بسم الله الرحمن الرحیم ۱. سُبْحَانَ ٱلَّذِیۤ أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِۦ لَیۡلࣰا مِّنَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ إِلَى ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡأَقۡصَا ٱلَّذِی بَٰرَكۡنَا حَوۡلَهُۥ لِنُرِیَهُۥ مِنۡ ءَایَٰتِنَاۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِیعُ ٱلۡبَصِیرُ. پاکي ده د هغه لپاره چې خپل بنده (محمد ﷺ) یې د شپې له مسجد الحرامه مسجد الاقصا ته یووړ، هغه ځای چې موږ یې شاوخوا برکتناکه کړی ترڅو خپلې ځینې نښې وروښیو، یقینا هغه ډير ښه اورېدونکی ډیر ښه لیدونکی دی. ۲ . وَءَاتَیۡنَا مُوسَى ٱلۡكِتَٰبَ وَجَعَلۡنَٰهُ هُدࣰى لِّبَنِیۤ إِسۡرَٰٓءِیلَ أَلَّا تَتَّخِذُوا۟ مِن دُونِی وَكِیلࣰا. او موږ موسیٰ ته کتاب (تورات) ورکړ، او دا مو د بني اسرائيلو لپاره لارښود وګرځاوه، خبردار له ما پرته بل کارساز مه نیسئ. ۳. ذُرِّیَّةَ مَنۡ حَمَلۡنَا مَعَ نُوحٍ إِنَّهُۥ كَانَ عَبۡدࣰا شَكُورࣰا. ای د هغه چا اولادې چې موږ له نوح سره لیږدولي وو، بیشکه هغه ډير شکرکوونکی بنده وو. ۴. وَقَضَیۡنَآ إِلَىٰ بَنِیۤ إِسۡرَٰٓءِیلَ فِی ٱلۡكِتَٰبِ لَتُفۡسِدُنَّ فِی ٱلۡأَرۡضِ مَرَّتَیۡنِ وَلَتَعۡلُنَّ عُلُوࣰّا كَبِیرࣰا. او مونږ بني ...
د الله په نوم چې ډېر مهربان او ډېر رحم والا دی سورة النحل 1. أَتَىٰ أَمْرُ اللَّهِ فَلَا تَسْتَعْجِلُوهُ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ د الله امر راغی، نو په هغه کې بېړه مه کوئ. هغه پاک دی، ډېر لوړ دی له هغه څه چې دوی یې ورسره شریکوي. 2. يُنَزِّلُ الْمَلَائِكَةَ بِالرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلَىٰ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ أَنْ أَنْذِرُوا أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا أَنَا فَاتَّقُونِ هغه پخپل امر ملایک له وحی سره ښکته لیږي هغه چاته چې اراده يې وکړي، پخپلو بندګانو کې، چې خبرداری ورکړی چې یقینا بل معبود نشته دی خو زه یم، نو له ما وویریږی. 3. خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ ۚ تَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ اسمانونه او ځمکه يې په رښتیني توګه جوړکړي دي. هغه له دې شریکانو ډېر لوړ او پاک دی چې دوی یې ورسره شریکوي. 4. خَلَقَ الْإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ انسان يې د مني له یو څاڅکي پیداکړی، نو هغه ناڅاپه ښکاره جګړه مار شو. 5. وَالْأَنْعَامَ خَلَقَهَا لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَ...