یونس عدد آياتها 109 وهي مكية بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ ۱. الر ۚ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ (۱). الف، لام، را د کتاب دا ایتونه له حکمت ډک دي. ۲. أَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا أَنْ أَوْحَيْنَا إِلَىٰ رَجُلٍ مِنْهُمْ أَنْ أَنْذِرِ النَّاسَ وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۗ قَالَ الْكَافِرُونَ إِنَّ هَٰذَا لَسَاحِرٌ مُبِينٌ (۲). ایا په دې خبره خلک تعجب کوي چې موږ له دوی څخه یو سړي ته وحی وکړه چې خلک وویروه او هغو خلکو ته زیری ورکړه چې ایمان يې راوړی دی چې یقینا ددوی د رب په نزد ددوی لپاره رښتینې مرتبه ده، نو کافران وايي چې یقینا دا ښکاره کوډګر دی. ۳. إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۖ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ ۖ مَا مِنْ شَفِيعٍ إِلَّا مِنْ بَعْدِ إِذْنِهِ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ (۳). یقینا ستاسې رب الله دی هغه چې په شپږو ورځو کې يې اسمانونه او ځمکه هست کړل او بیايې په عرش استوا [برابرتیا] وکړه، د ټول...