سورة الفاتحة وعدد آياتها 7 وهي مكية – نزلت بعد المدثر 1. بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 2. الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 3. الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 4.مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ 5.إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ 6.اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ 7.صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ 1. د الله په نوم چې ډير زیات مهربان، تل رحم والا دی. 2. ټولې بشپړې ستاینې یوازې د الله لپاره دي چې د ټولو جهانونو پالوونکی دی. 3. ډیرزیات مهربان، تل رحم والا دی. 4. د جزا د ورځې اختیارمن دی. 5. یوازې ستا عبادت کوو او یوازې له تا مرسته غواړو. 6. موږ ته سمه لاره وښیه. 7. د هغو کسانو لاره چې تا ورباندې انعام کړی دی، نه د هغو کسانو لاره چې تا ورباندې غوسه کړې ده او نه د هغو کسانو لاره چې بیلارې دي.