Skip to main content

Posts

Showing posts from September, 2024

ابراهیم

ابراهیم (۱۴ سورة) بسم الله الرحمن الرحیم ۱.  الر ۚ كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَىٰ صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ "الف، لام، را، دا هغه کتاب دی چې موږ تاته نازل کړی دی، ددې لپاره چې خلک له تیارو څخه رڼا ته ددوی د رب په حکم وباسي، د ځواکمن ستایل شوي لارې ته. ۲.    ٱللَّهِ ٱلَّذِى لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَوَيْلٌۭ لِّلْكَـٰفِرِينَ مِنْ عَذَابٍۢ شَدِيدٍ الله هغه دی چې د هغه دي څه چې په اسمانونو کې دي او څه چې په ځمکې کې دي، او د کافرانو لپاره سخت ربړ (عذاب) دی. ۳.  الَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْآخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا ۚ أُولَٰئِكَ فِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ هغه کسان چې د دنیا ژوند پر آخرت خوښوي او د الله له لارې څخه د خلکو مخنیوی کوي، او غواړي هغه کږه کړي، دغه کسان په ډېر لرې بېلاریتوب کې دي. ۴.  وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ ۖ فَيُضِلُّ اللَّهُ مَن يَشَاءُ وَي...

رعد

رعد (۱۳ سورت) بسم الله الرحمن الرحیم ۱  الٓمّٓرٰ تِلْكَ اٰيٰتُ الْكِتٰبِ وَالَّذِيْٓ اُنْزِلَ اِلَيْكَ مِنْ رَّبِّكَ الْحَقُّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُوْنَ الف، لام، میم، را،  داد کتاب آیتونه دي، او هغه چې ستا د رب له لوري  په حق سره   تاته لیږل شوی دی، خو ډېری خلک ایمان نه راوړي. ۲  اَللَّهُ الَّذِيْ رَفَعَ السَّمٰوٰتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوٰى عَلَي الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَّجْرِيْ لِاَجَلٍ مُّسَمًّى يُدَبِّرُ الْاَمْرَ يُفَصِّلُ الْاٰيٰتِ لَعَلَّكُمْ بِلِقَآءِ رَبِّكُمْ تُوْقِنُوْنَ الله هغه ذات دی چې اسمانونه یې پرته له ستنو پورته کړي چې تاسو یې ګورئ، بیايې پر عرش برابرتیا وکړه،  او لمر او سپوږمۍ یې وګومارل، هر یو یې تر ټاکلې مودې پورې خپله چاره روانه ساتي. هغه د ټولو چارو ترتیب جوړوي،  او په تفصیل سره نښې   بیانوي چې له خپل رب سره د لیدلو په اړه ډاډ ترلاسه کړی. ۳  وَهُوَ الَّذِيْ مَدَّ الْاَرْضَ وَجَعَلَ فِيْهَا رَوَاسِيَ وَ اَنْهٰرًا وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ جَعَلَ فِيْهَا زَوْجَي...

یوسف

یوسف (۱۲ سورة)  بسم الله الرحمن الرحیم (۱) الٓرٰ تِلْكَ اٰيٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِيْنِ الف، لام، را، داد څرګند کتاب آيتونه دي. (۲) اِنَّآ اَنْزَلْنٰهُ قُرْاٰنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ بېشکه موږ داد عربي قرآن په توګه نازل کړی دی، د دې لپاره چې تاسې پوه شی. (۳) نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ اَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَآ اَوْحَيْنَآ اِلَيْكَ هٰذَا الْقُرْاٰنَ وَاِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الْغٰفِلِيْنَ موږ تاته دا غوره کیسې بیانو په هغه څه چې موږ دا قرآن تاته پرې وحی کړی دی، که څه هم ته له دې وړاندې له ناخبره کسانو څخه وې. (۴) اِذْ قَالَ يُوْسُفُ لِاَبِيْهِ يٰٓاَبَتِ اِنِّىْ رَاَيْتُ اَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَّالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَاَيْتُهُمْ لِىْ سٰجِدِيْنَ کله چې یوسف خپل پلار ته وویل، اې زما پلاره! ما یولس ستوري او لمر او سپوږمۍ په خوب لیدل، ما دوی لیدل چې ماته سجده کوي.  (۵) قَالَ يٰبُنَىَّ لَا تَقْصُصْ رُءْيَاكَ عَلٰٓى اِخْوَتِكَ فَيَكِيْدُوْا لَكَ كَيْدًا اِنَّ الشَّيْطٰنَ لِلْاِنْسَانِ عَدُوٌّ مُّبِيْنٌ هغه وویل، اې زما زویه! خوب دې خپلو وروڼو ته مه وایه، هسې نه ...