[وهي سورة مكية ] سورة هود آياتها ۱۲۳ ۱. الٓر ۚ كِتَـٰبٌ أُحْكِمَتْ ءَايَـٰتُهُۥ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ الف، لام، را، داسې كتاب چې ایتونه يې بشپړ (ثابت او کره) دي، بیا د ډيرحكمت والا، پوره خبردار له خوا په تفصیل سره بیان شوي دي. ۲. أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَۚ إِنَّنِي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ دا چې تاسو یوازې د الله عبادت وکړئ؛ زه له هغه څخه ستاسو لپاره ګواښونکی او زېری ورکونکی یم. ۳. وَأَنِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُم مَّتَاعًا حَسَنًا إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُۖ وَإِن تَوَلَّوْا فَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ كَبِيرٍ او که له خپل رب څخه بښنه وغواړئ، بیا توبه وباسئ، هغه به تاسو ته تر ټاکلې مودې پورې ډیره ښکلې ګټه درکړي، او هر سړي ته به د هغه د ښه عمل په اندازه اجر ورکړي. که تاسو مخ وګرځوئ، زه د لویې ورځې له عذاب څخه وېرېږم. ۴. إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ستاسو تګ بیرته الله ته دي، او هغه په هر شي ځواکمن بر...