رعد (۱۳ سورت) بسم الله الرحمن الرحیم ۱ الٓمّٓرٰ تِلْكَ اٰيٰتُ الْكِتٰبِ وَالَّذِيْٓ اُنْزِلَ اِلَيْكَ مِنْ رَّبِّكَ الْحَقُّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُوْنَ الف، لام، میم، را، داد کتاب آیتونه دي، او هغه چې ستا د رب له لوري په حق سره تاته لیږل شوی دی، خو ډېری خلک ایمان نه راوړي. ۲ اَللَّهُ الَّذِيْ رَفَعَ السَّمٰوٰتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوٰى عَلَي الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَّجْرِيْ لِاَجَلٍ مُّسَمًّى يُدَبِّرُ الْاَمْرَ يُفَصِّلُ الْاٰيٰتِ لَعَلَّكُمْ بِلِقَآءِ رَبِّكُمْ تُوْقِنُوْنَ الله هغه ذات دی چې اسمانونه یې پرته له ستنو پورته کړي چې تاسو یې ګورئ، بیايې پر عرش برابرتیا وکړه، او لمر او سپوږمۍ یې وګومارل، هر یو یې تر ټاکلې مودې پورې خپله چاره روانه ساتي. هغه د ټولو چارو ترتیب جوړوي، او په تفصیل سره نښې بیانوي چې له خپل رب سره د لیدلو په اړه ډاډ ترلاسه کړی. ۳ وَهُوَ الَّذِيْ مَدَّ الْاَرْضَ وَجَعَلَ فِيْهَا رَوَاسِيَ وَ اَنْهٰرًا وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ جَعَلَ فِيْهَا زَوْجَي...