[وهي سورة مكية ] سورة هود
آياتها ۱۲۳
۱.
الٓر ۚ كِتَـٰبٌ أُحْكِمَتْ ءَايَـٰتُهُۥ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ
الف، لام، را، داسې كتاب چې ایتونه يې بشپړ (ثابت او کره) دي، بیا د ډيرحكمت والا، پوره خبردار له خوا په تفصیل سره بیان شوي دي.
۲.
أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَۚ إِنَّنِي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ
دا چې تاسو یوازې د الله عبادت وکړئ؛ زه له هغه څخه ستاسو لپاره ګواښونکی او زېری ورکونکی یم.
۳.
وَأَنِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُم مَّتَاعًا حَسَنًا إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُۖ وَإِن تَوَلَّوْا فَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ كَبِيرٍ
او که له خپل رب څخه بښنه وغواړئ، بیا توبه وباسئ، هغه به تاسو ته تر ټاکلې مودې پورې ډیره ښکلې ګټه درکړي، او هر سړي ته به د هغه د ښه عمل په اندازه اجر ورکړي. که تاسو مخ وګرځوئ، زه د لویې ورځې له عذاب څخه وېرېږم.
۴.
إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
ستاسو تګ بیرته الله ته دي، او هغه په هر شي ځواکمن برلاسی دی.
۵.
أَلَا إِنَّهُمْ يَثْنُونَ صُدُورَهُمْ لِيَسْتَخْفُوا مِنْهُۚ أَلَا حِينَ يَسْتَغْشُونَ ثِيَابَهُمْ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَۚ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ
خبردار شئ چې هغوی خپل سینې اړوي ترڅو له هغه پټ شي. پوه شئ چې کله دوی خپلې جامې پر ځان راکاږي، هغه پوهېږي په هغه څه چې دوی یې پټوي او هغه څه چې دوی يې څرګندوي. بېشکه هغه په سینو کې په پرتو رازونو ښه پوهېږي.
۶.
وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَاۚ كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ
په ځمکه کې هیڅ ژوی نشته چې رزق یې د الله په ذمه نه وي؛ او هغه يې په هستوګنې او ځایونو پوهېږي. دا هرڅه په روښانه کتاب کې ثبت دي.
۷.
وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍۖ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًاۗ وَلَئِن قُلْتَ إِنَّكُم مَّبْعُوثُونَ مِن بَعْدِ الْمَوْتِ لَيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ
او هغه، هغه ذات دی چې آسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کې جوړ کړل، او د هغه تخت پر اوبو و، ترڅو تاسو وازمویي چې ستاسو له منځه څوک ښه عمل کوي. او که ته ورته ووايي چې تاسو به له مرګ وروسته بیا راپاڅول شئ، نو بېشکه هغه کسان چې کافر دي، وبه وایي چې دا یوازې څرګندې کوډې دي.
۸.
وَلَئِنْ أَخَّرْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ إِلَىٰ أُمَّةٍ مَّعْدُودَةٍ لَّيَقُولُنَّ مَا يَحْبِسُهُۗ أَلَا يَوْمَ يَأْتِيهِمْ لَيْسَ مَصْرِفًا عَنْهُمْ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ
اوکه موږ تر یوې ټاکلې مودې پورې له دوی څخه عذاب وځنډوو نو بېشکه دوی به ووایي چې څه شي دا وځنډاوه. خبردار اوسئ چې په کومه ورځ چې هغه ورته راشي له دوی څخه به ونه ګرځول شي، او څه چې دوی ټوکې ګڼلې، پر هغوی به راچاپیر شي.
۹.
وَلَئِنْ أَذَقْنَا الْإِنسَانَ مِنَّا رَحْمَةً ثُمَّ نَزَعْنَاهَا مِنْهُ إِنَّهُ لَيَؤُوسٌ كَفُورٌ
او که زموږ له خوا انسان ته یوه رحمت وښیو، بیا یې ترې لرې کړو، بېشکه هغه به نهیلی ناشکره شي.
۱۰.
وَلَئِنْ أَذَقْنَاهُ نَعْمَاءَ بَعْدَ ضَرَّاءَ مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ ذَهَبَ السَّيِّئَاتُ عَنِّي إِنَّهُ لَفَرِحٌ فَخُورٌ
او که موږ هغه ته له تکلیف وروسته یو نعمت وښیو، هغه به خامخا ووایي، بدمرغي راڅخه لاړه، بېشکه هغه به خوشحاله او مغروره وي.
۱۱.
إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَٰئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ
مګر هغه کسان چې زغم لري او ښه کارونه کوي، د هغوی لپاره به بښنه او ستر اجر وي.
۱۲.
فَلَعَلَّكَ تَارِكٌ بَعْضَ مَا يُوحَىٰ إِلَيْكَ وَضَائِقٌ بِهِ صَدْرُكَ أَنْ يَقُولُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ كَنْزٌ أَوْ جَاءَ مَعَهُ مَلَكٌ ۚ إِنَّمَا أَنْتَ نَذِيرٌ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ
نو ښايي چې ته به له هغه څه څخه چې تا ته وحی شوي دي ځینې پرېږدې، او ستا سینه به پرې تنګه شي ځکه چې هغوی وایي، ولې پر هغه کومه خزانه نه ده نازل شوې یا ولې ورسره کوم ملایک نه دی راغلی؟ یقینا ته یو ویرونکی یې، او الله د ټولو شیانو سمبالونکی (ساتن او نګران) دی.
۱۳.
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا بِعَشْرِ سُوَرٍ مِثْلِهِ مُفْتَرَيَاتٍ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ
ایا دوی وايي چې هغه (قرآن) ده پخپله جوړ کړی دی؟ ورته ووایه، نو تاسې هم لس سورتونه د هغه په څیر له ځانه جوړ کړي راوړئ، او له الله پرته هر څوک چې کولی شئ درسره راوغواړئ، که تاسې رښتیني یاست.
۱۴.
فَإِلَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا أُنْزِلَ بِعِلْمِ اللَّهِ وَأَنْ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَهَلْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ
نو که دوی تاسو ته ځواب ورنه کړي، نو پوه شئ چې دا (قرآن) د الله په علم سره نازل شوی دی، او دا چې پرته له هغه بل معبود نشته دی. نو ایا تاسې به مسلمان شئ؟
۱۵.
مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَالَهُمْ فِيهَا وَهُمْ فِيهَا لَا يُبْخَسُونَ
څوک چې د دنیا ژوند او ښکلا غواړي، موږ به د دوی د عملونو بدله په دې کې پوره ورکړو، او دوی ته به په دې کې هیڅ کمی نه راځي.
۱۶.
أُولَٰئِكَ الَّذِينَ لَيْسَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ إِلَّا النَّارُ ۖ وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا فِيهَا وَبَاطِلٌ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
دا هغه کسان دي چې په آخرت کې ورته له اوره پرته بل څه نشته دی، او دوی به له هغه څه څخه بې برخې شي چې (په دنیا کې يې) ترسره کړي دي، او بې ګټې دي هغه څه چې دوی به ترسره کول.
۱۷.
أَفَمَنْ كَانَ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِنْهُ وَمِنْ قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَىٰ إِمَامًا وَرَحْمَةً ۚ أُولَٰئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ ۚ وَمَنْ يَكْفُرْ بِهِ مِنَ الْأَحْزَابِ فَالنَّارُ مَوْعِدُهُ ۚ فَلَا تَكُ فِي مِرْيَةٍ مِنْهُ ۚ إِنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ
نو ایا هغه څوک چې د خپل رب له خوا له یو څرګند دلیل سره وي، او ورپسې د هغه له خوا (دده په تاید کې) یو شاهد هم راغلی وي، او له هغه مخکې د موسی کتاب چې لارښود او رحمت و، هم دی، دا هغه کسان دي چې ایمان يې پرې راوړی دی. او له ډلو څخه چې څوک پرې کفر کوي، نو د ژمنې ځای به يې اور وي. نو ته يې په اړه شک مکوه، بېشکه دا (قرآن) رښتیا دی ستا له رب څخه، خو ډيری خلک ایمان نه راوړي.
۱۸.
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا ۚ أُولَٰئِكَ يُعْرَضُونَ عَلَىٰ رَبِّهِمْ وَيَقُولُ الْأَشْهَادُ هَٰؤُلَاءِ الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَىٰ رَبِّهِمْ ۚ أَلَا لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ
او څوک له هغه چا څخه ډیر ظالم دی چې پر الله دروغ تړي؟ دا هغه کسان دي چې د خپل رب مخې ته به وړاندې کیږي، او شاهدان به ووایي چې دا هغه دي چې پخپل رب يې دروغ تړلي وو. خبردار چې په ظالمانو باندې د الله لعنت دی.
۱۹.
الَّذِينَ يَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا وَهُمْ بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ
هغه کسان چې د الله له لارې څخه خلک منع کوي او په دې کې د کوږوالي په لټون کوي، او همدوی په آخرت باندې کافر دي.
۲۰.
أُولَٰئِكَ لَمْ يَكُونُوا مُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَمَا كَانَ لَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ۘ يُضَاعَفُ لَهُمُ الْعَذَابُ ۚ مَا كَانُوا يَسْتَطِيعُونَ السَّمْعَ وَمَا كَانُوا يُبْصِرُونَ
دغه کسان به په ځمکه کې ونشي کړی چې (الله) ناکام کړي، او د الله پرته به د دوی لپاره هیڅ ملګري نه وي. دوی ته به د عذاب کچه دوه برابره ډيره شي. په دوی کې دا وس نه وو چې اوریدل وکړي او نه یې لیدل کولای شول.
۲۱.
أُولَٰئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ
دا هغه کسان دي چې خپل ځانونه یې زیانمن کړل، او هغه څه ترې ورک شول چې دوی به په دروغو جوړول.
۲۲.
لَا جَرَمَ أَنَّهُمْ فِي الْآخِرَةِ هُمُ الْأَخْسَرُونَ
په دې کې هیڅ شک نشته دی چې په آخرت کې به دوی تر ګردو ډیر زیانکاران وي.
۲۳.
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَأَخْبَتُوا إِلَىٰ رَبِّهِمْ أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
بېشکه هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې ترسره کړي، او خپل رب ته یې عاجزي ښکاره کړه، دا هغه خلک دي چې د جنت ملګري دي، دوی به په هغه کې د تل لپاره وي.
۲۴.
مَثَلُ الْفَرِيقَيْنِ كَالْأَعْمَىٰ وَالْأَصَمِّ وَالْبَصِيرِ وَالسَّمِيعِ ۚ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
د دواړو ډلو بیلګه د ړانده او د کاڼه، او د لیدونکي او اورېدونکي په څير ده. ایا دا دوه په مثال کې سره برابر دي؟ ایا نو تاسې یې یادونه نکوئ؟
۲۵.
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِ إِنِّي لَكُمْ نَذِيرٌ مُبِينٌ
او بېشکه موږ نوح خپل قوم ته لیږلی وو (ورته وېویل)، زه د ستاسو لپاره څرګند ویرونکی یم.
۲۶.
أَنْ لَا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ ۖ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ أَلِيمٍ
بیشکه عبادت مکوئ خو یوازې د الله عبادت وکړئ. زه په تاسو باندې د یوې دردونکې ورځې له عذاب څخه وېرېږم.
۲۷.
فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ مَا نَرَاكَ إِلَّا بَشَرًا مِثْلَنَا وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلَّا الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ الرَّأْيِ وَمَا نَرَىٰ لَكُمْ عَلَيْنَا مِنْ فَضْلٍ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَاذِبِينَ
نو د هغه د قوم مشرانو چې کفر یې کړی و، وویل، موږ تا نه وینو خو زموږ په څیر یو انسان، او موږ تا نه وینو چې پیروي دې کوي خو هغه کسان چې په موږ کې بېوزلي دي، او پرموږ هیڅ غوره والی درکې نه وینو بلکې تاسو دروغجن ګڼو.
۲۸.
قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كُنْتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّي وَآتَانِي رَحْمَةً مِنْ عِنْدِهِ فَعُمِّيَتْ عَلَيْكُمْ أَنُلْزِمُكُمُوهَا وَأَنْتُمْ لَهَا كَارِهُونَ
نوح وویل، ای زما قومه! که زه له خپل رب څخه په یو ښکاره دلیل باندې یم، او هغه له خپل لوري ماته رحمت راکړی وي، خو دا تاسو ته نه ښکاري، نو ایا دا درباندې وتپو (تحمیل کړو) او تاسې ترې کرکه کوئ؟
۲۹.
وَيَا قَوْمِ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مَالًا ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ ۚ وَمَا أَنَا بِطَارِدِ الَّذِينَ آمَنُوا ۖ إِنَّهُمْ مُلَاقُوا رَبِّهِمْ وَلَٰكِنِّي أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ
ای زما قومه! زه په دې کار کې له تاسو څخه کوم مال نه غواړم، زما اجر یوازې له الله سره دی، او زه د هغو کسانو شړونکی نه یم چې ایمان یې راوړی دی؛ بېشکه دوی به يې له رب سره لیدنه وکړي، خو زه تاسو ګورم داسې قوم چې ناپوه دی.
۳۰.
وَيَا قَوْمِ مَنْ يَنْصُرُنِي مِنَ اللَّهِ إِنْ طَرَدْتُهُمْ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
او ای زما قومه! له الله څخه به ما څوک وژغوري، که زه دوی وشړم؟ایا نو تاسو نصیحت نه اخلئ؟
۳۱.
وَلَا أَقُولُ لَكُمْ عِنْدِي خَزَائِنُ اللَّهِ وَلَا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلَا أَقُولُ إِنِّي مَلَكٌ وَلَا أَقُولُ لِلَّذِينَ تَزْدَرِي أَعْيُنُكُمْ لَنْ يُؤْتِيَهُمُ اللَّهُ خَيْرًا ۖ اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا فِي أَنْفُسِهِمْ ۖ إِنِّي إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ
او تاسو ته نه وایم چې له ما سره د الله خزانې دي، او نه په نالیدلي (غیب) پوهیږم، او نه وایم چې زه یو ملایک یم، او نه د هغو کسانو په اړه چې ستاسو سترګې یې ټیټ (سپک) ګڼي دا وایم چې الله به ورته څه خیر ورنکړي. الله په هغه څه ښه پوهېږي چې د دوی په ځانونو کې دي. (که زه دا کارونه وکړم) یقینا زه به په دغه وخت کې له ظالمانو څخه یم.
۳۲.
قَالُوا يَا نُوحُ قَدْ جَادَلْتَنَا فَأَكْثَرْتَ جِدَالَنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ
دوی وویل، ای نوحه! تا له موږ سره شخړه وکړه، نو زموږ جنجال ډير شو، نو موږ ته هغه څه راوړه چې ژمنه دې کړې ده، که ته رښتینی يې.
۳۳.
قَالَ إِنَّمَا يَأْتِيكُمْ بِهِ اللَّهُ إِنْ شَاءَ وَمَا أَنْتُمْ بِمُعْجِزِينَ
نوح وویل، بیشکه الله به يې تاسې ته راولي که وغواړي، او تاسو به يې ناکامه نشی کړی.
۳۴.
وَلَا يَنْفَعُكُمْ نُصْحِي إِنْ أَرَدْتُ أَنْ أَنْصَحَ لَكُمْ إِنْ كَانَ اللَّهُ يُرِيدُ أَنْ يُغْوِيَكُمْ ۚ هُوَ رَبُّكُمْ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
او زما نصیحت به تاسو ته هېڅ ګټه ونه کړي، که زه وغواړم چې تاسو ته نصیحت وکړم، که الله غواړي چې تاسو بېلارې کړي. هغه ستاسو رب دی او تاسو به هغه ته بېرته ورګرځئ.
۳۵.
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۚ قُلْ إِنِ افْتَرَيْتُهُ فَعَلَيَّ إِجْرَامِي وَأَنَا بَرِيءٌ مِمَّا تُجْرِمُونَ
یا دوی وايي چې هغه (قرآن) ده په خپله جوړ کړی دی؟ ورته ووایه، که ما هغه جوړ کړی وي، نو جرم مې زما په غاړه دی، او زه له هغه څه څخه بري یم چې تاسو یې کوئ.
۳۶.
وَأُوحِيَ إِلَىٰ نُوحٍ أَنَّهُ لَنْ يُؤْمِنَ مِنْ قَوْمِكَ إِلَّا مَنْ قَدْ آمَنَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ
او نوح ته وحی وشوه چې ستا له قوم څخه به څوک ایمان را نه وړي پرته له هغه چا چې وار له مخه یې ایمان راوړی دی، نو د هغه څه پروا مکوه چې دوی یې کوي.
۳۷.
وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا ۖ إِنَّهُمْ مُغْرَقُونَ
او زموږ د سترګو لاندې او زموږ په وحی سره بېړۍ جوړه کړه، او له ما سره د هغو کسانو په اړه خبرې مه کوه چې تیری یې کړی دی، بېشکه هغوی به ډوب (غرق) کړل شي.
۳۸.
وَيَصْنَعُ الْفُلْكَ وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ مَلَأٌ مِنْ قَوْمِهِ سَخِرُوا مِنْهُ ۚ قَالَ إِنْ تَسْخَرُوا مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنْكُمْ كَمَا تَسْخَرُونَ
او هغه بېړۍ جوړوله، او هرکله چې د هغه د قوم مشران پرې تېرېدل، ده پورې به يې ملنډې وهلې. نوح ورته وویل، که تاسو اوس په موږ څخه ملنډې وهی، موږ به هم په تاسو داسې ملنډې ووهو لکه تاسو چې یې وهوی.
۳۹.
فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ مَنْ يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌ مُقِيمٌ
نو ډېر ژر به پوه شئ چې چاته به هغه عذاب راځي چې رسوا يې کړي، او دایمي عذاب به پرې راښکته شي.
۴۰.
حَتَّىٰ إِذَا جَاءَ أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ قُلْنَا احْمِلْ فِيهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ وَمَنْ آمَنَ ۚ وَمَا آمَنَ مَعَهُ إِلَّا قَلِيلٌ
تر دې چې زموږ حکم راغی او تنور و ایشیده، موږ وویل، په بېړۍ کې له هر ژوي څخه دوه دوه (نارینه او ښځینه) او ستا کورنۍ پورته کړه، پرته له هغه چا چې مخکې پرې پریکړه شوې ده، او هغه څوک چې ایمان یې راوړی دی او له هغه سره یوازې یو څو کسان ایمان راوړی وو.
۴۱.
وَقَالَ ارْكَبُوا فِيهَا بِسْمِ اللَّهِ مَجْرَاهَا وَمُرْسَاهَا ۚ إِنَّ رَبِّي لَغَفُورٌ رَحِيمٌ
او نوح وویل، په بېړۍ کې سپاره شئ، د الله په نوم دا روانیږي او دا دریږي، بېشکه زما رب بښونکی ډیر مهربان دی.
۴۲.
وَهِيَ تَجْرِي بِهِمْ فِي مَوْجٍ كَالْجِبَالِ وَنَادَىٰ نُوحٌ ابْنَهُ وَكَانَ فِي مَعْزِلٍ يَا بُنَیَّ ارْكَب مَّعَنَا وَلَا تَكُن مَّعَ الْكَافِرِينَ
او دا (بیړۍ) له دوی سره روانه وه په داسې څپو کې لکه غرونه، او نوح يې زوی ته غږ کړ، په داسې حال کې چې هغه له دوی څخه بیل و، ای زما زویه! له موږ سره سپور شه، او له کافرانو سره مه پاتې کیږه.
۴۳.
قَالَ سَآوِي إِلَىٰ جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاءِ ۚ قَالَ لَا عَاصِمَ الْيَوْمَ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِلَّا مَن رَّحِمَ ۚ وَحَالَ بَيْنَهُمَا الْمَوْجُ فَكَانَ مِنَ الْمُغْرَقِينَ
هغه وویل، زه به په یو غره کې پناه واخلم چې ما به له اوبو څخه وساتي. نوح وویل، نن د الله له حکم څخه هیڅ پنا ځای نشته دی، پرته له هغه چا چې الله پرې رحم کړی وي. او څپه یې ترمنځ راغله، نو هغه له ډوبو شویو څخه وو.
۴۴.
وَقِيلَ يَا أَرْضُ ابْلَعِي مَاءَكِ وَيَا سَمَاءُ أَقْلِعِي وَغِيضَ الْمَاءُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ وَاسْتَوَتْ عَلَى الْجُودِيِّ وَقِيلَ بُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ
او وویل شول، ای ځمکې! اوبه دې تیرې کړه (وڅښکه)، او ای اسمانه! (باران) ودروه، او اوبه وچې شوې، او حکم ترسره شو، او بېړۍ د جودي (په غره کې) ځای پر ځای شوه، او وویل شول لرېوالی دې وي د ظالم قوم لپاره.
۴۵.
وَنَادَىٰ نُوحٌ رَّبَّهُ فَقَالَ رَبِّ إِنَّ ابْنِي مِنْ أَهْلِي وَإِنَّ وَعْدَكَ الْحَقُّ وَأَنتَ أَحْكَمُ الْحَاكِمِينَ
او نوح خپل رب ته غږ کړ نو وېویل، ای زما ربه! بېشکه زما زوی زما له کورنۍ څخه دی، او ستا ژمنه رښتیا ده، او ته په ټولو کې غوره (عادل) حاکم یې.
۴۶.
قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ ۖ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ ۖ فَلَا تَسْأَلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ ۖ إِنِّي أَعِظُكَ أَن تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ
الله وویل ای نوحه! بېشکه هغه ستا له کورنۍ څخه نه دی، د هغه کارونه ناوړه وو، نو له ما څخه داسې څه مه غواړه چې ته پرې نه پوهیږې، یقینا زه تاته نصحیت کوم چې له ناپوهانو څخه ونه ګرځې.
۴۷.
قَالَ رَبِّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ ۖ وَإِلَّا تَغْفِرْ لِي وَتَرْحَمْنِي أَكُن مِّنَ الْخَاسِرِينَ
نوح وویل، ای زما ربه! زه له تا پناه غواړم چې له تا څخه داسې څه وغواړم چې زه پرې نه پوهېږم. او که ته ما ونه بښې او په ما رحم ونکړې، نو زه به له زیانکارانو څخه شم.
۴۸.
قِيلَ يَا نُوحُ اهْبِطْ بِسَلَامٍ مِّنَّا وَبَرَكَاتٍ عَلَيْكَ وَعَلَىٰ أُمَمٍ مِّمَّن مَّعَكَ ۚ وَأُمَمٌ سَنُمَتِّعُهُمْ ثُمَّ يَمَسُّهُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ
وویل شول، ای نوحه! راښکته شه! زموږ له خوا په سلام سره او برکتونه به وي پر تا او پر هغو امتونو چې له تا سره دي، او (ځینې) امتونه چې موږ به په دنیا کې ګټه ورکړو، بیا به زموږ له خوا دردونکی عذاب ورباندې ولګیږي.
۴۹.
تِلْكَ مِنْ أَنبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهَا إِلَيْكَ ۖ مَا كُنتَ تَعْلَمُهَا أَنتَ وَلَا قَوْمُكَ مِن قَبْلِ هَٰذَا ۖ فَاصْبِرْ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ
دا د غیب له خبرونو څخه دي چې موږ يې تاته وحی کوو. نه ته او نه ستا قوم له دې مخکې پرې پوهېدل. نو صبر وکړه؛ بېشکه ښه پای د ځان ساتونکو دی.
۵۰.
وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا ۗ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۚ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا مُفْتَرُونَ
او عاد ته د هغوی ورور هود، هغه وویل، ای زما قومه! د الله عبادت وکړئ، ستاسې لپاره د هغه پرته بل معبود نشته دی. تاسې نه يې خو دروغجن یاست.
۵۱.
يَا قَوْمِ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى الَّذِي فَطَرَنِي ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
ای زما قومه! زه له تاسو څخه په دې کار اجر نه غواړم. زما اجر یوازې د هغه سره دی چې زه یې پنځولی (جوړ کړی) یم. ایا تاسو عقل نلرئ؟
۵۲.
وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَىٰ قُوَّتِكُمْ وَلَا تَتَوَلَّوْا مُجْرِمِينَ
او ای زما قومه! له خپل رب څخه بښنه وغواړئ، بیا هغه ته وروګرځي (توبه وباسئ)، هغه به اسمان په پرله پسې توګه په تاسو واوروي، او ستاسو پياوړتیا ته به نوره غښتلتیا ور زیاته کړي. او تاسې مخونه مه اړوی په داسې حال کې مجرمان یاست.
۵۳.
قَالُوا يَا هُودُ مَا جِئْتَنَا بِبَيِّنَةٍ وَمَا نَحْنُ بِتَارِكِي آلِهَتِنَا عَن قَوْلِكَ وَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ
هغوی وویل، ای هوده! موږ ته په یو ښکاره دلیل سره نه یې راغلی، او ستا د خبرې له کبله موږ خپل معبودان نه پرېږدو او موږ په تا ایمان راوړونکي نه یو.
۵۴.
إِن نَّقُولُ إِلَّا اعْتَرَاكَ بَعْضُ آلِهَتِنَا بِسُوءٍ ۗ قَالَ إِنِّي أُشْهِدُ اللَّهَ وَاشْهَدُوا أَنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُونَ
موږ یوازې دا وایو چې تاته زموږ په معبودانو کې چا څه زیان در رسولی دی. هود وویل، زه الله شاهد نیسم او تاسو شاهد اوسئ چې زه له هغه څه بري یم چې تاسو یې ( له الله سره ) شریکوی.
۵۵.
مِن دُونِهِۦ ۖ فَكِيدُونِي جَمِيعًا ثُمَّ لَا تُنظِرُونِ
پرته له هغه (الله) څخه، نو ټول په ګډه زما خلاف دسیسه (تدبیرونه) جوړ کړئ بیا ماته وخت (مهلت) مه راکوئ.
۵۶.
إِنِّي تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ رَبِّي وَرَبِّكُم ۚ مَّا مِن دَابَّةٍ إِلَّا هُوَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهَا ۚ إِنَّ رَبِّي عَلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ
بېشکه ما پر الله توکل کړی دی چې زما رب او ستاسو رب دی. هیڅ ژوی نشته مګر هغه (الله) دا له تندی نیولی دی. بېشکه زما رب پر سمه لار دی.
۵۷.
فَإِن تَوَلَّوْا فَقَدْ أَبْلَغْتُكُم مَّا أُرْسِلْتُ بِهِۦٓ إِلَيْكُمْ ۚ وَيَسْتَخْلِفُ رَبِّي قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّونَهُۥ شَيْـًٔا ۚ إِنَّ رَبِّي عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ حَفِيظٌ
نو که تاسو مخ واړوئ، نو ما درته هغه څه ورسول چې زه تاسو ته ورسره لیږل شوی یم. او زما رب به ستاسو په ځای بل قوم راولي او تاسو به هغه (الله) ته هیڅ زیان رسولی ونشی. بېشکه زما رب په هر شي ساتونکی دی.
۵۸.
وَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا هُودًا وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُۥ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَنَجَّيْنَاهُم مِّنْ عَذَابٍ غَلِيظٍ
او کله چې زموږ حکم راغی، موږ هود او هغه کسان چې له هغه سره يې ایمان راوړی و، زموږ په رحمت سره وژغورل، او هغوی ته مو له سخت عذاب څخه خلاصون ورکړ.
۵۹.
وَتِلْكَ عَادٌۢ جَحَدُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ رَبِّهِمْ وَعَصَوا۟ رُسُلَهُۥ وَٱتَّبَعُوٓا۟ أَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ
او دا عاد دی، دوی د خپل رب آیتونه رد کړل، او د هغه له رسولانو څخه سرغړونه وکړه، او د هر سرکشه سرزورې د امر پیروي يې وکړه.
۶۰.
وَأُتْبِعُوا۟ فِى هَـٰذِهِ ٱلدُّنْيَا لَعْنَةًۭ وَيَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۗ أَلَآ إِنَّ عَادًاۭ كَفَرُوا۟ رَبَّهُمْ ۗ أَلَا بُعْدًۭا لِّعَادٍۢ قَوْمِ هُودٍ
او په دې دنیا کې او د قیامت په ورځ په دوی پورې لعنت ولګول شو. خبر اوسئ چې عاد يې په رب باندې کفر وکړ. خبر اوسئ چې(د الله له رحمت څخه ) د هود قوم، عاد ته لرېوالی دی.
۶۱.
وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَـٰلِحًۭا ۚ قَالَ يَـٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُۥ ۖ هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ ٱلْأَرْضِ وَٱسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَٱسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُوٓا۟ إِلَيْهِ ۚ إِنَّ رَبِّى قَرِيبٌۭ مُّجِيبٌۭ
او ثمود ته د هغوی ورور صالح، هغه وویل، ای زما قومه! د الله عبادت وکړئ، تاسو ته پرته له هغه بل معبود نشته دی. هغه تاسو له ځمکې څخه پیدا کړي یئ، او بیايې په هغې کې آباد کړی، نو له هغه څخه بښنه وغواړئ، بیا هغه ته ور وګرځئ (په توبې سره). بېشکه زما رب نژدې او د دعا قبولوونکی دی.
۶۲.
قَالُوا۟ يَـٰصَـٰلِحُ قَدْ كُنتَ فِينَا مَرْجُوًّۭا قَبْلَ هَـٰذَآ ۖ أَتَنْهَىٰنَآ أَن نَّعْبُدَ مَا يَعْبُدُ ءَابَآؤُنَا وَإِنَّنَا لَفِى شَكٍّۢ مِّمَّا تَدْعُونَآ إِلَيْهِ مُرِيبٍۢ
هغوی وویل، ای صالحه! ته مخکې له دې زموږ ترمنځ په امیدونو کې وې (تاته زموږ هیلې وې)، ایا ته موږ له دې منع کوې چې د هغه څه لمانځنه (عبادت) وکړو چې زموږ پلرونو به لمانځل؟ او بېشکه موږ په هغه څه چې ته موږ وربولې په خپه کونکي شک کې یو.
۶۳.
قَالَ يَـٰقَوْمِ أَرَءَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍۢ مِّن رَّبِّى وَءَاتَىٰنِى مِنْهُ رَحْمَةًۭ فَمَن يَنصُرُنِى مِنَ ٱللَّهِ إِنْ عَصَيْتُهُۥ ۖ فَمَا تَزِيدُونَنِى غَيْرَ تَخْسِيرٍۢ
صالح وویل، ای زما قومه! که زه له خپل رب څخه په ښکاره دلیل باندې یم او ما ته يې له خپل لوري رحمت راکړی وي، که د هغه نافرماني وکړم نو له الله څخه به ما څوک وژغوري؟ تاسو به ما زیات نکړی خو په تاوان کې.
۶۴.
وَيَـٰقَوْمِ هَـٰذِهِۦ نَاقَةُ ٱللَّهِ لَكُمْ ءَايَةًۭ فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِىٓ أَرْضِ ٱللَّهِ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوٓءٍۢ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌۭ قَرِيبٌۭ
او ای زما قومه! داد الله اوښه ستاسو لپاره یوه نښه ده، نو پرېږدئ چې هغه د الله په ځمکه کې وڅري، او تاسو هغې ته هېڅ زیان مه رسوئ، که نه نو ډېر ژر به پر تاسو عذاب راشي.
۶۵.
فَعَقَرُوهَا فَقَالَ تَمَتَّعُوا۟ فِى دَارِكُمْ ثَلَـٰثَةَ أَيَّامٍۢ ۖ ذَٰلِكَ وَعْدٌ غَيْرُ مَكْذُوبٍۢ
خو هغوی د هغې پړکي (پښې) پرې کړل، نو هود وویل، پخپلو کورونو کې درې ورځې پورې خوند واخلئ، دا هغه ژمنه ده چې نه ردیږي.
۶۶.
فَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا صَـٰلِحًۭا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ بِرَحْمَةٍۢ مِّنَّا وَمِنْ خِزْىِ يَوْمِئِذٍۢ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ ٱلْقَوِىُّ ٱلْعَزِيزُ
نو کله چې زموږ حکم راغی، موږ صالح او هغه کسان چې له هغه سره یې ایمان راوړی و زموږ په رحمت سره وژغورل، او د هغې له رسوايي (سپکاوي)څخه هم. بېشکه ستا رب پیاوړی او برلاسی دی.
۶۷.
وَأَخَذَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ٱلصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُوا۟ فِى دِيَـٰرِهِمْ جَـٰثِمِينَ
او هغه کسان چې ظلم یې کړی و، یوې سختې چیغې راونیول، نو پخپلو کورونو کې پړمخې لوېدلي [مړه] پاتې شول.
۶۸.
كَأَن لَّمْ يَغْنَوْا۟ فِيهَآ ۗ أَلَآ إِنَّ ثَمُودَ كَفَرُوا۟ رَبَّهُمْ ۗ أَلَا بُعْدًۭا لِّثَمُودَ
داسې چې ګواکې دوی په هغو (کورونو) کې هېڅ نه اوسېدل. خبر شئ چې ثمود يې په رب باندې کفر وکړ. خبر شئ چې د ثمود لپاره (له رحمت څخه) لرېوالی دی.
۶۹.
وَلَقَدْ جَآءَتْ رُسُلُنَآ إِبْرَٰهِيمَ بِٱلْبُشْرَىٰ قَالُوا۟ سَلَـٰمًۭا ۖ قَالَ سَلَـٰمٌۭ فَمَا لَبِثَ أَن جَآءَ بِعِجْلٍۢ حَنِيذٍۢ
او بېشکه زموږ استازي له زیري سره ابراهیم ته راغلل، هغوی وویل، سلام. ابراهیم وویل، سلام، نو په لږ ځنډه کې له یو پوخ کباب شوي خوسکي سره راغی.
۷۰.
فَلَمَّا رَءَآ أَيْدِيَهُمْ لَا تَصِلُ إِلَيْهِ نَكِرَهُمْ وَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةًۭ ۚ قَالُوا۟ لَا تَخَفْ إِنَّآ أُرْسِلْنَآ إِلَىٰ قَوْمِ لُوطٍۢ
نو کله چې يې ولیدل د هغوی لاسونه هغې ته نه غځيږي، هغوی ورته پردي ښکاره شول، او وېره يې ورڅخه احساس کړه. هغوی وویل، مه وېرېږه، بېشکه موږ د لوط قوم ته لیږل شوي یو.
۷۱.
وَٱمْرَأَتُهُۥ قَآئِمَةٌۭ فَضَحِكَتْ فَبَشَّرْنَـٰهَا بِإِسْحَـٰقَ وَمِن وَرَآءِ إِسْحَـٰقَ يَعْقُوبَ
او د هغه ښځه ولاړه وه، نو موسکۍ شوه، نو موږ هغې ته د اسحاق او له اسحاق وروسته د یعقوب زېری ورکړ.
۷۲.
قَالَتْ يَـٰوَيْلَتَىٰٓ ءَأَلِدُ وَأَنَا۠ عَجُوزٌۭ وَهَـٰذَا بَعْلِى شَيْخًا ۖ إِنَّ هَـٰذَا لَشَىْءٌ عَجِيبٌۭ
هغې وویل، په تعجب سره، ایا زه به ماشوم راوړم په داسې حال کې چې بوډۍ یم، او دی ډیر بوډا دی؟ یقینا دا یو حیرانونکی شی دی.
۷۳.
قَالُوٓا۟ أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ ٱللَّهِ ۖ رَحْمَتُ ٱللَّهِ وَبَرَكَـٰتُهُۥ عَلَيْكُمْ أَهْلَ ٱلْبَيْتِ ۚ إِنَّهُۥ حَمِيدٌۭ مَّجِيدٌۭ
هغوی وویل، ایا ته د الله د امر په اړه حیرانه یې؟ د الله رحمت او برکتونه دې پر تاسو باندې وي، ای د کورنۍ غړو! بېشکه هغه ستایل شوی او ډېر لوړ دی.
۷۴.
فَلَمَّا ذَهَبَ عَنْ إِبْرَٰهِيمَ ٱلرَّوْعُ وَجَآءَتْهُ ٱلْبُشْرَىٰ يُجَـٰدِلُنَا فِى قَوْمِ لُوطٍ
نو کله چې له ابراهیم څخه ویره لرې شوه او زېری ورته راغی، بیايې زموږ سره د لوط د قوم په اړه بحث کاو.
۷۵.
إِنَّ إِبْرَٰهِيمَ لَحَلِيمٌ أَوَّٰهٌۭ مُّنِيبٌۭ
بېشکه ابراهیم ډېر زغم والا، نرم زړی (زاري کونکی) (الله ته) ورګرځیدونکی و.
۷۶.
يَـٰٓإِبْرَٰهِيمُ أَعْرِضْ عَنْ هَـٰذَآ ۖ إِنَّهُۥ قَدْ جَآءَ أَمْرُ رَبِّكَ وَإِنَّهُمْ ءَاتِيهِمْ عَذَابٌ غَيْرُ مَرْدُودٍ
ای ابراهیمه! دا (بحث) پریږده، بېشکه د ستا د رب حکم راغلی دی، او بېشکه په هغوی به یو عذاب راشي چې بېرته نه ګرځول کېږي.
۷۷.
وَلَمَّا جَآءَتْ رُسُلُنَا لُوطًۭا سِىٓءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًۭا وَقَالَ هَـٰذَا يَوْمٌ عَصِيبٌۭ
او کله چې زموږ استازي لوط ته راغلل، هغه ورباندې غمجن شو او سینه يې پرې تنګه شوه، او وېویل، دا یوه سخته ورځ ده.
۷۸.
وَجَآءَهُۥ قَوْمُهُۥ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ ۖ وَمِن قَبْلُ كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ ۚ قَالَ يَـٰقَوْمِ هَـٰٓؤُلَآءِ بَنَاتِى هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ ۖ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ فِى ضَيْفِىٓ ۖ أَلَيْسَ مِنكُمْ رَجُلٌۭ رَّشِيدٌۭ
او د هغه قوم په منډه ورته راغلل او له دې مخکې یې بد اعمال کول، لوط وویل: ای زما قومه! دا زما لوڼې دي، دا ستاسو لپاره ډېرې پاکې دي. نو له الله وویریږئ او ما پخپلو مېلمنو کې مه سپکوی. ایا په تاسو کې کوم هوښیار سړی نشته؟
۷۹.
قَالُوا۟ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا لَنَا فِى بَنَاتِكَ مِنْ حَقٍّۢ وَإِنَّكَ لَتَعْلَمُ مَا نُرِيدُ
هغوی وویل، ته پوهېږې چې ستا پر لوڼو باندې زموږ هیڅ حق نشته دی او بېشکه ته پوهېږې چې موږ څه غواړو.
۸۰.
قَالَ لَوْ أَنَّ لِى بِكُمْ قُوَّةً أَوْ ءَاوِىٓ إِلَىٰ رُكْنٍۢ شَدِيدٍۢ
لوط وویل، کاشکې له ماسره د ستاسې په وړاندې ځواک وای، یا ما پیاوړی ملاتړ لرلای.
۸۱.
قَالُوا۟ يَـٰلُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَن يَصِلُوٓا۟ إِلَيْكَ ۖ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍۢ مِّنَ ٱلَّيْلِ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ إِلَّا ٱمْرَأَتَكَ ۖ إِنَّهُۥ مُصِيبُهَا مَآ أَصَابَهُمْ ۚ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ ٱلصُّبْحُ ۚ أَلَيْسَ ٱلصُّبْحُ بِقَرِيبٍۢ
میلمنو وویل، ای لوطه! بېشکه موږ د ستا د رب استازي یو. هغوی به تاته هېڅ کله در ونه رسېږي. نو شپې له خپلې کورنۍ سره روان شه، او ستاسې ترمنځ دې هیڅوک شاته نه ګوري، ستاله ښځې پرته، بېشکه دېته به هغه څه ورسېږي چې هغوی ته رسېږي. بېشکه د هغوی ژمنه سهار دی. ایا سهار نژدې نه دی؟
۸۲.
فَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَـٰلِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةًۭ مِّن سِجِّيلٍۢ مَّنضُودٍۢ
نو کله چې زموږ حکم راغی، موږ د کلي پروتنۍ برخه (سطحه) د هغه ترټولو ټيټه هغه وګرځوله (په دوی باندې مو ځمکه بل مخ واړوله)، او په دې کلي مو پخو خښتو ته ورته کاڼي واورول.
۸۳.
مُّسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ ۖ وَمَا هِىَ مِنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ بِبَعِيدٍۢ
د ستا له رب سره نښه شوي وو، او دا (عذاب) له ظالمانو څخه لرې نه دی.
۸۴.
وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًۭا ۚ قَالَ يَـٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُۥ ۖ وَلَا تَنقُصُوا۟ ٱلْمِكْيَالَ وَٱلْمِيزَانَ ۖ إِنِّىٓ أَرَىٰكُم بِخَيْرٍۢ وَإِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍۢ مُّحِيطٍۢ
او مدین ته د هغوی ورور شعیب، هغه وویل، ای زما قومه! د الله عبادت وکړئ، ستاسو لپاره پرته له هغه بل معبود نشته دی. او په پیمانه او تله کې کمی مه کوئ. بېشکه زه تاسو په خیر کې وینم، او بېشکه زه په تاسو باندې د هغې ورځې له عذاب څخه وېرېږم چې له هرې خوا راتاو وي.
۸۵.
وَيَـٰقَوْمِ أَوْفُوا۟ ٱلْمِكْيَالَ وَٱلْمِيزَانَ بِٱلْقِسْطِ وَلَا تَبْخَسُوا۟ ٱلنَّاسَ أَشْيَآءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ مُفْسِدِينَ
او ای زما قومه! پیمانه او تله په انصاف سره پوره کړئ او د خلکو توکي مه کموی او په ځمکه کې فساد مه کوئ.
۸۶.
بَقِيَّتُ ٱللَّهِ خَيْرٌۭ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ وَمَآ أَنَا۠ عَلَيْكُم بِحَفِيظٍۢ
د الله له خوا پاتې شوې(حلاله روزي) ستاسو لپاره غوره ده، که تاسو مومنان یاست. او زه په تاسو ساتونکی نه یم.
۸۷.
قَالُوا۟ يَـٰشُعَيْبُ أَصَلَوٰتُكَ تَأْمُرُكَ أَن نَّتْرُكَ مَا يَعْبُدُ ءَابَآؤُنَآ أَوْ أَن نَّفْعَلَ فِىٓ أَمْوَٰلِنَا مَا نَشَـٰٓؤُا۟ ۖ إِنَّكَ لَأَنتَ ٱلْحَلِيمُ ٱلرَّشِيدُ
هغوی وویل، ای شعیبه! ایا ستا لمونځونه تاته امر کوي چې موږ هغه څه پرېږدو چې زموږ پلرونو یې عبادت کاوه یا دا چې پخپلو مالونو کې هغه څه (پریږدو) چې موږ یې غواړو؟ بېشکه ته ډېر زغم والا، هوښیار یې.
۸۸.
قَالَ يَـٰقَوْمِ أَرَءَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍۢ مِّن رَّبِّى وَرَزَقَنِى مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًۭا وَمَآ أُرِيدُ أَنْ أُخَـٰلِفَكُمْ إِلَىٰ مَآ أَنْهَىٰكُمْ عَنْهُ ۚ إِنْ أُرِيدُ إِلَّا ٱلْإِصْلَـٰحَ مَا ٱسْتَطَعْتُ ۚ وَمَا تَوْفِيقِىٓ إِلَّا بِٱللَّهِ ۚ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ
شعیب وویل، ای زما قومه! که زه له خپل رب څخهپه ښکاره دلیل باندې یم او هغه ما ته له خپل لورې ښکلی رزق راکړی وي، او زه نه غواړم چې ستاسو مخالفت وکړم او پخپله هغه کار وکړم چې تاسو ترې منع کوم. زه یوازې د اصلاح اراده لرم څومره چې کولی شم، او زما بریالیتوب یوازې له الله سره دی. ما په هغه توکل کړی او هغه ته ګرځيدونکی یم.
۸۹.
وَيَـٰقَوْمِ لَا يَجْرِمَنَّكُمْ شِقَاقِىٓ أَن يُصِيبَكُم مِّثْلُ مَآ أَصَابَ قَوْمَ نُوحٍ أَوْ قَوْمَ هُودٍ أَوْ قَوْمَ صَـٰلِحٍۢ ۚ وَمَا قَوْمُ لُوطٍۢ مِّنكُم بِبَعِيدٍۢ
او ای زما قومه! له ما سره مو مخالفت داسې نه کړي چې پر تاسو هغه څه ولګیږي چې د نوح په قوم، یا د هود په قوم، یا د صالح په قوم لګیدلي و. او د لوط قوم خو له تاسو څخه لرې نه دی.
۹۰. وَٱسْتَغْفِرُوا۟ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوٓا۟ إِلَيْهِ ۚ إِنَّ رَبِّى رَحِيمٌۭ وَدُودٌۭ
او له رب څخه مو بښنه وغواړئ، بیا هغه ته ور وګرځئ (توبه وباسئ). بېشکه زما رب ډېر مهربان ډېر مینه ناک دی.
۹۱.
قَالُوا۟ يَـٰشُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِيرًۭا مِّمَّا تَقُولُ وَإِنَّا لَنَرَىٰكَ فِينَا ضَعِيفًۭا ۖ وَلَوْلَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنَـٰكَ ۖ وَمَآ أَنتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍۢ
هغوی وویل، ای شعیبه! موږ په هغه څه ډیر نه پوهېږو چې ته یې وایي، او بېشکه موږ تا په موږ کې ډېر کمزوری وینو، او که ستا دا خپلوان نه وای، موږ به ته په کاڼو ویشتلای وای، او ته زموږ لپاره هیڅ عزتمند نه یي.
۹۲.
قَالَ يَـٰقَوْمِ أَرَهْطِىٓ أَعَزُّ عَلَيْكُم مِّنَ ٱللَّهِ وَٱتَّخَذْتُمُوهُ وَرَآءَكُمْ ظِهْرِيًّا ۖ إِنَّ رَبِّى بِمَا تَعْمَلُونَ مُحِيطٌۭ
شعیب وویل، ای زما قومه! ایا زما کورنۍ تاسو ته له الله څخه ډیره عزتمنه ده، او تاسو الله هیر کړی دی؟ بېشکه زما رب دهغو کارونو راګیرونکی دی چې تاسې کوي.
۹۳.
وَيَـٰقَوْمِ ٱعْمَلُوا۟ عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّى عَامِلٌۭ سَوْفَ تَعْلَمُونَ مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌۭ يُخْزِيهِ وَمَنْ هُوَ كَـٰذِبٌۭ ۖ وَٱرْتَقِبُوٓا۟ إِنِّى مَعَكُمْ رَقِيبٌۭ
او ای زما قومه! تاسې پخپل ځای کې عمل وکړئ، بېشکه زه (هم) عمل کوم، ډېر ژر به پوه شئ چې چاته به عذاب راشي چې هغه به رسوا کړي او څوک به دروغجن وي. او (عذاب) ته انتظار وباسئ، بېشکه زه له تاسو سره منتظر یم.
۹۴.
وَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا شُعَيْبًۭا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ بِرَحْمَةٍۢ مِّنَّا وَأَخَذَتِ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ٱلصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُوا۟ فِى دِيَـٰرِهِمْ جَـٰثِمِينَ
او کله چې زموږ حکم راغی، موږ شعیب او هغه کسان چې له هغه سره یې ایمان راوړی و، زموږ په رحمت سره وژغورل، او هغه کسانو ته چې ظلم یې کړی و، یوه سخته چیغه راغله، نو هغوی په خپلو کورونو کې پړمخې لوېدلي پاتې شول.
۹۵.
كَأَن لَّمْ يَغْنَوْا۟ فِيهَآ ۗ أَلَا بُعْدًۭا لِّمَدْيَنَ كَمَا بَعِدَتْ ثَمُودُ
داسې چې ګواکې دوی په هغو (کورونو) کې هېڅ نه اوسېدل. خبر اوسئ چې مدین ته (له رحمت څخه) لرېوالی دی، لکه چې ثمودیان لرې شول.
۹۶.
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِـَٔايَـٰتِنَا وَسُلْطَـٰنٍۢ مُّبِينٍ
او بېشکه موږ موسی زموږ له آیتونو او روښانه دلیل سره ولیږه.
۹۷.
إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِيْهِۦ فَٱتَّبَعُوٓا۟ أَمْرَ فِرْعَوْنَ ۖ وَمَآ أَمْرُ فِرْعَوْنَ بِرَشِيدٍۢ
فرعون او د هغه د قوم مشرانو ته، نو هغوی د فرعون امر ومانه، او د فرعون امر ناسم و.
۹۸.
يَقْدُمُ قَوْمَهُۥ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فَأَوْرَدَهُمُ ٱلنَّارَ ۖ وَبِئْسَ ٱلْوِرْدُ ٱلْمَوْرُودُ
هغه به د قیامت په ورځ دخپل قوم مخکښ وي، نو هغوی به اور ته داخل کړي، او د ورتلونکو لپاره بد ځای د ورتلو دی.
۹۹.
وَأُتْبِعُوا۟ فِى هَـٰذِهِۦ لَعْنَةًۭ وَيَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۚ بِئْسَ ٱلرِّفْدُ ٱلْمَرْفُودُ
او په دې دنیا کې لعنت ورپسې ولګول شو او د قیامت په ورځ. څومره بد انعام دی چې هغوی ته ورکول کېږي.
۱۰۰.
ذَٰلِكَ مِنْ أَنۢبَآءِ ٱلْقُرَىٰ نَقُصُّهُۥ عَلَيْكَ ۖ مِنهَا قَآئِمٌۭ وَحَصِيدٌۭ
داد هغو کلیو له خبرونو څخه دي چې موږ يې درته کیسه کوو. ځینې (په دغو کلیو کې) ولاړ دي او ځینې يې ریبل شوي (ویجاړ ) دي.
۱۰۱.
وَمَا ظَلَمْنَـٰهُمْ وَلَـٰكِن ظَلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ فَمَآ أَغْنَتْ عَنْهُمْ ءَالِهَتُهُمُ ٱلَّتِى يَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍۢ لَّمَّا جَآءَ أَمْرُ رَبِّكَ ۖ وَمَا زَادُوهُمْ غَيْرَ تَتْبِيبٍۢ
او موږ پر هغوی ظلم نه دی کړی بلکې هغوی پخپلو ځانونو باندې ظلم وکړ. نو د هغوی معبودان چې پرته له الله څخه به يې بلل، هېڅ ورته په کار رانغلل کله چې د ستا د رب امر راغی او هغوی ته یې پرته له تاوان څخه بل څه ور زیات نکړل.
۱۰۲.
وَكَذَٰلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَآ أَخَذَ ٱلْقُرَىٰ وَهِىَ ظَـٰلِمَةٌ ۚ إِنَّ أَخْذَهُۥٓ أَلِيمٌۭ شَدِيدٌ
او په دې ډول دي د ستا د رب اخیستل، کله چې کوم کلي رانیسي په داسې حال کې چې دا ظالم وي. بېشکه د هغه رانیول ډېر دردناک او سخت دي.
۱۰۳.
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَءَايَةًۭ لِّمَنْ خَافَ عَذَابَ ٱلْءَاخِرَةِ ۚ ذَٰلِكَ يَوْمٌۭ مَّجْمُوعٌۭ لَّهُ ٱلنَّاسُ وَذَٰلِكَ يَوْمٌۭ مَّشْهُودٌۭ
بېشکه په دې کې یوه نښه ده د هغه چا لپاره چې د آخرت له عذاب څخه ویریږي. دا هغه ورځ ده چې ټول خلک به پکې راټول کړی شي، او دا یوه داسې ورځ ده شاهده به وي.
۱۰۴.
وَمَا نُؤَخِّرُهُۥٓ إِلَّا لِأَجَلٍۢ مَّعْدُودٍۢ
او موږ دا (عذاب) نه دی ځنډولی خو تر یوې ټاکلې مودې پورې.
۱۰۵.
يَوْمَ يَأْتِ لَا تَكَلَّمُ نَفْسٌ إِلَّا بِإِذْنِهِۦ ۚ فَمِنْهُمْ شَقِىٌّۭ وَسَعِيدٌۭ
په هغه ورځ چې دا راشي، هېڅوک به خبرې ونکړي خو د هغه (الله) په اجازې سره، نو له هغوی څخه به ځینې بدمرغه وي او ځینې نېکمرغه.
۱۰۶.
فَأَمَّا ٱلَّذِينَ شَقُوا۟ فَفِى ٱلنَّارِ لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌۭ وَشَهِيقٌۭ
نو هغه کسان چې بدمرغه شول، نو هغوی به په اور کې وي، د هغوی لپاره به پکې چیغې (رمباړې) او ژړاوې (بغارې) وي.
۱۰۷.
خَـٰلِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ ٱلسَّمَـٰوَٰتُ وَٱلْأَرْضُ إِلَّا مَا شَآءَ رَبُّكَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌۭ لِّمَا يُرِيدُ
په هغه کې به تلپاتې وي، تر هغې چې آسمانونه او ځمکه دوام وکړي، خو هغه څه چې ستا رب وغواړي. بېشکه ستا رب هغه څه ترسره کوي چې اراده يې کوي.
۱۰۸.
وَأَمَّا ٱلَّذِينَ سُعِدُوا۟ فَفِى ٱلْجَنَّةِ خَـٰلِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ ٱلسَّمَـٰوَٰتُ وَٱلْأَرْضُ إِلَّا مَا شَآءَ رَبُّكَ ۖ عَطَآءًۭ غَيْرَ مَجْذُوذٍۢ
او هغه کسان چې نېکمرغه شول په جنت کې به تلپاتې وي، تر هغې چې آسمانونه او ځمکه دوام وکړي، خو هغه څه چې ستا رب وغواړي. دا یوه پرتمینه نه ختمیدونکې ورکړه ده.
۱۰۹.
فَلَا تَكُ فِى مِرْيَةٍۢ مِّمَّا يَعْبُدُ هَـٰٓؤُلَآءِ ۚ مَا يَعْبُدُونَ إِلَّا كَمَا يَعْبُدُ ءَابَآؤُهُم مِّن قَبْلُ ۚ وَإِنَّا لَمُوَفُّوهُمْ نَصِيبَهُمْ غَيْرَ مَنقُوصٍۢ
نو د هغه څه په اړه چې دوی یې عبادت کوي په شک کې مه کېږه. دوی نه لمانځي خو هغه څه چې مخکې به يې پلرونو لمانځل. او بېشکه موږ به د دوی برخه پرته له کمښت څخه پوره ورکړو.
۱۱۰.
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ فَٱخْتُلِفَ فِيهِ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌۭ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِىَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَفِى شَكٍّۢ مِّنْهُ مُرِيبٍۢ
او بېشكه موږ موسی ته كتاب وركړى و، خو په هغه كې يې اختلاف وکړ. او که یوه خبره نه وای چې ستا د رب له لورې مخکې لېږل شوې وه، نو هرومرو به د دوی ترمنځ به پریکړه شوې وای، او دوی د ده [قرآن] په اړه په غمجن شک کې دي.
۱۱۱.
وَإِنَّ كُلًّۭا لَّمَّا لَيُوَفِّيَنَّهُمْ رَبُّكَ أَعْمَـٰلَهُمْ ۚ إِنَّهُۥ بِمَا يَعْمَلُونَ خَبِيرٌۢ
او بېشکه کله چې يې وخت راشي (د مومنانو او کافرانو) هرې ډلې ته به ستا رب د دوی د کارونو پوره بدله ورکړي. بېشکه هغه په هغو کارونو چې دوی یې کوي ښه خبر دی.
۱۱۲.
فَٱسْتَقِمْ كَمَآ أُمِرْتَ وَمَنْ تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطْغَوْا۟ ۚ إِنَّهُۥ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌۭ
نو لکه څنګه چې امر درته شوی دی سییده اوسه، او هغه څوک چې ستا په ملګرتیا کې (الله ته) راګرځيدلي دي (توبه يې ایستلي ده). او تاسې سرغړونه مکوئ. بېشکه هغه د هغو کارونو ښه لیدونکی دی چې تاسو یې کوئ.
۱۱۳.
وَلَا تَرْكَنُوٓا۟ إِلَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ فَتَمَسَّكُمُ ٱلنَّارُ ۖ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِنْ أَوْلِيَآءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ
او د هغو کسانو طرفته مه ورکږیږئ (مه مایله) کېږئ چې ظلم یې کړی دی، که نه نو اور به تاسو ته در ورسیږي، او ستاسو لپاره پرته له الله څخه بل ملګری نشته دی، بیا به تاسو ته مرسته درنکړل شي.
۱۱۴.
وَأَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ طَرَفَىِ ٱلنَّهَارِ وَزُلَفًۭا مِّنَ ٱلَّيْلِ ۖ إِنَّ ٱلْحَسَنَـٰتِ يُذْهِبْنَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ ۚ ذَٰلِكَ ذِكْرَىٰ لِلذَّـٰكِرِينَ
او لمونځ ودروه، د ورځې په دواړو پړاوونو کې او د شپې په خواو شا کې. بېشکه نېکۍ د بدیو ختمونکي دي. داد هغه چا لپاره یادښت دی چې یادوونه کوي.
۱۱۵.
وَٱصْبِرْ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُحْسِنِينَ
او صبر وکړه، نو بېشکه الله د نېکي کوونکو اجر نه بربادوي.
۱۱۶.
فَلَوْلَا كَانَ مِنَ ٱلْقُرُونِ مِن قَبْلِكُمْ أُو۟لُوا۟ بَقِيَّةٍۢ يَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْفَسَادِ فِى ٱلْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلًۭا مِّمَّنْ أَنجَيْنَا مِنْهُمْ ۗ وَٱتَّبَعَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مَآ أُتْرِفُوا۟ فِيهِ وَكَانُوا۟ مُجْرِمِينَ
نو ولې له تاسو څخه مخکې په پخوانیو نسلونو کې داسې هوښیار خلک نه وو چې د ځمکې پر مخ یې د فساد مخنیوی کړی وای، پرته له لږو کسانو چې ددوی له منځه موږ وژغورل؟ خو هغو کسانو چې ظلم یې کړی و، د عیش ژوند پسې ولاړل چې هغوی ته ورکړل شوی و، او هغوی مجرمان شول.
۱۱۷.
وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ ٱلْقُرَىٰ بِظُلْمٍۢ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ
او ستا رب به هېڅکله په ظلم سره کلي تباه نکړي، که د هغوی اوسیدونکي سمونپال (اصلاح کوونکي) وي.
۱۱۸.
وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ ٱلنَّاسَ أُمَّةًۭ وَٰحِدَةًۭ وَلَا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ
او که ستا رب وغواړي، نو ټول خلک به یې یو قوم ګرځولی وای. او (خو) ددوی اختلاف به ونه دریږي.
۱۱۹.
إِلَّا مَن رَّحِمَ رَبُّكَ وَلِذَٰلِكَ خَلَقَهُمْ ۗ وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ ٱلْجِنَّةِ وَٱلنَّاسِ أَجْمَعِينَ
پرته له هغه چا چې ستا رب پرې رحم کړی وي. او د همدې لپاره یې هغوی پیدا کړي دي. او د ستا د رب خبره پوره شوې ده چې خامخابه جهنم له پيریانو او انسانانو څخه ډکوم.
۱۲۰.
وَكُلًّۭا نَّقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنۢبَآءِ ٱلرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِۦ فُؤَادَكَ ۚ وَجَآءَكَ فِى هَـٰذِهِ ٱلْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌۭ وَذِكْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ
او موږ تاته د ټولو پیغمبرانو له خبرونو څخه کیسې کوو، هغه څه چې موږ پرې ستا زړه قوي کوو. او تاته په دې کې رښتیا، بیان او د مومنانو لپاره سپارښت (یادون) راغلی دی .
۱۲۱.
وَقُل لِّلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ ٱعْمَلُوا۟ عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنَّا عَـٰمِلُونَ
او هغو کسانو ته چې ایمان نه راوړي ووایه، پخپل ځای کې عمل وکړئ، بېشکه موږ (هم) عمل کوونکي یو.
۱۲۳.
وَٱنتَظِرُوٓا۟ إِنَّا مُنتَظِرُونَ
او منتظر اوسئ، بېشکه موږ هم انتظار یو.
123. وَلِلَّهِ غَيْبُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَإِلَيْهِ يُرْجَعُ ٱلْأَمْرُ كُلُّهُۥ فَٱعْبُدْهُۥ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ ۚ وَمَا رَبُّكَ بِغَـٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ
او د آسمانونو او ځمکې نالیدلي (غیب) د الله لپاره دي، او ټولې چارې هغه ته بیرته ورګرځي، نو د هغه عبادت وکړه او په هغه توکل وکړه. او ستا رب له هغه څه نه غافل نه دی چې تاسو یې کوی.