Skip to main content

الانعام، څاروي


الانعام [څاروي]
وعدد آياتها 165 وهي مكية – نزلت بعد الحجر

بسم الله الرحمن الرحيم
 
1. الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَجَعَلَ الظُّلُمَاتِ وَالنُّورَ ۖ ثُمَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ يَعْدِلُونَ
2. هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن طِينٍ ثُمَّ قَضَىٰ أَجَلًا ۖ وَأَجَلٌ مُّسَمًّى عِندَهُ ۖ ثُمَّ أَنتُمْ تَمْتَرُونَ
3. وَهُوَ اللَّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَفِي الْأَرْضِ ۖ يَعْلَمُ سِرَّكُمْ وَجَهْرَكُمْ وَيَعْلَمُ مَا تَكْسِبُونَ
4. وَمَا تَأْتِيهِم مِّنْ آيَةٍ مِّنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ
5. فَقَدْ كَذَّبُوا بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ ۖ فَسَوْفَ يَأْتِيهِمْ أَنبَاءُ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ
6. أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّن قَرْنٍ مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّن لَّكُمْ وَأَرْسَلْنَا السَّمَاءَ عَلَيْهِم مِّدْرَارًا وَجَعَلْنَا الْأَنْهَارَ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمْ فَأَهْلَكْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ وَأَنشَأْنَا مِن بَعْدِهِمْ قَرْنًا آخَرِينَ
7. وَلَوْ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ كِتَابًا فِي قِرْطَاسٍ فَلَمَسُوهُ بِأَيْدِيهِمْ لَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ
8. وَقَالُوا لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْهِ مَلَكٌ ۖ وَلَوْ أَنزَلْنَا مَلَكًا لَّقُضِيَ الْأَمْرُ ثُمَّ لَا يُنظَرُونَ
1.     د کمال صفتونه د الله لپاره دي چې اسمانونه او ځمکه يې هست کړي دي او تیاره او رڼايې رامنځته کړي دي، او [له دې ښکاره نښو سره سره] بیا هغه چا چې کفر وکړ له خپل رب سره [نورشیان] برابروي.
2.    او الله هغه ذات دی چې تاسې يې له خټې جوړ کړی او بیايي یو ټاکلی وخت وټاکه، او ځانګړی وخت [د انسان مرګ، قیامت] هغه ته مالوم دی، نو اوس هم تاسې په شک کې یاست.
3.     او هغه الله دی په اسمانونو او ځمکه کې یوازینی معبود دی، هغه ستاسې په پټو پوهیږي او هغه څه چې تاسې ښکاره کوی، او په هغه څه پوهیږي چې تاسې يې ترلاسه کوی.
4.     او ددوی د رب له نښو څخه هیڅ نښه هغوی ته نه ده ورغلې مګر دوی ترې مخ ګرځولی دی [انکار يې کړی دی].
5.     یقینا هغه وخت چې دوی ته حق راغی، هغه يې دروغ وباله، نو ژر به د هغو شیانو خبر ور ورسیږي چې دوی پرې ملنډې وهلې.
6.     ایا تاسې ونه لیدل چې له دوی مخکې څومره امتونه موږ تباه کړل؟ هغه امتونه چې دوی ته په ځمکه کې موږ اقتدار ورکړی وو چې هغسې اقتدار موږ تاسې ته نه دی درکړی، او موږ په دوی باندې له اسمان څخه پرله پسې بارانونه و اورول، او ددوی [ودانیو] لاندې موږ ویالې جاري کړې، او بیا ددوی د ګناهونو له کبله موږ دوی تباه کړل، او له هغوی روسته موږ نورې پيړۍ رامنځته کړې.
7.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم] او که موږ په کاغذ باندې تیار لیکلی [په یوځل په صفحو کې کتاب] په تا باندې نازل کړی وای او په هغه يې لاسونه لګولي وای، هغه کسان چې کافر شوي دي ارومرو به يې ویل دا نه دی مګر ښکاره سحر دی.
8.    او دوی وايي،  ولې هغه [رسول الله صلی الله علیه وسلم]  ته یو ملایک نه دی راغلی؟ خو که موږ یو ملایک نازل کړی وای [او کفارو ایمان نه وای راوړی] کار هماغلته پایته رسیده، او بیا هغوی ته هیڅ ډول مهلت نه ورکول کېده.
9. وَلَوْ جَعَلْنَاهُ مَلَكًا لَّجَعَلْنَاهُ رَجُلًا وَلَلَبَسْنَا عَلَيْهِم مَّا يَلْبِسُونَ
10. وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّن قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِينَ سَخِرُوا مِنْهُم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ
11. قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ ثُمَّ انظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ
12. قُل لِّمَن مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ قُل لِّلَّهِ ۚ كَتَبَ عَلَىٰ نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ۚ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۚ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ
13. وَلَهُ مَا سَكَنَ فِي اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
14. قُلْ أَغَيْرَ اللَّهِ أَتَّخِذُ وَلِيًّا فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ يُطْعِمُ وَلَا يُطْعَمُ ۗ قُلْ إِنِّي أُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَسْلَمَ ۖ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ
15. قُلْ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ
16. مَّن يُصْرَفْ عَنْهُ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمَهُ ۚ وَذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْمُبِينُ
17. وَإِن يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ ۖ وَإِن يَمْسَسْكَ بِخَيْرٍ فَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
18. وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ ۚ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ
9.     او که موږ هغه [پیغمبر] یو ملایک ګرځولی وای، نو موږ به هغه د نارینه په څیره کې څرګند کړی وو، او موږ به هغه په هغه څه کې پټ کړی وو چې دوی خپل ځانونه په کې پټوي.
10.    [ای محمد صلی الله علیه وسلم] او له تا مخکې پیغمبرانو باندې ملنډې وهل شوي دي، نو له دوی څخه هغه چاچې په هغوی [پیغمبرانو] مسخرې کولې هغه [عذاب] ورپورې چاپیر کړی شو چې دوی به ورپورې مسخرې کولې.
11.       [ای محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته] ووایه په ځمکه وګرځئ او بیا وګورئ چې د درغجنو [له حق څخه د منکرانو] انجام څنګه وو.
12.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته] ووایه هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي د چا دي؟  ووایه د الله دي، الله پخپل ځان رحمت مقرر کړی دی، ارومرو به تاسې د قیامت په ورځ  [د حساب لپاره] راغونډ کړي چې په دغه [ورځ] کې هیڅ شک نشته دی، هغو کسانوچې خپل ځانونه په زیان کې اچولی دي ایمان نه راوړي.
13.     او هغه [ټول]شیان د الله دي چې په شپه او ورځ کې اوسیږي [ارام کوي] او الله ښه اوریدونکی دی ښه پوه دی.
14.    [ای محمدصلی الله علیه وسلم، دوی ته]ووایه، ایا د الله په ځای بل ژغورونکی ونیسم؟ هغه الله چې اسمانونه او ځمکه يې هست کړي دي،  الله هغه ذات دی [چې ټولو مخلوقاتو ته] روزي ورکوي او [دوی] ده ته روزي نه ورکوي، [ای محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته] ووایه، په ما حکم شوی دی چې زه لومړنی کس و اوسم چې ایمان يې راوړی دی او ماته حکم شوی دی چې له مشرکانو ونه اوسم.  
15.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته] ووایه که زه د خپل رب نافرماني وکړم د لوې ورځې [قیامت] له عذاب څخه ویریږم.
16.    په هغه ورځ چې له هرچا څخه عذاب وګرځول شو [لرې کړی شو] یقینا الله په هغه رحم کړی دی او دا ښکاره بری دی.
17.     او که الله وغواړي چې تاته زیان ورسوي هیڅوک نه شي کولای چې هغه [عذاب] له تا دفع کړي مګر الله، او که تاته خیر ورسوي نو هغه په هرڅه باندې قدرت لري.
18.                        او الله په بندګانو باندې مسلط[برلاسی، ټولواکمن، غالب او زورور] دی، او هغه ډیر حکمت والا دی ډیر باخبره دی.
19. قُلْ أَيُّ شَيْءٍ أَكْبَرُ شَهَادَةً ۖ قُلِ اللَّهُ ۖ شَهِيدٌ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ ۚ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَٰذَا الْقُرْآنُ لِأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ ۚ أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ أَنَّ مَعَ اللَّهِ آلِهَةً أُخْرَىٰ ۚ قُل لَّا أَشْهَدُ ۚ قُلْ إِنَّمَا هُوَ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ وَإِنَّنِي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُونَ
20. الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمُ ۘ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ
21. وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ ۗ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ
22. وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُوا أَيْنَ شُرَكَاؤُكُمُ الَّذِينَ كُنتُمْ تَزْعُمُونَ
23. ثُمَّ لَمْ تَكُن فِتْنَتُهُمْ إِلَّا أَن قَالُوا وَاللَّهِ رَبِّنَا مَا كُنَّا مُشْرِكِينَ
24. انظُرْ كَيْفَ كَذَبُوا عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ ۚ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ
25. وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ ۖ وَجَعَلْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا ۚ وَإِن يَرَوْا كُلَّ آيَةٍ لَّا يُؤْمِنُوا بِهَا ۚ حَتَّىٰ إِذَا جَاءُوكَ يُجَادِلُونَكَ يَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَٰذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ
26. وَهُمْ يَنْهَوْنَ عَنْهُ وَيَنْأَوْنَ عَنْهُ ۖ وَإِن يُهْلِكُونَ إِلَّا أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ
27. وَلَوْ تَرَىٰ إِذْ وُقِفُوا عَلَى النَّارِ فَقَالُوا يَا لَيْتَنَا نُرَدُّ وَلَا نُكَذِّبَ بِآيَاتِ رَبِّنَا وَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ
19.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته] ووایه څه شی په شاهدۍ کې ستر دي؟ ووایه، د الله شاهدي ستره ده، هغه زموږ او ستاسې ترمنځ شاهد دی، او د هغه قران په ما نازل کړی شوی دی چې زه پرې هغه کسان وویروم چې دا کتاب ورسیږي، ایا تاسې شاهدي ورکوی چې له الله سره نور معبودان دي؟ ووایه، زه [له تاسې سره] شاهدي نه ورکوم، ووایه، زه شاهدي ورکوم چې هغه [الله] یوازینی معبود دی او زه له هغه څه بیزاره یم چې تاسې يې له هغه سره شریکوی.
20.    هغه کسان چې موږ ورته کتاب ورکړی دی [اهل کتاب] دا [قران داسې] پیژني لکه دوی چې خپل زامن پیژني، هغه چاچې ځانونه په زیان کې اچولي دي ایمان نه راوړي.
21.     او څوک له هغه چا ډیر ظالم دی چې د الله په اړه دروغ ووايي، یايې ایتونه دروغ وبولي، یقینا ظلم کوونکي به بریالي نه شي.
22.     او هغه ورځ چې دوی راغونډ کړو، بیابه هغو کسانو ته چې شرک يې کړی دی موږ ووایو: هغه معبودان چې تاسې له الله سره شریکول چیرته دي؟
23.     هغه وخت به هلته ددوی لپاره هیڅ پلمه نه وي مګر دوی به ووايي، په الله قسم چې زموږ رب دی موږ مشرکان نه وو.
24.    وګوره څنګه خپل ځان پورې دروغ وايي، او هغه دروغونه چې يې جوړ کړي وو ټول له منځه لاړل.
25.     او د هغوی ترمنځ هغه کسان دي چې هغوی تاته غوږ باسي، او موږ يې په زړونو پرده خپره کړې ده چې په هغه پوه نه شي، او په غوږونو کاڼه دي، او که دوی ټولې نښې وګوري هغوی به ایمان را نه وړي، ان که دوی تاته راشي او له تاسره مجادله وکړي. هغه کسان چې کافران شوي دي وايي، دا نه دی مګر د پخوانیو خلکو افسانې دي.
26.    او دوی د هغه [د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم] پیروۍ ته خلک نه پریږدی او خپله هم له هغه [رسول الله صلی الله علیه وسلم ]څخه لرې کېږي، هغوی نه هلاکوي مګر خپل ځانونه، خو دوی په دې نه پوهیږي.
27.     او کله چې ته دوی هغه وخت وګورې چې د دوزخ په مخکې ولاړ دي، نو دوی به ووايي، هی زموږ بده شامته کاشکې بیرته ګرځول شوي وای او د خپل رب ایتونه مو دروغ نه وای بللي، او له مومنانو څخه وای.
28. بَلْ بَدَا لَهُم مَّا كَانُوا يُخْفُونَ مِن قَبْلُ ۖ وَلَوْ رُدُّوا لَعَادُوا لِمَا نُهُوا عَنْهُ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ
29. وَقَالُوا إِنْ هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوثِينَ
30. وَلَوْ تَرَىٰ إِذْ وُقِفُوا عَلَىٰ رَبِّهِمْ ۚ قَالَ أَلَيْسَ هَٰذَا بِالْحَقِّ ۚ قَالُوا بَلَىٰ وَرَبِّنَا ۚ قَالَ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ
31. قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِلِقَاءِ اللَّهِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا جَاءَتْهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً قَالُوا يَا حَسْرَتَنَا عَلَىٰ مَا فَرَّطْنَا فِيهَا وَهُمْ يَحْمِلُونَ أَوْزَارَهُمْ عَلَىٰ ظُهُورِهِمْ ۚ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ
32. وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا لَعِبٌ وَلَهْوٌ ۖ وَلَلدَّارُ الْآخِرَةُ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
33. قَدْ نَعْلَمُ إِنَّهُ لَيَحْزُنُكَ الَّذِي يَقُولُونَ ۖ فَإِنَّهُمْ لَا يُكَذِّبُونَكَ وَلَٰكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآيَاتِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ
34. وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّن قَبْلِكَ فَصَبَرُوا عَلَىٰ مَا كُذِّبُوا وَأُوذُوا حَتَّىٰ أَتَاهُمْ نَصْرُنَا ۚ وَلَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِ اللَّهِ ۚ وَلَقَدْ جَاءَكَ مِن نَّبَإِ الْمُرْسَلِينَ
35. وَإِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكَ إِعْرَاضُهُمْ فَإِنِ اسْتَطَعْتَ أَن تَبْتَغِيَ نَفَقًا فِي الْأَرْضِ أَوْ سُلَّمًا فِي السَّمَاءِ فَتَأْتِيَهُم بِآيَةٍ ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَمَعَهُمْ عَلَى الْهُدَىٰ ۚ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْجَاهِلِينَ
28.      بلکې هغه څه چې يې پټول [اوس] ورته ښکاره شول، او که [ددنیا ژوند ته] بیرته بوتلل شي دوی به هغه څه ته بیا ور وګرځي چې ترې منع کړی شوي دي، او بیشکه دوی دروغجن دي.
29.    او دوی [کفار] وايي، هیڅ نشته مګر زموږ دنیايي ژوندون دی، او موږ [له قبرونو څخه د حساب لپاره] بیا نه راپاڅول کېږو.
30.      او [ای محمد صلی الله علیه وسلم] که هغه وخت ته دوی وګورې چې د خپل رب په وړاندې [د حساب لپاره] درول شوي دي، نو الله به وفرمايي، ایا [له قبرونو راپاڅول] حق نه دی؟  دوی به ووايي، هو، پخپل رب مو قسم دی چې حق دی، بیابه الله وفرمايي، نو تاسې دا عذاب وڅکی له دې کبله چې تاسې کافران وی.
31.     هغوی چې د الله ملاقات دروغ وباله یقینا چې زیان يې ولید تردې چې په ناڅاپي توګه قیامت ورباندې راشي، دوی به ووايي، افسوس دی په موږ چې د قیا مت په اړه موږ غفلت وکړ، په داسې حال کې چې دوی به خپل بارونه په شا کړي وي، یقینا څومره بد بار دی چې دوی په شا کړی دی.
32.     ددنیا ژوند نه دی مګر [د ماشومانو] لوبه او [د لیونیانو] سرګرمي ده،  او یقینا د اخرت کور د هغو کسانو لپاره ښه دی چې له الله څخه ویریږي،  نو ایا تاسې عقل نه کاروئ.
33.    [ای محمد صلی الله علیه وسلم] یقینا موږ پوهیږو تا غمجن کوي هغه څه چې دوی وايي،  او یقینا دوی تا دروغجن نه بولي بلکې دا د الله ایتونه دي چې ظالمان يې ردوي.
34.     او بیشکه له تا مخکې ډیری پیغمبران دروغجن وبلل شول، خو د دروغ بللو [تکذیب]  په وړاندې يې صبر کاوو،  او دوی وځورول شول تر دې چې دوی ته زموږ مرسته ور ورسیده، او هیڅوک نه شي کولای چې د الله خبرې [قران] بدل کړي، او بیشکه تاته د پخوانیو پیغمبرانو په اړه یوڅه مالومات در رسیدلي دي.
35.    او که ددوی سرغړونه تاته سخته تمامیږي، بیا که ته کولای شې په ځمکه کې کوم سرنګ [سوری] ولټوه [چې په کې ورښکته شې] او یا د اسمان طرفته کومه زینه  ولټوه [چې اسمان ته پرې پورته شې] چې دوی ته کومه معجزه راوړې، او که الله اراده کړې وای نو دوی ټول به يې خامخا په سمه نیغه لاره راغونډ کړي وو، نو هیڅکله له ناپوهانو څخه مه کېږه. 
36. إِنَّمَا يَسْتَجِيبُ الَّذِينَ يَسْمَعُونَ ۘ وَالْمَوْتَىٰ يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ ثُمَّ إِلَيْهِ يُرْجَعُونَ
37. وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ ۚ قُلْ إِنَّ اللَّهَ قَادِرٌ عَلَىٰ أَن يُنَزِّلَ آيَةً وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
38. وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُم ۚ مَّا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِن شَيْءٍ ۚ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ
39. وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا صُمٌّ وَبُكْمٌ فِي الظُّلُمَاتِ ۗ مَن يَشَإِ اللَّهُ يُضْلِلْهُ وَمَن يَشَأْ يَجْعَلْهُ عَلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ
40. قُلْ أَرَأَيْتَكُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُ اللَّهِ أَوْ أَتَتْكُمُ السَّاعَةُ أَغَيْرَ اللَّهِ تَدْعُونَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
41. بَلْ إِيَّاهُ تَدْعُونَ فَيَكْشِفُ مَا تَدْعُونَ إِلَيْهِ إِن شَاءَ وَتَنسَوْنَ مَا تُشْرِكُونَ
42. وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَىٰ أُمَمٍ مِّن قَبْلِكَ فَأَخَذْنَاهُم بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَتَضَرَّعُونَ
43. فَلَوْلَا إِذْ جَاءَهُم بَأْسُنَا تَضَرَّعُوا وَلَٰكِن قَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
44. فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّىٰ إِذَا فَرِحُوا بِمَا أُوتُوا أَخَذْنَاهُم بَغْتَةً فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ
36.     یوازې هغه کسان ‏[ستا بلنه] قبلوي چې اوري، الله به دوی له قبرونو راپورته کړي، بیابه د هغه طرفته ورګرځي.
37.    او دوی وايي، د هغه [د پیغمبر] د رب له طرفه په هغه باندې ولې یوه نښه نه ده نازل شوې؟ ورته ووایه، بیشکه الله په دې قادر دی چې یوه نښه نازل کړي، خو ددوی ډیری نه پوهیږي.
38.     په ځمکه کې هیڅ یو حیوان نشته او نه کوم الوتوونکی چې له خپلو وزرونو سره الوزي مګر ستاسې په څیر امتونه [قومونه یا ډلې] دي، موږ په کتاب [لوح محفوظ] کې د څه شي ثبتول نه دي هیر کړي، بیابه دا ټول خپل رب ته ورټول کړی شي.
39.     او هغه کسان چې زموږ ایتونه دروغ بولي هغوی کاڼه او ګونګیان دي، په تیارو کې دي، هرچاته چې الله وغواړي ګمراه کوي يې، او هرچاته چې اراده وکړي هغه په سمه نیغه لاره برابروي.
40.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته] ووایه، ایا تاسې په دې فکر کړی دی، که په تاسې د الله عذاب راشي یا قیامت درباندې راشي، ایا تاسې به د الله په ځای بل څوک بولی،  که تاسې رښتیا ویوونکی یاست.
41.    بلکې یوازې به الله وبولی، او که الله اراده وکړي نو هغه ستونزه له تاسې لرې کوي چې دهغې لپاره تاسې الله بللی دی،  او تاسې هغه شی هیرول چې له الله سره  مو شریکان نیولي وو.
42.     او موږ هغو امتونو ته چې له تا مخکې وو [پیغمبران] ولیږل، [چې نافرماني يې وکړه] بیا موږ په بیوزلۍ او سختۍ اخته کړل چې زاري وکړي [او توبه وباسي].
43.    نو کله چې زموږ عذاب ورغی بیا ولې دوی زاري ونه کړه،  بلکې ددوی زړونه ډیر سخت وو، او شیطان دوی ته هغه څه ښایسته کړي وو چې دوی کول.
44.     نو کله چې یې هغه څه هیر کړل چې دوی ته يې یادونه شوې وه، موږ د هرشي دروازې په دوی پرانیستلې تر هغې چې  دوی په هغه څه خوشاله شي چې دوی ته ورکړل شوي وو،  نو موږ ناڅاپه دوی ونیول نو په دې ناڅاپي وخت کې دوی ټول نهیلي وو.
45. فَقُطِعَ دَابِرُ الْقَوْمِ الَّذِينَ ظَلَمُوا ۚ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 
46. وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ ۖ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ
47. قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَخَذَ اللَّهُ سَمْعَكُمْ وَأَبْصَارَكُمْ وَخَتَمَ عَلَىٰ قُلُوبِكُم مَّنْ إِلَٰهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُم بِهِ ۗ انظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ ثُمَّ هُمْ يَصْدِفُونَ
47. قُلْ أَرَأَيْتَكُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُ اللَّهِ بَغْتَةً أَوْ جَهْرَةً هَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الظَّالِمُونَ
48. وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ ۖ فَمَنْ آمَنَ وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
49. وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا يَمَسُّهُمُ الْعَذَابُ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ
50. قُل لَّا أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَائِنُ اللَّهِ وَلَا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلَا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰ إِلَيَّ ۚ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَىٰ وَالْبَصِيرُ ۚ أَفَلَا تَتَفَكَّرُونَ
51. وَأَنذِرْ بِهِ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَن يُحْشَرُوا إِلَىٰ رَبِّهِمْ ۙ لَيْسَ لَهُم مِّن دُونِهِ وَلِيٌّ وَلَا شَفِيعٌ لَّعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ
52. وَلَا تَطْرُدِ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ ۖ مَا عَلَيْكَ مِنْ حِسَابِهِم مِّن شَيْءٍ وَمَا مِنْ حِسَابِكَ عَلَيْهِم مِّن شَيْءٍ فَتَطْرُدَهُمْ فَتَكُونَ مِنَ الظَّالِمِينَ
45.     نو د هغه قوم جرړې [ریښې] قطع شوې چې تیری [ظلم] يې کړی وو، او د کمال ټول صفتونه د الله دي چې د ټولو جهانونو رب دی.
46.    [ای محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته] ووایه، که الله ستاسې غوږونه او سترګې واخلي، او ستاسې په زړونو مهر ولګوي ایا له الله پرته به يې کوم بل معبود تاسې ته در وګرځوي؟ وګورئ موږ په څه شان په بیلابیلو بڼو ایتونه بیانوو بیا دوی مخ [ترې] اړوي.
47.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته]ووایه، ماته خبر راکړی که د الله عذاب درباندې ناڅاپه یا ښکاره راشي، ایا هلاک به کړي مګر ظالم قوم.
48.     او موږ پیغمبران نه لیږو مګر زیری ورکوونکي او ګواښ ورکوونکي، نو چاچې ایمان راوړ او ځان يې اصلاح کړ، نه به هغه ویره ولري او نه به غمجن کېږي.
49.     او هغو کسانو چې زموږ ایتونه دروغ وبلل، د هغې نافرمانۍ له کبله عذاب ورسیږي چې دوی کوله.
50.    [ای محمد صلی الله علیه وسلم] ووایه، زه نه وایم چې د الله خزانې له ما سره دي، او زه په غیب نه پوهیږم، او زه تاسې ته نه وایم چې زه ملایک یم، زه یوازې د هغه څه پیروي کوم چې په ما نازل شوي دي، ووایه، ایا ړوند له کتوونکي سره یوشان دی؟ نو ایا تاسې فکر پکار اچوی.
51.     او په دې [قران] سره هغو کسانو ته ګواښنه ورکړه چې ویریږي د خپل رب طرفته ته به غونډ کړی شي، ځکه چې هغه ورځ ددوی لپاره له الله پرته بل ژغورونکی او شفاعت کوونکی نشته،  ښايي دوی تقوا اختیار کړي.
52.    او هغه کسان [له ځانه] مه لرې کوه چې سهار او ماښام خپل رب بولي، او د هغه خوشالي غواړي، نه د دوی څه حساب په تا دی او نه ستا څه حساب په هغوی دی، که هغوی [له ځانه] لرې کړې نو له ظالمانو څخه به شې.
53. وَكَذَٰلِكَ فَتَنَّا بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لِّيَقُولُوا أَهَٰؤُلَاءِ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْهِم مِّن بَيْنِنَا ۗ أَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِالشَّاكِرِينَ
54. وَإِذَا جَاءَكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِنَا فَقُلْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ ۖ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَىٰ نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ۖ أَنَّهُ مَنْ عَمِلَ مِنكُمْ سُوءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِن بَعْدِهِ وَأَصْلَحَ فَأَنَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ 
55. وَكَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ وَلِتَسْتَبِينَ سَبِيلُ الْمُجْرِمِينَ
56. قُلْ إِنِّي نُهِيتُ أَنْ أَعْبُدَ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ ۚ قُل لَّا أَتَّبِعُ أَهْوَاءَكُمْ ۙ قَدْ ضَلَلْتُ إِذًا وَمَا أَنَا مِنَ الْمُهْتَدِينَ
57. قُلْ إِنِّي عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّي وَكَذَّبْتُم بِهِ ۚ مَا عِندِي مَا تَسْتَعْجِلُونَ بِهِ ۚ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۖ يَقُصُّ الْحَقَّ ۖ وَهُوَ خَيْرُ الْفَاصِلِينَ
58. قُل لَّوْ أَنَّ عِندِي مَا تَسْتَعْجِلُونَ بِهِ لَقُضِيَ الْأَمْرُ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ ۗ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِالظَّالِمِينَ
59. وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ ۚ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ۚ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلَّا يَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الْأَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ
53.     او په دې توګه ځینې ددوی موږ په ځینې نورو ددوی وازمایل چې [کافرانو] وویل، ایا دا هغه دي چې الله ورباندې احسان کړی دی؟ ایا الله په شکرکوونکو باندې پوه نه دی؟
54.    او هرکله چې هغه کسان تاته راغلل چې ایمان يې راوړی دی هغوی ته ووایه، په تاسې دې سلام وي، ستاسې رب پخپل ځان رحمت مقرر کړی دی [هغه داسې چې] که هر یو له تاسې څخه د ناپوهۍ له مخې بد کار وکړي بیا توبه وکړي او ځان اصلاح کړي، یقینا الله ښه بښوونکی دی تل رحم والا دی.
55.     او په دې توګه موږ ایتونه په تفصیل سره بیانوو چې د مجرمانو [جنایتکارانو] لاره څرګنده شي.
56.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم] ووایه، زه د هغه چا له عبادت څخه منع شوی یم چې تاسې يې د الله په ځای بولی، ووایه، زه ستاسې د هوا او هوس پیروي نه کوم که داسې وکړم نو یقینا زه ګمراه شوی یم او له هدایت کړی شو څخه به نه یم.
57.     ووایه، یقینا زه له خپل رب څخه څرګند دلیل [قران] لرم او تاسې هغه دروغ بللی دی او  هغه څه‏[عذاب] له ما سره نه نشته دي چې تاسې ورته بېړه لری[بې صبره یاست]، حکم  یوازې د الله له طرفه دی، هغه حق بیانوي او هغه [د حق او باطل] بهترین بېلوونکی دی.
58.    ووایه، هغه څه چې تاسې ورته بیړه لری که له ما سره وای زما او ستاسې ترمنځ کار پایته رسیده او الله په ظالمانو ښه پوه دی.
59.     او له هغه [الله] سره د غیب کیلي ګانې دي، هیڅوک په دې [کیلي ګانو] نه پوهیږي مګر هغه، او الله په هغه څه پوهیږي چې په وچه کې دي او په هغه څه پوهیږي چې په بحر کې دي، هیڅ یوه پاڼه نه لویږي مګر هغه پرې پوهیږي، او د ځمکې په تیارو کې هیڅ یوه دانه نشته او نه کوم لوند شی او نه کوم وچ شی شته مګر په ښکاره کتاب [لوح محفوظ] کې ثبت دي.
60. وَهُوَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُم بِاللَّيْلِ وَيَعْلَمُ مَا جَرَحْتُم بِالنَّهَارِ ثُمَّ يَبْعَثُكُمْ فِيهِ لِيُقْضَىٰ أَجَلٌ مُّسَمًّى ۖ ثُمَّ إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ ثُمَّ يُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
61. وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ ۖ وَيُرْسِلُ عَلَيْكُمْ حَفَظَةً حَتَّىٰ إِذَا جَاءَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا وَهُمْ لَا يُفَرِّطُونَ
62. ثُمَّ رُدُّوا إِلَى اللَّهِ مَوْلَاهُمُ الْحَقِّ ۚ أَلَا لَهُ الْحُكْمُ وَهُوَ أَسْرَعُ الْحَاسِبِينَ
63. قُلْ مَن يُنَجِّيكُم مِّن ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ تَدْعُونَهُ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً لَّئِنْ أَنجَانَا مِنْ هَٰذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ
64. قُلِ اللَّهُ يُنَجِّيكُم مِّنْهَا وَمِن كُلِّ كَرْبٍ ثُمَّ أَنتُمْ تُشْرِكُونَ
65. قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَىٰ أَن يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِّن فَوْقِكُمْ أَوْ مِن تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا وَيُذِيقَ بَعْضَكُم بَأْسَ بَعْضٍ ۗ انظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَفْقَهُونَ
66. وَكَذَّبَ بِهِ قَوْمُكَ وَهُوَ الْحَقُّ ۚ قُل لَّسْتُ عَلَيْكُم بِوَكِيلٍ
67. لِّكُلِّ نَبَإٍ مُّسْتَقَرٌّ ۚ وَسَوْفَ تَعْلَمُونَ
68. وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّىٰ يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ ۚ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلَا تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَىٰ مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ
60.     او الله هغه دی چې د شپې له خوا ستاسې روح اخلي، او په هغه څه پوهیږي چې تاسې به يې د ورځې له خوا کوی، بیا تاسې [په همدې ورځ] له خوبه راپورته کوي چې یوه ځانګړې موده بشپړه شي، بیا د هغه طرفته ستاسې تګ دی،  هغه به بیا تاسې له هغه څه خبر کړي چې تاسې کول.
61.    او الله په بندګانو باندې مسلط[برلاسی، ټولواکمن، غالب او زورور] دی، او [له ملایکو] څخه ساتوونکي په تاسې لیږي تردې چې له تاسو څخه یوه ته مرګ ورسیږي، زموږ رسولان [ملک الموت او ورسره ملایک] دده روح قبضوي، او دوی [پخپله ماموریت کې] تقصیر نه کوي.
62.     بیا دوی د الله طرفته ورګرځول کېږي چې په حقه سره يې مالک [مولا] دی، خبردار اوسئ چې حکم یوازې دده [د الله له طرفه] دی او دی د حسابکوونکو سریع ترین [حساب کوونکی] دی.
63.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم] ووایه، د وچې او بحر له تیارو څخه څوک تاسې ژغوري؟ کله چې [د ستونزې پرمهال] په زاریو [په تضرع] سره او پټه توګه هغه بولی که هغه له دې [ناخوالو] څخه موږ وژغوري یقینا به له شکر کوونکو څخه شو.
64.     ووایه، الله تاسې له دې او له هر غم څخه ژغوري بیا تاسې لاهم له هغه سره شریکان نیسی.
65.    [اى محمد صلی الله علیه وسلم] ووایه، الله په دې قادر دی چې له پاسه په تاسې عذاب درولیږي، یا د ستاسې د پښو له لاندې [په تاسې عذاب ولیږي] يا تاسې په ډلو وویشي او په ځینو ستاسې وڅکي جنګ [او سختي] د ځينو [نورو]، وګوره موږ څرنګه خپل ایتونه راز راز بيانوو، ددې لپاره چې دوى پوه شي[او پند واخلي].
66.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم] ستا قوم دا [قران] دروغ وباله په داسې حال کې چې دا حق دی، [دوی ته] ووایه زه په تاسې ساتوونکی نه یم.
67.    هر خبر ته یو ټاکلی وخت مقرر دی، او تاسې به ژر پرې وپوهیږئ.
68.     او کله چې ته هغه کسان وګورې چې دوی زموږ په ایتونو باندې له ملنډو ډکې خبرې کوي، له هغوی مخ وګرځوه تردې چې بلې خبرې ته ننوځي، او که شیطان يې له تا هیر کړي، نو له یادیدو روسته هیڅکله له ظالم قوم سره ناسته مه کوه.
69. وَمَا عَلَى الَّذِينَ يَتَّقُونَ مِنْ حِسَابِهِم مِّن شَيْءٍ وَلَٰكِن ذِكْرَىٰ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ
70. وَذَرِ الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَهُمْ لَعِبًا وَلَهْوًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا ۚ وَذَكِّرْ بِهِ أَن تُبْسَلَ نَفْسٌ بِمَا كَسَبَتْ لَيْسَ لَهَا مِن دُونِ اللَّهِ وَلِيٌّ وَلَا شَفِيعٌ وَإِن تَعْدِلْ كُلَّ عَدْلٍ لَّا يُؤْخَذْ مِنْهَا ۗ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ أُبْسِلُوا بِمَا كَسَبُوا ۖ لَهُمْ شَرَابٌ مِّنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْفُرُونَ
71. قُلْ أَنَدْعُو مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنفَعُنَا وَلَا يَضُرُّنَا وَنُرَدُّ عَلَىٰ أَعْقَابِنَا بَعْدَ إِذْ هَدَانَا اللَّهُ كَالَّذِي اسْتَهْوَتْهُ الشَّيَاطِينُ فِي الْأَرْضِ حَيْرَانَ لَهُ أَصْحَابٌ يَدْعُونَهُ إِلَى الْهُدَى ائْتِنَا ۗ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَىٰ ۖ وَأُمِرْنَا لِنُسْلِمَ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ
72. وَأَنْ أَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَاتَّقُوهُ ۚ وَهُوَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ
73. وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ ۖ وَيَوْمَ يَقُولُ كُن فَيَكُونُ ۚ قَوْلُهُ الْحَقُّ ۚ وَلَهُ الْمُلْكُ يَوْمَ يُنفَخُ فِي الصُّورِ ۚ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ ۚ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ
69.     او هغوی چې له الله ویریږي د کفارو لپاره حساب ته نه نیول کېږي، خو د پند [او یادونې] لپاره، ښايي چې تقوا اختیار کړي.
70.    او هغه کسان پریږده چې خپل دین يې په لوبو او ملنډو ونیوه،  او ددنیا ژوند هغوی تیرباسل، او په دې [قران] سره هغوی ته یادونه وکړه چې د هغه څه [بدو اعمالو] له کبله یو څوک هلاکت [او د دوزخ اور] ته سپارل کېږي چې هغه ګټلي دي، له الله پرته به بل ژغورونکی او شفاعت کوونکی نه لري، او که هغه د فدې په توګه هر ډول فدیه ورکړي نو له هغه څخه به ونه منل شي، دا هغه کسان دي چې د هغو کارونو له کبله [هلاکت ته] سپارل شوي دي چې دوی کړي دي، او دوی ته د ډیرو ګرمو اوبو څښاک دی او دردناک عذاب دی دا ددې لپاره چې دوی کفر کاوو.
71.     ووایه، ایا د الله په ځای داسی شی وبولو چې نه موږ ته ګټه رسوي او نه زیان رسوي، او له هغه روسته چې الله موږ ته هدایت وکړ پخپلو پوندو بیرته په شا وګرځو، لکه هغه څوک چې په ځمکه کې شیطان د وسوسو له لارې هغه ګمراه کړی دی او سرګردانه [ګنګس] ګرځي، په داسې حال کې چې هغه ملګري لري او د هدایت خواته دعوت ورکوي، [او ورته وايي] زموږ خواته راشه، ووایه د الله هدایت یوازینی هدایت دی، او موږ ته امر شوی دی چې د ټولو جهانونو رب ته تسلیم واوسو.
72.     او داچې لمونځ کوئ او له هغه وویریږئ، او دی هغه [واحد ذات] دی چې تاسې به د هغه طرفته ورټول کړی شی.
73.     او دی هغه [واحد ذات] دی چې اسمانونه او ځمکه يې په حقه سره هست کړي دي، او کومه ورځ چې هغه وايي: شه! نو وشي، د هغه خبرې رښتیا دي، او [هغه ورځ] ټوله باچايي د هغه ده کله چې په شپیلۍ کې پوکی وشي، هغه په غیب [پټو] او ښکاره پوهه لري، او هغه ډیر حکمت والا دی، هغه له هرڅه خبر دی.
74. وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ آزَرَ أَتَتَّخِذُ أَصْنَامًا آلِهَةً ۖ إِنِّي أَرَاكَ وَقَوْمَكَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ
75. وَكَذَٰلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ الْمُوقِنِينَ
76. فَلَمَّا جَنَّ عَلَيْهِ اللَّيْلُ رَأَىٰ كَوْكَبًا ۖ قَالَ هَٰذَا رَبِّي ۖ فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لَا أُحِبُّ الْآفِلِينَ
77. فَلَمَّا رَأَى الْقَمَرَ بَازِغًا قَالَ هَٰذَا رَبِّي ۖ فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لَئِن لَّمْ يَهْدِنِي رَبِّي لَأَكُونَنَّ مِنَ الْقَوْمِ الضَّالِّينَ
78. فَلَمَّا رَأَى الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هَٰذَا رَبِّي هَٰذَا أَكْبَرُ ۖ فَلَمَّا أَفَلَتْ قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُونَ
79. إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِيفًا ۖ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ
80. وَحَاجَّهُ قَوْمُهُ ۚ قَالَ أَتُحَاجُّونِّي فِي اللَّهِ وَقَدْ هَدَانِ ۚ وَلَا أَخَافُ مَا تُشْرِكُونَ بِهِ إِلَّا أَن يَشَاءَ رَبِّي شَيْئًا ۗ وَسِعَ رَبِّي كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا ۗ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ
81. وَكَيْفَ أَخَافُ مَا أَشْرَكْتُمْ وَلَا تَخَافُونَ أَنَّكُمْ أَشْرَكْتُم بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا ۚ فَأَيُّ الْفَرِيقَيْنِ أَحَقُّ بِالْأَمْنِ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
74.     او هغه وخت چې ابراهیم خپل پلار ازر ته وویل، ایا بتان د معبودانو په توګه نیسې؟ زه تا او ستا قوم په ښکاره ګمراهي کې وینم.
75.    او په دې توګه موږ ابراهیم ته د اسمانونو او ځمکې ملکوت [قلمرو] وروښود چې هغه له یقین کوونکو څخه واوسي.
76.     نو کله چې د شپې تیارو هغه وپوښاوه، یو ستوری يې ولید، وېویل دا زما رب دی، کله چې [دا ستوری] ډوب شو نو وېویل ډوبېدونکي زما نه دي خوښ.
77.     نو کله چې يې سپوږمۍ غوړیدونکې ولیده، وېویل، دا زما رب دی، او کله چې [سپوږمۍ] ډوبه شوه نو وېویل که زما رب ماته هدایت ونه کړي یقینا به زه له ګمراهانو څخه شم.
78.     نو کله چې يې لمر ځلیدونکی ولیده، وېویل دا زما رب دی، دا لوی دی، خو کله چې [لمر] ډوب شو، هغه وویل ای زما قومه! زه له هغه څه بیزاره یم چې تاسې يې له الله سره شریکوی.
79.    بیشکه ما د هغه چا طرفته مخ واړاوو چې اسمانونه او ځمکه يې هست کړي دي، [په داسې حال کې چې زه] حق ته مایل یم، او زه له مشرکانو څخه نه یم.
80.     او دده قوم له هغه سره په شخړه [بحث] لاس پورې کړ، [ابراهیم علیه السلام] وویل ایا د الله په اړه له ما سره جګړه کوی په داسې حال کې چې هغه ماته هدایت کړی دی، او زه له هغه څه نه ویریږم چې تاسې يې له الله سره شریکوی خو داچې زما رب کوم څه وغواړي،  هرشی زما د رب په پوهه کې ایسار [احاطه] دي، ایا پند نه اخلی؟
81.    او له هغه څه به څرنګه وویریږم چې تاسې شریکان نیولي دي په داسې حال کې چې تاسې نه ویریږی چې له الله سره مو داسې شیان شریکان نیولي دي چې په اړه په تاسې کوم دلیل نه دی نازل کړی، نو له دوه ډلو څخه کومه یوه د امن ډیره حقداره ده، که تاسې پوهیږی.
82. الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُم بِظُلْمٍ أُولَٰئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ
83. وَتِلْكَ حُجَّتُنَا آتَيْنَاهَا إِبْرَاهِيمَ عَلَىٰ قَوْمِهِ ۚ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مَّن نَّشَاءُ ۗ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٌ
84. وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ ۚ كُلًّا هَدَيْنَا ۚ وَنُوحًا هَدَيْنَا مِن قَبْلُ ۖ وَمِن ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ وَأَيُّوبَ وَيُوسُفَ وَمُوسَىٰ وَهَارُونَ ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ
85. وَزَكَرِيَّا وَيَحْيَىٰ وَعِيسَىٰ وَإِلْيَاسَ ۖ كُلٌّ مِّنَ الصَّالِحِينَ
86. وَإِسْمَاعِيلَ وَالْيَسَعَ وَيُونُسَ وَلُوطًا ۚ وَكُلًّا فَضَّلْنَا عَلَى الْعَالَمِينَ
87. وَمِنْ آبَائِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَإِخْوَانِهِمْ ۖ وَاجْتَبَيْنَاهُمْ وَهَدَيْنَاهُمْ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ
88. ذَٰلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۚ وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ
89. أُولَٰئِكَ الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ۚ فَإِن يَكْفُرْ بِهَا هَٰؤُلَاءِ فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْمًا لَّيْسُوا بِهَا بِكَافِرِينَ
90. أُولَٰئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ ۖ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ ۗ قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا ۖ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَىٰ لِلْعَالَمِينَ
82.     هغو کسانو چې ایمان راوړی دی او خپل ایمان يې په ظلم سره په شرک نه دی پوښلی،  دوی به په امن کې وي، او دوی هدایت کړی شوي دي.
83.    او دا زموږ حجت [دلایل] وو چې موږ ابراهیم ته د هغه د قوم پخلاف ورکړي وو، د هرچا درجه چې موږ وغواړو پورته يې بیایو،  ستا رب ډیر حکمت والا دی ډیر پوه دی.
84.     او موږ هغه [ابراهیم] ته اسحاق او یعقوب ورکړل، او ټولو ته موږ سمه نیغه لاره وښووله، او نوح ته موږ [له ابراهیم] مخکې هدایت کړی وو، او د هغه له اولادې څخه داوود، او سلیمان، او ایوب، او یوسف، او موسی، او هارون، په دې توګه موږ نیکي کوونکو ته اجر ورکوو.
85.     او زکریا، او یحیی، او عیسی، او الیاس ټول له هدایت کړی شو څخه وو.
86.     او اسماعیل، او الیسع، او یونس، او لوط، اوموږ دې ټولو ته په نړیوالو فضلیت [لوړ مقام] ورکړ.
87.    او ددوی له پلرونو او اولادونو او وروڼو څخه [ځینې] موږ غوره کړل او موږ دوی ته د سمې نیغې لارې ښوونه وکړه.
88.     داد الله هدایت دی له خپلو بندګانو څخه چې چاته اراده وکړي په دې سره سمه نیغه لاره ورښيي، او که شرک يې کړی وای، یقینا هغه څه له منځه تلل چې دوی کړي وو.
89.    دوی هغه کسان دي چې هغوی ته موږ کتاب او حکمت او نبوت ورکړی وو. نو که دوی [کفار] په دې [د قران په ایتونو] کافرشي بیشکه موږ یوبل قوم دېته ګومارو چې هغوی په دې کفر نه کوي.
90.     دوی [انبیاء] هغه کسان دي چې الله ورته هدایت کړی دی، نو ددوی  په لارښود اقتدا وکړه [روان شه]. [ای محمد صلی الله علیه وسلم] ووایه، زه ددې رسالت په وړاندې له تاسې څخه هیڅ اجر نه غواړم، دا نه دی مګر د نړیوالو لپاره پند دی.
91. وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِذْ قَالُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ عَلَىٰ بَشَرٍ مِّن شَيْءٍ ۗ قُلْ مَنْ أَنزَلَ الْكِتَابَ الَّذِي جَاءَ بِهِ مُوسَىٰ نُورًا وَهُدًى لِّلنَّاسِ ۖ تَجْعَلُونَهُ قَرَاطِيسَ تُبْدُونَهَا وَتُخْفُونَ كَثِيرًا ۖ وَعُلِّمْتُم مَّا لَمْ تَعْلَمُوا أَنتُمْ وَلَا آبَاؤُكُمْ ۖ قُلِ اللَّهُ ۖ ثُمَّ ذَرْهُمْ فِي خَوْضِهِمْ يَلْعَبُونَ
92. وَهَٰذَا كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ مُّصَدِّقُ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَلِتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَىٰ وَمَنْ حَوْلَهَا ۚ وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ يُؤْمِنُونَ بِهِ ۖ وَهُمْ عَلَىٰ صَلَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ
93. وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ قَالَ أُوحِيَ إِلَيَّ وَلَمْ يُوحَ إِلَيْهِ شَيْءٌ وَمَن قَالَ سَأُنزِلُ مِثْلَ مَا أَنزَلَ اللَّهُ ۗ وَلَوْ تَرَىٰ إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلَائِكَةُ بَاسِطُو أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُوا أَنفُسَكُمُ ۖ الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ غَيْرَ الْحَقِّ وَكُنتُمْ عَنْ آيَاتِهِ تَسْتَكْبِرُونَ
94. وَلَقَدْ جِئْتُمُونَا فُرَادَىٰ كَمَا خَلَقْنَاكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَتَرَكْتُم مَّا خَوَّلْنَاكُمْ وَرَاءَ ظُهُورِكُمْ ۖ وَمَا نَرَىٰ مَعَكُمْ شُفَعَاءَكُمُ الَّذِينَ زَعَمْتُمْ أَنَّهُمْ فِيكُمْ شُرَكَاءُ ۚ لَقَد تَّقَطَّعَ بَيْنَكُمْ وَضَلَّ عَنكُم مَّا كُنتُمْ تَزْعُمُونَ
91.     او دوی د الله [مقام او عظمت] هغسې نه دی پیژندلی لکه څنګه چې ښايي، [لکه چې] دوی وویل الله په هیڅ بشر باندې څه شی نه دي نازل کړي.  ووایه هغه کتاب چې موسی د خلکو لپاره د هدایت او رڼايي په توګه راووړ چا نازل کړی دی؟ تاسې هغه د [لیکلو ډک] کاغذ د ټوټو په څیر ګڼی، یو برخه يې ښکاره کوی او ډیرې برخې يې پټوی، او تاسې ته دداسې شیانو ښوونه شوې ده چې نه تاسې پوهیدلی او نه ستاسې پلرونه پرې پوهیدل. ووایه چې هغه [کتاب] الله [نازل کړی دی]، بیا هغوی يې له باطلو خبرو سره پریږده چې [بوخت وي او] لوبې وکړي.
92.    او داکتاب [قران] چې موږ نازل کړی دی، مبارک دی او د پخوانیو کتابونو تصدیق کوونکی دی چې ته [محمد صلی الله علیه وسلم] په دې سره د ښارونو مور [مکه] او هغه چې ددې شاوخوا دي وګواښوې، او هغه څوک چې په اخرت ایمان لري په دې کتاب ایمان لري او دوی د خپلو لمونځونو ساتوونکي دي.
93.     او له هغه چا بل ظالم څوک دی چې د الله په اړه دروغ ووايي یا ووايي ماته وحی شوې ده،  په داسې حال کې چې هغه ته وحی نه ده شوې، او څوک چې ووايي زه به هغه څه نازل کړم چې الله نازل کړي دي، او که تا کولای شوی چې ظالمان وګورې چې د مرګ په سکراتو کې دي [د مرګ په حالت لاس او پښې اچوي] په داسې حال کې چې ملایکو خپل لاسونه غځولي دي [او  وايي] خپل روح رابهر کړئ، نن به تاسې ته د هغه څه له کبله په سخت عذاب جزا درکول شي چې تاسې د الله په اړه ناحقه خبرې کولې او تاسې د هغه په ایتونو تکبر کاوو.
94.     [الله به دوی ته د قیامت په ورځ ووايي] او تاسې ماته یوازې راغلی لکه څنګه چې ما د لومړي ځل لپاره هست کړي وی، او هرڅه چې ما تاسې ته د انعام په توګه درکړي وو تاسې هغه شاته پريښوول، او موږ له تاسې سره هغه سپارښت کوونکي نه وګورو چې تاسې ادعا کوله چې ستاسې ترمنځ [د الله] شریکان دي، یقینا ستاسې [او د شریکانو] ترمنځ اړیکي پرې کړی شوي دي، او هغه شیان چې تاسې خپل معبودان او ملاتړي بلل له تاسې ورک شوي دي.
95 . إِنَّ اللَّهَ فَالِقُ الْحَبِّ وَالنَّوَىٰ ۖ يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَمُخْرِجُ الْمَيِّتِ مِنَ الْحَيِّ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُون
96 . فَالِقُ الْإِصْبَاحِ وَجَعَلَ اللَّيْلَ سَكَنًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ
97. وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ النُّجُومَ لِتَهْتَدُوا بِهَا فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ۗ قَدْ فَصَّلْنَا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُو
98. وَهُوَ الَّذِي أَنْشَأَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ فَمُسْتَقَرٌّ وَمُسْتَوْدَعٌ ۗ قَدْ فَصَّلْنَا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَفْقَهُو
99. وَهُوَ الَّذِي أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ نَبَاتَ كُلِّ شَيْءٍ فَأَخْرَجْنَا مِنْهُ خَضِرًا نُخْرِجُ مِنْهُ حَبًّا مُتَرَاكِبًا وَمِنَ النَّخْلِ مِنْ طَلْعِهَا قِنْوَانٌ دَانِيَةٌ وَجَنَّاتٍ مِنْ أَعْنَابٍ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُشْتَبِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ ۗ انْظُرُوا إِلَىٰ ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَيَنْعِهِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكُمْ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُو
100. وَجَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ الْجِنَّ وَخَلَقَهُمْ ۖ وَخَرَقُوا لَهُ بَنِينَ وَبَنَاتٍ بِغَيْرِ عِلْمٍ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يَصِفُو
101. بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ أَنَّىٰ يَكُونُ لَهُ وَلَدٌ وَلَمْ تَكُنْ لَهُ صَاحِبَةٌ ۖ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
95.     بیشکه، الله د دانې او زړي چوونکی دی‏[نیالګي یا بوزغلي یا ډکي له دانې راباسي، ‏بوټی او شنیلي یانور نیالګي له زړي راباسي]، له مړي څخه ژوندی راباسي [شین نیالګی له وچ زړي راباسي، انسان له نطفې، مومن له کافر، او عالم له جاهل څخه]، او له ژوندي څخه مړی باسي[وچه دانه له شنه بوټي، نطفه له ژوي، کافر له مومن، جاهل له عالم]. دا الله دی، نو تاسې کومې خواته ګرځی.
96.    د سهار چوونکی دی، او شپه يې د ارام وخت ګرځولې ده، او لمر او سپوږمۍ يې [د وختونو] د حساب [اسباب] ګرځولي دي، داتعیین د ډیر غالب عزت والا  او ډیر پوه دی.
97.     او هغه، هغه [ذات] دی چې ستاسې لپاره يې ستوري ځای په ځای کړل چې په وچه او بحر کې د هغوی له لارې د شپې په تیارو کې ‏لاره ومومی، موږ خپل ایتونه [نښې] هغو خلکو ته بیان کړي دي چې پوهیږي.
98.     او هغه، هغه [ذات] دی چې تاسې يې له یو تن [ادم علیه السلام] څخه تولید کړی، نو تاسې ته يې د هستوګنې یو ځای [د پلار په شا کې د نطفې په بڼه او په ځمکه کې د ژوند په ډول] او یو ځای د امانت [د مور په ګیډه او قبر کې درکړ]، موږ خپل ایتونه د هغه قوم لپاره په ښکاره ډول بیان کړي دي چې ښه پرې پوهیږي.
99.     او هغه، هغه ‌ذات دی چې له اسمان څخه يې اوبه نازل کړې، نو د هغو له لارې موږ [له ځمکې] څخه زرغون شیان راباسلي دي، نو له هغه څخه موږ شین کښت راباسلی دی چې بیا له دې شنه بوټي څخه موږ دانې راباسو چې یو په بل سپرې دي [لکه د غنم وږی، د انګوروښکی]، او موږ د کجورو له څانګو څخه داسې وږي هست کړل چې د ډیر بار له کبله ښکته زانګي، او موږ د انګورو، او زیتونو،  او انارو باغونه په داسې ډول هست کړل چې [د هغو پاڼې ونې او میوې په خوند او رنګ کې] یو بل ته ورته دي او ځینې يې یو بل ته ورته نه دي [د ځینې نورو پاڼې، ونې، او میوې په رنګ او خوند کې یو بل ته ورته نه دي]، تاسې وګورئ د میوې هرې ونې ته کله چې میوه ونیسي، او د هغوی پوخوالي ته [ځير شئ] بیشکه په دې کې د هغه قوم لپاره [د قدرت] دلایل دي چې ایمان لري.
100.    او [مشرکانو] له الله سره پیریان [جن او شیاطین] شریکان نیولي دي په داسې حال کې چې الله هغوی هست کړي دي، او په ناپوهۍ کې د الله لپاره لوڼې او زامن تړي، پاکي ده د الله لپاره او دده شان ډیر وچت دی له هغو بدو خبرو چې دوی [کفار] يې بیانوي.
101.     هغه [الله] له نمونې [نقشې] پرته د اسمانونو او ځمکې هستوونکی دی، څرنګه به دده زوی وي حال داچې نشته ده ته هیڅ ښځه، او ټول شیان الله هست کړي دي او همدی په ټولو شیانو پوه دی.
102. ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ فَاعْبُدُوهُ ۚ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ وَكِيل
103. لَّا تُدْرِكُهُ الْأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الْأَبْصَارَ ۖ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِير
104. قَدْ جَاءَكُم بَصَائِرُ مِن رَّبِّكُمْ ۖ فَمَنْ أَبْصَرَ فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ عَمِيَ فَعَلَيْهَا ۚ وَمَا أَنَا عَلَيْكُم بِحَفِيظٍ
105. وَكَذَٰلِكَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ وَلِيَقُولُوا دَرَسْتَ وَلِنُبَيِّنَهُ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ
106. اتَّبِعْ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ
107. وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا أَشْرَكُوا ۗ وَمَا جَعَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا ۖ وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ
108. وَلَا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ فَيَسُبُّوا اللَّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ كَذَٰلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّهِم مَّرْجِعُهُمْ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
109. وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِن جَاءَتْهُمْ آيَةٌ لَّيُؤْمِنُنَّ بِهَا ۚ قُلْ إِنَّمَا الْآيَاتُ عِندَ اللَّهِ ۖ وَمَا يُشْعِرُكُمْ أَنَّهَا إِذَا جَاءَتْ لَا يُؤْمِنُونَ
110. وَنُقَلِّبُ أَفْئِدَتَهُمْ وَأَبْصَارَهُمْ كَمَا لَمْ يُؤْمِنُوا بِهِ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَنَذَرُهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ 
102.     هغه الله دی، ستاسې رب، بل معبود نشته مګر هغه دی، د ټولو شیانو هستوونکی [خالق] دی، نو د هغه عبادت وکړئ، او هغه د هرشي کارساز دی.
103.    [د مخلوق] سترګې هغه نه شي موندلی [لیدلی]  او هغه [د مخلوقاتو] سترګې ګوري، او هغه لطیف [باریک بین] دی له هرشي خبر دی.
104.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم] دوی ته ووایه، بیشکه د ستاسې د رب له طرفه تاسې ته ښکاره دلایل راغلي دي، نو هرڅوک چې يې وګوري د خپل ځان په ګټه يې ده، او هرڅوک چې ړوند شي نو زیان يې په ده [ړانده] دی، او زه په تاسې ساتوونکی نه یم.
105.     او په دې توګه، موږ ایتونه په بیلابیل ډول بیانوو، نو کفار به ووايي تا درس ویلی دی، او موږ دا ایتونه هغو خلکو ته بیانوو چې پوهیږي.
106.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم] د هغه څه پيروي کوه چې ستا د رب له خوا تاته وحی کېږي، بل معبود نشته مګر هغه دی، او له مشرکانو څخه مخ واړوه.
107.    که الله غوښتلی دوی به شرک نه وای کړی، او موږ په هغوی باندې ته ساتوونکی نه يې ټاکلی، او ته د هغوی کارساز نه يې.
108.     او [ای مومنانو] هغو  شیانو ته کنځل مه کوئ چې دوی [مشرکان] يې د الله په ځاي  عبادت کوي بیابه دوی [هم] په دښمنۍ کې په بې علمۍ سره الله ته کنځل وکړي، په دې توګه، موږ هرې ډلې ته ددوی اعمال ښایسته کړي دي، بیا د دوی رب ته د هغوی راتګ دی، او هغه به يې بیا له هر هغه څه خبر کړي چې دوی به ترسره کول.
109.    او دوی پخپلو کلکو قسمونو په الله قسم وکړ، که دوی ته معجزه راشي نو ارومرو به پرې ایمان راوړي، ووایه معجزې یوازې له الله سره دي، او تاسې [ای مومنانو] څه پوهیږئ [بلکې نه پوهیږئ] کله چې دا معجزې راشي [بیاهم] دوی ایمان نه راوړي.
110.     او ددوی زړونه او سترګې اړوو [د حق له منلو او لیدلو څخه] لکه څنګه چې لومړی ځل دوی ایمان نه دی راوړی، او موږ دوی په ګمراهۍ کې پریږدو په داسې حال کې چې لالهانده [متردد] دي.
-------------------
1. د 14 ایت په اړه یادونه: الله رب العالمین روزي ته اړتیا نه لري ځکه چې الله سبحانه تعالی اړمن نه دی بلکې الغني دی او الصمد دی. او روزي یوه اړتیا ده چې هغه پدیدې ورته اړتیا لري چې محتاج وي او الله سبحانه تعالی محتاج نه دی بلکې نور ټول شیان الله سبحانه تعالی ته محتاج دي، او ټولې خزانې له الله سبحانه تعالی سره دي او په دې خزانو کې یوه د روزي خزانه ده او الله سبحانه تعالی د روزي له دې خزانې څخه ټولومخلوقاتو ته يې روزي ‏ورکوي او هرچاته هغه څه رسیږي چې الله رب العالمین ورته لیکلي دي. الله سبحانه تعالی فرمايي: وَكُلَّ شَيْءٍ أَحْصَيْنَاهُ كِتَابًا، [النباء، 29 ایت]، ژباړه: ''او موږ هرشی په حساب سره لیکلي دي''.  ابن کثیر رحمه الله ددې ایت په تفسیر کې لیکي چې یقینا الله سبحانه تعالی ته د بندګانو اعمال او کړه وړه مالوم دي او بندګان په عمل کې یوازې هغه څه ښکاره کوي چې الله سبحانه تعالی ورته لیکلي دي او خلکو ته هغه څه رسیږي چې الله رب العالمین ورته لیکلي دي. او الله سبحانه تعالی په ټولو شیانو پوهیږي او ټوله پوهه له الله مالک الملک سره ده. 
2. د 18 ایت په اړه یادونه: ابن کثیر رحمه الله ددې ایت په تفسیر کې لیکلي دي چې الله سبحانه تعالی داسې زورور او قوي ذات دی چې ټولې غاړې ورته کږې دي، ظالمان د هغه په وړاندې عاجزه دي او عاجزي کوي، او الله سبحانه تعالی په ټولو شیانو باندې بشپړ کنټرول لري، الله رب العالمین ته ټول مخلوقات ‏سرټیټوي [رکوع او عاجزي کوي] او د الله سبحانه تعالی عظمت، برم، جلال، لویوالي، لوړوالي او په ټولو شیانو باندې د هغه سبحانه تعالی قدرت ته تسلیم دي، الله رب العالمین له ټولو مخلوقاتو څخه غني دی، ټول مخلوقات د الله رب العالمین د نه بدلیدونکې او  غالب حکم، قضا او قدرت لاندې دي [د الله سبحانه تعالی حکمونه، ژمنې او قضا نه بدلیدونکي دي او هیڅوک يې په وړاندې د مقاومت وړتیا نه لري].
3. د 26 په اړه یادونه: هغه څوک چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تابعدارۍ او اتباع څخه خلک ګرځوي، او یا د قران کریم د ایتونو د فسخه کولو او تاویل سپارښتنې کوي، معاذ الله، او د هغه صحیح احادیث ضعیف بولي او د ردولو لپاره يې له حق پرستو علماوو سره مناظرې کوي او حق ته غاړه نه ږدي، او د قران او سنتو په پیروانو پسې بدې خبرې کوي، له دې ایت دې وویریږي.
4. د 35 ایت په اړه یادونه: یانې رسول الله صلی الله علیه وسلم بشر دی او ددې طاقت نه لري ځمکې ته ننوزي یا اسمان ته پورته شي او کفارو ته د الله سبحانه تعالی ایتونه او معجزې راوړي بلکې دا کتاب د الله سبحانه تعالی له خوا د جبریل علیه السلام په لاس ورته نازل شوی دی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم هيڅ څه نه ویل مګر داچې د الله سبحانه تعالی له طرفه ورته وحی کیده او هغه يې خلکو ته بیانوله. 
5. د 42 ایت په اړه یادونه: د پیغمبر له اتباع څخه چې کوم قوم سرغړونه وکړه په هغه قوم باندې بیوزلي او سختي راځي تردې چې دوی الله سبحانه تعالی  ته تسلیم شي او د الله سبحانه تعالی په کتاب باندې  عمل کوونکي شي او د الله رب العالمین عبادت د پیغمبر په طریقه وکړي او خپل ژوند د قران او سنتو له مخې برابر کړي. هر څوک که غواړي چې د الله سبحانه تعالی رضا ترلاسه کړي د الله سبحانه تعالی کتاب دې ووايي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دې ووايي، تر هغې چې انسان په دې دوه سرچینو عمل ونه کړي بری نشته دی، او قران د الله سبحانه تعالی کلام دی  چې د جبریل علیه السلام په لاس په نبي صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی، او د نبي صلی الله علیه وسلم صحیح حدیث هم د الله رب العالمین له خوا نازل شوي دي، او نبي صلی الله علیه وسلم هیڅ خبره نه کوله مګر د الله سبحانه تعالی له خوا وحی ‏وه، ددې دلیل دادی، الله سبحانه تعالی فرمايي: وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى، إِنْ هُوَ إِلاَّ وَحْيٌ ‏يُوحَى، (النجم، 2، 3، 4 ایتونه). ژباړه: ''‏‏[رسول الله صلی الله علیه وسلم] له خپل خواهش [له خپله ځانه] خبرې نه کوي، نه ‏دي دده خبرې خو وحی ده چې ده ته کېږي''. همداراز،  الله رب العالمین له طرفه په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې امر شوی دی چې د وحی پیروي وکړي، الله سبحانه تعالی فرمايي: قُل لَّا أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَائِنُ اللَّهِ وَلَا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلَا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ ۖ إِنْ أَتَّبِعُ ‏إِلَّا مَا يُوحَىٰ إِلَيَّ ۚ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَىٰ وَالْبَصِيرُ ۚ أَفَلَا تَتَفَكَّرُونَ، (الانعام، 50 ایت). ‏ژباړه: ''[ای محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته] ووایه، زه نه وایم چې د ‏الله خزانې له ما سره دي، او زه په غیب نه پوهیږم، او زه تاسې ته نه وایم ‏چې زه ملایک یم، زه یوازې د ‏هغه څه پیروي کوم چې په ما نازل شوي ‏دي، ووایه، ایا ړوند له کتوونکي سره یوشان دی؟ نو ایا تاسې فکر پکار ‏اچوی''. ‏په دې پورتني ایت کې دا الله سبحانه تعالی د فرمان دې برخې ته پام وکړئ:  ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰ إِلَيَّ، (الانعام، 50 ایت)، ''یقینا زه [محمد صلی الله علیه وسلم] د هغه څه پیروي کوم چې په ما نازل شوي دي''
6. د 44 ایت په اړه یادونه: غفلت بد شی دی او له غفلت ځان وساتی، الله سبحانه تعالی فرمايي: اقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ مُّعْرِضُونَ، (انبيا، 1 ايت). ژباړه: ''خلكو ته يې حساب نژدې کیږي او دوی په غفلت کې [له حق څخه] مخ اړونکي دي''. او ددنیا په لنډ مهالي ژوند باندې مه خوشاله کېږئ، بلکې ددنیا په ژوند کې د الله رب العالمین تابعداري وکړئ د اخرت [نیک] اعمال ترسره کړئ چې الله سبحانه تعالی يې امر کړی دی په دې توګه ځانونه له اور څخه وژغورئ، رب العالمین فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ ‏اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ، (تحریم، 6 ایت). ‏ژباړه: ''اى هغوكسانوچې ايمان مو راوړى دى، تاسې خپل ځانونه او خپله کورنۍ [ دالله د تابعدارۍ له ‏لارې ]  له اورڅخه وساتی چې د سوند توکي يې انسانان او تیږې دي،  په دې اورباندې غوسناکې، قوت والا ‏‏[سخت زړې] ملایک مقرر دي، دوی د الله نافرماني نه کوي په هغه څه چې يې دوی ته امر كړى دى او ‏دوى هغه كار کوي چې [د الله له طرفه] ورته امر کېږي''. ‏ دنیا هیڅ شی نه ده، د سیدنا ابوهریرة رضی الله عنه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: أَلاَ إِنَّ الدُّنْيَا مَلْعُونَةٌ مَلْعُونٌ مَا فِيهَا إِلاَّ ذِكْرَ اللَّهِ وَمَا وَالاَهُ وَعَالِمًا أَوْ مُتَعَلِّمًا، (جامع الترمذي، 2322 ‏;  سنن ‏‏ابن ماجة، 4112). ژباړه: ''خبر دار اوسی چې بیشکه دنیا لعنت کړی شوې ده او هغه څه چې په کې دي په هغو هم لعنت ویل ‏‏شوی دی مګر د الله  یادول او هغه څه چې [د اخرت لپاره] ګټور دی او ددین عالم یا ددین زده کوونکی''. ‏
7. د 65 ایت په اړه یادونه: الله سبحانه تعالی فرمايي :وَمَا أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ إِلَّا لَهَا مُنذِرُونَ، (شعراء، 208 ایت)، ژباړه: ''او موږ هیڅ یو ښار نه دی هلاک کړی مګر موږ هلته یو خبرداری ورکوونکی [پیغمبر] لیږلی دی'' .کله چې د پیغمبر له پیروۍ څخه هر قوم سرغړونه کړې ده، بیا الله سبحانه تعالی هلاک کړي دي. د افغانستان خلک دې پام وکړي چې دا څلویښت کاله د پاسه الوتکې او توغندي او له لاندې ماینونه او چاودنې او طبیعي پیښې زیانونه ور اړوي، او دادې وګوري چې په دوی کې څو ډلې او ټپلي دي پخپلو منځونو کې يې د خپلو ادعاوو د ترلاسه کولو لپاره څومره خلک د یو بل د ملاتړ په تور ووژل. د الله رب العالمین دا پورتنی فرمان د افغانانو په اوسنیو حالاتو صدق کوي او داد هغو خلکو لپاره د الله سبحانه تعالی لویه نښه ده چې پوهیږي او فکر لري. د افغانستان د خلکو لپاره له دې ناورین څخه د وتلو یوازینۍ لار داده چې دوی د الله رب العالمین طرفته تیښته وکړي. الله سبحانه تعالی فرمايي: فَفِرُّوا إِلَى اللَّهِ ۖ إِنِّي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌ، (الذاریات، 50 ایت)، ژباړه: ''[محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل] نو د الله طرفته وتښتی، یقینا زه د هغه له خوا ښکاره ګواښ ورکوونکی یم.''  د الله رب العالمین طرفته تیښته په څه شي کېږي؟ الله سبحانه تعالی ته په ورګرځیدو [توبه] باندې کېږي او دا چې الله سبحانه تعالی ته زاري وکړي او د خپلو ګناهونو یادونه وکړي او بښنه وغواړي او د الله سبحانه تعالی د اسماء الحسنی په یادولو سره د هغه جل جلاله مرسته وغواړي اود الله سبحانه تعالی په تابعدارۍ او په استغفار خپل وخت تیر کړي، ددې دلیل دادی  :فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا، يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا، وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَارًا، (نوح، 10-12 ایت).  ژباړه: ''[نوح علیه السلام وویل] نو ما دوی ته وويل چې له خپل رب څخه بښنه وغواړی بيشكه الله ډيربښوونكى دی، په تاسې به باران راوليږي ډيراوريدونكى، اوله تاسې سره به د مالونو او زامنو مرسته وکړي [در ډیر به يې کړي]، او وبه ګرځوي تاسې ته باغونه او وبه ګرځوي تاسې ته ويالې.'' هر څوک چې توبه وباسي او استغفار وکړي نو الله سبحانه تعالی دومره نعمتونه ورکوي چې د نوح د سورة په پورتنیو ایتونو کې يې الله سبحانه تعالی ژمنه وکړه. او کله چې الله مالک ملک په یو قوم عذاب لیږي، دغلته چې څه مومنان دي هغه ژغوري، الله سبحانه تعالی فرمايي: ثُمَّ نُنَجِّي رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا ۚ كَذَٰلِكَ حَقًّا عَلَيْنَا نُنجِ الْمُؤْمِنِينَ، (یونس، 103 ایت). ‏‏‏ژباړه: ''بیا زموږ ‏پیغمبران او هغه کسان چې ایمان يې راوړی دی ژغورو ځکه دا په ‏موږ ‏حق دی چې مومنان وژغورو''. ‏ د الله سبحانه تعالی وعده حق ده او دا پورتنی ایت دلیل دی چې لکه څرنګه چې الله رب العالمین پیغمبران او پخواني مومنان ژغورلي دي همداسې اوسني مومنان هم ژغوري. د افغانستان خلک دې د خپل ایمان په اړه فکر وکړي چې ترکومه پورې اخلاص او رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع په کې ده،  دا څلویښت کاله کېږي چې له جګړو، لوږې او ناروغیو سره مخامخ دي او په کې وژل کېږي دوی دې خپل ایمان او نیکو اعمالو ته وګوري چې ایا اعمال يې د نبي صلی الله علیه وسلم له سنتو سره برابردی کنه؟ دوی ته پکار ده چې د الله سبحانه تعالی تابعداري د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو له مخې وکړي نو امید دی چې رب العالمین ترې دا عذاب لرې کړي.
-------------------
اتم جز[سپاره]
د سورة الانعام له 111 ایت څخه د سورة الاعراف تر87 ایت پورې
111. وَلَوْ أَنَّنَا نَزَّلْنَا إِلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةَ وَكَلَّمَهُمُ الْمَوْتَىٰ وَحَشَرْنَا عَلَيْهِمْ كُلَّ شَيْءٍ قُبُلًا مَّا كَانُوا لِيُؤْمِنُوا إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ يَجْهَلُونَ
112. وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الْإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا ۚ وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ ۖ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ
113. وَلِتَصْغَىٰ إِلَيْهِ أَفْئِدَةُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ وَلِيَرْضَوْهُ وَلِيَقْتَرِفُوا مَا هُم مُّقْتَرِفُونَ
114. أَفَغَيْرَ اللَّهِ أَبْتَغِي حَكَمًا وَهُوَ الَّذِي أَنزَلَ إِلَيْكُمُ الْكِتَابَ مُفَصَّلًا ۚ وَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْلَمُونَ أَنَّهُ مُنَزَّلٌ مِّن رَّبِّكَ بِالْحَقِّ ۖ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ
115. وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلًا ۚ لَّا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
116. وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ
117. إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ مَن يَضِلُّ عَن سَبِيلِهِ ۖ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ
118. فَكُلُوا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ إِن كُنتُم بِآيَاتِهِ مُؤْمِنِينَ
111.     او که موږ ملایک نازل کړي وای، او مړي له دوی سره خبرې کړې وای، او موږ ددوی د سترګو په وړاندې هرشی راغونډ کړي وای، دوی به ایمان نه وو راوړی مګر هغه چې الله وغواړي، خو ډیری يې نه پوهیږي.
112.    او په دې توګه موږ هر نبي ته له انساني او پيري [جن] شیطانانو څخه دښمنان ګرځولي دي چې یوبل ته دروغجنې، غولوونکې خبرې [وسوسې] اچوې، که ستا رب غوښتلی داسې يې نه کول، نو دوی له هغه څه سره پریږده چې دوی په کې له ځانه دروغ جوړي.
113.     او د هغو کسانو زړونه چې په اخرت ایمان نه لري، دې [دروغو] ته میل وکړي او په دې خوشاله شي، او هرګناه چې وغواړي هغه ترسره کړي.
114.     نو ایا زه له الله پرته بل حکم کوونکی وغواړم په داسې حال کې چې الله هغه دی چې تاسې ته يې له جزیاتو ډک ښکاره کتاب [قران] نازل کړی دی، او هغه کسان چې دوی ته موږ کتاب ورکړی دی پوهیږي چې دا [قران] ستا د رب له طرفه په حقه سره نازل شوی دی، نو له شک کوونکو څخه مه کېږه.
115.     او ستا د رب خبره  په رښتینولۍ او عدل بشپړه ده، هیڅوک نه شي کولای چې د هغه خبرې بدلې کړي، او هغه ښه اوریدونکی دی، ډير پوه دی.
116.    او که ته دډیری هغو کسانو اطاعت وکړې چې په ځمکه کې دي، تاد الله له لارې څخه ګمراه کوي، ځکه هغوی پیروي نه کوي مګر د ګومان، او دوی نه دي مګر دروغ جوړوي.
117.     بیشکه، ستا رب په هغه چا ښه پوه دی چې دده له لارې څخه اوښتی دی، او هغه د سمې نیغې لارې په موندونکو ښه پوه دی.
118.    نو که د الله په ایتونو ایمان لری د هغه څه له غوښې يې وخورئ چې [د ذبحې پرمهال] د الله نوم پرې اخیستل شوی دي.
119. وَمَا لَكُمْ أَلَّا تَأْكُلُوا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَقَدْ فَصَّلَ لَكُم مَّا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ إِلَّا مَا ‏اضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ ۗ وَإِنَّ كَثِيرًا لَّيُضِلُّونَ بِأَهْوَائِهِم بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِالْمُعْتَدِين
120. وَذَرُوا ظَاهِرَ الْإِثْمِ وَبَاطِنَهُ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَكْسِبُونَ الْإِثْمَ سَيُجْزَوْنَ بِمَا كَانُوا يَقْتَرِفُون
121. وَلَا تَأْكُلُوا مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَإِنَّهُ لَفِسْقٌ ۗ وَإِنَّ الشَّيَاطِينَ لَيُوحُونَ إِلَىٰ أَوْلِيَائِهِمْ لِيُجَادِلُوكُمْ ۖ وَإِنْ أَطَعْتُمُوهُمْ إِنَّكُمْ لَمُشْرِكُونَ
122. أَوَمَن كَانَ مَيْتًا فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَن مَّثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِّنْهَا ۚ كَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِلْكَافِرِينَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
123. وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ أَكَابِرَ مُجْرِمِيهَا لِيَمْكُرُوا فِيهَا ۖ وَمَا يَمْكُرُونَ إِلَّا بِأَنفُسِهِمْ وَمَا يَشْعُرُونَ
124. وَإِذَا جَاءَتْهُمْ آيَةٌ قَالُوا لَن نُّؤْمِنَ حَتَّىٰ نُؤْتَىٰ مِثْلَ مَا أُوتِيَ رُسُلُ اللَّهِ ۘ اللَّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ ۗ سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِندَ اللَّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ
119.     او ولې يې له هغه څه نه خوری چې د الله نوم پرې اخیستل شوی دی؟ په داسې حال کې چې هغه په تفصیل سره هغه څه بیان کړي دي چې په تاسې يې حرام کړي دي مګر داچې تاسې مجبوره اوسئ، او بیشکه ډیر کسان پخپلو هوسونو د خپلې ناپوهۍ له کبله  [نور خلک] ګمراه کوي، بیشکه ستا رب په تیري کوونکو باندې پوه دی.
120.    او ښکاره ګناه او پټه يې پریږدئ، بیشکه هغه کسان چې ګناه کوي، د هغه څه لپاره به ژر سزا ورکړی شي چې دوی کول.
121.     او له هغه څه څخه يې مه خورئ چې [د ذبحې پرمهال] د الله نوم پرې نه دی اخیستل شوی، او بیشکه دا [د مردارې غوښې خوړل] نافرماني ده، او یقینا شیاطین خپلو متحدینو ته وسوسې وراچوي چې له تاسې سره شخړه وکړي، او که د هغوی پیروي وکړئ یقینا چې تاسې مشرکان یاست.
122.     او هغه څوک چې مړ [کافر] شوی وو او موږ هغه ژوندی[مسلمان]کړ، او موږ هغه ته رڼا ورکړه چې په هغې سره د خلکو ترمنځ ګرځي، ایا داد هغه چا په څير دی چې په تیارو کې وي او له هغه ځایه هیڅ نه وځي؟ په دې توګه کافرانو ته هغه څه ښایسته کړی شول چې دوی کول.
123.     او په دې توګه موږ په هرښار کې دهغه لویترینه جنایتکاران [مجرمان] ځای په ځای کړل چې په دې [ښارونو] کې دسیسې جوړې کړي، خو دوی دسیسې نه جوړوي مګر د خپل ځان پخلاف، خو دوی نه پوهیږي.
124.    او کله چې دوی ته یوه نښه راشي، دوی وايي موږ ایمان نه راوړو ترهغې چې موږ ته هغه څه رانه کړل شي چې د الله رسولانو ته ورکړل شوي دي. الله په هغه ځای ډیر ښه پوه دی چې خپل رسالت هلته ږدي، د الله په نزد به ژر هغو کسانو ته چې مجرمان دي د هغو دسیسو له کبله سخت عذاب ورسیږي چې دوی جوړولې.
125.فَمَن يُرِدِ اللَّهُ أَن يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ ۖ وَمَن يُرِدْ أَن يُضِلَّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي السَّمَاءِ ۚ كَذَٰلِكَ يَجْعَلُ اللَّهُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ
126. وَهَٰذَا صِرَاطُ رَبِّكَ مُسْتَقِيمًا ۗ قَدْ فَصَّلْنَا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ
127. لَهُمْ دَارُ السَّلَامِ عِندَ رَبِّهِمْ ۖ وَهُوَ وَلِيُّهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
128. وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ قَدِ اسْتَكْثَرْتُم مِّنَ الْإِنسِ ۖ وَقَالَ أَوْلِيَاؤُهُم مِّنَ الْإِنسِ رَبَّنَا اسْتَمْتَعَ بَعْضُنَا بِبَعْضٍ وَبَلَغْنَا أَجَلَنَا الَّذِي أَجَّلْتَ لَنَا ۚ قَالَ النَّارُ مَثْوَاكُمْ خَالِدِينَ فِيهَا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ ۗ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٌ
129. وَكَذَٰلِكَ نُوَلِّي بَعْضَ الظَّالِمِينَ بَعْضًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ
130. يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي وَيُنذِرُونَكُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَٰذَا ۚ قَالُوا شَهِدْنَا عَلَىٰ أَنفُسِنَا ۖ وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَشَهِدُوا عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا كَافِرِينَ
131. ذَٰلِكَ أَن لَّمْ يَكُن رَّبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَىٰ بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا غَافِلُونَ
125.     نو هرچاته چې الله غواړي چې هدایت وکړي د هغه سینه اسلام ته پرانیزي، او چاته چې غواړي چې ګمراه يې کړي د هغه سینه داسې تنګوي لکه هغه چې اسمان ته پورته کېږي، په دې ډول الله په هغو کسانو پلیتي [ناولتیا] ږدي چې ایمان نه راوړي.
126.    او دا ستا د رب سمه نیغه لاره ده، یقینا موږ خپل ایتونه هغو خلکو ته په تفصیل سره بیان کړي دي چې پند اخلي.
127.     دهغوی لپاره به ددوی د رب په نزد د سولې [سلامتیا] کور وي، او هغه به ددوی ژغورونکی دوست وي، د هغه څه له کبله چې دوی به کول.
128.     او هغه ورځ چې الله ټول راغونډ کړي، [او وايي] ای د پيریانو ډلې، تاسې ډیری انسانان ګمراه کړل. او د انسانانو له منځه ددوی دوستان وايي، ای زموږ ربه، موږ دوه ډلو یو له بل څخه ګټه واخیستله او هغې نیټې ته ورسیدو چې تا راته ټاکلې وه. الله به وفرمايي، اور ستاسې هستوګنځی دی، هلته به تاسې د تل لپاره اوسیږئ مګر هغه چې الله وغواړي، بیشکه ستا رب ښه حکمت والا دی ښه پوه دی.
129.     او په دې توګه به موږ ځینې ظالمان د نورو متحدین وګرځوو د هغه څه له کبله چې دوی کول.
130.    ای د پيریانو او انسانانو ډلې، ایا له تاسې څخه پیغمبران تاسې ته نه وو راغلي چې زما ایتونه تاسې ته ولولي او ستاسې ددغې ورځې له ملاقات څخه تاسې ته خبرداری درکړي؟ دوی وايي: ''موږ د خپلو ځانونو پخلاف شاهدي ورکوو''. او ددنیا ژوند هغوی تیرویستل، او د خپلو ځانونو پخلاف به شاهدي ورکړي چې دوی کافران وو.
131.     او دا [د پیغمبرانو لیږل] ددې لپاره دي چې ستا رب ښارونه چې خلک يې غافل وي په ظلم سره نه تباه کوي.
132. وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِّمَّا عَمِلُوا ۚ وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ
133. وَرَبُّكَ الْغَنِيُّ ذُو الرَّحْمَةِ ۚ إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَسْتَخْلِفْ مِن بَعْدِكُم مَّا يَشَاءُ كَمَا أَنشَأَكُم مِّن ذُرِّيَّةِ قَوْمٍ آخَرِينَ 
134. إِنَّ مَا تُوعَدُونَ لَآتٍ ۖ وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ
135. قُلْ يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ مَن تَكُونُ لَهُ عَاقِبَةُ الدَّارِ ۗ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ
136. وَجَعَلُوا لِلَّهِ مِمَّا ذَرَأَ مِنَ الْحَرْثِ وَالْأَنْعَامِ نَصِيبًا فَقَالُوا هَٰذَا لِلَّهِ بِزَعْمِهِمْ وَهَٰذَا لِشُرَكَائِنَا ۖ فَمَا كَانَ لِشُرَكَائِهِمْ فَلَا يَصِلُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَمَا كَانَ لِلَّهِ فَهُوَ يَصِلُ إِلَىٰ شُرَكَائِهِمْ ۗ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ
137. وَكَذَٰلِكَ زَيَّنَ لِكَثِيرٍ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ قَتْلَ أَوْلَادِهِمْ شُرَكَاؤُهُمْ لِيُرْدُوهُمْ وَلِيَلْبِسُوا عَلَيْهِمْ دِينَهُمْ ۖ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا فَعَلُوهُ ۖ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ
132.     او د ټولو لپاره درجې دي له هغه څه څخه چې دوی کړي دي، او ستا رب له هغه څه بې خبره نه دی چې دوی يې کوي.
133.    او ستا رب غني [بې نیازه] دی د رحمت خاوند دی، که هغه وغواړي تاسې بیايي او له تاسې روسته چې هرچاته وغواړي ستاسې ځای ناستي يې ګرځوي، لکه څنګه چې يې تاسې د بل قوم له نسل څخه رامنځته کړی.
134.     یقینا هغه څه چې تاسې ته يې ژمنه درکول شوې ده راځي، او تاسې به [الله] عاجزه نه شی کړی.
135.     ووایه، ای زما قومه، پخپله بڼه عمل وکړی، بیشکه زه [پخپله بڼه] عمل کوم، ژر به پوه شئ چې څوک به ښه برخلیک ولري، بیشکه هغه نه ورکوي ظالمان ته بری.
136.     او دوی [مشرکانو] ‏ له هغه کښت او څارویو چې الله هست کړي دي الله ته برخه مقرر کړ‌‌ې ده، نو دوی پخپل ګومان وايي داد الله لپاره ده، او دا زموږ د شریکانو لپاره ده. نو هغه څه چې ددوی د شریکانو لپاره دي هغه الله ته نه رسیږي، او هغه څه چې د الله لپاره دي ددوی شریکانو ته رسیږي، څه بد حکم دی چې دوی يې کوي.
137.    او په دې ډول يې شریکانو [شیاطینو] ډیری مشرکانو ته د اولادونو وژل ښایسته کړي دي چې دوی تباه کړي، او دوی د خپل دین په اړه ګنګس کړي. که الله غوښتي وای نو داسې به يې نه وو کړي نو له هغه څه سره دوی پریږده چې دروغ په کې جوړوي.
138. وَقَالُوا هَٰذِهِ أَنْعَامٌ وَحَرْثٌ حِجْرٌ لَّا يَطْعَمُهَا إِلَّا مَن نَّشَاءُ بِزَعْمِهِمْ وَأَنْعَامٌ حُرِّمَتْ ظُهُورُهَا وَأَنْعَامٌ لَّا يَذْكُرُونَ اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا افْتِرَاءً عَلَيْهِ ۚ سَيَجْزِيهِم بِمَا كَانُوا يَفْتَرُون
139. وَقَالُوا مَا فِي بُطُونِ هَٰذِهِ الْأَنْعَامِ خَالِصَةٌ لِّذُكُورِنَا وَمُحَرَّمٌ عَلَىٰ أَزْوَاجِنَا ۖ وَإِن يَكُن مَّيْتَةً فَهُمْ فِيهِ شُرَكَاءُ ۚ سَيَجْزِيهِمْ وَصْفَهُمْ ۚ إِنَّهُ حَكِيمٌ عَلِيمٌ
140. قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ قَتَلُوا أَوْلَادَهُمْ سَفَهًا بِغَيْرِ عِلْمٍ وَحَرَّمُوا مَا رَزَقَهُمُ اللَّهُ افْتِرَاءً عَلَى اللَّهِ ۚ قَدْ ضَلُّوا وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ
141. وَهُوَ الَّذِي أَنشَأَ جَنَّاتٍ مَّعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ ۚ كُلُوا مِن ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَآتُوا حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ ۖ وَلَا تُسْرِفُوا ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ
142. وَمِنَ الْأَنْعَامِ حَمُولَةً وَفَرْشًا ۚ كُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ۚ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ
138.     او دوی وايي، دا څاروي او کښتونه منع دي هیڅوک يې ترې نه شي خوړلی مګرهغه کسان چې موږ وغواړو، ددوی په ګومان. او هلته نور څاروي دي چې ددوی له خوا په هغو سپرلي منع ده او هغه چې د الله نوم ورباندې نه دی اخیستل شوی، او د الله په اړه دروغ وايي، الله به دوی ته د هغه څه له کبله جزا ورکړي چې دوی کول.
139.    او دوی وايي، هغه څه چې د څارویو په خیټو کې دي د نارینه وو لپاره ځانګړي دي او زموږ په ښځو حرام دي او که مړه وي نو ټول په کې شریک دي. الله به دوی ته د دوی د توصیفونو له کبله سزا ورکړي، بیشکه هغه ډیر حکمت والا دی ډیر پوه دی.
140.     هغو کسانو زیان وکړ چې د بې عقلۍ له کبله يې په ناپوهۍ سره خپل اولاد وژلی دی، او د الله په اړه يې د دروغو د جوړولو له کبله په دوی هغه شیان حرام کړي دي چې دوی ته الله  رزق ورکړی دی، یقینا دوی ګمراهان شوي دي او دوی د سمې نیغې لارې موندونکي نه دي.
141.     او الله هغه ذات دی چې د انګورو باغونه يې هسک تاک لرونکي [په څپره پورته شوي] او هغه چې تاکونه يې په ځمکه ټیټ دي هست کړي دي، او د خرما ونه او کښت چې میوې يې مختلفې دي، او د خوړو او  زیتونو او انارو بیلا بیلې بڼې چې سره ورته دي او هغه چې سره ورته نه دي، نو کله چې میوې ونیسي تاسې يې دهر یوه میوې وخورئ او د حاصل د ټولولو په ورځ د هغو زکات ورکړی او تاسې بېځایه لګښت مه کوئ، بیشکه الله  له حده تیریدونکي [مسرفان] نه خوښوي.
142.     او له بار وړونکو څارویو څخه او هغه څاروي چې ډیر واړه دي، له هغه څه چې الله تاسې ته روزي درکړې ده وخورئ، او د شیطان د ګامونو پيروي مه کوئ، بیشکه هغه د ستاسې ښکاره دښمن.
143. ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ ۖ مِّنَ الضَّأْنِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْمَعْزِ اثْنَيْنِ ۗ قُلْ آلذَّكَرَيْنِ حَرَّمَ أَمِ الْأُنثَيَيْنِ أَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ أَرْحَامُ الْأُنثَيَيْنِ ۖ نَبِّئُونِي بِعِلْمٍ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
144. وَمِنَ الْإِبِلِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْبَقَرِ اثْنَيْنِ ۗ قُلْ آلذَّكَرَيْنِ حَرَّمَ أَمِ الْأُنثَيَيْنِ أَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ أَرْحَامُ الْأُنثَيَيْنِ ۖ أَمْ كُنتُمْ شُهَدَاءَ إِذْ وَصَّاكُمُ اللَّهُ بِهَٰذَا ۚ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا لِّيُضِلَّ النَّاسَ بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
145. قُل لَّا أَجِدُ فِي مَا أُوحِيَ إِلَيَّ مُحَرَّمًا عَلَىٰ طَاعِمٍ يَطْعَمُهُ إِلَّا أَن يَكُونَ مَيْتَةً أَوْ دَمًا مَّسْفُوحًا أَوْ لَحْمَ خِنزِيرٍ فَإِنَّهُ رِجْسٌ أَوْ فِسْقًا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ ۚ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَإِنَّ رَبَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
146. وَعَلَى الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا كُلَّ ذِي ظُفُرٍ ۖ وَمِنَ الْبَقَرِ وَالْغَنَمِ حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ شُحُومَهُمَا إِلَّا مَا حَمَلَتْ ظُهُورُهُمَا أَوِ الْحَوَايَا أَوْ مَا اخْتَلَطَ بِعَظْمٍ ۚ ذَٰلِكَ جَزَيْنَاهُم بِبَغْيِهِمْ ۖ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ
143.     [دوی] اته جوړې [نر او ښځه] دي. دوه د میږو له ډوله، او دوه د وزو له ډوله دي. [ای محمد صلی الله علیه وسلم، دوی ته] ووایه ایا الله دواړه نارینه حرام کړي دي که دواړه ښځینه؟ یا هغه بچي چې د میږو او د وزو په ګیډو کې دي؟ د پوهې پربنسټ خبر راکړی که تاسې رښتیني یاست؟
144.    او دوه د اوښ له ډوله، او دوه د غوا له ډوله دي. ووایه، ایا دا دوه نارینه دي چې الله حرام کړي دي که دوه ښځینه، یا هغه څه چې دواړو ښځینه وو په ګیډو کې پورته کړي دي؟ یا ایا کله چې الله تاسې منع کولی تاسې شاهد وی؟ نو له هغه چا بل څوک ډیر ظالم دی چې دالله په اړه دروغ ووايي چې له ناپوهۍ سره خلک د الله له لارې څخه بېلارې کړي؟ یقینا الله د ظالمانو ډلې ته هدایت نه کوي.
145.     ووایه، په هغه څه کې چې ماته وحی [نازل] شوي دي هغه څه نه مومم چې خوړل يې په یوخوړونکي حرام وي، پرته له مردار شوي څاروي یا توې شوې وینې یا د خنځیز خوښه چې پلیته ده، یا [هغه څاروی چې په ذبح کې يې د الله] نافرماني شوې ده او د الله پرته د بل چا نوم پرې اخیستل شوی دی، خو هغه څوک چې ددې خوړولو ته اړویستل شي، نه يې د خوند لپاره غواړي او نه يې [په خوړولو کې] له حده تیریدل کوي، نو بیشکه چې ستا رب ښه بښوونکی دی تل رحم والا دی.
146.     او په هغو کسانو چې یهودان دي موږ هر نوک لروونکی څاروی حرام کړی وو، او موږ په دوی باندې د غویانو او میږو  وازدې حرامې کړې وې خو هغه وازدې چې ددوی شاګانو بار کړې وې، یا په کولمو باندې دي یا هغه وازده چې له هډوکي سره لګیدلې وه. موږ ددوی د ظلم له کبله دوی ته دا سزا ورکړې وه، او بیشکه موږ رښتیا ویوونکي یو.
147. فَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل رَّبُّكُمْ ذُو رَحْمَةٍ وَاسِعَةٍ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُهُ عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ 
148. سَيَقُولُ الَّذِينَ أَشْرَكُوا لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا أَشْرَكْنَا وَلَا آبَاؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِن شَيْءٍ ۚ كَذَٰلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ حَتَّىٰ ذَاقُوا بَأْسَنَا ۗ قُلْ هَلْ عِندَكُم مِّنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوهُ لَنَا ۖ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ أَنتُمْ إِلَّا تَخْرُصُونَ
149. قُلْ فَلِلَّهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ ۖ فَلَوْ شَاءَ لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ
150. قُلْ هَلُمَّ شُهَدَاءَكُمُ الَّذِينَ يَشْهَدُونَ أَنَّ اللَّهَ حَرَّمَ هَٰذَا ۖ فَإِن شَهِدُوا فَلَا تَشْهَدْ مَعَهُمْ ۚ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ وَهُم بِرَبِّهِمْ يَعْدِلُونَ
151. قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ ۖ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا ۖ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا ۖ وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُم مِّنْ إِمْلَاقٍ ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ ۖ وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ ۖ وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
147.     نو [ای محمد صلی الله علیه وسلم] که دوی ستاتکذیب وکړ، ورته ووایه ستاسې رب د پراخ رحمت مالک دی، خو له مجرم قوم څخه به د هغه د عذاب مخنیوی ونه شي.
148.    هغه چاچې له الله سره شرک کړی دی وايي، که الله غوښتلی موږ به شرک نه وو کړی او نه به زموږ پلرونو شرک کړی وو او نه به موږ کوم څه حرام کړي وو، همداسې هغو کسانو هم تکذیب وکړ چې له دوی مخکې وو تر دې چې زموږ د عذاب خوند يې وڅاکه. [دوی ته] ووایه، ایا له تاسې سره کوم علم شته چې هغه موږ ته څرګند کړئ؟ تاسې پیروي نه کوی مګر د ګومان، او تاسې نه وايي مګر دروغ جوړوی.
149.     [ای محمد صلی الله علیه وسلم] ووایه، بیشکه بشپړدلیل له الله سره دی، که اراده يې کړې وای نو تاسې ټولو ته به يې هدایت کړی وو.
150.     ووایه، خپل هغه شاهدان  راولی چې دوی شاهدي ورکوي چې الله دا حرام کړي دي، که دوی شاهدي ورکوي نو ته له هغوی سره شاهدي مه ورکوه، او د هغو خلکو د هوا او هوس پیروي مه کوه چې زموږ ایتونه يې دروغ بللي دي او هغوی چې د قیامت په ورځ ایمان نه لري په داسې حال کې چې دوی [نور شیان] له خپل رب سره برابروي [شریکوي].
151.     ووایه، راشئ چې هغه څه تاسې ته ولولم چې ستاسې رب په تاسې حرام کړي دي، داچې له هغه سره هیڅ شی مه شریکوي، او له مور او پلار سره ښیګڼه وکړئ، د بیوزلۍ له ویرې خپل اولادونه مه وژنئ، موږ تاسې او دوی ته روزي ورکوو، او بدو کارونه ته  مه نژدې کېږئ، هغه څه چې ښکاره دي او هغه څه پټ دي، او هغه څوک مه وژنئ چې الله يې وژل حرام کړي دي مګر په حق، دا هغه څه دي چې ‏ الله ‏ تاسې ته پرې حکم کړی دی ښايي چې عقل په کار واچوئ.
152. وَلَا تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّىٰ يَبْلُغَ أَشُدَّهُ ۖ وَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ ۖ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۖ وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىٰ ۖ وَبِعَهْدِ اللَّهِ أَوْفُوا ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ
153. وَأَنَّ هَٰذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
154. ثُمَّ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ تَمَامًا عَلَى الَّذِي أَحْسَنَ وَتَفْصِيلًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لَّعَلَّهُم بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ
155. وَهَٰذَا كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ فَاتَّبِعُوهُ وَاتَّقُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ
156. أَن تَقُولُوا إِنَّمَا أُنزِلَ الْكِتَابُ عَلَىٰ طَائِفَتَيْنِ مِن قَبْلِنَا وَإِن كُنَّا عَن دِرَاسَتِهِمْ لَغَافِلِينَ
157. أَوْ تَقُولُوا لَوْ أَنَّا أُنزِلَ عَلَيْنَا الْكِتَابُ لَكُنَّا أَهْدَىٰ مِنْهُمْ ۚ فَقَدْ جَاءَكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ ۚ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَذَّبَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَصَدَفَ عَنْهَا ۗ سَنَجْزِي الَّذِينَ يَصْدِفُونَ عَنْ آيَاتِنَا سُوءَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوا يَصْدِفُونَ
152.     او د یتیم مال ته مه نژدې کېږئ مګر په هغه لاره چې ښه وي تردې چې هغه ځوانۍ ته ورسیږي، او تله او وزن په عدل سره پوره ورکوئ، موږ هیڅوک نه تکلیفوو مګر د هغه د وړتیا هومره، کله چې خبرې کوئ [شاهدي ورکوئ] نو عادل اوسئ که څه هم دا نژدې خپلوان وي، او له الله سره پخپلو ژمنو وفا وکړئ، دا هغه څه دي چې الله يې تاسې ته حکم کړی دی، ښايي تاسې پند واخلئ.
153.    او دا زما لار ده، هغه چې نیغه سیده ده نو ددې پیروي وکړئ، او د نورو لارو پيروي مه کوئ چې تاسې د الله له لارې څخه بېلوي، دا هغه څه دي چې الله پرې تاسې ته حکم کړی دی ښايي پرهیزګاره شئ.
154.     بیاموږ موسی ته کتاب ورکړ چې په هغه چا خپل [نعمت] بشپړ کړو چې ښه کارونه يې کړي دي، او د ټولو شیانو د بشپړ تفصیل په توګه، او د هدایت او د رحمت په توګه چې ښايي دوی د خپل رب په ملاقات ایمان راوړي.
155.     او دا [قران] یو مبارک کتاب دی چې موږ نازل کړی دی، ددې پيروي وکړئ، او له الله وویریږئ ښايي په تاسې رحم وشي.
156.     [قران ددې لپاره نازل شو] چې تاسې ونه وايي چې له موږ مخکې کتاب یوازې په دوه ډلو نازل شوی وو او موږ يې له لوستلو او زده کولو څخه بې خبره وو.
157.    یا دا ووایي که کتاب په موږ نازل شوی وای، موږبه ددوی په پرتله ښه لارموندوونکي وو. نو یقینا د ستاسې د رب له طرفه تاسې ته ښکاره دلیل او ښه هدایت او رحمت راغلی دی. له هغه چا ډیر ظالم بیا څوک دی چې د الله ایتونه دروغ وبولي او له هغوی مخ واړوي؟ ډیر ژر به هغو کسانو ته سخت عذاب ورکړو چې زموږ له ایتونو څخه مخ اړوي.  
158. هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا أَن تَأْتِيَهُمُ الْمَلَائِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ رَبُّكَ أَوْ يَأْتِيَ بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ ۗ يَوْمَ يَأْتِي بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ لَا يَنفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِن قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا ۗ قُلِ انتَظِرُوا إِنَّا مُنتَظِرُونَ 
159. إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ ۚ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ
160. مَن جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا ۖ وَمَن جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَىٰ إِلَّا مِثْلَهَا وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
161. قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِّلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۚ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ
162. قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ
163. لَا شَرِيكَ لَهُ ۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ
164. قُلْ أَغَيْرَ اللَّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ ۚ وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلَّا عَلَيْهَا ۚ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۚ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ
165. وَهُوَ الَّذِي جَعَلَكُمْ خَلَائِفَ الْأَرْضِ وَرَفَعَ بَعْضَكُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِّيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آتَاكُمْ ۗ إِنَّ رَبَّكَ سَرِيعُ الْعِقَابِ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ
158.     ایا دوي انتظار باسي مګر دېته چې ملایک دوی ته ورشي، یا ستا رب راشي، یا د ستا د رب ځينې نښې ورشي؟ هغه ورځ چې ستا د رب ځینې نښې  ورشي هغه چاته به يې ایمان ګته ونه رسوي چې مخکې يې ایمان نه درلوده، یايې پخپل ایمان باندې څه نیکي نه ده ګټلې.  ووایه، انتظار کوئ، بیشکه موږ هم انتظار کوو.
159.    ‏یقینا، هغو کسانو چې خپل دین په فرقو ویشلی دی او ډلې ګرځیدلي دي له هغوی سره ستا هیڅ کار نشته، ددوی کار یوازې له الله سره دی بیايې له هغه څه خبروي چې دوی به کول.
160.     هرچاچې نیکي راوړه نو د هغه لپاره لس برابره اجر دی، او هرڅوک چې له بدۍ سره راغی سزا به ورنه کړل شي مګر د بدۍ هومره، او په هغوی به ظلم ونه شي.
161.     ووایه، بیشکه ماته زما رب د سمې نیغې لارې هدایت کړی دی، یو سم په ځای ولاړ دین، د ابراهیم لاره حق ته مایل، او هغه له هغو کسانو څخه نه وو چې له الله سره شریکان نیسي.
162.     ووایه، بیشکه، زما لمونځ، زما قرباني، زما ژوند او زما مرګ د ټولو جهانونو د رب الله لپاره دي.  
163.    هغه هیڅ شریک نه لري او په دې باندې ماته حکم شوی دی، او زه لومړنی مسلمان یم.
164.     ووایه، ایا له الله پرته بل رب وغواړم په داسې حال کې چې هغه د ټولو شیانو رب دی؟ او هیڅوک کومه ګنا نه کوي مګر داچې د خپل ځان پخلاف يې ده، او هیڅ ګناګار د بل چا د ګنا بار په غاړه نه اخلي، بیا د ټولو راتګ ستاسې د رب طرفته دی، نو د هغه څه په اړه به بیا خبر درکړي چې تاسې په کې اختلاف کاوو.
165.    او الله هغه ذات دی چې تاسې يې د ځمکې استازي [خلیفه ګان] ګرځولي یاست او د ستاسې د ځینو درجې يې دځينو نورو له پاسه پورته کړي دي چې تاسې په هغه څه کې وازمايي چې تاسې ته يې درکړي دي، بیشکه ستا رب په عذاب ورکولو کې سریع دی، او یقینا هغه بښوونکی دی تل رحم والا دی.

Popular posts from this blog

البقرة، غوا

البقرة وعدد آياتها 286 وهي مدنية – أول سورة مدنية لومړی جز [سپاره] له 1 - 141 ایتونو پورې بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. الم     2. ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ 3.الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ 4 . وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ 5. أُولَٰئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ د الله په نوم چې ډير زیات مهربان، تل رحم والا دی.‏ 1.     الف، لام، میم. 2.   په دغه کتاب کې هیڅ شک نشته دی، داد هغو کسانو لپاره چې ځانونه ساتي هدایت دی. 3.  هغه کسان چې په نالیدلي باندې باور لري، او لمونځ کوي ، او له هغه څه يې لګوي چې ‏موږ دوى ته ورکړي دي. 4.   او دوی په هغه څه  باور لري ‏ چې په تا نازل شوی دی او هغه څه چې له تا مخکې نازل شوي دي، اوپه اخرت یقین لري. 5. د دوی د رب له لوري همدې کسانو ته لارښونه شوې ده او همدوی بریالي دي. 6. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَو

النساء، ښځې

سورة النساء عدد آياتها 176 وهي مدنية – نزلت بعد الممتحنة بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا 2. وَآتُوا الْيَتَامَىٰ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَىٰ أَمْوَالِكُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا 3. وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَىٰ فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَلَّا تَعُولُوا 4. وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا 5. وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامً

ال عمران، دعمران کورنۍ

سورة ال عمران عدد آياتها 200 وهي مدنية – نزلت بعد الأنفال   بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1 . الم 2 . اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ 3 . نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنزَلَ التَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ 4 . مِن قَبْلُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَأَنزَلَ الْفُرْقَانَ ۗ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ. 5 . إِنَّ اللَّهَ لَا يَخْفَىٰ عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ. 6 .  هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الْأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاءُ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ . 7 . هُوَ الَّذِي أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ ۖ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ ۗ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّ