Skip to main content

الاعراف/ لوړې‏

الاعراف/ لوړې
عدد آياتها 206 وهي مكية – نزلت بعد ص

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

1. المص
2. كِتَابٌ أُنزِلَ إِلَيْكَ فَلَا يَكُن فِي صَدْرِكَ حَرَجٌ مِّنْهُ لِتُنذِرَ بِهِ وَذِكْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ
3 . اتَّبِعُوا مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاءَ ۗ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ
4 . وَكَم مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا فَجَاءَهَا بَأْسُنَا بَيَاتًا أَوْ هُمْ قَائِلُونَ
5 . فَمَا كَانَ دَعْوَاهُمْ إِذْ جَاءَهُم بَأْسُنَا إِلَّا أَن قَالُوا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ
6 . فَلَنَسْأَلَنَّ الَّذِينَ أُرْسِلَ إِلَيْهِمْ وَلَنَسْأَلَنَّ الْمُرْسَلِينَ
7 . فَلَنَقُصَّنَّ عَلَيْهِم بِعِلْمٍ ۖ وَمَا كُنَّا غَائِبِينَ
8 . وَالْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ ۚ فَمَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
9 . وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَٰئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُم بِمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَظْلِمُونَ
10. وَلَقَدْ مَكَّنَّاكُمْ فِي الْأَرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ ۗ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ
11. وَلَقَدْ خَلَقْنَاكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ لَمْ يَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ
1.     ا، ل، م، ص
2.    [ای محمد صلی الله علیه وسلم] دا یو کتاب دی چې په تا نازل شوی دی، نو ستا په سینه کې دې له دې کتاب څخه تنګوالی نه وي، [دا قران ددې لپاره نازل شوی دی چې] په دې کتاب سره خلک وویروې، او د مومنانو لپاره یادونه ده.
3.     دهغه څه تابعداري وکړئ چې ستاسې د رب له خوا نازل شوي دي، او د الله پرته د نورو دوستانو تابعداري مه کوئ، په تاسې کې ډیر لږخلک پند اخلي.  
4.     او موږ ډیر کلي هلاک کړي دي، دوی ته زموږ عذاب د شپې له خوا ورغی یا به دوی د غرمې پرمهال ویده وو.
5.     کله چې به زموږ عذاب دوی ته ورغی نو ددوی خبره بل شی نه وه مګر دا يې ویل چې موږ ظالمان وو.
6.    نو موږ به له هغو امتونو څخه پوښتنه وکړو چې دوی ته پیغمبران لیږل شوي وو، او موږ به له پیغمبرانو څخه هم پوښتنه وکړو.
7.     نو موږ به دوی ته دا په علم سره بیانوو، او موږ غایب نه وو.
8.    او هغه ورځ [داعمالو] تله حق ده، نو دهغه چاچې تله درنده شوه همدوی بریالي دي.
9.     او د هغه چاچې تله سپکه شوه نو دوی هغه کسان دي چې ځانونه يې په زیان کې اچولي دي ددې لپاره چې دوی زما په ایتونو باندې ظلم کاوو.
10.                        یقینا، موږ تاسې ته په ځمکه کې ځای درکړی دی، او په دې کې ‏موږ د ژوند اسباب تاسې ته جوړ کړي دي، لږ خلک شکر باسي.
11.  یقینا، موږ هست کړی تاسې، بیاموږ شکل درکړ تاسې ته، بیاموږ ملایکو ته وویل چې ادم [علیه السلام] ته سجده وکړئ، نو ټولو سجده وکړه مګر ابلیس له سجده کوونکو څخه نشو.
12. قَالَ مَا مَنَعَكَ أَلَّا تَسْجُدَ إِذْ أَمَرْتُكَ ۖ قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ
13. قَالَ فَاهْبِطْ مِنْهَا فَمَا يَكُونُ لَكَ أَن تَتَكَبَّرَ فِيهَا فَاخْرُجْ إِنَّكَ مِنَ الصَّاغِرِينَ
14. قَالَ أَنظِرْنِي إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ
15. قَالَ إِنَّكَ مِنَ الْمُنظَرِينَ
16. قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ
17. ثُمَّ لَآتِيَنَّهُم مِّن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَن شَمَائِلِهِمْ ۖ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ
18. قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْءُومًا مَّدْحُورًا ۖ لَّمَن تَبِعَكَ مِنْهُمْ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكُمْ أَجْمَعِينَ
19. وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلَا مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ
20. فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِن سَوْآتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَٰذِهِ الشَّجَرَةِ إِلَّا أَن تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ
21. وَقَاسَمَهُمَا إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِينَ
22. فَدَلَّاهُمَا بِغُرُورٍ ۚ فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْآتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ الْجَنَّةِ ۖ وَنَادَاهُمَا رَبُّهُمَا أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَن تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَأَقُل لَّكُمَا إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِينٌ
12.     الله وفرمایل، کله چې ما تاته حکم وکړ څه شي ستا د سجدې کولو مخه ونیوله؟ [ابلیس] وویل زه له هغه بهتر یم، زه دې له اور څخه هست کړی یم او هغه دې له خټې هست کړی دی.
13.    الله وفرمایل، له دې [جنت څخه] ښکته شه، ستا لپاره جایز نه دي چې په دې [جنت] کې تکبر وکړې،  او وځه ته به له ذلیلانو څخه يې.
14.     [ابلیس] وویل تر هغې ورځې پورې ماته مهلت راکړه چې دوی به په کې بیا راپورته کېږي.
15.     الله وفرمایل، یقینا، ته له مهلت ورکړل شویو څخه يې.
16.     [ابلیس] وویل، نو له دې کبله چې تا زه ګمراه کړم، زه به هم دوی ته ستا په سمه نیغه لار کیښنم.
17.    بیابه د مخې له خوا څخه ورته راځم، او ددوی د شاګانو له خوا څخه او  ددوی له ښيي خوا څخه او ددوی له کیڼ خوا څخه، او ته به ډیری ددوی شکر کوونکي ونه مومې.

18.     الله وفرمایل، له دې [جنت] څخه وځه، بدحالی او رټلی شوی، یقینا، له دوی [انسانانو] څخه چې چا ستا تابعداري وکړه، له تاسې ټولو څخه به زه جهنم ډک کړم.

19.    او ای ادم، ته او ستا میرمن په جنت کې هستوګن شئ، او خورئ يې، په کوم ځای کې چې ستاسې خوښه وي، او دې ونې ته مه نژدې کېږئ چې تاسې به له ظالمانو څخه شئ.

20.     نو شیطان دوی دواړو ته وسوسه واچوله چې دوی ته يې عورتونه ور ښکاره کړي هغه چې له دوی څخه پټ کړی شوی وو، او [ابلیس دوی ته] وویل ستاسې رب تاسې له دې ونې څخه نه یاست منع کړي مګر ددې لپاره چې تاسې به ملایک شی یا به له تلپاتو څخه شی.

21.    او دوی دواړو ته يې قسم وکړ چې زه تاسې دواړو ته له خیرغوښتوونکو څخه يم.

22.   نو په تیرویستلو [په دوکې] سره يې راښکته کړل، نو کله چې دې دواړو هغه ونه وڅکله نو دوی ته يې عورتونه ښکاره شول، او دوی دواړه لګیا شول دجنت په پاڼو يې ځانونه پټول. او ددوی رب دوی ته غږ کړ ایا ما تاسې له هغې ونې نه وی منع کړي او تاسې دواړو ته ما نه وو ویلي چې شیطان د ستاسې دواړو ښکاره دښمن دی؟

23. قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ

24. قَالَ اهْبِطُوا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۖ وَلَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَىٰ حِينٍ

25. قَالَ فِيهَا تَحْيَوْنَ وَفِيهَا تَمُوتُونَ وَمِنْهَا تُخْرَجُونَ

26. يَا بَنِي آدَمَ قَدْ أَنزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِي سَوْآتِكُمْ وَرِيشًا ۖ وَلِبَاسُ التَّقْوَىٰ ذَٰلِكَ خَيْرٌ ۚ ذَٰلِكَ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ

27. يَا بَنِي آدَمَ لَا يَفْتِنَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُم مِّنَ الْجَنَّةِ يَنزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْآتِهِمَا ۗ إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ ۗ إِنَّا جَعَلْنَا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ

28. وَإِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً قَالُوا وَجَدْنَا عَلَيْهَا آبَاءَنَا وَاللَّهُ أَمَرَنَا بِهَا ۗ قُلْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ ۖ أَتَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ

29. قُلْ أَمَرَ رَبِّي بِالْقِسْطِ ۖ وَأَقِيمُوا وُجُوهَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ ۚ كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ

30. فَرِيقًا هَدَىٰ وَفَرِيقًا حَقَّ عَلَيْهِمُ الضَّلَالَةُ ۗ إِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ اللَّهِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ

23.     دوی دواړو وویل، ای زموږ ربه، موږ پخپلو ځانونو ظلم کړی دی، او که ته موږ ته بښنه ونکړې او ته په موږ رحم ونکړې نو موږ به له زیانکارانو څخه شو.

24.    الله وفرمایل، ښکته شئ، ځینې به د ځینې نورو دښمنان وي، په ځمکه کې به ستاسې د هستوګنې ځای وي او ګټې به وي تر یوې ټاکلې مودې پورې.

25.     الله وفرمایل، تاسې به په دې ځمکه کې ژوند تیروئ، او په دې کې به په تاسې مرګ راځي، او له دې څخه به بیا تاسې راوویستلی شی [د حساب لپاره].
26.     ای د ادم اولادې، یقینا، موږ تاسې ته جامې لیږلی دی چې ستاسې عورتونه پټوي او د سینګار جامې. او د تقوا جامې، دا ډیرې غوره دي، داد الله ایتونه دي ښايي تاسې پند واخلئ.
27.     ای د ادم اولادې، شیطان تاسې ګمراه نکړي، لکه څنګه چې يې ستاسې مور او پلار له جنت څخه راویستلي وو، او له هغوی څخه يې ددوی جامې ویستلې وې چې عورتونه يې ورښکاره کړي. یقینا، هغوی،  شیطان او د هغه قبیله له هغه ځای څخه تاسې ګوري چې تاسې يې نه ګوری، موږ یقینا شیطانان د هغو کسانو دوستان ګرځولي دي چې ایمان نه راوړي.
28.    او کله چې دوی بې حیايي وکړي بیا وايي موږ په دې باندې خپل پلرونه موندلي دي او الله موږ ته حکم کړی دی. [ای محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته] ووایه، الله چاته د بې حیايي حکم  نه کوي، ایا تاسې د الله په اړه هغه خبره کوی چې پرې نه پوهیږی؟
29.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته] ووایه، زما رب  په انصاف حکم کړی دی او په هرجومات کې خپل مخونه د الله طرفته وګرځوئ او په اخلاص سره هغه وبولئ [په دعا او لمانځه کې]، لکه څنګه چې هغه لومړی ځل تاسې هست کړی [بیا د هغه طرفته] ورګرځی.
30.    یوه ډله ده چې هدایت يې موندلی دی، او بله ډله هغه ده چې ګمراهي پرې ثابت شوې ده، دوی د الله په ځای شیطانان خپل دوستان ونیول، او دوی ګومان کوي چې په سمه نیغه لاره دي.
31. يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ
32. قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ ۚ قُلْ هِيَ لِلَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ
33. قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالْإِثْمَ وَالْبَغْيَ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَأَن تُشْرِكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَأَن تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
34. وَلِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ ۖ فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ
35. يَا بَنِي آدَمَ إِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي ۙ فَمَنِ اتَّقَىٰ وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
36. وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
37. فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ ۚ أُولَٰئِكَ يَنَالُهُمْ نَصِيبُهُم مِّنَ الْكِتَابِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا يَتَوَفَّوْنَهُمْ قَالُوا أَيْنَ مَا كُنتُمْ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ ۖ قَالُوا ضَلُّوا عَنَّا وَشَهِدُوا عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا كَافِرِينَ
31.     ای د ادم اولادې، هرجومات ته د تللو پرمهال ځان سینګار کړئ، او خورئ او څښکئ يې، خو اسراف مه کوئ، یقینا، هغه اسراف کوونکي نه خوښوي.
32.    ووایه، د الله هغه سینګار چا حرام کړي دی چې بندګانو ته يې [له ځمکې او اسمانونو څخه] راویستلی دی او پاک خواړه؟ ووایه، دا د دنیا په ژوند کې د مومنانو لپاره دي او د قیامت په ورځ به یوازې د مومنانو لپاره وي،  په دې توګه موږ د هغه قوم لپاره ایتونه بیانوو چې پوهیږي.
33.     ووایه، زما رب حرامه کړې ده بې حیايي، له دې څخه هغه چې ښکاره ده او هغه چې پټه ده،  او الله حرام کړي دي ګناهونه او په ناحقه ظلم. او الله دا حرام کړي دي چې تاسې له الله سره په هغه څه شرک وکړی چې الله پرې دلیل نه دی نازل کړی او الله دا حرام کړي دي چې تاسې د الله په اړه هغه څه ووايي چې پرې نه پوهیږی.
34.     او د هر امت لپاره یوه نیټه ده، کله چې ددوی نیټه ورسیږي نه به یو ساعت روسته شي او نه به مخکې کېږي.
35.     ای د ادم اولادې، که تاسې ته له تاسو څخه رسولان راشي چې زما ایتونه تاسې ته بیانوي،  نو څوک چې له الله وویریده او خپل عمل يې نیک کړ نو په دوی به نه ویره وي او نه به دوی غمجن کېږي.
36.    او هغه کسان چې زما ایتونه دروغ بولي او ځان ترې لوی ګڼي [تکبر کوي] دوی د دوزخ د اور  ملګري دي او هلته به د تل لپاره وي.
37.     نو له هغه چا بل ظالم څوک دی چې د الله په اړه دروغ جوړوي یا د الله ایتونه دروغ ګڼي؟ دې کسانو ته به لیکل شوې برخه ورسیږي، تر دې چې زموږ استازي [ملایک] دوی ته راشي له دوی به روحونه اخلي، ملایک به وایی چېرته دي هغه کسان چې تاسې به د الله په ځای بلل؟ مشرکان به وايي له موږ ورک شول او په ځانونو به ګواهي ورکړي چې دوی کافران وو.
38. قَالَ ادْخُلُوا فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِكُم مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ فِي النَّارِ ۖ كُلَّمَا دَخَلَتْ أُمَّةٌ لَّعَنَتْ أُخْتَهَا ۖ حَتَّىٰ إِذَا ادَّارَكُوا فِيهَا جَمِيعًا قَالَتْ أُخْرَاهُمْ لِأُولَاهُمْ رَبَّنَا هَٰؤُلَاءِ أَضَلُّونَا فَآتِهِمْ عَذَابًا ضِعْفًا مِّنَ النَّارِ ۖ قَالَ لِكُلٍّ ضِعْفٌ وَلَٰكِن لَّا تَعْلَمُونَ
39. وَقَالَتْ أُولَاهُمْ لِأُخْرَاهُمْ فَمَا كَانَ لَكُمْ عَلَيْنَا مِن فَضْلٍ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ
40. إِنَّ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ أَبْوَابُ السَّمَاءِ وَلَا يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّىٰ يَلِجَ الْجَمَلُ فِي سَمِّ الْخِيَاطِ ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُجْرِمِينَ
41. لَهُم مِّن جَهَنَّمَ مِهَادٌ وَمِن فَوْقِهِمْ غَوَاشٍ ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ
42. وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
43. وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ ۖ وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي هَدَانَا لِهَٰذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِيَ لَوْلَا أَنْ هَدَانَا اللَّهُ ۖ لَقَدْ جَاءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ ۖ وَنُودُوا أَن تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
38.     الله به وفرمايي، تاسې په هغه ډله کې داخل شئ چې له تاسې مخکې تیر شوي دي له پیریانو او انسانانو څخه اور ته، نو هرکله چې یوه ډله په کې داخلیږي دايې په خور [په بله ډله] لعنت وايي، تردې چې دوی ټول په دې اور کې راغونډ شي، کشران [لاس لاندې کسان] به مشرانو ته ووايي، ای زموږ ربه، دې کسانو موږ ګمراه کړي وو نو په اور کې دوی ته ‏دوه برابره عذاب ورکړه. الله به وفرمايي، دهرچا لپاره دوه برابره عذاب دی خو تاسې نه پوهیږی.
39.    او مشران به کشرانو ته ووايي په موږ باندې ستاسې څه غوره والی نشته دی، نو وڅکی عذاب د هغه څه لپاره چې تاسې به ګټل.  
40.     یقینا، هغه کسان چې زموږ ایتونه دروغ بولي او ځان ترې لوی ګڼي، دوی ته به د اسمان دروازې خلاصې نشي، او دوی به جنت ته داخل نشي تردې چې اوښ د ګنډلو د ستنې په سوري کې ننوزي، او په دې توګه موږ مجرمانو ته جزا ورکوو.
41.     له جهنم څخه ددوی لپاره فرش دی، او له پاسه به پرې [د اور] پوښ وي، او په دې توګه موږ ظالمانو ته جزا ورکوو.
42.     او هغو کسانو چې ایمان راوړی دی او نیک عملونه يې کړي دي، موږ چاته تکلیف نه ورکوو مګر د هغه د وسعې هومره، داد جنت ملګري دي، او دوی به په دې جنت کې د تل لپاره وي.
43. موږ به ددوی له سینو څخه کینه لرې کړو، ددوی [د باغونو او ماڼیو] لاندې به ویالې روانې وي، او دوی به وايي د الله لپاره د کمال صفتونه دي ‏ چې موږ يې دې ځای ته هدایت کړو، او موږ ددې جوګه نه وو چې هدایت مو ترلاسه کړی وای، که الله راته هدایت نه وای کړی، یقینا، د الله رسولان په حق سره راغلي وو، دوی ته به اواز وشي چې دغه جنت تاسې درکړل شو د هغه څه له کبله چې تاسې به کول.
44. وَنَادَىٰ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابَ النَّارِ أَن قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا فَهَلْ وَجَدتُّم مَّا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا ۖ قَالُوا نَعَمْ ۚ فَأَذَّنَ مُؤَذِّنٌ بَيْنَهُمْ أَن لَّعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ
45. الَّذِينَ يَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا وَهُم بِالْآخِرَةِ كَافِرُونَ
46. وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ ۚ وَعَلَى الْأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلًّا بِسِيمَاهُمْ ۚ وَنَادَوْا أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَن سَلَامٌ عَلَيْكُمْ ۚ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ
47. وَإِذَا صُرِفَتْ أَبْصَارُهُمْ تِلْقَاءَ أَصْحَابِ النَّارِ قَالُوا رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ
48. وَنَادَىٰ أَصْحَابُ الْأَعْرَافِ رِجَالًا يَعْرِفُونَهُم بِسِيمَاهُمْ قَالُوا مَا أَغْنَىٰ عَنكُمْ جَمْعُكُمْ وَمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ
49. أَهَٰؤُلَاءِ الَّذِينَ أَقْسَمْتُمْ لَا يَنَالُهُمُ اللَّهُ بِرَحْمَةٍ ۚ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمْ وَلَا أَنتُمْ تَحْزَنُونَ
50. وَنَادَىٰ أَصْحَابُ النَّارِ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَنْ أَفِيضُوا عَلَيْنَا مِنَ الْمَاءِ أَوْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ ۚ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَهُمَا عَلَى الْكَافِرِينَ
51. الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَهُمْ لَهْوًا وَلَعِبًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا ۚ فَالْيَوْمَ نَنسَاهُمْ كَمَا نَسُوا لِقَاءَ يَوْمِهِمْ هَٰذَا وَمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ
44.     اوجنتیان به دوزخیانو ته غږ وکړي، یقینا موږ په رښتیا سره هغه څه وموندل چې زموږ رب له موږ سره ژمنه کړې وه، ایا تاسو هغه څه وموندل چې له تاسو سره ستاسې رب په رښتیا سره ژمنه کړې وه؟ دوی [دوزخیان] به ووایی چې هو. ددوی ترمنځ به یو غږ کوونکی غږ وکړي چې د الله لعنت دې وي په ظالمانو.

45.    هغه کسان چې د الله له لارې څخه خلک اړوي او د الله په لاره کې کوږوالی لټوي، او دوی په اخرت باندې کافران وو.

46.     او ددوی ترمنځ به پرده وي، او په لوړې [په اعراف، دجنت او جهنم ترمنځ په وچت ځای] به څو سړي ناست وي جنتیان او دوزخیان به په نښو نښانو پیژني، دوی به په جنتیانو غږ وکړي چې په تاسې دې سلام وي، دوی [د لوړې کسان] لا جنت ته نه دي ننوتلي خو دوی تمه لري [چې الله به يې جنت ته بوځي].

47.     کله چې ددوی مخونه د دوزخیانو خواته واړول شي نو دوی به ووايي چې ای زموږ ربه، موږ له دې ظالمانو سره مه یوځای کوه.

48.     او د لوړې کسان به اواز وکړي ‏څه سړیو ته چې ټول به له مخونو څخه پيژني، تاسې ته ستاسې دمالونو غونډولو څه ګټه درنکړه او نه ستاسې تکبر تاسې ته ګټه درکړه چې تاسې به کاوو.

49.    ایا دا هغه جنتیان دي چې تاسې به قسمونه کول چې الله به دوی ته رحمت ورنکړي. [الله به اصحاب الاعراف ته وفرمايي] ننوځی جنت ته، هلته په تاسې ویره نشته او نه به تاسې غمجن شی.

50.     او دوزخیان به جنتیانو ته غږ وکړي چې لږ اوبه یا له هغه څه چې الله تاسې ته روزي درکړې ده په موږ راتویې کړی. جنتیان به ووايي چې یقینا، الله دا په کافرانو حرام [منع] کړي دي.

51.    دوی خپل دین [اسلام] ټوکې او لوبې ګرځولی دی، او ددنیا ژوند دوی تیرویستلي دي، نو موږ به نن دوی هیر کړو لکه دوی چې هیر کړی دی ددې ورځې [قیامت] ملاقات چې داده، او دوی به زما له ایتونو انکار کاوو.

52. وَلَقَدْ جِئْنَاهُم بِكِتَابٍ فَصَّلْنَاهُ عَلَىٰ عِلْمٍ هُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

53. هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا تَأْوِيلَهُ ۚ يَوْمَ يَأْتِي تَأْوِيلُهُ يَقُولُ الَّذِينَ نَسُوهُ مِن قَبْلُ قَدْ جَاءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ فَهَل لَّنَا مِن شُفَعَاءَ فَيَشْفَعُوا لَنَا أَوْ نُرَدُّ فَنَعْمَلَ غَيْرَ الَّذِي كُنَّا نَعْمَلُ ۚ قَدْ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ

54. إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ ۗ أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ ۗ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ

55. ادْعُوا رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ

56. وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا وَادْعُوهُ خَوْفًا وَطَمَعًا ۚ إِنَّ رَحْمَتَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِينَ

57. وَهُوَ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا أَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالًا سُقْنَاهُ لِبَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَنزَلْنَا بِهِ الْمَاءَ فَأَخْرَجْنَا بِهِ مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ ۚ كَذَٰلِكَ نُخْرِجُ الْمَوْتَىٰ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ

52.     او یقینا، موږ دوی ته یو کتاب [قران] راوړی وو، موږ پخپل علم سره په تفصیل سره بیان کړی وو، داد هغه قوم لپاره هدایت او رحمت دی چې ایمان لري.

53.    ایا دوی انتظار کوي مګر ددې [قران] د انجام؟ هغه کسان به ووايي چې مخکې يې دا [قران] هیر کړی وو، یقینا زموږ د رب رسولان په حق سره راغلي وو، ایا موږ ته کوم شفاعت کوونکی شته چې زموږ سپارښت وکړي؟ یا دې موږ بیرته دنیا ته واستول شو نو موږ به د هغه عمل بغیر چې موږ به کاوو بل عمل وکړو. یقینا، دوی خپلو ځانونو ته زیان ورساوو او هغه څه ترې ورک شول چې دوی به په دروغوجوړول.

54.     یقینا، ستاسې رب هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمکه يې په شپږ ورځو کې هست کړي دي، بیايې په عرش باندې استوا [برابرتیا] وکړه، الله شپې ته ورځ ور اغوندي، دا[شپه ورځ] په تلوارسره غواړي، او لمر او سپوږمۍ او ستوري ټول د الله په امر تابع کړی شوي دي، [ای خلکو] خبردار اوسئ چې خلقول [هستول] او امر یوازې د الله له طرفه دی، الله ‏برکت اچوونکی دی د ټولو جهانونو رب دی.
55.     خپل رب په عاجزۍ سره او په پټه وبولی [دعا ترې وغواړی]، یقینا، الله له تیري کوونکو سره مینه نه لري.
56.     او په ځمکه کې فساد مه کوئ روسته له هغې چې دا جوړه شوه، او الله وبولئ [له الله څخه دعا وغواړئ] په ویرې سره او په تمې سره، یقینا، د الله رحمت نیکي کوونکي ته ډیر نژدې دی.
57.    او الله هغه ذات دی چې له خپل رحمت څخه مخکې د زیري لپاره باد رالیږي، تردې چې دوی د درندو وریځو بار پورته کړي، نو موږ دا وريځې هغه کلي ته روانې کړو چې مړ [وچ] دی، نو موږ په دې کلي اوبه نازل کړو، په دې اوبه سره بیا له ټولو میوو څخه [له ځمکې] راباسو، موږ په دې ډول له قبرونو څخه مړي راپورته کوو، ددې لپاره چې تاسې پند واخلی.
58. وَالْبَلَدُ الطَّيِّبُ يَخْرُجُ نَبَاتُهُ بِإِذْنِ رَبِّهِ ۖ وَالَّذِي خَبُثَ لَا يَخْرُجُ إِلَّا نَكِدًا ۚ كَذَٰلِكَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَشْكُرُونَ
59. لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ
60. قَالَ الْمَلَأُ مِن قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ
61. قَالَ يَا قَوْمِ لَيْسَ بِي ضَلَالَةٌ وَلَٰكِنِّي رَسُولٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ
62. أُبَلِّغُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَأَنصَحُ لَكُمْ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
63. أَوَعَجِبْتُمْ أَن جَاءَكُمْ ذِكْرٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَلَىٰ رَجُلٍ مِّنكُمْ لِيُنذِرَكُمْ وَلِتَتَّقُوا وَلَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ
64. فَكَذَّبُوهُ فَأَنجَيْنَاهُ وَالَّذِينَ مَعَهُ فِي الْفُلْكِ وَأَغْرَقْنَا الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا عَمِينَ
65. وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا ۗ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۚ أَفَلَا تَتَّقُونَ
66. قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي سَفَاهَةٍ وَإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِينَ
67. قَالَ يَا قَوْمِ لَيْسَ بِي سَفَاهَةٌ وَلَٰكِنِّي رَسُولٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ
58.     او په پاک کلي کې دده د رب په حکم بوټي راوزي، او هغه چې ناولی دی نه راباسي مګر بیکاره بوټي، په دې توګه موږ [د قران] ایتونه اړو را اړوو د هغه قوم لپاره چې شکرکوونکي دي.
59.     یقینا، موږ لیږلی وو نوح د هغه قوم ته، نو ده وویل، ای زما قومه، یوازې د الله عبادت وکړی، له الله پرته ستاسې لپاره بل معبود نشته دی، زه په تاسې د لوې ورځې له عذاب څخه ویریږم.
60.     د هغه له قوم څخه مشرانو وویل موږ تا په ښکاره ګمراهي کې وینو.
61.     [نوح] وویل، ای زما قومه، په ماکې هیڅ ګمراهي نشته دی زه خو د ټولو جهانونو د رب له طرفه رسول یم.
62.     تاسو ته د خپل رب پیغامونه رارسوم، او د ستاسې لپاره د خیرخواهۍ په لټه کې یم، او د الله له طرفه زه په هغه څه پوهیږم چې تاسې پرې نه پوهیږی.
63.    ایا تاسې تعجب کړی دی داچې تاسې ته ستاسې د رب له طرفه ستاسې له منځه په یو سړي یادښت [وحی] راغی چې تاسې وویروي او په تاسې کې تقوا پیدا شي نو ښايي چې په تاسې رحم وشي.
64.     نو هغه يې دروغجن وګاڼه، نو موږ هغه وژغوره او هغه کسان چې له هغه سره په بیړۍ کې وو، او موږ هغه کسان غرق کړل چې زموږ ایتونه يې دروغ بللي وو، دا یو ړوند قوم وو.
65.    او موږ لیږلی وو عادیانو ته د هغوی ورور هود، هغه وویل، ای زما قومه، یوازې د الله عبادت وکړی، له الله پرته د ستاسې لپاره بل معبود نشته دی، نو ایا تاسې تقوا نه اختیاروی؟
66.     د هغه له قوم څخه هغو مشرانو وویل چې کافران شوي وو، موږ تا په کمعقلۍ کې وینو، او موږ ستا په اړه ګومان کوو چې ته له دروغجنو څخه يې.
67.                        هود وویل ای زما قومه، په ماکې کمعقلي نشته دی زه خو د ټولو جهانونو د رب له طرفه رسول یم.
68. أُبَلِّغُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَأَنَا لَكُمْ نَاصِحٌ أَمِينٌ
69. أَوَعَجِبْتُمْ أَن جَاءَكُمْ ذِكْرٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَلَىٰ رَجُلٍ مِّنكُمْ لِيُنذِرَكُمْ ۚ وَاذْكُرُوا إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَاءَ مِن بَعْدِ قَوْمِ نُوحٍ وَزَادَكُمْ فِي الْخَلْقِ بَسْطَةً ۖ فَاذْكُرُوا آلَاءَ اللَّهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
70. قَالُوا أَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ اللَّهَ وَحْدَهُ وَنَذَرَ مَا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُنَا ۖ فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ
71. قَالَ قَدْ وَقَعَ عَلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ رِجْسٌ وَغَضَبٌ ۖ أَتُجَادِلُونَنِي فِي أَسْمَاءٍ سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَاؤُكُم مَّا نَزَّلَ اللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ ۚ فَانتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُنتَظِرِينَ
72. فَأَنجَيْنَاهُ وَالَّذِينَ مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَقَطَعْنَا دَابِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ۖ وَمَا كَانُوا مُؤْمِنِينَ
73. وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا ۗ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۖ قَدْ جَاءَتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ ۖ هَٰذِهِ نَاقَةُ اللَّهِ لَكُمْ آيَةً ۖ فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللَّهِ ۖ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
68.     زه تاسې ته دخپل رب پیغامونه در رسوم، او زه تاسې ته امانتکاره خیرخواه یم.
69.    ایا تاسې تعجب کړی دی چې ستاسې د رب له طرفه یادښت ستاسې له منځه په یو سړي راغی چې تاسې وویروي؟او رایاد کړی کله چې الله د نوح له قوم څخه روسته تاسې دهغوی ځای ناستي وګرځولی، او تاسې ته يې د بدن په ونه[قد او قواره] کې پراخي درکړه، نو د الله نعمتونه په یاد کړی ښايي بریالي شی.
70.     دوی وویل، ایا ته دې ته راغلی يې چې موږ یوازې د الله بندګي وکړو او موږ هغه څه پریږدو چې زموږ پلرونو به يې بندګي کوله؟ نو موږ ته هغه څه راوړه چې موږ پرې ویروې، که ته له رښتینو څخه يې.
71.     هود وویل، یقینا، ستاسې د رب له طرفه په تاسې پلیتي او غضب راولویده.  ایا تاسې له ماسره جګړې کوی په هغو نومونو چې تاسې او ستاسې پلرونو ایښي دي چې الله پرې څه دلیل نه دی نازل کړی؟  نو تاسې انتظار کوی، زه هم له تاسې سره له انتظار کوونکو څخه یم.
72.     نو موږ هغه وژغوره او هغه کسان چې له هغه سره ملګري وو زموږ له طرفه په رحمت سره، او موږ د هغو کسانو جرړې [ریښې] پرې کړې چې زموږ ایتونه يې دروغ ګڼل، او دوی ایمان راوړونکي نه وو.
73.    موږ لیږلی وو ثمودیانو ته د هغوی ورور صالح. هغه وویل، ای زما قومه، د الله بندګي وکړی، له الله پرته ستاسې لپاره بل معبود نشته دی، یقینا، ستاسې د رب له طرفه تاسې ته ښکاره دلیل راغلی دی، دا اوښه د الله ده او ستاسې لپاره نښه ده، نو هغه پریږدی چې د الله په ځمکه کې وڅري، او دې ته تکلیف مه رسوی چې دردناک عذاب به تاسې ونیسي.
74. وَاذْكُرُوا إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَاءَ مِن بَعْدِ عَادٍ وَبَوَّأَكُمْ فِي الْأَرْضِ تَتَّخِذُونَ مِن سُهُولِهَا قُصُورًا وَتَنْحِتُونَ الْجِبَالَ بُيُوتًا ۖ فَاذْكُرُوا آلَاءَ اللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ
75. قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا مِن قَوْمِهِ لِلَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِمَنْ آمَنَ مِنْهُمْ أَتَعْلَمُونَ أَنَّ صَالِحًا مُّرْسَلٌ مِّن رَّبِّهِ ۚ قَالُوا إِنَّا بِمَا أُرْسِلَ بِهِ مُؤْمِنُونَ
76. قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا بِالَّذِي آمَنتُم بِهِ كَافِرُونَ
77. فَعَقَرُوا النَّاقَةَ وَعَتَوْا عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُوا يَا صَالِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ
78. فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ
79. فَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلَٰكِن لَّا تُحِبُّونَ النَّاصِحِينَ
80. وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِّنَ الْعَالَمِينَ
81. إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّن دُونِ النِّسَاءِ ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ
74.     د الله دا نعمت رایاد کړی چې تاسې يې له عادیانو څخه روسته ځای ناستي وګرځولی، او تاسې ته يې په ځمکه کې ځای درکړ، تاسې په نرمو ځمکو کې ماڼۍ جوړوی او په غرونو کې کوټې توږی [جوړوی]، نو د الله نعمتونه یاد کړی او په ځمکه کې فساد کوونکي مه ګرځی.
75.    د هغه له قوم څخه هغو مشرانو چې ځانونه يې لوی ګڼلي وو هغو کمزورو ته وویل چې ایمان يې راوړی وو، ایا تاسې پوهیږی چې صالح د هغه د رب له طرفه رالیږل شوی دی؟ مومنانو وویل، موږ په هغه څه ایمان لرو چې هغه پرې رالیږل شوی دی.
76.     هغو کسانو چې ځانونه يې لوی ګڼلي وو، وویل، موږ په هغه څه کافر یو چې تاسې پرې ایمان لری.
77.     نو دوی اوښه زخمي کړه او د خپل رب له حکم څخه يې سرغړونه وکړه، او وېویل، ای صالح، هغه عذابونه راوړه چې ته موږ پرې ویروې که ته له پیغمبرانو څخه يې.
78.     نو دوی زلزلې ونیول نو پخپلو کورونو کې يې شپه پړمخې سبا کړه.
79.    نو صالح ترې مخ وګرځاوه او وېویل، ای زما قومه، ماتاسې ته د خپل رب پیغام در ورساوه، او ستاسې لپاره مې خیرخواهي وکړه خو تاسې له خیرخواهانو سره مینه نه لری.
80.     او موږ لیږلی وو لوط، کله چې يې خپل قوم ته وویل، ایا تاسې هغې بې حیايي ته ورتګ کوی چې د ټولو مخلوقاتو ترمنځ هیچا له تاسې پرې مخکېوالی نه دی کړی.
81.    یقینا، تاسې د ښځو په ځای نارینه وو ته په شهوت سره ورتګ کوی، بلکې تاسې له حده تیرونکی[اسراف کوونکی] قوم یاست.
82. وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَن قَالُوا أَخْرِجُوهُم مِّن قَرْيَتِكُمْ ۖ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ
‏83. فَأَنجَيْنَاهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ
84. وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًا ۖ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِينَ
85. وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا ۗ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۖ قَدْ جَاءَتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ ۖ فَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
86. وَلَا تَقْعُدُوا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِهِ وَتَبْغُونَهَا عِوَجًا ۚ وَاذْكُرُوا إِذْ كُنتُمْ قَلِيلًا فَكَثَّرَكُمْ ۖ وَانظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ
87. وَإِن كَانَ طَائِفَةٌ مِّنكُمْ آمَنُوا بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ وَطَائِفَةٌ لَّمْ يُؤْمِنُوا فَاصْبِرُوا حَتَّىٰ يَحْكُمَ اللَّهُ بَيْنَنَا ۚ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ
82.     ‏او د هغه د قوم ځواب نه وو مګر وېویل چې دوی [پیغمبر او ورسره مومنان] ‏له خپل کلي  وباسی،  دوی داسې خلک دي چې ځانونه پاک ساتي.‏
83.    ‏نو موږ هغه وژغوره او د هغه کورنۍ، مګر د هغه ښځه چې له روسته پاتې ‏کیدوونکو څخه وه. ‏
84.     او موږ په دوی [په کافرانو] باندې [د کاڼو] باران وکړ، وګوره چې د مجرمانو خاتمه [انجام] څنګه شو.
85.     او موږ د مدین خلکو ته ددوی ورور شعیب ورلیږلی وو، هغه وویل: ای زما قومه، د الله عبادت وکړی، له الله پرته ستاسې لپاره بل معبود نشته دی، ستاسې د رب له طرفه تاسې ته ښکاره دلیل راغلی دی، نو تاسې تله او پیمانه پوره کړی، او د خلکو مالونه مه کموی، او په ځمکه کې له اصلاح روسته فساد مه کوی، دا ستاسو لپاره غوره ده که تاسې ځانونه مومنان بولی.
86.     او تاسې په هره لاره کې مه کینی چې هغه کسان په کې ویروی او د الله له لارې څخه يې اړوی چې هغوی په الله ایمان راوړی دی او تاسې د الله په لاره کې کوږوالی لټوی. او رایاد کړی کله چې تاسې لږ وی نو الله تاسې ډير کړی، او رایاد کړی چې د فسادکوونکو خاتمه څنګه وه؟
87.    او که له تاسې څخه یوه ډله په هغه څه ایمان راوړي چې زه پرې رالیږل شوی یم او یوه ډله ایمان را نه وړي، نو صبر وکړی تر دې چې الله زموږ ترمنځ پریکړه وکړي او الله غوره پریکړه کوونکی دی.
88. قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا مِن قَوْمِهِ لَنُخْرِجَنَّكَ يَا شُعَيْبُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَكَ مِن قَرْيَتِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا ۚ قَالَ أَوَلَوْ كُنَّا كَارِهِينَ
89. قَدِ افْتَرَيْنَا عَلَى اللَّهِ كَذِبًا إِنْ عُدْنَا فِي مِلَّتِكُم بَعْدَ إِذْ نَجَّانَا اللَّهُ مِنْهَا ۚ وَمَا يَكُونُ لَنَا أَن نَّعُودَ فِيهَا إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّنَا ۚ وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا ۚ عَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْنَا ۚ رَبَّنَا افْتَحْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَأَنتَ خَيْرُ الْفَاتِحِينَ
90. وَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن قَوْمِهِ لَئِنِ اتَّبَعْتُمْ شُعَيْبًا إِنَّكُمْ إِذًا لَّخَاسِرُونَ
91. فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ
92. الَّذِينَ كَذَّبُوا شُعَيْبًا كَأَن لَّمْ يَغْنَوْا فِيهَا ۚ الَّذِينَ كَذَّبُوا شُعَيْبًا كَانُوا هُمُ الْخَاسِرِينَ
93. فَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ ۖ فَكَيْفَ آسَىٰ عَلَىٰ قَوْمٍ كَافِرِينَ
94. وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِّن نَّبِيٍّ إِلَّا أَخَذْنَا أَهْلَهَا بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَضَّرَّعُونَ
95. ثُمَّ بَدَّلْنَا مَكَانَ السَّيِّئَةِ الْحَسَنَةَ حَتَّىٰ عَفَوا وَّقَالُوا قَدْ مَسَّ آبَاءَنَا الضَّرَّاءُ وَالسَّرَّاءُ فَأَخَذْنَاهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
88.     د هغه د قوم هغو مشرانو چې ځانونه يې لوی ګڼل وویل، ای شعیبه، موږ به له خپل کلي څخه تا وباسو او هغه کسان چې له تا سره يې ایمان راوړی دی، یابه تاسې ټول زموږ دین ته بیرته راګرځی. شعیب وویل، ایا موږ به بیرته درګرځو په داسې حال کې چې ستاسې دین بد ګڼو؟
89.    یقینا، موږ به د الله په اړه دروغ جوړ کړي وي که موږ ستاسې دین ته در وګرځو، له هغې روسته چې الله له هغه څخه موږ وژغورولو، موږ ته جایز نه ده چې ستاسې دین ته در وګرځو مګر که الله وغواړي، زموږ رب هرشي ته په علم سره پراخ دی، موږ الله ته ځان سپارلی دی، ای زموږ ربه، زموږ او زموږ د قوم ترمنځ په حق سره بیلتون راوله او ته په پریکړه کوونکو کې غوره يې.
90.     د هغه له قوم څخه هغو مشرانو وویل چې کافران شوي وو که تاسې د شعیب پيروي وکړه نو په دغه وخت کې به تاسې زیانکاران شی.
91.     نو دوی زلزلې ونیول او په کورونو کې يې په داسې حال کې سبا کړه چې پړمخې پراته وو.
92.     هغو کسانو چې شعیب يې دروغجن ګڼلی وو، په داسې ډول هلاک شول لکه په دې ځمکه کې چې نه وو اوسیدلي، هغو کسانو چې شعیب يې دروغجن ګڼلی وو همدوی زیانکاران شول.
93.    نو شعیب ترې مخ وګرځاوو [ترې روان شو]، او وېویل، ای زما قومه، تاسو ته ما د خپل رب پيغامونه ورسول، او تاسې ته مې خیرخواهي هم وکړه، نو په کفر کوونکي قوم باندې به زه څنګه غمجن شم؟
94.     موږ یو کلي ته پیغمبر نه دی لیږلی مګر [کله چې به خلکو د پیغمبر تکذیب وکړ] موږ به د هغه اوسیدونکي د مال په تکلیفونو [په خواریو] او د بدن په تکلیفونو [په ناروغیو] اخته کړل چې الله ته زاري وکړي.
95.    بیا به موږ د تکلیف ځای په ښه حالت بدل کړ ترې دې چې دوی به ډیر شول [پراخي به پرې راغله]، او دوی به وویل، زموږ پلرونو ته تکلیفونه هم رسیدلي وو او خوشالۍ هم رسیدلې وې، نو موږ ناڅاپه راونیول او دوی نه پوهیدل.
96. وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَىٰ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَلَٰكِن كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ
97. أَفَأَمِنَ أَهْلُ الْقُرَىٰ أَن يَأْتِيَهُم بَأْسُنَا بَيَاتًا وَهُمْ نَائِمُونَ
98. أَوَأَمِنَ أَهْلُ الْقُرَىٰ أَن يَأْتِيَهُم بَأْسُنَا ضُحًى وَهُمْ يَلْعَبُونَ
99. أَفَأَمِنُوا مَكْرَ اللَّهِ ۚ فَلَا يَأْمَنُ مَكْرَ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْخَاسِرُونَ
100. أَوَلَمْ يَهْدِ لِلَّذِينَ يَرِثُونَ الْأَرْضَ مِن بَعْدِ أَهْلِهَا أَن لَّوْ نَشَاءُ أَصَبْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ ۚ وَنَطْبَعُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ
101. تِلْكَ الْقُرَىٰ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنبَائِهَا ۚ وَلَقَدْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانُوا لِيُؤْمِنُوا بِمَا كَذَّبُوا مِن قَبْلُ ۚ كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِ الْكَافِرِينَ
102. وَمَا وَجَدْنَا لِأَكْثَرِهِم مِّنْ عَهْدٍ ۖ وَإِن وَجَدْنَا أَكْثَرَهُمْ لَفَاسِقِينَ
103. ثُمَّ بَعَثْنَا مِن بَعْدِهِم مُّوسَىٰ بِآيَاتِنَا إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ فَظَلَمُوا بِهَا ۖ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ
104. وَقَالَ مُوسَىٰ يَا فِرْعَوْنُ إِنِّي رَسُولٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ
96.     او که د کلي اوسیدونکو ایمان راوړی وای او له الله څخه ویریدلی وای نو موږ به د اسمان او ځمکې برکتونه په دوی پرانیستي وای، مګر دوی حق دروغ وګاڼه او موږ د هغه څه له کبله راونیول چې دوی ګتلي وو.
97.                        ایا د کلي اوسیدونکي له دې خوندي دي چې دوی ته زموږ عذاب د شپې راشي او دوی ویده وي.
98. ایا د کلي اوسیدونکي له دې خوندي دي چې دوی ته زموږ عذاب غرمه راشي او دوی لوبې کوي.
99.                       ایا دوی د الله له تدبیر څخه خوندي دي؟ د الله له تدبیر څخه ځانونه خوندي نه ګڼي مګر هغه قوم چې زیانکاران دي.
100. ایا هغو کسانو ته نه ده ښکاره شوې چې دوی ځمکه په میراث کې واخیسته، ددې له اوسیدونکو څخه روسته، که موږ اراده وکړو نو دوی ته به ددوی د ګناهونو له کبله مصیبت ور ورسوو، او ددوی په زړونو به ټاپه ووهو نو بیابه دوی نه اوري.
101. دا کلي، موږ يې خبرونه تاته بیانوو، او یقینا دوی ته پیغمبران له ښکاره دلایلو سره ورغلل نو دوی په هغه څه ایمان رانه وړ چې مخکې يې دروغ ګڼلي وو، په دې توګه الله د کافرانو په زړونو ټاپه وهي.
102. او موږ ونه موندله د ډیری خلکو لپاره څه ژمنیتا، او یقینا موږ ددوی ډیری نافرمان وموندل.
103.                        موږ بیا موسی له خپلو ښکاره نښو سره فرعون او د هغه مشرانو ته ولیږه، نو دوی د الله په ایتونو ظلم وکړ، نو وګوره چې د فساد کوونکو خاتمه څنګه شوه.
104. او موسی وویل، ای فرعونه زه د ټولو جهانونو د رب له طرفه استازی یم.

105. حَقِيقٌ عَلَىٰ أَن لَّا أَقُولَ عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ ۚ قَدْ جِئْتُكُم بِبَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَرْسِلْ مَعِيَ بَنِي إِسْرَائِيلَ
106. قَالَ إِن كُنتَ جِئْتَ بِآيَةٍ فَأْتِ بِهَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ
107. فَأَلْقَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ 
108. وَنَزَعَ يَدَهُ فَإِذَا هِيَ بَيْضَاءُ لِلنَّاظِرِينَ
109. قَالَ الْمَلَأُ مِن قَوْمِ فِرْعَوْنَ إِنَّ هَٰذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ
110. يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُمْ ۖ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ
111. قَالُوا أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَأَرْسِلْ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ
112. يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَاحِرٍ عَلِيمٍ
113. وَجَاءَ السَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالُوا إِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِن كُنَّا نَحْنُ الْغَالِبِينَ
114. قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ لَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ
115. قَالُوا يَا مُوسَىٰ إِمَّا أَن تُلْقِيَ وَإِمَّا أَن نَّكُونَ نَحْنُ الْمُلْقِينَ
116. قَالَ أَلْقُوا ۖ فَلَمَّا أَلْقَوْا سَحَرُوا أَعْيُنَ النَّاسِ وَاسْتَرْهَبُوهُمْ وَجَاءُوا بِسِحْرٍ عَظِيمٍ
117. وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ أَنْ أَلْقِ عَصَاكَ ۖ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ
118. فَوَقَعَ الْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
119. فَغُلِبُوا هُنَالِكَ وَانقَلَبُوا صَاغِرِينَ
120. وَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سَاجِدِينَ
105.     ماته ښايي [لایقه ده] چې د الله په اړه به نه وایم مګر د حق خبرې به کوم، ما د ستاسې د رب له طرفه تاسې ته ښکاره دلیل راوړی دی، نو له ما سره د اسرایل اولاده ولیږه.
106.    [فرعون] وویل که تا کومه معجزه راوړي وي نو رايې وړه، که ته له رښتینو څخه يې.
107.     نو هغه خپله امسا ګذار کړه، نو ناڅاپه دا ښکاره ښامار شوه.
108.     او هغه خپل لاس راوویست نو ناڅاپه لیدونکو ته سپین برېښیده.
109.     نو د فرعون له قوم څخه مشرانو وویل یقینا دا پوه جادوګر دی.
110.     اراده لري چې د ستاسې له دې ځمکې څخه تاسې وباسي، نو تاسې دده په اړه څه مشوره ورکوی.
111.     دوی وویل، ده ته وخت [مهلت] ورکړی، او دده ورور ته هم وخت ورکړی، او کلیو ته جمع کوونکي [غونډوونکي] ولیږه.
112.    تاته به هریو پوه جادوګر راشي.
113.     او فرعون ته جادګر ورغلل، دوی وویل، زموږ لپاره به یقینا مزدوري وي که موږ غالبه شو.
114.                        فرعون وویل هو، او تاسې به له نزدې کسانو څخه یاست.
115. دوی وویل، ای موسی، یا ته امسا ګذار کړه یابه موږ له ګذار کوونکو څخه شو.
116.                       موسی وویل، تاسې يې ګذار کړی، نو کله چې دوی خپلې امساګانې ګذار کړې د خلکو په سترګو يې جادو وکړه، او خلک يې وویرول، او په لوې جادو يې راتګ وکړ.
117. موږ موسی ته وحی وکړه چې خپله امسا ګذار کړه، نو ناڅاپه‎ ‎يې هغه څه تیر کړل [وخوړل] چې په دروغو يې جوړ کړي ‏وو. ‏
118. نو حق راښکاره شو او هغه څه باطل شول چې دوی کول. ‏
119. نو هلته دوی [فرعون او دده ډله] ناکامه او سپک [ذلیل] شول. ‏
120.                        او جادوګر په سجده پریوتل. ‏

121. قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ الْعَالَمِينَ
122. رَبِّ مُوسَىٰ وَهَارُونَ
123. قَالَ فِرْعَوْنُ آمَنتُم بِهِ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ ۖ إِنَّ هَٰذَا لَمَكْرٌ مَّكَرْتُمُوهُ فِي الْمَدِينَةِ لِتُخْرِجُوا مِنْهَا أَهْلَهَا ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ
124. لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم مِّنْ خِلَافٍ ثُمَّ لَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ
125. قَالُوا إِنَّا إِلَىٰ رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ
126 . وَمَا تَنقِمُ مِنَّا إِلَّا أَنْ آمَنَّا بِآيَاتِ رَبِّنَا لَمَّا جَاءَتْنَا ۚ رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَتَوَفَّنَا مُسْلِمِينَ
127. وَقَالَ الْمَلَأُ مِن قَوْمِ فِرْعَوْنَ أَتَذَرُ مُوسَىٰ وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ ۚ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءَهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ
128. قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللَّهِ وَاصْبِرُوا ۖ إِنَّ الْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۖ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ
129. قَالُوا أُوذِينَا مِن قَبْلِ أَن تَأْتِيَنَا وَمِن بَعْدِ مَا جِئْتَنَا ۚ قَالَ عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَن يُهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَيَسْتَخْلِفَكُمْ فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ
130. وَلَقَدْ أَخَذْنَا آلَ فِرْعَوْنَ بِالسِّنِينَ وَنَقْصٍ مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ
121.     دوی وویل، موږ د ټولو جهانونو په رب ایمان راوړی دی. ‏
122.    د موسی او هارون په رب.
123.     [فرعون] وویل، ایا مخکې له دې چې زه تاسې ته اجازه درکړم تاسې په هغه [د موسی او هارون په رب باندې] ایمان راوړ؟ یقینا دا یو تدبیر دی چې تاسې په ښار کې جوړ کړی دی چې تاسې ددې [ښار] خلک وباسی، نو تاسې به ژر پوه شی.
124.     ستاسې لاسونه به پرې کړم، ستاسې پښې به رد او بدل پرې کړم، بیابه تاسې ټول وځړوم.
125.     دوی وویل، موږ خپل رب ته ورستنیدونکي یو.
126.    ته په موږ عیب نه لګوې مګر داچې موږ د خپل رب په نښو [ایتونو] باندې ایمان راوړی دی کله چې موږ ته راغلې. ای زموږ ربه، په موږ ډیر صبر راوله او موږ مسلمانان وفات کړه.
127.     د فرعون له قوم څخه مشرانو وویل، ایا ته موسی او د هغه قوم پریږدې ددې لپاره چې دوی په ځمکه کې فسادونه کوي او تا او ستا معبودانو پریږدي؟[فرعون] وویل ژر به ددوی زامن ووژنو او ددوی ښځې به ژوندی پریږدو، او موږ په دوی باندې زورور یو.
128.    موسی خپل قوم ته وویل، له الله څخه مرسته وغواړی او صبر کوی، ځمکه د الله ده له خپلو بندګانو څخه چې چاته وغواړي په میراث يې ورکوي، او نیک انجام د متقیانو دی.
129.     دوی وویل، مخکې له دې چې ته موږ ته راشې موږ ځورول شوي یو او له هغې روسته چې ته موږته راغلې. موسی وویل، امید دی چې ستاسې رب به ستاسې دښمن هلاک کړي، او تاسې به په ځمکه کې ځایناستي کړي، بیابه الله ګوري چې تاسې څنګه عمل کوی.
130.                        او یقینا موږ د فرعون قوم د کلونو لپاره په وچکالی [قحط] او په میوو کې په زیان اخته کړ، ښايي دوی پند واخلي.

31. فَإِذَا جَاءَتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُوا لَنَا هَٰذِهِ ۖ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَطَّيَّرُوا بِمُوسَىٰ وَمَن مَّعَهُ ۗ أَلَا إِنَّمَا طَائِرُهُمْ عِندَ اللَّهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
32. وَقَالُوا مَهْمَا تَأْتِنَا بِهِ مِنْ آيَةٍ لِّتَسْحَرَنَا بِهَا فَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ
33. فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الطُّوفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ آيَاتٍ مُّفَصَّلَاتٍ فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا مُّجْرِمِينَ
34. وَلَمَّا وَقَعَ عَلَيْهِمُ الرِّجْزُ قَالُوا يَا مُوسَى ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ ۖ لَئِن كَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ بَنِي إِسْرَائِيلَ
35. فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الرِّجْزَ إِلَىٰ أَجَلٍ هُم بَالِغُوهُ إِذَا هُمْ يَنكُثُونَ
36. فَانتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا عَنْهَا غَافِلِينَ
37. وَأَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِينَ كَانُوا يُسْتَضْعَفُونَ مَشَارِقَ الْأَرْضِ وَمَغَارِبَهَا الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا ۖ وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ الْحُسْنَىٰ عَلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ بِمَا صَبَرُوا ۖ وَدَمَّرْنَا مَا كَانَ يَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَقَوْمُهُ وَمَا كَانُوا يَعْرِشُونَ
31.     کله چې به په دوی باندې ښه حالت راغی دوی به ویل چې دا زموږ لپاره دی، که تکلیف به ور ورسید نو بد پالي به يې په موسی او د هغه په ملګرو نیوله. خبردار اوسی، یقینا ددوی پال [برخلیک] له الله سره دی، خو ددوی ډیری کسان نه پوهیږي.
32.    او دوی وویل هره یوه معجزه چې ته موږ ته راوړي چې په موږ پرې سحر وکړې موږ په تا ایمان راوړونکي نه یو.
33.     نو موږ راولیږه په دوی باندې د اوبو توپان، او ملخان او سپږې او چنګښان او وینه د ښکاره نښو [ایتونو] په توګه، نو [بیايي] ځان لوی وګاڼه او دا یو مجرم قوم وو.  
34.     نو کله چې به په دوی باندې عذاب واقع شو، دوی به ویل ای موسی زموږ لپاره له خپل رب څخه دعا وغواړه، ځکه چې تا سره يې ژمنه کړې [چې ستا دعا قبلوي]، که تا له موږ څخه دا تکلیف لرې کړ نو موږ به په تا ایمان راوړو، او موږ به تا سره بني اسرایل ولیږو.
35.     نو کله چې به موږ له دوی څخه عذاب تر یوې ټاکلې نیټې پورې لرې کړ چې دوی به هغې ته رسیدونکي وو،  دوی به ناڅاپه خپل عهد مات کړ.
36.    نو موږ په سیند کې ډوب کړل ځکه چې دوی زما نښې [ایتونه] دروغ ګڼلي وو، او دوی له دې نښو [ایتونو] څخه غافله وو.
37.     اوموږ د ځمکې[د شام او مصر] ختیځونه او ددې لویدیځونه هغو خلکو ته په میراث کې ورکړل چې دوی کمزوري ګڼل شوي وو، هغه ځمکه چې موږ په کې برکتونه اچولي دي، او ستا د رب خبره [ژمنه] په بني اسرایلو په ښایسته ډول پوره شوې ده ددې لپاره چې دوی صبر کړی وو، او موږ تباه کړل هغه څه چې فرعون او دده قوم کول او هغه چې دوی به چتونه ودانول.
138. وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتَوْا عَلَىٰ قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَىٰ أَصْنَامٍ لَّهُمْ ۚ قَالُوا يَا مُوسَى اجْعَل لَّنَا إِلَٰهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ ۚ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ
139. إِنَّ هَٰؤُلَاءِ مُتَبَّرٌ مَّا هُمْ فِيهِ وَبَاطِلٌ مَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ
140. قَالَ أَغَيْرَ اللَّهِ أَبْغِيكُمْ إِلَٰهًا وَهُوَ فَضَّلَكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ
141. وَإِذْ أَنجَيْنَاكُم مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ ۖ يُقَتِّلُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ ۚ وَفِي ذَٰلِكُم بَلَاءٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ
142. وَوَاعَدْنَا مُوسَىٰ ثَلَاثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ۚ وَقَالَ مُوسَىٰ لِأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ
143. وَلَمَّا جَاءَ مُوسَىٰ لِمِيقَاتِنَا وَكَلَّمَهُ رَبُّهُ قَالَ رَبِّ أَرِنِي أَنظُرْ إِلَيْكَ ۚ قَالَ لَن تَرَانِي وَلَٰكِنِ انظُرْ إِلَى الْجَبَلِ فَإِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهُ فَسَوْفَ تَرَانِي ۚ فَلَمَّا تَجَلَّىٰ رَبُّهُ لِلْجَبَلِ جَعَلَهُ دَكًّا وَخَرَّ مُوسَىٰ صَعِقًا ۚ فَلَمَّا أَفَاقَ قَالَ سُبْحَانَكَ تُبْتُ إِلَيْكَ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُؤْمِنِينَ
138.     موږ په سیند کې بني اسرایل تیر کړل [پورې باسل]، نو دوی په یو قوم باندې راغلل چې یوشمیر بتانو ته يې تعظیم کاوو، دوی وویل، ای موسی زموږ لپاره یو معبود جوړ کړه لکه چې ددوی لپاره معبودان دي.  موسی وویل، تاسې یو جاهل [ناپوه] قوم یاست.
139.    یقینا هغوی هلاک [تباکیدونکي] دي هغه څه هم [تباه کیدونکي دي] چې هغوی په کې دي، او هغه عمل باطل دی چې هغوی يې کوي.
140.     ایا له الله پرته تاسې ته بل معبود وغواړم؟ او هغه تاسې ته په ټولو جهانونو [مخلوقاتو] برتري درکړې ده.
141.     او کله چې موږ د فرعون له ډلې څخه تاسې وژغورلی چې تاسې ته يې بد عذابونه درکول، ستاسې زامن يې وژل او ستاسې ښځې یې ژوندۍ پريښودلې او د ستاسې په دې ژغورنه کې ستاسې د رب لوی نعمت وو.
142.     او موږ له موسی سره د دیرشو شپو ژمنه وکړه، او موږ پوره کړې په لسو نورو، نو دده د رب ژمنه په څلویښت شپو کې پوره شوه. او موسی خپل ورور هارون ته وویل، له ما روسته زما د قوم ترمنځ زما ځای ناستی شه او د سمون [اصلاح] لار لټوه او د فسادکوونکو په لاره مه روانیږه.
143.    او کله چې موسی زموږ له طرفه په ټاکل شوي وخت راغی نو دده رب له هغه سره خبرې وکړې، موسی وویل ای زما ربه، ماته ښکاره شه چې زه تاته وګورم؟ الله وفرمایل، ته ما [په دنیا کې] نشي لیدلی مګر دې غره ته ګوره که دا پخپل ځای پاتې شو نو ته به ما وګورې، نو کله چې دده رب غره ته خپل ځان ښکاره کړ هغه يې ذره ذره کړ او موسی بې سده [بېهوښه]پرېوت، نو کله چې ویښ شو وېویل [ای الله] ته پاک یې او زه ستا طرفته دروګرځیدم [زما توبه ده] او زه په ټولو مومنانو کې لومړنی [مومن] یم.
144. قَالَ يَا مُوسَىٰ إِنِّي اصْطَفَيْتُكَ عَلَى النَّاسِ بِرِسَالَاتِي وَبِكَلَامِي فَخُذْ مَا آتَيْتُكَ وَكُن مِّنَ الشَّاكِرِينَ 
145. وَكَتَبْنَا لَهُ فِي الْأَلْوَاحِ مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْعِظَةً وَتَفْصِيلًا لِّكُلِّ شَيْءٍ فَخُذْهَا بِقُوَّةٍ وَأْمُرْ قَوْمَكَ يَأْخُذُوا بِأَحْسَنِهَا ۚ سَأُرِيكُمْ دَارَ الْفَاسِقِينَ
146. سَأَصْرِفُ عَنْ آيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَإِن يَرَوْا كُلَّ آيَةٍ لَّا يُؤْمِنُوا بِهَا وَإِن يَرَوْا سَبِيلَ الرُّشْدِ لَا يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا وَإِن يَرَوْا سَبِيلَ الْغَيِّ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا عَنْهَا غَافِلِينَ
147. وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَلِقَاءِ الْآخِرَةِ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ ۚ هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
148. وَاتَّخَذَ قَوْمُ مُوسَىٰ مِن بَعْدِهِ مِنْ حُلِيِّهِمْ عِجْلًا جَسَدًا لَّهُ خُوَارٌ ۚ أَلَمْ يَرَوْا أَنَّهُ لَا يُكَلِّمُهُمْ وَلَا يَهْدِيهِمْ سَبِيلًا ۘ اتَّخَذُوهُ وَكَانُوا ظَالِمِينَ
149. وَلَمَّا سُقِطَ فِي أَيْدِيهِمْ وَرَأَوْا أَنَّهُمْ قَدْ ضَلُّوا قَالُوا لَئِن لَّمْ يَرْحَمْنَا رَبُّنَا وَيَغْفِرْ لَنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ
144.     الله وفرمایل، ای موسی، ما پخپلو پیغامونو او خبرو سره ته په خلکو باندې غوره کړې، نو واخله هغه څه [کتاب] چې زه تاته درکوم او له شکرکوونکو څخه واوسه.
145.    او موږ د هغه لپاره په تختو کې د ټولو شیانو په اړه لیکلي وو چې په هغې کې د هر شي لپاره وعظ [نصیحت] او تفصیل وو، نو دا په قوت سره واخله او خپل قوم ته حکم وکړه چې د هغې ښایسته خبرې واخلي، ژر ده چې تاسې ته د فاسقانو کور[جهنم] در وښييم.
146.     ژر دی چې زه به له خپلو ایتونو څخه هغه کسان واړوم چې په ناحقه په ځمکه کې ځان لوی ګڼي، او که دوی ټولې نښې وګوري ایمان پرې نه راوړي، او که دوی د هدایت لاره وګوري هغه د لارې په توګه نه نیسي. او که د ګمراهۍ لاره وګوري نو هغه د لارې په توګه نیسي، دا ځکه چې دوی زموږ ایتونه دروغ ګڼلي دي او ځانونه يې ترې غافله کړي دي.
147.     هغه کسان چې زموږ ایتونه او د اخرت ملاقات دروغ ګڼي نو ددوی [نیک] اعمال برباد شول، ایا دوی ته بدله ورکول کېږي مګر هغه څه چې دوی کول.
148.     او د موسی قوم له هغه روسته له خپلو ګاڼو [زیوراتو] څخه خوسکی جوړ کړ، یو جسد چې د رمباړې اواز يې درلوده، ایا دوی نه لیدل چې هغه له دوی سره خبرې نه کوي او نه دوی ته لاره ښيي؟ دا [خوسکی] دوی د معبود په توګه ونیوه او دوی ظالمان وو.
149.    او کله چې پیښمانه شول او وېلیدل چې ګمراه شوي دي دوی وویل که زموږ  رب په موږ رحم ونه کړي او موږ ونه بښي موږ به یقینا له زیانکارانو څخه شو.
150. وَلَمَّا رَجَعَ مُوسَىٰ إِلَىٰ قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُونِي مِن بَعْدِي ۖ أَعَجِلْتُمْ أَمْرَ رَبِّكُمْ ۖ وَأَلْقَى الْأَلْوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأْسِ أَخِيهِ يَجُرُّهُ إِلَيْهِ ۚ قَالَ ابْنَ أُمَّ إِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُونِي وَكَادُوا يَقْتُلُونَنِي فَلَا تُشْمِتْ بِيَ الْأَعْدَاءَ وَلَا تَجْعَلْنِي مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ
151. قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلِأَخِي وَأَدْخِلْنَا فِي رَحْمَتِكَ ۖ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ
152. إِنَّ الَّذِينَ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ سَيَنَالُهُمْ غَضَبٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَذِلَّةٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُفْتَرِينَ
153. وَالَّذِينَ عَمِلُوا السَّيِّئَاتِ ثُمَّ تَابُوا مِن بَعْدِهَا وَآمَنُوا إِنَّ رَبَّكَ مِن بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ
154. وَلَمَّا سَكَتَ عَن مُّوسَى الْغَضَبُ أَخَذَ الْأَلْوَاحَ ۖ وَفِي نُسْخَتِهَا هُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلَّذِينَ هُمْ لِرَبِّهِمْ يَرْهَبُونَ
155. وَاخْتَارَ مُوسَىٰ قَوْمَهُ سَبْعِينَ رَجُلًا لِّمِيقَاتِنَا ۖ فَلَمَّا أَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ قَالَ رَبِّ لَوْ شِئْتَ أَهْلَكْتَهُم مِّن قَبْلُ وَإِيَّايَ ۖ أَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ السُّفَهَاءُ مِنَّا ۖ إِنْ هِيَ إِلَّا فِتْنَتُكَ تُضِلُّ بِهَا مَن تَشَاءُ وَتَهْدِي مَن تَشَاءُ ۖ أَنتَ وَلِيُّنَا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا ۖ وَأَنتَ خَيْرُ الْغَافِرِينَ
150.     او کله چې موسی خپل قوم ته غوصه او غمجن وروګرځیده وېویل بد دي هغه څه چې تاسې له ما روسته کړي دي، ایا تاسې د خپل رب په حکم کې تلوار وکړ؟ او تختې يې کېښوولې او د ورور سر يې ونیوه ځانته يې راکاږه. هارون وویل، ای زما د مور زویه، یقینا دې قوم زه کمزوری وګڼلم او نژدې وو چې ما ووژني، په ماباندې دښمنانان مه خوشالوه، او ما له ظالم قوم څخه مه ګڼه.
151.    موسی وویل، ای زما ربه، ماته بښنه وکړه او زما ورور ته بښنه وکړه او موږ پخپل رحمت کې شامل کړه او ته ډیر زیات مهربان د ټولو مهربانو يې.
152.     یقینا، هغو کسانو چې خوسکی د معبود په توګه ونیوه ژر دی چې ددوی د رب له طرفه به ددنیا په ژوند کې هغوی ته غضب او ذلت ورسیږي، او په دې توګه موږ ټولو هغو کسانو ته سزا ورکوو چې د الله په اړه دروغ جوړوي.
153.     او هغه کسان چې بد کارونه يې کړي دي او بیايې روسته توبه وویستله او ایمان یې راوړ، یقینا ستا رب له هغې روسته بښوونکی دی رحم والا دی.
154.     او کله چې له موسی څخه غوصه غلې شوه، تختې يې راواخیستلې او د هغې په لیکل شوي عبارت کې د هغو کسانو لپاره هدایت او رحمت وو چې له خپل رب څخه ویریږي.
155.    او موسی له خپل قوم څخه اویا کسان [سړي] د زموږ د معیاد لپاره غوره کړل، نو کله چې هغوی زلزلې ونیول، موسی وویل، ای زما ربه، که تا غوښتلی له دې مخکې به دې دوی او زه هلاک کړی وای، ایا موږ د هغه څه لپاره هلاکوې چې ناپوهانو ترسره کړي دي؟ یقینا، نه دی دا مګر ستا ازمیښت دی، هرڅوک چې وغواړې په دې سره يې ګمراه کوې او هرچاته چې وغواړې هدایت کوې، ته زموږ دوست [ژغورونکی] يې نو موږ ته بښنه وکړه، او په موږ رحم وکړه، او ته ډیر بهترین د ټولو بښوونکو يې.
156. وَاكْتُبْ لَنَا فِي هَٰذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ إِنَّا هُدْنَا إِلَيْكَ ۚ قَالَ عَذَابِي أُصِيبُ بِهِ مَنْ أَشَاءُ ۖ وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ ۚ فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالَّذِينَ هُم بِآيَاتِنَا يُؤْمِنُونَ
157. الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ ۚ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنزِلَ مَعَهُ ۙ أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
158. قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ ۖ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
159. وَمِن قَوْمِ مُوسَىٰ أُمَّةٌ يَهْدُونَ بِالْحَقِّ وَبِهِ يَعْدِلُونَ
156.     او په دې دنیا کې زموږ لپاره ښه ژوند ولیکه او په اخرت کې ښه ژوند راکړه موږ تاته درګرځیدلې یو [توبه مو ایستلې ده]. الله وفرمایل، زما عذاب چې دی ور رسوم يې چاته چې وغواړم او زما رحمت هرشي ته پراخ دی، نو ژر دی چې خپل رحمت د هغه چا لپاره ولیکم چې په هغه کې تقوا ده، هغه کسان چې زکات ورکوي او زموږ په ایتونو یقین لري.
157.    هغه کسان چې د رسول [محمد ‏صلی الله علیه وسلم] تابعداري کوي چې امی [نالوستی ] نبی دی، هغه رسول چې دوی [یهود او نصارا] يې له دوی سره په تورات او انجیل کې لیکل شوی مومي، او هغه [دا پیغمبر] دوی ته د نیکۍ امر کوي او له بدۍ څخه يې منع کوي، او ددوی لپاره پاک شیان حلالوي، او په دوی باندې ناولي [پلیت] شیان حراموي او له دوی څخه دهغوی دروند بار [بوج] او طوقونه لرې کوي هغه چې پخوا په دوی باندې وو، نو هغو کسانو چې په هغه [محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم] باندې ایمان راوړ او دده درناوی [تعظیم] يې وکړ او دده ملاتړ يې وکړ نو دوی دهغې رڼا تابعداري وکړه چې له ده سره نازل شوې ده، همدغه کسان بریالي دي.
158.     ووایه، ای خلکو، زه تاسې ټولو ته د الله استازی یم، الله هغه ذات دی چې د اسمانونو او ځمکې باچايي د هغه ده، بل معبود نشته مګر همدی دی چې ژوند کول او مړه کول کوي،  نو تاسې په الله ایمان راوړی او په رسول الله ایمان راوړی چې نالوستی دی، هغه رسول چې په الله یقین لري او د الله په خبرو هم یقین لري نو تاسې د هغه [د رسول الله صلی الله علیه وسلم] تابعداري وکړی چې هدایت ومومی.
159.     او د موسی په قوم کې یوه ډله شته دی چې د حق طرفته لارښوونه کوي او په دې [حق باندې] پرېکړې کوي.  
160. وَقَطَّعْنَاهُمُ اثْنَتَيْ عَشْرَةَ أَسْبَاطًا أُمَمًا ۚ وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ إِذِ اسْتَسْقَاهُ قَوْمُهُ أَنِ اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ ۖ فَانبَجَسَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا ۖ قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ ۚ وَظَلَّلْنَا عَلَيْهِمُ الْغَمَامَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْهِمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَىٰ ۖ كُلُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ ۚ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَٰكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
161. وَإِذْ قِيلَ لَهُمُ اسْكُنُوا هَٰذِهِ الْقَرْيَةَ وَكُلُوا مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ وَقُولُوا حِطَّةٌ وَادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطِيئَاتِكُمْ ۚ سَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ
162. فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ قَوْلًا غَيْرَ الَّذِي قِيلَ لَهُمْ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِجْزًا مِّنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَظْلِمُونَ
163. وَاسْأَلْهُمْ عَنِ الْقَرْيَةِ الَّتِي كَانَتْ حَاضِرَةَ الْبَحْرِ إِذْ يَعْدُونَ فِي السَّبْتِ إِذْ تَأْتِيهِمْ حِيتَانُهُمْ يَوْمَ سَبْتِهِمْ شُرَّعًا وَيَوْمَ لَا يَسْبِتُونَ ۙ لَا تَأْتِيهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ نَبْلُوهُم بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ
160.     او موږ جدا کړې دولس قبیلې چې غټې غټې ډلې وې، او موږ موسی ته وحی وکړه کله چې دده قوم له هغه څخه اوبه وغوښتې چې پخپله امسا باندې کاڼی ووهه نو له هغې دولس چینې را روانې شوې، یقینا هرې ډلې ته د څښلو د ځای پته وه، او موږ په دوی باندې وریځ سیوری کړه او موږ دوی ته من او سلوا [ترنجبین او مړزان] ولیږل، له پاکو شیانو څخه يې خورئ چې موږ روزي درکړې ده تاسې ته، دوی په موږ باندې ظلم ونه کړ بلکې پخپلو ځانونو باندې يې ظلم کاوو.
161.    او کله چې دوی ته وویل شول چې په دې کلي کې هستوګن شئ، او له دې څخه يې خورئ په کوم ځای کې چې ستاسې خوښه وي او حطة [ای الله موږ ته بښنه وکړه] وايي او دې دروازې ته په سجده ننوزی، موږ به ستاسې ګناهونه وبښو او موږ به نیکي کوونکي ډیر کړو.
162.     نو په دوی کې ظالمانو  خبره [وینا] له هغه څه څخه بغیر په بل څه بدله کړه چې دوی ته ویل شوي وو، نو موږ له اسمان څخه په دوی باندې عذاب ولیږه د هغه ظلم له کبله چې دوی به کاوو.
163.     او له دوی څخه د هغه کلي په اړه پوښتنه وکړه چې د بحر په غاړه وه، کله چې دوی د خالي [شنبې] په ورځ تیری کاوو،  ددوی کبان دهغوی د شنبې په ورځ ښکاره راتلل خو کله چې به يې شنبه نه کوله دوی به داسې نه ورته راتلل، په دې توګه موږ د هغې نافرمانۍ له کبله دوی ازمیښت کړل چې دوی به کوله.
164. وَإِذْ قَالَتْ أُمَّةٌ مِّنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْمًا ۙ اللَّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا ۖ قَالُوا مَعْذِرَةً إِلَىٰ رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ
165. فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ أَنجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُوا بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ
166. فَلَمَّا عَتَوْا عَن مَّا نُهُوا عَنْهُ قُلْنَا لَهُمْ كُونُوا قِرَدَةً خَاسِئِينَ
167. وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكَ لَيَبْعَثَنَّ عَلَيْهِمْ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَن يَسُومُهُمْ سُوءَ الْعَذَابِ ۗ إِنَّ رَبَّكَ لَسَرِيعُ الْعِقَابِ ۖ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ
168. وَقَطَّعْنَاهُمْ فِي الْأَرْضِ أُمَمًا ۖ مِّنْهُمُ الصَّالِحُونَ وَمِنْهُمْ دُونَ ذَٰلِكَ ۖ وَبَلَوْنَاهُم بِالْحَسَنَاتِ وَالسَّيِّئَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
169. فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ وَرِثُوا الْكِتَابَ يَأْخُذُونَ عَرَضَ هَٰذَا الْأَدْنَىٰ وَيَقُولُونَ سَيُغْفَرُ لَنَا وَإِن يَأْتِهِمْ عَرَضٌ مِّثْلُهُ يَأْخُذُوهُ ۚ أَلَمْ يُؤْخَذْ عَلَيْهِم مِّيثَاقُ الْكِتَابِ أَن لَّا يَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ وَدَرَسُوا مَا فِيهِ ۗ وَالدَّارُ الْآخِرَةُ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
170. وَالَّذِينَ يُمَسِّكُونَ بِالْكِتَابِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُصْلِحِينَ
164.     او کله چې په دوی کې یوې ډلې وویل، تاسې ولې وعظونه [تقریر/نصیحت] کوی هغو خلکو ته چې الله يې هلاکوي یا سخت عذاب ورته ورکوي. دوی وویل، ستاسې رب ته د معذرت د وړاندې کولو لپاره، او ښايي دوی هم تقوا والا شي.
165.    نو کله چې دوی هیر کړې هغه خبرې چې دوی ته د عبرت په توګه بیان شوې وې، موږ هغه کسان وژغورل چې له بدۍ څخه يې منع کوله، او هغه کسان چې ظلم یې کړی وو ددوی د نافرمانۍ له کبله موږ په سخت عذاب باندې راونیول.
166.     نو کله چې دوی له هغه څه تیری وکړ چې ترې منع کړی شوي وو، موږ وویل: تاسې ذلیل کړی شوي شادوګان شئ.
167.     او هغه وخت چې ستا رب اعلان وکړ تر قیامته پورې به په دوی باندې سخت عذابونه رالیږي، یقینا ستا رب ډیر سریع دی په عذاب ورکولو کې، او یقینا هغه بښوونکی دی رحم والا دی.
168.     او موږ په ځمکه کې دوی په ډلو وویشل، په دوی کې ځینې صالح [نیکان] دي، او ځینې يې ناصالح دي، موږ په دوی باندې د ښو حالتونو او بدو حالتونو ازمیښت کړی وو، که دوی راوګرځي.
169.    نو له دوی روسته بد خلک راغلل، کتاب [تورات] يې په میراث کې واخیست، ددنیا سامان اخلي او وايي چې ژر دی چې موږ ته به بښنه وشي، او که دوی ته ددې سامانونو په څير نور سامانونه راشي هغه هم اخلي، ایا له دوی څخه په کتاب کې ژمنه نه ده اخیستل شوې چې د الله په اړه به نه وايي مګر د حق خبره به کوي، او هغه څه يې ښه لوستلي وو چې په کتاب کې دي، خو د اخرت کور د هغه چا لپاره غوره دی چې په هغه کې تقوا ده، ایا تاسې له عقل څخه کار نه اخلی؟
170.     او هغه کسان چې د الله په کتاب منګولې لګوي [عمل پرې کوي]، او لمونځ کوي، او یقینا موږ د نیک عملو خلکو اجر نه بربادو.
171. وَإِذْ نَتَقْنَا الْجَبَلَ فَوْقَهُمْ كَأَنَّهُ ظُلَّةٌ وَظَنُّوا أَنَّهُ وَاقِعٌ بِهِمْ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُم بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُوا مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
172. وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ۖ قَالُوا بَلَىٰ ۛ شَهِدْنَا ۛ أَن تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَٰذَا غَافِلِينَ
173. أَوْ تَقُولُوا إِنَّمَا أَشْرَكَ آبَاؤُنَا مِن قَبْلُ وَكُنَّا ذُرِّيَّةً مِّن بَعْدِهِمْ ۖ أَفَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ الْمُبْطِلُونَ
174. وَكَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ وَلَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
175. وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ
176. وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَٰكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ ۚ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ۚ ذَّٰلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ۚ فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ
177. سَاءَ مَثَلًا الْقَوْمُ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَأَنفُسَهُمْ كَانُوا يَظْلِمُونَ
178. مَن يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِي ۖ وَمَن يُضْلِلْ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ
171.     او کله چې موږ په دوی باندې غر راوچت کړ دوی ته داسې بریښیدله لکه دا چې وریځه وي، او دوی ګومان وکړ چې غر په دوی باندې راغورځيدونکی دی. [الله وفرمایل] هغه څه چې موږ تاسې ته درکوو په طاقت سره يې واخلی، او په دې کې چې څه دي هغه یاد کړی چې په تاسې کې تقوا راشی.
172.    او کله چې ستا رب د ادم له اولاد څخه ‏په شاګانو کې د هغوی له اولادې څخه دوی پخپلو ځانونو باندې شاهدان کړل ، او الله دا ورته وفرمایل چې ایا زه ستاسې رب نه یم؟ هغوی وویل، هو، موږ شاهدي ورکوو چې  ته
زموږ رب يې. [دا ددې لپاره چې] تاسې د قیامت په ورځ ونه وايي چې موږ له دې ژمنې څخه بې خبره وو.
173.     او یا داخبره ونه کړی چې یقینا زموږ پلرونو له مخکې څخه شرک کړی او موږه اولاد وو له هغوی څخه روسته راغلي وو، ایا ته موږ د هغه کار لپاره هلاکوې چې باطلپرستو کړی وو.
174.     او په دې توګه، موږ ایتونه بیانوو او ښايي چې دوی الله ته راوګرځي.
175.     دوی ته د هغه چا خبر بیان کړه چې هغه ته ما د خپلو ایتونو پوهه ورکړې وه نو دی له هغه ورکړل شوې پوهې څخه بهر ووت، نو شیطان ورپسې ولګیده نو هغه له سرغړونکو څخه شو.
176.    او که موږ اراده کړې وای نو موږ به هغه په دې ایتونو وچت کړی وو خو هغه ځمکې ته مایله شو او د خپلې هوا او هوس تابعداري يې وکړه او د هغه بیلګه داسې شوه لکه د سپي، که ته ورباندې برید کوې هم ژبه له خولې راباسي او که پریږدې يې هم ژبه له خولې راباسي، دا مثال د هغه قوم دی چې هغه زموږ ایتونه دروغ وګڼي، نو دوی ته دا پيښې [واقعات] بیان کړه ښايي دوی فکر وکړي.
177.     د هغو خلکو مثال ډیر بد دی چې زما ایتونه دروغ ګڼي او په ځان ظلم کوي.
178.    هغه چاته چې الله هدایت وکړي نو هغه په سمه نیفه لاره باندې دی، او هغه چاته چې الله د ګمراهي لار وښيي نو همدوی زیانمن شوي دي. 
179. وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ ۖ لَهُمْ قُلُوبٌ لَّا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَّا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَّا يَسْمَعُونَ بِهَا ۚ أُولَٰئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ
180. وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ فَادْعُوهُ بِهَا ۖ وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ ۚ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
181. وَمِمَّنْ خَلَقْنَا أُمَّةٌ يَهْدُونَ بِالْحَقِّ وَبِهِ يَعْدِلُونَ
182. وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا سَنَسْتَدْرِجُهُم مِّنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ
183. وَأُمْلِي لَهُمْ ۚ إِنَّ كَيْدِي مَتِينٌ
184. أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا ۗ مَا بِصَاحِبِهِم مِّن جِنَّةٍ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ مُّبِينٌ
185. أَوَلَمْ يَنظُرُوا فِي مَلَكُوتِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا خَلَقَ اللَّهُ مِن شَيْءٍ وَأَنْ عَسَىٰ أَن يَكُونَ قَدِ اقْتَرَبَ أَجَلُهُمْ ۖ فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ
186. مَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَا هَادِيَ لَهُ ۚ وَيَذَرُهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ
187. يَسْأَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَاهَا ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ رَبِّي ۖ لَا يُجَلِّيهَا لِوَقْتِهَا إِلَّا هُوَ ۚ ثَقُلَتْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ لَا تَأْتِيكُمْ إِلَّا بَغْتَةً ۗ يَسْأَلُونَكَ كَأَنَّكَ حَفِيٌّ عَنْهَا ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ اللَّهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
179.     او یقینا، ما د جهنم لپاره ډیر پيریان او انسانان هست کړي دي، ددوی زړونه  شته دي خو پوهیدل پرې نه کوي، ددوی سترګې شته خو لیدل پرې نه کوي، ددوی لپاره  غوږونه شته خو اوریدل پرې نه کوي، دوی د څارویو په څير دي بلکې دوی [ له څارویو هم] ډير ګمراهان دي،  دوی هغه کسان دي چې ځانونه يې غافله کړي.
180.    او د الله لپاره ښایسته نومونه شته دي نو له الله څخه پرې دعاګانې وغواړی،  او هغه کسان پریږدئ چې د الله په نومونو کې کوږوالی کوي، ژر دی چې دوی ته به د هغه څه بدله ورکړل شي چې هغوی کول.
181.     او ځينې له هغه چا څخه چې موږ هست کړي دي یوه ډله ده چې د حق خبرې کوي او په دې حق باندې پریکړې کوي.
182.     او هغه کسان چې زموږ ایتونه دروغ ګڼي ژر دی چې له هغه ځایه به يې راونیسو چې دوی نه پوهیږي.
183.     او زه دوی  ته مهلت ورکوم، زما تدبیر ډیر سخت [قوی] دي.
184.    ایا دوی په دې کې فکر نه کوي چې ددوی په ملګري باندې پیریان نشته بلکې ښکاره ویره ورکوونکی دی.
185.     او ایا دا خلک د اسمانونو او ځمکې پاچايي ته نه ګوري او هغه ټول شیانو ته چې الله هست کړي دي؟ او کیدای شي چې ددوی نیټه [مرګ] رانژدې شوي وي، نو له دې روسته دوی په کومه خبره ایمان راوړي؟
186.    الله چې چاته د ګمراهي لار وښيي د هغه لپاره هدایت کوونکی نشته دی او دوی په سرکشۍ کې پریشانه لالهانده پریږدي.
187.      دوی له تا څخه د قیامت د ورځې په اړه پوښتنه کوي چې کله به دا دریږي؟ ووایه د هغې علم یوازې زما له رب سره دی، هیڅوک دا ورځ پخپل وخت نه ښکاره کوي مګر الله به یې راښکاره کوي، دا په اسمانونو او ځمکه باندې درنده پرته ده، دا په تاسې نه راځي مګر ناڅاپه. دوی له تا څخه پوښتنه کوي لکه ته چې د قیامت په اړه  پلټنه کوې، ووایه ددې پوهه له الله سره ده مګر ډیری خلک نه پوهیږي. 



188. قُل لَّا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ ۚ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ ۚ إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
189. هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا ۖ فَلَمَّا تَغَشَّاهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِيفًا فَمَرَّتْ بِهِ ۖ فَلَمَّا أَثْقَلَت دَّعَوَا اللَّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحًا لَّنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ
190. فَلَمَّا آتَاهُمَا صَالِحًا جَعَلَا لَهُ شُرَكَاءَ فِيمَا آتَاهُمَا ۚ فَتَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ
191. أَيُشْرِكُونَ مَا لَا يَخْلُقُ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ
192. وَلَا يَسْتَطِيعُونَ لَهُمْ نَصْرًا وَلَا أَنفُسَهُمْ يَنصُرُونَ
193. وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى الْهُدَىٰ لَا يَتَّبِعُوكُمْ ۚ سَوَاءٌ عَلَيْكُمْ أَدَعَوْتُمُوهُمْ أَمْ أَنتُمْ صَامِتُونَ
194. إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ ۖ فَادْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُوا لَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
195. أَلَهُمْ أَرْجُلٌ يَمْشُونَ بِهَا ۖ أَمْ لَهُمْ أَيْدٍ يَبْطِشُونَ بِهَا ۖ أَمْ لَهُمْ أَعْيُنٌ يُبْصِرُونَ بِهَا ۖ أَمْ لَهُمْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا ۗ قُلِ ادْعُوا شُرَكَاءَكُمْ ثُمَّ كِيدُونِ فَلَا تُنظِرُونِ
196. إِنَّ وَلِيِّيَ اللَّهُ الَّذِي نَزَّلَ الْكِتَابَ ۖ وَهُوَ يَتَوَلَّى الصَّالِحِينَ
188.     ووایه، زه خپل ځان ته د ګټې او زیان د رسولو خاوند نه یم مګر هغه څه چې الله وغواړي، او که زه په غیب پوهیدلی نو مابه ځانته ډير خیر راغونډ کړی وو او ماته به تکلیف نه وو رسیدلی، زه نه یم مګر هغه قوم ته ویره ورکوونکی او زیری ورکوونکی چې ایمان لري.
189.    الله هغه ذات دی چې تاسې يې له یو نفس [ادم علیه السلام] څخه پیدا کړی او له هغه څخه يې ښځه هم ورته پیدا کړه چې ارام ورته وکړي، نو کله چې هغې ته په نزدېوالي ورغی په سپک حمل امیندواره شوه، نو پرې تیریدله راتیریدله. [د ادم علیه السلام په اولاد کې دا ستونزه ده] کله چې یوه ښځه امیندواره شي نو میړه او ښځه له خپل رب څخه دعاګانې غواړي که تا نیک اولاد راکړ نو موږ به له شکر کوونکو څخه شو.
190.     نو کله چې الله دواړو ته نیک اولاد ورکړي په هغه څه کې له الله سره شریکان نیسي چې دواړو ته یې ورکړی دی، یقینا الله له هغه څه وچت دی چې مشرکان ورسره شریکان نیسي.
191.     ایا دوی له الله سره هغه شیان شریکوي چې هیڅ شی نه شي هست کولی بلکې دوی خپله هست کړی شوي دي.
192.     او له هغوی [مشرکانو] سره مدد نشي کولای او نه له ځانونو سره مرسته کولای شي.
193.    او که تاسې دوی ته د ګټې د یوې خبرې طرفته اواز وکړی ستاسې تابعداري نشي کولاي، دا په تاسې باندې یو شان ده که تاسې هغوی ته اواز کوی که چوپ یاست.
194.     یقینا هغه کسان چې تاسې يې له الله پرته بولی هغوی ستاسې په څير بندګان دي. ورشئ، راوې بولی ستاسې دعادې قبوله کړي، که تاسې رښتیني یاست.
195.    ایا ددوی پښې شته دی چې مزل پرې وکړي؟ ایا ددوی لاسونه شته چې نیول پرې وکړي؟ ایا ددوی سترګې شته چې لیدل پرې وکړي؟ ایا ددوی غوږونه شته دي چې اوریدل پرې وکړي؟ دوی ته ووایه چې خپل معبودان راوبولی، بیا زما په ضد تدبیر جوړ کړی او ماته مهلت مه راکوی.

196.     یقینا، زما دوست الله دی چې کتاب يې نازل کړی دی، او هغه له ټولو نیکي کوونکو سره دوستي کوي. 
197. وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَكُمْ وَلَا أَنفُسَهُمْ يَنصُرُونَ
198. وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى الْهُدَىٰ لَا يَسْمَعُوا ۖ وَتَرَاهُمْ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ وَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ
199. خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ
200. وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۚ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
201. إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَوْا إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِّنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُوا فَإِذَا هُم مُّبْصِرُونَ
202. وَإِخْوَانُهُمْ يَمُدُّونَهُمْ فِي الْغَيِّ ثُمَّ لَا يُقْصِرُونَ
203. وَإِذَا لَمْ تَأْتِهِم بِآيَةٍ قَالُوا لَوْلَا اجْتَبَيْتَهَا ۚ قُلْ إِنَّمَا أَتَّبِعُ مَا يُوحَىٰ إِلَيَّ مِن رَّبِّي ۚ هَٰذَا بَصَائِرُ مِن رَّبِّكُمْ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
204. وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ
205. وَاذْكُر رَّبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعًا وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ وَلَا تَكُن مِّنَ الْغَافِلِينَ
206. إِنَّ الَّذِينَ عِندَ رَبِّكَ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِ وَيُسَبِّحُونَهُ وَلَهُ يَسْجُدُونَ ۩
197.     او له الله پرته چې تاسې کوم کسان بولی له تاسې سره مرسته نشي کولای او له ځان سره هم مرسته نشي کولای،
198.    او که تاسې يې د ګټې یوې خبرې ته راوبولی نو اوري يې نه، او ته دوی ته ګورې چې تاته ګوري او دوی لیدل نه کوي.
199.     معافي [بښنه] خپله کړه، او د نیکۍ امر کوه، او له جاهلانو [ناپوهانو] څخه مخ واړوه.
200.     او که تاته له شیطان څخه څه وسوسه در ورسیږي. نو الله ته پناه وروړه هغه اوریدونکی دی پوه دی.
201.     هغه کسان چې تقوا لري کله چې د شیطان له خوا دوی ته څه وسوسه ورسیږي نو ژر خبره رایاده کړي او دوی [د خطاکیدو د ځایونو] لیدونکي دي.
202.    او شیطان ددوی [دشیاطینو] وروڼه سرغړونې ته راکاږي، بیا دوی کوتاهي نه کوي.
203.     او کله چې دوی له تا څخه معجزه غواړي او ته يې ورته رانه وړې، نو دوی وايي ولې دې له ځانه نه جوړوله؟ ووایه، زه خو د هغه څه تابعداري کوم چې زما د رب له طرفه ماته وحی کېږي، دا [قران] د پوهې خبرې دي ستاسې د رب له طرفه راغلي دي او د مومنانو د قوم لپاره هدایت او رحمت دي.
204.    او کله چې قران لوستل کېږي غوږ ورته کېږدئ او چوپ اوسئ چې په تاسې باندې رحم وشي.
205.     او خپل رب په عاجزۍ او په ویرې سره یادوه،  په جهر [لوړ اواز] باندې له ویلو پرته په سبا او بیګاه،  او له غافلانو څخه مه کېږه.
206.                        یقینا، هغوی [ملایک] چې ستا د رب په نزد [په اسمانونو کې] دي، د الله له بندګۍ څخه ځان لوی نه ګڼي او د الله پاکي بیانوي او الله ته سجدې لګوي. 

Popular posts from this blog

البقرة، غوا

البقرة وعدد آياتها 286 وهي مدنية – أول سورة مدنية لومړی جز [سپاره] له 1 - 141 ایتونو پورې بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. الم     2. ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ 3.الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ 4 . وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ 5. أُولَٰئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ د الله په نوم چې ډير زیات مهربان، تل رحم والا دی.‏ 1.     الف، لام، میم. 2.   په دغه کتاب کې هیڅ شک نشته دی، داد هغو کسانو لپاره چې ځانونه ساتي هدایت دی. 3.  هغه کسان چې په نالیدلي باندې باور لري، او لمونځ کوي ، او له هغه څه يې لګوي چې ‏موږ دوى ته ورکړي دي. 4.   او دوی په هغه څه  باور لري ‏ چې په تا نازل شوی دی او هغه څه چې له تا مخکې نازل شوي دي، اوپه اخرت یقین لري. 5. د دوی د رب له لوري همدې کسانو ته لارښونه شوې ده او همدوی بریالي دي. 6. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَو

النساء، ښځې

سورة النساء عدد آياتها 176 وهي مدنية – نزلت بعد الممتحنة بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا 2. وَآتُوا الْيَتَامَىٰ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَىٰ أَمْوَالِكُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا 3. وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَىٰ فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَلَّا تَعُولُوا 4. وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا 5. وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامً

ال عمران، دعمران کورنۍ

سورة ال عمران عدد آياتها 200 وهي مدنية – نزلت بعد الأنفال   بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1 . الم 2 . اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ 3 . نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنزَلَ التَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ 4 . مِن قَبْلُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَأَنزَلَ الْفُرْقَانَ ۗ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ. 5 . إِنَّ اللَّهَ لَا يَخْفَىٰ عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ. 6 .  هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الْأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاءُ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ . 7 . هُوَ الَّذِي أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ ۖ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ ۗ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّ