Skip to main content

حجر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

سُوۡرَةُ الحِجر

١ - الٓرۚ تِلْكَ اٰيٰتُ الْكِتٰبِ وَقُرْاٰنٍ مُّبِينٍ
الف، لام، را، داد کتاب آیتونه او څرګند قرآن دی.

٢ - رُبَمَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ كَانُوا مُسْلِمِينَ
بیابه (په قیامت کې) هغه کسان چې کافران شوي دي هیله وکړي چې کاشکې دوی مسلمانان وای.

٣ - ذَرْهُمْ يَاْكُلُوا وَيَتَمَتَّعُوا وَيُلْهِهِمُ الْاَمَلُۚ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ
دوی پریږده چې خوراک وکړي، خوندونه واخلي، او اوږدې هیلې یې تېرباسي، نو ژر به پوه شي.

٤ - وَمَآ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْيَةٍ اِلَّا وَلَهَا كِتٰبٌ مَّعْلُوْمٌ
او موږ  کوم ښار نه دی  ویجاړ کړی خو د هغه لپاره څرګند کتاب (لیکل شوی فرمان) وو.

٥ - مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَمَا يَسْتَاْخِرُونَ
 نه  یو قوم له خپل وخت څخه  مخکې کېږي او نه وروسته کیږي. 

٦ - وَقَالُوا يٰٓاَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ اِنَّكَ لَمَجْنُونٌ
او دوی وویل، اې هغه چې یادوونه (قرآن) پرې نازل شوی دی، بېشکه ته لیونی یې.

٧ - لَوْ مَا تَاْتِينَا بِالْمَلٰٓئِكَةِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِينَ
ولې موږ ته ملایک نه راولې که ته له رښتینو څخه یې.

٨ - مَا نُنَزِّلُ الْمَلٰٓئِكَةَ اِلَّا بِالْحَقِّ وَمَا كَانُوا اِذًا مُّنْظَرِينَ
موږ ملایک نه لیږو خو په حق سره (د عذاب یا د ساه اخیستلو لپاره) او هغه وخت به دوی ته نور وخت نه ورکول کیږي.

٩ - اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُونَ
بېشکه موږ دا یادوونه (قرآن) نازل کړی او موږ یې خامخا ساتونکي یو.

١٠ - وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِي شِيَعِ الْاَوَّلِينَ
او بېشکه موږ له تا مخکې په لومړنیو قومونو کې پیغمبران لیږلي وو.

١١ - وَمَا يَاْتِيهِمْ مِّنْ رَسُولٍ اِلَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِءُوْنَ
او دوی ته به هیڅ پیغمبر نه راتلو خو هغوی پرې ملنډې وهلې.

١٢ - كَذٰلِكَ نَسْلُكُهٗ فِيْ قُلُوْبِ الْمُجْرِمِيْنَ
په دې توګه موږ داد مجرمانو په زړونو کې ننباسو. 

١٣ - لَا يُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ الْاَوَّلِينَ
دوی په دې(قران) ایمان نه راوړي، په داسې حال کې چې د لومړنیو دود وارله مخه تیر شوی دی.

١٤ - وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَابًا مِّنَ السَّمَاءِ فَظَلُّوْا فِيْهِ يَعْرُجُوْنَ
او ان که موږ پر هغوی له آسمان څخه یو دروازه پرانیزو او هغوی پکې پورته کېدو ته دوام ورکړي. 

١٥ - لَقَالُوْا اِنَّمَا سُكِّرَتْ اَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَّسْحُوْرُوْنَ
هغوی به ویل، بېشکه زموږ سترګې تړل شوې دي، بلكې پر موږ کوډې شوي دي.

١٦ - وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِي السَّمَاءِ بُرُوجًا وَزَيَّنّٰهَا لِلنّٰظِرِينَ
او بېشکه مونږ په آسمان کې برجونه (ستوري) جوړ کړي دي او هغه مو د لیدونکو لپاره ښکلي کړي دي.

١٧ - وَحَفِظْنٰهَا مِنْ كُلِّ شَيْطٰنٍ رَجِيمٍ
او له هر رټل شوي شيطان څخه مو ساتلي دي.

١٨ - اِلَّا مَنِ اسْتَرَقَ السَّمْعَ فَاَتْبَعَهٗ شِهَابٌ مُّبِينٌ
خو هغه چې په پټه يې اوري، نو روښانه لمبه يې تعقیبوي.

١٩ - وَالْاَرْضَ مَدَدْنٰهَا وَاَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَاَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ مَّوْزُوْنٍ
او ځمکه مو وغځوله او په هغې کې مو غرونه وغورځول او په هغه کې مو له هر په انډول برابر څیز څخه زرغون کړل.

٢٠ - وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ وَمَنْ لَّسْتُمْ لَهٗ بِرَازِقِينَ
او موږ په هغې کې ستاسې لپاره د ژوند اسباب او د هغو کسانو لپاره چې روزي ورکوونکي يې تاسې نه یاست.

٢١ - وَاِنْ مِّنْ شَيْءٍ اِلَّا عِنْدَنَا خَزَآىٕنُهٗ وَمَا نُنَزِّلُهٗ اِلَّا بِقَدَرٍ مَّعْلُوْمٍ
او یقینا هیڅ شی نشته، خو خزانه يې زموږ سره ده، او موږ هغه نه ښکته کوو خو په ټاکلي اندازه.

٢٢ - وَاَرْسَلْنَا الرِّيٰحَ لَوَاقِحَ فَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَسْقَيْنٰكُمُوْهُ وَمَآ اَنْتُمْ لَهٗ بِخٰزِنِينَ
او موږ بادونه لېږلي دي چې بلاربوونکي دي، (یا د باران په اوبو بار دي)، نو مو له آسمان څخه اوبه نازل کړې، نو په تاسې مو وڅښلې، او تاسې ددې اوبو ساتونکي نه یاست.

٢٣ - وَاِنَّا لَنَحْنُ نُحْيٖ وَنُمِيْتُ وَنَحْنُ الْوٰرِثُوْنَ
او بېشکه موږ ژوند ورکوو،  او موږ مرګ ورکوو او موږه وارثان یو. 

٢٤ - وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنْكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَاْخِرِينَ
او بېشکه مونږ پوهیږو پر هغو کسانو چې له تاسې مخکې شوي دي او پر هغو کسانو چې وروسته به راځي.

٢٥ - وَاِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَحْشُرُهُمْ اِنَّهٗ حَكِيْمٌ عَلِيمٌ
او بېشکه ستا رب هغه دی چې دوی به راغونډ کړي،  بېشکه هغه ډير حکمت والا ډير پوه دی.

٢٦ - وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ
او بېشکه موږ انسان له کړنګیدونکې (مکنې) وچې تورې بدبویه (خسا) خټې څخه جوړ کړ.

٢٧ - وَالْجَانَّ خَلَقْنٰهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَّارِ السَّمُوْمِ
او پیری (جن)،  موږ له بې لوګیه اور څخه پخوا هغه جوړ کړی دی. 

٢٨ - وَاِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓئِكَةِ اِنِّيْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ
او کله چې ستا رب ملایکو ته وویل، بېشکه زه د کړنګیدونکې (مکنې) وچې خټې څخه انسان جوړوم، له تورې بدبویه (خسا) خټې څخه.

٢٩ - فَاِذَا سَوَّيْتُهٗ وَنَفَخْتُ فِيْهِ مِنْ رُّوْحِيْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِيْنَ
نو کله چې زه هغه چمتو کړم او په هغه کې له خپل روح څخه پو کړم،  نو  تاسې هغه ته پریوځی، سجده کوونکي. 

٣٠ - فَسَجَدَ الْمَلٰٓئِكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَ
نو ملایکو سجده وکړه، په ګډه سره ټولو. 

٣١ - اِلَّآ اِبْلِيْسَ اَبٰى اَنْ يَكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِيْنَ
خو ابلیس، هغه له دې انکار وکړ چې له سجده کوونکو سره وي.

٣٢ - قَالَ يٰٓاِبْلِيْسُ مَا لَكَ اَلَّا تَكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِيْنَ
الله وویل، اې ابلیسه! څه درباندې وشول چې د سجده کوونکو له سره نه شوې؟

٣٣ - قَالَ لَمْ اَكُنْ لِاَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهٗ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ
هغه وویل، زه به هېڅکله هم هغه انسان ته سجده ونکړم چې هغه دې له کړنګیدونکې وچې خټې څخه جوړ کړی دی له تورې بدبویه (خسا) خټې څخه.

٣٤ - قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِيْمٌ
الله وویل،  نو له دې ځایه ووځه، بېشکه ته رټل شوی یې.

٣٥ - وَاِنَّ عَلَيْكَ اللَّعْنَةَ اِلٰى يَوْمِ الدِّيْنِ
او بېشکه په تا باندې تر قیامته پورې لعنت دی.

٣٦ - قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِيْٓ اِلٰى يَوْمِ يُبْعَثُوْنَ
ابلیس وویل، اې زما ربه! ماته نو د راپورته کېدو (قیامت) تر  ورځې وخت راکړه. 

٣٧ - قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِيْنَ
الله وویل، نو بیشکه ته به له مهلت ورکړل شویو څخه يې.

٣٨ - اِلٰى يَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ
د ټاکلي وخت (قیامت) تر ورځې پورې.

٣٩ - قَالَ رَبِّ بِمَآ اَغْوَيْتَنِيْ لَاُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الْاَرْضِ وَلَاُغْوِيَنَّهُمْ اَجْمَعِيْنَ
ابلیس وویل، اې زما ربه! ددې لپاره چې تا زه بېلارې کړم، زه به خامخا په ځمکه کې دوی ته [سرغړونه] ښکلې کړم او زه به دوی ټول بېلارې کړم.

٤٠ - اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِيْنَ
خو له دوی څخه ستا هغه بنده ګان چې غوره کړی شوي دي. 

٤١ - قَالَ هٰذَا صِرَاطٌ عَلَيَّ مُسْتَقِيْمٌ
الله وویل، دا لاره ده تر ما پورې سیده

٤٢ - اِنَّ عِبَادِيْ لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطٰنٌ اِلَّا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغَاوِيْنَ
بېشکه زما پر بنده ګانو باندې ستا لپاره هېڅ برلاسی نشته دی، خو هغه چې تا پسې لاړ شي، له بېلارې شویو څخه.

٤٣ - وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ اَجْمَعِيْنَ
او بېشکه دوزخ ددوی ټولو لپاره د ژمنې ځای دی. 

٤٤ - لَهَا سَبْعَةُ اَبْوَابٍ لِكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُوْمٌ
د هغه اووه دروازې دي، او د هرې دروازې لپاره به له دوی څخه بېله کړی شوې برخه وي. 

٤٥ - اِنَّ الْمُتَّقِيْنَ فِيْ جَنّٰتٍ وَّعُيُوْنٍ
بېشکه ځان ساتي (پرهیزګاران) به په باغونو او چینو کې وي.

٤٦ - ادْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ اٰمِنِيْنَ
په سلامتیا سره ورننوځئ په خوندي توګه. 

٤٧ - وَنَزَعْنَا مَا فِيْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ اِخْوَانًا عَلٰي سُرُرٍ مُّتَقَابِلِيْنَ
او موږ به هغه څه لرې کړو چې ددوی په سینو کې دي، له کینې څخه، په داسې حال کې چې  وروڼه به وي، په تختونو کې به یو بل ته مخامخ ناست وي. 

٤٨ - لَا يَمَسُّهُمْ فِيْهَا نَصَبٌ وَّمَا هُمْ مِّنْهَا بِمُخْرَجِيْنَ
په هغه کې به دوی ته هیڅ تکلیف (درد) نه رسيږي، او نه به دوی ترې وباسل شي. 

٤٩ - نَبِّئْ عِبَادِيْٓ اَنِّيْ اَنَا الْغَفُوْرُ الرَّحِيْمُ
زما بنده ګانو ته خبر ورکړه چې بېشکه زه ډېر بښونکی ډير رحم والا یم.

٥٠ - وَاَنَّ عَذَابِيْ هُوَ الْعَذَابُ الْاَلِيْمُ
او بېشکه زما عذاب،  هفه ډېر دردونکی عذاب دی.

٥١ - وَنَبِّئْهُمْ عَنْ ضَيْفِ اِبْرٰهِيمَ
او  دوی ته د ابراهیم د مېلمنو په اړه خبر ورکړه. 

٥٢ - اِذْ دَخَلُوْا عَلَيْهِ فَقَالُوْا سَلٰمًاۚ قَالَ اِنَّا مِنْكُمْ وَجِلُوْنَ
کله چې هغوی پرې ورننوتل، نو وېویل، سلام،  هغه وویل، بېشکه موږ له تاسو څخه وېرېدونکي یو. 

٥٣ - قَالُوْا لَا تَوْجَلْ اِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلٰمٍ عَلِيْمٍ
هغوی وویل، مه وېرېږه، بېشکه موږ تاته د یو پوه ماشوم زېرى درکوو.

٥٤ - قَالَ اَبَشَّرْتُمُوْنِيْ عَلٰٓي اَنْ مَّسَّنِيَ الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُوْنَ
هغه وویل،  ایا تاسو ماته زېرى راکړ، په داسې حال کې چې بوډاوالی ماته را رسېدلې دی، نو تاسې په څه باندې زېرى راکوئ؟

٥٥ - قَالُوْا بَشَّرْنٰكَ بِالْحَقِّ فَلَا تَكُنْ مِّنَ الْقٰنِطِيْنَ
هغوی وویل، موږ تاته رښتینی زېرى درکړی دی، نو له نهیلو شویو کسانو څخه مه کېږه.

٥٦ - قَالَ وَمَنْ يَّقْنَطُ مِنْ رَّحْمَةِ رَبِّهٖٓ اِلَّا الضَّآلُّوْنَ
هغه وویل، او څوک به د خپل رب له رحمت څخه نهیلي کیږي، خو بېلارې خلک. 

٥٧ - قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَيُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ
هغه وویل، نو ستاسې موخه څه ده، ای رالیږل شویو. 

٥٨ - قَالُوْٓا اِنَّآ اُرْسِلْنَآ اِلٰي قَوْمٍ مُّجْرِمِيْنَ
هغوی وویل، بېشکه موږ د جنایتکار قوم په لوور رالیږل شوي یو.

٥٩ - اِلَّآ اٰلَ لُوْطٍۚ اِنَّا لَمُنَجُّوْهُمْ اَجْمَعِيْنَ
خو د لوط  کورنۍ، بېشکه موږ هغوی ټول ژغورو. 

٦٠ - اِلَّا امْرَاَتَهٗ قَدَّرْنَآ اِنَّهَا لَمِنَ الْغٰبِرِيْنَ
خو د هغه ښځه، موږ پریکړه وکړه چې بېشکه هغه به له پاتې کېدونکو څخه وي. 

٦١ - فَلَمَّا جَآءَ اٰلَ لُوْطٍ الْمُرْسَلُوْنَ
نو کله چې استازي د لوط کورنۍ ته ور ورسېدل.

٦٢ - قَالَ اِنَّكُمْ قَوْمٌ مُّنْكَرُوْنَ
هغه وویل، تاسې یو قوم یاست ناپیژندل شوي. 

٦٣ - قَالُوْا بَلْ جِئْنٰكَ بِمَا كَانُوْا فِيْهِ يَمْتَرُوْنَ
هغوی وویل، بلکې موږ تا ته له هغه څه سره راغلي یو چې هغوی به پکې شک کاوه. 

٦٤ - وَأَتَيْنَاكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ
او موږ تاته له رښتیا سره راغلي یو، او بېشکه موږ رښتیني یو.

٦٥ - فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ اللَّيْلِ وَاتَّبِعْ أَدْبَارَهُمْ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ وَامْضُوا حَيْثُ تُؤْمَرُونَ
نو ته دې له کورنۍ سره د شپې په یوه برخه کې ووځه، او ته ورپسې ځه، او له تاسې څخه دې هېڅوک شاته نه ګوري، او مخته لاړ شئ چیرته چې امر درته شوی دی. 

٦٦ - وَقَضَيْنَآ إِلَيْهِ ذَٰلِكَ الْأَمْرَ أَنَّ دَابِرَ هَٰؤُلَاءِ مَقْطُوعٌ مُّصْبِحِينَ
او موږ ددغه کار د پریکړه هغه ته وحی کړه، چې بېشکه سهار مهال ددې خلکو بیخ پرېکېدونکی دی. 

٦٧ - وَجَاءَ أَهْلُ الْمَدِينَةِ يَسْتَبْشِرُونَ
او د ښار خلک په خوشالۍ سره راغلل.

٦٨ - قَالَ إِنَّ هَٰؤُلَاءِ ضَيْفِي فَلَا تَفْضَحُونِ
لوط وویل، بېشکه دا زما مېلمانه دي، نو ما مه شرموئ. 

٦٩ - وَاتَّقُوا اللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ
او له الله څخه وویریږئ او سپکاوی مکوئ. 

٧٠ - قَالُوا أَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ الْعَالَمِينَ
هغوی وویل، ایا ته د نړۍ له خلکو څخه موږ نه وې منع کړی؟

٧١ - قَالَ هَٰؤُلَاءِ بَنَاتِي إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ
لوط وویل،  دا زما لوڼې دي، که تاسې څه کار (له دوی سره نکاح) کوی. 

٧٢ - لَعَمْرُكَ إِنَّهُمْ لَفِي سَكْرَتِهِمْ يَعْمَهُونَ
ستا په عمر باندې قسم دی چې بېشکه پخپله مستۍ  (نشو) کې ړانده لالهانده دي.

٧٣ - فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُشْرِقِينَ
نو سهار د لمر خاتو پرمهال یوې سختې چيغې (عذاب) دوی ونیول.

٧٤ - فَجَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ
نو موږ د هغه (ښار) پورتنۍ خوا ښکتنۍ خوا وګرځوله (بل مخ اړول)، او موږ د کوتکاڼو (د پخو خښتو په څير) ډبرې پرې ورولې. 

٧٥ - إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِينَ
بېشکه په دې کې د پوهانو لپاره نښې دي.

٧٦ - وَإِنَّهَا لَبِسَبِيلٍ مُّقِيمٍ
او بېشکه دغه ( کلی) د لارې پر سر پاتې دي.

٧٧ - إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ
بېشکه په دې کې د ایمان لرونکو لپاره نښه ده.

٧٨ - وَإِن كَانَ أَصْحَابُ الْأَيْكَةِ لَظَالِمِينَ
او بېشکه د ځنګل اوسېدونکي تیری کونکي وو.

٧٩ - فَانتَقَمْنَا مِنْهُمْ وَإِنَّهُمَا لَبِإِمَامٍ مُّبِينٍ
نو موږ ترې کسات (انتقام) واخیست، او بېشکه دا دواړه ښارونه  په لویه څرګنده لاره پراته دي.

٨٠ - وَلَقَدْ كَذَّبَ أَصْحَابُ الْحِجْرِ الْمُرْسَلِينَ
او بېشکه حجر والو پیغمبران دروغجن وګڼل.

٨١ - وَآتَيْنَاهُمْ آيَاتِنَا فَكَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ
او موږ هغوی ته خپلې نښې ورکړې وې، خو هغوی ترې مخ واړاوه.

٨٢ - وَكَانُوا يَنْحِتُونَ مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا آمِنِينَ
او هغوی به له غرونو  څخه توږل (کيندل)، کورونه، په داسې حال کې چې په امن کې به وو.

٨٣ - فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُصْبِحِينَ
نو یوې چیغې (عذاب) سهار مهال هغوی ونیول. 

٨٤ - فَمَا أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ
نو هغه څه يې پکار رانغلل، چې هغوی به لاسته راوړل. 

٨٥ - وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَإِنَّ السَّاعَةَ لَآتِيَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِيلَ
"او موږ آسمانونه او ځمکه او هغه څه چې ددې دواړو ترمنځ دي په رښتیا سره جوړ کړي دي، او بېشکه ټاکل شوې ګړۍ (قیامت) خامخا راتلونکی دی، نو ته څنګ وکړه، په ښکلي توګه څنګ کولو سره. 

٨٦ - إِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ
بېشکه ستا رب، هغه ډير نوښتګر جوړونکی ډیر پوه دی.

٨٧ - وَلَقَدْ آتَيْنَاكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِي وَالْقُرْآنَ الْعَظِيمَ
او په یقین سره موږ تاته بیا بیا لوست کېدونکي اووه آیتونه (د فاتحې سورة) او ستر قرآن درکړی دی.

٨٨ - لَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَىٰ مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّنْهُمْ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ
مه اوږدوه سترګې دې هغو شیانو ته چې موږ پرې دې خلکو ته ګټه ورکړې ده، چې ډول ډول توکي دي، او په دوی باندې مه خپه کېږه، او د ایمان لرونکو لپاره خپلې وزرې ټيټې کړه.

٨٩ - وَقُلْ إِنِّي أَنَا النَّذِيرُ الْمُبِينُ
او ووایه، بېشکه زه څرګند ویروونکی یم.

٩٠ - كَمَا أَنزَلْنَا عَلَى الْمُقْتَسِمِينَ
لکه څنګه چې موږ په ویشونکو (تقسیمونکو) باندې (عذاب) نازل کړی وو.

٩١ - الَّذِينَ جَعَلُوا الْقُرْآنَ عِضِينَ
هغو کسانو چې قرآن یې په ټوټو وویشه.

٩٢ - فَوَرَبِّكَ لَنَسْأَلَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ
نو ستا په رب باندې قسم دی چې موږ به هرومرو هغوی ټول پوښتو.

٩٣ - عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ
د هغه څه په اړه چې دوی به کول.

٩٤ - فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ
نو ښکاره بیان کړه هغه څه چې تاته يې امر شوی دی، او له مشرکانو څخه مخ واړوه.

٩٥ - إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ
بېشکه موږ د ستا لپاره د ملنډې وهونکو په وړاندې بسنه کوو.

٩٦ - الَّذِينَ يَجْعَلُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَٰهًا آخَرَ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ
هغو کسانو چې له الله سره یې نور معبودان نیولي دي، نو ژر به پوه شي.

٩٧ - وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ
او بېشکه موږ پوهیږو چې ستا سینه تنګیږي د هغه څه له امله چې دوی یې وایي.

٩٨ - فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُنْ مِّنَ السَّاجِدِينَ
نو د خپل رب په ستاینې سره د هغه پاکي (تسبیح) وایه، او له سجده کوونکو څخه اوسه.

٩٩ - وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّىٰ يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ
او د خپل رب عبادت کوه، تر هغې چې تاته يقین (مرګ) راشي.

Popular posts from this blog

النساء، ښځې

سورة النساء عدد آياتها 176 وهي مدنية – نزلت بعد الممتحنة بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا 2. وَآتُوا الْيَتَامَىٰ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَىٰ أَمْوَالِكُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا 3. وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَىٰ فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَلَّا تَعُولُوا 4. وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا 5. وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامً...

البقرة، غوا

البقرة وعدد آياتها 286 وهي مدنية – أول سورة مدنية لومړی جز [سپاره] له 1 - 141 ایتونو پورې بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. الم     2. ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ 3.الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ 4 . وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ 5. أُولَٰئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ د الله په نوم چې ډير زیات مهربان، تل رحم والا دی.‏ 1.     الف، لام، میم. 2.   په دغه کتاب کې هیڅ شک نشته دی، داد هغو کسانو لپاره چې ځانونه ساتي هدایت دی. 3.  هغه کسان چې په نالیدلي باندې باور لري، او لمونځ کوي ، او له هغه څه يې لګوي چې ‏موږ دوى ته ورکړي دي. 4.   او دوی په هغه څه  باور لري ‏ چې په تا نازل شوی دی او هغه څه چې له تا مخکې نازل شوي دي، اوپه اخرت یقین لري. 5. د دوی د رب له لوري همدې کسانو ته...

المائدة/ د خوړو ډک دسترخوان

المائدة وعدد آياتها 120 وهي مدنية – نزلت بعد الفتح بسم الله الرحمن الرحيم 1. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ ۚ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الْأَنْعَامِ إِلَّا مَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ ۗ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ 2. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللَّهِ وَلَا الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلَا الْهَدْيَ وَلَا الْقَلَائِدَ وَلَا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّن رَّبِّهِمْ وَرِضْوَانًا ۚ وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُوا ۚ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُوا ۘ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ 1.      ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی پخپلو ټولو تړونونو [قراردادونو] وفا وکړئ [پوره کړئ]، د څارویو [غوښه] تاسو ته حلاله کړی شوې ده، پرته له هغو چې تاسې ته  ...