)
اِذْ قَالُوْا لَيُوْسُفُ وَ اَخُوْهُ اَحَبُّ اِلٰٓى اَبِيْنَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ اِنَّ اَبَانَا لَفِيْ ضَلٰلٍ مُّبِيْنٍ
کله چې هغوی وویل: دا یوسف او د هغه ورور زموږ پلار ته تر موږ ډېر ګران دي، سره له دې چې موږ يوه غښتلې ډله يو. بېشکه زموږ پلار په څرګنده تېروتنه کې دی.
(۹)
اُقْتُلُوْا يُوْسُفَ اَوِ اطْرَحُوْهُ اَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ اَبِيْكُمْ وَتَكُوْنُوْا مِنْۢ بَعْدِهٖ قَوْمًا صَالِحِيْنَ
یوسف ووژنئ یایې په کومه ځمکه کې وغورځوئ، ترڅو د پلار پام یوازې تاسو ته واوړي او وروسته به تاسو ښه ډله شی.
(۱۰)
قَالَ قَآىِٕلٌ مِّنْهُمْ لَا تَقْتُلُوْا يُوْسُفَ وَاَلْقُوْهُ فِيْ غَيٰبَةِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّارَةِ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِيْنَ
له هغوی څخه یو ویناوال وویل، یوسف مه وژنئ، بلکې هغه په کومه څاه کې وغورځوئ چې ځینې لارویان به هغه پورته کړي، که تاسې د کار هوډ لرئ.
(۱۱)
قَالُوْا يٰٓاَبَانَا مَا لَكَ لَا تَاْمَنَّا عَلٰى يُوْسُفَ وَاِنَّا لَهٗ لَنٰصِحُوْنَ
هغوی وویل، اې زموږ پلاره! ته د یوسف په اړه ولې په موږ باور نلرې؟ او موږ د هغه لپاره رښتینې ښینکي (نصحیت کونکي) یو.
(۱۲)
اَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ
هغه سبا راسره ولېږه چې ښه خوراک وکړي (له خوړو خوند پر واخلي)، او لوبې وکړي، او موږ به د هغه ساتنه کوو.
(۱۳)
قَالَ اِنِّىْ لَيَحْزُنُنِيْٓ اَنْ تَذْهَبُوْا بِهٖ وَاَخَافُ اَنْ يَّاْكُلَهُ الذِّئْبُ وَاَنْتُمْ عَنْهُ غٰفِلُوْنَ
يعقوب وویل، بېشکه دا ما ډېر خپه کوي چې تاسې دې هغه بوځی، او زه له دې وېرېږم چې کوم لیوه به هغه وخوري او تاسو به ترې ناخبره یاست.
(۱۴)
قَالُوْا لَىٕنْ اَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ اِنَّآ اِذًا لَّخٰسِرُوْنَ
هغوی وویل، که لیوه يې وخوري او موږ يوه غښتلې ډله یو، نو بیا موږ بېشکه زیانکاران يو.
(۱۵)
فَلَمَّا ذَهَبُوْا بِهٖ وَاَجْمَعُوْٓا اَنْ يَّجْعَلُوْهُ فِيْ غَيٰبَةِ الْجُبِّ وَاَوْحَيْنَآ اِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُمْ بِاَمْرِهِمْ هٰذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُوْنَ
نو کله چې هغوی یوسف بوتلو، او پرېکړه یې وکړه چې هغه د څاه تیاره بیخ ته وغورځوي، موږ ورته وحی وکړه چې ته به دوی ته د هغوی ددې کار خبر ورکوې او هغوی به نه پوهېږي.
(۱۶)
وَجَآءُوْٓا اَبَاهُمْ عِشَآءً يَّبْكُوْنَ
او ماښام هغوی خپل پلار ته راغلل په داسې حال کې چې په ژړا وو.
(۱۷)
قَالُوْا يٰٓاَبَانَا اِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوْسُفَ عِنْدَ مَتَاعِنَا فَاَكَلَهُ الذِّئْبُ وَمَآ اَنْتَ بِمُؤْمِنٍ لَّنَا وَلَوْ كُنَّا صٰدِقِيْنَ
هغوی وویل، اې زموږ پلاره! موږ لاړو سیالي (مسابقه) مو سره کوله او یوسف مو له خپلو توکو سره پریښی وو، نو هغه لیوه وخوړ. او ته به په موږ باور ونکړې که څه هم موږ ریښتیني یو.
(۱۸)
وَجَآءُوْا عَلٰى قَمِيْصِهٖ بِدَمٍ كَذِبٍ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ اَنْفُسُكُمْ اَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيْلٌ وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلٰى مَا تَصِفُوْنَ
او هغوی د یوسف کمیس له دروغجنې وینې سره راوړ. يعقوب وویل، بلکې ځانونو مو تاسو ته یو کار ښکلی کړی دی. نو زما لپاره ښکلی زغم (صبر) دی، او له الله څخه په هغه څه کې مرسته غواړم چې تاسو یې بیانوی.
(۱۹)
وَجَآءَتْ سَيَّارَةٌ فَاَرْسَلُوْا وَارِدَهُمْ فَاَدْلٰى دَلْوَهٗ قَالَ يٰبُشْرٰى هٰذَا غُلٰمٌ وَّاَسَرُّوْهُ بِضَاعَةً وَاللَّهُ عَلِيْمٌ بِمَا يَعْمَلُوْنَ
او یوه قافله راغله، نو هغوی خپل اوبه راوړونکی ولیږه، او هغه خپله بوکه (ډولچه) په څا کې ور واچوله(نو یوسف دغې بوکې پورې ونښته)، وېویل، زیری! دا یو هلک دی، او هغوی د سوداګرۍ د توکي په توګه هغه پټ کړ، او الله په هغه څه ښه پوه دی چې دوی کول.
(۲۰)
وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍۢ بَخْسٍ دَرٰهِمَ مَعْدُوْدَةٍ وَكَانُوْا فِيْهِ مِنَ الزّٰهِدِيْنَ
او دوی هغه په کمه بیه وپلوره، په څو درهمو، او دوی د هغه په اړه له بې رغبتو څخه وو.
(۲۱)
وَقَالَ الَّذِي اشْتَرٰىهُ مِنْ مِصْرَ لِامْرَاَتِهٖٓ اَكْرِمِيْ مَثْوٰىهُ عَسٰٓى اَنْ يَّنْفَعَنَآ اَوْ نَتَّخِذَهٗ وَلَدًا وَكَذٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوْسُفَ فِي الْاَرْضِ وَلِنُعَلِّمَهٗ مِنْ تَأْوِيْلِ الْاَحَادِيْثِ وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلٰٓى اَمْرِهٖ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُوْنَ
او هغه چا چې یوسف په مصر کې وپېرود، خپلې ښځې ته یې وویل، ده ته عزتمن ځای ورکړه، کیدای شي موږ ته ګټه ورسوي یا به يې د زوی په توګه ونیسو. او په دې ډول موږ یوسف ته په ځمکه کې ځای ورکړ، او ددې لپاره چې هغه ته د خوبونو شنل (تعبیر) زده کړو. او الله پخپل کار کې برلاسی دی، خو ډېری خلک نه پوهېږي.
(۲۲)
وَلَمَّا بَلَغَ اَشُدَّهٗٓ اٰتَيْنٰهُ حُكْمًا وَّعِلْمًا وَكَذٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِيْنَ
کله چې یوسف ځوانۍ ته ورسېد، موږ هغه ته حکمت او پوهه ورکړه، او په دې ډول موږ نیکي کونکو ته بدله ورکو.
(۲۳)
وَرَاوَدَتْهُ الَّتِيْ هُوَ فِيْ بَيْتِهَا عَنْ نَّفْسِهٖ وَغَلَّقَتِ الْاَبْوَابَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ اِنَّهٗ رَبِّىْٓ اَحْسَنَ مَثْوٰىيَ اِنَّهٗ لَا يُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ
او هغه ښځې چې دی يې په کور کې و ځان ور وړاندې کړ او دروازې یې قلف کړې، او وېویل، ای راځه! یوسف وویل، دالله پناه ته ورځم! هغه (عزیز) زما بادار (څیښتن) دی چې ښه استوګنه يې راکړې ده، او بېشکه تیري کونکي به بریالي نشي.
(24)
وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهٖ وَهَمَّ بِهَا لَوْلَآ اَنْ رَّاٰى بُرْهَانَ رَبِّهٖ كَذٰلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوْٓءَ وَالْفَحْشَآءَ اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِيْنَ
او بېشکه هغې ده ته نیت وکړ او هغه به هغې ته نیت کړی و که د خپل رب دلیل يې نه وای لیدلی. په دې توګه موږ له هغه څخه بده او ناکاره چاره لرې کړه، ځکه هغه زموږ له غوره کړی شویو بندګانو څخه و.
(۲۵)
وَاسْتَبَقَا الْبَابَ وَقَدَّتْ قَمِيْصَهٗ مِنْ دُبُرٍ وَّاَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَا الْبَابِ قَالَتْ مَا جَزَآءُ مَنْ اَرَادَ بِاَهْلِكَ سُوْٓءًا اِلَّآ اَنْ يُّسْجَنَ اَوْ عَذَابٌ اَلِيْمٌ
او دواړو د دروازې په لور منډه کړه، او هغې د یوسف کمیس له شا څیرې کړ، او دوی په دروازه کې د هغې له خاوند سره مخامخ شول. هغې وویل، د هغه چا سزا به څه وي چې ستا په کورنۍ باندې بده اراده ولري پرته له دې چې زنداني شي یا دردناک عذاب وګوري.
(۲۶)
قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِيْ عَنْ نَّفْسِيْ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ اَهْلِهَآ اِنْ كَانَ قَمِيْصُهٗ قُدَّ مِنْ قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ الْكٰذِبِيْنَ
یوسف وویل، دې ښځې په ما باندې بده اراده وکړه، او د هغې له کورنۍ څخه یو شاهد وویل، که د یوسف کمیس له مخې څيرې شوی وي، نو ښځه رښتینې ده او یوسف له دروغجنو څخه دی.
(۲۷)
وَاِنْ كَانَ قَمِيْصُهٗ قُدَّ مِنْ دُبُرٍ فَكَذَبَتْ وَهُوَ مِنَ الصّٰدِقِيْنَ
او که د هغه کمیس له شا څيرې شوی وي، نو ښځه دروغجنه ده او یوسف له رښتینو څخه دی.
(۲۸)
فَلَمَّا رَاٰ قَمِيْصَهٗ قُدَّ مِنْ دُبُرٍ قَالَ اِنَّهٗ مِنْ كَيْدِكُنَّ اِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيْمٌ
نو کله چې يې ولیدل د یوسف کمیس له شا څيرې شوی دی، نو وېویل، بېشکه دا ستاسې (ښځو) چل دی، یقینا ستاسو دسیسه ډېره لویه ده.
(۲۹)
يُوْسُفُ اَعْرِضْ عَنْ هٰذَا وَاسْتَغْفِرِيْ لِذَنْبِكِ اِنَّكِ كُنْتِ مِنَ الْخَاطِـِٔيْنَ
یوسفه! ته له دې کیسې څخه تېر شه، او ته (ښځه) له خپلې ګناه څخه بښنه وغواړه، بېشکه ته له ګناهکارانو څخه یې.
(۳۰)
وَقَالَ نِسْوَةٌ فِي الْمَدِيْنَةِ امْرَاَتُ الْعَزِيْزِ تُرَاوِدُ فَتٰىهَا عَنْ نَّفْسِهٖ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا اِنَّا لَنَرٰىهَا فِيْ ضَلٰلٍ مُّبِيْنٍ
او په ښار کې ښځو وویل، د عزیز ښځه له خپل مريي څخه د بدکارۍ غوښتنه لري. یقینا د مینې له پلوه يې د زړه پرده هغه څيرې کړې ده (په مینه کې يې احساساتي کړې ده)، موږ دا ښځه په ښکاره تېروتنه کې وینو.
(۳۱)
فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ اَرْسَلَتْ اِلَيْهِنَّ وَاَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَـٔا وَّاٰتَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِّنْهُنَّ سِكِّيْنًا وَقَالَتِ اخْرُجْ عَلَيْهِنَّ فَلَمَّا رَاَيْنَهٗٓ اَكْبَرْنَهٗ وَقَطَّعْنَ اَيْدِيَهُنَّ وَقُلْنَ حَاشَ لِلَّهِ مَا هٰذَا بَشَرًا اِنْ هٰذَآ اِلَّا مَلَكٌ كَرِيْمٌ
کله چې يې د ښځو خبرې واورېدلې، نو دغه ښځې يې راوغوښتلې او د هغوی لپاره یې ناسته تیاره کړه، او هر یوې ته یې چاړه ورکړه. بیایې (یوسف ته) وویل، په دوی باندې راووځه. کله چې ښځو ولیده، هغه یې ډېر وستایه او خپل لاسونه یې پرې کړل، او وېویل، الله دې نکړي، دا خو بشر نه بلکې یو عزتمن ملایک دی.
(۳۲)
قَالَتْ فَذٰلِكُنَّ الَّذِيْ لُمْتُنَّنِيْ فِيْهِ وَلَقَدْ رَاوَدْتُهٗ عَنْ نَّفْسِهٖ فَاسْتَعْصَمَ وَلَئِنْ لَّمْ يَفْعَلْ مَآ اٰمُرُهٗ لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُوْنًا مِّنَ الصّٰغِرِيْنَ
هغې وویل، همدا هغه دی چې په اړه يې ما ملامتوی. او بېشکه ما يې د ځان غوښتنه وکړه نو هغه ځان وساته. او که هغه څه ونکړي چې زه ورته امر کوم، خامخا به زنداني شي او له ټيټو کسانو څخه به وي.
(۳۳)
قَالَ رَبِّ السِّجْنُ اَحَبُّ اِلَيَّ مِمَّا يَدْعُوْنَنِيْٓ اِلَيْهِ وَاِلَّا تَصْرِفْ عَنِّيْ كَيْدَهُنَّ اَصْبُ اِلَيْهِنَّ وَاَكُنْ مِّنَ الْجٰهِلِيْنَ
یوسف وویل، اې زما ربه، زندان زما لپاره له هغه څه غوره دی چې ماته پرې بلنه راکوي. او که ته ددوی چل له ما څخه لرې نکړې، زه به دوی ته مایله شم او له ناپوهانو څخه به یم.
(۳۴)
فَاسْتَجَابَ لَهٗ رَبُّهٗ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ اِنَّهٗ هُوَ السَّمِيْعُ الْعَلِيْمُ
نو رب يې د هغه دعا ومنله، او د هغوی چل یې ترې لرې کړ. بېشکه چې هغه ښه اورېدونکی ډير پوه دی.
(۳۵)
ثُمَّ بَدَا لَهُمْ مِّنْ بَعْدِ مَا رَاَوُا الْاٰيٰتِ لَيَسْجُنُنَّهٗ حَتّٰى حِيْنٍ
بيا هغوی ته داسې ښکاره شوه چې هغه به تر یو څه وخت پورې زندان کې وساتي، سره له دې چې دوی (د یوسف د پاکۍ) نښې لیدلې وې.
(۳۶)
وَدَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَيٰنِ قَالَ اَحَدُهُمَآ اِنِّىْٓ اَرٰىنِىْٓ اَعْصِرُ خَمْرًا وَقَالَ الْاٰخَرُ اِنِّىْٓ اَرٰىنِىْٓ اَحْمِلُ فَوْقَ رَاْسِىْ خُبْزًا تَاْكُلُ الطَّيْرُ مِنْهُ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيْلِهٖٓ اِنَّا نَرٰىكَ مِنَ الْمُحْسِنِيْنَ
او له هغه سره دوه ځوانان زندان ته ننوتل. یوه يې وویل، ما خپل ځان (په خوب کې) لیدلی چې شراب جوړوم، او بل وویل، ما خپل ځان (په خوب کې) لیدلی چې په سر مې ډوډۍ وړم چې مرغان یې ترې خوري. موږ ته یې د مانا په اړه خبر راکړه، بېشکه ته موږ ته نیکي کوونکی ښکارې.
(۳۷)
قَالَ لَا يَاْتِيْكُمَا طَعَامٌ تُرْزَقٰنِهٖٓ اِلَّا نَبَّأْتُكُمَا بِتَأْوِيْلِهٖ قَبْلَ اَنْ يَاْتِيَكُمَا ذٰلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِىْ رَبِّىْٓ اِنِّىْ تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لَّا يُؤْمِنُوْنَ بِاللَّهِ وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ كٰفِرُوْنَ
هغه وویل، تاسې ته به هغه خواړه رانشي چې درکول کیږي خو زه به يې مانا درته وړاندې کړم مخکې له دې چې درته راوړل شي. دا له هغه څه دي چې زما رب ماته ښوولي دي. بېشکه ما د هغه قوم ملت پریښود چې په الله ایمان نلري او دوی په اخرت باندې ایمان نلري.
(۳۸)
وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ اٰبَآءِىْٓ اِبْرٰهِيمَ وَ اِسْحٰقَ وَيَعْقُوْبَ مَا كَانَ لَنَآ اَنْ نُّشْرِكَ بِاللَّهِ مِنْ شَىْءٍ ذٰلِكَ مِنْ فَضْلِ اللَّهِ عَلَيْنَا وَعَلَى النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَشْكُرُوْنَ
او ما دخپلو پلرونو ددین پیروي کړې، د ابراهیم، اسحاق او د یعقوب د دین. موږ ته نه ښايي چې له الله سره ته کوم څه شریک کړو. دا د الله فضل دی په موږ او په خلکو باندې، خو ډېری خلک شکر نه باسي.