بسم الله الرحمن الرحیم ۱. سُبْحَانَ ٱلَّذِیۤ أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِۦ لَیۡلࣰا مِّنَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ إِلَى ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡأَقۡصَا ٱلَّذِی بَٰرَكۡنَا حَوۡلَهُۥ لِنُرِیَهُۥ مِنۡ ءَایَٰتِنَاۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِیعُ ٱلۡبَصِیرُ. پاکي ده د هغه لپاره چې خپل بنده (محمد ﷺ) یې د شپې له مسجد الحرامه مسجد الاقصا ته یووړ، هغه ځای چې موږ یې شاوخوا برکتناکه کړی ترڅو خپلې ځینې نښې وروښیو، یقینا هغه ډير ښه اورېدونکی ډیر ښه لیدونکی دی. ۲ . وَءَاتَیۡنَا مُوسَى ٱلۡكِتَٰبَ وَجَعَلۡنَٰهُ هُدࣰى لِّبَنِیۤ إِسۡرَٰٓءِیلَ أَلَّا تَتَّخِذُوا۟ مِن دُونِی وَكِیلࣰا. او موږ موسیٰ ته کتاب (تورات) ورکړ، او دا مو د بني اسرائيلو لپاره لارښود وګرځاوه، خبردار له ما پرته بل کارساز مه نیسئ. ۳. ذُرِّیَّةَ مَنۡ حَمَلۡنَا مَعَ نُوحٍ إِنَّهُۥ كَانَ عَبۡدࣰا شَكُورࣰا. ای د هغه چا اولادې چې موږ له نوح سره لیږدولي وو، بیشکه هغه ډير شکرکوونکی بنده وو. ۴. وَقَضَیۡنَآ إِلَىٰ بَنِیۤ إِسۡرَٰٓءِیلَ فِی ٱلۡكِتَٰبِ لَتُفۡسِدُنَّ فِی ٱلۡأَرۡضِ مَرَّتَیۡنِ وَلَتَعۡلُنَّ عُلُوࣰّا كَبِیرࣰا. او مونږ بني ...