بسم الله الرحمن الرحیم
۱. سُبْحَانَ ٱلَّذِیۤ أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِۦ لَیۡلࣰا مِّنَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ إِلَى ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡأَقۡصَا ٱلَّذِی بَٰرَكۡنَا حَوۡلَهُۥ لِنُرِیَهُۥ مِنۡ ءَایَٰتِنَاۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِیعُ ٱلۡبَصِیرُ.
پاکي ده د هغه لپاره چې خپل بنده (محمد ﷺ) یې د شپې له مسجد الحرامه مسجد الاقصا ته یووړ، هغه ځای چې موږ یې شاوخوا برکتناکه کړی ترڅو خپلې ځینې نښې وروښیو، یقینا هغه ډير ښه اورېدونکی ډیر ښه لیدونکی دی.
۲. وَءَاتَیۡنَا مُوسَى ٱلۡكِتَٰبَ وَجَعَلۡنَٰهُ هُدࣰى لِّبَنِیۤ إِسۡرَٰٓءِیلَ أَلَّا تَتَّخِذُوا۟ مِن دُونِی وَكِیلࣰا.
او موږ موسیٰ ته کتاب (تورات) ورکړ، او دا مو د بني اسرائيلو لپاره لارښود وګرځاوه، خبردار له ما پرته بل کارساز مه نیسئ.
۳. ذُرِّیَّةَ مَنۡ حَمَلۡنَا مَعَ نُوحٍ إِنَّهُۥ كَانَ عَبۡدࣰا شَكُورࣰا.
ای د هغه چا اولادې چې موږ له نوح سره لیږدولي وو، بیشکه هغه ډير شکرکوونکی بنده وو.
۴. وَقَضَیۡنَآ إِلَىٰ بَنِیۤ إِسۡرَٰٓءِیلَ فِی ٱلۡكِتَٰبِ لَتُفۡسِدُنَّ فِی ٱلۡأَرۡضِ مَرَّتَیۡنِ وَلَتَعۡلُنَّ عُلُوࣰّا كَبِیرࣰا.
او مونږ بني اسرائیلو ته په كتاب كې وار له مخه خبردارى وركړى وو چې تاسو بهدوه ځلې په ځمكه كې فساد كوی او تاسو به سرغړونه كوی په ډېرې لوې سركشۍ سره.
۵. فَإِذَا جَآءَ وَعۡدُ أُو۟لَىٰهُمَا بَعَثۡنَا عَلَیۡكُمۡ عِبَادࣰا لَّنَآ أُو۟لِی بَأۡسࣲ شَدِیدࣲ فَجَاسُوا۟ خِلَٰلَ ٱلدِّیَارِۚ وَكَانَ وَعۡدࣱا مَّفۡعُولࣰا.
نو کله چې په هغو دواړو کې د لومړۍ ځلې ژمنه راورسیده موږ پر تاسېو باندې خپل داسې بندګان واکمن کړل چې ډیر سخت جنګي وو، نو هغوی د ښارونو په منځ کې ښه وګرځيدل او دا ژمنه وه چې باید پوره شوې وای.
۶. ثُمَّ رَدَدۡنَا لَكُمُ ٱلۡكَرَّةَ عَلَیۡهِمۡ وَأَمۡدَدۡنَٰكُم بِأَمۡوَٰلࣲ وَبَنِینَ وَجَعَلۡنَٰكُمۡ أَكۡثَرَ نَفِیرًا.
بیا موږ بیا تاسې ته پر هغوی برلاسي درکړه، او ستاسې مرسته مو وکړه په مالونو او زامنو، او تاسې مو (د خلکو) د ملاتړ له پلوه بیخي ډير کړی.
۷. إِنۡ أَحۡسَنتُمۡ أَحۡسَنتُمۡ لِأَنفُسِكُمۡۖ وَإِن سَآءَتُمۡ فَلَهَاۚ فَإِذَا جَآءَ وَعۡدُ ٱلۡأَخِرَةِ لِیَسُۡـُٔوا۟ وُجُوهَكُمۡ وَلِیَدۡخُلُوا۟ ٱلۡمَسۡجِدَ كَمَا دَخَلُوهُۥٓ أَوَّلَ مَرَّةࣲ وَلِیُتَبِّرُوا۟ مَا عَلَوۡا۟ تَتۡبِیرًا.
که تاسې نېکي وکړی د خپلو ځانونو لپاره نیکي کوی، او که تاسې بدي وکړی، نو په هغه ځان باندې ده (چې بدي يې کړې ده)، نو کله چې د دوهم فساد ژمنه راورسيږي، نو (زموږ بندګان) به ستاسې مخونه وران ویجاړ کړي، او ددې لپاره چې د (اقصی) مسجد ته به داسې داخل شي لکه چې د لومړي ځل لپاره داخل شوي وو، او ددې لپاره چې له بیخه ویجاړ کړي هر هغه څه چې دوی پرې برلاسي شي.
۸. عَسَىٰ رَبُّكُمۡ أَن یَرۡحَمَكُمۡۚ وَإِنۡ عُدتُّمۡ عُدۡنَاۘ وَجَعَلۡنَا جَهَنَّمَ لِلۡكَٰفِرِینَ حَصِیرًا.
ښايي ستاسو رب درباندې رحم وکړي، خو که تاسو بیا فساد ته ستانه شئ، نو موږ به هم سزا درکړو، او موږ د کافرانو لپاره دوزخ یوه کلا ګرځولې ده.
۹. إِنَّ هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانَ یَهۡدِی لِلَّتِی هِیَ أَقۡوَمُ وَیُبَشِّرُ ٱلۡمُؤۡمِنِینَ ٱلَّذِینَ یَعۡمَلُونَ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أَنَّ لَهُمۡ أَجۡرࣰا كَبِیرࣰا.
بېشکه، دا قرآن هغه لارې ته هدایت کوي چې تر ټولو سم ده، او مؤمنانو ته زېری ورکوي، هغو چې نیک عملونه کوي، چې د دوی لپاره ستر اجر دی.
۱۰. وَأَنَّ ٱلَّذِینَ لَا یُؤۡمِنُونَ بِٱلۡأٓخِرَةِ أَعۡتَدۡنَا لَهُمۡ عَذَابࣰا أَلِیمࣰا.
او هغه کسان چې پر آخرت ایمان نه لري، موږ د هغوی لپاره دردناک عذاب تیار کړی دی.
۱۱. وَیَدۡعُ ٱلۡإِنسَٰنُ بِٱلشَّرِّ دُعَآءَهُۥ بِٱلۡخَیۡرِۖ وَكَانَ ٱلۡإِنسَٰنُ عَجُولࣰا.
او انسان د شر (زیان) لپاره هم داسې دعا کوي لکه د هغه د خیر (ګټې) د دعا په څیر، او انسان له پیله ډېر بېړه کوونکی دی.
۱۲. وَجَعَلۡنَا ٱلَّیۡلَ وَٱلنَّهَارَ ءَایَتَیۡنِ فَمَحَوۡنَآ ءَایَةَ ٱلَّیۡلِ وَجَعَلۡنَآ ءَایَةَ ٱلنَّهَارِ مُبۡصِرَةࣰ لِّتَبۡتَغُوا۟ فَضۡلࣰا مِّن رَّبِّكُمۡ وَلِتَعۡلَمُوا۟ عَدَدَ ٱلسِّنِینَ وَٱلۡحِسَابَۚ وَكُلَّ شَیۡءࣲ فَصَّلۡنَٰهُ تَفۡصِیلࣰا.
او موږ شپه او ورځ دوه نښې وګرځولې، بیا مو د شپې نښه (تیاره) ایسته کړه، او د ورځې نښه مو رڼا بښونکې راڅرګنده کړه، ترڅو تاسې د خپل رب له فضل (روزی) څخه لټون وکړئ، او د کلونو په شمېر باندې پوه شئ او په حساب، او ټول شیان موږ په تفصیل سره بیان کړی دی.
۱۳. وَكُلَّ إِنسَٰنٍ أَلۡزَمۡنَٰهُ طَٰٓئِرَهُۥ فِی عُنُقِهِۦۖ وَنُخۡرِجُ لَهُۥ یَوۡمَ ٱلۡقِیَٰمَةِ كِتَٰبࣰا یَلۡقَىٰهُ مَنشُورًا.
او موږ د هر انسان کارونه د هغه پر غاړه اړین کړي دي او د قیامت په ورځ به موږ ورته یو کتاب راوباسو چې دی به ورسره مخامخ شي په داسې حال کې چې هغه به غوړیدلی وي.
۱۴. ٱقۡرَأۡ كِتَٰبَكَ كَفَىٰ بِنَفۡسِكَ ٱلۡیَوۡمَ عَلَیۡكَ حَسِیبࣰا.
کتاب دې ولوله! نن دې خپل ځان ستا پخلاف بسنه کوي د حساب کونکي په توګه.
۱۵. مَّنِ ٱهۡتَدَىٰ فَإِنَّمَا یَهۡتَدِی لِنَفۡسِهِۦۖ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیۡهَاۚ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةࣱ وِزۡرَ أُخۡرَىٰۗ وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِینَ حَتَّىٰ نَبۡعَثَ رَسُولࣰا.
چا چې نېغه لاره خپله کړه، نو یقینا هغه د خپل ځان (د ګټې) لپاره سمه لاره مومي، او څوك چې بېلارې شو، نو بیشکه هغه يې خپل ځان بېلارې کړ، او هېڅ کوم بار اوچتونكى د بل بار نه اوچتوي او موږ كله هم عذاب وركوونكي نه یو تر هغه پورې چې رسول ولېږو.
۱۶. وَإِذَآ أَرَدۡنَآ أَن نُّهۡلِكَ قَرۡیَةࣰ أَمَرۡنَا مُتۡرَفِیهَا فَفَسَقُوا۟ فِیهَا فَحَقَّ عَلَیۡهَا ٱلۡقَوۡلُ فَدَمَّرۡنَٰهَا تَدۡمِیرࣰا.