۱۷.
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ ۚ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْمُجْرِمُونَ
نو له هغه چا څخه زیات ظالم څوک دی چې پر الله باندې يې دروغ تړلي، یا د هغه آیتونه یې دروغ ګڼلي دي؟ بېشکه مجرمان به نه بریالي کیږي.
۱۸.
وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَٰؤُلَاءِ شُفَعَاؤُنَا عِندَ اللَّهِ ۚ قُلْ أَتُنَبِّئُونَ اللَّهَ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ
هغوی د الله پر ځای هغه شیان لمانځي چې نه ورته زیان رسولی شي او نه ورته ګټه رسولی شي، او وایي: د الله په وړاندې دا زموږ شفاعت کوونکي دي. ورته ووایه: ایا تاسو الله ته د هغه څه په اړه خبر ورکوی چې په آسمانونو او ځمکه کې پرې خبر نه دی؟ الله ډېر پاک دی او هغه ډېر لوړ دی له هغه څه څخه چې دوی یې ورسره شریکوي.
۱۹.
وَمَا كَانَ النَّاسُ إِلَّا أُمَّةً وَاحِدَةً فَاخْتَلَفُوا ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ فِيمَا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
خلک یوازې یو ملت وو (په دین کې متحد وو)، خو بیا یې اختلاف وکړ، او که نه وای هغه کلمه (ژمنه) چې ستا رب مخکې لیږلې وه، د دوی تر منځ به خامخا په هغه څه کې پریکړه شوې وای چې اختلاف يې پکې کاوه.
۲۰.
وَيَقُولُونَ لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ ۖ فَقُلْ إِنَّمَا الْغَيْبُ لِلَّهِ فَانتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُنتَظِرِينَ
هغوی وایي: له رب څخه يې ولې کومه معجزه پرې نه ده نازل شوې؟ ورته ووایه: د نالیدلو چارو پوهه یوازې له الله سره ده، نو تاسې انتظار وکړئ، زه هم له تاسو سره انتظار کونکی یم.
۲۱.
وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً مِّن بَعْدِ ضَرَّاءَ مَسَّتْهُمْ إِذَا لَهُم مَّكْرٌ فِي آيَاتِنَا ۚ قُلِ اللَّهُ أَسْرَعُ مَكْرًا ۚ إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُونَ
کله چې موږ خلکو ته رحمت ورکړو، وروسته له دې چې تکلیف ور رسیدلی وي، نو هغوی زموږ په آیتونو کې چل کوي. ورته ووایه: 'الله په تدبیر کې تر ټولو چټک دی.' بېشکه زموږ رسولان (ملایک) هغه چلونه لیکي چې تاسې یې کوئ.
۲۲.
هُوَ الَّذِي يُسَيِّرُكُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ حَتَّىٰ إِذَا كُنتُمْ فِي الْفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهِم بِرِيحٍ طَيِّبَةٍ وَفَرِحُوا بِهَا جَاءَتْهَا رِيحٌ عَاصِفٌ وَجَاءَهُمُ الْمَوْجُ مِن كُلِّ مَكَانٍ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ لَئِنْ أَنجَيْتَنَا مِنْ هَٰذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ
الله هغه ذات دی چې په وچه او سمندر کې مو ګرځوي، تر دې چې کله په بېړۍ کې سپریږئ او په ښه هوا سره روانه وي او پرې خوشحاله یاست، ناڅاپه یو تېز باد راشي او له هرې خوا یې څپې ونیسي، او تاسې ګومان وکړئ چې له هرې خوا راګېر شوي یاست، نو په اخلاص سره الله ته ژمنه کوئ چې که له دې څخه مو وژغورې، نو موږ به له منندویانو څخه یو.
۲۳.
فَلَمَّا أَنجَاهُمْ إِذَا هُمْ يَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ ۗ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَىٰ أَنفُسِكُم مَّتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
خو کله چې یې الله وژغوري، نو ناڅاپي په ځمکه کې په ناحقه توګه سرغړونه کوي. ای خلکو، سرغړنې به مو د ځانونو خلاف وي، دا یوازې د دنیا د ژوند ګټه ده. بیا به موږ ته راوګرځئ، او موږ به مو په هغه څه خبر کړو چې تاسو به کول.
۲۴.
إِنَّمَا مَثَلُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاءٍ أَنزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاءِ فَاخْتَلَطَ بِهِۦ نَبَاتُ الْأَرْضِ مِمَّا يَأْكُلُ النَّاسُ وَالْأَنْعَامُ حَتَّىٰ إِذَا أَخَذَتِ الْأَرْضُ زُخْرُفَهَا وَازَّيَّنَتْ وَظَنَّ أَهْلُهَا أَنَّهُمْ قَادِرُونَ عَلَيْهَا أَتَاهَا أَمْرُنَا لَيْلًا أَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنَاهَا حَصِيدًا كَأَن لَّمْ تَغْنَ بِالْأَمْسِ ۚ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
د دنیا د ژوند بېلګه د هغو اوبو په څير ده چې موږ يې له آسمانه نازلوو، له کبله يې د ځمکې بوټي چې انسانان او څاروي یې خوري، وده کوي، تر دې چې ځمکه په خپله ښکلا او سینګار وپسولوي او کروندګر فکر وکړي چې دوی پرې واک لری، ناڅاپه زموږ حکم د شپې یا د ورځې ورته راشي، او موږ هغه داسې خرابه کړو لکه چې هیڅکله یې شتون نه درلود. په دې توګه موږ د هغو خلکو لپاره نښې بیانو چې فکر لري.
۲۵.
وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَىٰ دَارِ السَّلَامِ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ
الله د سولې د کور (جنت) لور ته بلنه ورکوي او چا ته چې وغواړي د سیده لاره ښيي.
۲۶.
لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا الْحُسْنَىٰ وَزِيَادَةٌ ۖ وَلَا يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌ وَلَا ذِلَّةٌ ۚ أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
هغه کسان چې نېکي یې کړي وي، د هغوی لپاره ښه بدله (جنت) ده او له هغې زیات (د الله لیدل)، او د هغوی څېرې به نه تیاره کیږي او نه به پرې ذلت راځي. هغوی به د جنت والا وي، په هغې کې به دوی تل تر تله وي.
۲۷.
وَالَّذِينَ كَسَبُوا السَّيِّئَاتِ جَزَاءُ سَيِّئَةٍۢ بِمِثْلِهَا وَتَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ۖ مَّا لَهُم مِّنَ اللَّهِ مِنْ عَاصِمٍۢ ۖ كَأَنَّمَا أُغْشِيَتْ وُجُوهُهُمْ قِطَعًا مِّنَ اللَّيْلِ مُظْلِمًا ۚ أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
او هغه کسان چې بد عملونه یې کړي، د هغوی لپاره به د هر بد کار په بدل کې ورته سزا وي، او دوی به داسې ونیول شي چې سپکاوي به یې مخونه پوښلي وي، له الله پرته به د دوی لپاره بل ژغورونکی نه وي. داسې به ښکاري لکه چې مخونه يې د شپې په تیارو کې پوښل شوي وي. همدا هغه کسان دي چې د اور ملګري دي، او په هغې کې به تلپاتې وي.
۲۸.
وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُوا مَكَانَكُمْ أَنتُمْ وَشُرَكَاؤُكُمْ ۚ فَزَيَّلْنَا بَيْنَهُمْ وَقَالَ شُرَكَاؤُهُم مَّا كُنتُمْ إِيَّانَا تَعْبُدُونَ
او هغه ورځ چې موږ به ټول یو ځای راغونډ کړو، بیا به هغو کسانو ته چې شرک یې کړی وي، ووایو: 'تاسو او ستاسو شریکان خپل ځای ونیسئ.' بیا به موږ د دوی ترمنځ بېلتون وکړو، او د دوی شریکان به ووايي: تاسو زموږ عبادت نه کاوو.
۲۹.
فَكَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ ۖ إِن كُنَّا عَن عِبَادَتِكُمْ لَغَافِلِينَ
الله زموږ او ستاسې ترمنځ د شاهد په توګه بسندوی دی. بېشکه موږ ستاسو له عبادته بېخبره (په غفلت کې) وو.
۳۰.
هُنَالِكَ تَبْلُو كُلُّ نَفْسٍۢ مَّا أَسْلَفَتْ ۖ وَرُدُّوا إِلَى اللَّهِ مَوْلَاهُمُ الْحَقِّ ۖ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ
هلته به هرڅوک په هغه څه وازمایل شي چې پخوا یې کړي وي، او الله ته به دوی ورستانه شي چې رښتینی څښتن يې دی، او له دوی څخه به هغه څه بېدرکه شي چې په دروغو يې جوړ کړي وو.
۳۱.
قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَمَن يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ الْأَمْرَ ۚ فَسَيَقُولُونَ اللَّهُ ۚ فَقُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ
ووایه: څوک تاسو ته له آسمان او ځمکې څخه روزي درکوي، څوک ستاسو د غوږونو او سترګو مالک دی، او څوک ژوندي له مړو او مړي له ژوندي راوباسي، او څوک ټولې چارې اداره کوي؟ دوی به ژر ووایي: الله، نو ورته ووایه: ایا تاسو له الله څخه نه وېرېږئ؟
۳۲.
فَذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمُ الْحَقُّ ۖ فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ ۖ فَأَنَّىٰ تُصْرَفُونَ
نو دا الله ستاسو رب دی چې رښتیا دی. نو له حق وروسته څه پاتې کېږي؟ پرته له بېلاریتوب څخه! نو تاسو څنګه له رښتیا څخه لرې کېږي؟
۳۳.
كَذَٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى الَّذِينَ فَسَقُوا أَنَّهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ
همداسې د ستا د رب پریکړه پر هغو کسانو پلي شوه چې په سرغړونه اخته دي، دوی به ایمان نه راوړي.
۳۴.
قُلْ هَلْ مِن شُرَكَائِكُم مَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ ۚ قُلِ اللَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ
ووایه، ایا ستاسو په شریکانو کې داسې څوک شته چې د شیانو (مخلوقاتو) جوړول پیل کړي او بیا یې تکرار کړي؟ ووایه، الله د شیانو جوړول پیلوي او بیا یې تکراروي، نو تاسو کومې خوا اوړی؟
۳۵.
قُلْ هَلْ مِن شُرَكَائِكُم مَّن يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ ۚ قُلِ اللَّهُ يَهْدِي لِلْحَقِّ ۗ أَفَمَن يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ أَحَقُّ أَن يُتَّبَعَ أَمَّن لَّا يَهِدِّي إِلَّا أَن يُهْدَىٰ ۖ فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ
ووايه: آیا ستاسو له شریکانو څخه کوم څوک شته چې رښتیاو ته لارښوونه وکړي؟ ووايه: الله رښتیاو ته لارښوونه کوي. نو آیا هغه څوک چې رښتیاو ته لارښوونه کوي، د پيروي وړ دی، که هغه څوک چې لارښوونه نشي کولی، مګر دا چې هغه ته لارښوونه وشي؟ نو په تاسو څه شوي دي؟ تاسو څنګه پرېکړه کوئ؟
۳۶.
وَمَا يَتَّبِعُ أَكْثَرُهُمْ إِلَّا ظَنًّا ۚ إِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ
او ډيری يې له ګومان پرته د بل څه پیروي نکوي، بیشکه ګومان د رښتیاو په وړاندې کومه ګټه نلري، بیشکه الله په هغه څه ښه پوه دی چې دوی يې کوي.
۳۷.
وَمَا كَانَ هَٰذَا الْقُرْآنُ أَن يُفْتَرَىٰ مِن دُونِ اللَّهِ وَلَٰكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ الْعَالَمِينَ
او دې هیڅ امکان نه درلود چې دا قرآن له الله پرته بل چا جوړ کړی وای، بلکې داد هغه څه تصدیق دی چې له دې وړاندې راغلي دي، او داد پخوانیو کتابونو تفصیل دی چې هېڅ شک پکې نشته دی، داد ټولو نړیو د پالونکي له لوري دی.
۳۸.
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّثْلِهِۦ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
ایا دوی وایي چې هغه(محمد) دا قرآن له ځانه جوړ کړی دی؟ ووایه: نو ددې په څیر یوه څپرکی (سوره) راوړئ او له الله څخه پرته هرهغه څوک چې تاسو کولی شئ راوغواړئ، که تاسو رښتیني یاست.
۳۹.
بَلْ كَذَّبُوا بِمَا لَمْ يُحِيطُوا بِعِلْمِهِۦ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُۥ ۚ كَذَٰلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۖ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ
بلکې، دوی له هغه شی انکار کوي چې پرې پوهه نلري او د هغه تفصیل تر اوسه نه دی ورته راغلی. همداسې هغو کسانو هم انکار کړی وو چې له دوی څخه مخکې وو. نو وګورئ چې د تیري کوونکو پای څنګه وه.
۴۰.
وَمِنْهُم مَّن يُؤْمِنُ بِهِۦ وَمِنْهُم مَّن لَّا يُؤْمِنُ بِهِۦ ۚ وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِالْمُفْسِدِينَ
او له دوی ځینې داسې دي چې ایمان پرې راوړي، او ځینې داسې دي چې ایمان پرې نه راوړي. او ستا رب په فساد کوونکو باندې ښه پوه دی.
۴۱.
وَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل لِّي عَمَلِي وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ ۖ أَنتُم بَرِيٓـُٔونَ مِمَّا أَعْمَلُ وَأَنَا۠ بَرِيٓءٌۭ مِّمَّا تَعْمَلُونَ
او که دوی تا دروغجن وګڼي، نو ووایه: زما لپاره زما عمل دی او ستاسې لپاره ستاسې عمل دی. تاسې له هغه څه بېزاره یاست چې زه يې کوم، او زه له هغه څه بېزاره یم چې تاسې يې کوی.
۴۲.
وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ ۖ أَفَأَنتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ وَلَوْ كَانُوا لَا يَعْقِلُونَ
او ځینې له دوی څخه هغه دي چې تا ته غوږ نیسي، نو ایا ته کاڼه اورولی شې، په داسې حال کې چې دوی عقل ونه لري؟
۴۳.
وَمِنْهُم مَّن يَنظُرُ إِلَيْكَ ۚ أَفَأَنتَ تَهْدِي الْعُمْيَ وَلَوْ كَانُوا لَا يُبْصِرُونَ
او ځینې له دوی څخه هغه دي چې تا ته ګوري. نو ایا ته به ړندو ته لاره وښیې او په داسې حال کې چې دوی لیدل ونشي کړی.
۴۴.
إِنَّ اللَّهَ لَا يَظْلِمُ النَّاسَ شَيْئًا وَلَٰكِنَّ النَّاسَ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
بېشکه الله پر خلکو هیڅ ظلم نکوي، خو خلک خپله پخپلو ځانونو ظلم کوي.
۴۵.
وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ كَأَن لَّمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِّنَ النَّهَارِ يَتَعَارَفُونَ بَيْنَهُمْ ۚ قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِلِقَاءِ اللَّهِ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ
او هغه ورځ چېبه دوی راغونډ کړي، داسې به وي لکه چې په دنیا کې يې یوازې د یوې ورځې یوې ګړۍ هومره پاتې شوي وي، دوی به پخپلوکې یو بل پېژني. بېشکه هغه کسان زیانمن شوي دي چې د الله له لیدو يې انکار کړی وو، او هغوی په سمه لاره نه وو.
۴۶.
وَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ اللَّهُ شَهِيدٌ عَلَىٰ مَا يَفْعَلُونَ
او که موږ تاته د هغه څه ځینې برخې وښیو چې دوی ته یې ژمنه ورکوو، یاتا وفات کړو، نو هغوی به زموږ لور ته راستانه شي، بیا الله پر هغه څه شاهد دی چې دوی یې کوي.
۴۷.
وَلِكُلِّ أُمَّةٍۢ رَّسُولٌۭ ۖ فَإِذَا جَآءَ رَسُولُهُمْ قُضِىَ بَيْنَهُم بِٱلْقِسْطِ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
او د هر امت لپاره یو رسول دی. کله چې د دوی رسول راشي، نو په نیاو (عدالت) سره به د دوی ترمنځ پریکړه وشي، او په دوی به ظلم نه کېږي.
۴۸.
وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ
او دوی وايي: دا ژمنه به کله پوره شي که تاسو رښتیني یاست؟
۴۹.
قُل لَّآ أَمْلِكُ لِنَفْسِى ضَرًّۭا وَلَا نَفْعًا إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُ ۗ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌۭ إِذَا جَآءَ أَجَلُهُمْ فَلَا يَسْتَـْٔخِرُونَ سَاعَةًۭ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ ووایه: زه د خپل ځان لپاره د هېڅ زیان یا ګټې خاوند نه یم خو هغه څه چې الله وغواړي. د هر امت لپاره یو ټاکلی وخت دی. کله چې د دوی وخت راشي، نو نه به یو ساعت وروسته ولاړ شي او نه به وړاندې.
۵۰.
قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِنْ أَتَىٰكُمْ عَذَابُهُۥ بَيَـٰتًا أَوْ نَهَارًا مَّاذَا يَسْتَعْجِلُ مِنْهُ ٱلْمُجْرِمُونَ
ووایه: ایا تاسې دا ارزولې ده که د هغه عذاب د شپې یا د ورځې درته راشي، نو هغه څه دي چې مجرمان يې په غوښتلو کې تلوار کوي.
۵۱.
أَثُمَّ إِذَا مَا وَقَعَ ءَامَنتُم بِهِۦٓ ۚ ءَآلْـَٰٔنَ وَقَدْ كُنتُم بِهِۦ تَسْتَعْجِلُونَ
ایا کله چې هغه (عذاب) پیښ شي بیا به تاسې ایمان راوړئ؟ آیا اوس؟ حال دا چې تاسو یې په تلوار سره غوښتنه کوله؟
۵۲.
ثُمَّ قِيلَ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْخُلْدِ ۖ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا بِمَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ
بیا به هغو کسانو ته چې ظلم یې کړی وي، وویل شي، د تلپاتې عذاب خوند وڅکئ. آیا د هغه څه په بدله نه اخلئ چې تاسو به ترسره کول؟
۵۳.
وَيَسْتَنۢبِـُٔونَكَ أَحَقٌّ هُوَ ۖ قُلْ إِى وَرَبِّىٓ إِنَّهُۥ لَحَقٌّۭ وَمَآ أَنتُم بِمُعْجِزِينَ
او دوی له تا پوښتنه کوي چې آیا دا رښتیا دی؟ ووایه: هو، زما په رب قسم، بېشکه دا رښتیا دی، او تاسې به هغه (الله) کمزوری نشی کړی.
۵۴.
وَلَوْ أَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍۢ ظَلَمَتْ مَا فِى ٱلْأَرْضِ لَٱفْتَدَتْ بِهِۦ ۗ وَأَسَرُّوا۟ ٱلنَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ۖ وَقُضِىَ بَيْنَهُم بِٱلْقِسْطِ ۚ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
او که له هر هغه ځان (نفس) سره چې تېری یې کړی وي د ځمکې هر څه وي، نو هرومرو به یې په تاوان کې ورکړي. او کله چې عذاب وګوري، نو خپله پښیماني به پټه کړي. او د دوی ترمنځ به په نیاو (انصاف) سره پریکړه وشي، په داسې حال کې چې له دوی سره به هېڅ ظلم نه کېږي.
55.
أَلَآ إِنَّ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۗ أَلَآ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّۭ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
خبردار هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي یقینا د الله لپاره دي. خبردار د الله ژمنه یقینا رښتیا ده، خو ډيری خلک نه پوهېږي.
۵۶.
هُوَ يُحْيِۦ وَيُمِيتُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
هغه ژوند ورکول کوي او مړه کول کوي، او تاسې به هغه ته وروګرځول شئ.
۵۷.
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَتْكُم مَّوْعِظَةٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَآءٌۭ لِّمَا فِى ٱلصُّدُورِ وَهُدًۭى وَرَحْمَةٌۭ لِّلْمُؤْمِنِينَ
ای خلکو! تاسې ته مو د رب له لورې یو نصیحت راغلی دی، او د هغه څه لپاره شفا چې په سینو کې دي، او د مومنانو لپاره لارښود او رحمت دی .
۵۸.
قُلْ بِفَضْلِ ٱللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِۦ فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا۟ ۖ هُوَ خَيْرٌۭ مِّمَّا يَجْمَعُونَ
ووایه: د الله په فضل او د هغه په رحمت باندې، نو پرې دې دوی خوشحاله شي. دا له هغه څه غوره دی چې دوی یې ټولوي.
۵۹.
قُلْ أَرَءَيْتُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍۢ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَامًۭا وَحَلَـٰلًۭا قُلْ ءَآللَّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى ٱللَّهِ تَفْتَرُونَ
ووایه: ایا تاسو هغه روزي لیدلې چې الله تاسو ته نازل کړې ده، بیا تاسو په دې کې حرام او حلال جوړ کړل؟ ووایه: 'آیا الله تاسو ته دا اجازه درکړې ده، که تاسو پر الله دروغ تړئ؟
۶۰.
وَمَا ظَنُّ ٱلَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلنَّاسِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَشْكُرُونَ
او هغه کسانو چې پر الله دروغ تړلي دي، د قیامت په ورځ څه فکر کوي؟ بېشکه الله پر خلکو ډېر فضل والا دی، خو ددوی ډيری شکر نه باسي.
۶۱.
وَمَا تَكُونُ فِى شَأْنٍۢ وَمَا تَتْلُوا۟ مِنْهُ مِن قُرْءَانٍۢ وَلَا تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلَّا كُنَّا عَلَيْكُمْ شُهُودًا إِذْ تُفِيضُونَ فِيهِ ۚ وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍۢ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فِى ٱلسَّمَآءِ وَلَآ أَصْغَرَ مِن ذَٰلِكَ وَلَآ أَكْبَرَ إِلَّا فِى كِتَـٰبٍۢ مُّبِينٍۢ
"او ته په کوم کار کې نه یې (بوخت) او نه ته له قران څخه څه لولې، او نه تاسې کوم عمل کوی خو موږ تاسې ګورو، کله چې تاسو په دې کې بوختیږی. او ستاسې له رب څخه د یوې ذرې په انداز شی په ځمکه او په آسمان کې نه پټیږي، او نه له دې کوچنی او نه له دې لوی، خو ټول په یو ښکاره کتاب کې دي.
۶۲.
أَلَآ إِنَّ أَوْلِيَآءَ ٱللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
خبردار بېشکه چې د الله دوستانو ته نه وېره شته او نه به هغوی خفه کېږي.
۶۳.
ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَكَانُوا۟ يَتَّقُونَ
هغه کسان چې ایمان یې راوړی او ځان ساتي.
۶۴.
لَهُمُ ٱلْبُشْرَىٰ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَفِى ٱلْءَاخِرَةِ ۚ لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمَـٰتِ ٱللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ
د دوی لپاره په دنیايي ژوند کې زیری دی او په آخرت کې، د الله په خبرو کې هېڅ بدلون نشته دی. دا هغه ستر بریالیتوب دی.
۶۵.
وَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ ۘ إِنَّ ٱلْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا ۚ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ
او د دوی خبرې تا خپه نکړي، بېشکه ټول عزت د الله لپاره دی. هغه اورېدونکی، پوه دی.
۶۶.
أَلَآ إِنَّ لِلَّهِ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَمَا يَتَّبِعُ ٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ شُرَكَآءَ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ
"خبردار شئ! بېشکه د الله لپاره دي هغه څوک چې په اسمانونو کې دي او هغه څوک چې په ځمکه کې دي او هغه کسان چې له الله پرته نور شریکان بولي، هېڅ پیروي نکوي مګر د ګومان، او دوی یواځې دروغجن اټکل کوي.
۶۷.
هُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ لِتَسْكُنُوا۟ فِيهِ وَٱلنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَسْمَعُونَ
هغه (الله) هغه دی چې تاسې ته یې شپه جوړه کړه چې ارام پکې وکړی او ورځ یې روښانه کړه. بېشکه په دې کې د هغو خلکو لپاره نښې دي چې اوري.
۶۸.
قَالُوا۟ ٱتَّخَذَ ٱللَّهُ وَلَدًۭا ۗ سُبْحَـٰنَهُۥ ۖ هُوَ ٱلْغَنِىُّ ۖ لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ إِنْ عِندَكُم مِّن سُلْطَـٰنٍۢ بِهَـٰذَآ ۚ أَتَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
هغوی وايي: الله زوی نیولی دی. پاکي ده د هغه لپاره، هغه بې نیازه دی. د هغه لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو کې دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي. تاسو سره په دې کې هېڅ دلیل نشته. آیا تاسو پر الله هغه څه وایي چې نه پرې پوهېږی؟
۶۹.
قُلْ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ
ووایه: بېشکه هغوی چې پر الله دروغ تړي، بریالي به نه شي.
۷۰.
مَتَـٰعٌۭ فِى ٱلدُّنْيَا ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ نُذِيقُهُمُ ٱلْعَذَابَ ٱلشَّدِيدَ بِمَا كَانُوا۟ يَكْفُرُونَ
دا یوازې د دنیايي ژوند ګټه ده، بیا هغوی زموږ طرفته راګرځول کېږي، بیا به موږ هغوی ته سخت عذاب وروڅکوو، ددې لپاره چې دوی به کفر کاوه.
۷۱.
وَٱتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِۦ يَـٰقَوْمِ إِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُم مَّقَامِى وَتَذْكِيرِى بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ فَعَلَى ٱللَّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُوٓا۟ أَمْرَكُمْ وَشُرَكَآءَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةًۭ ثُمَّ ٱقْضُوٓا۟ إِلَىَّ وَلَا تُنظِرُونِ
او پر دوی باندې د نوح کیسه ولوله، کله چې هغه خپل قوم ته وویل: ای زما قومه! که په تاسو کې زما شتون او د الله په ایتونو سره زما نصیحت کول تاسې ته سخت وي، نو ما پر الله توکل کړی دی. نو تاسې خپل پلان او خپل شریکان رایوځای کړئ، بیا دې ستاسې پلان پټ درته نه پاتې کېږي، بیايې په ما عملي کړئ او ماته وخت مه راکوئ.
۷۲.
فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَمَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍۢ ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَى ٱللَّهِ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ
نو که تاسو (زما له لارښوونې څخه) مخ واړوئ، ما له تاسو څخه هېڅ تنخوا نه ده غوښتې. زما اجر یوازې له الله سره دی، او ماته امر شوی چې له مسلمانانو څخه واوسم.
۷۳.
فَكَذَّبُوهُ فَنَجَّيْنَـٰهُ وَمَن مَّعَهُۥ فِى ٱلْفُلْكِ وَجَعَلْنَـٰهُمْ خَلَـٰٓئِفَ وَأَغْرَقْنَا ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا ۖ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُنذَرِينَ
نو دوی هغه دروغجن وګاڼه، نو موږ هغه او هغه څوک چې ورسره وو په بېړۍ کې وژغورل، او هغوی مو ځایناستي کړل، او هغه کسان مو غرق کړل چې زموږ نښې یې دروغ ګڼلې. نو وګوره چې، بیا وګوره چې د هغو پای څنګه شو چې خبرداری ورکړل شوی و.
۷۴.
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنۢ بَعْدِهِۦ رُسُلًا إِلَىٰ قَوْمِهِمْ فَجَآءُوهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ فَمَا كَانُوا۟ لِيُؤْمِنُوا۟ بِمَا كَذَّبُوا۟ بِهِۦ مِن قَبْلُ ۚ كَذَٰلِكَ نَطْبَعُ عَلَىٰ قُلُوبِ ٱلْمُعْتَدِينَ
بیا موږ له هغه وروسته رسولان خپلو خپلو قومونو ته واستول، او هغوی ورته ښکاره دلایل راوړل، خو دوی په هغه څه ایمان نه راووړ چې مخکې یې دروغ ګڼلي وو. همداسې موږ د سرغړوونکو په زړونو ټاپه ووهو.
۷۵.
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنۢ بَعْدِهِم مُّوسَىٰ وَهَـٰرُونَ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦ بِـَٔايَـٰتِنَا فَٱسْتَكْبَرُوا۟ وَكَانُوا۟ قَوْمًۭا مُّجْرِمِينَ
بیا موږ له هغوی وروسته موسی او هارون زموږ له نښو سره فرعون او د هغه درباریانو ته واستول، خو دوی لويي وکړه او دوی یو جنایتکار قوم وو.
۷۶.
فَلَمَّا جَآءَهُمُ ٱلْحَقُّ مِنْ عِندِنَا قَالُوٓا۟ إِنَّ هَـٰذَا لَسِحْرٌۭ مُّبِينٌۭ
کله چې زموږ له لورې رښتیا ورته راغلل، دوی وویل: 'بېشکه دا ښکاره کوډې دي.
۷۷.
قَالَ مُوسَىٰٓ أَتَقُولُونَ لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَكُمْ أَسِحْرٌ هَـٰذَا وَلَا يُفْلِحُ ٱلسَّـٰحِرُونَ
موسی وویل: آیا تاسو رښتیاو ته کوډې وایي کله چې تاسې ته راغی؟ ایا دا کوډې دي؟ او جادوګر به بریالي نشي.
۷۸.
قَالُوٓا۟ أَجِئْتَنَا لِتَلْفِتَنَا عَمَّا وَجَدْنَا عَلَيْهِ ءَابَآءَنَا وَتَكُونَ لَكُمَا ٱلْكِبْرِيَآءُ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا نَحْنُ لَكُمَا بِمُؤْمِنِينَ
هغوی وویل: آیا ته موږ ته راغلی یې چې موږ له هغه څه څخه واړوې چې موږ خپل پلرونه پرې موندلي دي، او تاسې دواړو ته به په ځمکه کې لویي وي؟ موږ په تاسو دواړو هېڅ ایمان نه راوړو.
۷۹.
وَقَالَ فِرْعَوْنُ ٱئْتُونِى بِكُلِّ سَـٰحِرٍ عَلِيمٍۢ
او فرعون وویل ما ته هر پوه کوډګر راولئ.
۸۰.
فَلَمَّا جَآءَ ٱلسَّحَرَةُ قَالَ لَهُم مُّوسَىٰ أَلْقُوا۟ مَآ أَنتُم مُّلْقُونَ
کله چې کوډګر راغلل، موسی ورته وویل، وغورځوئ هغه څه چې تاسو یې غورځوئ.
۸۱.
فَلَمَّآ أَلْقَوْا۟ قَالَ مُوسَىٰ مَا جِئْتُم بِهِ ٱلسِّحْرُ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ سَيُبْطِلُهُۥٓ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُصْلِحُ عَمَلَ ٱلْمُفْسِدِينَ
کله چې دوی وغورځول، موسی وویل هغه څه چې تاسو راوړل کوډې دي. بېشکه الله به دا تس نس (باطلې) کړي. بېشکه الله د فساد کوونکو کار نه سموي.
۸۲.
وَيُحِقُّ ٱللَّهُ ٱلْحَقَّ بِكَلِمَـٰتِهِۦ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْمُجْرِمُونَ
او الله د خپل کليماتو په مټ رښتیا برلاسی کوي، که څه هم جنایتکاران یې خوښ نکړي.
۸۳.
فَمَآ ءَامَنَ لِمُوسَىٰٓ إِلَّا ذُرِّيَّةٌۭ مِّن قَوْمِهِۦ عَلَىٰ خَوْفٍۢ مِّن فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِمْ أَن يَفْتِنَهُمْ ۚ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍۢ فِى ٱلْأَرْضِ وَإِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلْمُسْرِفِينَ
نو په موسی هیچا ایمان را نه وړ خو یوازې د هغه د قوم ځینې ځوانانو، له فرعون او د هغه له درباریانو څخه په ویره کې چې دوی به په فتنه کې واچوي. او بېشکه فرعون په ځمکه کې یو ډېرکبرجن کس وو، او بېشکه هغه له سرغړونکو څخه وو.
۸۴.
وَقَالَ مُوسَىٰ يَـٰقَوْمِ إِن كُنتُمْ ءَامَنتُم بِٱللَّهِ فَعَلَيْهِ تَوَكَّلُوٓا۟ إِن كُنتُم مُّسْلِمِينَ
او موسی وویل، ای زما قومه! که تاسو په الله ایمان راوړی وي، نو پر هغه توکل وکړئ که مسلمانان یاست.
۸۵.
فَقَالُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ تَوَكَّلْنَا ۚ رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةًۭ لِّلْقَوْمِ ٱلظَّـٰلِمِينَ
نو دوی وویل، موږ پر الله توکل کړی دی. اې زموږ ربه! موږ د تیري کونکو د قوم لپاره فتنه مه ګرځوه.
۸۶.
وَنَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلْكَـٰفِرِينَ
او موږ پخپل رحمت سره د کافرانو له قوم څخه وژغوره.
۸۷.
وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰ وَأَخِيهِ أَن تَبَوَّءَا لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُيُوتًۭا وَٱجْعَلُوا۟ بُيُوتَكُمْ قِبْلَةًۭ وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ ۗ وَبَشِّرِ ٱلْمُؤْمِنِينَ
او موږ موسی او د هغه ورور ته وحی وکړه چې د خپل قوم لپاره په مصر کې کورونه جوړ کړئ، او خپل کورونه د قبلې په لور وګرځوئ، او لمونځ ادا کړئ. او مؤمنانو ته زیری ورکړه.
۸۸.
وَقَالَ مُوسَىٰ رَبَّنَآ إِنَّكَ ءَاتَيْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَأَهُۥ زِينَةًۭ وَأَمْوَٰلًۭا فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا رَبَّنَا لِيُضِلُّوا۟ عَن سَبِيلِكَ ۖ رَبَّنَا ٱطْمِسْ عَلَىٰٓ أَمْوَٰلِهِمْ وَٱشْدُدْ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُوا۟ حَتَّىٰ يَرَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَلِيمَ
او موسی وویل، اې زموږ ربه! بېشکه تا فرعون او د هغه درباریانو ته دنیايي ښایست او مالونه ورکړي دي، اې زموږ ربه! ددې لپاره يې کاروي چې (خلک) ستا له لارې واړوي. اې زموږ ربه! د دوی مالونه تباه کړه او د دوی په زړونو مهر ولګوه، نو دوی به ایمان رانه وړي ترهغې چې دردناک عذاب وګوري.
۸۹.
قَالَ قَدْ أُجِيبَت دَّعْوَتُكُمَا فَٱسْتَقِيمَا وَلَا تَتَّبِعَآنِّ سَبِيلَ ٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ
وېویل، د ستاسې دواړو دعا مې قبوله کړه. نو ټینګ ودریږی، او د هغو دلارې پيروي مکوی چې نه پوهېږي.
۹۰.
وَجَاوَزْنَا بِبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱلْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُۥ بَغْيًۭا وَعَدْوًۭا حَتَّىٰٓ إِذَآ أَدْرَكَهُ ٱلْغَرَقُ قَالَ ءَامَنتُ أَنَّهُۥ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا ٱلَّذِىٓ ءَامَنَتْ بِهِۦ بَنُوٓا۟ إِسْرَٰٓءِيلَ وَأَنَا۠ مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ
او موږ د اسرایل اولاده له سمندر څخه تېر کړل، نو فرعون او د هغه لښکرو په سرغړونې او دښمنۍ سره د هغوی پسې ورغلل، تر دې چې کله هغه ډوبېدو ته ورسېد، نو ویې ویل، اوس مې ایمان راوړ چې نشته بل معبود پرته له هغه چې د اسرایل اولادې پرې ایمان راوړی دی، او زه له مسلمانانو څخه یم.
۹۱.
ءَآلْـَٰٔنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنتَ مِنَ ٱلْمُفْسِدِينَ
ورته وویل شول، آیا اوس؟ په داسې حال کې چې مخکې دې نافرماني کوله او له فساد کوونکو څخه وې؟
۹۲.
فَٱلْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ ءَايَةًۭ ۚ وَإِنَّ كَثِيرًۭا مِّنَ ٱلنَّاسِ عَنْ ءَايَـٰتِنَا لَغَـٰفِلُونَ
نو نن به موږ ستا بدن وژغورو، ترڅو د هغوی لپاره چې له تا روسته راځي نښه وي. او بېشکه ډېری خلک زموږ له نښو څخه ناګاره (غافل) دي.
۹۳.
وَلَقَدْ بَوَّأْنَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ مُبَوَّأَ صِدْقٍۢ وَرَزَقْنَـٰهُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ فَمَا ٱخْتَلَفُوا۟ حَتَّىٰ جَآءَهُمُ ٱلْعِلْمُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِى بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
او بېشکه موږ بني اسرائیلو ته رښتینی ځای وټاکه، او له پاکو شیانو مو روزي ورکړه، نو دوی په خپلو کې اختلاف نه درلود تر هغې چې علم ورته راغی. بېشکه ستا رب به د قیامت په ورځ په هغو مسایلو کې چې دوی په کې اختلاف کوي، فیصله وکړي.
۹۴.
فَإِن كُنتَ فِى شَكٍّۢ مِّمَّآ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ فَسْـَٔلِ ٱلَّذِينَ يَقْرَءُونَ ٱلْكِتَـٰبَ مِن قَبْلِكَ ۚ لَقَدْ جَآءَكَ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُمْتَرِينَ
نو که ته په هغه څه کې شک لرې چې موږ تا ته نازل کړي دی، نو له هغوی وپوښته چې له تا مخکې یې کتاب لوستلو. بېشکه تاته رښتیا ستا له رب څخه راغلي دي، نو له شک کوونکو څخه مه کېږه.
۹۵.
وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ فَتَكُونَ مِنَ ٱلْخَـٰسِرِينَ
او له هغو کسانو مه کېږه چې د الله نښې یې دروغ وګڼلې چې له زیانمنو څخه به شې.
۹۶.
إِنَّ ٱلَّذِينَ حَقَّتْ عَلَيْهِمْ كَلِمَتُ رَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ
بېشکه هغه کسان چې د ستا د رب پریکړه ورباندې شوې ده، ایمان نه راوړي.
۹۷.
وَلَوْ جَآءَتْهُمْ كُلُّ ءَايَةٍ حَتَّىٰ يَرَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَلِيمَ
که څه هم ټولې نښې ورته راشي، تر هغې چې دردناک عذاب وویني.
۹۸.
فَلَوْلَا كَانَتْ قَرْيَةٌ ءَامَنَتْ فَنَفَعَهَآ إِيمَٰنُهَآ إِلَّا قَوْمَ يُونُسَ لَمَّآ ءَامَنُوا۟ كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ ٱلْخِزْىِ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَمَتَّعْنَـٰهُمْ إِلَىٰ حِينٍۢ
نو آیا هېڅ داسې کلی (ښار) نه و چې ایمان یې راوړی وای، او ایمان یې ورته ګټه رسولې وای، پرته د یونس له قوم څخه، کله چې دوی ایمان راوړ، موږ له هغوی څخه د دنیا د ژوند د سپکاوي عذاب لرې کړ، او تر یوې مودې مو هغوی ته ګټه ورکړه.
۹۹.
وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَءَامَنَ مَن فِى ٱلْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا ۚ أَفَأَنتَ تُكْرِهُ ٱلنَّاسَ حَتَّىٰ يَكُونُوا۟ مُؤْمِنِينَ
او که ستا رب غوښتي وای، نو هغو ټولو به ایمان راوړی وای چې په ځمکه کې دي. نو آیا ته به خلک اړ (مجبور) کړې چې مؤمنان وي.
۱۰۰.
وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تُؤْمِنَ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ وَيَجْعَلُ ٱلرِّجْسَ عَلَى ٱلَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ
او هېڅوک د الله له اجازې پرته ایمان نشي راوړی. او الله به په هغو کسانو بدترینه عذاب واچوي چې عقل نه کاروي.
۱۰۱.
قُلِ ٱنظُرُوا۟ مَاذَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا تُغْنِى ٱلءَايَـٰتُ وَٱلنُّذُرُ عَن قَوْمٍۢ لَّا يُؤْمِنُونَ
ووایه، وګورئ چې په اسمانونو او ځمکه کې څه شی دي، او هغه قوم ته نښې او خبرداری ګټه نه رسوي چې ایمان نه راوړي.
۱۰۲.
فَهَلْ يَنتَظِرُونَ إِلَّا مِثْلَ أَيَّامِ ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلِهِمْ ۚ قُلْ فَٱنتَظِرُوٓا۟ إِنِّى مَعَكُم مِّنَ ٱلْمُنتَظِرِينَ
نو آیا دوی د هغو ورځو په څیر د (عذاب) انتظار کوي چې له دوی څخه مخکې تېرې شوې دي؟ ورته ووایه، انتظار وکړئ، بېشکه زه هم له تاسو سره له انتظار کوونکو څخه یم.
۱۰۳.
ثُمَّ نُنجِى رُسُلَنَا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ۚ كَذَٰلِكَ حَقًّا عَلَيْنَا نُنجِ ٱلْمُؤْمِنِينَ
بیا موږ خپل رسولان او هغه کسان چې ایمان یې راوړی وو وژغورل. همداسې په رښتیا سره په موږ لازم دي چې مؤمنان وژغورو.
۱۰۴.
قُلْ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِن كُنتُمْ فِى شَكٍّۢ مِّن دِينِى فَلَآ أَعْبُدُ ٱلَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَٰكِنْ أَعْبُدُ ٱللَّهَ ٱلَّذِى يَتَوَفَّىٰكُمْ ۖ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ
ووایه، ای خلکو! که تاسو زما په دین شک لرئ، نو زه هغه څوک نه لمانځم چې تاسو یې د الله پرته لمانځئ، مګر زه الله لمانځم هغه ذات چې تاسو مړه کوي، او په ما امر شوی دی چې له مؤمنانو څخه واوسم.
۱۰۵.
وَأَنْ أَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ
او داچې مخ دې په اخلاص سره دین ته برابر کړه او له مشرکانو څخه مه کېږه.
۱۰۶.
وَلَا تَدْعُ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكَ وَلَا يَضُرُّكَ ۖ فَإِن فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِّنَ الظَّالِمِينَ
او له الله پرته داسې څه مه بوله چې نه تا ته ګټه رسولی شي او نه تاوان. نو که تا دا وکړل، نو بېشکه ته به له ظالمانو څخه یې.
۱۰۷.
وَإِن يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّۢ فَلَا كَاشِفَ لَهُۥٓ إِلَّا هُوَ ۖ وَإِن يُرِدْكَ بِخَيْرٍۢ فَلَا رَآدَّ لِفَضْلِهِۦ ۚ يُصِيبُ بِهِۦ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ ۚ وَهُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ
او که الله تا ته څه تاوان ورسوي، نو له هغه پرته هېڅوک نشته چې دا لرې کړي، او که هغه تاته د خیر اراده وکړي، نو د هغه فضل نشي اړول کېدای. هغه له خپلو بنده ګانو سره هر چاته چې وغواړي دا وررسوي. او هغه بخښونکی، مهربان دی.
۱۰۸.
قُلْ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ ۖ فَمَنِ ٱهْتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهْتَدِى لِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا ۖ وَمَآ أَنَا۠ عَلَيْكُم بِوَكِيلٍۢ
ووایه، ای خلکو! بېشکه ستاسې د رب له لوري رښتیا درته راغلی دی. نو څوک چې سیده لاره ومومي، نو هغه یوازې د خپل ځان لپاره هدایت موندلی دی. او څوک چې بېلارې شي، نو هغه یوازې خپل ځان بېلارې کوي. او زه په تاسو ساتن (نګران) نه یم.
109.
وَٱتَّبِعْ مَا يُوحَىٰٓ إِلَيْكَ وَٱصْبِرْ حَتَّىٰ يَحْكُمَ ٱللَّهُ ۚ وَهُوَ خَيْرُ ٱلْحَـٰكِمِينَ
او د هغه څه پیروي وکړه چې تا ته يې وحی کیږي، او زغم لرونکی اوسه (صبر وکړه) ترڅو الله پریکړه وکړي. او هغه تر ټولو غوره پریکړه کونکی دی.