Skip to main content

توبة، دالله طرفته ګرځېدل


سورة التوبة

عدد آياتها 129 وهي مدنية – نزلت بعد المائدة

1. بَرَاءَةٌ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى الَّذِينَ عَاهَدْتُمْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ
2. فَسِيحُوا فِي الْأَرْضِ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ ۙ وَأَنَّ اللَّهَ مُخْزِي الْكَافِرِينَ
3. وَأَذَانٌ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الْأَكْبَرِ أَنَّ اللَّهَ بَرِيءٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ۙ وَرَسُولُهُ ۚ فَإِنْ تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ ۖ وَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ ۗ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُوا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ
4. إِلَّا الَّذِينَ عَاهَدْتُمْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ثُمَّ لَمْ يَنْقُصُوكُمْ شَيْئًا وَلَمْ يُظَاهِرُوا عَلَيْكُمْ أَحَدًا فَأَتِمُّوا إِلَيْهِمْ عَهْدَهُمْ إِلَىٰ مُدَّتِهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ
5. فَإِذَا انْسَلَخَ الْأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَاحْصُرُوهُمْ وَاقْعُدُوا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ ۚ فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَخَلُّوا سَبِيلَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
6. وَإِنْ أَحَدٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّىٰ يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْلَمُونَ
1. داد الله له طرفه او د رسول الله له طرفه له مشرکانو څخه ‏د بېزارۍ اعلان دی هغه چاته چې تاسې [مومنانو] ورسره ژمنه کړې ده.
2. نو تاسې [مشرکان] څلور میاشتې په ځمکه کې وګرځئ، او پوه شی چې تاسې نه شی کولای چې الله کمزوری کړی، او یقینا الله د کافرانو شرموونکی دی.
3. او داد الله له طرفه او د رسول الله له طرفه د لوی حج په ورځ خلکو ته اعلان دی چې الله له مشرکانو څخه بېزاره دی او رسول الله هم  له مشرکانو څخه بېزاره دی، نو تاسې [مشرکان] که توبه وباسی دا درته غوره ده، او که له توبې څخه واوښتلی نو پوه شی چې تاسې نه شی کولای چې الله کمزوری کړی، او هغو کسانو ته چې کافران شوي دي د دردونکي عذاب زیری ورکړه.
4. خو هغه كسان چې تاسې ورسره ژمنه کړې ده او مشرکان دي، بیايې په ژمنه کې څه کمښت نه دی راوړی، او ستاسې له دښمنانو سره یې څه مرسته نه ده کړې، نو له دوی سره خپله ژمنه ترټاکلې مودې پایته ورسوی، یقینا الله له متقیانو سره مینه کوي.
5. نو كله چې څلور عزت والا میاشتې تیرې شوې نو هرځای چې تاسې مشرکان وموندل وې وژنئ، او وې نیسئ، او کلابند يې کړئ، او هغوی ته په هره چوڼۍ کې کېنئ، نو که دوی الله ته توبه وویستله او لمونځ يې قایم کړ او زکات يې ورکړ نو ددوی لارې پریږدئ، یقینا الله بښوونکی او رحم والا دی.
6. كه یو له مشرکانو څخه له تا پنا وغواړي، نو پنا ورکړه تردې چې د الله کلام واوري، بیايې د امن ځای ته بېرته ورسوه، ځکه چې دا داسې قوم دی چې نه پوهیږي.

7. كَيْفَ يَكُونُ لِلْمُشْرِكِينَ عَهْدٌ عِنْدَ اللَّهِ وَعِنْدَ رَسُولِهِ إِلَّا الَّذِينَ عَاهَدْتُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۖ فَمَا اسْتَقَامُوا لَكُمْ فَاسْتَقِيمُوا لَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ
8. كَيْفَ وَإِنْ يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ لَا يَرْقُبُوا فِيكُمْ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً ۚ يُرْضُونَكُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ وَتَأْبَىٰ قُلُوبُهُمْ وَأَكْثَرُهُمْ فَاسِقُونَ
9. اشْتَرَوْا بِآيَاتِ اللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِهِ ۚ إِنَّهُمْ سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
10. لَا يَرْقُبُونَ فِي مُؤْمِنٍ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُعْتَدُونَ
11. فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ ۗ وَنُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ
12. وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ ۙ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنْتَهُونَ
13. أَلَا تُقَاتِلُونَ قَوْمًا نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ وَهَمُّوا بِإِخْرَاجِ الرَّسُولِ وَهُمْ بَدَءُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ أَتَخْشَوْنَهُمْ ۚ فَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَوْهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ
7. له الله او له رسول الله سره د مشرکانو ژمنه څنګه کېدای شي؟ خو هغه کسان چې له تاسې سره يې د مسجد الحرام ترڅنګ ژمنه کړې ده، ترهغې چې دوی په دغه ژمنه باندې برابر ولاړ دي نو تاسې هم ورته برابر ودریږئ، یقینا الله له متقیانو سره مینه کوي.
8. تاسې له مشرکانو سره ولې جګړه نه کوی، او که دوی په تاسې برلاسي شي نو په تاسې کې لحاظ نه ساتي، نه د خپلوۍ لحاظ ساتي او نه د ژمنې، تاسې پخپلو خبرو خوشاله کوي خو ددوی زړونه ستاسې له مینې څخه انکار کوي، او په دوی کې ډیری نافرمان دي.
9. دوی د الله د ایتونو په وړاندې لږې پیسې [دنیا] غوره کړې ده، نو د الله له لارې څخه يې نور خلک هم واړول، یقینا ډیر بد دي هغه عملونه چې دوی يې کوي.
10. دا مشرکان د خپلوۍ او ژمنې لحاظ نه ساتي، او همدا کسان له حدڅخه تیری کونکي دي.  
11. نو كه دوی توبه وویستله او لمونځ يې قایم کړ او زکات يې ورکاو نو دوی ستاسې دیني وروڼه دي، موږ ایتونه د هغه قوم لپاره په واضحه توګه بیانوو چې پوهیږي.
12. او که دوی خپل قسمونه له هغې روسته مات کړل چې له تاسې سره يې ژمنه وکړه او ستاسې په دین کې يې عیب هم ولګاوو، نو د کفر له مشرانو سره جګړه وکړئ، ددوی لپاره قسم نشته دی، ددې لپاره چې دوی له خپل کفر څخه منع شي.
13. ايا تاسې له هغو کافرانو سره جګړه نه کوی چې هغوی خپل قسمونه مات کړي دي او د پيغمبر [محمد صلی الله علیه وسلم] د ویستلو اراده يې کړې ده، هغوی لومړی په تاسو پیل [شروع] کړی دی، ایا له هغوی ویریږی؟ یقینا الله ډیر ددې لایق دی چې ویره ترې وشي که تاسې مومنان یاست.
14. قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ
15. وَيُذْهِبْ غَيْظَ قُلُوبِهِمْ ۗ وَيَتُوبُ اللَّهُ عَلَىٰ مَنْ يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
16. أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تُتْرَكُوا وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنْكُمْ وَلَمْ يَتَّخِذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَا رَسُولِهِ وَلَا الْمُؤْمِنِينَ وَلِيجَةً ۚ وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ
17. مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِينَ أَنْ يَعْمُرُوا مَسَاجِدَ اللَّهِ شَاهِدِينَ عَلَىٰ أَنْفُسِهِمْ بِالْكُفْرِ ۚ أُولَٰئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ وَفِي النَّارِ هُمْ خَالِدُونَ
18. إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا اللَّهَ ۖ فَعَسَىٰ أُولَٰئِكَ أَنْ يَكُونُوا مِنَ الْمُهْتَدِينَ
19. أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ لَا يَسْتَوُونَ عِنْدَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
20. الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِنْدَ اللَّهِ ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ
14. جګړه وکړئ له دې مشرکانو سره الله به دوی ته ستاسې په لاسونو عذاب ورکوي، وبه يې شرموي، او تاسې ته به په دوی باندې مدد درکړي، الله به د هغو کسانو سینې ته شفا ورکړي چې مومنان دي.
15. الله تعالی به د مومنانو له زړونو څخه غوصه لرې کړي، الله چې چاته وغواړي توبه پرې باسي، او الله پوه او حکمتونو والا دی.
16. ‏[ای مومنانو] ‏ايا تاسې ګڼلې ده چې تاسې به پرته له ازمیښت پرېښوول شی؟ او تر اوسه پورې الله تعالی هغه کسان راښکاره کړي ‏ نه دي چې په تاسې کې يې جهاد کړی دی او د الله او رسول الله او د مومنانو پرته يې بل دوست نه دی نیولی، او الله په هغه څه خبر دی چې تاسې يې کوی.
17.  مشرکانو ته نه دي پکار چې دوی د الله جوماتونه جوړ کړي په داسې حال کې چې پخپل ځان باندې د کفر شاهدي ورکوي، ددې کسانو اعمال برباد دي، او ځای يې د تل لپاره  په اور کې دی.
18. یقینا د الله جوماتونه هغه کسان جوړوي چې په الله ایمان لري، او په روستنۍ ورځ ایمان لري، لمونځ کوي او زکات ورکوي، او نه وریږي مګر یوازې له الله څخه ویریږي، نو امید دی چې داکسان له هدایت شویو څخه شي.
19. ایا تاسې حاجیانو ته اوبه ورکول او د مسجد الحرام ابادي د هغه چا په څير ګڼی چې هغوی په الله ایمان راوړی دی او په وروستنۍ ورځ يې ایمان راوړی دی او د الله په لاره کې يې جهاد کړی دی، د الله په نزد دا برابر نه دي، الله ظالمانو ته هدایت نه کوي.
20. هغو كسانو چې ایمان راوړی دی او هجرت يې کړی دی او پخپلو مالونو او پخپلو ځانونو يې د الله په لاره کې جهاد کړی دی، د الله په نزد ددوی درجه ډیره وچته ده، او همدغه کسان دوی کامیاب دي.
21. يُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُمْ بِرَحْمَةٍ مِنْهُ وَرِضْوَانٍ وَجَنَّاتٍ لَهُمْ فِيهَا نَعِيمٌ مُقِيمٌ
22. خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۚ إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ
23. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا آبَاءَكُمْ وَإِخْوَانَكُمْ أَوْلِيَاءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمَانِ ۚ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ
24. قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّىٰ يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ
25. لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ ۙ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ ۙ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُمْ مُدْبِرِينَ
26. ثُمَّ أَنْزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَىٰ رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَنْزَلَ جُنُودًا لَمْ تَرَوْهَا وَعَذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُوا ۚ وَذَٰلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ
21. ددوی رب دوی ته زیری ورکوي دده له طرفه د رحمت او مهربانۍ، او د خپلې خوشالۍ او د هغو جنتونو چې په هغو کې به ددوی لپاره تلپاتې نعمتونه وي.
22. دوی به هم په دې جنت کې د تل لپاره اوسیږي، یقینا له الله سره ډیر لوی اجر دی.
23. ای مومنانو خپل پلرونه او وروڼه دوستان مه نیسی کله چې دوی د ایمان په وړاندې کفر ښه ګڼي، څوک چې دوی ته ورواوښت نو همدوی ظالمان دي.
24.  دوی ته ووایه که ستاسې پلرونه او زامن، ستاسې وروڼه او ستاسې مېرمنې، او ستاسې قوم قبیله خپلوان، او هغه مالونه چې تاسې ګټلي دي، او هغه سوداګري چې تاسې د هغې له ټوټه کېدو ‏[خرابیدو]‏ څخه ویریږی، او هغه کورونه چې تاسې يې خوښوی له الله او رسول الله څخه او د الله په لاره کې له جهاد څخه زیات ستاسې خوښ وي نو انتظار وکړی تردې چې ستاسې په اړه د الله حکم راشي، او الله نافرمان قوم ته هدایت نه کوي.
25. يقينا الله سبحانه و تعالي له تاسې سره په ډیرو ځایونو کې مرستې کړي دي، او د حنین په ورځ کله چې تاسې خپل ډیروالي په تعجب کې واچولی، نو دې ډیروالي تاسې ته هیڅ ګټه درنکړه، او ځمکه سره د پراخۍ په تاسې تنګه شوه، بیا تاسې جګړې ته شا وګرځوله.
26. بيا الله پخپل رسول باندې ډاډ [اطمینان] راولیږه او په مومنانو يې هم راولیږه، او الله داسې لښکرې راولیږلې چې تاسې نه لیدلې [الله تعالی د مومنانو د مدد لپاره ملایک راولیږل] او په دې سره يې کفارو ته عذاب ورکړ، او همدا د کافرانو سزا ده.
27. ثُمَّ يَتُوبُ اللَّهُ مِنْ بَعْدِ ذَٰلِكَ عَلَىٰ مَنْ يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ
28. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلَا يَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَٰذَا ۚ وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ إِنْ شَاءَ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
29. قَاتِلُوا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حَتَّىٰ يُعْطُوا الْجِزْيَةَ عَنْ يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ
30. وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللَّهِ وَقَالَتِ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللَّهِ ۖ ذَٰلِكَ قَوْلُهُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ ۖ يُضَاهِئُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَبْلُ ۚ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ ۚ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ
31. اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا إِلَٰهًا وَاحِدًا ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ
27. له دې جګړې روسته الله په هغه چا توبه باسي چې وغواړي، او الله بښوونکی دی رحم والا دی.
28. ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی یقینا مشرکان ناولي دي نو له دې کال روسته دې مسجدالحرام ته نه نژدې کېږي، که تاسې له بېوزلۍ څخه ویریږی، نو ژر دی چې الله له خپل فضل څخه تاسې شتمن کړي که د الله اراده وه، الله پوه او حکمتونو والا دی.
29. له هغو كسانو سره جګړه وکړی چې په الله او په روستنۍ ورځ ایمان نه راوړي، او هغه څه نه حراموي چې الله او رسول الله حرام کړي دي، او دحق دین تابعداري نه کوي، له هغو کسانو څخه چې دوی ته کتاب ورکړل شوی دی، تردې چې دوی پخپلو لاس جزیه ورکړي او دوی به ‌ذلیله وي.
30. او یهودیان وايي عزیر د الله زوی دی، او نصارا وايي عیسی د الله زوی دی، دا ددوی خبرې دي چې ددوی په خولو دي، د هغو کافرانو له خبرو سره ورته والی لري چې پخوا تیرشوي دي، الله دې دوی مړه کړي کومې خوا اړول کېږي.
31. دوی خپل ملایان او پیران له الله بغیر قانون سازان نیولي دي، او عیسی د مریم زوی يې معبود نیولی دی په داسې حال کې چې دوی ته امر نه دی شوی مګرداچې د یوه معبود عبادت وکړي چې هغه االله دی، بل معبود نشته مګر الله دی، الله له هغه څه پاک دی چې دوی ورسره شریکان جوړوي.
32. يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ
33. هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ
34. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۗ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ
35. يَوْمَ يُحْمَىٰ عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَىٰ بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ ۖ هَٰذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُونَ
36. إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ۚ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ ۚ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ ۚ وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ
32. دا یهود او نصارا اراده لري چې پخپلو خولو د الله رڼا مړه کړي، الله سبحانه و تعالی به هرڅه پریږدي خو خپله رڼا به بشپړوي [داسلام غلبه به راولي].
33. الله هغه ذات دی چې خپل رسول يې له هدایت سره اوپه حق دین سره راولیږه چې اسلام په ټولو دینونو غالبه کړي که څه هم مشرکان يې بد ګڼي.
34. اي هغو كسانو چې تاسې ایمان راوړی دی ډیری ملایان او ډیری پیران د خلکو مالونه په ناروا توګه خوري او د الله له لارې څخه خلک اړوي، هغه کسان چې سره زر او سپين زر ټولوي او د الله په لاره کې يې نه لګوي، دوی ته ددردناک عذاب زیری ورکړه.
35. هغه ورځ به ددوی لپاره عذاب وي چې ددوی زیرمې [خزانې] به د جهنم په اور کې ګرمې کړی شي او ددوی تندي او ددوی اړخونه او ددوی شاګانې به پرې وداغل شي، دوی ته به ویل کېږي داهغه څه دي چې تاسې د خپلو ځانونو لپاره زیرمه کړي وو.
36. د الله په نزد په کال کې د میاشتو شمیر د الله په کتاب [لوح محفوظ]کې دولس میاشتې دی له کومې ورځې چې الله تعالی اسمانونه او ځمکه هست کړي دي، له دې میاشتو څخه څلور عزت والا دي، دا قوي [او صحیح] دین دی، نو تاسې په دې میاشتو کې پخپلو ځانونو ظلم مه کوی، تاسې ټول له مشرکانو سره جګړه وکړی لکه څنګه چې دوی ټول له تاسې سره جګړه کوي، او پوه شی چې الله د متقیانو ملګری دی.
37. إِنَّمَا النَّسِيءُ زِيَادَةٌ فِي الْكُفْرِ ۖ يُضَلُّ بِهِ الَّذِينَ كَفَرُوا يُحِلُّونَهُ عَامًا وَيُحَرِّمُونَهُ عَامًا لِيُوَاطِئُوا عِدَّةَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ فَيُحِلُّوا مَا حَرَّمَ اللَّهُ ۚ زُيِّنَ لَهُمْ سُوءُ أَعْمَالِهِمْ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ
38. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ ۚ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ ۚ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ
39. إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئًا ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
40. إِلَّا تَنْصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللَّهُ إِذْ أَخْرَجَهُ الَّذِينَ كَفَرُوا ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا ۖ فَأَنْزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُ بِجُنُودٍ لَمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِينَ كَفَرُوا السُّفْلَىٰ ۗ وَكَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ الْعُلْيَا ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
37. یقینا د عزت والا میاشتو اېسته کول په کفر کې ډیروالی دی، په دې باندې هغه کسان ګمراه کېږي چې کافر دي، دغه میاشتې یوکال حلالوي او یوکال يې حراموي، ددې لپاره چې دوی د هغه څه له شمېر سره موافقت وکړي چې الله سبحانه و تعالی ورته عزت ورکړی دی نو چې هغه څه حلال کړي چې الله حرام کړي دي، دوی ته ددوی بدعملونه ښایسته کړل شوي دي، او الله د کافرانو قوم ته هدایت نه کوي.
38. ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی څه وجه ده چې کله تاسې ته وویل شي ووځی تاسې ځمکې ته ځانونه درانده درانده کوی، ایا تاسې د اخرت په بدل کې ددنیا په ژوند خوشاله یاست، نو د اخرت په پرتله ددنیا څکه نه ده مګر ډیره لږه ده.
39. كه تاسې نه وځی نو الله به دردناک عذاب درکړي ستاسې په ځای به بل قوم راولي، تاسې به الله ته هیڅ ضرر ونه شی رسولی، او الله په هرڅه قادر دی.
40. كه تاسې د رسول الله مدد نه کوی یقینا الله تعالی له ده سره مدد کړی وو کله چې کافرانو له مکې څخه وویسته، هغه دوم د دوه کسانو وو کله چې دوی په غار کې وو، هغه وخت چې ده خپل ملګري ته وویل مه خپه کېږه الله له موږ سره دی، الله سبحانه و تعالی خپل اطمینان په هغه باندې راولیږه، او په داسې لښکرو يې قوي کړ چې تاسې نه لیدل، نو وګرځوله الله د کافرانو خبره لاندې [سپکه او ناکامه]،  او د الله خبره [کلیمه] تل وچته ده، او الله غالب او حکمتونو والا دی.
41. انْفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ
42. لَوْ كَانَ عَرَضًا قَرِيبًا وَسَفَرًا قَاصِدًا لَاتَّبَعُوكَ وَلَٰكِنْ بَعُدَتْ عَلَيْهِمُ الشُّقَّةُ ۚ وَسَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَوِ اسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ يُهْلِكُونَ أَنْفُسَهُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ
43. عَفَا اللَّهُ عَنْكَ لِمَ أَذِنْتَ لَهُمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَتَعْلَمَ الْكَاذِبِينَ
44. لَا يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ أَنْ يُجَاهِدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالْمُتَّقِينَ
45. إِنَّمَا يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ فَهُمْ فِي رَيْبِهِمْ يَتَرَدَّدُونَ
46. وَلَوْ أَرَادُوا الْخُرُوجَ لَأَعَدُّوا لَهُ عُدَّةً وَلَٰكِنْ كَرِهَ اللَّهُ انْبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِيلَ اقْعُدُوا مَعَ الْقَاعِدِينَ
47. لَوْ خَرَجُوا فِيكُمْ مَا زَادُوكُمْ إِلَّا خَبَالًا وَلَأَوْضَعُوا خِلَالَكُمْ يَبْغُونَكُمُ الْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّاعُونَ لَهُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ
41. تاسې سپک او درانده ووځی، او پخپلو ځانونو او مالونو سره د الله په لار کې جهاد وکړی، دا ستاسې لپاره غوره دی، که تاسې پوهیږی.
42. كه سامان نژدې وای او سفر هم درمیانه [لږ] وای نو دوی به ستا تابعداري کړې وه، خو په دوی باندې مزل لرې شوی دی، او دوی به په الله باندې قسمونه کوي که زموږ وس رسیدلی نو موږ به له تاسره وتلي وو، ځانونه تباه کوي، او الله تعالی پوهیږي چې یقینا دوی دروغجن دي.
43. ای نبي، الله دې تاته معافي وکړي دوی ته ولې اجازه ورکوې،  تردې پورې اجازه مه ورکوه چې تاته راښکاره شي هغه کسان چې په عذر کې رښتیني دي او تاته دروغجن مالوم شي.
44. هغه کسان چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لري  له تا اجازه نه غواړي چې دوی پخپلو مالونو او ځانونو سره جهاد وکړي، او الله په متقیانو باندې پوه دی.
45. يقينا له تاهغه کسان اجازه غواړي چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه لري، او ددوی زړونه شکمن دي، او دوی پخپلو شکونو کې پریشانه دي.
46. که دوی د وتلو اراده لرلی، نو دوی به د هغې لپاره مخکې له مخکې چمتوالی نیولی وای، خو الله بد ګڼي ددوی راپاڅول،  نو دوی يې منع کړل، او دوی ته وویل شول چې تاسې له ناستو خلکو سره کینی.
47. كه دا منافقان له تاسې سره وتلي وای نو په تاسې کې يې نه ډیراوه مګر فساد، نو دوی به ستاسې ترمنځ د چوغلۍ اسونه ځغلولي وای، دوی ستاسې ترمنځ فتنه لټوي [هغه شی غواړي چې تاسې په پریشانۍ او جنجال کې غورځوي] په تاسې کې داسې خلک شته چې د منافقانو اوریدونکي دي، او الله په ظالمانو باندې پوه دی.
48. لَقَدِ ابْتَغَوُا الْفِتْنَةَ مِنْ قَبْلُ وَقَلَّبُوا لَكَ الْأُمُورَ حَتَّىٰ جَاءَ الْحَقُّ وَظَهَرَ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ كَارِهُونَ
49. وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ ائْذَنْ لِي وَلَا تَفْتِنِّي ۚ أَلَا فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُوا ۗ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ
50. إِنْ تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ ۖ وَإِنْ تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُوا قَدْ أَخَذْنَا أَمْرَنَا مِنْ قَبْلُ وَيَتَوَلَّوْا وَهُمْ فَرِحُونَ
51. قُلْ لَنْ يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ
52. قُلْ هَلْ تَرَبَّصُونَ بِنَا إِلَّا إِحْدَى الْحُسْنَيَيْنِ ۖ وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ أَنْ يُصِيبَكُمُ اللَّهُ بِعَذَابٍ مِنْ عِنْدِهِ أَوْ بِأَيْدِينَا ۖ فَتَرَبَّصُوا إِنَّا مَعَكُمْ مُتَرَبِّصُونَ
53. قُلْ أَنْفِقُوا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا لَنْ يُتَقَبَّلَ مِنْكُمْ ۖ إِنَّكُمْ كُنْتُمْ قَوْمًا فَاسِقِينَ
54. وَمَا مَنَعَهُمْ أَنْ تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقَاتُهُمْ إِلَّا أَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَبِرَسُولِهِ وَلَا يَأْتُونَ الصَّلَاةَ إِلَّا وَهُمْ كُسَالَىٰ وَلَا يُنْفِقُونَ إِلَّا وَهُمْ كَارِهُونَ
48. يقينا دوی فتنه غوښتې ده، او ستا لپاره يې کارونه اړولي را اړولي دي [دسیسې يې جوړې کړي دي]، تردې چې حق راغی او د الله حکم راښکاره شو او په داسې حال کې چې دوی بدګڼونکي دي.
49. ځینې منافقان هغه څوک دي چې [نبي صلی الله علیه وسلم ته] وايي ماته [د جهاد] د پريښودو اجازه راکړه او ما په فتنه کې مه اچوه. خبردار شی چې دوی په فتنه کې لویدلي دي، او یقینا جهنم ددوی راګیرونکی دی.
50. که تاته ښه حالت راشي نو دوی خپه کېږي، که تاته څه تکلیف در ورسیږي نو دوی وايي یقینا موږ خپل کار له مخکې څخه نیولی دی، او دوی [ستا له مجلس څخه] اوړي او دوی خوشاله دي.
51. ووايه، موږ ته نه رسیږي خو هغه څه چې الله موږ ته لیکلي دي، الله زموږ دوست دی، او مومنان دې الله ته ځان وسپاري.
52. ووايه، تاسې په موږ انتظار نه کوی مګر یو له دوه ښو حالتونو څخه، او موږ هم په تاسې ددوه مصیبتونو انتظار کوو یابه الله له خپل نزده تاسې ته عذاب در ورسوي یابه تاسې ته زموږ په لاسونو عذاب در ورسوي، نو انتظار کوی موږ هم له تاسې سره انتظار کوونکي یو.
53.  ووایه، تاسې خپل مالونه په زور یا په خپله خوښه ‏ د الله په لار کې ‏لګوی له تاسې به ونه منل شي، یقینا تاسې یو نافرمان قوم یاست.
54. او ددوی دانفاق منل نه دي منع کړي مګر دې خبرې چې یقینا دوی له الله او رسول الله څخه انکار [کفر] کړی دی، او دوی لمانځه ته نه راځي مګر داچې سست دي او دوی نه مال لګوي مګر په دې حال کې چې دوی بدګڼونکي دي.
55. فَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ
56. وَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ إِنَّهُمْ لَمِنْكُمْ وَمَا هُمْ مِنْكُمْ وَلَٰكِنَّهُمْ قَوْمٌ يَفْرَقُونَ
57. لَوْ يَجِدُونَ مَلْجَأً أَوْ مَغَارَاتٍ أَوْ مُدَّخَلًا لَوَلَّوْا إِلَيْهِ وَهُمْ يَجْمَحُونَ
58. وَمِنْهُمْ مَنْ يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُوا مِنْهَا رَضُوا وَإِنْ لَمْ يُعْطَوْا مِنْهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ
59. وَلَوْ أَنَّهُمْ رَضُوا مَا آتَاهُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ سَيُؤْتِينَا اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَرَسُولُهُ إِنَّا إِلَى اللَّهِ رَاغِبُونَ
60. إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ ۖ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
61. وَمِنْهُمُ الَّذِينَ يُؤْذُونَ النَّبِيَّ وَيَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ ۚ قُلْ أُذُنُ خَيْرٍ لَكُمْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَيُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِينَ وَرَحْمَةٌ لِلَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ ۚ وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ رَسُولَ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
55. نوددوی مالونه او ددوی اولادونه دې تا په تعجب کې نه اچوي، يقينا  الله اراده لري چې په دې باندې دوی ته ددنیا په ژوند کې عذاب وركړي، او ددوی ساوې [روحونه] راوزي په داسې حال کې چې دوى كافران وي.
56. اودوی په الله قسمونه كوي چې دوى له تاسې څخه دي حال داچې هغوي له تاسې څخه نه دي، خو دوى داسې قوم دى چې ويريږي.
57. كه دوی د پنا ځای یا سمڅه ومومي چې په کې پټ شي یا بل کوم ځای د ننوتلو نو یقینا به دوی هغه ته ورګرځیدلي وو په داسې حال کې چې دوی به منډې وهلې.  
58. اوځينې له دغو( منافقانو) څخه هغه دي چې د صدقو په ویش کې په تا اعتراضونه کوي، که له هغې څخه دوی ته برخه ورکړل شي نو خوشالیږي، که [له صدقو څخه] برخه ورنکړل شي نو هغه وخت په غوسه کېږي.
59. او [دوی ته دا ډیره ښه وه چې] دوى په هغه څه راضي شوي واى چې دوی ته الله او رسول الله  وركړي وو او دوی ويلي واى موږته الله کافي دی ژر به الله له خپل فضل څخه ډیرنعمتونه راکړي او رسول الله به هم په موږ پیرزونه وکړي، بيشكه موږ الله ته رغبت كوونكي يو [الله ته د امید سترګې اړوو].
60. یقینا، صدقې د فقیرانو او مسکینانو او د صدقو د راغونډولو د مامورینو لپاره دي، او د هغو خلکو لپاره دي چې په زړونو کې يې [له اسلام سره] الفت [مینه] واچول شي، او داد غاړو د خلاصون او د پوروړو د مرستې، او د الله په لاره کې او د مساپرو په مرسته کې لګیږي، داد الله له طرفه یوه فریضه ده، او الله پوه دی او د حکمتونو والا دی.
61. اوله دوی څخه ځینې هغه كسان دي چې دوی پیغمبر ځوروي، او وايي چې دی [رسول الله] غوږونه دي [هره خبره آوري اوتصديق پرې كوي] ووايه دی [محمد صلی الله علیه وسلم] د ستاسې د ښې خبرې اوریدونکی دی او دی په الله باور او یقین لري او د مومنانو په خبرو باور کوي، د هغو کسانو لپاره رحمت دی ‏چې په تاسې کې يې ایمان راوړی دی، او هغه کسان چې رسول الله ځوروي د هغوی لپاره دردناک عذاب دی.
62. يَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَكُمْ لِيُرْضُوكُمْ وَاللَّهُ وَرَسُولُهُ أَحَقُّ أَنْ يُرْضُوهُ إِنْ كَانُوا مُؤْمِنِينَ
63. أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّهُ مَنْ يُحَادِدِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَأَنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدًا فِيهَا ۚ ذَٰلِكَ الْخِزْيُ الْعَظِيمُ
64. يَحْذَرُ الْمُنَافِقُونَ أَنْ تُنَزَّلَ عَلَيْهِمْ سُورَةٌ تُنَبِّئُهُمْ بِمَا فِي قُلُوبِهِمْ ۚ قُلِ اسْتَهْزِئُوا إِنَّ اللَّهَ مُخْرِجٌ مَا تَحْذَرُونَ
65. وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ ۚ قُلْ أَبِاللَّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ
66. لَا تَعْتَذِرُوا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ ۚ إِنْ نَعْفُ عَنْ طَائِفَةٍ مِنْكُمْ نُعَذِّبْ طَائِفَةً بِأَنَّهُمْ كَانُوا مُجْرِمِينَ
67. الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُمْ مِنْ بَعْضٍ ۚ يَأْمُرُونَ بِالْمُنْكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ ۚ نَسُوا اللَّهَ فَنَسِيَهُمْ ۗ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ
68. وَعَدَ اللَّهُ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ هِيَ حَسْبُهُمْ ۚ وَلَعَنَهُمُ اللَّهُ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ مُقِيمٌ
62. دوی تاسې ته په الله قسمونه خوري چې تاسې خوشاله کړي، په داسې حال کې چې الله او رسول الله ډیر ددې حقدار دي چې رضا يې ترلاسه شي که دوی مومنان وي.
63. ايا دوی نه دي پوه چې یقینا هرڅوک چې د الله او د رسول الله مخالفت وکړي د هغه لپاره د دوزخ اور دی چې د تل لپاره به په دې اور کې اوسیږي، دا لویه رسوايي ده.
64. دا منافقان ویریږي چې په تاسې داسې سورة نازل نه شي چې په هغه څه مومنان خبروي چې ددوی [منافقانو] په زړونوکې دي. دوی ته ووایه، تاسې مسخرې کوی یقینا الله د هغه څه څرګندونکی دی چې تاسې يې له څرګندېدو څخه ویریږی.
65. كه ته له دوی پوښتنه وکړې چې تاسې څه ویلې؟ نو دوی به ووايي چې موږ ټوکې ټکالې او لوبې کولې. دوی ته ووایه ایا په الله او د الله په ایتونو او په رسول الله تاسې ټوکې کولې؟
66. عذرونه مه کوی یقینا روسته له ایمان راوړلو څخه تاسې کافران شوي یاست، که موږ ستاسې یوې ډلې ته عفوه وکړو نو خامخا به بلې ډلې ته عذاب ورکړو له دې کبله چې دوی ګناهګاران وو.
67. منافقان او منافقانې ځینې له ځینې نورو دي، دوی د بدۍ طرفته بلل کوي او له نیکیو څخه منع کوي، دوی [د خیر له کارونو څخه] خپل لاسونه  نیسي، دوی الله هیر کړی دی نو الله له خپل رحمت څخه هغوی بې برخې کړي دي، یقینا منافقان همدوی فاسقان دي.  
68. الله له منافقو سړیو او منافقو ښځو سره او له ټولو کافرانو سره د دوزخ د اور ژمنه کړې ده، دوی به په دې کې د تل لپاره وي، دوی ته همدا دوزخ بس دی، او په دوی باندې الله لعنت کړی دی او دوی ته تلپاتې عذاب مقرر کړی شوی دی.
69. كَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ كَانُوا أَشَدَّ مِنْكُمْ قُوَّةً وَأَكْثَرَ أَمْوَالًا وَأَوْلَادًا فَاسْتَمْتَعُوا بِخَلَاقِهِمْ فَاسْتَمْتَعْتُمْ بِخَلَاقِكُمْ كَمَا اسْتَمْتَعَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ بِخَلَاقِهِمْ وَخُضْتُمْ كَالَّذِي خَاضُوا ۚ أُولَٰئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ
70. أَلَمْ يَأْتِهِمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَقَوْمِ إِبْرَاهِيمَ وَأَصْحَابِ مَدْيَنَ وَالْمُؤْتَفِكَاتِ ۚ أَتَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ ۖ فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَٰكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
71. وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ أُولَٰئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
72. وَعَدَ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ۚ وَرِضْوَانٌ مِنَ اللَّهِ أَكْبَرُ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ
69. تاسې [منافقان] د هغو کسانو په څير یاست چې له تاسو مخکې تیر شوي دي، هغوی د زور له پلوه د ستاسې په پرتله غښتلي وو او د مالونو او اولادونو له پلوه ډیر وو، نو دوی په دنیا کې له خپلې برخې ګټه واخیسته، او تاسې له خپلې برخې ګټه واخیسته لکه څنګه چې هغو کسانو له خپلې برخې ګټه اخیستې وه چې له تاسې مخکې تیر شوي دي، او تاسې په باطلو کې د هغو کسانو په څير ډوب شوی چې له تاسې پخوا په باطلو کې ډوب شوي وو، په دنیا او اخرت کې ددغو کسانو عملونه باطل شول او دغه کسان همدوی زیانکاران دي.
70. ایا دوی ته د هغو کسانو په اړه خبر نه دی راغلی چې له دوی مخکې تیرشوي دي، د نوح قوم او عاد او ثمود او د ابراهیم قوم او د مدین دښارخاوندان او د اړول شویو کلیو [د لوط قوم] چې پيغمبرانو دوی ته ښکاره معجزې راوړې. په دوی باندې الله ظلم نه وو کړی بلکې دوی داسې خلک وو چې پخپلو ځانونو به يې ظلم کاوو.
71. او مومنان او مومنانې ځینې ددوی د ځینې نورو دوستان دي، دوی د نیکۍ حکم کوي او له بدیو څخه منع کوي، او دوی لمونځ ادا کوي او زکات ورکوي، او د الله حکم مني او د رسول الله حکم مني، په دې کسانو به الله ژر رحم وکړي، یقینا الله غالب او د حکمتونو والا دی.
72. له نارینه او ښځينه مومنانو سره الله د جنتونو ژمنه کړې ده چې د هغو لاندې به ویالې بهیږي، دوی به په دې جنتونو کې د تل لپاره وي او په تلپاتې جنتونو کې ددوی لپاره پاک هستوګنځي دي او د الله رضا د الله له طرفه تر ټولو ستر انعام دی، او همدا ستر بری دی.
73. يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ ۚ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ
74. يَحْلِفُونَ بِاللَّهِ مَا قَالُوا وَلَقَدْ قَالُوا كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُوا بَعْدَ إِسْلَامِهِمْ وَهَمُّوا بِمَا لَمْ يَنَالُوا ۚ وَمَا نَقَمُوا إِلَّا أَنْ أَغْنَاهُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ مِنْ فَضْلِهِ ۚ فَإِنْ يَتُوبُوا يَكُ خَيْرًا لَهُمْ ۖ وَإِنْ يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۚ وَمَا لَهُمْ فِي الْأَرْضِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ
75. وَمِنْهُمْ مَنْ عَاهَدَ اللَّهَ لَئِنْ آتَانَا مِنْ فَضْلِهِ لَنَصَّدَّقَنَّ وَلَنَكُونَنَّ مِنَ الصَّالِحِينَ
76. فَلَمَّا آتَاهُمْ مِنْ فَضْلِهِ بَخِلُوا بِهِ وَتَوَلَّوْا وَهُمْ مُعْرِضُونَ
77. فَأَعْقَبَهُمْ نِفَاقًا فِي قُلُوبِهِمْ إِلَىٰ يَوْمِ يَلْقَوْنَهُ بِمَا أَخْلَفُوا اللَّهَ مَا وَعَدُوهُ وَبِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ
78. أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُمْ وَأَنَّ اللَّهَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ
73. ای نبي، ته له کفارو او له منافقانو سره جهاد کوه او په دوی باندې سختي راوله، ددوی ځای دوزخ دی او دا بد ځای د ورتګ دی.
74. دوی په الله باندې قسمونه خوري چې دوی نه دي ویلي او یقینا دوی د کفر خبره کړې ده او هغوی له اسلام راوړلو څخه روسته کافران شوي دي،  او دوی د هغه څه قصد کړی وو چې ور ونه رسیدل، او هغوی عیب نه لګاوو مګر له دې کبله چې الله او رسول الله له خپل فضله دوی غنیان کړل، او که دوی توبه وویستله نو دابه ددوی لپاره ښه وي، او که دوی بیرته وګرځي نو الله به دوی ته په دنیا او اخرت کې درناک عذاب ورکړي په داسې حال کې چې دوی لپاره به په ځمکه کې هیڅ دوست او مرستندوی نه وي.
75. او له دوی څخه ځينې هغه دي چې له الله سره يې ژمنه کړې وه چې که الله له خپل فضل څخه موږ شتمن کړو نو موږ به خیراتونه کوو او موږ به له صالحانو څخه شو.
76. خو کله چې الله پخپل فضل سره دوی شتمن کړل نو هغوی بخیلي وکړه، او له خپلې ژمنې څخه وګرځیدل په داسې حال کې چې څنګ کوونکي وو.
77. نو پایله يې ددوی په زړونو کې په نفاق باندې تمامه شوه تر هغې ورځې پورې چې دوی به له  الله سره ملاقات کوي، دادهغه څه له کبله چې دوی په هغه څه کې د الله مخالفت وکړ چې هغوی يې ژمنه کړې وه، او له دې کبله چې دوی به دروغ ویلې.
78. ایا هغوی نه دي پوهیدلي چې یقینا الله ددوی په پټو رازونو او ددوی په پټو ناستو پوه دی، او یقینا الله په ټولو پټو نالیدلو [غیب] باندې پوه دی.

79. الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ ۙ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

80. اسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لَا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ إِنْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِينَ مَرَّةً فَلَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ

81. فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلَافَ رَسُولِ اللَّهِ وَكَرِهُوا أَنْ يُجَاهِدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَالُوا لَا تَنْفِرُوا فِي الْحَرِّ ۗ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا ۚ لَوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ

82. فَلْيَضْحَكُوا قَلِيلًا وَلْيَبْكُوا كَثِيرًا جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ

83. فَإِنْ رَجَعَكَ اللَّهُ إِلَىٰ طَائِفَةٍ مِنْهُمْ فَاسْتَأْذَنُوكَ لِلْخُرُوجِ فَقُلْ لَنْ تَخْرُجُوا مَعِيَ أَبَدًا وَلَنْ تُقَاتِلُوا مَعِيَ عَدُوًّا ۖ إِنَّكُمْ رَضِيتُمْ بِالْقُعُودِ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَاقْعُدُوا مَعَ الْخَالِفِينَ

84. وَلَا تُصَلِّ عَلَىٰ أَحَدٍ مِنْهُمْ مَاتَ أَبَدًا وَلَا تَقُمْ عَلَىٰ قَبْرِهِ ۖ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ

79. هغه منافقان چې د خیرات کوونکو مومنانو په صدقاتو پورې عیبونه وايي او د هغو [کسانو عیبونه وايي] چې هیڅ نه مومي مګر د خپلې وسې هومره، نو دوی [منافقان] هغوی پورې مسخرې کوي، الله به دوی [مسخره کوونکو] ته سزا ورکړي او ددوی لپاره دردناک عذاب دی.

80. که ته دوی ته بښنه وغواړې یا دوی ته بښنه ونه غواړې، که ته دوی ته اویا ځلې بښنه وغواړې نو الله به دوی ته هیڅ بښنه ونکړي، ددې لپاره جې یقینا دوی په الله او په رسول الله باندې کفر کړی دی، او د فاسقانو قوم ته الله سمه نیغه لاره نه ښيي.
81.  دوی خوشاله شوي وو په ناستې خپلې بیرته پاتې شوي له رسول الله څخه، او دوی بد ګڼلی داچې پخپلو مالونو او ځانونو سره د الله په لاره کې جهاد وکړي، او دوی به ویل چې په دې ګرمۍ کې تاسې [غزا ته] مه ځی. دوی ته ووایه چې ددوزخ اور د ګرمۍ له پلوه ډیر سخت دی، که دوی پوهېدلی.
82. نو دوی دې لږ وخاندي، او ډیردې وژاړي، دا سزا د هغه عمل له کبله ده چې دوی به ترسره کاوو.
83. نو که ته الله بیرته راوستلې ددغو بیرته پاتې شویو یوې ډلې ته، او دوی له تا څخه [غزا ته] د بیا وتلو اجازه وغواړي، نو دوی ته ووایه چې تاسې به هیڅکله بیا له ماسره ونه وځی او زما په ملګرتیا به له هیڅ دښمن سره ونه جنګیږی، یقینا تاسې لومړی ځل په ناسته راضي شوی یاست، نو بیا تاسې ناست اوسی له بیرته پاتې شویو سره.
84. او هیڅکله د جنازې لمونځ مه کوه له دوی څخه په هیڅ یوه چې مړشي او دده په قبر مه دریږه، یقینا دوی په الله  او رسول الله باندې کفر کړی دی، او دوی [منافقان] په داسې حال کې مړه شول چې دوی فاسقان وو.
85. وَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَأَوْلَادُهُمْ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِي الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ
86. وَإِذَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ أَنْ آمِنُوا بِاللَّهِ وَجَاهِدُوا مَعَ رَسُولِهِ اسْتَأْذَنَكَ أُولُو الطَّوْلِ مِنْهُمْ وَقَالُوا ذَرْنَا نَكُنْ مَعَ الْقَاعِدِينَ
87. رَضُوا بِأَنْ يَكُونُوا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ
88. لَٰكِنِ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ جَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ ۚ وَأُولَٰئِكَ لَهُمُ الْخَيْرَاتُ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
89. أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ
وَجَاءَ الْمُعَذِّرُونَ مِنَ الْأَعْرَابِ لِيُؤْذَنَ لَهُمْ وَقَعَدَ الَّذِينَ كَذَبُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ سَيُصِيبُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
85. او ددوی مالونه او اولادونه دې تا په تعجب کې نه اچوي، یقینا الله اراده لري چې په دې سره دوی ته په دنیا کې عذاب ورکړي او ددوی ساګانې ووځي په داسې حال کې چې کافران دي.
86. او کله چې کوم سورة په دې اړه نازل شي چې تاسې په الله ایمان راوړی او د رسول الله په ملګرتیا کې جهاد وکړی نو له دوی څخه شتمن له تااجازه غواړي او هغوی وايي موږ پریږده چې له کېناستونکو سره واوسو.
87. دوی په دې راضي شول چې له بیرته پاتې شویو سره پاتې شي، او ددوی په زړونو ټاپه [مهر] وهل شوې ده نو دوی نه پوهیږي.
88. خو رسول الله او هغه کسان چې مومنان دي له ده سره، پخپلو مالونو او ځانونو يې جهاد وکړ، او د همدې کسانو لپاره ښیګڼې دي، او دا کسان همدوی بریالي دي.
89. الله ددوی لپاره جنتونه چمتو کړي دي چې د هغو لاندې ویالې بهیږي، دوی به په دې کې د تل لپاره وي، دا ستر بری دی.
90. له اعرابو [کوچیانو] څخه دروغجن عذرکونکي ددې لپاره راغلل چې دوی ته اجازه ورکړل شي، او هغه کسان چې الله ته او رسول الله ته يې دروغ ویلي وو کیناستل، له دوی څخه به هغو کسانو ته ژر دردناک عذاب  ورسیږي چې کافران شوي دي.

91. لَيْسَ عَلَى الضُّعَفَاءِ وَلَا عَلَى الْمَرْضَىٰ وَلَا عَلَى الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ مَا يُنْفِقُونَ حَرَجٌ إِذَا نَصَحُوا لِلَّهِ وَرَسُولِهِ ۚ مَا عَلَى الْمُحْسِنِينَ مِنْ سَبِيلٍ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ
92. وَلَا عَلَى الَّذِينَ إِذَا مَا أَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَا أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّوْا وَأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا أَلَّا يَجِدُوا مَا يُنْفِقُونَ

93. إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ وَهُمْ أَغْنِيَاءُ ۚ رَضُوا بِأَنْ يَكُونُوا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطَبَعَ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

91. په کمزورو [ضعفیانو] او ناروغانو او په هغو کسانو ګناه نشته چې دوی هغه څه [مال] نه مومي چې وې لګوي، کله چې دوی له الله او رسول الله سره اخلاص کوي، او په نیکي کوونکو [د ملامتۍ] کومه لاره نشته، او الله بښوونکی او رحم والا دی.  
92. او په هغو کسانو ګناه نشته چې کله  دوی تاته ددې لپاره راغلل چې ته دوی ته سورلۍ ورکړې، نو تا دوی ته وویل هغه څه نه مومم چې تاسې پرې سپاره کړم، نو دوی بیرته وګرځیدل په داسې حال کې چې له دې غمه يې له سترګو اوښکې بهیدې چې دوی هغه څه نه مومي چې وې لګوي. 

93. یقینا د ملامتۍ لاره په هغو کسانو ده چې دوی له تا څخه [دپاتې کیدو] اجازه غواړي په داسې حال کې چې دوی شتمن دي، دوی په دې راضي شول چې له بیرته پاتې شویو سره وي، الله ددوی په زړونو مهر لګولی دی خو دوی نه پوهیږي.
94. يَعْتَذِرُونَ إِلَيْكُمْ إِذَا رَجَعْتُمْ إِلَيْهِمْ ۚ قُلْ لَا تَعْتَذِرُوا لَنْ نُؤْمِنَ لَكُمْ قَدْ نَبَّأَنَا اللَّهُ مِنْ أَخْبَارِكُمْ ۚ وَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَىٰ عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ
95. سَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَكُمْ إِذَا انْقَلَبْتُمْ إِلَيْهِمْ لِتُعْرِضُوا عَنْهُمْ ۖ فَأَعْرِضُوا عَنْهُمْ ۖ إِنَّهُمْ رِجْسٌ ۖ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ
96. يَحْلِفُونَ لَكُمْ لِتَرْضَوْا عَنْهُمْ ۖ فَإِنْ تَرْضَوْا عَنْهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يَرْضَىٰ عَنِ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ
97. الْأَعْرَابُ أَشَدُّ كُفْرًا وَنِفَاقًا وَأَجْدَرُ أَلَّا يَعْلَمُوا حُدُودَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
98. وَمِنَ الْأَعْرَابِ مَنْ يَتَّخِذُ مَا يُنْفِقُ مَغْرَمًا وَيَتَرَبَّصُ بِكُمُ الدَّوَائِرَ ۚ عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
99. وَمِنَ الْأَعْرَابِ مَنْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَتَّخِذُ مَا يُنْفِقُ قُرُبَاتٍ عِنْدَ اللَّهِ وَصَلَوَاتِ الرَّسُولِ ۚ أَلَا إِنَّهَا قُرْبَةٌ لَهُمْ ۚ سَيُدْخِلُهُمُ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
94. کله چې تاسې بیرته راوګرځی نو دوی به تاته عذرونه کوي، دوی ته ووایه تاسې دا عذرونه مه کوی، موږ به په تاسې هیڅ باور ونکړو، یقیناد ستاسې له خبرونو څخه الله موږ خبر کړي یو، ژر به الله ستاسې عملونه وګوري او رسول الله به هم ستاسې عملونه وګوري، بیابه تاسې هغه ذات ته وروګرځول شی چې په پټو او ښکاروو پوه دی، نو تاسې به له هغو کارونو خبر کړي چې تاسو به کول.
95. دوی به تاسې ته ژر په الله قسمونه خوري چې کله تاسې دوی ته بیرته راشی، ددې لپاره چې تاسې له دوی څنګ وکړی، نو له دوی څخه څنګ وکړی، یقینا دوی ناولې دي، او ددوی د ورتلو ځای جهنم دی د هغو کارونو د جزا لپاره چې دوی به کول.
96. دوی تاسې ته ددې لپاره قسمونه خوري چې تاسې له دوی خوشاله شی، نو که تاسې له دوی خوشاله شی خو یقینا الله د فاسقانو له قوم څخه نه راضي کېږي. 
97. اعراب [کوچیان] په کفر او نفاق کې ډیر سخت [ښکېل] دي، او ددې وړ دي چې په هغو حدودو پوه نشي چې الله يې په رسول نازل کړي دي، او الله پوه او د حکمتونو والا دی.
98. او ځینې اعراب [کوچیان] هغه دي چې هغه شی زیان ګڼي چې لګوي يې، انتظار کوي چې تاسې ته ناڅاپي پیښه [حادثه] در ورسیږي، بدې حادثې دې دوی ته ورسیږي، او الله اوریدونکی دی پوه دی.
99. او ځینې اعراب [کوچیان] هغه دي چې په الله او د قیامت په ورځ ایمان لري او هغه څه چې د الله په لار کې لګوي الله ته يې د تقرب لامل ګڼي او د رسول الله د دعا لامل يې ګڼي، خبردار اوسی چې دا ددوی د تقرب سبب دی، الله به ژر دوی پخپل رحمت کې شامل کړي، یقینا الله بښوونکی دی رحم والا دی.
100. وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ
101. وَمِمَّنْ حَوْلَكُمْ مِنَ الْأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ ۖ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ ۖ مَرَدُوا عَلَى النِّفَاقِ لَا تَعْلَمُهُمْ ۖ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ ۚ سَنُعَذِّبُهُمْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَىٰ عَذَابٍ عَظِيمٍ
102. وَآخَرُونَ اعْتَرَفُوا بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُوا عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا عَسَى اللَّهُ أَنْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
103. خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ ۖ إِنَّ صَلَاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
104. أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ هُوَ يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَأْخُذُ الصَّدَقَاتِ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
105. وَقُلِ اعْمَلُوا فَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ ۖ وَسَتُرَدُّونَ إِلَىٰ عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ
106. وَآخَرُونَ مُرْجَوْنَ لِأَمْرِ اللَّهِ إِمَّا يُعَذِّبُهُمْ وَإِمَّا يَتُوبُ عَلَيْهِمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
100. او له مهاجرینو او انصارو څخه هغه وړانديني لومړني او هغه کسان چې ددوی تابعداري يې په نیکۍ سره کړې ده، الله له دوی راضي شوی دی، او دوی له الله څخه راضي شوي دي، او الله ددوی لپاره جنتونه چمتو کړي دي چې لاندې يې ویالې بهیږي، دوی به په دې جنتونو کې د تل لپاره وي او دا لوی بری دی.
101. او له اعرابو [کوچیانو] څخه ځینې هغه کسان چې ستاسې په شاوخوا کې دي منافقان دي، او ځینې د مدینې له خلکو څخه چې په منافقت روږدي دي، ته دوی نه پيژنې، موږ په دوی پوهیږو، موږ به دوی ته ژر دوه ځلې عذاب ورکړو، بیابه دوی ډیر لوی عذاب ته بوتلل شي.  
102. او ځینې نور دي چې پخپلو ګناهونو يې اقرار کړی دی، دوی نیک عمل او بدعمل ګډ کړي دي، نژدې ده چې الله په دوی توبه وباسي، یقینا الله بښونکی او رحم والا دی.
103.  ددوی له مالونو څخه صدقه واخله چې له ګناهونو څخه يې پاک کړې، او ته په صدقې سره دوی  برکتناک کړې، او ته دوی ته دعا وکړه یقینا ستا دعا ددوی لپاره ډاډ دی، او الله اوریدونکی دی پوه دی.
104. ایا دوی ته مالومه نه ده چې یقینا الله د خپلو بندګانو توبه قبلوي او صدقې ترې اخلي، او یقینا الله بښونکی دی رحم والا دی.
105. ووایه تاسې عمل کوی، الله به ستاسې عمل ژر وګوري اودده رسول او مومنان، او بیابه تاسې ژر هغه ذات ته بوتلل شی چې په پټو او ښکارو پوه دی نو په هغه څه به  خبر درکړي چې تاسې به کول.
106. او نور کسان دي چې د الله د حکم لپاره وروسته کړل شوي دي، یابه دوی ته  الله عذاب ورکړي یابه په دوی رحم وکړي، او الله پوه دی حکمتونو والا دی.
107. وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِمَنْ حَارَبَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ مِنْ قَبْلُ ۚ وَلَيَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا الْحُسْنَىٰ ۖ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ
108. لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا ۚ لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَىٰ مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فِيهِ ۚ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَنْ يَتَطَهَّرُوا ۚ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ
109. أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىٰ تَقْوَىٰ مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَمْ مَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىٰ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
110. لَا يَزَالُ بُنْيَانُهُمُ الَّذِي بَنَوْا رِيبَةً فِي قُلُوبِهِمْ إِلَّا أَنْ تَقَطَّعَ قُلُوبُهُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
111. إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَىٰ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ ۚ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ ۖ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْقُرْآنِ ۚ وَمَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ ۚ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُمْ بِهِ ۚ وَذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ
107. او هغه کسانو چې مسجدونه د زیان رسولو، او د کفر لپاره جوړ کړي دي او ددې لپاره چې د مومنانو ترمنځ بیلتون واچوي، او د هغه چا د انتظار لپاره چې پخوايې له الله او له رسول الله سره جګړه کړې ده، او دوی قسمونه خوري چې موږ اراده نه ده کړې مګر د نیکۍ، او الله شاهدي ورکوي چې یقینا دوی دروغجن دي.
108.  په دې [مسجد] کې هیڅکله مه دریږه. هغه مسجد چې له لومړۍ ورځې يې بنسټ په تقوا ایښوول شوی دی ډیر ددې وړ دی چې ته په هغه کې ودریږي په دې کې داسې کسان دي چې دځانونو پاکه ساتنه خوښوي، او الله هغه کسان خوښوي چې ځانونه پاک ساتي.
109. ایا هغه څوک چې [د ودانۍ] بنسټ يې د الله له ویرې او د هغه د رضا لپاره ایښی وي غوره دی که هغه چې [د ودانۍ] بنسټ يې نړیدونکی د کندې په غاړه ایښی وي نو له جوړونکي سره د جهنم په اورکې ورولویږي، او الله د ظالمانو قوم ته سمه لاره نه ښيي.
110.  د دوی هغه ماڼۍ به ددوی په زړونو کې د شک [شبهاتو] لامل وي چې دوی پیل کړي دي مګر داچې ددوی زړونه ټوټې ټوټې شي،  او الله پوه دی حکمتونو والا دی.
111. یقینا الله د جنت په بدل کې له مومنانو څخه ددوی ځانونه او مالونه پېرلي دي، دوی د الله په لاره کې جګړه کوي نو وژني يې او [کله مومنان] وژل کېږي، په الله باندې په تورات او په انجیل او په قران کې په حق ژمنه ده،  او له الله پرته پخپله وعده وفاکوونکی بل څوک دي؟  نو تاسې پخپل پلور [بیع] باندې خوشاله شی هغه بیع چې تاسې له الله سره کړې ده، او دا لوی بری دی.

112. التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدُونَ الْآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ
113. مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُولِي قُرْبَىٰ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ
114. وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ إِلَّا عَنْ مَوْعِدَةٍ وَعَدَهَا إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِلَّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ ۚ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَأَوَّاهٌ حَلِيمٌ
115. وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِلَّ قَوْمًا بَعْدَ إِذْ هَدَاهُمْ حَتَّىٰ يُبَيِّنَ لَهُمْ مَا يَتَّقُونَ ۚ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
116. إِنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ يُحْيِي وَيُمِيتُ ۚ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ
117. لَقَدْ تَابَ اللَّهُ عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّهُ بِهِمْ رَءُوفٌ رَحِيمٌ
112. توبه کوونکي، عبادت کوونکي، شکر کوونکي، د الله د رضا لپاره په ځمکه کې سفر کوونکي، رکوع کوونکي، سجده کوونکي، په نیکۍ حکم کوونکي او له بدۍ منع کوونکي، او د الله د حدودو ساتونکي، او مومنانو ته زیری ورکړه.
113. نبي ته او هغو کسانو ته چې ایمان والا دي لایق نه دي چې مشرکانو ته بښنه وغواړي،  که څه هم دا خپلوان وي، روسته له دې چې دوی ته ښکاره شوه چې یقینا هغوی [مشرکان] دوزخیان دي.
114. د ابراهیم د بښنې دعا د خپل پلار لپاره د هغې ژمنې له کبله وه چې هغه له خپل پلار سره کړې وه، خو کله چې هغه ته څرګنده شوه چې پلاريې د الله دښمن دی نو له هغه څخه بیزاره شو، یقینا ابراهیم یو زړه سواندی او زغم والا وو.
115. او الله له هدایت ورکولو روسته یو قوم نه بېلارې کوي تردې چې هغوی ته په څرګنده توګه وښيي چې دوی باید له کومو شیانو څخه ځانونه وساتي، یقینا الله په هرشي پوه دی.
116. یقینا، الله چې د اسمانونو او د ځمکې پادشاهي د هغه ده، ژوندي کول او مړه کول کوي، او له الله پرته دستاسې لپاره کوم دوست او مرستندوی نشته.
117. یقینا، الله په نبي او له مهاجرینو او انصارو څخه په هغو کسانو توبه وویستله چې په سخت وخت کې يې د هغه [د نبي]  تابعداري وکړه له هغې روسته چې له دوی څخه د یوې ډلې زړونه نژدې وو چې کاږه شي، بیا الله په هغوی باندې هم توبه وویستله، یقینا الله په دوی مهربان دی رحم والا دی.


118. وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا حَتَّىٰ إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَنْ لَا مَلْجَأَ مِنَ اللَّهِ إِلَّا إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
119. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ
120. مَا كَانَ لِأَهْلِ الْمَدِينَةِ وَمَنْ حَوْلَهُمْ مِنَ الْأَعْرَابِ أَنْ يَتَخَلَّفُوا عَنْ رَسُولِ اللَّهِ وَلَا يَرْغَبُوا بِأَنْفُسِهِمْ عَنْ نَفْسِهِ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ لَا يُصِيبُهُمْ ظَمَأٌ وَلَا نَصَبٌ وَلَا مَخْمَصَةٌ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَطَئُونَ مَوْطِئًا يَغِيظُ الْكُفَّارَ وَلَا يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَيْلًا إِلَّا كُتِبَ لَهُمْ بِهِ عَمَلٌ صَالِحٌ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ
121. وَلَا يُنْفِقُونَ نَفَقَةً صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً وَلَا يَقْطَعُونَ وَادِيًا إِلَّا كُتِبَ لَهُمْ لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
122. وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنْفِرُوا كَافَّةً ۚ فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ
118. او په هغو درې تنو چې بېرته پاتې وو تردې چې ځمکه د ارتوالي سره سره پرې تنګه شوه او ددوی زړونه تنګ شول، او یقین يې وکړ چې له الله څخه د تېښتې ځای نشته  مګر د الله طرفته دی، بیا الله دوی راوګرځول چې دوی توبه وباسي،  یقینا الله د توبې قبلوونکی دی رحم والا دی.
119. ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی، له الله وویریږی، او له رښتینو مومنانو سره واوسی.
120. د مدینې او ددې شاوخوا خلکو ته روا نه دي چې له رسول الله څخه بېرته پاتې شي او نه دې دوی د رسول الله په پرتله له ځانونو سره ډیره مینه کوي، دا ددې لپاره چې یقینا د الله په لار کې دوی ته نه رسیږي تنده او نه ستړیا او نه لوږه، او دوی په هغه لاره ګامونه  نه ږدي چې د کفارو بده ایسي، او دوی هیڅ دښمن ته د غچ اخیستلو لپاره نه رسیږي مګر دوی ته يې له کبله [په هریاد شوي کار] یو نیک عمل لیکل شوی دی، یقینا الله د نیکي کوونکو اجر نه خرابوي.
121. او دوی د الله په لار کې لږ مال یا ډیر مال نه لګوي، او هيڅ یوه وادي نه پرې کوي مګر دوی ته هغه لیکل کېږي، دا ددې لپاره چې الله دوی ته د نیکو عملونو جزا ورکړي چې دوی به کول.
122. او د مومنانو لپاره نه دي پکار چې یومخ ټول ووځي، نو د مومنانو له هرې ډلې څخه ولې یوټولی نه وځي، ددې لپاره چې دوی په دین کې پوهه ترلاسه کړي، او ددې لپاره چې خپل قوم وویروي کله چې ددوی طرفته بیرته راشي چې هغوی ځانونه وساتي.


123. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قَاتِلُوا الَّذِينَ يَلُونَكُمْ مِنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا فِيكُمْ غِلْظَةً ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ
124. وَإِذَا مَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ فَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ أَيُّكُمْ زَادَتْهُ هَٰذِهِ إِيمَانًا ۚ فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا فَزَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَهُمْ يَسْتَبْشِرُونَ
125. وَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَتْهُمْ رِجْسًا إِلَىٰ رِجْسِهِمْ وَمَاتُوا وَهُمْ كَافِرُونَ
126. أَوَلَا يَرَوْنَ أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِي كُلِّ عَامٍ مَرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ لَا يَتُوبُونَ وَلَا هُمْ يَذَّكَّرُونَ
127. وَإِذَا مَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ نَظَرَ بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ هَلْ يَرَاكُمْ مِنْ أَحَدٍ ثُمَّ انْصَرَفُوا ۚ صَرَفَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ
128. لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ
129. فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ ۖ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ
123. ای هغو کسانو چې تاسې ایمان راوړی دی، د کفارو له هغو کسانو سره جګړه وکړئ چې تاسې ته نژدې دي او دوی دې په تاسې کې سختوالی ومومي، او پوه شی چې یقینا الله له متقیانو سره دی.
124. او کله چې کوم سورة نازل شي نو ځینې [له دې منافقانو څخه] هغه دي چې وايي له تاسې څخه هغه څوک دی چې دې سورة يې ایمان زیات کړ. نو هغه کسان چې ایمان لري [د هرسورة په نازلیدو سره] ددوی ایمان زیاتیږي حال داچې دوی خوشاله دي.
125. او هغه کسان چې په زړونو کې يې ناروغي ده [دا سورة] ددوی ناولتوب پر ناولتوب دوی ته زیاتوي، او دوی په داسې حال کې مړه کېږي چې کافران دي.
126. ايا دوى نه ګوري چې په کال کې يو ځل یا دوه ځلي دوی ازمېښت كېږي؟ بیا نه توبه کوي او نه پند اخلي.
127. او کله چې کوم سورة نازل شي نو ځینې ددوی ځینې نورو ته ګوري، ایا تاسې کوم یو ګوری، بیا غلي ووځي. الله ددوی زړونه اړولي دي ددې لپاره چې دوی یو داسې قوم دی چې نه پوهیږي.
128. یقینا تاسې ته له تاسې څخه یو رسول راغلی دی، هغه کار په ده ډیر سخت تمامیږي چې تاسې ته تکلیف رسوي، په تاسې ډیر حرصناک دی، په مومنانو باندې ډیر زړه سواندی دی ډیر رحم والا دی.  
129. نو که دوی [له تاڅخه] واوښتل، نو ووایه چې زما لپاره الله کافي دی، بل معبود نشته مګر  الله دی، ما الله ته ځان سپارلی دی او هغه د لوی عرش رب دی.

Popular posts from this blog

البقرة، غوا

البقرة وعدد آياتها 286 وهي مدنية – أول سورة مدنية لومړی جز [سپاره] له 1 - 141 ایتونو پورې بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. الم     2. ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ 3.الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ 4 . وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ 5. أُولَٰئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ د الله په نوم چې ډير زیات مهربان، تل رحم والا دی.‏ 1.     الف، لام، میم. 2.   په دغه کتاب کې هیڅ شک نشته دی، داد هغو کسانو لپاره چې ځانونه ساتي هدایت دی. 3.  هغه کسان چې په نالیدلي باندې باور لري، او لمونځ کوي ، او له هغه څه يې لګوي چې ‏موږ دوى ته ورکړي دي. 4.   او دوی په هغه څه  باور لري ‏ چې په تا نازل شوی دی او هغه څه چې له تا مخکې نازل شوي دي، اوپه اخرت یقین لري. 5. د دوی د رب له لوري همدې کسانو ته لارښونه شوې ده او همدوی بریالي دي. 6. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَو

النساء، ښځې

سورة النساء عدد آياتها 176 وهي مدنية – نزلت بعد الممتحنة بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1. يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا 2. وَآتُوا الْيَتَامَىٰ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَىٰ أَمْوَالِكُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا 3. وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَىٰ فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَلَّا تَعُولُوا 4. وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا 5. وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامً

ال عمران، دعمران کورنۍ

سورة ال عمران عدد آياتها 200 وهي مدنية – نزلت بعد الأنفال   بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ 1 . الم 2 . اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ 3 . نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنزَلَ التَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ 4 . مِن قَبْلُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَأَنزَلَ الْفُرْقَانَ ۗ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ. 5 . إِنَّ اللَّهَ لَا يَخْفَىٰ عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ. 6 .  هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الْأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاءُ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ . 7 . هُوَ الَّذِي أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ ۖ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ ۗ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّ