Skip to main content

الانفال، غنیمتونه


سورة الانفال
 عدد ایتها 75 وهی المدینة نزلت بعد البقرة
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
1. يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَنْفَال ۖ قُلِ الْأَنْفَالُ لِلَّهِ وَالرَّسُولِ ۖ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ ۖ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ
2. إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ
3. الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ
4. أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا ۚ لَهُمْ دَرَجَاتٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ
5. كَمَا أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِنْ بَيْتِكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقًا مِنَ الْمُؤْمِنِينَ لَكَارِهُونَ
6. يُجَادِلُونَكَ فِي الْحَقِّ بَعْدَمَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى الْمَوْتِ وَهُمْ يَنْظُرُونَ
7. وَإِذْ يَعِدُكُمُ اللَّهُ إِحْدَى الطَّائِفَتَيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ
8. لِيُحِقَّ الْحَقَّ وَيُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ
  1. دوی له تا د غنیمتونو په اړه پوښتنه کوي، ورته ووایه د غنیمت مالونه د الله دي او د رسول الله دي، اوتاسې له الله وویریږی او پخپل منځ کې سمون راولی، او د الله او د رسول الله تابعداري وکړی که تاسې مومنان یاست.
  2. یقینا مومنان هغه کسان دي چې کله د الله نوم یادکړل شي نو ددوی زړونه د ویرې له کبله ورپیږي، او کله چې دوی ته د الله ایتونه ولوستل شي ددوی ایمان ډیریږي او پخپل رب باندې توکل کوونکي دي.
  3. هغه کسان چې لمونځ ادا کوي او له هغه څه چې موږ دوی ته روزي ورکړې ده د الله په لار کې لګوي.
  4. دغه کسان د الله په نزد رښتیاني مومنان دي، ددوی د رب په نزد ددوی لپاره درجې دي او بښنه ده اوعزتمند رزق دی.
  5. لکه څرنګه چې ستا رب ته له خپل کور څخه په حق سره بهر روان کړې او د مومنانو یوې ډلې جګړه بده ګنله.
  6. دوی تاسره د حق [رښتیاوو] په اړه بحث کوي روسته له هغې چې رښتیا څرګند شول، لکه دوی چې د مرګ لورته کاږل کېږي او دوی ورته ګوري.
  7. او کله چې الله له تاسې سره ژمنه کوله [نبي صلی الله علیه وسلم خوب ولیده] چې له دوه ډلو څخه به یوه ستاسې وي، یقینا تاسې خوښووله چې بې وسلې ډله د ستاسې لپاره شي، او الله اراده کړې وه چې پخپلو کلیماتو[ژمنو] باندې حق ثابت کړي او د کافرانو جرړې پرې کړي.
  8. ددې لپاره چې [الله تعالی] حق ثابت کړي او باطل ختم کړي که څه هم مجرمان [مشرکان] يې بد وګڼي.
9. إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُمْ بِأَلْفٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ

10. وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ وَلِتَطْمَئِنَّ بِهِ قُلُوبُكُمْ ۚ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
11. إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُمْ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لِيُطَهِّرَكُمْ بِهِ وَيُذْهِبَ عَنْكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الْأَقْدَامَ
12. إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلَائِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا ۚ سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوا فَوْقَ الْأَعْنَاقِ وَاضْرِبُوا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ
13. ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ وَمَنْ يُشَاقِقِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
14. ذَٰلِكُمْ فَذُوقُوهُ وَأَنَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابَ النَّارِ
15. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوهُمُ الْأَدْبَارَ
16. وَمَنْ يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلَّا مُتَحَرِّفًا لِقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَىٰ فِئَةٍ فَقَدْ بَاءَ بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ
9. کله چې تاسې خپل رب ته فریادونه کول نو ستاسې رب ستاسې دعا قبوله کړه وحی يې دا وکړه چې زه په یو زر ملایکو ستاسې مددکوونکی یم چې په پرله پسې توګه به راتلوونکي وي.
10. او الله نه دی ګرځولی دغه مدد مګر زیری ستاسې لپاره او ددې لپاره چې ستاسې زړونه پرې ډاډه شي، او بری نشته مګر د الله له طرفه دی، یقینا الله غالب او حکمت والا دی.
11. کله چې الله تعالی په تاسې خوب راوست، داد الله له طرفه امن وو، او له اسمان څخه يې په تاسې اوبه نازل کړې،  ددې لپاره چې تاسې په دې باندې پاک کړي، او له تاسې د شیطان وسوسې لرې کړي، او ددې لپاره چې الله ستاسې زړونه قوي کړي، او ددې لپاره چې په دې باندې ستاسې قدمونه غښتلي [مضبوط او ټینګ] کړي.
12. او كله چې ستا رب ملایکو ته وحی وکړه چې زه له تاسې سره یم، تاسې لاړشی هغه کسان قوی کړی چې مومنان دي، ژر دی چې زه به د هغو کسانو په زړونو کې چې کافران دي ویره او بې زړه توب [رعب] واچوم، نو د څټنو له پاسه يې ووهی او ددوی هربند ووهی.
13. دا له دې کبله چې دوی د الله او د رسول الله مخالفت کړی دی، او څوک چې د الله او د رسول الله مخالفت وکړي نو الله سخت عذاب والا دی.
14. [ای مشرکانو] دغه یاد شوي عذابونه وڅکی او یقینا د کافرانو لپاره د اور عذاب دی.
15. ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی کله چې تاسې له کافرانو سره مخامخ شوی په داسې حال کې چې تاسې په ګڼ شمېر کې یاست نو کفارو ته شا مه اړوی.
16. او چاچې په دغه وخت کې کفارو ته شا واړوله پرته له هغه چاچې دجګړې لپاره بل چل جوړوي او یا له خپلو ملګرو سره یوځای ‏کېږي، ‏نو یقینا[هغه چاچې کفارو ته شا واړوله] دا‏دالله په غضب اخته شو، او د ورتګ ځای يې جهنم دی، او دا ډیر بد ځای د ورتګ دی.
17. فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ ۚ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ رَمَىٰ ۚ وَلِيُبْلِيَ الْمُؤْمِنِينَ مِنْهُ بَلَاءً حَسَنًا ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
18. ذَٰلِكُمْ وَأَنَّ اللَّهَ مُوهِنُ كَيْدِ الْكَافِرِينَ
19. إِنْ تَسْتَفْتِحُوا فَقَدْ جَاءَكُمُ الْفَتْحُ ۖ وَإِنْ تَنْتَهُوا فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ ۖ وَإِنْ تَعُودُوا نَعُدْ وَلَنْ تُغْنِيَ عَنْكُمْ فِئَتُكُمْ شَيْئًا وَلَوْ كَثُرَتْ وَأَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ
20. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَوَلَّوْا عَنْهُ وَأَنْتُمْ تَسْمَعُونَ
21. وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ قَالُوا سَمِعْنَا وَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ
22. إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ اللَّهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ
23. وَلَوْ عَلِمَ اللَّهُ فِيهِمْ خَيْرًا لَأَسْمَعَهُمْ ۖ وَلَوْ أَسْمَعَهُمْ لَتَوَلَّوْا وَهُمْ مُعْرِضُونَ
24. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ
25. وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
17.او تاسې دوی [کافران] ونه وژل مګر الله ووژل، او د کافرانو سترګو ته تا شګې ‏ ور ونه رسولې کله چې دې ور وار کړې مګر الله ور ورسولې، ددې لپاره چې الله سبحانه و تعالی په مومنانو باندې انعام وکړي، يقينا الله اوریدونکی او پوه دی.
18. داخبره ثابته ده چې الله تاسې سره مدد وکړ، یقینا الله دکافرانو دسیسې کمزورې کوي.
19. که تاسې بری غواړی نو هغه دی بری درته راغی [الله سبحانه وتعالی مومنانو ته بری ورکړ]، او که تاسې له دې کفر څخه منع شوی دابه ستاسې لپاره غوره وي، او که بیا د مومنانو مقابلې ته راوګرځیدلی نو زه به د مومنانو مدد ته راوګرځم، او ستاسې ډله به له تاسې څخه دهیڅ شي مخنیوی ونه کړي که څه هم ډیره شي، او الله د مومنانو ملګری دی.
20. اي هغو كسانو چې تاسې ایمان راوړی دی، د الله او د رسول خبره ومنی او له رسول الله څخه مه اوړی، او تاسې د هغه خبرې اوری.
21. او د هغو کسانو[منافقانو] په څير مه کېږی ‏چې دوی وايي موږ واوریدل خو دوی نه دي اوریدلي.
22. يقينا د الله په نزد په حیواناتو ‏کې بد هغه انسانان دي چې کاڼه دي، ګونګیان دي له عقل څخه کار نه اخلي.
23. که الله ته مالوم وای چې په دې منافقانو کې څه خیر شته دی نو الله به دوی اورولي وو[پوه کړي به يې وو]،  كه الله دوی ته د حق خبره ور واوروي [پوه يې کړي] نو دوی به واوړي او ددوی کاردادی چې له حق څخه اوښتونکي دي.
24. اي مومنانو د الله او د رسول خبره ومنی کله چې رسول الله تاسې ته د هغې خبرې طرفته غږ وکړي چې تاسې ژوندي کوي، او پوه شی چې الله د سړي او د هغه د زړه ترمنځ پرده کېږي، او یقینا تاسې د الله طرفته ورټولیدونکي یاست.
25. او له عذاب څخه ‏ وویریږی چې په تاسې کې به په ځانګړي توګه ظالمانو ته نه رسیږي [بلکې تاسې به هم په کې ګېر کېږی]، اوپوه شی چې الله سخت عذاب والا دی.

26. وَاذْكُرُوا إِذْ أَنْتُمْ قَلِيلٌ مُسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَنْ يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُمْ بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

27. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ

28. وَاعْلَمُوا أَنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ وَأَنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ

29. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَلْ لَكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۗ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ

30. وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ ۚ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ ۖ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ

31. وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا قَالُوا قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَاءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هَٰذَا ۙ إِنْ هَٰذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ

32. وَإِذْ قَالُوا اللَّهُمَّ إِنْ كَانَ هَٰذَا هُوَ الْحَقَّ مِنْ عِنْدِكَ فَأَمْطِرْ عَلَيْنَا حِجَارَةً مِنَ السَّمَاءِ أَوِ ائْتِنَا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ

33. وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ ۚ وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ

26. او رایاد کړی د الله دا احسان چې کله تاسې په ځمکه کې کمزوري وی، ویریدلی چې خلک به تاسې وتښتوي، نو الله ځای درکړ او پخپل مدد باندې يې تاسې قوی کړی، او تاسې ته يې له پاکو مالونو څخه رزق درکړ ددې لپاره چې تاسې د الله شکر وکړی.
27. ای مومنانو له الله او له رسول الله سره خیانت مه کوی او د خپلو امانتونو خیانت هم مه کوی، كه تاسو پوهیږی.
28. او پوه شی چې ستاسې مالونه او اولادونه امتحان دی او له الله سره لوی اجر دی.
29. ای مومنانو كه تاسې له الله وویریږی وبه ګرځوي ستاسې لپاره کامیابي او ستاسې ګناهونه به ورژوي، او تاسې ته به بښنه وکړي، الله تعالی د لوې مهربانۍ خاوند دی.
30. او كله چې هغو کسانو چې کافران دي تدبیر جوړاوه چې تا وتړي، یادې ووژني او یادې له خپلې سیمې وباسي، او دوی تدبیر جوړ کړ او الله هم تدبیر جوړ کړ، الله تعالی غوره تدبیر جوړونکی دی.
31. او کله چې په دې کافرانو باندې زموږ ایتونه ولوستل شي نو دوی وايي موږ واوریدل او که زموږ اراده وشي نو موږ هم ددې قران په څیر ویلی شو، دا نه دي مګر د پخوانیو خلکو کیسې دي.
32. او کله چې دې کافرانو وویلې، ای الله که دا قران حق وي او ستا له خوا وي نو په موږ باندې له اسمان څخه د کاڼو باران وکړه يا په موږ باندې بل دردناک عذاب راوله.
33. او الله عذاب نه راولي چې ته [رسول الله] په دوی کې شته يې، او الله دوی ته د عذاب ورکوونکی نه دی کله چې دوی بښنې غواړي.


34. وَمَا لَهُمْ أَلَّا يُعَذِّبَهُمُ اللَّهُ وَهُمْ يَصُدُّونَ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَمَا كَانُوا أَوْلِيَاءَهُ ۚ إِنْ أَوْلِيَاؤُهُ إِلَّا الْمُتَّقُونَ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
35. وَمَا كَانَ صَلَاتُهُمْ عِنْدَ الْبَيْتِ إِلَّا مُكَاءً وَتَصْدِيَةً ۚ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ
36. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۚ فَسَيُنْفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ ۗ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ
37. لِيَمِيزَ اللَّهُ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ الْخَبِيثَ بَعْضَهُ عَلَىٰ بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُ جَمِيعًا فَيَجْعَلَهُ فِي جَهَنَّمَ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ
38. قُلْ لِلَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ يَنْتَهُوا يُغْفَرْ لَهُمْ مَا قَدْ سَلَفَ وَإِنْ يَعُودُوا فَقَدْ مَضَتْ سُنَّتُ الْأَوَّلِينَ
39. وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ ۚ فَإِنِ انْتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
40. وَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَوْلَاكُمْ ۚ نِعْمَ الْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ النَّصِيرُ
34. ددوی لپاره څه دي چې الله به دوی ته عذاب نه ورکوي او دوی له مسجد الحرام څخه خلک اړوي، د الله دوستان نه دي مګر یقینا د الله دوستان متقیان دي، خو ډیری خلک نه پوهیږي.
35. او نه دی ددوی لمونځ د بیت الحرام په نزد مګر شپيلي دي او لاس ټکول دي، نو وڅکی عذاب ددې لپاره چې تاسې کافران وی.
36. یقينا هغه کسان چې کفر يې کړی دی ددې لپاره خپل مالونه لګوي چې د الله له لارې څخه خلک واړوي، نو ژر دی چې دوی به دا لګښتونه وکړي، بیابه دا مالونه په دوی باندې افسوس [پښېماني] شي، بیابه مغلوبه [ناکامه] شي، او بیابه هغه کسان چې کافران دي په جهنم کې راغونډ کړل شي.
37. ددې لپاره چې الله له پاک [مومن] څخه خبیث [کافر] بېل کړي، وبه ګرځوي دا خبیثان ځینې له پاسه د ځینې نورو، ټول به راغونډ کړي او په جهنم کې به يې واچوي، همدا کسان تاوانیان دي.
38. ووایه هغو کسانو ته چې کفر يې کړی دی که دوی له خپل کفر څخه منع شول نو دوی ته به هغه ګناهونه وبښل شي چې مخکې يې کړي دي، او که دوی خپل کفر ته دوام ورکوي [د مسلمانانو مقابلې ته ځي] نو یقینا د الله تعالی طریقه په پخوانیو کې تیره شوې ده.
39. او تاسې له کفارو سره جګړه وکړی چې [په دنیا کې] فتنه [کفر او شرک] پاتې نه شي، او دین ټول د الله شي،  او که دوی منع شول نو الله تعالی هغه څه ګوري چې دوی يې کوي.
40. او که دوی مخ واړاوو نو پوه شی چې یقینا الله دستاسې [دمومنانو] دوست دی، ډیر ښایسته دوست دی او ډیر ښکلی مددګار دی.
41. وَاعْلَمُوا أَنَّمَا غَنِمْتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَأَنَّ لِلَّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ إِنْ كُنْتُمْ آمَنْتُمْ بِاللَّهِ وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا يَوْمَ الْفُرْقَانِ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
42. إِذْ أَنْتُمْ بِالْعُدْوَةِ الدُّنْيَا وَهُمْ بِالْعُدْوَةِ الْقُصْوَىٰ وَالرَّكْبُ أَسْفَلَ مِنْكُمْ ۚ وَلَوْ تَوَاعَدْتُمْ لَاخْتَلَفْتُمْ فِي الْمِيعَادِ ۙ وَلَٰكِنْ لِيَقْضِيَ اللَّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا لِيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَنْ بَيِّنَةٍ وَيَحْيَىٰ مَنْ حَيَّ عَنْ بَيِّنَةٍ ۗ وَإِنَّ اللَّهَ لَسَمِيعٌ عَلِيمٌ
43. إِذْ يُرِيكَهُمُ اللَّهُ فِي مَنَامِكَ قَلِيلًا ۖ وَلَوْ أَرَاكَهُمْ كَثِيرًا لَفَشِلْتُمْ وَلَتَنَازَعْتُمْ فِي الْأَمْرِ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ سَلَّمَ ۗ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ
44. وَإِذْ يُرِيكُمُوهُمْ إِذِ الْتَقَيْتُمْ فِي أَعْيُنِكُمْ قَلِيلًا وَيُقَلِّلُكُمْ فِي أَعْيُنِهِمْ لِيَقْضِيَ اللَّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا ۗ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ
45. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُوا وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
41. او پوه شی کوم څه چې تاسې غنیمت ګټلی دی،  د الله لپاره یې پنځمه ده ، رسول الله به هغه اخلي، د هغه خپلوان به يې اخلي، په یتیمانو باندې به تقسمیږي، په مسکینانو باندې به ویشل کېږي، او مساپرو ته، که تاسې په الله ایمان لری، او که تاسې په هغه مدد باندې ایمان لری چې موږ خپل بنده ته د فتحې په ورځ[د بدر په غزاکې] ‏رالیږلی وو هغه ورځ چې دوه ډلې مخامخ شوې، او الله په هرڅه قادر دی.
42.  کله چې تاسې کناره مدنې ته نژدې وی، او کفار په بل لوري کې وو، او قافله د ستاسې لاندې وه، که تاسې د جګړې ژمنه ایښې وای نو تاسې به په ژمنه کې خلاف کړی وو، خو الله تاسې یو له بل سره مخامخ کړی ددې لپاره چې الله یو کار فیصله کړي چې هغه په تقدیرکې پوره کړل شوی دی، ددې لپاره چې هغه څوک هلاک شي چې په دلیل سره هلاک شوی دی، او ددې لپاره چې هغه څوک ژوندی شي چې په دلیل سره ژوندی شوی دی، او یقینا الله اوریدونکی او پوه دی.
43. کله چې الله تاته ستا په خوب کې کفار لږ در وښوول، او که دوی يې ډیر در ښوولي وای نو تاسې به کمزوري شوي وای، او تاسې به [ د جګړې په اړه] شخړه کړې وای، خو الله تاسې وژغورلی، او یقینا الله په هغو خبرو پوه دی چې په سینو کې پټې دي.
44. او کله چې الله ستاسې په سترګو کې کفار دمخامختیا پرمهال لږ ښکاره کړل، او تاسې يې د هغوی په سترګو لږ ښکاره کړی، ددې لپاره چې الله یو کار فیصله کړي چې هغه په تقدیرکې پوره کړل شوی دی،‏ او ټول کارونه الله ته ورګرځي.
45. ای مومنانو كله چې تاسې د کفارو له یوې ډلې سره مخامخ شوی نو کلک شی، او الله ډیر یادوی ددې لپاره چې کامیاب شی.
46. وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَاصْبِرُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ
47. وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ خَرَجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بَطَرًا وَرِئَاءَ النَّاسِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۚ وَاللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ
48. وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ الْيَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَإِنِّي جَارٌ لَكُمْ ۖ فَلَمَّا تَرَاءَتِ الْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكُمْ إِنِّي أَرَىٰ مَا لَا تَرَوْنَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ ۚ وَاللَّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ
49. إِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ غَرَّ هَٰؤُلَاءِ دِينُهُمْ ۗ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
50. وَلَوْ تَرَىٰ إِذْ يَتَوَفَّى الَّذِينَ كَفَرُوا ۙ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ وَذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ
51. ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ
52. كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ ۙ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ شَدِيدُ الْعِقَابِ
46. او دالله او د رسول الله اطاعت کوی او پخپل منځ کې شخړې مه کوی چې ستاسې زور به لاړ شي، صبر وکړئ، الله له صابرانو سره دی.
47. او د هغو کسانو په څير مه کېږی چې له خپلو کورونو څخه په تکبر ووتل، او خلکو ته يې ځان ښوده، او د الله له لارې څخه يې خلک اړول، او یقینا الله ددوی د عملونو راګیرونکی دی.
48. او كله چې دوی ته شیطان ددوی بداعمال ښایسته کړل او وېویل نن ورځ په تاسې باندې له خلکو څخه کوم غلبه کوونکی نشته او زه ستاسې ګاونډي [مددګار] یم، کله چې دوه ډلو یوبل ولیدل، په پوندو وګرځیده او وېویل زه له تاسې څخه بري یم [زه له تاسې سره نه یم] زه هغه څه وینم چې تاسې يې نه ګوری، زه له الله ویریږم، او الله سخت عذاب والا دی.  
49. او كله چې منافقانو او هغو کسانو چې زړونوکې يې بیماري ده په ښکاره توګه وویل، دا مسلمانان ددوی دین تیرویستلي دي. او هرچاچې الله ته ځان وسپاره الله غالب او حکمتونو والا دی.
50. او كه تا لیدلی چې کله ملایکو له کافرانو څخه روح اخیسته، دوی [کافران] يې په مخونو او شاګانو وهل، وڅکی سوزونکی عذاب.
51. دا هغه څه دي چې ستاسې لاسونو مخکې لیږلي دي او یقینا الله په بنده باندې ظلم کوونکی نه دی.
52. ددې اوسنیو کافرانو حالت د فرعون د حالت په څير دی او هغه کافران چې له هغې مخکې تیر شوي دي، دوی د الله ایتونه نه منل، نو الله ددوی په ګناهونو دوی راونیول، یقینا الله قوت والا او سخت عذاب والا دی.
53. ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَىٰ قَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ ۙ وَأَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
54. كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ ۙ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ كَذَّبُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ فَأَهْلَكْنَاهُمْ بِذُنُوبِهِمْ وَأَغْرَقْنَا آلَ فِرْعَوْنَ ۚ وَكُلٌّ كَانُوا ظَالِمِينَ
55. إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ اللَّهِ الَّذِينَ كَفَرُوا فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ
56. الَّذِينَ عَاهَدْتَ مِنْهُمْ ثُمَّ يَنْقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِي كُلِّ مَرَّةٍ وَهُمْ لَا يَتَّقُونَ
57. فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ
58. وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِنْ قَوْمٍ خِيَانَةً فَانْبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَىٰ سَوَاءٍ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ
59. وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَبَقُوا ۚ إِنَّهُمْ لَا يُعْجِزُونَ
60. وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ
61. وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
53. دا خبره ثابته ده چې الله تعالی د یو نعمت بدلوونکی نه دی چې په یو قوم يې انعام کړی دی، تردې چې دا قوم هغه نعمت بدل کړي چې ددوی په ځانونو شوی دی، او یقینا الله اوریدونکی او پوه دی.
54. ددوی حالت د فرعونیانو د حالت په څير شو او هغه کسان چې له هغوی مخکې تیر شوي وو، د خپل رب ایتونه يې دروغ بللي وو، ددوی د ګناهونو له کبله موږ هغوی هلاک کړل، او موږ د فرعونیانو ډله په اوبو کې غرق کړه، دا ټول ظالمان وو.
55.  یقینا ناکاره په حیواناتو کې د الله په نزد کافران دي چې ایمان نه راوړي.
56. له دوی څخه هغه كسان چې تاسره يې تړون کړی دی بیايې هرځل خپل تړون مات کړی دی، او دوی د تړونونو له ماتولو څخه ځانونه نه ساتي.
57. نو که دوی په جګړه کې ومومې، نو په دوی باندې هغه خلک وترهوه چې له دوی روسته دي، ددې لپاره چې دوی عبرت واخلي[د مشرانو له هلاکت څخه کشران عبرت واخلي].
58. او که ته د یو قوم له خیانت څخه ویریږې نو ورګذار کړه هغوی ته ددوی وعده[ورته وایه زموږ او ستاسې ترمنځ د سولې تړون نشته]، او خیانت کوونکي د الله نه خوښويږي.
59. او ګومان دې نه کوي هغه کسان چې کافران شوي دي چې دوی به له الله مخکې شي [هیڅوک له الله څخه چېرې تښتیدای یا پټیدای نه شي]، دوی نه شي کولای چې الله کمزوری کړي.
60.  تاسې ددوی پخلاف چمتوالی ونیسی څومره چې ستاسې وس کېږي، او اسونه وتړی، په دې باندې تاسې د الله دښمنان او ستاسې دښمنان وویروی، او له کفارو پرته منافقان هم وویروی چې تاسې يې نه پيژنی خو الله يې پیژني، او هرڅه چې تاسې د الله په لارکې ولګوی تاسې ته به درکړل شي او له تاسې سره به هیڅ ظلم ونه شي.
61. که دا کفار د سولې طرفته مایله شي، ته هم ورته مایله، او په الله باندې ځان سپاره، یقینا الله اوریدونکی او پوه دی.
62. وَإِنْ يُرِيدُوا أَنْ يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ ۚ هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ
63. وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ ۚ لَوْ أَنْفَقْتَ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مَا أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
64. يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَسْبُكَ اللَّهُ وَمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ
65. يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ ۚ إِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ ۚ وَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ يَغْلِبُوا أَلْفًا مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ
66. الْآنَ خَفَّفَ اللَّهُ عَنْكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا ۚ فَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ ۚ وَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوا أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ
67. مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَنْ يَكُونَ لَهُ أَسْرَىٰ حَتَّىٰ يُثْخِنَ فِي الْأَرْضِ ۚ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الْآخِرَةَ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
68. لَوْلَا كِتَابٌ مِنَ اللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
69. فَكُلُوا مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلَالًا طَيِّبًا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
62. كه دا کفار اراده لري چې چل درسره وکړي، الله تاته کافي دی، الله هغه ذات دی چې ته يې پخپل مدد سره قوي کړی يې او په مومنانو.
63. او الله د مومنانو په زړونو کې مینه واچوله، او که تا په ځمکه کې شته ټول مالونه لګولي وای او ددوی ترمنځ دې مینه اچولای،  تا ددوی ترمنځ مینه نشوه پیدا کولای، خو الله سبحانه و تعالی ددوی ترمنځ  ددوی په زړونو کې مینه واچوله، یقینا الله غالب او حکمتونو والا دی.
64. ای نبي [صلی الله علیه وسلم] الله تاته کافي دی او همدارنګه الله هغو مومنانو ته کافي دی چې ستا تابعداري يې کړې ده.
65. ای نبي [صلی الله علیه وسلم] مومنان جګړې ته وهڅوه، که په تاسې کې شل صبرکوونکي کسان وي، نو په دوه سوه کافرانو باندې به غالبه کېږي، او که په تاسې کې سل صبرکوونکي کسان وي نو په زرتنو کافرانو به غالبه کېږي، ځکه چې دا [کافران] یو داسې قوم دی چې نه پوهیږي.
66. اوس [په دې وخت کې] الله د ستاسې لپاره اساني راوستله، او الله تعالی ته دا پته وه چې په تاسې کې کمزوري ده، نو که په تاسې کې که سل صبرکوونکي کسان وي نو په دوه سوه کسانو به غالبه کېږي، او که په تاسې کې زر تنه صبرکوونکي وي نو د الله په مدد به په دوه زره تنو کافرانو باندې غالبه کېږي، او الله له صبرکوونکو سره دی.
67. د نبي لپاره مناسبه نه ده چې له هغه سره بندیان وي، تردې چې لومړی په ځمکه کې وینه توې کړي[په جګړه کې دکافرانو د مشرانو وژل]، ایاتاسې ددنیا د سامان اراده لری؟ او الله د اخرت اراده لري، او الله غالب او حکمتونو والا دی.
68. كه نه واي حكم د الله چې په پخوانیو کتابونو کې شوی دی، نو تاسې ته به په هغه څه کې لوی عذاب رسیدلی وو چې تاسې واخیست.
69. نو هغه څه چې تاسې [له کفارو] ونیول هغه خوری پاک حلال دي، له الله وویریږی، یقینا الله بښوونکی او رحم والا دی.
70. يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِمَنْ فِي أَيْدِيكُمْ مِنَ الْأَسْرَىٰ إِنْ يَعْلَمِ اللَّهُ فِي قُلُوبِكُمْ خَيْرًا يُؤْتِكُمْ خَيْرًا مِمَّا أُخِذَ مِنْكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ
71. وَإِنْ يُرِيدُوا خِيَانَتَكَ فَقَدْ خَانُوا اللَّهَ مِنْ قَبْلُ فَأَمْكَنَ مِنْهُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
72. إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوْا وَنَصَرُوا أُولَٰئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يُهَاجِرُوا مَا لَكُمْ مِنْ وَلَايَتِهِمْ مِنْ شَيْءٍ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا ۚ وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلَّا عَلَىٰ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
73. وَالَّذِينَ كَفَرُوا بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ
74. وَالَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوْا وَنَصَرُوا أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا ۚ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ
75. وَالَّذِينَ آمَنُوا مِنْ بَعْدُ وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا مَعَكُمْ فَأُولَٰئِكَ مِنْكُمْ ۚ وَأُولُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَىٰ بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
70. ای نبي ووایه هغه چاته چې ستاسې په لاسونو کې دي له بندیانو څخه، که ستاسې په زړونو کې الله تعالی ته څه خیر مالوم وي، نو له هغه څه به غوره درکړي چې له تاسې واخیستل شول، او بښنه به درته وکړي، او یقینا الله بښوونکی او رحم والا دی.
71. او که دا بندیان له تاسره د خیانت کولو اراده لري، نو دوی یقینا مخکې له الله سره خیانت کړی دی، نو الله تعالی ته پرې برلاسی کړې، او الله پوه او حکمتونو والا دی.
72. یقینا هغه کسان چې ایمان يې راوړی دی، بیايې هجرت کړی دی او پخپلو ځانونو او مالونو يې د الله په لاره کې جهاد کړی دی، او هغه کسان چې هغوی ځای ورکړی دی او مدد يې ورسره کړی دی، دغه کسان، ځينې ددوی د ځینې نورو دوستان دي، او هغه کسان چې ایمان يې راوړی دی او هجرت يې نه دی کړی د ستاسې او د هغوی ترمنځ کومه دوستي نشته دی ان تر دې چې هجرت وکړي، او که له تاسو مرسته وغواړي نو مرسته ورسره وکړی خو دداسې قوم په ضد ورسره مرسته مه کوی چې ستاسې او د هغوی ترمنځ تړون دی، او الله هغه څه ګوري چې تاسې يې کوی
73. او هغه کسان چې کفر يې کړی دی ځینې د ځینې نورو دوستان دي، که تاسې دغه مدد له هغو مسلمانانو سره نه کوی،  په ځمکه کې به فتنه او لوی فساد پیدا شي.
74. او هغو کسانو چې ایمان راوړی دی او د الله په لاره کې يې هجرت او جهاد کړی دی او هغو کسانو چې ځای ورکړی دی او مدد يې کړی دی، دغه کسان، همدوی رښتیني مومنان دي، ددوی لپاره بښنه ده او د عزت والا روزي ده.
75. او هغه کسان چې وروسته يې ایمان راوړی دی، او هجرت يې کړی دی او ستاسې په ملګرتوب کې يې جهاد کړی دی نو دغه کسان له تاسې څخه دي، د الله په کتاب کې دمومنانو خپلوان ځینې په ځینې نورو د میراث د اخیستلو لایق دي، یقینا الله په هرشي پوه دی.

Popular posts from this blog

النساء، ښځې

سورة النساء عدد آياتها 176 وهي مدنية – نزلت بعد الممتحنة بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا 2. وَآتُوا الْيَتَامَىٰ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَىٰ أَمْوَالِكُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا 3. وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَىٰ فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَلَّا تَعُولُوا 4. وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا 5. وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامً

البقرة، غوا

البقرة وعدد آياتها 286 وهي مدنية – أول سورة مدنية لومړی جز [سپاره] له 1 - 141 ایتونو پورې بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. الم     2. ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ 3.الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ 4 . وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ 5. أُولَٰئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ د الله په نوم چې ډير زیات مهربان، تل رحم والا دی.‏ 1.     الف، لام، میم. 2.   په دغه کتاب کې هیڅ شک نشته دی، داد هغو کسانو لپاره چې ځانونه ساتي هدایت دی. 3.  هغه کسان چې په نالیدلي باندې باور لري، او لمونځ کوي ، او له هغه څه يې لګوي چې ‏موږ دوى ته ورکړي دي. 4.   او دوی په هغه څه  باور لري ‏ چې په تا نازل شوی دی او هغه څه چې له تا مخکې نازل شوي دي، اوپه اخرت یقین لري. 5. د دوی د رب له لوري همدې کسانو ته لارښونه شوې ده او همدوی بریالي دي. 6. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَو

ال عمران، دعمران کورنۍ

سورة ال عمران عدد آياتها 200 وهي مدنية – نزلت بعد الأنفال   بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1 . الم 2 . اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ 3 . نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنزَلَ التَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ 4 . مِن قَبْلُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَأَنزَلَ الْفُرْقَانَ ۗ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ. 5 . إِنَّ اللَّهَ لَا يَخْفَىٰ عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ. 6 .  هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الْأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاءُ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ . 7 . هُوَ الَّذِي أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ ۖ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ ۗ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّ