د الله په نوم چې ډېر مهربان او ډېر رحم والا دی
سورة النحل
1. أَتَىٰ أَمْرُ اللَّهِ فَلَا تَسْتَعْجِلُوهُ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ
د الله امر راغی، نو په هغه کې بېړه مه کوئ. هغه پاک دی، ډېر لوړ دی له هغه څه چې دوی یې ورسره شریکوي.
2. يُنَزِّلُ الْمَلَائِكَةَ بِالرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلَىٰ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ أَنْ أَنْذِرُوا أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا أَنَا فَاتَّقُونِ
هغه پخپل امر ملایک له وحی سره ښکته لیږي هغه چاته چې اراده يې وکړي، پخپلو بندګانو کې، چې خبرداری ورکړی چې یقینا بل معبود نشته دی خو زه یم، نو له ما وویریږی.
3. خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ ۚ تَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ
اسمانونه او ځمکه يې په رښتیني توګه جوړکړي دي. هغه له دې شریکانو ډېر لوړ او پاک دی چې دوی یې ورسره شریکوي.
4. خَلَقَ الْإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ
انسان يې د مني له یو څاڅکي پیداکړی، نو هغه ناڅاپه ښکاره جګړه مار شو.
5. وَالْأَنْعَامَ خَلَقَهَا لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ
اوڅاروي یې درته جوړکړي دي، ستاسې لپاره پکې د تودوخې توکي دي، او نورې ګټې، او له هغوی څخه يې خوری.
6. وَلَكُمْ فِيهَا جَمَالٌ حِينَ تُرِيحُونَ وَحِينَ تَسْرَحُونَ
او په هغوی کې ستاسې لپاره ښکلا ده، کله چې يې ماښام کور ته راولی او کله چې يې سهار څړځایونو ته بیایي.
7. وَتَحْمِلُ أَثْقَالَكُمْ إِلَىٰ بَلَدٍ لَّمْ تَكُونُوا بَالِغِيهِ إِلَّا بِشِقِّ الْأَنفُسِ إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ
او هغوی ستاسې درانه بارونه هغو سیمو ته وړي چې تاسې نشی وړلی، خویې د ځان په سختۍ سره، بېشکه ستاسې رب ډېر مهربان او ډېر رحم والا دی.
8. وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً ۚ وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ
او اسونه، خره او کچر یې جوړکړي دي چې سپرلي پرې وکړئ او ښایست، او هغه څه یې جوړکړي دي چې تاسې پرې نه پوهېږی.
9. وَعَلَى اللَّهِ قَصْدُ السَّبِيلِ وَمِنْهَا جَائِرٌ ۚ وَلَوْ شَاءَ لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ
او دسمې لارې ښوونه د الله په ذمه ده، خو ځینې لارې کږې دي، او که هغه غوښتلی، نو تاسې ټولو ته به یې سمه لاره ښوولې وه.
10. هُوَ الَّذِي أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لَكُم مِّنْهُ شَرَابٌ وَمِنْهُ شَجَرٌ فِيهِ تُسِيمُونَ
هغه څوک چې له اسمانه یې اوبه راښکته کړي دي چې ستاسې لپاره له هغې څښاک دی، او له دې داسې ونې شته چې څاروي مو پرې خوراک کوي.
11. يُنبِتُ لَكُم بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالْأَعْنَابَ وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
هغه له دې سره ستاسو لپاره غله، زیتون، خرما، انګور او هر ډول مېوې رازرغونوي. په دې کې خامخا د هغو خلکو لپاره پند دی چې فکر کوي.
12. وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖ وَالنُّجُومُ مُسَخَّرَاتٌ بِأَمْرِهِ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
او هغه شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ ستاسو لپاره تابع کړي دي. او ستوري هم د هغه په امر تابع دي. په دې کې خامخا د عقل لرونکو لپاره نښې دي.
13. وَمَا ذَرَأَ لَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ
او په ځمکه کې یې ستاسې لپاره ډول ډول څیزونه پیدا کړي دي. په دې کې خامخا د هغه قوم لپاره نښې دي چې یادونه کوي.
14.وَهُوَ الَّذِي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُوا مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُوا مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا ۖ وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
او هغه څوک چې سمندر یې ستاسې لپاره تابع کړی دی چې تازه غوښه ترې وخوری او له هغه څخه ښکلا (مرغلرې او نورې د ښایست ډبرې) راوباسی چې اغوندی يې، او بیړۍ وینی چې اوبه څیروي، او ددې لپاره چې د هغه له فضل څخه روزي وغواړئ او د هغه شکر وباسئ.
15. وَأَلْقَىٰ فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَأَنْهَارًا وَسُبُلًا لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
او په ځمکه کې یې درانده غرونه کېښودل ترڅو په تاسې باندې ونه ښویېږي. او ویالې او لارې ترڅو تاسې سمه لاره ومومئ.
16. وَعَلَامَاتٍ ۚ وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ
او نښې (یې چمتو کړي دی) او په ستورو سره يې دوی لاره مومي.
17. أَفَمَن يَخْلُقُ كَمَن لَّا يَخْلُقُ ۗ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
ایا نو هغه څوک چې پنڅول کوي، د هغه چا په څير دی چې پنځول نکوي؟ ایا تاسې یادونه نکوی؟
18. وَإِن تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا ۗ إِنَّ اللَّهَ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ
که تاسې د الله نعمتونه وشمېرئ تاسې به یې ونشی شمېرلی. بېشکه الله ډېر بښونکی او ډېر رحم والا دی.
19. وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ
او الله په هغه څه ښه پوهېږي چې تاسې یې پټوی او هغه څه چې ښکاره کوی.
20. وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَا يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ
او هغه کسان چې له الله پرته بل څوک رابولي، هغه هېڅ شی نشي پنځولی بلکې دوی پخپله پنځول شوي دي.
21. أَمْوَاتٌ غَيْرُ أَحْيَاءٍ ۖ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ
هغوی مړي دي، ژوندی نه دي، او نه پوهېږي چې کله به بیا ژوندي کړی شي.
22. إِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۖ فَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ قُلُوبُهُم مُّنكِرَةٌ وَهُم مُّسْتَكْبِرُونَ
ستاسې معبود یو دی، نو هغه کسان چې په آخرت ایمان نلري، د هغوی زړونه يې نه مني، او هغوی ډېر کبرجن دي.
23.لَا جَرَمَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِينَ
رښتیا داده چې بېشکه الله ښه پوهېږي په هغه څه چې هغوی یې پټوي او هغه څه چې ښکاره کوي. بېشکه هغه کبرجن خلک نه خوښوي.
24. وَإِذَا قِيلَ لَهُم مَّاذَا أَنزَلَ رَبُّكُمْ قَالُوا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ
کله چې هغوی ته وویل شي، ستاسې رب څه نازل کړي دي؟ هغوی وايي د پخوانیو افسانې.
25.لِيَحْمِلُوا أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَمِنْ أَوْزَارِ الَّذِينَ يُضِلُّونَهُم بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ
ددې لپاره چې د قیامت په ورځ خپل ټول پیټي په بشپړه توګه پورته کړي، او د هغو خلکو له پیټو څخه چې بې له پوهې یې بېلارې کړي دي. خبر اوسئ، څومره بد دي هغه څه چې دوی يې لیږدوي.
26. قَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَى اللَّهُ بُنْيَانَهُم مِّنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ السَّقْفُ مِن فَوْقِهِمْ وَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ
بیشکه له دوی څخه مخکې خلکو چلونه کړي وو، نو الله د هغوی ودانۍ له بنسټه ونړولې، او بامونه پرې له پاسه راوغورځیدل، او عذاب له داسې ځایه ور ورسېد چې هغوی يې ګومان نه کاوه.
27. ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُخْزِيهِمْ وَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنتُمْ تُشَاقُّونَ فِيهِمْ ۚ قَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ إِنَّ الْخِزْيَ الْيَوْمَ وَالسُّوءَ عَلَى الْكَافِرِينَ
بيابه هغه د قيامت په ورځ دوی سپک كړي او ورته وبه وايي زما هغه شریکان چیرته دي چې د هغوی لپاره به مو (له مومنانو سره) جګړې کولې؟ هغو كسانو ته چې پوهه وركړل شوې وه، وبه وايي بېشكه نن ورځ سپکاوی او بدي په كافرانو باندې ده.
28. الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنفُسِهِمْ فَأَلْقَوُا السَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِن سُوءٍ ۚ بَلَىٰ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
هغه کسان چې ملایک یې وفاتوي په داسې حال کې چې دوی پخپلو ځانونو تیری کونکي وي نو دوی به تسلیمي وړاندې کړي او وايي به موږ هېڅ بد کار نه کاوه. هو، بیشکه الله ښه پوه دی په هغو چارو چې تاسې به کول.
29.فَادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۖ فَلَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ
نو د جهنم دروازو ته ننوځئ، د تل لپاره به پکې وی، نو یقینا د کبرجنو استوګنه ډيره بده ده.
30.وَقِيلَ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا مَاذَا أَنزَلَ رَبُّكُمْ ۚ قَالُوا خَيْرًا ۗ لِّلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَٰذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ ۖ وَلَدَارُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ ۚ وَلَنِعْمَ دَارُ الْمُتَّقِينَ
او هغو کسانو ته به وویل شي چې ځانساتي (تقوا والا) دي ستاسې رب څه نازل کړي دي، هغوی وايي ښه والی، د هغو کسانو لپاره چې په دې نړۍ کې نیکي کړې ده، غوره بدله ده او بیشکه د اخرت کور ډير غوره دی او بیشکه ښه کور د ځانساتو (د تقوا والو) لپاره دی.
31. جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَاءُونَ ۚ كَذَٰلِكَ يَجْزِي اللَّهُ الْمُتَّقِينَ
د تل اوسیدلو بڼونه دي چې دوی به هغوی ته ننوځي چې تر لاندې یې ویالې بهېږي. هلته به ددوی لپاره هر هغه څه وي چې وې غواړي. الله په دې توګه ځانساتو (متقیانو) ته بدله ورکوي.
32. الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ طَيِّبِينَ يَقُولُونَ سَلَامٌ عَلَيْكُمُ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
هغه کسان چې ملایک یې وفاتوي په داسې حال کې چې هغوی پاکۍ والا دي، دوی به ورته وايي، پر تاسې دې سلام وي، جنت ته ننوځی د هغو ښو کارونو له کبله چې تاسې به کول.
33. هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا أَن تَأْتِيَهُمُ الْمَلَائِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ أَمْرُ رَبِّكَ ۚ كَذَٰلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللَّهُ وَلَٰكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
ایا دوی انتظار کوي خو ددې چې ملایک ورته راشي یا ستا د رب امر راشي؟ همدا کار هغو کسانو کړی وو چې له دوی څخه مخکې وو، او الله پر هغوی ظلم نه وو کړی بلکې دوی پخپلو ځانونو ظلم کاوه.
34. فَأَصَابَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا عَمِلُوا وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ
نو هغوی ته يې د کارونو بدي ورسیدله او هغه څه ګیر کړل چې ملنډې به يې پرې وهلې.
35. وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ نَّحْنُ وَلَا آبَاؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ ۚ كَذَٰلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ
او هغو کسانو وویل چې شرک يې کړی وو، که الله غوښتلی موږ به له هغه پرته د هیڅ شي عبادت نه وو کړی او نه به زموږ پلرونو او نه به موږ د هغه (له حکم) پرته څه شی حرام کړی وو، همداسې کار هغو کسانو کړی وو چې له هغوی مخکې وو، نو د پیغمبرانو په غاړه نشته دی خو په څرګند توګه د پیغام رسول.
36. وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللَّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلَالَةُ ۚ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ
او بېشکه موږ هر قوم ته یو پیغمبر لېږلی دی چې د الله عبادت وکړئ او له طاغوت څخه ځان وساتئ. نو ځینو ته الله لار وښووله، او ځینې په دوی کې هغه دي چې بېلاریتوب پرې ثابت شو. نو په ځمکه کې وګرځئ نو وګورئ چې د دروغجنو پای څنګه وو.
37.إِن تَحْرِصْ عَلَىٰ هُدَاهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَن يُضِلُّ ۖ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ که ته د هغوی د لارښوونې لپاره ډېر زیار وباسې، نو الله هغه چاته لاره نه ښيي چې بېلارې کړي يې وي. او د هغوی لپاره هېڅ مرستندوی نشته دی.
38. وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَا يَبْعَثُ اللَّهُ مَن يَمُوتُ ۚ بَلَىٰ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
او دوی د الله په نوم باندې لوړه کوي د هغوی په غښتلو قسمونو سره چې الله به هغه څوک بیا ژوندي نکړي چې مړه شي. هو (هرومرو به يې راژوندي کوي) دا رښتینې ژمنه ده چې په هغه باندې لازمي ده، خو ډېری خلک نه پوهېږي.
39. لِيُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي يَخْتَلِفُونَ فِيهِ وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّهُمْ كَانُوا كَاذِبِينَ
ترڅو هغوی ته هغه څه روښانه کړي چې په هغې کې اختلاف کوي، او ددې لپاره چې هغه کسان چې کافر شوي دي پوه شي چې بیشکه دوی دروغجن وو.
40. إِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَيْءٍ إِذَا أَرَدْنَاهُ أَن نَّقُولَ لَهُ كُن فَيَكُونُ
زموږ خبره یو شي ته یوازې داده چې کله موږ يې اراده وکړو، نو ورته وایو: شه! نو هغه کېږي.
41. وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي اللَّهِ مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُوا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً ۖ وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ ۚ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ
او هغه کسان چې د الله لپاره کډوال شوي دي، وروسته له دې چې ظلم پرې وشو، موږ به هرومرو دوی ته په دنیا کې ښه ځای ورکړو، او بیشکه د آخرت اجر ډېر لوی دی، که هغوی پوهیدلی.
42. الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ
دوی هغه کسان دي چې صبر کوي او یوازې پخپل رب باندې توکل کوي.
43. وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُّوحِي إِلَيْهِمْ ۚ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
او موږ له تا مخکې نه دي لیږلي خو سړي، چې موږ هغوی ته وحی کوله. که تاسې نه پوهېږی، نو له پوهانو (عالمانو) څخه پوښتنه وکړئ.
44. بِالْبَيِّنَاتِ وَالزُّبُرِ ۗ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ
په څرګندو دلایلو او کتابونو سره، او موږ په تا باندې ذکر (قرآن) نازل کړی دی، ددې لپاره چې خلکو ته هغه څه ښه روښانه څرګند کړي چې دوی ته نازل کړی شوي دي، او ترڅو دوی ښه فکر وکړي.
45. أَفَأَمِنَ الَّذِينَ مَكَرُوا السَّيِّئَاتِ أَن يَخْسِفَ اللَّهُ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ
ایا نو هغه کسان چې د بد کارۍ چلونه کوي له دې څخه په امن کې شوي دي چې الله به هغوی د ځمکې لاندې کړي، یابه هغوی ته عذاب له داسې ځایه راشي چې هغوی پرې نه پوهیږي.
46. أَوْ يَأْخُذَهُمْ فِي تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُم بِمُعْجِزِينَ
او یایې د ګرځيدو په حال کې ونیسي نو هغوی هیڅکله نشي کولی الله کمزوری کړي.
47. أَوْ يَأْخُذَهُمْ عَلَىٰ تَخَوُّفٍ فَإِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ
یا به یې د وېري په حالت کې ونیسي. بېشکه ستاسې رب ډېر نرمي کوونکی او ډېر رحم والا دی.
48. أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَىٰ مَا خَلَقَ اللَّهُ مِن شَيْءٍ يَتَفَيَّأُ ظِلَالُهُ عَنِ الْيَمِينِ وَالشَّمَائِلِ سُجَّدًا لِّلَّهِ وَهُمْ دَاخِرُونَ
ایا دوی له هغه څه څخه کوم شي ته نه دي کتلي چې الله جوړ کړي دي، سیوری يې ښي او چپ لور ته اوړي الله ته سجده کونکي، په داسې حال کې چې عاجزي کوي.
49. وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مِن دَابَّةٍ وَالْمَلَائِكَةُ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ
او الله ته سجدې کوي هغه څه چې په اسمانونو کې دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي، له ژویو او ملایکو څخه، او دوی هېڅ لويي (تکبر) نکوي.
50. يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ
هغوی له خپل رب څخه ویریږي چې ددوی له پاسه دی، او دوی هغه څه کوي چې امر ورته کېږي.
51.وَقَالَ اللَّهُ لَا تَتَّخِذُوا إِلَهَيْنِ اثْنَيْنِ ۖ إِنَّمَا هُوَ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۖ فَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ
او الله وویل تاسې دوه معبودان مه نیسئ, بېشکه هغه یوازې یو معبود دی. نو یوازې له ما وویریږئ.
52. وَلَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَهُ الدِّينُ وَاصِبًا ۚ أَفَغَيْرَ اللَّهِ تَتَّقُونَ. او یوازې د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، او تل لپاره عبادت یوازې د هغه لپاره دی. نو ایا تاسو له الله پرته له بل چا وېرېږئ؟
53. وَمَا بِكُم مِّن نِّعْمَةٍ فَمِنَ اللَّهِ ۖ ثُمَّ إِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَإِلَيْهِ تَجْأَرُونَ
او هر نعمت چې تاسو ته در رسېدلی دی نو د الله له لوري دی. بیا چې کله تاسې ته زیان در ورسيږي، نو یوازې هغه ته زارۍ کوئ.
54. ثُمَّ إِذَا كَشَفَ الضُّرَّ عَنكُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنكُم بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ
بیا چې کله هغه له تاسې څخه زیان لرې کړي، نو په تاسو کې یوه ډله ناڅاپه له خپل رب سره شریکان نیسي.
55. لِيَكْفُرُوا بِمَا آتَيْنَاهُمْ ۚ فَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ
ددې لپاره چې د هغه څه ناشکري وکړي چې موږ هغوی ته ورکړي دي. نو تاسې ګټه واخلئ، نو ډیر ژر به پوه شئ.
56. وَيَجْعَلُونَ لِمَا لَا يَعْلَمُونَ نَصِيبًا مِّمَّا رَزَقْنَاهُمْ ۗ تَاللَّهِ لَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَفْتَرُونَ
او دوی د هغو شیانو لپاره چې پرې هیڅ نه پوهېږي له هغه روزي څخه برخه ټاکي چې موږ ورکړې ده. په الله قسم دی چې له تاسې به د هغه څه په اړه خامخا پوښتل کېږي چې په دروغو به مو جوړول.
57. وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ الْبَنَاتِ سُبْحَانَهُ وَلَهُم مَّا يَشْتَهُونَ
او دوی د لله لپاره لوڼې غوره کوي حال دا چې هغه له دې پاک دی، او ددوی لپاره بیا هغه (زامن) دي چې دوی يې خوښوي.
58. وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِالْأُنثَىٰ ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ
او کله چې يې یوه ته د لور د زېږون زیری ورکړل شي د هغه مخ تور شي او هغه د غوسې ډک وي.
59. يَتَوَارَىٰ مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ ۚ أَيُمْسِكُهُ عَلَىٰ هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ ۗ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ
هغه له خلکو څخه پټېږي د هغه څه د بدۍ له کبله چې ده ته يې زیری ورکړل شوی دی، (او فکر کوي چې) ایا دی له سپکاوي سره سره دا (لور) وساتي یا هغه په خاورو کې خښه کړي، خبر اوسئ، بد دي هغه څه چې دوی يې پریکړه کوي.
60. لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ مَثَلُ السَّوْءِ ۖ وَلِلَّهِ الْمَثَلُ الْأَعْلَىٰ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
هغه کسان چې په آخرت ایمان نه لري، د هغوی لپاره بده بیلګه ده، او د الله لپاره لوړ مثال دی، او هغه ډېر ځواکمن او ډېر حکمت والا دی.
61. وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِم مَّا تَرَكَ عَلَيْهَا مِن دَابَّةٍ وَلَٰكِن يُؤَخِّرُهُمْ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى ۖ فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ
او که الله خلک د هغوی د ظلم له امله نیولي وای په ځمکه به یې هېڅ ژوندی مخلوق نه ووپریښی خو د یوې ټاکلې مودې لپاره يې روسته کړي دی، نو کله چې د هغوی نېټه راشي نه یې یوه شیبه ځنډولی شي او نه یې مخکې کولی شي.
62. وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ مَا يَكْرَهُونَ وَتَصِفُ أَلْسِنَتُهُمُ الْكَذِبَ أَنَّ لَهُمُ الْحُسْنَىٰ ۖ لَا جَرَمَ أَنَّ لَهُمُ النَّارَ وَأَنَّهُم مُّفْرَطُونَ
او دوی د الله لپاره هغه څه مقرروي چې خپله یې بد ګڼي او د هغوی ژبې دروغ وايي چې بیشکه ددوی لپاره به ښه والی وي، حقیقت دادی چې د همدوی لپاره اور دی او بیشکه همدوی ډېر مخکې لیږدول سوي دي.
63. تَاللَّهِ لَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَىٰ أُمَمٍ مِّن قَبْلِكَ فَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ الْيَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ په الله قسم دی چې موږ له تا مخکې امتونو ته پیغمبران لېږلي وو، نو شیطان ورته ددوی بد اعمال ښایسته کړل. نو نن يې هغه دوست دی، او ددوی لپاره دردونکی عذاب دی.
64. وَمَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
او موږ پر تا باندې کتاب نه دی نازل کړی خو ددې لپاره چې دوی ته هغه څه ښه څرګند کړې چې دوی پکې اختلاف کړی دی، او دا (کتاب) د هغه قوم لپاره لارښود او رحمت دی چې ایمان لري.
65. وَاللَّهُ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّقَوْمٍ يَسْمَعُونَ
او الله له اسمانه اوبه نازل کړي دي، نو بیایې په هغو سره ځمکه له مړینې وروسته ژوندۍ کړې ده. په دې کې خامخا د هغو خلکو لپاره لویه نښه ده چې اوري.
66. وَإِنَّ لَكُمْ فِي الْأَنْعَامِ لَعِبْرَةً ۖ نُّسْقِيكُم مِّمَّا فِي بُطُونِهِ مِن بَيْنِ فَرْثٍ وَدَمٍ لَّبَنًا خَالِصًا سَائِغًا لِلشَّارِبِينَ
او یقینا په څارویو کې ستاسې لپاره عبرت دی. موږ په تاسو ځینې هغه څيزونه څښوو چې ددوی په ګېډو کې دي، د خوشایو او وینې په منځ کې نیږه خالصې پۍ (شیدې) چې د څښوونکو له ستوني څخه په اسانۍ تیریږي.
67. وَمِن ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالْأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
او د کجورو (خرما) او انګورو له مېوو څخه تاسې نشه ییز (څښاک) او ښکلې روزي جوړوی. په دې کې د هغو خلکو لپاره لویه نښه ده چې له عقل کار اخلي.
68. وَأَوْحَىٰ رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ
او ستا رب د ګبینو (شاتو) مچۍ په زړه کې دا خبره واچوله چې په غرونو کې کورونه جوړ کړي، او له ونو څخه اوپه هغو ځایونو کې چې خلک يې لوړ جوړوي.
69. ثُمَّ كُلِي مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا ۚ يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
بیاته له هر ډول مېوو څخه خوره، نو ته د خپل رب په لارو باندې ځه چې اسانې دي. د هغوی له نسونو څخه یو څښاک (ګبین) راوځي چې مختلف رنګونه لري، په هغه کې د خلکو لپاره شفا ده. بیشکه د هغو خلکو لپاره په دې کې نښه ده چې فکر کوي.
70. وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ يَتَوَفَّاكُمْ ۚ وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَىٰ أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْ لَا يَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍ شَيْئًا ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ قَدِيرٌ. او الله تاسې وپنځولی (جوړ کړی)، بیا تاسې وفاتوي، او له ستاسې څخه ځینې هغه دي چې ډير خوار ژوندون (عمر) ته ورګرځول کېږي ددې لپاره له پوهې وروسته په هېڅ شي پوه نشي. بېشکه الله ډير پوه او ډير ځواکمن دی.
71. وَاللَّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ فِي الرِّزْقِ ۚ فَمَا الَّذِينَ فُضِّلُوا بِرَادِّي رِزْقِهِمْ عَلَىٰ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَهُمْ فِيهِ سَوَاءٌ ۚ أَفَبِنِعْمَةِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ او الله په رزق کې له تاسې څخه ځینې په نورو غوره کړي دي. نو هغه څوک چې غوره شوي دي خپل رزق له هغو کسانو سره نه شریکوي چې دوی يې مالکان شوي دي، نو هغوی خو هم په دې کې برابر دي. نو ایا د الله له نعمتونو څخه انکار کوی؟
72. وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنْ أَزْوَاجِكُم بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ ۚ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَةِ اللَّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ
او الله ستاسې لپاره ستاسو له ځانونو څخه جوړې پیدا کړې، او ستاسو له جوړو څخه یې تاسو ته زامن او لمسیان پیدا کړي دي، او تاسو ته یې د پاکو شیانو روزي درکړې ده. ایا نو په باطل دوی ایمان راوړي، او د الله په نعمتونو ناشکري کوي؟
73. وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ شَيْئًا وَلَا يَسْتَطِيعُونَ
او هغوی له الله پرته د هغه څه عبادت کوي چې دوی ته له اسمانونو او ځمکې څخه د هېڅ ډول روزي (رزق) اختیار نلري، او نه دوی کوم ځواک لري.
74. فَلَا تَضْرِبُوا لِلَّهِ الْأَمْثَالَ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
نو د الله لپاره بېلګې مه بیانوئ. بېشکه الله پوهیږي او تاسو نه پوهېږی.
75. ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا عَبْدًا مَّمْلُوكًا لَا يَقْدِرُ عَلَىٰ شَيْءٍ وَمَنْ رَّزَقْنَاهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ يُنفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَجَهْرًا ۖ هَلْ يَسْتَوُونَ ۚ الْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
الله د یو مريي بیلګه راوړي چې د هېڅ شي واک نلري، او بل هغه څوک دی چې موږ ورته له خپل لوري ښکلی رزق ورکړی دی، نو هغه ترې په پټه او ښکاره (په بیوزلو باندې) لګښت کوي. ایا دوی برابر دي؟ د کمال ټولې ستاینې یوازې د الله لپاره دي، خو ډېری خلک نه پوهېږي.
76. وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لَا يَقْدِرُ عَلَىٰ شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَىٰ مَوْلَاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّهْهُ لَا يَأْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَنْ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَهُوَ عَلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ
او الله د دوه کسانو یوه بیلګه راوړي چې یو يې ګونګ دی، په هیڅ شي واک نلري او د هغه ټولې چارې پخپل بادار باندې دي چې هر چیرته يې ولیږي هیڅ ښیګڼه نه راوړي، ایا دغه کس له هغه چا سره برابریږي چې په انصاف سره امر کوي او هغه په نیغه لار باندې دی.
77. وَلِلَّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَمَا أَمْرُ السَّاعَةِ إِلَّا كَلَمْحِ الْبَصَرِ أَوْ هُوَ أَقْرَبُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
او د اسمانونو او د ځمکې نالیدلي (غیب) د الله لپاره دي او د قیامت امر نه دی خو یوازې د سترګې د رپ هومره دی، یا تر دې هم نږدې. بېشکه الله په هر څه باندې برلاسی (قادر) دی.
78. وَاللَّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لَا تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
او الله تاسې د خپلو میندو له خیټو څخه راوویستلی، په داسې حال کې چې په هېڅ شي نه پوهیدلی، او تاسې ته یې غوږونه او سترګې او زړونه درکړل، ددې لپاره چې تاسې منندوی اوسی.
79. أَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ مُسَخَّرَاتٍ فِي جَوِّ السَّمَاءِ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا اللَّهُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
ایا هغوی مرغانو ته نه دي کتلي چې د اسمان په څنډو کې د امر تابع دي، نه يې ساتي خو الله يې ساتي. یقینا په دې کې د هغو خلکو لپاره نښې دي چې ایمان لري.
80. وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّن بُيُوتِكُمْ سَكَنًا وَجَعَلَ لَكُم مِّن جُلُودِ الْأَنْعَامِ بُيُوتًا تَسْتَخِفُّونَهَا يَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَيَوْمَ إِقَامَتِكُمْ وَمِنْ أَصْوَافِهَا وَأَوْبَارِهَا وَأَشْعَارِهَا أَثَاثًا وَمَتَاعًا إِلَىٰ حِينٍ
او الله ستاسې لپاره ستاسې له کورونو څخه د ارام ځای جوړ کړی دی، او د څارویو له څرمنو څخه یې هغه خیمې جوړې کړې چې د خپل سفر په ورځ يې سپک (لږ وزن والا او اسانه) مومي او د استوګنې په ورځ کې هم. او د هغوی له وړیو، وژغنو او وېښتانو څخه سامانونه او تر یو وخته پورې ګټه اخیستونکي څیزونه درکړي دي.
81. وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّمَّا خَلَقَ ظِلَالًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ الْجِبَالِ أَكْنَانًا وَجَعَلَ لَكُمْ سَرَابِيلَ تَقِيكُمُ الْحَرَّ وَسَرَابِيلَ تَقِيكُم بَأْسَكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ يُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُونَ
او الله ستاسې لپاره له هغه څه څخه چې جوړ کړي يې دي سیوری چمتو کړی دی، او د ستاسې لپاره یې په غرونو کې پناه ځایونه ټاکلي دي، او داسې جامې یې درکړي دي چې له تودوخې مو وساتي، او داسې جامې چې تاسې د جګړې له زیان څخه ساتي. الله خپل نعمتونه په دې ډول پر تاسې بشپړوي ددې لپاره چې تاسې تسلیم شئ.
82. فَإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلَاغُ الْمُبِينُ
نو که دوی مخ واړوي، نو یقینا ته یوازې په تا باندې یوازې (د وحی د پیغام) ښکاره رسول دي.
83. يَعْرِفُونَ نِعْمَتَ اللَّهِ ثُمَّ يُنكِرُونَهَا وَأَكْثَرُهُمُ الْكَافِرُونَ
هغوی د الله نعمتونه پېژني، بیا ترې انکار کوي، او د دوی ډېری کافران دي.
84. وَيَوْمَ نَبْعَثُ مِن كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا ثُمَّ لَا يُؤْذَنُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ
او هغه ورځ چې موږ به له هر امت څخه یو شاهد راپورته کړو، بیا به هغو کسانو ته چې کافران دي اجازه ورنکړل شي، او نه به دوی ته د بښنې غوښتنه کېږي.
85. وَإِذَا رَأَى الَّذِينَ ظَلَمُوا الْعَذَابَ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمْ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ
او کله چې هغه کسان چې ظلم يې کړی دی عذاب وویني، نو له دوی څخه به کم نشي او نه به هغوی ته وخت ورکړل شي.
86. وَإِذَا رَأَى الَّذِينَ أَشْرَكُوا شُرَكَاءَهُمْ قَالُوا رَبَّنَا هَٰؤُلَاءِ شُرَكَاؤُنَا الَّذِينَ كُنَّا نَدْعُو مِن دُونِكَ فَأَلْقَوْا إِلَيْهِمُ الْقَوْلَ إِنَّكُمْ لَكَاذِبُونَ
او کله چې هغه کسان چې مشرکان دي خپل شریکان وویني، دوی به ووايي: ای زموږ ربه! دا زموږ هغه شریکان دي چې موږ به له تا پرته بلل، نو هغوی (شریکان) به خبره وروغورځوي چې یقینا تاسې دروغجن یاست.
87. وَأَلْقَوْا إِلَى اللَّهِ يَوْمَئِذٍ السَّلَمَ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ او هغوی به په دغه ورځ الله ته تسلیمي وړاندې کړي، او له هغوی څخه به هغه څه ورک شي چې دوی به په دروغو جوړول.
88. الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ زِدْنَاهُمْ عَذَابًا فَوْقَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوا يُفْسِدُونَ
هغوی چې کافران شوي او د الله له لارې یې خلک منع کړي، موږ به یې عذاب د بل عذاب له پاسه زیات کړو، د هغه څه له امله چې دوی به فساد کاوه.
89. وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِم مِّنْ أَنفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَىٰ هَٰؤُلَاءِ ۚ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ
او په هغه ورځ چې موږ به له هر امت څخه یو شاهد د دوی له خپلو ځانونو څخه په دوی باندې راپورته کړو، او موږ به تا په دوی باندې شاهد راوړلو. او موږ په تا هغه کتاب نازل کړی دی په داسې حال کې چې د هرڅه لپاره څرګند بیان پکې دی، او د مسلمانانو لپاره لارښود، رحمت او زېرى دی.
90. إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَيَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ ۚ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ
بېشکه الله په عدالت، احسان، او د خپلوانو حق ورکولو امر کوي، او د فحشا، بدۍ او سرغړونې څخه منع کوي. هغه تاسې ته نصیحت کوي ترڅو تاسو پند واخلئ.
91. وَأَوْفُوا بِعَهْدِ اللَّهِ إِذَا عَاهَدتُّمْ وَلَا تَنقُضُوا الْأَيْمَانَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللَّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا ۚ إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ
او له الله سره خپله کړې ژمنه پوره کړئ کله چې ژمنه وکړی او خپلې لوړې مه ماتوئ وروسته له هغې چې ټینګار مو پرې وکړ، په داسې حال کې چې تاسې الله خپل ضامن ټاکلی دی. بېشکه الله پوهیږي چې تاسې څه کارونه کوی.
92. وَلَا تَكُونُوا كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِن بَعْدِ قُوَّةٍ أَنكَاثًا تَتَّخِذُونَ أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ أَن تَكُونَ أُمَّةٌ هِيَ أَرْبَىٰ مِنْ أُمَّةٍ ۚ إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ اللَّهُ بِهِ ۚ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ
او د هغې ښځې په څېر مه کېږئ چې خپل اوبدلي تارونه به يې له ټینګیدا وروسته بیرته سپخول. تاسې خپلې لوړې (قسم) خپلو منځونو کې د ټګۍ (دوکې) لپاره مه کاروئ ددې لپاره چې یوه ډله په بلې ډلې مخکښ حالت ترلاسه کړي. الله په دې باندې تاسې ازمایي، او په قیامت کې به هغه څه درته وښيي چې تاسې پکې اختلاف کاوه.
93. وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَٰكِن يُضِلُّ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ ۚ وَلَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
اوکه الله غوښتلی نو تاسې به یې یوه امت ګرځولي وی خو هغه چې چاته وغواړي بېلارې کوي يې، او چاته وغواړي سمه لاره ورته ښيي، او تاسې به د خپلو کارونو په اړه پوښتل کېږئ.
94. وَلَا تَتَّخِذُوا أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوتِهَا وَتَذُوقُوا السُّوءَ بِمَا صَدَدتُّمْ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
او خپلې لوړې د خپل منځ کې دوکې لپاره مه کاروئ، ترڅو چې ستاسو قدم وروسته له ټینګېدو وښویېږي، او د الله له لارې د منع کولو له امله تاسو بدې پایلې وڅکئ، او ستاسو لپاره لوی عذاب وي.
95. وَلَا تَشْتَرُوا بِعَهْدِ اللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۚ إِنَّمَا عِندَ اللَّهِ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
او د الله عهد په ټیټه بیه مه پلورئ، بېشکه هغه څه چې له الله سره دي ستاسې لپاره غوره دي که تاسې پوهیږی.
96. مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ وَمَا عِندَ اللَّهِ بَاقٍ ۗ وَلَنَجْزِيَنَّ الَّذِينَ صَبَرُوا أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
هغه څه چې ستاسو سره دي ختمېږي، او هغه څه چې له الله سره دي تلپاتې دي، او موږ به هغه کسانو ته چې صبر کوي ښه اجر ورکړو، د هغوکارونو لپاره چې دوی به کول.
97. مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
هر څوک چې نېک کار وکړي، له نارینه وو او له ښځو څخه، په داسې حال کې چې ایمان والا وي، نو موږ به هغه ته ښه ژوند ورکړو، او دوی ته به ښه اجر ورکړو، د هغوکارونو لپاره چې دوی به کول.
98. فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ
نو کله چې قرآن لولې، نو له الله څخه پنا غواړه له رټل شوي شیطان څخه.
99. إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ
بېشکه هغه هېڅ واک اختیار نلري په هغو کسانو چې ایمان والا دي او پخپل رب توکل کوي.
100. إِنَّمَا سُلْطَانُهُ عَلَى الَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُ وَالَّذِينَ هُم بِهِ مُشْرِكُونَ
یقینا د هغه واک اختیار یوازې په هغو کسانو دی چې له ده سره ملګرتیا کوي او په هغوکسانو باندې دی چې له الله سره شریکان نیسي.
101. وَإِذَا بَدَّلْنَا آيَةً مَّكَانَ آيَةٍ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُوا إِنَّمَا أَنتَ مُفْتَرٍ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
او کله چې موږ یوه آیت د بل آیت په ځای بدل کړو او الله ښه پوه دی په هغه څه چې نازلوي یې، دوی وايي ته دروغ جوړوونکی یې، بلکې د دوی ډېری نه پوهېږي.
102. قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِن رَّبِّكَ بِالْحَقِّ لِيُثَبِّتَ الَّذِينَ آمَنُوا وَهُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ
ووایه، هغه ستا د رب له خوا په رښتیني ډول جبریل دروړی دی، ددې لپاره چې هغه کسان ټینګ کړي چې ایمان يې راوړی، او د مسلمانانو لپاره لارښود او زیری دی.
103. وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ ۗ لِسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَٰذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُّبِينٌ
اویقینا موږ پوهېږو چې هغوی وايي، خبرداده چې هغه ته یو سړی ښوونه ورکوي، د هغه کس ژبه چې دوی هغه ته اشاره کوي، عجمي ده، او دا (قرآن) په څرګنده عربي ژبه دی.
104. إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ لَا يَهْدِيهِمُ اللَّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
بېشکه هغه کسان چې د الله په آیتونو ایمان نه راوړي، الله هغوی ته لاره نه ښيي، او د هغوی لپاره دردونکی عذاب دی.
105. إِنَّمَا يَفْتَرِي الْكَذِبَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ ۖ وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْكَٰذِبُونَ
یقینا دروغ یوازې هغه کسان جوړوي چې د الله په آیتونو ایمان نه راوړي، او همدغه کسان دروغجن دي.
106. مَنْ كَفَرَ بِاللَّهِ مِن بَعْدِ إِيمَانِهِ إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالْإِيمَانِ وَلَٰكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللَّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
هغه څوک چې د ایمان راوړلو وروسته په الله کفر وکړي، پرته له هغه چا چې پرې مجبور شي او زړه یې د ایمان سره ډاډمن وي، خوهغه څوک چې زړه يې کفر ته پرانیزي، نو پر هغوی به د الله له خوا غضب وي، او د هغوی لپاره لوی عذاب دی.
107. ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمُ اسْتَحَبُّوا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْآخِرَةِ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ
دا ځکه چې هغوی د آخرت پر ځای د دنیا ژوند غوره کړ، او بېشکه الله کافرانو ته لارښوونه نکوي.
108. أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ طَبَعَ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَأَبْصَٰرِهِمْ ۖ وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْغَٰفِلُونَ
همدغه کسان دي چې الله د هغوی په زړونو، غوږونو او سترګو مهر لګولی دی، او همدغه کسان بې خبره دي.
109. لَا جَرَمَ أَنَّهُمْ فِى ٱلْءَاخِرَةِ هُمُ ٱلْخَٰسِرُونَ
بېشکه په آخرت کې همدغه کسان زیانمن دي.
110. ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ مِنۢ بَعْدِ مَا فُتِنُوا۟ ثُمَّ جَٰهَدُوا۟ وَصَبَرُوٓا۟ إِنَّ رَبَّكَ مِنۢ بَعْدِهَا لَغَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ
بیا بېشکه ستا رب د هغو کسانو لپاره چې له هغې روسته يې هجرت وکړ چې په فتنو کې واچول شول، بیا یې جهاد وکړ او صبر یې وکړ، بېشکه ستا رب له هغې وروسته ډېر بښونکی ډېر رحم والا دی.
111. يَوْمَ تَأْتِى كُلُّ نَفْسٍۢ تُجَٰدِلُ عَن نَّفْسِهَا وَتُوَفَّىٰ كُلُّ نَفْسٍۢ مَّا عَمِلَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
هغه ورځ چې هر څوک به په داسې حال کې راځي چې د خپل ځان له خوا به جګړه کوي، او هر چا ته به پوره ورکړل شي هغه څه چې ده کړي دي، او پر هغوی به ظلم ونشي.
112. وَضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا قَرْيَةًۭ كَانَتْ ءَامِنَةًۭ مُّطْمَئِنَّةًۭ يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًۭا مِّن كُلِّ مَكَانٍۢ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ ٱللَّهِ فَأَذَاقَهَا ٱللَّهُ لِبَاسَ ٱلْجُوعِ وَٱلْخَوْفِ بِمَا كَانُوا۟ يَصْنَعُونَ
الله د یوې داسې کلي مثال راوړ چې امن او ډاډه وه، د هغې رزق به له هر ځایه پرېمانه ورته راتله، بیا یې د الله نعمتونو ناشکري وکړه، نو الله د هغې د کړو عملونو له امله د لوږې او وېرې جامې ور واغوستلې.
113. وَلَقَدْ جَآءَهُمْ رَسُولٌۭ مِّنْهُمْ فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمُ ٱلْعَذَابُ وَهُمْ ظَٰلِمُونَ
او بېشکه هغوی ته له دوی څخه یو رسول راغی، خو هغوی هغه دروغجن وګاڼه، نو هغوی عذاب ونیول، په داسې حال کې چې هغوی ظالمان وو.
114. فَكُلُوا۟ مِمَّا رَزَقَكُمُ ٱللَّهُ حَلَٰلًۭا طَيِّبًۭا وَٱشْكُرُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ
نو خوری يې له هغه څه څخه چې الله تاسې ته حلاله او پاکه روزي درکړې ده، او د الله په نعمتونو باندې شکر وباسئ،که تاسې خاص د هغه عبادت کوونکی یاست.
115. إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ ٱلْمَيْتَةَ وَٱلدَّمَ وَلَحْمَ ٱلْخِنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ لِغَيْرِ ٱللَّهِ بِهِۦ ۖ فَمَنِ ٱضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍۢ وَلَا عَادٍۢ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ
الله یقینا هغه حرام کړي دي مرداره، وینه، د خنځیر غوښه، او هغه څه چې له الله پرته د بل چا په نوم حلال شوي وي، نو هغه څوک چې اړ شي ورباندې پرته له سرغړونې او تېری څخه، نو بېشکه الله ډېر بښونکی رحم والا دی.
116.
وَلَا تَقُولُوا۟ لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ ٱلْكَذِبَ هَٰذَا حَلَٰلٌۭ وَهَٰذَا حَرَامٌۭ لِّتَفْتَرُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ
او تاسو د خپلې ژبې له مخې د الله په اړه دروغ مه جوړوئ، چې دا حلال دی او دا حرام دی، ترڅو د الله په اړه دروغ ووایئ. بېشکه هغه کسان چې د الله په اړه دروغ جوړوي، نه به بریالي کېږي.
117. مَتَٰعٌۭ قَلِيلٌۭ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ
(دوی ته) یوازې د لږ خوند څکل دي، او د هغوی لپاره دردونکی عذاب دی.
118. وَعَلَى ٱلَّذِينَ هَادُوا۟ حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَيْكَ مِن قَبْلُ ۖ وَمَا ظَلَمْنَٰهُمْ وَلَٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
او په هغو یهودانو مو هغه څیزونه حرام کړل چې مخکې مو درته بیان کړي وو. او موږ په هغوی باندې ظلم ونکړ بلکې هغوی پخپله په ځانونو ظلم کاوه.
119. ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ عَمِلُوا۟ ٱلسُّوٓءَ بِجَهَٰلَةٍۢ ثُمَّ تَابُوا۟ مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ وَأَصْلَحُوٓا۟ إِنَّ رَبَّكَ مِنۢ بَعْدِهَا لَغَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ
بیا بېشکه ستا رب د هغو کسانو لپاره چې په ناپوهۍ سره بد عمل وکړي، بیا له هغې وروسته توبه وباسي او نیک کارونه وکړي، بېشکه ستا رب له هغې وروسته ډېر بښونکی رحم والا دی.
120. إِنَّ إِبْرَٰهِيمَ كَانَ أُمَّةًۭ قَانِتًۭا لِّلَّهِ حَنِيفًۭا وَلَمْ يَكُ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ
بېشکه ابراهیم یو امت وو چې الله ته یې پوره عاجزي کوله، په سیده نیغه لار روان وو، او هغه هیڅکله له مشرکانو څخه نه وو.
121. شَاكِرًا لِأَنْعُمِهِۦ ٱجْتَبَىٰهُ وَهَدَىٰهُ إِلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍ
هغه د نعمتونو لپاره منندوی وو، الله هغه غوره کړی وو، او هغه ته یې د نیغې لارې هدایت کړی وو.
122. وَءَاتَيْنَٰهُ فِى ٱلدُّنْيَا حَسَنَةًۭ ۖ وَإِنَّهُۥ فِى ٱلْءَاخِرَةِ لَمِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ
او موږ هغه ته په دې دنیا کې نېکمرغي ورکړه، او په آخرت کې به هغه له نېکانو څخه وي.
123. ثُمَّ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ أَنِ ٱتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَٰهِيمَ حَنِيفًۭا ۖ وَمَا كَانَ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ
بیا موږ تا ته وحی وکړه چې د ابراهیم دین تعقیب کړه، هغه چې په نیغه سیده لاره وو او هغه هیڅکله له مشرکانو څخه نه وو.
124. إِنَّمَا جُعِلَ ٱلسَّبْتُ عَلَى ٱلَّذِينَ ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ ۚ وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
بېشکه د شنبې ورځ یوازې د هغو کسانو لپاره ځانګړې شوې وه چې په هغې کې یې اختلاف وکړ. او ستا رب به د قیامت په ورځ د هغوی ترمنځ په هغو چارو کې فیصله وکړي چې دوی پکې اختلاف کاوه.
125. ٱدْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِٱلْحِكْمَةِ وَٱلْمَوْعِظَةِ ٱلْحَسَنَةِ ۖ وَجَٰدِلْهُم بِٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِۦ وَهُوَ أَعْلَمُ بِٱلْمُهْتَدِينَ
د خپل رب لارې ته په حکمت او ښه نصیحت سره بلنه ورکړه، او له هغوی سره په ښه توګه بحث وکړه. بېشکه ستا ربپه هغو کسانو ښه پوه دی چې د هغه له لارې څخه بېلارې شوي دي، او هغه ښه پوه دی په هغو کسانو چې هدایت یې موندلی دی.
126. وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا۟ بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُم بِهِۦ ۖ وَلَئِن صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌۭ لِّلصَّٰبِرِينَ
او که تاسو سزا ورکوئ، نو په هغه اندازه سزا ورکړئ څومره چې تاسو ته ربړ (عذاب) درسیدلی دی او که تاسو صبر وکړئ، نو بېشکه داد صبر کوونکو لپاره غوره ده.
127. وَٱصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلَّا بِٱللَّهِ ۚ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُ فِى ضَيْقٍۢ مِّمَّا يَمْكُرُونَ
او ته صبر وکړه، او ستا صبر نه دی خو د الله په مرستې سره دی او په هغوی باندې مه غمجن کېږه، او ته دې زړه تنګون ونکړې د هغه څه له کبله چې دوی يې پلانوي.
128. إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ وَٱلَّذِينَ هُم مُّحْسِنُونَ
بېشکه الله له هغو کسانو سره دی چې پرهېزګاري کوي او هغه کسان چې نېکي کوي.